د افغانستان سياست کښې عالمي قانون – اورنګزېب خان

 

 

د ګران افغانستان سياست کښې د عالمي قانون او انتظامي امورو بندوبست د بېن الاقوامي روابط او هم اهنګۍ سره ارتباط لري. دلته هېڅ عالمي قانون، هېڅ لوظنامه او هېڅ انتظام مستقل او مستقيم نۀ دي او همېش افغان مشرانو د سر پۀ قيمت د عالمي قوانينو پۀ خاطر د اقتدار اعلٰي د اولني فرصت پۀ چوکاټ کښې تل د خپل هوډ او واک مظاهره کړې ده چې کوم د عالمي قوانينو پۀ چوکاټ کښې د تغير او تحول مصدر ګرځي او هم دغه د فطرت او کردار ثبوت وړاندې کوي. دا د پښتنو برخه ده چې د اقتداعلٰي او فطري او کلتوري بهاوونو څخه برخه مند دي او دا هم د دې فطرت څخه پۀ الهام اخستو د خپل پۀ ضد پۀ مقابل کښې د ابدي حقائقو پۀ پلي کولو د عالمي قدرونو او د پاليسيو د صحيح او کامل ادراک درک ورکوي. کۀ د افغانستان مشرانو ته چرې هم کوم د توازن ساتلو امتحان راځي نو دوي تل د خپل سر پۀ قيمت د فطرت مقدار کشف کړي او د پښتني دودونو او رواياتو پۀ کارولو د پېرزوئينو او صحت څخه پُر او مامور ژوند تېروي او د ژوند د اعلٰي ظرفونو څخه د خپلې برخې خراج اخستو کښې د ټولو نه لويه برخه وړي.

حقيقت دا دے چې پښتو د ابراهيم خليل الله سنت دے چې د خپل نفس، روح او زړۀ سره هېڅ شراکت نۀ مني. دے طاق دے او طاق اوسېدل خوند ورکوي او هم دغه خوند لا پسې ګلزار کوي او د ژوند پۀ هر دېوال، هر کور او هر بازار ژوند او حرکاتي او سهولتونه برڅېر ښکاري. زمونږ ژوند چونکې د حلال حرام د توپير څخه څرک وهي، هم پۀ دې وجه د نفسياتي ادراک څخه پۀ فېض اخستو د عالم او ټولنيزو قوانينو او کلتوري قضاوتونو پۀ پرتله د ژوند اجتماعي او حسنه ارزښتونه د نظام پۀ ذريعه رنګ او حرکت پلي کوي.

د نظام رنګونه او محرکونه:

قران کښې د خداے پاک يو صفت دا ښائي چې ” کل هو يوم في شان”، يعني هغه هره ورځ د يو نوي شان او شوکت سره رابرڅېره کېږي. هره ورځ د يو نوي رنګ، نوي تحريک او نوي ائيډيال سره راځي نو هم دغه رنګ انسان ته اړتيا لري چې هره ورځ د هغۀ د شان او جلال سره وګوري او پۀ دغه ورځ دغه نوبت او دغه څو ورځو کښې د دنيا څخه اعلٰي برخه خداے پاک له يوسي او تل د هغۀ تودې، خوږې او پراخې غېږ ته خپل نفس، زړۀ او غنائيت توانائي صرف او ابتکارات وسنجوي او تلخيص ته اړتيا پېدا کړي.

د خطر رنګ:

پۀ کال 1878ز کښې پېرنګي د لمړي افغان جنګ د بدل اخستو پۀ غرض د دغه وخت امير شېرعلي خان ته الټي ميټم ورکړو چې تا ته پۀ دوو کښې د يوې خبرې انتخاب کول دي، “اوس جنګ غواړې او کۀ بيا؟” د دې الټي ميټم نه د عالمي امپراتوري طاقتونو رويه پۀ ډاګه کېږي چې هغوي پۀ خپل مقابل کښې د يو ورکوټي او کمزوري ملک سره پۀ کومه ژبه خبره کوي. هم دغسې الټي ميټم سره غازي امان الله خان مخ شو، بيا ډاکټرنجيب الله مخ شو او نن افغان جمهور رئيس محمداشرف غني مخ دے. نننے الټم ميټم د تېرو نه هم قاطع او جامع دے چې صلح او جمهوري انتخاباتوکښې د يو چاڼ کول دي او هم اوس کول دي چې افغان حکومت د صدارتي انتخاباتو د اعلان کولو پسې د بيا غور عنديه ورکړې ده. ځکه چې پاکستان څۀ د اوولس کلونو جنګ پس ته ومنل چې هغوي پۀ طالبانو اثر او نفوذ لري او د امريکې د مسلسل مطالبو پۀ جواب کښې طالبان ئې د سعودي عرب او عربي اماراتو پۀ موجودګۍ کښې پۀ قطر کښې دامريکايانو سره کښېنول. دې غونډې ته د سويلي اېشياء د پاره او بالخصوص د افغانستان امن لپاره خپل سفارتکار زلمے خليلزاد متحرک کړے ؤ چې د افغانستان د قضيې څخه ځان ازاد کړي. دا مطالبه د زلمي خليلزاد پۀ خولې د امريکې لۀ خوا کېږي چې افغان حکومت ته به چې خپل ميعاد ئې پوره شوے او درې مياشتې پسې ئې د صدارتي انتخاباتو اعلان خپور شوے، د ځنډولو مطالبه کړې ده چې طالبانو سره د سولې پۀ حقله يوې موافقې ته ورسي. دلته دا کار امريکه کوي چې د افغانستان انتخابات د سولې خبرو سره مشروط کوي او يوه تنازعه ورته ايجادوي چې اوس انتخابات غواړې او کۀ بيا؟

د خطر رنګ اوس انتخابات غواړئ او کۀ بيا؟:

دا مطالبه د افخا دولت د عزت او ناموس امتحان دے. د افغان ملت د انتخاب امتحان دے. ايا د يو منقسم او بې ربطه ا و بې وجدانه دريځ سره صلح بهتره ده او کۀ د يو منتخب منطق او دليل سره به دغه د صلحې بهير يوه معقول حکمت عملي وي چې عواقب او نتائج به د يو جمهور، يو جمهور رئيس او يو فرد پۀ ژبه د ټول ملت مظهر او نۀ صرف نشان دهنده وي بلکې يو روښانه مينار مصدر به هم وي چې ټول ورته لار او درک پېدا کولے شي. چونکې پۀ خبرو کښې همېش ګټه هغه لوري کوي څوک چې د يو اصل او اصلاً سره د مطابقت پيام لري چې هر لوري واضح او خبردار وي چې مقابل لوري نا اشنا، بې خبره او کاواک لوري نۀ دي چې به د اصول او معروف نه بېګانه وي.

حقيقت دا دے چې هر څوک هر وخت او هر ځاے کښې د يو داسې چا سره معامله کوي چې هغه د غر استقامت، د علم نُور او د شک څخه ماوريٰ د يقين او صحت علامت وي. امريکا هم چې څۀ کوي هم پۀ کتاب ئې کوي. ګو چې مونږ به هغه پۀ مذهبي لحاظ مشروک ګڼو خو پۀ سياسي، تاريخي او قانوني لحاظ مونږ هغه نظرانداز کولے نۀ شو. نن چې هغه د افغان جمهور رئيس د امتحان پۀ بلا کښې وراچوي نو هم دغه عمل امريکه کښې امريکايان خپل صدر ټرمپ سره هم کوي چې يو ساعت ئې هم خوشے نۀ پرېږدي او قسما قسم طريقو باندې ورته خنډونه ايجادوي چې ناکام ئې کړي. نن سياسي حالت بالکل لکه د يو انګلش فلم نمونه پېش کوي چې پۀ هغې کښې هېڅ هېرو چرې هم خپل شکست او ماتې خپلې خوا ته نۀ پرېږدي او غواړي چې څومره د هغۀ نفرت اوادراک کارکوي چې ځان د منځوي کېدو او ځوړنده حال ته د ور پرېوتو څخه وساتي.

د خطر زنګ:

د افغان خپلواک ټولټاکنو د کمېشن لۀ خوا د جمهوري رياست د ټولټاکنو لپاره اعلان شوي نظام الاوقات باندې د عالمي منځګړو لۀ خوا پۀ يو وخت د صلحې مسئله تحميلول د يو ښۀ نيت اوکامل ايمان نشاندهي نۀ کوي. صلح کۀ هر څومره قيمتي شے دے خو د حق او صداقت پۀ قيمت نۀ، هغه صلح چې هغه د خلقو څخه د هغوي د جمهور رئيس منتخب کولو ازادي لۀ لاسو اخلي، يوه غېر مناسبه او غېر معقوله فېصله ده ځکه چې صلحې خو هم د دې د پاره وي چې خلق د ازادۍ او رايې ګزارۍ حق وکاروي او کۀ يوه صلح د يو وګړي نه د هغۀ د ازادۍ رايه او انتخاب يا ټاکنو حق اخلي نو يو داسې صلح څۀ ضمانت لري چې هغه به د ازادۍ او خپلواکۍ زېرے او پېغام ثابت شي؟

حقيقت دا دے چې صلح او ازادي يو بل سره داسې تړلي دي لکه روح او وجود؛ يعني يو پۀ بل انحصار لري. چې صلح وي، ازادي به وي او چې ازادي وي نو صلح به وي. اوس چې د صلحې جامه د جنګ پۀ غاړه وي او د ازادۍ او خپلواکۍ جامه د يو مجبور او مجهور انسان پۀ غاړه نو دواړه بې ارزښته او بې فائدې دي. د صلحې د پاره به صلح غوښتونکي جنګ پرېږدي او د ازادۍ او خپلواکۍ طلبګار به مجبوريتونه او انحصار.

کۀ مونږ پۀ نزدې تاريخ باندې نظر اچوو نو د افغانستان د صلحې پۀ خاطر د ملي مصالحتي پينځۀ فرقئيز د ملل متحد پلان د څۀ عواقبو سره مخ شو او د معاهده امن ضامن څنګه پۀ دار کړے شو او بيا چې افغانستان د دغه حال څخه رابهرکېږي او يوه جمهوري لار نيسي نو څنګه د اعلٰي سياسي بصيرت مظاهره کېږي چې د عالمي او داخلي څۀ دوه نيم زره ناظرانو پۀ مخکښې صدارتي انتخابات کېږي او هر کله چې حالت د بوم بست سره مخامخ کېږي نو د خپل مخالف سره پۀ شراکت اقتدار باندې اتفاق کوي او تنازعه پۀ ستراتيژکي ډول لۀ منځه وړي او ټول ملت د ارام او سکون ساه اخلي. کۀ افغان سياسي قيادت د خپل ټاکنيزو تجربو پۀ لړکښې ډېره اوږده مسابقه نۀ لري خو د خپل جمهوري او پښتني فطرت لۀ کبله د اعلٰي بصيرتونو پۀ کولو تل د خپل کلتور او تاريخ څخه پۀ الهام اخستلو داسې نمونې پېش کوي چې د عالمي کچ ئې ته د قدر او قيادت مقام سپېځلے ساتلے دے او هم دغه افغاني تقويٰ او بصيرت دے چې د نړۍ لويو اميرانو او قومونو سره د برابر او مساويانه چلن حق او بار ئې چا ته هم نۀ دي حواله کړي. ازاد ؤ، دے او وي به انشاء الله ــــ او د دې ثبوت نن د ازادۍ رايې او اظهار بې درېغه او بې سابقې ازادي ده چې د جمهوريت او اولسواکۍ لپاره پۀ افغاني وجود کښې لکه پۀ انسان کښې د وينې او رګونو غوندې ارزښت لري. بايد چې افغان حکومت انتخابات ملتوي نۀ کړي ځکه چې دا به د دوي استقامت تر اغېزې لاندې راولي او بيا به چرې هم دغه مقام او دغه قدر بېرته حاصل نۀ کړي. نن د افغانستان د جمهوري رياست لپاره انتخابات د صلحې څخه ډېر زيات اهميت لري ځکه چې د جنګ د لارې د صلحې لار لټوي او مونږ د انتخاباتو د لارې د صلحې لار لټوو. باقي کۀ دغه جرګې او داړي مار قوتونه او بالخصوص مذهبي ډاکوان د افغان ملت د ديني استحصال نه نۀ منع کېږي نو هغه نيم نه زيات قابو شوي دي چې دغه د دين پۀ پلمه کله د سکهـ، کله د پېرنګي او کله د پاکستان پۀ لاس. د افغانستان پۀ دغه نزد تاريخ کښې نور هېڅ داسې شے پټ او راز کښې پاتې نۀ دے چې هغه خلق چې جمهوريت به ئې يو غېر اسلامي او غېر شرعي عمل ګڼلو او د خپلو خلقو د ذليله کولو او هغوي شرمولو او بې عزته کولو څخه به ئې هېڅ کرکه او ډډه نۀ کوله، نن مجبور دي چې خپل ځانونه د خلقو د رايې او ووټ پۀ ذريعه رهبري کړي او بيا ويښ او بېدار افغان اولس څوک بيا بيا نۀ شي دهوکه کولے او هم دغه وجه ده چې نن د سر پۀ قيمت ټولټاکنوکښې برخه اخلي. څوک چې پۀ دې عمل کښې د فرېب اوحرص لارې پرانيزي، هغوي ډېر زر د بهير نه وځي او لاړ شي ختم شي او څوک چې عصري علوم لري، د عالمانو د تاريخ النفسيات او علومو اګاهي لري نو هغه بيا د هغه قام هغه علم او هغه نفسياتو سره هم پۀ هغۀ ډول چلن کوي او ډېر زر مطابقت او شناسائي پېدا کوي. اميد دے چې افغان حکومت به قام ته دا پېغام ورکړي چې هر انتخابات د صلحې حاصل وي او هم د ملي مصالحې د پروګرام د پرمختيا اساس او بنياد.

کۀ افغان حکومت د صلحې د پروسې عمل پۀ خپل لاس کښې ساتل غواړي نو هغۀ ته جمهور رئيس د ټاکنو لپاره د خپل حق انتخاب نه چرې هم پۀ شا تلل نۀ دي پۀ کار، بالکل داسې استقامت پۀ کار دے لکه څنګه چې د روس لۀ خوا د طالبانو پۀ شمول د عالمي مهربانۍ څخه واپس پۀ خپل دريځ ټينګ شو او مقاطعه ئې اعلان کړه. هم دغه بايد چې د صلحې يا انتخاباتو پۀ درشل کښې هم وکړي او د انتخاباتو پۀ مقابل کښې د صلحې دريځ د ټاکنو اخر پورې وځنډوي او خپله توجه بايد ټول پۀ ټوله صدارتي انتخاباتو منعقد کولو ته واړوي او بس. دا فېصله به نۀ صرف د افغانانو حقانيت او پۀ ټاکنو باندې اعتبار قوي کړي بلکې د صلحې پلويانو ته به هم دا قوي پېغام ورکړي چې د صلحې زړي هم پۀ انتخاباتو کښې پراتۀ دي. يو انتهائي کمزوري جمهوريت د يو ځوړنده اومجهول حال نه هزار درجه بهتر دے. بايد چې ځوړنده حالت ته لاړ نۀ شي ګنې نو دغه ځاندره به بيا هم داسې تس نس شي لکه چې د ډاکټر نجيب ملي مصالحتي پروګرام ئې تس نس کړے ؤ چې نن هم د دغه څلوېښت کلن استخباراتي جګړې شاهدان دي. دا به نۀ صرف د افغانستان ستراتيژکي انډيوالان نور زړۀ ور کړي بلکې د هغوي به پر افغان ملت اعتماد نور هم سېوا شي چې يوه ډېره لويه لاس ته راوړنه به وي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …