شهید فضل حمید داوړ – شاهین وزیر

 

 

فضل حميد داوړ د عبدالحليم خان کره پۀ 1954 ز کښې پۀ تحصيل مير علي شمالي وزيرستان ‘خدي’ کلي کښې زېږدلے ؤ. د لسم جماعت پورې سبق ئې د خپل کلي پۀ ښونځي کښې وئيلے ؤ. د يوولسم او دولسم د پاره ئې پۀ ميران شاه کښې داخله واخسته. د دولسم نه پس پۀ کاکول کښې پۀ کال 1972ز کښې کمېشن افسر وټاکلے شو خو ولې د هغۀ نظريه د بابا د عدم تشدد نظريه پۀ زړ ۀ او ذهن راخوره وه نو لۀ دې وجې ئې د دې عسکري کار نه ځان راونغاړو. لۀ دغې پس ئې پۀ سياست کښې باقاعده طور قدم پورته کړو چې د پښتون سټوډنټس فيډرېشن نه پس ته ئې دا پۀ مېدان کښې اول ؤ. هم دغسې پۀ يونين اليکشن کښې بريالے شو. د څوارلسم جماعت امتحان ئې د ميران شاه کالج نه پاس کړو او دې نه پس ئې د نېشنل عوامي پارټۍ لۀ خوا خپله سياسي مبارزه وړاندې کړه. هر کله چې پۀ نېشنل عوامي ګوند باندې پابندي ولګېده نو د دې نه پس نېشنل ډېموکرېټک ګوند ته لاړو، ولې وروستو چې د اېن ډي پي نه عوامي نېشنل پارټي جوړه شوه نو هم د دغې د سيوري د لاندې ئې سياسي هلو ځلو ته دوام ورکړو. پۀ 1984ز کښې د جنرل ضياء د امریت پۀ دور کښې د خپلو روښان فکره مشرانو او ملګرو سره ګرفتار کړے شو. پۀ ټارچر سل کښې ئې واچوۀ. دغه دهمکۍ او دهړکې ورکړې شوې چې پۀ قبائيلي بېلټ کښې سياسي هلې ځلې مۀ کوه خو هغۀ کله هم دې خبرو ته غاړه نۀ کښېوده او لۀ دې وجې ئې پوره يو کال پۀ دغه ټارچر سل کښې وويست. هر کله چې دلته پۀ ژوند کولو مجبوره شو نو افغانستان ته ورغے. هلته حکومت غوښتل چې دے د پولېنډ سفير جوړ کړي خو ولې عبدالحميد داوړ دا خبره هم ونۀ منله او دغه وجه ئې څرګنده کړه چې زۀ پۀ پښتنه سيمه کښې سياسي بېداري راولمه، ځکه چې پۀ پاکستان کښې پښتانۀ او بيا قبائيلي سيمه د استحصال او جبر سره مخ ده. لۀ دغې نه پس چې کله د بېنظير بهټو حکومت جوړ شو او د عامې معافۍ اعلان ئې وکړو نو دے هم پاکستان ته واپس راغے او پۀ وزيرستان کښې ئې د عوامي نېشنل پارټۍ د سيوري لاندې هلې ځلې شروع کړې. پۀ کال 2003ز کښې يو وار بيا د ډکټېټر پروېز مشرف حکومت کښې فضل حميد داوړ ګرفتار شو او غوښتنه ئې ترې وکړه چې پۀ قبائيلي سيمه کښې قام پرست سياست مۀ کوه خو فضل حميد داوړ دې خبرې ته کله هم تيار نۀ شو. څۀ موده پس ئې رها کړو ولې کله چې ډکټېټر ادارې ته پته ولګېده چې دے پۀ هېڅ شان هم منع کېدو واله نۀ دے نو يو ځل بيا ئې د خپل کور نه اوچت کړو. پۀ کال 1985ز کښې ئې د بېګم نسيم ولي خان او افضل خان لالا سره پۀ کُرمه کښې د فاټا پۀ پښتونخوا کښې د ضم کېدو جلسه هم وکړه چې يو بريد پرې وکړے شو ولې دے پکښې خداے پاک بچ کړو. اخر هم دا وکړې شوه چې پۀ کال 2010ء کښې پټ مخونو وسله والو اوچت کړو او ورته ئې ووئيل چې يو به دا علاقه پرېږدې او بل به د عوامي نېشنل پارټۍ سره تعلق ختموې خو فضل حميد داوړ د دې خبرې نه انکار وکړو او اخر پۀ پينځم دسمبر ماښام پنځۀ بجې ئې شهيد کړو او لاش ئې ورله پۀ قطب خېلو کښې وغورځوۀ او ورسره ئې دغه خط هم پرېښودو چې کۀ د دۀ لاش چا اوچت کړو نو ښۀ به نۀ وي، خو ولې پۀ ميرام شاه کښې تر ټولو لويه جنازه د شهيد فضل حميد داوړ شوې ده. د قامي تحريک د خدائي خدمتګار تحريک دغه تسلسل چې پۀ خپله علاقه کښې د ازادۍ د نمر وړومبۍ څيره وه، چا چې د ریاست زور واکو جابرانو او د هغوي ګوډ او بېډ ملګرو ته خپل سر ټيټ نۀ کړو ـــ۔ دغه مبارز پۀ خپل کلي کښې خاورو ته سپارلے شوے دے.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …