تشدد او عدم تشدد – حبیب الله کاکړ

د یو نوي انسان د تخلیق کولو د سرچینو پۀ حیث:

ضد استعماریت، د فرانټز فانون نېشنل لېبرېشن فرنټ او د باچاخان خدائي خدمتګاري

Violence and Nonviolence as the Sources for the Creation of a New Man:

Decolonization, Frantz Fanon’s National Liberation Front

and Bacha Khan’s Khudai Khidmatgari

زۀ نه پوهېږم، چې نړۍ چې د اضدادو مجموعه وګڼل شي، څوک چې تشدد فطري ګڼي؛ هغه عدم تشدد څنګه د فطرت لۀ دائرې نه بهر کوي. د انسان پۀ انفرادي او ټولنیز فطرت کښې کۀ غضباني قوت ته فطري وئیل ممکن وي نو لوراني اړخ ئې څنګه فطري نۀ شي ثابت کېدلی؟ سړی کۀ د والټر بنجامین او ژاک دریدا د تشدد پۀ حقله د نقطه چین اپروچ څخه ډډه وکړي هم، ډېر پۀ اسانه دا خبره کولې شي چې انسان چې د عدم تشدد پۀ حقله څومره هم کلک نظام فکر را منځ ته کړی، داسې کله نۀ دی پاتې شوی چې تشدد ته پکښې پۀ قانوني حېثیت ځای نۀ وي ورکړی شوی. پۀ سامي نظام فکر کښې عیسٰي علېه السلام او پۀ اریائي نظام فکر کښې د بودها پۀ عدم تشدد کښې هم لیګل وزډم (Legal wisdom) د تشدد پۀ روا کولو کښې بوخت لیدل شوی دی او نۀ داسې څوک ثبوت لري چې د تشدد یو مبلغ دې یواځې پۀ هم تشدد یقین لرلی وي. زما پۀ خیال د تشدد او عدم تشدد پۀ حقله د بحث موضوع د تشدد او عدم تشدد د فطري او غېر فطري ثابتولو نۀ ده؛ د تشدد او عدم تشدد پۀ حقله د بحث موضوع باید هغه کنټکسټ (context) او هغه زمان او مکان وي پۀ کوم سیاق او سباق کښې چې دغه دوه انساني رویې پۀ یو ټولنیز سیاسي حرکت کښې د اقدارو پۀ حېث را منځ ته کېږي.

لۀ نولسمي پېړۍ تر نن ورځې پورې د ازادۍ، بدلون او انقلاب پۀ ترڅ کښې چې څومره ټولنیز سیاسي خوځښتونه رامنځ ته شوي دي، د تشدد او عدم تشدد پۀ دواړو لارو کښې ئې هم د فکر او هم د عمل ډېر لوی انسانان زېږولي دي. یو اړخ ته د استعماریت پۀ ضد، د استحصال پۀ ضد او د نسلي، مذهبي او قامي تعصب پۀ ضد تشدد د یو مؤثر اپروچ پۀ حېث تر بحث لاندې شوی او عمل ورباندې شوی دی؛ بل اړخ ته عدم تشدد لۀ داسې قسمه زنځیرونو نه د خلاصون مهمه لار ګڼل شوې ده. د تشدد پۀ غوره کوونکو کښې لکه لېنن، سټالن، چېګوېرا، سبهاش چندر بوس، ژان پال سارتر او فرانټز فانون؛ او د عدم تشدد پۀ پلویانو کښې لۀ ټالسټای نېولي بیا تر ګاندهي، کوامې نکرومه، مارټن لوتهر کنګ او بیا تر باچاخانه غوندې لوی سړي راغلي او پۀ لکهونه انسانان ئې د خپل فکر تر تاثیر لاندې کړي دي. خو پۀ دې ټولو کښې د فرانټز فانون ذکر لۀ باچاخان سره کول زما پۀ خیال مهم پۀ دې دي چې تشدد او عدم تشدد عموماً د یوې اٰلې (instrument) پۀ حېث د یو ټولنیز سیاسي حرکت اپروچ پاتې شوی دی خو فرانټز فانون او باچاخان یو بل ته ورته پۀ دې دي چې فانون پۀ نفس تشدد او باچاخان پۀ نفس عدم تشدد کښې معنویت پېدا کوي. فرانټز فانون د یو ارواپوه پۀ حېث تشدد د محکوم انسان تزکیه نفس یا کیتارسس ګڼي او باچا خان هم ګڼل چې د عدم تشدد پۀ ذریعه پۀ پښتون نفس کښې یو نوی پښتون را پېدا کړي.

فرانټز فانون او تشدد:

د 1925 د جولائي پۀ میاشت کښې د فرانس پۀ کالونۍ مارټینیک کښې زېږېدلی فرانټز فانون لۀ اولنۍ زدکړو پس پۀ 1943 د فرانس پۀ ارمي کښې وجنګېدو. لۀ دوېمې نړیوالې جګړې وروسته پۀ 1947 فرانس ته د لوړو زدکړو د پاره ستون شو. پۀ ارواپوهنه او میډیسن کښې لۀ لوړو زدکړو پس نائجیریا ته د سائکاټرسټ پۀ حېث راستون شو چې وروسته ئې د نائجېریا د ازادۍ د پاره د اېف اېل اېن (Front de libération nationale) پۀ وسلواله مبارزه کښې ګډون وکړ. لۀ 1957 څخه لۀ نائجېریا بدر کړل شو. پۀ 1961 کښې ومړ. د یو مفکر پۀ حېث هغه د موجودیت (existentialism)، مارکسزم او نېشنلزم یو ځای کوونکی (synthesizer) سیاسي عملي فلسفي ؤ.

د فانون پۀ خیال هغه ژوند ته پۀ یو داسې دور کښې راغلی وو، چې د تیارې او رڼا، د نېکۍ او بدۍ، د ښۀ او بد مانوي (Manichean) تثنویت، پۀ سپین او تور پوست کښې د ناقابل تنقید حقیقت پۀ حېث څرګندېدی. اروپائي فرانسوي امپېریلزم، استحصال، کالونائزېشن، د سپین پوستو بادارۍ تور پوستي د وجود پۀ یو داسې دلدل کښې ګېر کړي وو چې تور پوست لرونکی انساني وجود د انسان نۀ، د یو څيز پۀ څیر ؤ. فانون موجودیت پسند پۀ دې ؤ چې هغۀ وجود هغه ګڼلی چې د خپل وجود پۀ حقله شعور ولري. یو انسان ځکه انسان دی چې د خپل وجود شعور لري او یو څيز (thing) ځکه یو څیز دی چې د خپل شعور ادراک نۀ لري. تورپوستی وجود د فانون پۀ نړۍ کښې د اروپائي امپېریلزم پۀ وجه د یو څیز پۀ وجود کښې بدل شوی ؤ. پۀ دې نو د امپېریلزم پۀ مېکانزم د پوهېدلو د پاره هغۀ ته د مارکس نړۍ ته کوزېدل پکار وو، ځکه مارکسسټ هم ؤ او لۀ دې امپېریلزم او د سپين پوستو د مسلط کلتور لۀ اقدارو نه د خلاصون د پاره قامي تاریخ قامي کلتور را ژوندی کول پکار وو، کوم څۀ چې فانون یو راډیکل قامپرست کړی وی.

فانون د انقلابي تهیوریسټ پۀ حېث د ضد استعماریت د یو مفکر پۀ حېث خو مشهور دی خو د یو ارواپوه پۀ حېث چې هغۀ تشدد پۀ کوم انداز څېړلی دی، هغه د فانون د فکري نړۍ مهم اړخ ګڼل کېږي. فانون پۀ دې اند دی چې د اروپائي استعمار مانوي تثنویت د تشدد پۀ ذریعه وجود ته راغلی دی. د تور پوستو د وجود استحصال د تشدد پۀ ذریعه شوی دی، حصول ئې هم یواځي پۀ هم دې لاره کښې دی. تشدد د ډيکالونائزېشن پۀ پروسه کښې د فانون پۀ فکر څلور مهم اړخونه لري:

  1. د یو موجودیت پسند پۀ حېث فانون پۀ دې اند دی چې تشدد نوی انسان تخلیقوي. یو تور پوستی نائیجرین افریقن د مثال پۀ توګه، پۀ اروپائي امپېریلزم کښې د یو انسان پۀ ځای پۀ یو مادي څيز بدل کړی شوی دی. يواځي پۀ خپل حاکم باندې تشدد دی لۀ څيز نه انسان کوي.’د یو وطني (محکوم) د پاره ژوند يواځي د راغلي (حاکم) لۀ وروست شوي مړي څخه بیا راټوکېږي’. (For the native, life can only spring up again out of the rotting corpse of the settler.) او بل ځای زیاتوي چې ‘یو محکوم انسان خپله ازادي یواځې پۀ تشدد کښې مومي’.

ژان پال سارتر د فانون د کتاب The Wretched of the Earth پۀ مخکتنه کښې لیکي، ‘فانون دا خبره ډېره ښه صفا کړې ده چې د واکمنو تر فشار لاندې نۀ راتلونکی د یو محکوم سړي تشدد نۀ قهر دی، نۀ د وحشي جبلتونو را پورته کېدل او نۀ د کرکې اثر؛ بلکې دا د سړي د خپل ځان بیا تخلیق کول دي. یو محکوم سړی د خپلو مټو پۀ زور چې خپل حاکم شا ته تمبوي، د خپلو استعماري اعصابي ناروغیو علاج کوي. کله چې د یو محکوم سړي غصه ایښي، دی خپل معصومیت بیا مومي او خپل ځان بیا را پېدا کوي، پۀ هم دې نو دی پۀ تشدد کښې د خپل ځان تخلیق کوي.’

  1. د یو ارواپوه پۀ حېث فانون د محکوم انسان د پاره تشدد د نفس د تزکیې (catharsis) د پاره هم مهم ګڼي. پۀ دې حقله لیکي چې ‘د افرادو پۀ کچه، تشدد یو پاکوونکی قوت دی. تشدد یو محکوم سړی د احساس کمترۍ لۀ کشالې، لۀ سستۍ او مایوسۍ څخه ازادوي. تشدد انسان لۀ وېري بېباکه کوي او د ځان عزت پکښې را پېدا کوي’.
  2. د یو مارکسسټ قامپرست پۀ حېث فانون پۀ تشدد کښې د محکوم اولس د یوالي قوت هم ویني. پۀ دې حقله نوموړی زیاتوي چې ‘د تشدد عمل دوي پۀ خپل منځ کښې د یوې اٰلې پۀ حېث تړي. یو فرد د تشدد یوه کړۍ جوړوي پۀ یو لوی زنځير کښې. داسې دوي یو بل پۀ رسمیت پېژنوي او د راتلونکي یو نۀ تقسیمېدونکی قام جوړوي. وسلواله مبارزه خلق خوځېدلو ته چمتو کوي؛ پۀ یوه لاره، پۀ یو لور ئې غورځوي.’
  3. د یو سیاسي سترېټېجست پۀ حېث فانون تشدد یو ټولنیز حقیقت او عمل ګڼي. د فانون پۀ خیال تشدد پۀ عمل کښې پۀ دوو مرحلو کښې رامنځ ته کېږي – اوله مرحله ئې غېر منظمه وي چې د واکمنو پۀ ضد پۀ نسلي تعصب ولاړه وي. پۀ دوېمه مرحله کښې سیاسي او پۀ یوه سیاسي نظریه تکیه کوونکی یو منظم شکل اخلي. پۀ دوېمه مرحله کښې تشدد د خپل ټولنیز وجود پۀ حقله د یو ټولنیز شعور پۀ منځ ته راوړلو کښې بریالی کېږي، چری چې وګړي پۀ یو ټولنیز انداز ځان د ‘څیزوالي’ لۀ وجوده د ‘ځانوالي’ تر وجوده رسوي.

باچاخان او عدم تشدد

باچاخان پۀ خپل ژونداو چاپيریال کښې چې پۀ اول ځل د خپل وجود او د خپل قام د وجود پۀ حقله شعوري سترګې پرانیزي نو قام او خاوره ئې پۀ ډېر نزدې وخت کښې پېرنګو پۀ داسې توره پۀ منځ پرېکړې وي چې نۀ خپل پرېکړي وجود (بر) ته لاره مومي او نۀ چې لۀ چا سره تړل شوي وي (هند) ته لاره مومي. بر وجود ئې پۀ دې خو ازاد وي چې هلته پېرنګی نېغ پۀ نېغه واکمن نۀ وي، ځکه نو پکښې پۀ دې وخت د پېرنګو پۀ ضد داسې خوځښت نۀ وي. پۀ هند کښې د پېرنګو پۀ ضد روانو سیاسي مبارزو ته پۀ داسې حالت کښې ځان رسوي چې لۀ داسې قسم سیاست سره ئې لا خپل اولس اشنا نۀ دی. اول ځل خو د یو وسله والې مبارزې هڅه کوي خو ډېر زر د خپل قام او د چاپېریال لۀ وجوده دا الهام اخلي چې د عدم تشدد لاره خپله کړي. پۀ کوم وخت کښې چې دی خپل اپروچ بدلوي، داسې برېښي چې دی تر اوسه لا د هند پۀ سیاست کښې د عدم تشدد د سیاسي ډسکورس نه خبر هم نۀ وي. ګاندهي پۀ دې وخت کښې پۀ جنوبي افریقه کښې وي او ټالسټائي سره ئې د خطونو سلسله هم تېره شوې وي او باچاخان د دېوبند لۀ مذهبي قامپرست اپروچ څخه رڼا اخستونکی، خپل چاپېریال لولي او د عدم تشدد پر بڼسټ د ‘انجمن اصلاح الافاغنه’ یو تنظیم جوړوي چې وروسته پۀ ارتقاء کښې پۀ خدائي خدمتګار تحریک کښې بدلېږي. باچا خان تر یو تهیوریسټ زیات د عملي مېدان سړی ؤ. پۀ دې هغه لۀ فرانټز فانون څخه پۀ خپل شخصیت کښې توپیر لري خو فانون چې پۀ تشدد کښې پۀ کوم ډول نوی انسان تخلیق کول غوښتل، هغه باچاخان پۀ عدم تشدد کښې د خدائي خدمتګار تحریک پۀ شکل کښې را پېدا کړو. دې نه باید د باچا خان لوی نقاد هم انکار ونۀ کړي چې هغۀ چې د عدم تشدد پر بڼسټ ولاړ تحریک کښې کوم پښتون را پېدا کړ، دا یواځي دا نۀ چې د پښتنو پۀ تاریخ کښې نوی ؤ بلکې د نړۍ پۀ کچه ئې هم مثال نشته. دا بېله خبره ده چې هغه دې نوي تخلیق شوي پښتون ته پۀ مثبت نظر ګوري کۀ پۀ منفي، خو دا حقیقت دی چې پۀ عدم تشدد باندې خلق د یو اٰرمي پۀ شکل کښې منظم کول نۀ ټالسټائي کړي وو نۀ ګاندهي او نۀ مارټن لوتهر کنګ – پۀ پښتنو کښې د عدم تشدد نه د را پېدا شوي پښتون نوشت یا جدیدیت پۀ دې څرګند دی چې مونږ چې د ټالسټائي، مارټن لوتهرکنګ او منډېلا عدم تشدد ته ګورو نو د عیسٰي علېه السلام د تعلیماتو پۀ رڼا کښې عدم تشدد خپل اولس ته زیات قانع کوونکی برېښي. ګاندهي لۀ یو سبزي خوړونکې ټولنې سره تعلق لرلو، د بودها او مهاویر مذهبي عدم تشدد پۀ سیاسي پړاو کښې پۀ کار راوستل دومره ګران کار نۀ ؤ؛ خو باچا خان د مسلمانانو یو قبائیلي ټولنې ته مخ ؤ، چيرې چې بدل د مذهبي قصاص، جنګ د اسلامي جهاد پۀ رڼا کښې د یوې کلکې عقیدې شکل اختیار کړی ؤ. لۀ دې عقیدو سره تړلي اقدار د خدائي خدمتګارو پۀ ټولنه کښې مکمل اپوټه کړی شو. کۀ پۀ پښو ولاړ وو نو پۀ سر ودرول شول او کۀ پۀ سر ولاړ وو نو پۀ پښو.

د خدائي خدمتګارو پۀ دې حقله مثالونو د تاریخ پاڼې ډکې کړې دي. مونږ به ئې د یو دوو مثالونو ذکر وکړو. یو خو د عبدالغفار یو خدائي خدمتګار هغه قصه ده چې باچاخان ئې پۀ خپل کتاب کښې ذکر کړی دی چې فوځ ئې کور ته داخلېږي، د سرتورو بې عزتي ورله کوي، دی ټوپک راخلي خو وروسته لۀ باچا خان سره د عدم تشدد کړی لوظ وریادېږي نو پۀ فوځیانو د ډز کولو پۀ ځای ځان وژني. دا عمل کۀ څۀ هم د باچاخان د ورکړي عدم تشدد پۀ ضد ؤ خو لۀ دې نه دا ضرور معلومېږي چې د تشدد لۀ ذهنیت نه وتل خدائي خدمتګاري لۀ خپل پوست څخه وتل وو. دا زاړۀ اقدار پرېښودل لۀ خپلې څرمنې نه د ځان ویستلو برابر وو. بل د وطني چاچا هغه قصه ده چې رهبر تحریک خان عبدالولي خان ئې د کوهاټ پۀ یوه جلسه کښې غونډې ته کوي – چې پۀ کوهاټ ضلع کښې یو ټوقمار ؤ چې وطنی چاچا به ئې بللو. خان وائي چې یو ځل هغه زمونږ جلسې ته راغلی ؤ نو وې ما ته هم تقریر راکړئ. وې مونږ ورله موقع ورکړه چې خلق به و خندوي خو هغۀ پکښې د مطلب خبره وکړه. وائي چې وطني چاچا وئېل چې زۀ به هر اختر له د خان بهادر قلي خان حجرې ته تلم، هلته به مې خلق خندول نو هغۀ به راله دوه روپۍ راکولې. چې کله خدائي خدمتګاري راغله نو زۀ د کلي صدر شوم، د خان حجرې ته بیا نۀ تلم؛ نو خان یوه ورځ راپسې حال راولېږلو چې هلکه ډمه! تۀ ولې حجرې ته نۀ راځې؟ وېل، ما ورته وئيل چې خانه خولۀ سمه خوځوه! تر اوسه تۀ د سرکار خان بهادر وې او زۀ وطنی ډم وم؛ اوس تۀ د سرکار خان بهادر یې او زۀ د قام صدر یم – اوس به تۀ زما سلام له راځې، زۀ به دوه روپۍ درکوم.[1] د قصې تر حده خو دا یوه وړه غوندې قصه ده خو څوک چې د پښتنو لۀ قبائیلي ژوند سره اشنا وي، د یو ډم دا ځواب د ټولنې د بدل شوي نفسیاتو ډېره ژوره عکاسي کوي. د عدم تشدد پر بڼسټ ولاړ خدائي خدمتګار تحریک د وطن د زمکني بې وزلو(د فانون پۀ اصطلاح کښې (The Wretched of the Earth) تحریک ؤ چې پکښې هر ډم او هر بزګر د سرکار ساتلو خانانو د کبرژن درشل جرړې راښکې.

یو خدائي خدمتګار د یو نوي انسان پۀ حېث ثابتول زما پۀ خیال هېڅ دلیل ته اړتیا نۀ لري. کوم خلق چې عدم تشدد مني هغوي ته هم یو خدائي خدمتګار د نوي قسم اقدارو څخه راټوکېدلی انسان ښکاري او د عدم تشدد ناقدین هم یو خدائي خدمتګار د پښتنو د قبائلي کلتور پۀ ضد یو تخلیق ګڼي.

اوس به مونږ دې ته راشو چې د نوي انسان د تخلیق دا دوه متضاده سرچینې، یا د ډيکالونائزېشن پراسس پۀ نائیجېریا او پښتونخوا کښې متضاد ولې ؤ؟ هغه کنټکسټ ته پاملرنه پۀ کار ده پۀ کوم سیاق او سباق کښې چې د ډيکالونائزېشن پۀ پراسس کښې دوه متضاده غوندې اپروچ منځ ته راځي.

 

یو مرام او بېلې لارې:

دومره خبره خو جوته ده چې د سپین پوستو یورپینو لۀ تور پوستو افریقنو سره پۀ لویه پېمانه اړیکې د پېرنګو او پښتنو تر مخامخ کېدلو وړاندې شوې وې. د پېرنګو لۀ پښتنو سره تر مخامخ کېدلو وړاندي تورپوستي افریقن د غلامۍ د مشهورې دورې پۀ زنځیرونو تړلی شوي وو. د استثمار اثر چې لا پر برصغیر پرېوتلو، لۀ لائبریا بغېر ټول افریقه بر اعظم اروپائي اتحادیې تر خپل تسلط لاندې کړی ؤ. فرانټز فانون چې باقاعده سیاسي عمل ته راځي، تر دې وړاندي د افریقې پۀ مختلفو ریاستونو کښې د قامپرست او سوشلسټ اپروچ پۀ ذریعه د ډيکالونائزېشن شعور اولسي بڼه خپره کړې ده. د برطانوي استثمار لاندې پۀ ګانا ریاست کښې د کوامي نکرومه د کنونشنل پیپلز پارټۍ قامپرست سیاست، د پرتګال تر تسلط لاندې پۀ ګينه ریاست کښې د امیلکار کابرال قامپرست ګوند پي.ای.اٰئي.جي.سي. (African Party for the Independene of Guinea and Cape Verde) او د فرانسوي استثمار د نائیجېریا ربړېدلی اولس د نېشنل لبرېشن فرنټ پۀ اولسواله مبارزه کښې د فرانټز فانون تر راتګ وړاندې مشغول وو. مونږ کۀ د دې درې واړو مزاحمتونو د لویو موضوعاتو (themes) او سرخطونو یو تقابلي جاج واخلو لکه د نکرومه ‘د پان افریکانزم د وجدان پارونه’ (Pan-Africanism and Consciencism)، د امیلکار کابرال ‘د ذهن د بیا افریکن کول’ (Re-Africanization of the mind) او ‘سرچینو ته ستنېدل’ (Return to the Source) د اېف اېل اېن اولنی تهیوریسټ او د فرانټز فانون استاذ د ایمي سیزر (Aimé Césaire) ‘د استثمار او شی کول’ (Colonization= Thingification) – لۀ دې نه داسې برېښي چې د دې پوهانو د ډيکالونائزېشن هڅې بنیادي طور د تور پوستو هغه تشخص ته مخامخ وې چې واکمنو جوړ کړی ؤ. د واکمنو پر تور پوستو تپل شوی د نیګرو (Negro) تشخص د تور پوستو د خپل ځان د خپل وجود د لیدلورۍ هغه زنځیر ؤ چې د دوي اقتصادي، سیاسي او کلتوري وجود ئې معرفي کوي. د ایمي سیزر پۀ خیال تر څو چې د هغوی پۀ دماغ کښې د ذهن دغه انسټال شوی پروګرام مات نۀ کړی شي، تر هغه پورې ئې د سیاسي او قامي وجود یو خپلواک تعمیر ممکن نۀ دی. د نیګرو لۀ تشخص سره د غلامۍ، تیارې، ګناه، ګند، بزدلۍ، لاعقلیت، لا وجدانیت او د انسان د ارتقاء ځنګلي پړاو تړلی ؤ. پۀ هم دې د دغه تشخص پۀ ماتولو کښې د دې ټولو سیاسي پوهانو پۀ اپروچ کښې د تشدد عنصر مهم رول لري. پۀ دې کښې شک نشته چې نکرومه د عدم تشدد د مثبت اېکشن پلوي او د ګاندهي ډېر مداح ؤ او لۀ فرانټز فانون سره ئې سخت اختلاف هم کړی ؤ، خو پۀ نائیجېریا کښې د فرانس د اٰرمي د تشدد ورځ پۀ ورځ زیاتېدنه، د افریقې پۀ صحرا کښې د فرانس د نیوکلئیر تجربه، د کانګو د قامپرست مشر پاټریس لومومبا (Patrice Lumumba) وژنه او د شارپیویل قتل عام د هغۀ عقیده هم پۀ عدم تشدد باندې کمزورې کړه. کابرال کۀ څۀ هم د نکرومه فکري ملګری او د یو پارلېماني جمهوري ګوند مشر ؤ خو بیا ئې هم د نائیجریا د وسلوالې مبارزې پۀ کلکه ملاتړ کړ.

دې بل اړخ ته د واکمنو پېرنګو د استثمار پۀ ضد د باچا خان او خدائي خدمتګارو د عدم تشدد مبارزه هم داسې برېښي لکه څنګه چې د افریقنو مزاحمتي نظریاتي دریځ د هغوي د هغه تشخص پۀ رڼا کښې را منځ ته کېږي کوم تشخص چې پۀ استثماري فرېم کښې جوړېږي او پر تور پوستو تپل کېږي – داسې د خدائي خدمتګارو د ډيکالونائزېشن هڅې هم هغه تشخص ماتوي کوم تشخص چې پۀ هم هغه استثماري فرېم کښې جوړېږي او پر پښتنو پۀ جبر تپل کېږي. د افریقنو او د پښتنو د اپروچ توپیر ما ته داسې برېښي لکه د دې تپل شوي تشخص د توپیر پۀ وجه وي. مونږ کۀ اوس د پښتنو د دې تشخص پۀ عکاسي کولو کښې د پېرنګو پۀ لیکنو پسي پېل وکړو، خبره به نوره ډېره اوږده شي. د لنډیز پۀ توګه دومره وئیل به کافي وي چې د پېرنګو پۀ لیکنو کښې د پښتنو تشخص پۀ داسې واضح او متفقه انداز پۀ کوم انداز چې سپین پوستي د تور پوستو تشخص جوړوي، نۀ ښکاري – هغه پۀ دې چې د پېرنګو لۀ پښتنو سره مخامخ کېدل پۀ بېل بېل ډول شوي دي.

اېلفنسټن پۀ 1808 کښې کابل ته د ایسټ انډیا کمپنۍ د یو استازي پۀ حېث ځي چې د نپولین پۀ ضد لۀ افغانستان سره د برطانوي راج یوه اتحادیه جوړه کړي. پۀ دې ئې د افغانانو عکاسي لۀ الېګزنډر برنیس څخه توپیر لري کوم چې د یو جاسوس پۀ حېث د شاه شجاع پۀ وخت کښې پۀ کابل کښې مېشت دی او هم هلته کښې د افغانانو پۀ لاس وژل کېږي. چارلس مېسن کۀ څۀ هم د الېګزنډر برنیس د وخت افغانستان لولي خو د یو فرد پۀ حېث د پښتنو سره مخامخ کېدل ئې د یو سیاح او کاروباري مېلمه پۀ حېث کېږي، ځکه د پښتنو کلتور ته د سر جارج کننګهم او اولف کېرو پۀ سترګه نۀ ګوري کوم چې پښتنو ته د هغوي د بادارانو پۀ حېث مخامخ وو. خو کۀ بیا د دې پېرنګو پۀ لیکونو کښې سړی د پښتون تشخص پۀ حېث متفقه اجزاء راخلي نو بدل، پرې جنبې، تربورګلوي، غېرت، مېړانه، جاه پرستي، مال پرستي او مېلمستیا پکښي څرګند موضوعات معلومېږي.

پېرنګو کۀ څۀ هم اول خو افغانانو ته پۀ یو وحشي قبائلي، چائلډش او بېوقوف نظر کتل خو پۀ جنګ کښې لۀ ورسره مخامخ کېدلو پس ئې یا د سکندر بچي او یا اروپائي غوندې اٰرین وګڼل د چا پۀ ضد چې ماته لږ پۀ اسانه پۀ حق ثابتېدلې شوه. د پښتنو د غرور، نسلي افتخار، جنګي او بې خوفه انځورکشۍ بنیادي طور د پېرنګو د جیو-سټراتېژیو چوکاټ کښې وه. د استثمار او کالونائزېشن تر حده، پېرنګو ته نفس هند محترم ؤ خو د پښتنو خاوره هغوي اول د نيپولین بیا د روس د مخنیوي پۀ خاطر پۀ پام کښې لرله. پۀ دې ئې پۀ تشخص کښې د جنګ فطرت نور هم رومانوي کوۀ. د ډیورنډ لۀ کرښې راښکلو پس خو د لر افغان سیمه اوس د هند برخه وه او د هغوي پۀ کنټرول کښې وه. دوی هغوی د هند نه تر بشپړه بېل غوندي قانون لاندي ساتل. دې پښتنو ته نه د هند غوندي د سیاست کولو اجازت وو او نه ورته د هند غوندي د تعلیم انتظام ورکول شو. بیا ئې دا سیمه هم پۀ درې برخو کښې تقسیم کړه، ګني هغوي خو پۀ وړو ریاستونو کښې تقسیم هند تر یو قانون او یو نظام لاندې راوستی ؤ. بیا ئې پکښې د پښتنو غرڅنۍ سیمه د ازادۍ پۀ نوم پۀ یو داسې رنځ کښې مبتلا وساتله چې هند ته به ئې لا هم د دېوانو د یو تور کوهي پۀ حېث مخې ته کوله چې کۀ زۀ اخوا کېږم بو دې خوري.

د پښتنو جنګي فطرت، د پښتنو متشدد غوندې قبائيلي انداز سیاست پېرنګو ته تاواني پۀ دې نۀ ؤ چې هغه د روري سټیوارټ (Rory Stewart) خبره چې پۀ مېدان کښې کۀ به څۀ هم پېرنګیانو ماتې وخوړه خو جنګ به هغوي ګټلو – هغه پۀ دې چې د جنګ نه بغېر د پښتنو سردارانو، ملکانو او ملیانو رایې اوس هغوي پۀ قیمت اخستل زده کړي وو. د زرو پۀ کومه وسله چې پیر روښان او خوشحال خان خټک مغلو وهلي وو او دوست محمد خان ته سکهانو لارې بندې کړې وې، پېرنګي د خپلو جنګي تجربو نه پس پۀ هم هغه وسله تر هغوي زیات یقین وکړ، ځکه چې دا تجربه ئې هم وشوه چې پۀ جنګ کښې هغوي هم سرونه بائیلود او هم زر، خو پۀ دې طریقه کښې سرونه هم بچ دي او زر هم لږ لګي. ولي خان د سر ولیم بارټن لۀ دستاوېزاتو نه را نقل کوي چې ‘د لارډ کرزن د وائسراېتوب دور کښې د کال 1899 نه تر 1905 موده کښې څۀ مهم او درانۀ مهمونه نۀ وو پېښ شوي. دۀ پۀ دې خبره نوم وګټلو چې پۀ خپل ټول دور کښې ئې پۀ سرحد کښې د سرکوبۍ پۀ کاروایو صرف دوه لکهه پینځۀ څلوېښت زره پونډونه خرڅ کړي وو حالانکې د دۀ د رارسېدو نه اګاهو پینځو کالو کښې پۀ سرحد کښې د سرکوبۍ پۀ کاروایو پینځۀ څلوېښت لکهه پونډونه خرڅ شوي وو.’

د پېرنګو پښتنو ته د غېرت پۀ رڼا کښې جوړ کړی رومانوي جنګي انځور د هغوي پۀ ضد ځکه نۀ تمامېدو چې د ځان د پاره هغه پۀ بیعه اخستل اسان وو خو د بل )روس( د پاره ئې جنګي ساتل مهم وو. د جنګ، بدل، غېرت او اسلام پۀ نامه چې بیا دغه تشخص د پېرنګیانو وارثانو پۀ کوم انداز استعمال کړ، تر تاثیر ئې اوس لا هم پښتون افغان نۀ دی وتلی.

د باچاخان او خدائي خدمتګارو عدم تشدد د دوو سنډاګانو لۀ ستراتیژیو نه افغان پۀ امان ساتل وو. ‘عدم تشدد مونږ ته پۀ ډېره لوړه کچه خو پۀ دې تر اوسه لا څۀ را نۀ کړ’، چې د پردیو د ستراتیژیو، یو اړخ ته د مذهبي تشدد رومانویت او پېسې، بل اړخ ته د کمیونزم د تشدد رومانویت او پېسو افغان اولس د منظمو قوتونو پۀ ذریعه پۀ لوړه کچه لۀ عدم تشدد نه لرې کړو، ګنې دومره څۀ ئې ضرور راکړل چې د دې خاوري پۀ تباهۍ کښې تشدد پۀ مذهبي بڼه کښې هم څرګند شو او د کمیونزم پۀ بڼه کښې هم، یواځې پرې قامپرست دریځ د لونګ کرلو خوب ویني.

مونږ کۀ د لڼديز پۀ توګه یو ځل بېرته خپلې موضوع ته ستون شو، د شوي بحث پۀ رڼا کښې دا پۀ اسانه وئیلی شو چې باچا خان او د خدائي خدمتګار تحریک مشرانو د پښتنو پۀ قوت، ننګ او مېړانې هېڅ شک نۀ لرلو خو هغوي ته کشاله دا وه چې پښتانۀ غلامۍ ته لۀ جنګونو ګټلو پس ننوتي دي. هغوي پۀ خپل زمان او مکان کښې پۀ دې نتیجه رسېدلي وو چې پښتنو لوی لوی سلطنتونه خو جوړ کړي دي خو د خپلو پرو جنبو، ذاتي غرضونو او قبائلي نفسیاتو پۀ وجه ئې هغه ټینګ نۀ دي ساتلي. هغوي پۀ خپل زمان او مکان کښې ځان خو محکوم ګڼلو خو د محکومیت وجه یواځې د پېرنګیانو زور او دبدبه نۀ وه بلکې د پېرنګیانو د شطرنج د سیاسي لوبو هغه زنځیرونه وو چې د پښتنو لۀ خپلو نفسیاتو نه ئې ورته جوړ کړي وو. عدم تشدد پۀ دې د پښتون خپل نفس ته کوزېدل وو. د باچاخان لۀ عدم تشدد نه را ټوکېدلی نوی انسان خدائي خدمتګار، د یو نوي کلتور پۀ حېث د پښتنو د سیاسي وجود برخه شو. مونږ کۀ د باچا خان او خدائي خدمتګارو کنټکسټ پۀ پام کښې ولرو، د فرانټز فانون لۀ تشدد نه دلته د یو نوي انسان راټوکېدل ممکن نۀ ښکاري بلکې دۀ پۀ خپله پۀ خپل کنټکسټ کښې هم ډېر د اعصابو ناروغۍ سټډي کړې چې د مزاحمتي تشدد پۀ وجه وې.

    1. Ahlman, Jeffrey S. 2010. “The Algerian Question in Nkrumah’s Ghana, 1958–1960: Debating “Violence” and“Nonviolence” in African Decolonization.” Africa Today 66-84.
    2. Fanon, Frantz. 2004. The Wretched of the Earth. New York: Grove Press.
    3. 2019. Historical Speech Of Khan Abdul Wali Khan in Kohat 31st March 1987. March 22. https://www.youtube.com/watch?v=WgK5zDyRLl0.
    4. JHA, B. K. n.d. “Fanon’s Theory of Violence: A Critique.” The Indian Journal of Political Science 49 (3): 359-369.
    5. Jinadu, L. Adele. 1973. “Some Comments on Frantz Fanon and the Historiography of African Politics.” The Journal of Developing Areas 287-298.
    6. Mehdi, Syed Eesar. 2018. “Re-Inventing Kwame Nkrumah, Frantz Fanon and Amilcar Cabral’s Critique of Colonialism.” Humanities, Arts and Literature 537-544.
    7. Sartre, Jean-Paul. 2004. “Preface.” In The Wretched of the Eartch, by Frantz Fanon, Xliii-lxii. New York: Grove Press.
    8. خان, خان عبدالولي. ۱۹۹۳. باچاخان او خدائي خدمتګاري. Vol. ۱. ۴ vols. پېښور.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …