ما ته خطونه پۀ پښتو کښې لیکه! – نور الوهاب خټک

 

زما عادت دے چې زۀ کله هم ډېر حفه شم نو موسیقي یعني سندرې اورم، خو ډېره لږه او ښه اورم. بله دا چې صرف او صرف د پښتو موسيقي يا سندرې اورم. څومره خوند چې ما له د پښتو موسيقي راکوي، دومره بله ژبه نۀ راکوي. ممکن ده چې د دې يوه وجه دا وي چې دا زما مورنۍ ژبه ده؛ خو د وړکوالي نه زما د پښتو سره ډېره زياته مينه وه.

کله چې زه نهم کلاس (ټولګي) ته شوم نو سائنس مي واخستو. خو پښتو ژبې پسې خفګان زۀ صرف پۀ يوه هفته (اوونۍ) کښې د سائنس نه ارټس ګروپ ته پۀ راوړېدو مجبور کړم او ستاسو به يقين نۀ راځي چې پۀ نهم لسم کښې به د استاذ پۀ ځاے ما ماشومانو ته پښتو ښودله. استاذ به راته ناست ؤ خو وې به ئې تۀ پرې ښۀ پوهېږې، وايه ورته!!! بيا مې تر ماسټر پښتو د ځان سره کلکه نيولې وه.

خبره ما د پښتو موسيقۍ کوله نو باوجود د دې چې پښتو موسيقۍ کښې يو شمېر سندرې داسې دي چې مونږ ورته بکواس وئیلے شو او اورېدونکي پۀ دے مجبور کړي چې د بلې ژبې سندرې واوري خو ولې بيا هم بلها سندرې پۀ کښې داسې شته چې د اورېدو ذوق لرونکي خلق ځان اړح ته مائل کړي؛ لکه زۀ به د دې سندرې مثال درکړم چې:

پۀ پردۍ ژبه کښې اظهار د محبت مۀ کوه!

پۀ خپله شته ژبه کښې ياره دا عادت مۀ کوه!

ما ته خطونه پۀ پښتو کښې ليکه!

دې سندرې کښې چې کوم خوږ والے دے، د دې ژبې سره چې پۀ کښې کوم د مينې اظهار دے؛ څومره زړۀ راښکونکے او ښۀ لګي ـــ نو ما ته نۀ ښکاري چې د بلې ژبې موسیقي به دغه خواږۀ مونږ ته راکړے شي.

د نړۍ پوهان ټول پۀ دې خبره يو موټے دي چې د انسان پۀ ژوند کښې مورنۍ ژبې ډېر مهم کردار لري او لوبوي، ځکه دغه پوهان پۀ مورنۍ ژبه کښې د ماشوم لپاره تعليم تر ټولو ضروري ګڼي. دوي وائي چې پۀ مورنۍ ژبه کښې ياد کړے شوے سبق يا خبره بيا نۀ هېرېږي يا تر ډېر وخت پورې ياده وي او دغه ماشوم څلور پینځۀ نورې ژبې هم پۀ اسانه زده کولې شې. وئیلے کېږي چې کۀ يو قوم غلام جوړول غواړې نو د هغوي نه دوه څيزونه واخلئ؛ يو مورنۍ ژبه او بل د هغوي کلتور ــــ دغه شان هغوي خپل تاريخ او خپل اتلان هېر کړي او ښۀ پۀ اسانه غلام شي.

د مورنیو ژبو د اهميت پۀ وجه نړۍ هر کال د فرورۍ پۀ يويشتمه نېټه د مورنیو ژبو نړيواله ورځ نمانځي چې دغه شان د خلقو پام دې اړخ ته راواړوي. ويښ او خوش نصيبه قامونه هغه وي چې هغوي مورنیو ژبو سره مينه لري، تعليم ئې پۀ مورنۍ ژبه کښې وي، د مورنۍ ژبې پۀ وئیلو او ليک لوست ورته ځان بد نۀ ښکاري او هم دغه قامونه دي چې پۀ نړۍ کښې لکه د ځلنده ستورو ښکاري، پرمختګ ئې کړے دے، سوکاله دي.

د دې ورځ نمانځل او د مورنیو ژبو اهميت کۀ پۀ يو قوم څۀ اثر نۀ کوي نو هغه صرف پښتون قوم دے، د چا د بدبختۍ د پاره دا ډېره ده چې پۀ خپله مورنۍ ژبه ورته ځان بد ښکاري، پۀ وئیلو او ليکلو ورته ځان بد ښکاري ـــــ

د نصاب نه ئې وويسته، پۀ زياتره پرائیوېټ سکولونو کښې پۀ پښتو کښې پۀ خبرو بندېز وي.

اوس وخت بدل دے، خپل سوچ به بدلول وي؛ د مورنۍ ژبې نه بغېر به مونږ صرف پۀ ښکته ځو او د دې نه بغېر به د ترقۍ خوب صرف يو خوب وي.

پښتون به نۀ يم کۀ پۀ تا باندې پښتو ونۀ کړم

مونږ خو نمانځۀ ته هم نيتونه پۀ پښتو کښې تړو

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …