پاکستان، پښتونستان او فاټا ادغام – خان عبدالولي خان

د خان عبدالولي خان کتاب ‘باچاخان او خدائي خدمتګاري’ څلورم ټوک کښې مخ 108 نه تر مخ 113 دا ټوټه اخستلې شوې ده. د هندوستان د وېش پۀ حقله د باچاخان اصولي موقف، د وېش نه پس د مسلم لیګي ‘رجیم’ رژیم لۀ خوا د رېفرنډم پۀ شا سیاسي غرض او د خدائي خدمتګارانو لۀ خوا د رېفرنډم د بائیکاټ پۀ حواله دا اقتباس ډېر فکر انګېزه دے.

د دې لیکنې پایله کښې د ولي خان بابا دا پوښتنه چې ‘پاکستان کښې اخر هغه کوم یو څیز )قانون( دے چې قیوم خان منلے دے او عبدالغفار نۀ دے منلے؟’

خان عبدالولي خان د خپل شپږ کلن قېد او د پاکستان دننه د مسلم لیګي رژیم لۀ خوا د غېر ائیني، غېر جمهوري، انتقامي او غېر اخلاقي رویې مخې ته راوړو نه پس لهجه هم توندې شوې ښکاري؛ خو د دې هر څۀ د پاسه پۀ جمهوریت، ائین او عدم تشدد د مستقیم باور مجسّم تصویر خان عبدالولي خان د خپل ځپلي پښتون قام د پاره د مسلم لیګي رژیم او بهټو د سِول مارشل لاء نه واخله د هر فوځي او غېر فوځي امریت مخې ته ودرېدلے دے او دغه قام پرست او جمهوري سوچ او اپروچ ئې مکمل باچاخاني دیانت سره راروان نسل ته رسولے او سپارلے دے.

نن چې د خېبر پښتونخوا سره د فاټا ادغام وشو، پۀ پینځم مارچ 1948ز د پاکستان قانون سازه اسمبلۍ کښې د باچاخان لۀ خوا پاکستان کښې د پښتنو د جغرافیائي وحدت مطالبه د اویا کلنې سیاسي مبارزې نه پس سر ته ورسېدله. دې فېصلې سره یقیناً چې پۀ جمهوریت، ائین او پارلېماني مبارزه د اولس اعتماد بحال کېدو کښې پرمختګ شوے دے. اوس به د خپل جغرافیائي وحدت او خپلو وسائلو د ملکیت او د دې د استعمال او مارکیټنګ ترلاسه شوو حقونو کښې وړاندې ګام اخلو. ‘پښتون’

کله چې برطانيه، مسلم ليګ او نېشنل کانګرس د طرف نه وېش ومنلے شو او ټهيک ټهيک بالکل پۀ دې بنياد باندې خدائي خدمتګارو پۀ صوبه سرحد کښې د رېفرنډم مخالفت کړے ؤ ولې چې کۀ مسلم ليګ او کانګرس دواړو پارټيو وېش منلے دے او کۀ د دې دواړو پارټيو پۀ دې باندې پوره اتفاق دے چې د وېش پۀ صورت کښې صوبه سرحد ته پۀ پاکستان کښې شاملېدل وي نو بيا د رېفرنډم کولو کښې څۀ تُک دے؟ د انګرېزانو ډېر خواهش ؤ چې رېفرنډم ضرور وشي ولې چې دا د هغوي د تش پۀ نوم د انصاف خوښۍ احساس باندې ښۀ نۀ لګېده يعني هغوي د 1946ز د انتخاباتو نتيجې نظرانداز کړې کله چې پۀ يوه داسې صوبه کښې چرته چې 95% د مسلمانانو ابادي ده، د دې پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو پۀ درېو کښې د دوه اکثريت وي او پۀ کومه صوبه کښې چې د مسلمانانو سيټونو پورې د خدائي خدمتګارو اسمبلي پارټۍ پۀ غټ اکثريت سیټونه ګټلي وي. مسلم ليګ د رېفرنډم کولو پۀ حق کښې ؤ چې دا شان هغوي ته د رېفرنډم د نتېجې پۀ ذريعه د ډاکټر خان صاحب وزارت د برطرف کولو بهانه ملاؤ شي- کوم چې يقيناً د پاکستان پۀ حق کښې وتله، ولې چې د دې مخالفت نۀ کېدونکے ؤ- د معمول مطابق د دې فېصلې مننه پکار وه او د دې هرکلے کول پکار وو- اؤ د دواړو پارټيو د طرف نه د صوبه سرحد پۀ پاکستان کښې د شاملېدو رضامندۍ د ټولو پۀ اتفاق د مطالبې حېثيت ته هرکلے وئېل پکار وو-

لېکن کله چې د خدائي خدمتګارو د اعلان باوجود مسلم ليګ پۀ دې زور واچولو چې رېفرنډم ضرور کول پکار دي نو بيا خدائي خدمتګارو غوښتنه وکړه چې مسلم ليګ پۀ رېفرنډم باندې زور اچوي نو پۀ دې صورت کښې د ووټرانو مخې ته د يوې درېمې موضوع اختيار هم پکار دے او هغه د پښتنو د يو ازاد رياست د پاره د ووټ اچولو حق دے چې دا شان دا رېفرنډم د خپلواکۍ د حق يو کامل اظهار وشي – کله چې د دوي دا تجويز منظور نۀ کړے شو نو بيا خدائي خدمتګار خپل هغه وړومبي موقف ته واپس شول چې چونکې هغوي د براعظم د وېش او پاکستان جوړېدل منلي دي، دې د پاره هغوي محسوسوي چې رېفرنډم غېر ضروري، بې موقعې او بې محله دے او کۀ د دې باوجود اوس هم د اقتدار خاوندان د بدمزګۍ او جنګ فضا پېدا کولو د پاره پۀ خپلې منصوبې پورې نښتي وي نو خدائي خدمتګار به د رېفرنډم بائيکاټ کوي او بالکل هغوي هم داسې وکړل. اوس پۀ رېفرنډم کښې چې کوم ووټونه واچولے شول، د هغې شمېره پۀ خپله خولۀ خبرې کولو والا تصوير دے:

د ووټونو کل تعدد 572,799

ټول ووټونه چې واچولے شول 292,188

د پاکستان پۀ حق کښې اچولي ووټونه 289,244 50.49%

د هندوستان پۀ حق کښې اچولي ووټونه 2,874

دلته به پۀ دې پوهېدل د دلچسپۍ باعث وي چې پۀ هغه ورځو کښې د ووټرانو حلقه محدوده وه- د صوبه سرحد پۀ زېربندوبست ريت ضلعو کښې پۀ 25 لکهه ابادۍ کښې صرف د شپږو لکهو نه کمو خلقو ته د ووټ اچولو حق ؤ- لېکن کۀ پۀ دې کښې يو سړے د پوره قبائيلي علاقې شپږو ايجنسو او سرحدي رياستونو ابادۍ (چا چې پۀ رېفرنډم کښې ووټونه نۀ وو اچولي) شامل کړي، د کومې ابادي چې اندازتاً 25 لکهه ده، د ډيورنډ کرښې نه دې خوا اوسېدونکي د ټولو پښتنو پۀ جمع شمېره 70 لکهه جوړېږي- پۀ دې کښې تر درې لکهو پورې هم د پاکستان پۀ حق کښې ووټ نۀ دے اچولے- دا څېز صفا ښکاره کوي چې د دې حلقو پۀ دعويٰ کښې کوم چې اوس هم پۀ لويو لويو سُرونو کښې چغېږي، څومره زور دے؟

لېکن خدائي خدمتګارو د رېفرنډم د صحيح کېدلو او د دې فېصله کله هم چېلنج نۀ کړه ولې چې دا خلق د خپلې مورنۍ زمکې د ازادۍ د پاره جنګېدلي وو، غوښتل ئې چې د خپل محنت او جدوجهد سره حاصل شوے مراد د زياتې ابادۍ او خاص کر د هغه پرېوتو خلقو پورې کوم چې د خپلو بنيادي ضرورياتو نه هم محروم ساتلے شوي دي، پۀ رسولو کښې سمدستي ولګي او د هغوي د پاره پۀ څۀ کولو کښې لګياشي- هم دا خدائي خدمتګار وو څوک چې د ازادۍ پۀ جدوجهد کښې وړاندې وو او چا چې د انډين نېشنل کانګرس سره متحده محاذ جوړولوسره د برطانوي غلامۍ نه پۀ ازادۍ حاصلولوکښې اخر کاميابي حاصله کړې وه او دا شان ئې د ازادۍ د پاره او د پاکستان د جوړېدو د پاره لاره هواره کړې وه ولې چې پاکستان د انګرېزانو د دې ځايه د تلو نه پس جوړېدلے شو-

لېکن د پاکستان د جوړېدو نه پس پۀ يوه هفته کښې دننه د ډاکټر خان صاحب وزارت د پاکستان ګورنر جنرل برطرف کړو اګر چې دوي ته پۀ اسمبلۍ کښې پۀ پنځوسو کښې د درې دېرشو مرسته حاصله وه – د دې پۀ ځاے عبدالقيوم چا ته چې صرف د اوو لسو ممبرانو مرسته حاصله وه، ته د وزارت جوړولو د پاره ووئيلے شول-

دلته دا بيانول به د دلچسپۍ نه خالي نۀ وي چې د رېفرنډم د نتيجو د اعلان کولو نه پس سمدستي د مسلم ليګ مشرانو د هندوستان د هغه وخت ګورنر جنرل لارډ ماونټ بېټن ته د ډاکټر خان صاحب د وزارت د برطرف کولو د پاره ووې- هغۀ د داسې کولونه خپله مجبوري ظاهره کړله- يو خو دې د پاره چې د دې رېفرنډم د صوبائي وزارت سره هېڅ تعلق نۀ ؤ، ولې چې دا رېفرنډم پاکستان يا هندوستان کښې يو سره د شاملېدو پۀ سوال شوے ؤ او دا پۀ وزارت باندې د باور يا نا باورۍ پۀ ووټ سره پۀ هېڅ قسم نۀ شو تعبير کېدلے- او بله دا چې د اسمبلۍ د اکثريت پارټۍ د دې بائيکاټ کړے ؤ- پۀ دې حقله د لارډ ماونټ بېټن دليل دا ؤ چې وزارت قانون سازې اسمبلۍ ته جواب ورکوونکے دے او پۀ دې کښې ډاکټرخان صاحب ته اوس هم پۀ درېوکښې د دوو حمايت حاصل دے، دې د پاره دا برطرف کولے نۀ شي-

د دې دومره سختو لا پاره کولو باوجود خدائي خدمتګارو د روغې جوړې لار اختيارولو کوشش وکړو او بې شکه چې يو منزل داسې راغے چې د څۀ نه څۀ روغه جوړه او پۀ خپلو کښې نزدېوالے د سترګو د مخې ؤ لېکن مقامي قيادت د کومې مشري چې قيوم خان کوله او تر هغه وخته پورې دا خلق د وزارتونو او وزارتونو سره چې نور ډېر څۀ وي تر هغې بلکې لوټ مار او پاتې جائيدادونو باندې د قبضې کېدو پورې د خپلو پښو پۀ مضبوطولو کښې کامياب شوي وو، محسوس ئې کړه چې د خدائي خدمتګارو او مسلم ليګ د مرکزي مشرانو تر منځه د څۀ قسم سمجهوتې معنيٰ به د هغۀ د زياتي خورۍ ختمېدل وي- دغه شان د مسلم ليګ مقامي مشرانو دا خبرې اترې د ناکامولو د پاره سازش وکړو او دا شان ئې د جنګ جګړې او ټکرې فضاء پېدا کړه- پۀ دې حقله دا وليکلے شو کۀ چرې خدائي خدمتګار ئې پۀ حکومت کښې پاتې کړل نو د دې به د کشمير د ازادۍ پۀ تحريک اثر وغورځېږي، ولې چې قبائيلو ته به کشمير ته د تلو د پاره پۀ صوسرحد باندې د تېرېدو اجازت ورنۀ کړے شي- دا شان دې د پاره به هغوي ته د ټولو غېر مسلم ليګيانو نه د هندوستان د اېجنټ لقب ورکول وي. هر څۀ ئې د اسلام او پاکستان پۀ نوم باندې وکړل لېکن پۀ حقېقت کښې دا د کرسۍ لالچ ؤ کوم چې د هغوي پۀ مازغو باندې سور ؤ- د مقامي مفادونو يا د عام سړي د ښېګړې کار ئې کله هم پۀ وړاندې نۀ ؤ- پۀ دې علاقه کښې د انګرېزانو د روپو او ټوپک نه د کار اخستلوچې کومه پاليسى روانه وه، هغه بيا استعمال کړې شوه- خدائي خدمتګارو پۀ اخلاص او د وطن دوستۍ د خاطره د مرستې کوم لاس چې وړاندې کړے ؤ، د هغې د قبلولو نه پۀ انکار کولو سره د جنګ جګړې فضاء پېدا کړې شوه چې هغوي پۀ خپلو ائيني او قانوني حقونو کښې د ټولو پۀ زبردستۍ د ګوتو وهلو مخالفت وکړي-

لېکن پۀ دې حقله د ټولو نه زيات د کم عقل توب او ټوقو خندا الزام دا دے چې دې خلقو تر اوسه پورې د پاکستان سره خپل ځانونۀ دي منلي-

اخر تاسو د يو سړي د عمل څنګه جاج اخلئ؟ او دا چې تاسو څۀ ته ځان منل وايئ؟ نو دا ځان منل د چا سره؟ کۀ زۀ دا احتجاج وکړم چې د دې اسلاميه جمهوريه پاکستان د يو امن خوښي او قوانينو پابند د يو شهرى پۀ حېث سره زما پۀ حقونو کښې ګوتې وهلې کېږي او غوښتنه وکړم چې ما سره د ملک د قانون او دستور مطابق سلوک وکړئ نو ايا دا يو داسې جرم دے کوم د پاره چې نزدې نزدې شپږ کاله پورې زۀ د مقدمې چلولو نه بغېر پۀ جېل کښې ساتلے يم او پۀ دې دوران کښې نۀ خو ئې زۀ څۀ عدالت ته وړاندې کړم او نۀ ئې زما پۀ قيد کښې د ساتلو اسباب او وجوهاتو نه خبرکړم او زياتے پرې دا چې حاکمانو زما ټول منقوله او غېر منقوله جائيداد ضبط کړے او زما بال بچ د کوره وباسي او کۀ زۀ احتجاج وکړم چې پۀ جمهوري توګه منتخب شوې اسمبلۍ ته پۀ کوم کښې چې زما پۀ درېو کښې د دوو اکثريت دے، د دې د ائيني درجې او دا ئې د کار کولو نه محرومه کړے ؤ نو د دې مطلب دادے چې زۀ د مملکت د سلامتيا خلاف يم؟ اخر هغه کومه پېمانه ده پۀ کومه چې تاسو د يو سړي وفاداري او وطن دوستي ناپ کولې شئ؟ کۀ خدائي خدمتګار د براعظم د وېش مخالف وو نو د دې مخالف خو نور هم وو، تر دې چې د اٰل انډيا مسلم ليګ پورې دومره وروستو يعني جون 1946ء کښې د پاکستان د غوښتلو نه لاس په سر شول او دوي د متحده هندوستان يو وفاقي حکومت ومنلو، لېکن اوس د دې فېصله هغه سړے کوي څوک چې پۀ کرسۍ ناست دے- قيوم خان نۀ صرف د هندوستان پۀ قامي اسمبلۍ کښې د کانګرس پارټۍ ممبر ؤ بلکې هغۀ پۀ 1945ء د مسلم ليګ د پاليسيو خلاف کتابونه وليکل او د مسلم ليګ د مشرانو پۀ حقله ئې سپکه او بازاري ژبه استعمال کړه لېکن دا سړے پېر صاحب مانکي شريف، ثمين جان خان او ارباب عبدالغفورخان ته د پاکستان د مخالفت کېدو الزام ورکوي –

خان عبدالغفار خان د پاکستان د دستور سازې اسمبلۍ پۀ غونډه کښې شريک شو او د دې د غړي پۀ حېث هغوي پۀ مارچ 1948ء کښې د وفادارۍ سوګند پورته کړو- پۀ پنځم مارچ 1948ء کښې هغۀ پۀ اسمبلۍ کښې پۀ خپل وړومبي تقرير کښې ووې، ‘ما هغۀ ته پۀ صفا ټکو کښې ووې چې بې شکه زما خيال او عقيده وه چې هندوستان تقسيم نۀ شي، ولې چې نن مونږ پۀ هندوستان کښې دا لوبه کتلې ده، پۀ زرګونو بلکې پۀ لکهونو ځوانان، بوډاګان، ماشومان، نر او ښځې قتل کړے شول او تباه او برباد شول- زۀ دا منم چې دا زما ديانت دارانه او د اخلاص نه ډکه مشوره وه چې هندوستان تقسيمېدل نۀ دي پکار، د هندوستان ټوټې ټوټې کېدل نۀ دي پکار، لېکن اوس خو دا وشوه اوس جګړه ختمه ده.’

اوس د يو ډېر اسان لېکن ډېر معقول او مناسب سوال تپوس کېدے شي چې پۀ پاکستان کښې اخر هغه کوم یو څیز دے چې قیوم خان منلے دے او عبدالغفار نۀ دے منلے؟

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …