مياشتنۍ آرکائيوز: جنوري 2018

رباب کهٔ ټوپک؟ – فاروق فراق

دا افسانه ما د انتها پسندۍ پهٔ تناظر کښې د زلمي شاعر ودان اتمانخېل د دې شعر پهٔ تاثر کښې لیکلې ده چې: ملا کهٔ ما جومات ته رباب رانهٔ وړو نو دا دے جومات ته دې سړي ولې ټوپک راوړے دے؟ السلام علیکم ورحمة الله، السلام علیکم ورحمة الله …

نور ولولئ »

وطن جماعتي انصاف؟ یوه بړستن کښې اوړے ژمے – نهارخان تنګیوال

 د صوبې وزیراعليٰ سره هم بهانې ختمې شوې، قومي وطن پارټۍ سره د اتحاد ختمولو ناڅاپي اعلان چې کله د یو بل وزیر لۀ خوا وشو نو وزیراعليٰ ته د خپلو سیاسي معاهدو زور معلوم شو ـــ قومي وطن پارټي پۀ وړومبي ځل هم ډېر پۀ عزت اسمبلۍ نه ویستې …

نور ولولئ »

پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه – عامر عالم

    د صوبائي حکومت د سېلګرۍ د محکمې (TCKP) پهٔ مرسته ګڼ ژبيز ټيلي فلم پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه “پراجېکټ پشاور” ــــ د خېبر پښتونخوا حکومت د يوې بلې ترقياتي منصوبې نوم نۀ دے کوم چې د اعلان کولو وروستو پۀ شا وغورځولے شي او …

نور ولولئ »

د دوړو لاندې پروت د پېښور پوهنتون تاریخ (وړومبۍ برخه) – ډاڪټر سهېل خان

د ډاکټر محمد سهېل خان اتمانزي، سېکرټري باچاخان چئیر، عبدالولي خان پوهنتون مردان دا لیکنه د پېښور پوهنتون د جوړېدو هغه حقیقي تاریخ نه پړده پورته کوي، کوم تاریخ چې استعمارچیانو لهٔ یوې لویې مودې د پښتون قام نه پټ ساتلے ؤ او د دې پوهنتون د جوړښت درناوے ئې …

نور ولولئ »

د پڪتا وېنا یوه تبصراتي تجزيه – فېصل فاران

د بشير احمد مټه “د پکتا وېنا” کښې اسلوب وړومبے مهم شے دے چې مونږ ئې د دې کتاب تجزيه کښې وينو ــــ هم دغه رنګ اسلوب د پير روښان د کتاب “خېرالبيان” هم دے خو هلته کښې ورسره د سورۃ رحمٰن قافيې راوړې شوې دي. دغه ډول تکراري انداز …

نور ولولئ »

پښتون حلاج*: یو تاثر

پښتون حلاج*: یو تاثر تاثر: ډاکټر همدرد ایسپزے پهٔ تاثر تاثر: حیات روغانے زما نا لیدلي اتله! وینې وینې ــــ ژوبل ژوبل ــــ د اریانې چوک ــــ ستا پۀ دار د ختلو رسم دنیا ته حلاج ور یاد کړو!!! ستا چغې ــــ ستا د انالحق نعره څۀ عجېبه وه ــــ …

نور ولولئ »

د اتم اګست 2016ز د کوئټې د شھیدانو  وکیلانو  وړومبے تلین – مابت کاکا

د اتم اګست 2016ز د شهيدو وکيلانو لومړے تلين د کوټي سره سره پۀ ټوله صوبه کښې ډېر پۀ احترام او عقيدت سره ولمانځل شو. عوامي نېشنل پارټۍ درې ورځنۍ توره ورځ اعلان کړې وه. 7 اګست پۀ ټولو ضلعو کوټه، قلعه عبدالله، پښين، قلعه سېف الله، ژوب، شېراني، موسيٰ …

نور ولولئ »

عبداللّٰه جان اسیر یو پیاوړے ادبي شخصیت – م ر شفق

شخصیانه د مندڼ یوسفزو علاقه کښې، د مردان صوابۍ څلور کلي “ټوپۍ”، “زېده”، “هوتي” او “طورو” د یوسفزو د مشرۍ مرکزي ځایونه وو. زېده کښې اتۀ ملکۍ وې. عبدالله جان اسیر د زېدې دغو ملکانو یوه معتبره کورنۍ کښې پۀ 14 جولائي 1910ز زېږېدلے ؤ. د پلار نوم ئې خان …

نور ولولئ »