دوه سُوپر طاقتونه، خواښې او نږور – سید فریدالله شاه حساس

 دوه سُوپر طاقتونه، خواښې او نږور – سید فریدالله شاه حساس

دا حقیقت دے چې کورونه ښځې جوړوي او ښځې ئې ورانوي. پخوا سړي غرونه وو او ښځې ئې اړمونه وو. اوس د خېره سره لوبه الټه شوې ده. ښځو نه غرونه جوړ شوي دي او سړو خوارانو نه ئې ډېر کمزوري اړمونه جوړ شوي دي. پۀ دې کمزورو اړمونو د دې غټو غټو غرونو بوج دومره زیات شوے دے چې د اکثرو پکښې ملاګانې کږې، پښتۍ راوتې او سترګې طې ظې شوې دي ـــ خو بیا هم دوي پۀ لنډو ساګاهو، مات ګوډ وجودونو او پۀ اړنګ دوړنګ قدمونو د ژوند سفر لنډوي.

ښځه د ښځې دښمنه ده کۀ د مېرې مور پۀ شکل کښې ده، نو څپېړه ئې د اور لمبه ده. کۀ د بن پۀ صورت کښې ده نو بن کۀ د کُچو ده خو تاو ئې د مرچو دے، کۀ د خواښې نږور پۀ کردار کښې ده نو خواښې لور ته وائي او نږور ته ئې اوروي، او کۀ د یور او ایندرور پۀ څهرو کښې ده نو دلته خو بن خو بن ده، یور د سرکن ده.

دا ټولې رشتې دومره د کرکې نۀ وې، دا ټولې رشتې دومره لرې نۀ وې ـــ پۀ یو کور کښې، پۀ یو نغري، د یو شکور نه ګېر چاپېره، نزدې نزدې به د یو درد د بل پۀ زړۀ کښې څړیکه کېدو، د یو خفګان به بل ژړولو، د یو خندا به ټول موسکي موسکي کړل، د یو خوشحالۍ به ټول پۀ ګډا کړه ـــ خو بیا پته نشته څۀ وشو؟ چا د نظره کړو؟ هر څۀ بدل شو. نزدې وو، لرې شو. د ژوند دا رنګونه دومره پیکه شو چې اوس ئې پۀ وجود کښې د مینې او خپلې وینې څاڅکي موندل ګران شوي دي.

پۀ دې رشتو کښې یوه رشته د خواښې او نږور هم ده. پۀ هر کور کښې خواښې د نږور نه سر ټکوي او نږور د خواښې نه فریادونه کوي. دا خواښې چې کله زوي له رشته ګوري نو د دې غوښتنې څۀ دا قسمه وي:

جینۍ دې د ګلو لښته وي، سترګې دې غټې غټې وي، پوزه ولاړه ښائسته، شونډې ګلاب ګلاب، مرۍ د زرکې غوندې، چا د ښارو چې کوي، خبرې شات شکرې، مالداره ډېره دې وي، تعلیم یافته دې وي، شپاړس کلنه دې وي، اخلي پخلي او د کور کارونو کښې دې تکړه وي ډېره ـــ

د خواښې د دومره غوښتنو پۀ بدل کښې د جینۍ د رشتې نه وړاندې صرف دا یوه غوښتنه یو ارمان وي چې زما رشته دې داسې کور کښې وشي چرته چې د سره هډو خواښې نۀ وي.

وائي چې پۀ دنیا کښې د ټولو نه خوش نصیبه جوړه د بابا ادم او بي بي حوا ادۍ وه، ځکه چې د دوي خواښې نۀ وې. د خواښې مینه دومره نۀ وي، څومره چې ئې رعب و دبدبه او څربې څربې خبرې وي. د کومو حضراتو چې معدې کمزورې وي، هغه د خواښې څربو خبرو سره ډېر زر بدهضمه کېږي. داسې حضرات د خواښې د مخې نه زر تر زره د پناه کېدو کوشش کوي خو هغوي پۀ دې خپل کوشش کښې اکثر له ناکامه کېږي، ځکه چې خواشې د زمري نظر لري او زوم د ګیدړ حېثیت لري.

دغسې یو زم چې زمینداري به ئې کوله، دغه زمیندار کره د هغۀ خواښې د څاروو پۀ غوجل کښې ګرځېده. د هغې پام نۀ ؤ، د زمیندار خر ورله دوه درې مضبوطې لتې ورکړې او خواښې ئې ورله مړه کړه. د زمیندار د خواښې پۀ جنازه کښې ډېر زیات خلق راغلي وو. یو کس پکښې ووئیل، معلومېږي داسې چې خداے بخښلې سره د خلقو ډېره مینه وه. زمیندار ورته پۀ جواب کښې ووئیل، دا ټول خلق زما د خواښې جنازې له نۀ بلکې زما د هغه خر لیدو او اخستو پسې راغلي دي، د چا پۀ لته چې زما خواښې مړه شوې ده.

د وادۀ نه وړاندې چې کومه خواښې د نږور پۀ تعریفونو نۀ مړېږي، د وادۀ نه پس هم هغه خواښې خپلې نږور کښې دومره عېبونه، نالائقۍ او خامۍ رابرڅېره کړي چې بنده ورته ګوته پۀ خولۀ او غوږ پۀ توبه پاتې شي او دا سوچ شروع کړي چې د دې خواښې صاحبې هغه وړومبي اقوال صحیح وو او کۀ نه، دا اوسني خیالات ئې صحیح دي.

بل خوا د نږور کردار هم د وادۀ نه وړاندې د کمال وي. تۀ به وائې پۀ خولۀ کښې ئې ژبه نشته، ګونګۍ ده. د شرافت او ښۀ والي ټول رنګونه ئې پۀ ځان داسې راډېرے کړي وي چې بنده وائي ګنې ډېره با ادبه او بامراده پېغله ده، خو د وادۀ نه پس چې هغه مټې راونغاړي، خولۀ پرانیزي او ژبه رابهر کړي نو د مار ژبه، د لړم ټک او د ټوپک ډز د خلقو نه هېر کړي. هر خوا توبې توبې شي خو دا پکښې د مشین ګن غوندې تاوېږي، غړمبېږي او ډزېږي. الغاو تلغاو جوړ شي. د ناوې مور هم پۀ کت کبډۍ راشي. د زلمي مور هم برېتو له تاو ورکړي. دواړه یو بل ته مخاخ شي. د یو بل تاریخ او جغرافیه پۀ داسې انداز کښې یو بل ته واوروي، تۀ به وائې چې د اېم بي بي اېس وائېوې یا پرچې ته ئې شپه ورځې تیاري کړې ده. وړه خبره لویه شي. پۀ زړونو کښې د نفرت بڅري غرونه شي او د نازکو رشتو تړون د بېلتون پۀ لور روان شي.

ځکه خو یو زوم خپلې خواښې ته ډېر پۀ عاجزۍ سره ووئیل، خواښې مور! ما ته د بچو د تربیت چل مۀ ښايه! ستا هغه یوې لور راله ژوند داسې پۀ عذاب کړے دے چې د هغې د عادتونو نه راته ستا د تربیت او قابلیت اندازه کېږي.

هم داسې یوې نږور به د کور کار بالکل نۀ کولو. ټوله ورځ به د سینګار مېز مخې ته ناسته وه، ډول سینګارونه به ئې کول، یا به ئې پۀ موبائیل فون خپلې مور سره تا وېلي ما وېلي کول ـــ خواښې ئې د خپل زوي سره مشوره وکړه، وې زویه! زۀ به د کور صحن کښې جار وهم، تۀ به جارو زما د لاسه واخلې او وبه وائې چې زۀ صحن جارو کوم، داسې به دې ښځه کښې غېرت راشي او وبه شرمېږي او جارو به زمونږ د لاسه واخلي او د کور کار به شروع کړي. پۀ بله ورځ ئې نږور کټ کښې ناسته وه، خواښې ئې جارو شروع کړه، زوے ئې پرې راغلو او وې ئې مورې! جارو ما له راکړه، زۀ به ځاے جارو کړم. مور ورته ووئیل، نه زویه! پرېږده زۀ ئې جارو کوم. د مور او زوي دا د زۀ او زۀ تکرار چې زیات شو نو نږور ورله اواز ورکړو، وې خپلو کښې پۀ جارو وهلو جنګ مۀ کوئ، یوه ورځ ئې یو جارو کوئ او بله ورځ ئې بل جارو کوئ، د دواړو ارمان به ووځي.

د اختیاراتو دا جنګ هم عجیبه دے. دلته هر څوک پۀ دې کوشش کښې دے چې خپل اختیارات زیات کړي او د بل اختیارات محدود کړي. د خواشې او نږور جنګ هم د اختیاراتو جنګ دے. نږور چې کور ته راشي نو هغه د خواښې اختیارات خپل لاس کښې اخستل شروع کړي. د ټولو اول خو خپل خاوند خپل غلام کړي، چې د خاوند قدم د ناوې پۀ قدم شي نو ناوې بیا د کور نورو اختیاراتو کښې هم ګوتې وهل شروع کړي. دلته خواښې ته خپل د مودو مودو حکومت پۀ خطره کښې محسوس شي. هغه پۀ کور کښې د نږور اثر رسوخ ختمولو د پاره د هغې پۀ هر کار نکته چیني شرع کړي. ترکارۍ کښې مالګه زیاته ده ـــ مرچکے پکښې کم دے ـــ د غوړو ډنډونه دې ترکارۍ کښې ودرولي دي ـــ پۀ اوړو کښې دې سوډا نۀ ده اچولې ـــ روټۍ اومه ده ـــ روټۍ سوزېدلې ده ـــ لوښي ګنده پراتۀ دي ـــ سحر ناوخته پاڅې ـــ ماښام وختي اوده کېږې ـــ داسې وړو وړو خبرو باندې خواښې او نږور روزانه یو بل سره ښکر پۀ ښکر وي.

خواښې او نږور دوه سوپر طاقتونه دي. د دوي پۀ جنګونو کښې زلمي غریب د رامبېل چامبېل د ګلونه غوندې هر وخت دل کېږي. کۀ هغه مور ته د برداشت کولو چرته پۀ هېره تلقین وکړي نو مور ورباندې سترګې راوباسي او د منونا، ښځونک او نامړده خطابات او القابات ورله ورکړي. زلمي چې بیا سپک سپک ښځې له ورشي او هغې ته د ګزارې کولو عاجزانه خواست وکړي نو هغه پرې داسې ناترسۍ سره ګولۍ ووروي چې د زلمي نه د تېښتې رو ګودر خطا کړي. دلته زلمي خوار ته د مور لکۍ چې څنګه مۍ هغسې جۍ، د یو خر غوږونه او د یو کولال منګي غوندې خطابات پۀ ګوتو ورشي.

د ناوې پۀ دې دومره سرتېزۍ او مستۍ کښې د هغې د مور ډېر لوے لاس وي. هغه هر وختې خپله لور پۀ شا ټپوي او غوږونه ورله ډکوي چې شابسې! تکړه شه! د ورږې نه به مږه جوړوې! ماشے به هتي کوې، باو به بلا کوې، بلکې خپله به د ځانه داسې بلا جوړوې چې کور کښې درنه خواښې سخر سره د خاونده وېرېدلې بوږنېدلې ګرځي.

دا قسمه مېندې اکثر له خپلو ناوې لوڼو ته دا ډاډګیرنه هم ورکوي، د بابا کور کښې دې ډوډۍ ډېره ده، مونږ نه شیرې نۀ ئې، چې څوک درته یوه وائي، دوه ورته وایه. ناوې د مور پۀ ډاډګیرنه داسې زمرۍ شي چې هر وختې خپله درنه او د خواښې سخر سپکه وائي. دې دوران کښې کۀ خواشې دې سره لږ ډېر ښکر اړموي نو دا خاوند ته پۀ دې انداز کښې دهمکي ورکوي، "دا ور دې پوهه کړه چې ما نه واوړي ګنې نو کۀ ما ورسره مېدان ګرم کړو نو مور خو دې مور ده، ستا پلار به مې هم چپ نۀ کړي."

د ناوې خولۀ اموخته شوې وي او خولۀ چې یو ځلې  اموخته شي نو هغه اس نۀ دے چې قېزه شي، کور هر وختې مېدان وي. خواښې پکښې خپله انا او ضد نۀ پرېږدي، نږور ئې ځان له د مرو پۀ څټه ناسته وي او هر وختې ئې مرچکي خوړلي وي. نتیجه ئې دا شي چې ناوې د ښکر ګټلو پۀ چکر کښې غوږونه پۀ داو کېږدي. پړونے راواخلي او د کور پرېښودو او مور کره د تلو اعلان وکړي. د وادۀ نه پس د خاوند کور پرېښودل د ښځې یوه دومره لویه غلطي ده چې کفاره ئې کله نه کله ټول عمر کښې هم نۀ ادا کېږي.

د ګیدړ مرګ چې راشي نو هغه لېونے شي، د ښار مخه وکړي؛ مار چې اجل راواخلي نو هغه لارې ته راوځي؛ مېږي ته چې خداے پۀ بدو شي نو وزرې ورله ورکړي؛ بالکل هم دغسې ښځې ته چې خداے پۀ قهر شي نو هغه د خاوند کور پرېږدي او د مور پلار پۀ کور مېشته شي.

زلمي خوار ته د حالاتو نه د خر لکۍ جوړه شوې وي. د کومه طرفه ئې چې کچ کوي نو لوېشت وي. هغه هېڅ هم پۀ رو ګودر نۀ پوهېږي چې د بنګړو دې بار سره څۀ وکړي، ځکه چې کلک ئې تړلے نۀ شي او سست هغه ټینګېږي نۀ ـــ زلمي ته مور وائي بچیه! هېڅ پرواه ونۀ کړې، بل وادۀ درله کوم. زلمے د مور پۀ دې خبره زړۀ زړۀ کښې وائي، مورې! وړومبي وادۀکښې مې درنه ډېره ښاده ورځ ولیده چې لا پاتې پکښې دوېم دے؟ تا کۀ ګزاره کوله نو دا وړومبۍ به رانه ولې تلله. اوبۀ د ورخه تېرې وي، غشے د لیندے نه وتلے وي او د خولې توکړې لاړې بېرته د راتلو نۀ وي. دوه خاندانه د خپلو وړو وړو غلطیو پۀ برکت پۀ ماتم وي، پۀ ژړا وي. پۀ دغه ویر او ماتم کښې د چا اوښکې ښکاره وي او د چا پټې ـــ

کورونه ډېر پۀ ګرانه ودانېږي او ډېر پۀ اسانه ورانېږي. د ژوند سختو ته به غاړه ږدې، هله به چرته د خوشحالیو لمن رانیې. بله دا چې پردي کورونه پۀ مینه چلېږي، پۀ کرکو او نفرتونو نۀ.

پاتې پۀ مخ

خواښې او نږور چې د یو بل مل وي نو ژوند لکه د ګل وي او چې کله دا د یو بل نه باغي شي نو ژوند لکه ازغي شي. د خواښې او نږور معمولي غوندې برداشت او مینه دوه خاندانه د ویر او غم نه بچ کولے شي. پته نشته خواښې به پۀ دې خبره کله پوهېږي او نۀ پوهېږم چې د نږور ذهن کښې به دا خبره کله راځي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …