د پښتو د کتاب مفت تقسيم – مراد علي مراد

 د پښتو ژبې ډېر کتابونه چاپ کېږي خو څۀ معيار ئې نشته. نن وخت ډېر پوهان او ليکوالان داسې دي چې خپل ليک ته ئې معياري شکل نۀ وي ورکړے او چاپ ئې کړي. کتاب يوه زړه او تاريخي بڼه لري ـــ د پښتو ژ‌بې، اردو ژبې، انګرېزۍ ژبې، هندکو ژبې، فرانسیسوۍ ژبې، عربۍ ژبې او فارسۍ ژبې ډېر کتابونه چاپ کېږي او څۀ د چاپ پۀ مرحله پراتۀ دي خو زۀ اصل کښې پۀ دې چکر کښې يم چې هغه ورځ د سليم راز صاحب پۀ درناوي غونډه کښې پروېش شاهين صاحب ووئیل چې د پښتو ژبې کتابونه پۀ تېزۍ سره چاپ کېدل شروع شوي دي. دا څوک دې چې کتابونه چاپ کوي؟ بله خبره دا ده چې يو خوا شاعران او ليکوالان وائي چې مونږ بې وسه او بې روزګاره يو او بل طرف ته دوي کتابونو چاپ کولو ته زور ورکړے دے، دا څۀ قيصه ده؟

مونږ خپل قدر پۀ خپله کم کړے دے چې کتاب مفت ډالۍ کوو ځکه مو کتاب پۀ دکان کښې څوک پۀ بېعه نۀ اخلي. کوم شاعر ادیب چې کتاب چاپ کړي نو مفت ئې تقسیموي، حالانکې د هغه شاعر/ ليکوال پۀ کتاب چاپ کولو ډېره خرچه شوې وي، ځان ئې پرې قرض دارے کړے وي، د خپلې ښځې او د خپلو بچو د خولې نه ئې نمړۍ شوکولې وي او کتاب ئې چاپ کړے وي ـــ بیا هم دغه کتاب واخلي او پۀ نورو خلقو ئې مفت تقسیموي. یو خو دې رویې سره د کتابونو د خرڅېدلو سلسله ډېره کمه شوه. یو سړے یو کتاب ولې واخلي چې کله ورته مفت ملاوېږي؟ دې مفت کتاب تقسیموونکي سره د کتاب د مفت اخستلو مطالبه کوونکي هم د کتابونو د نۀ خرڅېدلو لویه وجه ده. غټه تنخوا به اخلي، فضول خرچۍ به کوي، پۀ دوېمه ورځ به د ادبي خدماتو د پاره د چرسي د تیکو چکر وهي، پۀ نمائش به زرګونو روپۍ خرچ کوي خو پۀ کتاب به دوه پېسې نۀ ورکوي. بیا هغه لېکچرران، پروفېسران او ډاکټران خو ډېره زیاته بې انصافي کوي چې د پښتو ژبې پۀ سر تنخواګانې اخلي، خداے پرې دا احسان کړے دے چې د دۀ او د دۀ د بچو رزق ئې د مورنۍ ژبې پۀ خدمت لیکلے دے خو د کتاب مفت ترلاسه کولو د پاره به ئې طمعې پاللې وي!!!

یو خوا خو چې دوه شعرونه پۀ قافیه سم او درې غلط ولیکي او دوه پېسې وس ئې وشي نو کتاب به چاپ کړي او بل دا چې د داسې چا نظر پرې نۀ اخلي چې اصلاح ئې وکړي، بلکې د بې ځایه تعریفونو پۀ بوجو پسې به ګرځي. د کتاب چاپ کولو نه وړاندې د کوم مشر، پوهه استاد نه صلاح نۀ اخستلو هم زمونږ کتابونه دې معیار ته راوړل چې څوک ئې پۀ پېسو د اخستلو نوم پۀ خولۀ نۀ اخلي.

مونږ خپلو قلمونو او کتابونو ته ملامته یو. راځئ چې خداے او قران ته وګورو او خپل کتابونه مفت وېشل بند کړو او د کتاب حرمت وپېژنو.

راځئ چې دا پۀ ځان لازم کړو چې د هر څۀ نه اول خو به د خپلو لیکونو اصلاح د کوم پوهه شاعر ادیب نه کوو، دې نه پس چې کتاب چاپ کوو نو معیاري به وي، او چې کله یو معیاري کتاب چاپ کړو نو بیا به دا لوظ کوو چې مفت به ئې نۀ وېشو.

ادبي راپورونه

مراد علي مراد

نسته ادبي ټولنه

د نسته ادبي ټولنې مياشتنۍ غونډه پۀ توحيد اباد نسته کښې د حاجي کرامت شاه فراز پۀ حجره کښې وشوه. تلاوت عالم شېد فقير او نظامت خيال باچا خيال وکړو. مشاعره کښې ذکر شوو سره کرامت شاه فراز، انعام الله اختر، معراج خالد نستوال، عارف الله عارف، مرحم نستوال، احسان الله طوفان او نورو ګڼو مينه والو برخه واخسته.

قاسم علي ادبي ټولنه

د قاسم علي اپريدي ادبي ټولنې پۀ بندوبست د ارواښاد شاعر هېډ ماسټر سخي جان سخي اپريدي پۀ ياد کښې پۀ ګورنمټ هائي سکول زرغون خېل دره ادم خېل کښې يوه اهمه غونډه د ډاکټر شاه عالم اپريدي پۀ صدارت کښې وکړه. قاري مير حبيب اپريدے او فېروز خان صادق مشران مېلمانۀ وو او محمد حبيب اپريدے، فېصل وليد او د ارواښاد ملک غېرت خان اپريدي زوے ګوهر خان اعزازي مېلمانۀ وو. تلاوت قاري حضرت علي او نظامت مراد علي مراد وکړو. غونډه کښې د مرحوم سخي جان سخي روح ته د ايصال ثواب د پاره قران خواني او د مرحوم د مغفرت دپاره دعا وشوه. غونډه کښې د ذکر شوو نه علاوه حاجي محمد رسول اپريدي، ناصر اپريدي، بخت جمال اپريدي، ګل عمر عمر اپريدي، نور سعيد نور اپريدي، مکرم خان اپريدي، عتيق الرحمان عتيق جلبيوال، ماسټر ګل منیر، امان الله جنون، طاهر عزيز طاهر اپريدي او نورو ګڼو شاعرانو پېرزوئنې او د ستائېنې نظمونه وړاندې کړل.

شاهي بالا ادبي ټولنه

د شاهي بالا پښتو ادبي ټولنې پېښور مياشتنۍ غونډه د سيد زبېر شاه ساجد حجره کښې د سردار خان عزيز پۀ صدارت کښې وشوه. مشران مېلمانۀ لعل دار سحر ملاګوري او بختيار خان خېرخوا او اعزازي مېلمه عمر زمان عمر ملا ګوري ؤ. سيد زبېر شاه ساجد د تېرې غونډې روداد واورولو. تلاوت عبدالبصير فاني او نظامت عدنان اسد شاهان وکړو. مشاعره کښې خاکسار مومند، شېردل خان شعور، غلام رسول حېران، سيد علي عباس عباس، عزېز شاه، فياض خان او نورو ډېرو ملګرو برخه واخسته. پۀ دې موقع د "ملاګوري ادبي ستوري" د صدر باچاخېل ستم پۀ مرګ غمرازي، د مغفرت دعا او د ادبي خدماتو ستائېنه وشوه. د بهير خليل د ورارۀ پۀ مرګ هم غمرازي او د مغفرت دعا وشوه.

د ګل غني داد د کتاب مخکتنه

ګورنمټ پرائمري سکول نمبر2 شکردره کښې د ګل غني داد د پښتو افسانو د کتاب "رانغے سپرلے" د مخ کتنې غونډه د صفدر رياض فرهاد پۀ صدارت کښې وشوه او مشر مېلمه رياض طارق او تلاوت عاصم نديم وکړو. پۀ "رانغے سپرلے" ګل غني داد ته موجودو شاعرانو او ليکوالانو مبارکۍ ورکړې. نظامت احسان خټک وکړو. غونډه کښې شهزاد تبسم، طارق مسعود، زرباچا مجبور، باچاجان، مدثر خټک، ذاکر اکاش، اصف خان، اصغر حسېن او ګل غني داد برخه واخسته. پۀ غونډه کښې د ګل غني داد د ليکلې افسانو تعريف هم وشو.

طلوع ادبي څانګه

د طلوع ادبي څانګې جهانګيري کلي کرک مشر سېکتر محمد سعيد، نادم خټک د شاعرانو/ اديبانو نه غوښتنه کړې ده چې د جنورۍ 2015 ز نه تر ستمبر 2017 ز پورې موده کښې چاپ شوي د پښتو نثر او نظم او ترجمه شوي کتابونو ته به "فېض الله فېض ايوارډ" ورکولے شي. مصنفين دې د خپلو کتابونو پينځۀ پينځۀ کاپۍ پنځلسم ستمبر 2017 ز پورې مونږ ته راولېږي.

یادګیرنه: "پښتون" ته دا راپور د یادې شوې نېټې نه وروستو ترلاسه شوے. باید د کتابونو لېږلو اراده لرونکي "طلوع" ټولنې متعلقه مشرانو سره تماس ونیسي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …