د امن انځور عبدالغفار خان د عدم تشدد مبارز – ژباړن: عالمګیر مندوخېل

 

@lesterkurtz

اولسي دود دستور او اجتماعي پوهه تقاضا کوي چې کله هم خلق د عدم تشدد پر بنسټ لۀ ی باتربیه دښمن سره مقابله کوي، پۀ ځانګړې توګه چې بریالي وي؛ د یو سوله ایز کلتور څخه راپورته کېږي. دا خبره به تر ډېره حده درسته وي مګر دا پۀ واقعت کښې پۀ مستعمر هندي شمال لویدیځ صوبه کښې د برېطانیه حکومت پۀ مقابل متحرک عبدالغفار خان او د هغۀ ګومارل شوي غېر متشدد پښتون لښکر قضیه نۀ ده. زیاتره دا ټینګار کېږي چې اسلام پۀ بنیادي توګه متشدد دی، مسلمانان د نورو عقیده لرونکو پۀ څیر کله متشدد هم وي، مګر غفار خان یو داسې تحریک تاسیس کړی چې رېښه چې پۀ کله لۀ قران کریم سره تړلې وه او د هغې انګېرنې پر اساس چې د عدم تشدد مبارزه د پېغمبر (صلي الله علېه وسلم) لۀ خوا یوه وسله وه چې د اسلام روح او بنیادي اساس ئې د مثال پۀ توګه تشریح کړو.

پۀ 1929ز کښې د مهاتما ګاندهي پۀ ټینګار انډین نېشنل کانګرس پۀ لاهور کښې د خپلې کلنۍ غونډې پۀ ترڅ کښې یو قرارداد تصویب کړو چې د برېطانیا څخه ئې د بشپړې خپلواکۍ او د سول نافرمانۍ یو پراخ کمپاین ژمنه وکړه. د نیمې شپې پۀ څیر د لسیزې پۀ پای کښې شوې دا غوښتنه منل شوې نۀ وه خو غفار خان پۀ هغه ډله کښې ؤ چې لۀ دې وروسته ئې خپلواکي لمانځله. کۀ څۀ هم ازادۍ پۀ رسمي ډول پۀ راتلونکو اوولس کالو نۀ ورکړل شوه، هغۀ خپل خدائي خدمتګاران د هند د ازادۍ د غورځنګ د علت لپاره چمتو کړل. د خدائي خدمتګار غورځنګ لۀ انډین نېشنل کانګرس سره پۀ اتحاد او رسمي تړون وده وموندله چې پۀ اصل کښې د هند پۀ شمال لوېدیځ صوبه کشې د پښتني ټولنې او کلتور عمومي پرمختګ او اصلاح لپاره تاسیس شوی غورځنګ ؤ او د ګاندهي نامتو سالټ مارچ لۀ اړخه د برېطانوي واکمنۍ پر ضد پېل شوې د 1931-1930 سول نافرمانۍ د هلوځلو پۀ ترڅ کښې او بیا لۀ هغۀ وروسته یو پیاوړی او ډاروونکی ځواک شو.

عبدالغفار خان د هغه وخت برطانوي هند د لوېدیځې شمالي صوبې پۀ اشنغر کښې زېږېدلے ؤ ـــ هغه سیمه چې پۀ هره کوڅه کښې ئې تاو تریخوالی لرلو او پۀ ستراتیژک اړخ هندوستان ته د زمکې پر مخ د خېبر پاس لۀ رویه یوه ډېره مهمه دروازه وه. برېطانیانو دا سیمه تر خپل اثر لاندې راوستلو لپاره ډېره زیاته هڅه کوله او د ځائي پښتنو پۀ وړواندې د پوځ ظلمونه عام وو. ژوند او کورونه ویجاړول، وهل ټکول او شخصي سپکاوی د هر پښتون وګړي پۀ برخه ؤ. کۀ څۀ هم هغه د برېطانوي واکمنۍ پر ضد هلوځلو کښې ګډون نۀ درلود. لۀ برېطانیې څخه د واکمنۍ تر لاسه کولو هڅه کول د پېړیو پۀ اوږدو کښې د بېلابېلو فاتحینو پر وړاندې د ځائي پښتنو د دود دستور برخه اوسېدلې وه. دې سرحدي سیمې ته جواهر لال نهرو، د یوناني، چینائي او ایراني کلتورونو او هنرونو د لرغوني غونډېدو ځای پۀ توګه یادونه کړې ده.

د ګاندهي جي سېکرټري پیاری لال نیر، چې غفار خان سره ئې ښۀ پېژندګلوي وه، د دۀ پۀ حقله پۀ خپل کتاب Abdul Ghaffar Khan: Thrown to the Wolves کښې څرګندوي چې د غفار خان پس منظر څنګه د هغۀ شخصیت او نظر وضع کړل او مرسته ئې ورکړه. لۀ خپلې مور څخه هغۀ رحم، مذهبي تعقیب زده کړو او لۀ پلار څخه ئې د عدم تشدد لور ته پاملرنه وکړه. دوي دواړه نالوستي وو او لۀ مادي دنیا څخه لرې پۀ روحي او معنوي ژوند اوسېدل. د خان پۀ وېنا،

‘زما مور به لۀ نمانځۀ وروسته کښېناسته او غلې پۀ خاموشۍ سره به ئې خپلې وظیفې او دعاګانې لوستلې. زما پلار پۀ خپل ژوند کښې ډېر ملګري جوړ کړل مګر څوک دښمن ئې نۀ ؤ. هغه پۀ ځان کښې يو څۀ درلودل چې پۀ هېڅ انتقام نۀ پوهېدو، هغۀ ګڼل چې سپکوالی پۀ تېروتنه کښې نۀ بلکې پۀ تيرويستنه کښې دی، پر خپله وېنا کلک ولاړ سړی ؤ او دومره ریښتین ؤ چې حتٰي دښمنان به پرې باوري وو او اختلاف به ئې ورسره نۀ شو کولی.

‘مونږ یو خدائي خدمتګار

نۀ شي نیولې مخه زمونږ

د مرګ وېره او نۀ څۀ لالچ

د خپل لارښود باچاخان پۀ پل

ږدو پل او مخ پۀ وړاندې ځو

مونږ پۀ مرګ هم نۀ راګرځو

ډک ټوپکونه او لچې شوې توپې

زین شوي اسونه او فوجونه

هر څۀ چې وي

زمونږ د مرام لار کښې خنډ کېدے نۀ شي

مونږ خدائي خدمتګار’

دا ډول د يو عام انسان پۀ څیر باچا خان خپلې کورنۍ او ټولنيز سياسي اثراتو ساز کړو. هغۀ تر خپل منځ د ځینې شخړو د جوړښت لۀ امله د ټولنیز تحريک لۀ لارې د انصاف غوښتنې هڅه کولو سره یو ‘سوله ایز یرغلګر’ جوړ شو.

د غفار خان پۀ مشرۍ کښې خدائي خدمتګار تحريک د مقاومت يوه پېچلې بېلګه وه چې پۀ يو وخت ئې د ډېرو قوتونو او پۀ خاص توګه د برېطانوي واکمنۍ پر ضد مبارزه او هلې ځلې کولې. د هغۀ مقاومت د دۀ د کورني ميراث يوه برخه وه چې نيکۀ ته ئې د برېطانيه لۀ لوري د مرګ سزا ورکړل شوې وه او پلار نيکۀ دواړه ئې د برېطانوي حکومت پر ضد د مسلم جهاد برخه پاتې شوي وو.

لۀ خپلواکۍ څخه ډېر وړاندې د برېطانوي واکمنۍ پر ضد قوتونه يو اړخ ته پۀ کانګريس او بل اړخ ته پۀ مسلم ليګ کښې وېشل شوي وو. د برطانوي حکومت پر ضد پۀ دې دوو قوتونو کښې د وروسته ياد شوي مخالفت ډېر سوړ او بې سبکه وو او دې نقطې خدائي خدمتګاران د کانګرس اړخ ته نزدې کړل او يو بل له ئې لاسونه سره ورکړل. د يوۀ ريښتني مسلمان پۀ څیر او پۀ زيات شمېر د مسلمانانو پۀ اوسېدونکې سيمه کښې د هندو نفوذ لرونکي کانګريس سره هلو ځلو به کله نا کله غفار خان لۀ ډېرو ستړو سره مخامخ کړو. پۀ تېره پېړۍ کښې مجاهدینو د برېطانوي حکومت پر ضد د يو وسله واله يرغل هڅه وکړه چې پۀ نابرياليتوب پايلې ته ورسېده مګر د غفار خان پۀ وخت کښې دا يرغلونه لۀ منځه لاړ.

پۀ کال 1934ز کښې غفار خان انډين مسیحي ټولنې ته پۀ خپله وېنا کښې ووئيل، ‘زمونږ قصور هم دا دی چې زمونږ سيمه هندوستان ته د زمکې پر مخ د تګ راتګ لار ده؛ حکومت مونږ ته د څوکيدار پۀ سترګه ګوري ځکه چې مونږ هلته ژوند کوو او پۀ ښکاره راته اظهار کوي چې مونږ څنګه خپل څوکيدارانو لۀ اصلاحات ورکړو؟ کۀ چري مونږ دوي ته هېڅ هم ورکړو نو هندوستان به لۀ لاسه ورکړو. خدائي خدمتګار تحريک کۀ څۀ هم پۀ اصل کښې د ټولنيز سمون او اقتصادي پرمختګ احساسولو حرکت ؤ خو د کانګريس او ګاندهي لۀ خپلواکۍ لۀ حرکت سره د رسمي همکار پۀ توګه پر مخ لاړ. پياری لال وڅارل چې تر اپرېل 1930ز پوري خدائي خدمتګاران تر پینځو سوو زيات نۀ وو خو پۀ 1938ز کښې دا شمېر سل زرو ته ورسېد. دا تحريک د کانګرس د سول نافرمانۍ سر غړونې تکيه وګرځېده او لۀ دې سره ئې خپل پښتني او اسلامي ساخت او خاصيت او د بنسټګر د پياوړي او هيجاني ټينګار لرونکي شخصيت سره دې تحريک ته ځانګړي خاصيتونه پۀ برخه وو.

د غفار خان لۀ اړخه د کانګرس مشرتابه او سرلیک ردول ځینې پښتنو ټيټه وګڼله او زیاترو دغه د مهاتما (ګاندهي) سره د نزديکت ورکړه وګڼله. برېطانویانو پۀ 1934 زېږدیز کال کښې غفار خان جلاوطن کړو نو هغۀ او د هغۀ ډاکټر ورور ګاندهي سره د هغۀ پۀ اٰشرم کښې يو ځای شو. ډاکټر خان کلینیک پرانستۀ او د درملنې لپاره به نزدې نزدې کلو بانډو ته تلو. غفار خان اٰشرم کښې کار کوۀ او هلته به ئې مهاتما سره خبرې اترې کولې. مهاتما د اسلام پۀ اړه لۀ دې ازاد خياله پښتانۀ ډېر پۀ شوق زدکړه کوله. پياری لال کاروي چې ګاندهي به پۀ بيا بيا لۀ دۀ څخه غوښتل چې د ماښام د لمونځ وروسته پۀ خپل غږ د قران کریم څخه يو عبارت مطالعه کړي. د دوي د بېل مذهبي اساس برڅېره د روحانیت او سیاست بنسټیز ترکیب دوي د یوې موخې او ژمنې پۀ ګډ احساس کښې راټول کړل. د 1934ز کال د اکتوبر پۀ میاشت کښې غفار خان د انډين نېشنل کانګرس کلنۍ غونډې ته ګاندهي سره ملګری شو او هلته ئې د يو لوی اتل پۀ توګه استقباليه وشوه او د کانګرس مشرتابه ورته وړاندې کړل شوه چې هغۀ پۀ ډېره خاکسارۍ رد کړه. پۀ کانګرس کښې دننه هندو او مسلمان مشرتابه تر منځ د تاوتریخوالي مخ پۀ زیاتېدو برڅېره د غفار خان ګډون تحريک او ګاندهي لۀ پۀ شمال لوېديځ صوبه کښې د پام وړ لاس راوړنه ورکړه.

سرخ پوش د پښتنو تر منځ د ژور کلتوري تړون پۀ انګازه متحرک شو. د غفار خان برخه ځانګړې وه خو يوازينۍ نۀ وه او هغۀ پۀ خپله څرګند کړې وه چې لوي تحريکونه ژور اساسي لاملونه لري نو د قامي بېدارۍ او د پیاوړي تنظيمونو رامنځ ته کولو د سر لوړتوب منبع د یو فرد سره نۀ بلکې د خلقو سره پۀ مجموعي حېث تړون لري. دې غورځنګ پۀ لوی شمېر تضادات احاطه کړل چې د تحريک پرمختګ سوکه کولو لامل ګرځېدۀ. کۀ څۀ هم دا تحريک د اسلام نړیوال روحیه پر اساس ؤ خو لۀ دې سره د پښتنو د یو والي پۀ بنسټ د یو بېل پېژندنې ډلې پۀ توګه تاسیس شو. لۀ دې سره د عدم تشدد دا تحريک د برېطانوي واکمنۍ پر ضد د متشددې مبارزې مرکز کښې منځ ته راغلی ؤ چې ځینې ګډونوال ئې هلته هم برخه رسېدلي وو. بادشاه خان وکتل چې پۀ سیمه کښې د ازادۍ دوه ډول تحريکونو شتون درلود: یو د تاو تریخوالي او بل د عدم تشدد. هغۀ ادعا وکړه چې د تاو تریخوالی غورځنګ د نفرت او لا ډېر تاو تريخوالي تبلیغات کوي او د عدم تشدد حرکت د مينې او ورورولۍ تبلیغات ورکوي چې د پښتنو لپاره د یو نوي ژوند، او د هنر، کلتور، شاعرۍ پۀ مېدان کښې، او د دوي پۀ ټولنيز ژوند کښې د يو لوی انقلاب ژمنه کوي. د محمد صالح کوريجو پۀ وینا “کله چې برېطانوي حکومت غفار خان د ګجرات زندان ته بوتلو نو دۀ هلته هندوان مقاومت کوونکو ملګرو سره وليدل او د بهګوت ګیتا او د سيکهانو د مقدس کلامونو د زدکړې فرصت ئې وموند او موقع ئې تر لاسه کړه حتٰي د قران او ګيتا د زدکړې ټولګي بنسټ ايښودنې هڅه ئې وکړه.

غفار خان خپله سپېځلی مذهبي ؤ خو د هغو مسلمانانو (مليانو) پۀ اړه سخت انتقادي ؤ چا چې د دۀ پۀ نظر عقيده مسخ کړې او تېرويستلې وه. غفار خان پۀ 1931ز کال کښې ګاندهي سره ليدلو کتلو له راغلی ؤ نو د ګاندهي سېکرتري پیاری لال لۀ غفار خان سره د لومړي ځل مخامخ کېدو پۀ حقله ليکي چې کله هغه پۀ بارډولي رېلوی سټېشن باندې ښکته شو نو يوه وړوکې پنډه ورسره وه چې هغې کښې يوه جوړه جامې او څۀ کاغذونه وو؛ د سفر هېڅ سامان او بستر ورسره نۀ وو او پۀ داسې حالت کښې پۀ دې نيت هم نۀ ؤ راغلی چې پۀ چټکه سره به راتلونکي رېل کښې بېرته وستنېږي مګر “مهاتماجي ته د هغۀ پۀ واک ځان سپارم تر څونه موده چې هغه وغواړي”.

پۀ غونډو کښې باچا خان د تنګ نظرو مسلمانانو پۀ واړندې پۀ ډېره اوچته جذبه خبرې کولې چا چې اسلام ټيټ کړی ؤ. هغۀ پر دې خبره ټینګار وکړو چې اسلام د خدای رضا ته تسلیمېدل دي؛ د خدای د مخلوقاتو د ذات، عقيدې او رنګ پرته خدمت کول او بې وقفې هر وخت د حق او انصاف هڅه کول د خدای خدمت کول دي.

بله دا چې د پياری لال د وېنا او راپورونو لۀ مخې غفار خان مهادېو ډيسائي ته ووئیل، “عقيده ځان ته هېڅ هم نۀ ده خو تر څو چې د يو انسان پۀ عمل کښې څرګنده شوې نۀ وي. دا زما ځان ته باور دی چې اسلام د عمل، یقین او مينې نوم دی او بې لۀ دې عملياتو د مسلمان نوم د ترامې او تش ډولي پۀ شان غږ دی”. د پالنې او خدمت دغه مرکزیت د هغۀ د عقيدې اصلي عنصر ؤ چې د دۀ لارښوونه ئې کوله او د خدائي خدمتګارۍ پۀ انګېزه او د کانګرس کار او زيار ته ئې چمتو کړي.

د هغۀ د عقيدې شخصي مراسم او عملونه د هغۀ د ژوند لۀ ټولو ډولونو سره سمون خوړ او يو شان ؤ. پياری لال ادعا وکړه چې غفار خان هېڅ کله يو نمونځ يا روزه قضا نۀ کړۀ خو هغۀ دغۀ عمل پۀ نادِره عمومي نظريې سره کړو. پياری لال د دۀ پۀ حواله سره ليکي، “د ټولو مذهبونو اساسي اصول یو شان دي، کۀ څۀ هم ژورتيا کښې توپیر لري ځکه چې هره عقیده د هغې خاورې خوند اخلي لۀ کومې چې ئې زيږېدنه او ښکارېدنه شوې وي”.

غفار خان د مذهبي، سیاسي او سماجي طاقتونو هغه ترکیبونه مېز ته راوړل کوم چې ګاندهي یو ځای کړي ؤ. د 1931ز پۀ یوه انټرویو کښې دۀ يو ژورنالسټ رابرټ برنېس(Robert Bernays) ته ووئیل، “زما غورځنګ سماجي دی او هم سیاسي دی. زۀ سرخ پوشو ته لۀ ګاونډيانو سره د مینې کولو او ریښتیا وئیلو درس ورکوم. پښتون جنګره نسل دی. دوي د عدم تشدد پۀ حقیقت پۀ اسانه نۀ شي پوهېدلی. زۀ خپل پوره وس کوم چې دوي ته دا ښودنه وکړم چې اسلام د نورو لویو مذهبونو پۀ څیر جنګیالۍ او سوله غوښتونکې دواړه بڼې پۀ خپلو تعلیماتو او نسخو کښې ګډې کړې دي. قران او حدیث چې د محمد (صلي الله علېه وسلم) د تعیلیماتو پۀ اړه غوره قیصې لري، دواړه د ژوند د سپېځلتوب او لۀ نورو انسانانو سره د رحم دلۍ تائید کوي او پۀ دغه وخت کښې پۀ دې خبرې زور کوي چې مسلمانان دې د ناانصافۍ خلاف مبارزه وکړي. پۀ قران کښې بیخي زیات د احترام وړ نوم خدای چې پۀ عربي کښې ورته الله او ارامائیک کښې ورته الاهه وائي چې د حضرت عیسٰي ژبه ده (تر ټولو رحیم او رحمان دی.” دا د قران د هر باب پۀ پېل کښې وي، بې لۀ یوه بابه پرته، او د هر تقریر یا تلاوت پېل لۀ دې کليمې کېږي. تهائي پوهاند شیوا ساتانند (Chaiwa Satha-Anand) پۀ تکرار کښې وائي چې تر څو پورې مسلمانانو د تشدد طریقې نۀ وي پرېښې، دوي د داسې تکراري امرونو پېروي نۀ شي کولې کوم چې پۀ قران کښې شتون لري. د رابعه ټېري هېریس (Rabia Terri Harris) پۀ اند چې پۀ اسانه ئې سره راغونډوي،عبدالغفار خان تر دې ځایه هغه وخت راورسېد کله چې دۀ د هند د ازادۍ د غورځنګ د هلو ځلو پۀ وختو کښې د قران مطالعه وکړه، نو وائي:

پۀ ځواني کښې به ما د تشدد هڅې کولې. د پښتانۀ ګرمه وینه زما پۀ رګو کښې وه خو لاکن پۀ جېلخانه کښې لۀ ما سره د کولو لپاره هېڅ نۀ وو بغېر لۀ دې چې قران ووایم. ما د حضور (صلي الله علېه وسلم) هغه حالات ووئيل؛ ددۀ د صبر، تکلیفونو او خدمت پۀ اړه چې کله دے پۀ مکه کښې ؤ، ما پۀ وړوکوالي دا هر څۀ لوستي وو خو لاکن اوس چې زما خوا و شا کومې هلې ځلې د ګاندهي جي د برټش راج خلاف روانې وې، د دې پۀ رڼا کښې مې ووئیلې.

پۀ 1947ز کښې جواهر لال نهرو لیکي چې “هغه سړی چې ټوپک ئې لۀ خپل ورور او زوي څخه ښۀ چلوی شو، هغه سړی چې ژوند ئې ډېر ارزانه شمېرلی ؤ او د مرګ پۀ هېڅ قیصه کښې نۀ ؤ، هغه سړی چې د معمولي بې عزتۍ بدل ئې د چاقو پۀ ګزار اخستۀ، هغه سړی یو دم تر ټولو زړۀ ور شو او د هند د عدم تشدد پۀ سپاهیانو کښې تر ټولو غټ د زغم سړی وخوت او دا بې لۀ شکه د هغه سړي اثر ؤ چې عبدالغفار خان نومېدۀ، د چا چې یو یو توري چې د خلقو تر مخ د قانون حېثیت لرو، ولې چې هغوي لۀ دۀ سره مینه درلوده او پۀ دۀ ئې باور ؤ.”

د عبدالغفار خان د ژوند او مبارزې تر ټولو د زیاتې ستائينې وړ اړخ دا دی چې یو پوخ تشدد زده کلتور ئې پۀ امن پسنده کلتور بدل کړی. لکه څنګه چې ئې رابرټ سي جوهانسن (Robert C. Johansen) قلمبند کوي چې د هغې علاقې د پښتنو پۀ اړه دا مشهوره ده چې دوي پۀ جنګ کښې او پۀ خپل منځ کښې تشدد کولو کښې هنر لري. دا ممکنه ده چې د پښتون وحشي څهره د برېطانیې یوه پراپېګنډه وه چې د دوي د کالونۍ پۀ چوکاټ کښې دا وحشي قانون صحيح ثابت کړي؛ خو لاکن حتٰي کښې د عبدالغفار خان خپلوانو او د ازادۍ د غورځنګ ملګرو تر دې انځور لاندې توره کرښه کښ کړه. د مثال پۀ توګه، د وزیر اعظم نهرو پۀ وېنا د سرحدي صوبې پۀ اړه تر دې بله حېرانتيا نشته چې څنګه د جنګرېزو خلقو سوچ د عدم تشدد پۀ تعلیماتو بدل شو.

سوسیالوجسټ جارج سیمل (Georg Simmel) د مېل ملاپ د ترکیب پۀ اړه لیکي چې ایا دا مثبت ؤ کۀ منفي؟ او لۀ دې سره سره داسې وجوهات لکه د دوي زیات والی او د ذات د ګډون مقدار شامل دي کوم چې بنیادي طور د شناخت مسئله ده. د غفار خان د تشدد او عدم تشدد پۀ سنجولو کښې او د دې دوو د تړون پۀ اړه د باچا خان پۀ حقله باندې د تبصره کولو پۀ مد کښې سړی د تضاداتو او د شناخت د مسئلو د ترکیب پۀ اړه سوچ کولی شي. د پښتانه پۀ حقله چې کوم نظر دی هغه کۀ ریښتیا ؤ او یو څۀ شواهد هم شته چي دا ریښتیا دي تر یو څۀ حده، نو بیا خو دا ډېره د پام وړ خبره ده چې د “خدائي خدمتګار” د عدم تشدد دروندوالی د متشدد پښتانۀ پۀ برابر کښې ؤ.

باچاخان کۀ څۀ هم پۀ خپله (سره لۀ مولانا ازاد چې ګاندهي ته د ازادۍ غورځنګ پۀ قطار کښې ډېر نزدې ؤ)، لۀ اسلام څخه د لاره ماتولو پۀ توګه بلل کېدو، سره لۀ دې چې دې مذهب هم پۀ ټوله عربو ملکونو کښې پۀ دغو کلونو کښې د عدم تشدد انساني مزاحمت یوه سرچینه اوسېدلې وه. ډېر اسلامي پوهاند لکه شیوا ساتیانند عدم تشدد ته د اسلامي تمدن د بدلون پۀ نظر ګوري خو دا د اسلام بشپړتیا شماري. رمي جي کهوري (Rami G. Khouri) د امريکې د انساني حقوقو غورځنګونه او داسې د مسلمانانو پۀ نړۍ کښې د غورځنګونو تر منځ یو والی وڅار، پۀ دې تکرار چې پۀ ټوله مشرقي وسطيٰ کښې د عام اولس جذبات پۀ 1950ز او 1960ز پېړۍ کښې پۀ پراخه توګه د افریقانیانو او امریکانیانو د خواهشاتو عکاسي کوي.

د باچاخان د هلو ځلو لۀ لويو سبقونو نه یو دا دی چې کېدې شي مونږ زياتره پۀ غلطو ځایو کښې مینه او امن لټوو. مونږ له پکار دی چې امن پسنده ټولنې جوړې کړو ـــ امکان لري چې دا ټولنې تر جنګرېز ثقافتونو لاندې پټې وي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …