د خدائي خدمتګارۍ مقصد ‘خدائي خدمتګاري: تجزیه او تبصره – ناظم سرفراز خان

 

پېښور، باچا خان ټرسټ رېسرچ سنټر، مارچ 2019، مخونه 28-20

د اول نه اول خو دا سوال پېدا کېږي چې د خدائي خدمتګارۍ شروع کولو څۀ ضرورت ؤ؟ يا دا خاکه د چا د فکر او تصور پېداوار دے؟ د دې سوال پۀ وضاحت سره د جواب ورکولو نه اول د پښتون قوم يوه ډېره مختصره نقشه راښکل ضروري ګڼم چې د پښتنو اٰئنده نسلونو ته د تحريک پۀ پس منظر پوهېدلو کښې څۀ مشکلات نۀ وي.

دا خبره د نړۍ ټولو پوهانو منلې ده چې د نړۍ د تاريخ پۀ پاڼو کښې د پښتنو پۀ شان بهادر او زړور قوم نشته. پښتون قوم د اعلٰي او قيمتي کردار خاوند دے. دۀ له خداے پاک داسې جوهر ورکړے دے چې د دنيا پۀ نورو قومونو کښې لکه د نمر ځلانده دے. پۀ تفصيل کښې نۀ ځم ولې چې زما مطلب د پښتون تاريخ بيانول يا ليکل نۀ دي بلکې زما غرض خو صرف د خدائي خدمتګار تحريک دے. د 1930 عيسوي پورې پښتون قوم د دې خپلو اعلٰي قدرونو سره د يو څو مرضونو د لاسه د کرکې او نفرت جوګه ؤ. باوجود د دې چې خداے پاک پښتون قوم او پښتنو له د جنت پۀ شان وطن ورکړے دے، پښتانۀ پۀ دې جنت کښې خيرن خيچن او پمن کوړن وو.

هغه مرضونه دا وو (1) جهالت، (2) خودغرضي. د دې دواړو مهلکو بيماریو پۀ وجه پۀ عامو پښتنو کښې بې اتفاقي وه. پۀ دوي کښې پرې جمبې وې، دشمنۍ او عداوتونه وو، تربګنۍ وې، غرض دا چې ټول پښتون قوم تار پۀ تار او دانه وانه ؤ.

چونکې د بې علمۍ، جهالت د مرض پۀ علاج کولو يا اصلاح کولو ډېر وخت لګېدو او پۀ دې باندې فخرِ افغان باچا خان، خان عبدالغفار خان مخکښې د 1910 عيسوي نه تر 1914 عيسوي پورې د ترنګزو د حاجي صاحب پۀ ملګرتيا کښې عمل او تجربه کړې وه. دا کار او دا سلسله پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې موجوده وه او چلېده. د دې نه علاوه ځینې نورې اخلاقي نسخې هم شته چې د دې مرضونو علاج کېدل پرې ممکن دي لکه مذهب يا قوميت او اولس والي.

د دې کارونو کولو پۀ لاره کښې لوے رکاوټ د انګرېز حکومت او بادشاهي وه. د انګرېزانو د بادشاهۍ زمانه هم ښه اوږده وه ګويا سل شپږ شلې کلونه ئې پۀ دې ملک حکومت شوے ؤ. پښتون قوم يعني مونږ د پېرنګيانو غلامان وو. غلامي ځان له د يو قوم پۀ حقله د ټولو مرضونو نه لوے او مهلک مرض دے. د بې علمۍ، خودغرضۍ، بې اتفاقۍ د لاسه ټول پښتون قوم ئې پۀ ژوندوني د ګور کړے ؤ. ځان ځان له، ټوکړې ټوکړې، جدا جدا او د يو بل نه بيل بيل ؤ. څومره چې يو قوم بې اتفاقه او بې علمه وي نو هغه هومره ئې مذهبي عقيده او د دين سره تړون هم کمزورے شي ځکه چې پۀ داسې حالت کښې پۀ غلام قوم کښې حوصله، زغم او د صبر ماده نۀ وي او حوصله او همت د مذهبي عقيدې دوه لويې جرړې او ځېلې دي. د کمزورې عقيدې د خاوند پۀ فطرت او روحانيت باندې تسلي نۀ کېږي، کله پۀ يو څيز پورې زړۀ تړي او کله پۀ بل څيز زړۀ ښۀ کوي. پۀ اخر کښې ماده پرستي ئې پۀ دماغ مکمله قبضه وکړي. دا حال د پښتنو ؤ، ټول پښتون قوم ايکي يو شان پۀ قسماقسم رسمونو او بې حسابه او نا اشنا رواجونو کښې بوخت ؤ. پۀ پرو جمبو کښې اخته شوے ؤ، تر دې حده پورې چې پۀ يو کلي کښې به دوه کندي يا دوه محلتونه وو، د دې دواړو به پۀ خپل مينځ کښې نالګي او ورانه وه بلکې کور پۀ کور دښمنې، غليمۍ او عداوتونه وو. د دوو تنو هم پۀ يوه خبره اتفاق نۀ شو راتلې او نۀ پۀ يو ځاے پۀ يوه دېره کښې کښېناستے شو. ټول پښتون قوم د تباهۍ او د ذلت کندې ته غورځېدلے ؤ. پښتون قوم داسې درجې ته رسېدلے ؤ.

دا يواځې پۀ اسلام پورې اړه نۀ لري کۀ مسلمان قوم وي او کۀ کافر خو چې بې علمه او خودغرضه وي، قانون قدرت د ټولو بنيادمو د پاره يو شان دے. د قومونو ژوند د کمال او زوال امتزاج او مرکب دے. يو طرف ته کمال دے او بل طرف ته زوال دے. ״هر کمالے را زوالے است״. د کمال ځان له شرطونه او اسباب دي. د زوال ځان له وجوهات دي. هر يو قوم کښې کۀ د کمال وي کۀ د زوال وي، ورو ورو تبديلي او انقلاب راشي. انقلاب پۀ حرف ‘کُن’ يا پۀ خپله نۀ پېدا کېږي. انسان د خداے پۀ مخلوق او پۀ ټول کائنات کښې سرخېل دے. خداے ورله د اشرف المخلوقات خطاب ورکړے دے. کله او څۀ وخت چې د بنيادمو يوه طبقه د هر څۀ واکداره شي او د کمزورې او بلې طبقې د خپل هم نسل مخلوق نه د څاروو او د ځناورو کار اخلي، غلامان ئې کړي، انسانيت ورله مسخ کړي. انسان له خداے پۀ ټولو مخلوقاتو او جمله کائناتو کښې د تغير او تبدل حق ورکړے دے، دا ټول اشياء د انسان مسخر دي، بې د انسان نه، د انسان د تسخير او د مسخر کولو او ذليل کولو انسان ته اجازت نشته. دا اجازت صرف هغه هستۍ ته دے او دا حق هغه ذات ته حاصل دے چې چا انسان پېدا کړے دے، د انسان نه مافوق البشر ذات دے. انسان د دۀ مخلوق او پېدا کړے دے او دا ذات ئې خالق دے چونکې د انسان دا د حرص او بدتميزۍ فعل د فطرت مخالفت دے ځکه چې الله خالق دے او انسان ئې مخلوق دے، بيا پۀ مخلوقاتو کښې اشرف المخلوقات دے. د خالق او د انساني مخلوق ترمينځه بله درجه نشته. کله چې د انساني مخلوق د يوې حصې، يا طبقې زوال د خپل اخري حد نه تجاوز وکړي او د انسانيت د مسخ کولو فضا جوړه شي بيا قدرت د دې حالت د بدلولو د پاره پۀ هغه با کمال او پۀ هغه رو به زوال قومونو کښې ځينې افراد پېدا کړي. د کمال حالت پۀ زوال د بدلېدو د پاره چې کوم افراد پېدا کېږي، هغه د انسانيت دشمنان او د شېطاني قوتونو اېجنټان وي او هغه افراد چې د خپل قوم د زوال حالت پۀ کمال بدلوي، دا کسان نېکان، مصلحان او عبدالرحمٰن بللے کېږي. هر کله چې د يو قوم اخلاقي حالت پرېوځي، ذليل او رسوا شي، د دنيا د نورو قومونو د ډلې او صف کښې ودرېدو سيال پاتې نۀ شي، سپک شي او پۀ ژوندوني ورک شي. دغه حال بېخي د پښتون قوم د زوال هم ؤ. ټول پښتون قوم پۀ نېستۍ ککړ ؤ، پۀ بده ورځ ؤ، هر ځاے چې پښتانۀ مېشته وو، خواروزار وو. پۀ ټوله پښتونخوا کښې يوه توره تيارۀ خوره شوې وه. تربور او عزيز خو پرېږده ورور د سکه ورور دښمن ؤ، چونکې د خداے قانون نۀ بدلېدونکے او اټل دے ״لا تبديل لکلمٰت الله״ د خداے قانون کښې تبديلي نۀ راځي.

