ډهانچه (افسانه) – شېرولي خان اورکزے

 

 د سر بسته طاقتونو پۀ مرسته او اشاره یو معلوم کردار پۀ قبائیلو د هغو خپله او ازاده خاوره داسې راتنګه کړې وه چې پۀ يخ ژمي او واورو واورو لارو د الوتکو د بمبارۍ او پۀ زمکه د دهماکو لۀ وېرې د علاقې ټول خلق پۀ هجرت مجبور وو. د ګاډي د تګ را تګ لارې د واورو پۀ وجه مکمل بندې وې. شتمن خلق اکثر پۀ خرونو او خچرو او عام اولس ټو ل پیاده روان وو.

د سلیم پلار د فالج پۀ رنځ رنځور د یو لاس او د یوې پښې د حر کت نه محروم پۀ کټ کښې پروت ؤ. د هغۀ مور هم د عمر پۀ هغه پړاو کښې وه چې پۀ دې واورینو لارو تګ د هغې د پاره ناممکن ؤ.

سلیم حېران او پرېشان ؤ چې د محشر پۀ شان د ځان ځانۍ پۀ دې ماحول کښې هغه څۀ وکړي؟ ورکوټے ځوے خو به ئې مور پۀ غېږ کښې واخلي، لور ئې کۀ هر څو د اتو کالو پۀ عمر کښې ده؛ لۀ ناکامه به پۀ خپله څۀ ګوزاره وکړي ـــ خو د هغۀ د پاره دا ناممکنه وه چې مور او پلار دواړه د ځان سره بوځي. هغۀ ډېر پۀ ګرانه صرف دومره کولے شول چې دواړو کښې یو پۀ شا کړي.

وخت پۀ وخت د جنګي الوتکو د بمبارۍ او زمکې نه پرې د جوابي ډزو پۀ وجه پاتې کېدل هم د ټول خاندان د خودکشۍ مترادف وو. د ډېر سوچ او هر رنګ کوشش نه وروستو هغۀ دا فېصله وکړه چې مور به مې اول بوځم، ځکه چې ښځه ذات دے ــــ کله چې محفوظ مقام ته ورسېږو نو پلار پسې بۀ مې واپس راشم ـــ د هغۀ پلار هم د اوښکو نه ډکې سترګې پۀ داسې انداز پټې کړې لکه چې د هغۀ د فېصلې تائید کوي.

د سلیم کور ودانې د خوراک سامان او داروګان د هغۀ کټ سره نزدې پۀ مېز کېښودل، سلیم پرې کمبل راخور کړو او پۀ دې وعدې سرۀ ترې روان شو چې څنګه مونږ کېمپ ته ورسېږو نو زۀ به پۀ تا پسې واپس راځم.

د شپږو ګېنټو مسلسل مزل نه وروستو هغو هلته ورسېدل چرته نه چې د ګاډي تګ ممکن ؤ. هغه سره د ټولې کورنۍ پۀ ګاډي کښې کښېناستل ـــ چې د حکومت لۀ خوا جوړ شوي کېمپ ته رسېدل نو د ماسخوتن بانګونه شروع وو. هغۀ پۀ ډېر کړاو یوه خېمه تر لاسه کړه او واړۀ ئې ورلاندې اودۀ کړل. د یوې ډېرې دردناکې شپې نه وروسته هغۀ نزدې دوکان نه د وړو د پاره د خوراک سامان راوړو، کور ودانې ته ئې پېسې ورکړې چې خېر دے، دې نزدے دوکان ته پۀ برقعه کښې ځه کۀ د سامان ضرورت پېښیږي او زۀ ځم چې پلار ته مې ځان ورسوم.

هغه چې کله د خپلې علاقې اولني چېک پوسټ ته ورسېدل نو هلته ولاړ سپاهي ايسارکړل. هغۀ ورته د خپل رنځور پلار پۀ حقله ټوله خبره تېره کړه خو بیا هم د حالاتو د حساسیت پۀ وجه هغۀ ته د وړاندې تګ اجازت ورنۀ کړے شو. د چوکۍ مشر افسر د هغۀ د تسلۍ د پاره د هغۀ نوم او ټول معلومات پۀ رجسټر کښې ولیکل او پۀ دې تسلۍ سره ئې ورته د واپس تلو حکم ورکړو چې مونږ به درله څۀ طریقه جوړه کړو.

هغه کۀ د چیک پوسټ نه خالي لاس واپس کړے شو خو دا خبره د هغۀ ضمیر نۀ منله چې هغه دې د خپل رنځو ر پلار سره شوې وعده ماته کړي.

هغه پۀ دي علاقه کښې ماشوم لوے شوے ؤ، د ټولو لارو ګودرو ورته پته و. هغۀ پۀ یوه بله لار د تګ فېصله وکړه. د دوه کلو میټره مزل نه پس پۀ یو ځنګل کښې روان ؤ چې د څو ټوپکمارانو د لاس لاندے راغلو. هغۀ ورته خپله ټوله قیصه تېره کړه خو پۀ تربوزکو کښې پټو مخونو هغۀ ته پۀ لاسونو کښې هتکړۍ واچولې او د جاسوسۍ پۀ الزام کښې ئې ګرفتار کړو. هغه د مرګ او ژوند پۀ برید ولاړ ؤ، صرف د امیر صاحب راتګ او فېصلې ته پۀ انتظار ناست ؤ چې هم دغه ګروپ د سپايانو د اټېک پۀ ضد کښې راغلو. د دواړو غاړو نه پۀ ګڼ شمېر کښې ډزې وشوې چې هغه هم پۀ کښې زخمي شو. ډزې لا هغسې شروع وې چې هغه د زخمونو نه بې هوشه شو. چې کله پۀ هوش کښې راغے نو هسپتال کښې پروت ؤ. چې د خبرو کولوجوګه شو نو بلها ډېر تپوسو نه ترې نه وشول. هغۀ ورته خپله ټوله قیصه تېره کړه. د هغۀ پۀ لاسونو کښې زولنو د هغۀ پۀ بې ګناهۍ ګواهي ورکوله اود تحقیق نه هم ثابته شوه چې د هغۀ نوم پۀ چیک پوسټ کښې درج دے. د هسپتال نه د فارغېدو او د زخمونو پۀ جوړېدو ئې څو میاشتې تېرې شوې. د هغۀ دا یقین ؤ چې د هغۀ پلار به پۀ حق رسېدلے وي او کۀ هغه ژوندے هم وي نو د سلیم د پاره تګ بیا هم نۀ ؤ ممکن ځکه چې حالات نور هم خراب شوي وو. هغۀ سره د صبر نه بغېر بله لاره نۀ وه.

پینځۀ کاله پس چې حکومت عوامو ته د تګ اجازت ورکړو نو سلیم پۀ اولنو کسانو کښې شامل ؤ. پۀ ټوله لاره د هغه پۀ ذهن کښې د هغۀ د پلار نیم مفلوج وجود او پۀ سترګو کښې اوښکې اوړېدې راوړېدې. هغه اوس د خپل نیم غورځېدلي کور مخ ته ولاړ ؤ. د هغۀ د زړۀ درزا د هغۀ د اختیا ر نه بهر وه. د هغه احساسات د لفظونو پۀ دائره کښې نۀ راتلل. د هغۀ پۀ مخ د نا امیدۍ، د درد، د نفرت او د پرېشانۍ تاثرات ټول پۀ یو وخت موجود وو. هغه چې کله هم هغې کمرې ته داخل شو چرته چې ئې خپل رنځور پلار پرېښے ؤ نو پۀ کټ صرف د هډوکو ډهانچه پرته وه.

دا هم ولولئ

د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ …