خځلو بابا – ژباړن: ګوهر رحمان نويد

خځلو بابا

ليکوال:کرشن چندر

ژباړن: ګوهر رحمان نويد

دې لنډه قیصه کښې د بنیادي موضوع نفسیات دا دي چې کله ټولنه کښې طبقاتي تضاد لهٔ حده زیات شي نو د ټولنې زیاتره خلق پهٔ دې باندې څهٔ مثبت کردار ادا کولو نه لاس پښې راټول کړي چې کهٔ مونږ ډېرې منډې ترړې ووهو خو دې ژوند نه څهٔ ترلاسه کولے نهٔ شو، او دغسې ژوند نه فرار شروع کړي. د خپلو ذمه واریو نه د تېښتې دغه رویـې د خځلو بابا غوندې کردارونه ټولنه کښې زېږوي.

خو کرشن چندر د یو رجائیت خوښي لیکوال پهٔ توګه د دې کردار ژوند کښې د فعالي ونډې جواز د یو مقصد لهٔ مخه پېدا کوي او د خپل نظریاتي ایفائت ثبوت ورکوي. پښتون

کله چې هغه د هسپتال نه بهر راووتو نو د هغۀ پښې رپېدلې او ټول بدن ئې د لوندو مالچو پۀ شان ښکارېدو. د هغۀ زړۀ مخکښې تلو ته نۀ کېدو او هم هلته ئې پۀ فټ پاتـﻬ کښېناستل غوښتل. د قاعدې مطابق هغۀ له يوه مياشت نوره هم پۀ هسپتال کښې تېرول وو خو هسپتال والو هغۀ له چهټي ورکړه. څلور نيمو مياشتو پورې هغه د هسپتال پۀ پرائيوېټ وارډ کښې ؤ او يوه نيمه مياشت پۀ جنرل وارډ کښې.

دې دوران کښې د هغۀ يوه ګرده لرې کړې شوې وه او د هغۀ د کولمو يوه حصه ئې کټ کړې وه. د هغۀ د اينې علاج لا پوره شوے نۀ ؤ چې هغۀ هسپتال نه راوويستے شو ځکه چې نور هم داسې خلق پۀ انتظار وو چې د هغوي حالت ددۀ نه زیات خراب ؤ.

ډاکټر هغۀ له يوه نسخه ورکړه او ورته ئې ووئیل چې دا شربت څښکه او د طاقت خوراک کوه، بالکل ټيک ټاک به شې، تا ته اوس هسپتال کښې د پاتې کېدو ضرورت نشته.

" زما نه خو تلل هم نۀ کېږي ډاکټر صاحب!" هغۀ پۀ کمزوري اواز فرياد وکړو. ډاکټر ورته ووئېل، "کور ته لاړ شه، يو څو ورځې چې دې ښځه خدمت وکړي، بالکل به ټيک شې."

پۀ مزه مزه پۀ کږو وږو قدمونو پۀ فت پاتهـ باندې د تللو پۀ وخت کښې هغۀ سوچ وکړو،

"کور؟ لېکن زما کور دے چرته؟"

څو مياشتې مخکښې زما يو کور ضرور ؤ، يوه ښځه مې هم وه چې د هغې يو ماشوم کېدونکے ؤ. دواړه د راتکونکي ماشوم پۀ خيال څومره خوشحاله وو. دي دې کنه دنيا کښې ډېره ابادي، مګر دغه خو د هغوي وړومبنے ماشوم ؤ او د دوي د حېرانتيا او خوشحالۍ نه داسې ښکارېده چې لکه دغه ماشوم د دنيا وړومبنے ماشوم وي.

دُلاري د خپل ماشوم د پاره ښکلې ښکلې کپړې هم ګنډلې وې او هسپتال ته ئې دۀ ته ښودلو له راوړې وې او کله چې پۀ هغه نرمو نرمو کپړو هغۀ لاس راکښلو نو داسې ورته لکه چې هغۀ ماشوم پۀ غېږ کښې نيولے دے او ورسره مينه کوي. خو بيا پۀ راتلونکو څو مياشتو کښې ډېر څۀ لوټ شول. کله چې د هغۀ د ګردې وړومبے اپرېشن وشو نو دُلاري خپل کالي خرڅ کړل چې هم د داسې موقعو د پاره وي لېکن هغه خو د يو بل درد د علاج د پاره وي ـــ د خاوند اپرېشن، د ماشوم تربيت، د ماشومې وادۀ، دا بنک هم پۀ داسې موقعو کولاوېږي او خالي کېږي. زنانه خو صرف د دې دولت څوکيداري کوي او پۀ ټول ژوند کښې دې ته پينځه شپږ پېرې د دې کالو اچولو موقع پۀ نصيب ورځي. د ګړدې د دوېم اپرېشن نه مخکښې د دُلاري ماشوم ضائع شو، داسې به ضرور کېدل ځکه چې دُلاري به شپه ورځ ډېر سخت محنت کولو. پۀ دې کښې خو دا خطره د اول نه موجوده وه. داسې ښکارېدله لکه چې د دُلاري د نرے نوچکے بدن د دومره سخت مشقت د پاره نۀ دے جوړ، هم دغه وجه وه چې دغه هوښيار او نيازبين ماشوم پکښې ختم شو. د مور پلار پۀ کمزوري حالت او ناسازګاره ماحول چې پوهه شو نو هغۀ پۀ خپله پېدا کېدل مناسب ونۀ ګڼل. بعضې ماشومان هم دغه شان عقل مند وي. دُلاري څو ورځې هسپتال ته هم رانغله او کله چې راغله او دا خبر ئې راوړو نو هغۀ څومره ډېر ژړلي وو. کۀ چرې هغۀ ته معلومه وے چې پۀ راتلونکي وخت به هغۀ ته د دې نه نور هم ډېر ژړل وي نو هغۀ به پۀ دې حادثه د ژړا پۀ ځاے د خوشحالۍ اظهار کړے وے.

د ګردې د دوېم اپرېشن نه پس د هغۀ نوکري لاړه. پۀ اوږده بيمارۍ کښې هم داسې کېږي. څوک تر کومې پورې انتظار کولے شي؟ بيماري خو د انسان ذاتي معامله ده، پۀ دې وجه کۀ هغه غواړي چې د هغۀ نوکري دې قائمه وي نو هغۀ له تر ډېرې مودې بيمارېدل نۀ دي پکار. انسان د مشين پۀ شان دے، کۀ چرته يو مشين د ډېرې مودې د پاره خراب شي نو د هغۀ پۀ ځاے نوے مشين راوړے کېږي ځکه چې کار ودرېږي نۀ، کاروبار بندېږي نۀ او وخت ايسارېږي نۀ. کله چې هغۀ ته معلومه شوه چې د هغۀ نوکري ختمه شوې ده نو هغه ډېر زيات خفه شو لکه چې د هغۀ دوېمه ګرده هم لرې کړې شوې وي. د هغۀ د پښو لاندې زمکه وتښتېدله او پۀ رګونو کښې ئې د وينې پۀ ځاے وېرې منډې وهل شروع کړل. تر ډېرو ورځو د راتلونکي ژوند د وېرې او دهشت نه هغه اودۀ هم نۀ شو. د اوږد عیادت خرچې هم اوږدې وې. پۀ مزه مزه د کور ټول قيمتي څيرونه لاړل مګر دُلاري همت ونۀ بائېلو. هغې تر څلور نيمو مياشتو خپل خاوند پۀ پرائيوېټ وارډ کښې وساتلو او د هغۀ ئې ښۀ علاج وکړو. د خپل کور يو يو څيز ئې خرڅ کړو او پۀ اخره کښې ئې نوکري هم شروع کړه. هغه پۀ يو فرم کښې ملازمه شوه او يوه ورځ ئې د ځان سره د فرم مالک هم هسپتال ته راوستو. هغه يو نرے، مانده، لنډے او د ډېر عمر سړے ؤ. خبرې به ئې کمې کولې او موسکے کېدو به ډېر. د شکل نه هغه د يو غټ فرم د مالک پۀ ځاے د کتابونو د يو دوکان مالک ښکارېدو. دُلارۍ د هغۀ پۀ فرم کښې پۀ دوه سوه روپۍ مياشت نوکره شوې وه، د هغې تعليم کم ؤ نو ځکه ئې پۀ لفافو د ټکټونو لګولو ډيوټي کوله.

"دا خو ډېر اسان کار دے"، د دُلارۍ خاوند ووئيل. د فرم مالک ووئېل، "کار خو اسان دے خو کله چې پۀ يوه ورځ کښې پينځۀ شپږ سوه ټکټونه لګول وي نو دغه شان اسان کار هم ډېر ګران شي."

دُلارۍ پۀ خندا ووئیل، "واقعي چې ډېره مې ستړې کړي" او د فرم مالک هغۀ ته ووئېل،"چې کله تۀ ټيک شې نو د خپلې ښځې پۀ ځاے به بيا تۀ دا ټکټونه لګوې. دا کار به زۀ تا ته حواله کړم."

کله چې د فرم مالک تلو نو دُلاري هم د هغۀ سره لاړه. هغۀ دا محسوس کړل چې نن د دُلارۍ د قدمونو پۀ ښکالو کښې يو عجيبه شان خود اعتمادي وه. د هغې وجود لکه د ګلونو د اونې خوځېدلو. د کمرې نه د بهر وتلو وخت کښې مالک پۀ يو لاس دُلاري ته دروازه کولاو کړه او بيا ئې ډېر پۀ مودبانه انداز کښې هغې ته د بهر تللو دعوت ورکړو، خو دوېم لاس ئې د دُلارۍ د ملا سره ولګېد. د دُلارۍ پۀ خاوند باندې د مالک د وړومبي لاس حرکت ښۀ ولګېدۀ خو بيا ئې زړۀ پۀ دې مطمئن کړو چې کله کله يو لاس کوم حرکت کوي، د هغې پته دوېم لاس ته نۀ وي. بيا دا هم کېدے شې چې د هغۀ سترګې دهوکه شوې وي ځکه هغۀ پۀ اطمينان سترګې بندې کړې.

د هغۀ درېم اپرېشن د هسپتال پۀ جنرل وارډ کښې وشو، تر هغه وخته دُلاري د فرم د مالک سره دارجلنګ ته تلي وه. اخر څوک تر کومې پورې صبر کولے شي؟ ژوند مختصر دے او د ځوانۍ پۀ سپرلي د دې نه هم مختصر. کله چې جذبې اوازونه کوي او پۀ سترګو کښې سپوږمۍ راکوزېږي او پۀ سينه کښې نرے نرے دړد شروع شي او د مرۍ غړۍ د چا د ګرمو ګرمو ساګانو تپ ته پسخېږي، پۀ داسې حال کښې به څوک تر کومې د سپيرټو او د تشو متيازو بوي، توکاڼي، پيپ او د وينې رنګ ته ګوري او تر څو به د مرګ تر دروازې تلې راغلې سلګۍ اوري. د برداشت هم يو حد وي!!! چې د هغې د وادۀ لا دوه کاله هم نۀ وو شوي او هغې د خاوند پۀ کور کښې د مصيبتونو نه علاوه نور هېڅ هم نۀ وو ليدلي. کۀ هغه د خپلو ارمانونو پۀ تار تړلې دارجلنګ ته لاړه نو پۀ دې کښې د چا څۀ قصور دے او هغه اوس د هاغه منزل نه تېر شوے ؤ چې څوک ئې قصورواره ګڼلے وے. هغۀ پرله پسې دومره ګزارونه خوړلي وو چې د هغۀ زړۀ د وينې د يو تيري پۀ شان بې حسه شوے ؤ. نن چې کله هغه د هسپتال نه وويستلے شو نو هغۀ د ډاکټر ته د څۀ ذهني تکليف هډو شکايت هم ونۀکړو، نۀ ئې ترې دا تپوس وکړو چې هغه ددې هسپتال نه وځي نو کوم خوا به ځي. اوس د هغۀ کور هم نۀ ؤ، نۀ ئې ښځه وه، نۀ ماشوم او نۀ نوکري ـــ د هغۀ زړۀ خالي ؤ، د هغۀ جېب خالي ؤ او د هغۀ مخې ته يو خالي او هوار مستقبل ؤ. مګر هغۀ پۀ دې کښې هېڅ هم چا ته نۀ وو وئیلي، صرف دومره ئې وئیلي وو چې "ډاکټر صاحب! زما نه تلل نۀ کېږي"، بس هم دغه يو حقيقت هغۀ ته هاغه وخت ياد ؤ، باقي هره خبره د هغۀ د زړۀ نه لرې شوې وه. د هغۀ د ملا هډوکي لکه د يو زوړ مات ګوډ کټ پۀ شان ټقا کوله. د خلقو سترګې د ګنده وينې او پيپ پۀ شان ددۀ پۀ جسم ښخېدلې. دۀ له ددې ځاے نه تښتېدل پکار دي. ددې اوږدو اوږدو د بجلۍ د ستنو او د دوي پۀ منځ کښې د تېرو شوو لارو نه لرې تښتېدل پکار دي. هغۀ ته خپله مړه مور ورياده شوه، خپل مړ پلار ورته  هم ورياد شو، خپل ورور ورياد شو چې پۀ افريقه کښې ؤ. دې دوران کښې يو ټرک د هغۀ پۀ مزغو کښې دننه تېر شوے وي لکه چې هغه انسان نۀ بلکې يوه کچه پخوانۍ لار وي.

تر ډېر وخته هغه روان ؤ، ساه ئې راماته وه خو پۀ اندازه باندې يو نااشنا طرف ته روان ؤ، هغه طرف ته کوم طرف ته چې د هغۀ کور ؤ، حالانکې هغۀ ته معلومه وه چې اوس د هغۀ کور نشته، مګر هغۀ بيا هم دغه طرف ته سفر کولو. د کور د تلو د عادت نه مجبوره ؤ. ډېره ګرمي وه او د هغۀ پۀ ټول بدن لکه چې مېږي راګډ شوي وو. د هغۀ نه لاره هېره شوه. د هغۀ پۀ بدن کښې دومره توان هم نۀ ؤ پاتې چې د چا نه ئې تپوس کړے وے چې دا د ښار کوم ځاے دے؟ پۀ مزه مزه د هغۀ پۀ غوږونو کښې د ټرکونو او بسونو شور سېوا کېدو. د نظر مخې ته ئې دېوالونه کاږۀ واږۀ شول، عمارتونه راپرېوتل او د بجلۍ ستنې ګډې وډې شوې. بيا د هغۀ سترګو ته تيارۀ او د پښو لاندې زلزله شان راغله او ناڅاپه پۀ زمکه راپرېوتو. کله چې پۀ هوش کښې راغے نو شپه وه. يوه يخه شان تيارۀ څلور واړو طرفونو ته خوره شوې وه. چې سترګې ئې وغړولې او وې کتل نو هم هلته پروت ؤ چرته چې غورځېدلے ؤ. دا يو فټ پاتهـ ؤ چې دوه طرفو ته ئې دېوالونه وو. هغه د دواړو دېوالونو پۀ منځ کښې پروت ؤ. دلته کښې د امرودو او جامنو اونې ولاړې وې او د دې اونو شا ته څۀ وو، دا دغه وخت هغۀ ته نۀ ښکارېدل. ديو طرف ته قبليز دېوال مخې ته پينځه ويشت دېرش فټه اخوا د يو زوړ عمارت شا وه. دا درې چته عمارت ؤ. د هر چت طرف ته يوه کړکۍ وه او شپږ غټ غټ پائپونه ترې شا ته راوتلي وو. د شاته پائيونو او قبليز دېوال پۀ منځ کښې شل دېرش فټه کولاو يوه تياره کوڅه شان جوړه شوې وه. چرته لرې د ګرجې ګړۍ د شپې د درېو بجو اعلان وکړو او هغه پۀ فټ پاتهـ پۀ ملاسته ملاسته د څنګلو پۀ زور لږ اوچت شو او اخوا دېخوا ئې وکتل. سړک بالکل خالي ؤ، مخامخ دوکانونه بند وو او د فټ پاتهـ پۀ لارو کښې يو ځاے بل ځاے تتو بلبونو رڼا کوله. لږ ساعت د پاره پۀ هغۀ دغه رڼا ډېره ښه ولګېده. هغۀ سترګې پټې کړې او سوچ ئې وکړو لکه چې چرته د يو مهربانه سمندر پۀ اوبو کښې ډوبېږي، مګر پۀ دې احساس ئې ډېر لږ ساعت د پاره خپل ځان له دهوکه ورکړې شوه، ځکه چې اوس پۀ هغۀ ډېره زياته لوږه راخوره شوې وه. لږې شېبې د پاره ددې يخنۍ نه پس هغۀ محسوس کړه چې لوږه ئې زغم نه زیاته شوې ده. کله چې د هغۀ د کولمو اپرېشن شوے ؤ نو هغۀ ته به ډېره لوږه لګېدله. د هغۀ پۀ معده کښې عجيبه شان مروړ ؤ او کولمو ئې دننه دننه د ډوډۍ سوال کولو. دغه وخت د هغۀ سپېږمو لکه د ځنګل د ځناور پۀ شان کار کولو. عجيبه عجيبه شان بويونه پۀ هغۀ لګېدل. د بويونو يوه چپه وه چې د هغۀ پۀ احساس راخوره شوې وه او د حېرانتيا خبره دا وه چې هغۀ ددې باجې د سُر يو يو جدا جدا وجود پېژندلو. دا د جامن خوشبو وه، دا د امرودو او دا د رات کي راني د ګلونو، دا پۀ تېلو کښې د سرو کړو قتلمو، دا پۀ پياز او پۀ اوږه کښې د پخو شوو الوګانو، دا د مولۍ، دا د ټماټرو، دا د سخا شوې مېوې، دا د متيازو، دا پۀ اوبو کښې د لوندو شوو خاورو چې غالباً د باڼسونو د جنګۍ نه راتلله ـــ هغۀ د هر يو بوي قسم، شدت، طرف او فاصلې پورې اندازه لګولې شوه.

يو ناڅاپه دۀ ته دا احساس هم وشو او هغه پۀ دې لږ شان نور هم بېدار شو چې څۀ رنګه لوږې د هغۀ پټ قوتونه هم راويښ کړل خو پۀ دې امر د زيات غور کولو نه بغېر هغه هاغه طرف ته خوئېدل شروع کړل د کوم طرف نه چې پۀ تېلو کښې د سرو کړې شوو قتلمو او پۀ اوږه کښې د پخو شوو الوګانو بوي راتلو. هغه پۀ مزه مزه پۀ تيارۀ کوڅه کښې خوئېدو ځکه چې د خوئېدلو نه علاوه د هغۀ پۀ وجود کښې د تلو طاقت نۀ ؤ. هغه ساعت کښې هغۀ ته داسې معلومېده لکه چې هغه پۀ ژورو اوبو کښې ډوبېږي. بيا به هغۀ ته داسې محسوس شوه لکه چې يو دهوبي د هغۀ کولمې نچوړوي. بيا به د هغۀ پۀ سپېږمو کښې د قتلمو او الوګانو د اشتها سېوا کولو بوي راغلو نو داسې بې قراره به شو چې پۀ بندو سترګو به ئې پۀ خپل بې ځانه وجود هغه طرف ته د خوئېدلو کوشش کولو د کوم طرف نه چې د اٰلوپوري بوې راتلو.

ډېر ساعت پس چې هلته ورسېدو نو وې ليدل چې قبليز دېوال او د مخامخ عمارت شا ته د پائپونو پۀ منځ کښې د کچرې يو مستطيل نما د اوسپنې کولاو ټب پروت دے. دا ټب پينځلس فټه پلن او دېرش فټه اوږد ؤ او مختلف قسمه خځلې پکښې پرتې وې. د سخا مېوو پوستکي، د ډبل ړوټو ټوکړې، د چايو پتې، يو زوړ جېکټ او د ماشومانو ګنده ورڼي، د اګو پوستکي، د پودينې پاڼې او د کېلې پۀ پاڼه يو څو نيمي خوړلې قتلمې او د الوګانو سالن ـــ چې قتلمې او الوګان ئې وليدل نو د هغۀ کولمې پۀ ټوپونو شوې. هغۀ يو څو لمحې خپل بې قراره لاسونه ونيول خو د نورو بدبوګانو پۀ مقابله کښې د هغۀ پۀ سپېږمو کښې د قتلمو او الوګانو لوږه سېوا کولو واله خوشبو دومره تېزه شوه چې لکه پۀ شپېلۍ کښې چې ناڅاپه يو سُر تېز شي. د تهذيب اخري دېوال هم راپرېوتو او د هغۀ رپېدلو لاسونو د کېلې هغه پاڼه راوچته کړله او لکه د وږو وحشيانو پۀ هغه قتلمو ورپرېوتو. د قتلمو او الوګانو سالن خوړلو نه پس هغۀ د کېلې پاڼه يو څو ځله وڅټله او داسې ئې صفا کړه لکه څنګه چې هغه قدرت جوړه کړې وه. د پاڼې څټلو نه پس ئې خپلې ګوتې هم وڅټلې او پۀ اوږدو اوږدو نوکانو کښې نښتي د الوګانو د سالن هغه ذرات ئې هم د ژبې پۀ څوکه راويستل او وې خوړل، او چې پۀ هغې ئې هم تسلي ونۀ شوه نو هغه د خځلې د ډېري نه د پودينې پاڼې ئې راواخستې او ورسره ئې د مولۍ دوه ټنګرې وخوړلې او نيم ټماټر ئې هم پۀ خولۀ کښې واچولو او د هغې رس ئې تېر کړو. کله چې هغۀ دا هر څه وخوړل نو بدن کښې ئې د معمولي ګرمۍ يو لهر راپېدا شو او هم هلته د ټب خوا ته اودۀ شو.

اتۀ لس ورځې هم داسې پۀ نيمه بې هوشۍ او نيمې غنودګۍ کښې تېرې شوې. هغه به پۀ خوئېدلو خوئېدلو د ټب خوا له تللو او چې څۀ به ورته ملاوېدل، خوړل به ئې او کله چې به د اشتها سېوا کولو بويونو ته تسکين مېلاو شو او نور ګنده بويونه به رابرڅېره شول نو هغه به فټ پاتهـ طرف ته لاړو او شا ته دېوال ته به ئې ډډه ووهله او اودۀ به شو.

پنځلس شل ورځې پس پۀ مزه مزه د هغۀ پۀ وجود کښې طاقت راښکاره شو. دا ځاے څومره ښۀ ؤ. دلته نمر نۀ ؤ، د اونو سیورے ؤ، توره کوڅه، خاموشي او ويراني وه. دلته هېڅ څوک هم نۀ راتلل. کله کله به د شا ته عمارت يوه کړکۍ کولاوېده او يو لاس به راوتو او خځله به ئې راغورځوله. دغه خځله د هغۀ د روزۍ وسيله وه، د هغۀ د شپې ورځې رزق، د هغۀ د ژوند محافظه وه. د ورځې به سړک کولاو شو، دوکانونه به کولاو شول، خلقو به منډې ترړې وهلې. ماشومان به لکه توتکرو پۀ سړک تېرېدل او زنانه به لکه د رنګينو باډيوو روانې وې ـــ

لېکن دا يوه جدا دنيا وه. دغه دنيا سره ددۀ هېڅ تعلق نۀ ؤ. پۀ دغه دنيا کښې د هغۀ هېڅ څوک هم نۀ وو او نۀ هغه د چا ؤ. د دغه دنيا نه هغۀ مخ اړولے ؤ. د ښار کوڅې، بازار، پټي او کولاو اسمان د هغۀ د پاره بې معنې تصور، کور، کار روزګار، معاشره، کوشش د هغۀ د پاره بې معنې ټکي وو. دغه ټکي سخا شوي وو او د خځلې پۀ دې ډېري کښې ورک شوي وو. هاغه دنيا نه هغۀ مخ اړولے ؤ او اوس دا ددۀ دنيا وه. پينځلس فټه اوږده او دېرش فټه پلنه دنیا.

مياشتې کلونه تېرېدل او هغه پۀ دې ګوټ کښې ناست لکه د يوې زړې اونې او د يو زوړ يادګار پۀ شان د ټولو خلقو د سترګو سره بلد شوے ؤ. هغۀ به د چا سره خبرې نۀ کولې، نۀ ئې چا ته فائده رسولې شوه او نۀ ئې د چا نه سوال کوۀ، لېکن کۀ هغه به چرته د هاغه ځاے نه پاڅېدو او بل خوا ته به لاړو نو د دغه علاقې هر سړے به پۀ دې کار حېران ؤ او څۀ لږ ډېر خفه هم. ټولو خلقو به دۀ ته "خځلو بابا" وئېلو، ځکه چې دا ټولو ته معلومه وه چې هغه صرف د خځلې د ټب نه ځان له خوراک راوباسي او پۀ کومه ورځ چې به هغۀ ته هلته څۀ ملاو نۀ شول نو هغه به وږے اودۀ کېدو. د کلونو نه پۀ دې لاره تلونکو او د ايراني هوټلو واله د هغۀ عادتونو نه خبر وو نو اکثر چې به ئې هغۀ له څۀ ورکول غوښتل نو د کچرې پۀ دغه ډېري کښې به ئې غورځول او اوس خو د عمارت شا ته د کړکيانو نه د خځلې سره سره نور هم ډېر څيزونه راغورځېدل. پوره قتلمې او ښۀ ډېر الوګان، د غوښې پوټي، نيم امونه، چکني، د کبابو ټيکلي او د کهير ډبي، د خوراک څښاک هر نعمت به خځلو بابا ته پۀ دې ټب کښې ملاوېدو. کله کله به چرته شلېدلې پاجامه، سورے بنېن او د پلاسټک مات ګوډ ګلاس هم مېلاو شو. د خځلې دا ټب د هغۀ د پاره يو کولاو بازار ؤ چرته چې به هغۀ پۀ رڼا ورځ د ټولو د سترګو د وړاندې سېل کولے شو. چې د کوم دوکان نه به ئې خوښه وه، مفت سودا به ئې ترې نه راخستله. هغه ددې بازار ځان له مالک ؤ. پۀ اول اول کښې يو څو پمنو پيشوګانو او پمنو سپو ډېر مزاحمت وکړو خو هغۀ پۀ ويشتو ويشتو وځغلول او اوس هغه د ټب ځان له مالک ؤ او د هغۀ دا حق ټولو منلے هم ؤ. پۀ مياشت کښې به يو ځل کمېټۍ واله راتلل او دا ټب به ئې خالي کولو خو خځلو بابا ورته هېڅ هم نۀ وئیل ځکه چې هغۀ ته معلومه وه چې بله ورځ به بيا ډکېدل شروع شي. د هغۀ دا پوخ يقين ؤ چې ددې دنيا نه نېکي ختمېدلې شي، دوستي ختمېدلې شي لېکن غلاظت، ګندګي او خځلې نۀ شي ختمېدلې.

دا خبره نۀ ده چې ګنې هغۀ ته د بهر دنيا څۀ علم نۀ ؤ. کله چې به پۀ ښار کښې چيني ګران شول نو پۀ مياشتو به د خځلې پۀ ټب کښې د مټهائي ټکړه پۀ نظر نۀ راتله، کله چې به غنم ګران شول نو د خځلې پۀ ډرم کښې به ډوډۍ کمه شوه او چې سيګريټ به ګران شول نو د استعمال شوو سيګرټو ټکړې به ډېرې وړې وړې شوې، کله چې چوړيانو هړتال کړے ؤ نو تر دوو مياشتو ددې ټب صفائي چا نۀ وه کړې. هغۀ ته به د اختر پۀ ورځ د مختلفو ګوټونو نه د مټهائي ډېر شے ټکړې ملاوېدلې. د بهر دنيا يوه واقعه او حادثه هم داسې نۀ وه چې د هغې پته به هغۀ ته د کچرې ددې ټب نه نۀ لګېده. د دوېم عالمي جنګ نه واخله د زنانو د پټو مرضونو پورې. خو د بهر دنيا سره د هغۀ دلچسپي ختمه شوې وه. د پنځویشتو کالو نه د دې کچرې د ټب سره پۀ ناسته ناسته خپل ژوند تېر کړے ؤ. شپې ورځې، مياشتې کلونه د هغه پۀ سر باندې لکه د هوا د څپو تېرېدل.

د هغۀ د سر وېښتۀ وچ شوي وو او لکه د بړ د اونې د ښاخونو راځوړند شوي وو. د هغۀ ږيره جاښه شوې وه. د هغۀ د جسم رنګ تور خيرن شوے ؤ او هغه هم د غټو وېښتو شلېدلو جامو او بدبوداره جسم پۀ وجه پۀ لاره تلونکو خلقو ته د خځلې يو ډېرے ښکارېدو چې کله کله به ئې حرکت کولو او خبرې به ئې کولې، د بل چا سره نۀ، صرف د خپل ځان سره يا کله کله د خځلې د ټب سره.

خځلو بابا خلقو ته څۀ نۀ وئېل خو د هغوي حېرانتيا ته چې به ئې کتل نو پۀ زړۀ کښې به ئې ضرور دا سوچ کولو چې پۀ دې دنيا کښې څوک داسې دي چې د نورو سره خبرې کوي. پۀ دې دنيا کښې چې څومره هم خبرې کېږي د انسانانو پۀ منځ کښې نۀ بلکې صرف د خپل ذات او د غرض پۀ منځ کښې کېږي. د دوو دوستانو پۀ منځ کښې چې کومې خبرې کېږي، هغه پۀ اصل کښې خودکلامي وي. دا دنيا د خځلې يو لوے ډېران دے چې پکښې هر سړے د خپل غرض ټکړې، فائدې پوستکي يا د منافعې قندړه تروړلو ته هر وخت تيار وي او دا به وائي چې کوم خلق ما حقير، فقير يا ذليل ګڼي نو هغه دې لږ د خپل روح شا ته وګوري چې هلته دومره خځلې پرتې دي چې صرف د مرګ فرشته ئې اوچتولې شي.

دغه شان ورځې تېرېدلې، ملکونه ازاد شول، غلام شول، حکومتونه لاړل خو دا د خځلو ټب هم دغلته پروت ؤ او د دې پۀ غاړه ناست خځلو بابا دغه شان نيم اودۀ، نيم بې هوشه ددې دنيا نه لرې ناست ؤ. کله کله به ئې پۀ شونډو څۀ وئیل او د خځلې پۀ ټب کښې به ئې لاس وهل.

يوه شپه هغه پۀ دغه تيارۀ کوڅه کښې د ټب نه يو څو فټه لرې دېوال ته ډډه وهلې پۀ زړو چيتړو کښې ډوب اودۀ ؤ چې د شپې پۀ خاموشۍ کښې ئې يوه دردناکه چغه واورېدله او پۀ وېره د خوب نه راويښ شو. بيا هغۀ يوه بله دردناکه چغه واورېدله او هغه د وېرې نه د خځلو د ټب طرف ته منډه کړه د کوم ځاے نه چې چغې راختلې. چې د کچرې پۀ ټب کښې هغۀ پۀ لاسو لټون شروع کړو نو لاس ئې د نرمې غوښې سره ولګېدل او بيا پۀ زوره يوه چغه راوخته. خځلو بابا وکتل چې پۀ ټب کښې دننه د ډبل روټۍ د ټکړو، د خوړلو شوو هډوکو، د زوړ پېزار، د شيشو د ټکړو، د امونو د پوستکو، د شرابو او د ټرې د سخا ماتو بوتلو پۀ منځ کښې يو نوے پېدا شوے ماشوم بربنډ پروت دے او پۀ زوره زوره چغې وهي. يو څو لمحو پورې خځلو بابا پۀ ځاے ولاړ بې د څۀ حرکت نه دې ماشوم ته کتل چې د خپلې وړې سينې پۀ پوره زور باندې ئې د خپل راتګ اعلان کولو ـــ لږ ساعت پورې هغۀ چپ چاپ، پرېشانه پۀ بټو بټو سترګو دا منظر کتلو او بيا ئې پۀ تېزۍ سره د خځلې د ټب نه هغه ماشوم راپورته کړو، د خپلې سينې سره ئې جوخت ونيولو او زر زر ئې پۀ خپلو چيتړو کښې پټ کړو، خو ماشوم د هغۀ پۀ غېږ کښې هم غلے نۀ شو. هغه دې دنيا ته نوے نوے راغلے ؤ او پۀ ژړا ژړا ئې د خپلې لوږې اعلان کولو. هغۀ ته لا دا معلومه نۀ وه چې غريبي څۀ وي؟ د مور مينه څنګه بې زړۀ شي؟ ژوند څنګه حرام شي، څنګه غليظ شي او د خځلې ټب ته وغورځولے شي. دا هر څۀ تر اوسه هغۀ ته نۀ وو معلوم. هغه وږے ؤ او پۀ ژړا ژړا ئې خپل لاس خېټې له راچولو او پښې ئې خوځولې. د هغۀ سره هېڅ نۀ وو، نۀ ورسره چوشني وه او نۀ د ماشوم د چپ کولو سندره ورتله. هغۀ ډېر پۀ بې قرارۍ ماشوم پۀ غېږ کښې پۀ مزه مزه ټپولو او ډېر پۀ ناامېدۍ ئې د شپې پۀ تيارۀ کښې څلورو واړو طرفونو ته کتل چې دې وخت کښې به د ماشوم د پاره پۍ کوم ځاے ملاؤ شي؟ کله چې د هغۀ پۀ ذهن کښې نور هېڅ هم رانۀ غلل نو زر ئې د کچرې د ټب نه د ام يو هډوکے راواخستو او د هغې سر ئې د ماشوم پۀ خولۀ کښې ورکړو. د نيم خوړلے شوي ام خوږ خوږ رس چې د ماشوم خولې ته لاړو نو هغه پۀ ژړا ژړا چپ شو او بيا د خځلو بابا پۀ غېږ کښې اودۀ شو. د ام هډوکے پۀ زمکه پرېوتو او اوس ماشوم د هغۀ پۀ غېږه کښې بې خبره پروت ؤ. د ام زيړ زيړ رس تر اوسه د هغۀ پۀ شونډو لګېدلے ؤ او لاس کښې ئې د خځلو بابا غټه ګوته نېولې وه.

د يو ساعت د پاره د خځلو بابا پۀ زړۀ کښې دا خيال راغے چې دغه ماشوم هم دغلته وغورځوي او وتښتي. پۀ قلاره قلاره ئې د هغه ماشوم د لاس نه د خپلې ګوتې د خلاصولو کوشش وکړو خو د ماشوم نيول ډېر سخت وو.هغۀ محسوس کړه لکه چې ژوند هغه بيا رانيولے وي او پۀ مزه مزه ئې د خپل ځان طرف ته رابلي. دې سره هغۀ ته دُلاري ورياده شوه او هغه ماشوم هم چې د هغې پۀ خېټه کښې ضائع شوے ؤ او ناڅاپه ئې پۀ چغو چغو ژړا شروع کړه.

نن د سمندر پۀ اوبو کښې دومره څاڅکي نۀ وو لکه څومره اوښکې چې د هغۀ پۀ سترګو کښې وې. تېرو پینځويشتو کالو کښې چې څومره خيرے او غلاظت د هغۀ پۀ روح جم شوے ؤ، هغه ټول د دې طوفان پۀ چپه کښې صفا شو. ټوله شپه خځلو بابا ماشوم پۀ غېږ کښې نيولے پۀ فټ پاتهـ باندې بې قراره او بې چېنه تلو راتلو او چې کله سحر شو نو خلقو وکتل چې خځلو بابا نن د خځلې د ټب سره نشته بلکې د سړک نه بل طرف ته چې کوم نوے عمارت جوړېدو، د هغې نه لاندې ولاړ دے او خښتې ئې پۀ سر کړې دي او د دې عمارت سره نزدې د يوې اونې د سيوري لاندې پۀ يوه ګلواره کپړه کښې رانغښتے يو وړوکے ماشوم پۀ خولۀ کښې د پيو چوشني نیولې پۀ خندا پروت دے.

دا هم ولولئ

د ځنې متلونو تنقيدي جاج – انور نګار

متل د عربۍ ژبې تورے دے چې مثل، مثال يادېږي. امثال ئې جمع ده. پۀ …