Anti-civic elements in Pashto Literature – اکبر سیال

 

 

پۀ پښتو ادبیاتو کښې د تهذیب او تمدن نه د بېزارۍ بېلګې او شهادتونه

تهذيب يا تمدن څۀ ته وائي؟

د تهذيب د پاره پۀ انګرېزي ادبياتو کښې د “Civilisation”، پۀ جرمنۍ ژبه کښې “Kultur” او اردو لغت کښې د “ثقافت” توري کارولے شي. پۀ پښتو کښې د دې د پاره مناسب او موزون تورے “استوګنه” دے. ‘کلتور’ هم ورته وئيلے شي.

د جغرافيائي، ټولنيز جوړښت، سياسي، مذهبي او اقتصادي لوستې او علم دوېم نوم تهذيب، تمدن، کلتور، ثقافت يا استوګنه بللے او ګڼلے شي. د اجتماعي قومي ژوند کره کتنه او معيارونه ټاکل هم تمدن ګڼلے شي. د تهذيب تورے پۀ وړومبي ځل پۀ 1756ز کښې پۀ يو فرانسوي کتاب کښې څرګند کړے شو. دغه کتاب د فرانس انقلابي سياست دان وکټر ډي رکيوټي (Victor de Riqueti) ليکلے دے. د هغۀ پۀ خيال د يو قام د تېر شوي وخت جوته لوسته او تجربه پۀ دې انداز کښې کول چې تېر وخت څنګه ؤ، هم هغه شان بيان او تجزيه شي لکه څنګه چې ؤ. د ماضي د لوستې او تجربو نه کوټلي نتائج راويستے شي نو هله به خلق پۀ دې د پوهې جوګه شي چې دوي له “نن” څۀ کول پۀ کار دي؟

د تهذيب او تمدن خصوصيات:

يو امريکني ټولنپوه (Social Scholar) وي ګارډن چلډي (V Gardon Childe) د تهذيب او تمدن خصوصيات داسې بيان کړي دي:

  1. پۀ لويه پېمانه ښاري او تعليمي مرکزونه جوړول
  2. د کارکوونکو خلقو مهمې پېشې، کارونه، روزګارونه
  3. د ټولنې ټولو وګړو ته پرېمانه خوراک رسول
  4. ستر يادګاري عمارتونه او پېداواري صنعتونه جوړول
  5. د اطلاعاتو د رېکارډ جوړولو او ساتلو منظم نظام
  6. د عملي سائنسي او سماجي علومو ترقي او پرمختګ
  7. د فنونو او هنرونو مرکزونه او عمارتونه جوړول
  8. د قدرتي او خام وسائلو او دولت لټون او استعمال
  9. رياست (دولت)، حاکميت، واضح سياسي، جمهوري، فلاحي او مذهبي نظريات ټاکل
  10. د رياست ارزښتناک شکل او چوکاټ ـــــ

د ټولنې د عامو وګړو د پاره غواړم چې پۀ ساده پښتو او کلي وال انداز کښې د تهذيب، تمدن يا استوګنې وضاحت وکړم. زۀ داسې وېنا کول غواړم چې د ټولنې د ټولو وګړو دې خپل يو کور وي؛ بې شکه دغه کور دې وړوکے ولې نۀ وي، خو شرط دا دے چې دا دې د خاورو خټو نۀ وي؛ دا دې پوخ کور وي ـــ د سيخ، سیمټو او خښتو نه جوړ کور ـــ پۀ دغه کور کښې دې د يخنۍ او ګرمۍ نه د بچ کېدو انتظام وي، هغه کۀ د بجلۍ، ګېس هيټر وي او کۀ پکے او ائيرکنډيشن. پۀ دغه کور کښې دې بجلي وي. يو صفا سوتره د لامبلو او حاجت پوره کولو تشناب وي. د لامبلو او څښکلو د پاکو اوبو بندوبست وي. د کور ټول وګړي دې پۀ خېټه ماړۀ وي. د دغه کور د هلکانو او جينکو د پاره دې د ښوونځي، پوهنځي، پوهنتون، دارو درملو او لوبو مناسب ځايونه او مېدانونه وي. بائد دغه کور ټلېفون، رېډيو، ټي وي، نېټ، يخ چال (فرېج)، اوون او يو وړوکے ګاډے هم ولري. د دغه کور د استعمال شوي موادو او خځلو د پاره دې پۀ کوڅه کښې د رياست لۀ اړخه بندوبست وي. د ګنده اوبو او موادو د وتو د پاره دې زېرِ زمين (پۀ زمکه کښې دننه) غټ غټ پائيپونه وي. د دغه کورونو لارې او کوڅې دې خلاصې، ارتې او صفا وي. د دغه کور بالغ وګړي دې بائد پۀ هېواد کښې باعزته روزګار ولري. کۀ چرې د هېواد ټول وګړي دغه شان کورونه ولري نو زما پۀ نظر کښې دغه تهذيب هم دے، تمدن هم دے او استوګنه هم ـــ ځکه چې پۀ دغه وړوکي شان کور کښې چې دغه ټول سهولتونه موجود وي نو د دې مطلب به دا وي چې دغه هېواد يو کلک او مضبوط اقتصادي، سماجي، علمي او سياسي بنياد لري او وګړي به د رياست د حاکميت، قانون او ائين پلويان هم وي. د دغه وړوکي کور د استعمال ټول شيان چې پۀ هېواد کښې دننه جوړېږي او پېدا کېږي نو دغه عمل به پۀ مجموعي ډول د رياست او د رياست د وګړو د امن او سلامتيا ضامن وي.

خو لۀ بده مرغه پښتنو هېڅ کله هم پۀ تهذيب او تمدن غور او فکر نۀ دے کړے؛ الټه ئې د نوي، ښکلي، ښائسته او صفا ژوند مزاحمت او مخالفت کړے دے. پۀ څمڅتو، غرونو، غارونو، کلو بانډو کښې ئې د خپل غېرت او عظمت جنډې کلکې نالې کړې دي. د پښتنو سلو کښې اتۀ نوي (98%) ابادي بې سواده ده خو کوم خلق چې د عقل، شعور، سواد او قلم خاوندان دي، هغوي هم پۀ دغه حواله د جهالت او پسماندګۍ نه ډک ذهنونه لري.

ماڼۍ څۀ له جوړوې اخر به کوچ کړې

دومره بس ده چې پۀ تا څڅېږي نۀ

دغه پورته شعر زمونږ د ټولنيز جوړښت د فکري او عملي رغوڼې او اډانې څومره جوته عکاسي کوي. د تمدن نه د بېزارۍ او دښمنۍ د دې نه لوے ثبوت، بېلګه او شهادت نور څۀ کېدے شي؟

د پښتنو لوے اتل او د ډيلي د تخت واکدار احمد شاه بابا به همېشه داسې وئيل:

د ډيلي تخت هېروم چې راپۀ ياد شي

دا د خپلې پښتونخوا د غرو سرونه

د احمدشاه بابا د پاره ممکنه وه چې پښتانۀ ئې پۀ لوے شمېر هند ته بوتلي وے او يا ئې د هند د ښارونو او عمارتونو عملي نقشې پۀ کندهار کښې راښکلې وې ـــ نۀ پوهېږم چې د اوچو او تشو غرو پۀ سرونو کښې به څۀ داسې پټ راز ؤ چې د بابا نه ئې”Home sick” يعني د کور ارمانژن جوړ کړے ؤ؟ قومي او ملي غرور او وياړ پۀ خپل ځاے خو ژوند خالص پۀ غرور او وياړ نۀ کېږي. ژوند او ښۀ ژوند د تمدن د ارتې او پلنې سينې نه بغېر بې خونده او لنډ تنګ وي. دلته د لوستونکو پام دې خبرې ته راګرځول غواړم چې د احمدشاه بابا د حکومت/ رياست سر ښار کندهار ؤ ـــ د دنيا پۀ هر ملک کښې چې سر ښار يا پايه تخت وي، هلته پزيکي تمدن د ملک د نورو علاقو پۀ نسبت ډېر شان دار وي خو پۀ کندهار کښې تر دې دمه هېڅ داسې نخښې نخښانې نشته چې د پايه تخت علامت وي. لکه څنګه چې د عامو خلقو کورونه دي، دغسې د احمدشاه ابدالي کور هم دے. دغلته هېڅ يو لوے عمارت پۀ نظر نۀ راځي. نۀ پوهېږم چې حکومتي چارواکو به سرکاري کار چرته کوۀ؟ پۀ پولو پټو کۀ پۀ مېدانونو کښې؟ دا د تمدن هغه نشتوالے دے کوم چې پۀ تاريخي ډول هېڅ پۀ نظر نۀ راځي؟؛ حالانکې د نورو قامونو او رياستونو سر ښارونه لوي لوي عمارتونه او محلونه لري. لکه پۀ هند کښې د مغلو او پېرنګيانو بلډنګونه او عمارتونه ـــ بابا دغه کار پۀ کندهار کښې ولې ونۀ کړے شو. شايد د هېواد د نورو عامو وګړو لۀ وېرې نۀ وي شوې ځکه چې بيا به خلقو وئيل چې احمدشاه پۀ لويو لويو عمارتونو او محلونو کښې اوسي او مونږ د خاورو خټو پۀ کورونو کښې ـــ شايد دغه وخت دا د پښتو تقاضا هم وه او چې د “پښتو” لۀ ويرې دا کار نۀ کېدو نو ځکه زما دليل درست دے چې “پښتو” د ترقۍ پۀ لار کښې رکاوټ دے.

زۀ چې کله وړوکے هلک وم، ما به يو څو شعرونه د نرو او ښځو نه اورېدل. نۀ پوهېږم چې دغه شعرونه به د چا وي خو ما ته د خپل عمر نه سل کاله زاړۀ ښکاري.

سبق د مدرسې وئ

د پاره د پېسې وئ

جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

پۀ دوزخ کښې به ګسې وئ

داسې ښکاري چې د علم او تعليم پۀ ضد دغه شاعرانه رويه د پښتنو د قومي رجحان برخه وه. پۀ يوه انساني ټولنه کښې علم

دښمنه تصورات ډېرې لويې ارواحي او نفسياتي بدرنګۍ رامنځ ته کوي.

د پښتو ژبې يو مترقي قوم پرست شاعر شمس القمر اندېش وائي،

مينې لاهو کړې د تارکولو سړک

نۀ دې خوشبو شته نۀ دې پل ښکاري

دا حقيقت دے چې تارکولي سړک هر چرته تللے دے، هلته د ژوند نقشه بدله شوې ده. سړک د لرو پرتو او بېلا بېلو خلقو د يو ځاے کولو د تړون نوم دے. د تارکولي سړک پۀ ذريعه مزل کم شوے دے. د خلقو پۀ لږ وخت کښې خپل منزل ته د رسېدو لويه وسيله سړک دے. ولې پۀ پورته ذکر کړے شوي شعر کښې د خاورو خټو د کچه لارو ارمان څرګند شوے دے او پۀ يوه محسوسه طريقه د تمدن د لویې لار د تارکولي سړک پۀ راتګ او جوړېدو د افسوس اظهار شوے دے اګرچې سړک ته د تمدن پلار هم وئيلے شي.

پۀ انساني اقدارو مئين شاعرِ انسانيت رحمان بابا څۀ پۀ دې رنګ ګويا دے،

ستا لۀ غمه مې پۀ سر کښې داسې شور دے

لکه جوړ مې پۀ سر شهر د لاهور دے

د حېرانۍ خبره دا ده چې څلور سوه کاله اګاهو د لاهور د متمدنه او پرمخ تللي ښار د ګاډيو او خلقو اوازونه ولې پۀ بابا بد لګېدل؟ افسوس پۀ دغه دور کښې بابا د خپلو خوږو شعرونو پۀ ذريعه پۀ پښتون اولس کښې د تمدن د پرمختګ تبليغ کړے وے نو نن به پښتانۀ ولې داسې تباه او برباد وو؟ حالانکې بابا پۀ دنيا او دنيا دارۍ هم ښۀ پوهه ؤ لکه چې وائي،

پۀ دنيا کښې دنيا ښه ده اے رحمانه!

بې دنيا سړے کۀ دروند وي تول ئې سپک وي

خو پۀ يو بل شعر کښې رحمان بابا د محلونو د ژوند مخالفت او مزاحمت پۀ دې رنګ کړے دے،

د دنيا د محلونو خښتې واړه

ما رحمان ته د سرونو منارې دي

خوشحال بابا چې د پښتون قوميت د تصور باني دے، نابغه روزګار هستي ده، د ژوند پۀ اسرار او رموز پوهه دے، د پښتنو پۀ بدحالۍ ئې زړۀ ټق چاودے دے، ټول عمر ئې د قلم او تُورې مبارزه کړې ده، د پښتنو د يو والي او اتفاق لوے علمبردار پاتې شوے دے؛ ولې بابا هم چرته چرته د تمدن پۀ ضد خبره نيمه کړې ده. هاغه وخت چې هند مترقي مېداني او ښهري سيمه وو، پۀ ډېره حواله پۀ کښې د ژوند خواږۀ تاودۀ موجود وو؛ بابا پښتنو ته نصيحت کوي چې اے زما نازبينو بچو! د هند ژوند ژواک څۀ کوئ؟ پۀ غرونو کښې اوسئ! هلته چې تشې د پيپلو د اونو پاڼې خورئ، د غرونو دغه ازادي د هند د پان د خوراک نه غوره کار دے ـــ حالانکې ټول خلق پۀ دې ښۀ پوهېږي چې هاغه وخت پۀ غرونو کښې څۀ وو؟

د پيپلو پاڼې خوره پۀ غرو کښې اوسه!

نۀ چې پان د هندوستان خورې زما جنده!

حالانکې خوشحال بابا پۀ اقتصاد او پۀ ښۀ اقتصادي ژوند تېرولو د هر چا نه ښۀ پوهېدو؛ لکه چې وائي،

چا ته چې پېښ شي غم د خوړلو

د اغوستلو او يا د څښکلو

دا نور غمونه، واړه تر شا شي

کۀ د سندرو وي، کۀ د بدلو

خوشال بابا او رحمان بابا دغه غېر متمدنه ادبي رويې او د ترقۍ پۀ ضد شاعرانه رجحانات پۀ هاغه دور کښې خوارۀ کړي او ليکلي دي پۀ کوم دور کښې چې د دوي نه لږ مخکښې رښتوني، مخلص او لوے اتل او عادل پښتون حکمران شېر شاه سوري د ډيلي نه تر جلال اباد پورې لوے سړک (د هاغه وخت موټروے) G T R (Grand Trunk Road) جوړ کړے ؤ ـــ پۀ دې غرض چې پښتانۀ د غرونو، کلو او بانډو نه ښارونو او مېدانونو ته راکوز شي چې د نوي ژوند د نوي تمدن سره اشنا شي. خوشحال او رحمان به پۀ دغه موټر وے ډېر تلي راغلي وي او پۀ دې به هم پوهه وي چې د دغه لوے سړک مقصد د پښتنو ابادي او ترقي ده. ولې څنګه چې د ټولنې عامو وګړو دغه انقلابي سړک د نظره وغورځوۀ، هم دغه رنګ پرې د قلم خاوندان هم غلي پاتې شول.

دغه سړک يا موټر وے شېر شاه سوري پۀ پینځۀ کاله کښې جوړه کړې وه. د هغۀ پینځۀ نکاتي قومي ايجنډه وه چې يوه نکته پکښې د پښتنو ابادي او سوکالي وه. د دې غرض د پاره هغۀ دغه لويه لار جوړه کړه چې پښتنو ته پۀ ښارونو او مېدانونو کښې د راتګ ستونځه هواره کړې شي،

زۀ هم اشنا يو کیمياګر يم خو څۀ بل رنګې يم

زما پۀ لاسو کښې چې راشي سيم و زر خاورې شي

اکرام الله ګران

انساني شعور د سماجي او اقتصادي جوړښت (Scio. economic order) او حالت نه پېدا کېږي ــــ د يوې ټولنې دغه جوړښت چې څنګه وي، د دې د وګړو سوچ او فکر پۀ هم دغه شان وي. د پښتنو قبائلي او فيوډل ټولنيز جوړښت د کرکيلې، د غوايانو د يوې او جغ ، اشر، غوبل، لور او رمبي، بېلچۍ او څټک نه جوړ دے. اکثر کارونه پکښې پۀ لاسونو کولے شي. اوس اوس يو څۀ نوې ټکنالوجي راغلې ده خو دغه پۀ وړو کښې د مالګې برابر هم نۀ ده. د نوو سائنسي اٰلاتو او ايجاداتو اثر دومره دے لکه د نمر وړمبۍ څيره. د سائنس نيم يا پوره نمر لا د پښتنو پۀ سيمه نۀ دے روښانه شوے. پۀ دغسې ټولنيز جوړښت کښې هم دغه رنګ انساني فکر او سوچ زرغونېږي. د مثال پۀ طور غني خان لوے شاعر دے، فلسفي دے، د باچاخان بابا زوے دے، د سياسي، تعليمي او علمي کورنۍ چشم و چراغ دے، اعليٰ تعليم يافته شخصيت دے، پۀ قومي سياسي مبارزه کښې هم د چا نه وروستو پاتې نۀ دے؛ د دومره ډېرو صلاحیتونو او خوبیو څښتن شخصيت هم د تمدن د پرمختګ پۀ لار نۀ دے تللے. پۀ خپل يو نظم کښې وائي چې ما ټوله دنيا وليده وکته، دنګ دنګ محلونه، سړکونه، جهازونه، کارخانې او مترقي تمدنونه او تهذيبونه ـــ خو دغه ځان او جهان ديده شاعر چې خپلې سيمې ته واپس راځي نو د جديد دور د تهذيب او تمدن نه سترګې پټې کړي او د خپل کلي او علاقې پۀ تنګو او کږو لارو وياړ کوي. د خټو ګټو کور پۀ محل نۀ ورکوي، د پښتنو د خولې واهيات پۀ جنت کښې اورېدل غواړي. د غني خان دغه نظم د تمدن نه د بېزارۍ لوے ثبوت دے ـــ وائي:

ما ليدلي د پېرنګ ښکلي جهازونه

چې د لاندې ترې غورځنګ وهي سيندونه

ما ليدلي محلونه د لندن

جينکۍ مستې ازادې ګل بدن

ما ليدلي د اټلي ښکلي ښارونه

سرۀ انګور، سرۀ ئې شراب او سرۀ ګلونه

ما ليدلي د پېرس ښاپېرۍ ښکلې

پۀ کردار ګفتار خوږې لکه بلبلې

ما ليدلے تاج محل غوټۍ د ګلو

د دهلي ښکلي ښارونه د مغلو

ما ليدلي امريکا کښې ډېر ښارونه

چې وريځو ته ئې رسي مکانونه

خو چې ووينم دا خپل د خټو کور

رانه هېر شي محلونه ښائسته نور

دا نرۍ تنګې کوڅې زما د کلي

ورته څۀ دي د دنيا ښارونه ښکلي

چې خړ مخے ورور پښتون مخې له درشي

درنه هېر به ټول ښائست د بحر و بر شي

خدايه شکر چې پېدا دې لۀ دې قام کړم

د پښتون د نر وجود دې يو اندام کړم

څۀ به کړمه د لندن لوي محلونه

د پېرس جونې ښائسته رومي ګلونه

پۀ والله چې د جنته به شم ستون

چې کنځل پکښې وانۀ ورم د پښتون

د خاورو خټو پۀ کورونو، پۀ نرو تنګو لارو (چې د جنازې کټ پکښې پۀ ګرانه وړلے شي)، پۀ خاورو او دوړو خړ پړ او ککړ مخونو، پۀ کنځلو، سپکو او سپورو وئيلو باندې فخر او وياړ معنٰي او مطلب دا دے چې غني خان د Status-quoقائل دے او دغه پۀ ځاے د ولاړ ودرېدلو او بدلون نۀ راوستلو فکر او تصور د پښتونولۍ لويه کمزوري ده. غني خان چې د څلور سوه جريبه زمکې خاوند او مالک ؤ، به د خاورو خټو پۀ کور او حجره کښې سره د دېرشو څلوېښتو نوکرانو او دهقانانو ښۀ پۀ ارام او پۀ مزو کښې ؤ، ولې پۀ دغه سيمه کښې پۀ زرګونو او لکونو مېشته بې زمکې خلق به څۀ کوي؟ د فيوډل ذهنيت د تمدن د ترقۍ پۀ ضد دغه رويه د ټول اولس د غربت، جهالت او پسماندګۍ واضح ثبوت او دليل دے. پښتونولي يو څو خانانو ملکانو ته د ژوند د تېرولو حق ورکوي، ولې د تهذيب او تمدن نشتوالے پۀ کروړونو خلق د ژوند د بنيادي حقوقو نه محرومه ساتي. غني خان له پۀ کار وو چې نوے ژوند او نوے تمدن ئې وليد، بايد چې پښتنو ته ئې د دغه تمدن د خپلولو يو پېغام ورکړے وے، نۀ چې د رد کولو.

د تمدن او اقتصادي پرمختګ د بېزارۍ او بې خبرۍ علامات پۀ پښتنو قام پرسته ګوندونو کښې هم موجود دي. پۀ تاريخ کښې پښتنو حکمرانانو او اتلانو بغېر د شېرشاه سُوري او باچاخان نه هېڅ چا هم پۀ دغه حواله سوچ فکر او کار نۀ دے کړے. پۀ هند کښې د پښتنو سوونه کاله حکمراني هم د پښتنو پۀ ښېګړه رانۀ غله. پۀ هندوستان کښې يواځې د بهلول خان لودهي اويا کلن دورِ اقتدار هم پښتانۀ مخ پۀ وړاندې بونۀ تلل حالانکې د قومونو پۀ تاريخ کښې مسلسل اويا کاله حکومت ارزښتناک نتائج لرلے شي. د روس د اشتراکي انقلاب دور هم اويا کاله ؤ. دغه انقلاب نۀ يواځې پۀ شوروي ټولنه بلکې پۀ ټوله دنيا خپل تاريخي او ارزښتناک نتائج مرتب کړل، پۀ بشپړه توګه د انساني محرومۍ او غلامۍ جغ مات کړے شو، پۀ امريکه او يورپ کښې خلقو د Status quo خلاف جنګونه وکړل، جمهوري او فلاحي رياستونه پۀ وجود کښې راغلل ــ اګر چې پۀ سرمايه دارانه نظام کښې دولت د ګوتو پۀ شمېر خلقو سره دے، ولې بيا هم پکښې د عامو وګړو د پاره څۀ نه څۀ د راحت، خوشحالۍ بندوبست وي. زمونږ د وطن عام خلق چې پۀ دغه هېوادونو کښې يو څو کاله محنت او مزدوري وکړي او واپس راځي نو د هغوي طبقه بدله شوې وي. پۀ دې لړ کښې د مشرق وسطيٰ رياستونو خصوصاً د متحده عرب اماراتو ذکر به هم بې ځايه نۀ وي. دغه هېوادونو د امريکا او يورپي هېوادونو پۀ مرسته او ملاتړ خپل شګې شګې وطنونه ګل او ګلزار کړل. چرته چې اشرافيه د بېن الاقوامي عېش پرسته ژوند سره سره د نورو هېوادونو کار کوونکي خلق هم د ښې ورځې خاوندان شول، پۀ ټوله نړۍ کښې پښتانۀ د غربت، جهالت او پسماندګۍ ښکار دي. د دوي پۀ ترقۍ کښې د ټولو نه لوے رکاوټ د دوي کلچرل ‘دين’ دے. د پښتو پینځم مذهب دے، پښتونولي ده ــــ د نورو نه علاوه د پښتنو شاعرانو، اديبانو او منورينو هم د دغه پسماندګۍ پۀ برقرار ساتلو کښې لويه برخه ده. بې د څۀ لامله د ننګ ناموس، غېرت او وياړ چغې سورې وهل زمونږه د ذهني پستۍ او پسماندګۍ دلالي او غمازي کوي. بايد د پښتنې ټولنې ټول وګړي د دې صورتحال تجزيه وکړي، د تېر وخت د کوټلو تجربو پۀ رڼا کښې د نوي او مترقي ژوند د پاره ګامونه پورته کړي. دغه ګامونه کچ کول او پېژندل د دې ليک پۀ سر کښې د “تهذيب خصوصيات” د سر خط لاندې پۀ واضح ډول پۀ ګوته کړے شوي او پۀ نخښه کړے شوي دي. دغه ليک پۀ يو شعر راټولوم چې،

د نابغه خوشحال

سیمینار پۀ لړ کښې

د دنيا د ابادۍ دعوې دروغ دي

چې ترڅو د پښتنو کورونه وران دي

رحمت شاه سائل

هر څو کۀ دا ضروري نۀ ده چې د احمد شاه ابدالي د ډیلي تخت نه وېزاري، د اندېش د تارکولي سړک نه ګیله، د رحمان خپل سر کښې شور نه پرېشاني، د خوشحال د پیپلو پاڼې ستائیل او د غني د جنت نه د ستنېدو ګواښ دې د تهذیب او تمدن نه د وېزارۍ بېلګه وي؛ خو د پوخ جومات او نړېدلې کوټې، د پلن سړک او تنګې کوڅې، د پښتون سرود او فارسي ترانې، سپینې حورې او تور چېلي، د شهادت او اجتماعي قتل، د تربوزک او وردۍ، د خامتا جامې او شېرواني او د ادبي خدمت او ادبي بېورو کرېسۍ تر منځه د وران کړے شوي امتیاز نه اوچت شوي ابهام ضرور د تهذیب او تمدن لارې نیولې دي. باید لوستونکي دغه پورته لیکنه یو ځل بیا د کلتوري تړون، cultural relativism او شعري پس منظر د شعور سره ولولي. د ښاغلي اکبر سیال دغه لیکنه د تهذیب او تمدن پۀ اړه د ارتقاء تمنا زېږوي او یو خوندور بحث ته لار پرانیزي.

د دې ‘نابغه خوشحال’ خټک بابا سیمینار کوونکو او دې د پاره چې کومو ملګرو د دې تابیا کښې زیار او خواري کړې ده؛ مشرانو، منورینو، خوېندو، وروڼو او کشرانو او دې سیمینار ته د کوزې پښتونخوا نه راغلو عالمانو، ادیبانو او شاعرانو!

سلامونه او احترامات!

زۀ د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي کلتوري سېکتر پۀ حېث د ځان او د ګوند د مرکز صدر اسفندیار ولي خان لۀ خوا د سیمینار کوونکو، بلونکو او د افغانستان جمهور رئیس اعليٰ حضرت محمد اشرف غني ډېره مننه کوم چې تاسو د خوشحال خټک سیمینار جوړ کړے چې پکښې لر او بر پښتانۀ مشران او روښان فکران د بابا پۀ تاریخ او کردار بحثونه کوي.

دې سیمینار د پښتون تاریخ زړه دروازه پرانسته. د خوشحال بابا پۀ ژوند او د هغۀ د فکر د مختلفو اړخونو راسپړدلو لړ کښې دا سیمینار یو ډېر ګټور اقدام دے. دا ډول سیمینارونه زمونږ تر منځه د مینې او ورورولۍ تاریخ منځ ته راوړي.

محترم اولسمشره!

اسلام اباد کښې د افغان سفارتخانې لۀ خوا چې کوزو پښتنو ادیبانو او عالمانو ته پۀ ادبي، علمي، صحافتي او ټولنیزو خدماتو کوم اېوارډونه ورکړے شوي دي، زۀ ستاسو ډېر مشکور یم. ځکه چې د افغانستان دولت جنګونو او مسئلو کښې ګېر دے، تاسو د دې باوجود ادیبان او شاعران، صحافیان او ټولنیزو ښېګړو د پاره کار کوونکي ونمانځل او درناوے مو ورکړو؛ دا یقیناً ډېر لویه خبره ده.

زما ګوند د کوزې او برې پښتونخوا د پښتنو افغانانو تر منځ د ژبې، کلتور، تاریخ، مذهب او علم د نۀ شلېدونکي تړون منونکے دے. زما ګوند غواړي چې د کوزو او بره پښتنو پۀ خاوره امن وي، دا نن چې څنګه سیمینار دے؛ داسې سیمینارونه، غونډې او ناستې دې وي ـــ تعلیمي، کلتوري، فرهنګي او تجارتي اړیکې دې محفوظې او دوامدارې وي.

شمس بونېرے

د کلتور مرکزي سېکتر، عوامي نېشنل پارټي

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …