۱. د ملګري ليکوالانو تنظيم ا- شاعران او ليکوالان د پارټۍ د یو ذيلي تنظيم پۀ حېثیت قامي تحريک سره د تړلو د پاره مونږ د خپل صوبائي صدر پۀ هدایت پۀ جون کښې د بېلابېلو ضلعو د ملګري ليکوالانو تنظيمونه جوړول شروع کړل. تر اوسه مو د پښتونخوا …
اکتوبر, 2020
-
8 اکتوبر
د افغانستان سوله کښې د خپلمنځي خبرو اترو چېلنجونه – ډاکټر خادم حسېن
سږکال د فرورۍ میاشت کښې چې افغانستان د پاره د امريکې خصوصي استازي زلمي خليلزاد او د افغان طالبانو د دوحه دفتر تر مېنځه موافقنامه اعلان شوه نو د بېلابېلو غاړو نه بېلابېل نظرونه وړاندې کړے شو. د څۀ خلکو د غاړې نه د خوشفهمۍ او خوښۍ غېر مشروط څرګندونه …
سپتمبر, 2020
-
17 سپتمبر
د ملګري ليکوالانو تنظيم او تشکيل – ډاکټر خادم حسېن
دا خبره د چا نه پټه نۀ ده چې ليکوالي د يو قام او ټولنې د فکري تخليق يو ډېر مهين اړخ دے. د خاورې ناورين، ټولنيز احساسات او عاطفې او د اولس ټولنيزې تجربې چې څنګه پۀ شعر، افسانه، ناول او تکل کښې څرګندولے کېدے شي داسې احتمالا د …
اګست, 2020
-
26 اګست
مطالعه او څېړنه د پوهې سرچينې دي (دوېمه برخه) – ډاکټر خادم حسېن
• د البرټ کاميو ‘دي پلېګ’ وباء: فرانسيسي پنځګر، تخليق کار او اديب البرټ کاميو 1913 کښې الجيرز کښې زېږېدلے ؤ او 1960 کښې مړ شوے ؤ. پۀ 1957 کښې کاميو ته د ادبیاتو نوبېل جائزه ورکړې شوه. تر هغه مودې کاميو پۀ تاريخ کښې دوېم ځوان اديب ؤ چې …
جون, 2020
-
9 جون
د ځبېښاک، ښکېلاک او فاشزم نه باغي زړۀ – ډاکټر خادم حسېن
‘د تخیل خاتمه’ تر عنوان لاندې خپله مقاله کښې اروندهتي راے ليکي چې د 1998 د مۍ میاشت کښې زۀ د ملک نه پۀ دوره بهر لاړم. تر دغه دمه زما ناول نړيواله جائزه ګټلې وه او لږ وخت کښې د دولت، شهرت او بریا انبار مې پښو کښې پروت …
اپریل, 2020
-
11 اپریل
ياره! قلندر ته دعاګانې کړئ! – ډاکټر خادم حسېن
د کلي د ګرميو اوږدې غرمې به داسې وې چې د خلکو د تګ راتګ ټوله حوصله به ئې ورژوله. زمونږ د کلي د سکول د پښتو استاذ د نزدې بازيدخېلو کلي اوسېدونکے ؤ؛ فضل کريم استاذ نومېدۀ. د سکول چهټۍ نه وروستو به ئې غرمه زمونږ حجره کښې ارام …
-
11 اپریل
کورونا وائرس، مذهب، سائنس، نيو لبرل مارکيټ او د رياست پښتون دښمني – ډاکټر خادم حسېن
نن ټوله نړۍ د کورونا وباء ولقه کښې ده. ټولنيز واټن، د ګرځېدو را ګرځېدو کموت، د ځان او چاپېرچل صفايۍ ته پام او د ګڼې ګوڼې نه ځان ساتل د دې لا علاجه وباء نه د ژغورنې تدبيرونه ګڼلے کېږي. عام اولس ته اٰګهي ورکول او دوي ته پۀ …
-
9 اپریل
Khadim Hussain, “Militancy and Pakhtun Code” – ژباړن: “پښتون”
The News on Sunday, March 09, 2014 عسکريت پسندي او “پښتونولي” د پوهانو تر مخه د اولس د يو ځانګړي ټولګي (group) پېژندګلو )شناخت(، نړيوال نظر، پۀ تخليقي او تصويري هنرونو (Arts) کښې راوړې شوې ځائي پوهه (wisdom)، د پېداواري صلاحيت تسلسل او د ټولنې خپل منځ کښې د اړيکو/ …
نوومبر, 2019
-
1 نوومبر
الف جانه خټکه، فیمنزم او خدائي خدمتګار تحریک – خادم حسېن
پېژندګلو: دې مقاله کښې زۀ يو څو سوالونو ته جوابونه وئيل غواړم. وړومبے دا چې نن دور د پدر-سرۍ يا نر-واکۍ سره تړلې د فيمنزم تهيوري او عناصر کوم کوم اړخونه يا شکلونه لري؟ دوېم دا چې د الف جانې خټکې د شاعرۍ او تخليق د 1940ز لسيزه کښې د …
-
1 نوومبر
بنیادګري او ترهګري:یوه څېړنه – ډ. خادم حسېن
“بنیادګري او ترهګري” د ډاکټر خادم حسېن څېړنیزه لیکنه ده چې پکښې د انساني ټولنې دننه د بنیادګرۍ او ترهګرۍ اړخونه د نفسیاتي، سماجي او سیاسي سائنسونو رڼا کښې څېړلے شوي دي. دا مقاله اګاهو د کتابګوټي پۀ بڼه هاغه وخت خپره شوې وه چې افغانستان کښې د امن “مبینه” …