د قانونِ قدرت مطابق الله پاک پۀ پرېوتي قوم کښې يو کس يا څو کسان راپېدا کړي چې دوي خپل سر، مال او خپل نور هر څۀ پۀ قوم داو کړي. خپل ځان او خپله ذاتي فائده او نور دنياوي مفاد شا ته کړي او صرف د قوم غم مخکښې کړي. داسې کس ته مصلح يا رهبر وائي. پۀ پښتون قوم کښې پۀ محمد زئ قبيله کښې د اتمانزو پۀ کلي کښې د هشنغر د ټولو خانانو مشر خان بهرام خان پۀ کور کښې دا ځوان خداے پېدا کړو چې مور او پلار ورله نوم عبدالغفار خان ايښے ؤ. د سياسي، قومي او مذهبي خدماتو پۀ صله کښې د فخرِ افغان خطاب ورله قوم ورکړے ؤ او عامو خلقو ورته باچا خان وئيلو او پۀ باچا خان مشهور ؤ، عبدالغفار خان د خپل پښتون قوم دا ذليل حالت، د غلامۍ دا سپک ژوند، ورسره غربت او جهالت محسوس کړو، پاڅېدو، ملا ئې وتړله، د ټولې پښتونخوا ګوټ ګوټ ته ئې ځان ورسولو، پۀ ټولو پښتنو لرو او برو وګرځېدو. پۀ مختلقو طريقو ئې د پښتون قوم د پوهولو کوشش وکړو. اول ئې پۀ مذهبي طريقه د قوم د اصلاح کار شروع کړو. د دې غرض پوره کولو د پاره ئې پۀ خواوشا کښې د مختلفو واعظانو او عالمانو سره رابطه جوړه کړه. پۀ دغه عالمانو کښې ماته دوه حضرات ياد دي. يو د ګلوزو محمدزو مولوي عبدالرؤف صاحب او دوېم د بوبک نومې کلي حاجي الحرمېن حضرت محمد يوسف صاحب وو. مولودونه به ئې کول او پۀ دې طريقه به ئې خلق راجمع کول. وعظ به ئې خلقو ته کولو، نظمونه او نعتونه به ئې وئيل او د امر بالمعروف او نهي عن المنکر دا سلسله ئې جاري کړې وه. کوم ناروا رواجونه چې پۀ پښتنو کښې وو، د هغې د نۀ کولو به ئې خلقو ته وئيل او د نېکو او ښو کارونو د کولو تلقين به ئې ورته کولو. پۀ ځان کښې د ښو اخلاقو د پېدا کولو پۀ اړخ به ئې ډېر زور ورکولو. دا کار خو پۀ ژبه هم کېدے شو، د خبرو پۀ ذريعه هم کېدے شو اګر چې دا طريقه د خلقو پۀ دماغ کښې انقلاب او څۀ نا څۀ تبديلي راوستلې شي خو بيا هم دا سرسري او سطحي طور اثر کوونکې طريقه ده. د دې نه علاوه د باچا خان اندازه دا وه چې بنيادي طور پښتانۀ به هله پوهه شي چې دوي تعليم وکړي. پۀ دوي کښې تعليم عام شي او تعليم يافته شي. د انګرېزانو د لاسه پۀ صوبه کښې مدرسې جوړې وې خو هغه ډېرې کمې او لږې وې، د قوم د ضرورت پوره کولو د پاره ناکافي وې، د دې مدرسو جوړولو نه د انګرېزانو منشا د خپل حکومت د چلولو د پاره د مشين پرزې تيارول وو چې انګرېزي حکومت پرې روان وي او چلېږي. نصابِ تعليم داسې ؤ چې پۀ هغې کښې د وطن مينه، د قوم محبت، د ازادۍ جذبه او د جهاد سپرټ لۀ سره وو نه او نۀ ئې دا جوهر پۀ لوستونکو کښې پېدا کولے شو. پۀ ډېرو نامساعده، ناموافقه او ناسازګاره حالاتو کښې باچا خان دوي پۀ ټوله پښتونخوا کښې ځاے پۀ ځاے اسلامي مدرسې او سکولونه جوړ کړل. د دې سکولونو باقاعده يوه ضابطه او سررشته وه او د يو ښۀ مربوط پروګرام لاندې چلېدل. څنګه چې د تعليم پۀ حقله د اوچتو او ترقي يافته حکومتونو انتظام او ضابطه وه. باقاعده د يو دم او سالانه امتحانونو انتظام ؤ. د پاس کولو د فېل کولو ښۀ معيار ؤ. د هر يو مکتب به خپل خپل مهتمم ؤ. د هغۀ مهتمم سره به د ارکانو کمېټي وه. د دې کمېټۍ ذمه واري او کار دا ؤ چې د مدرسې د استاذانو د ماهواري تنخواګانو، د سکول د ټاټونو، بورډونو، پوړونو، سياهۍ، رجسټرونو ضرورياتو پوره کولو د پاره به ئې چندې کولې. د اسلامي مدرسو دا جال پۀ ټوله پښتونخوا کښې خور ؤ پۀ تېره تېره د پېښور او د مردان پۀ ضلعو کښې ډېرې پۀ ډول او پۀ خوند چلېدې لکه چې مخکښې ذکر شوے دے، پۀ دې پروګرام کښې د باچا خان مضبوط او کلک ملاتړ د ترنګزو حاجي صاحب فضل واحد رحمة الله عليه ؤ. دا واقعات د 1914 عيسوي نه مخکښيني دي. د بدقسمتۍ نه پۀ 1915 عيسوي کښې انګرېزانو د حاجي صاحب د نيولو او ګرفتارۍ بندوبست کړے ؤ. د خداے احسان ؤ، د انګرېزانو د دې راز نه حاجي صاحب پۀ څۀ طريقه خبر شو او شپه پۀ شپه د ملکه لاړو چې سبا سترګو ليدل کول، دے بونير ته اوړېدلے ؤ. څو ورځې پس د بونير نه سوات ته لاړو. د سوات نه څۀ موده پس باجوړ ته لاړو او اخر د ساپو پۀ علاقه کښې پۀ قندهار ډاګ کښې لکړې نومې يو کلے ؤ، هلته ئې دېره ونيوله. بيا ئې دغه ځاے له نوم ״غازي اباد״ کېښودو. د مدرسو د انتظام بوج پۀ باچا خان زيات شو. پۀ دې خبره خو انسان پوهېدے شي چې پېرنګيانو پۀ هندوستان حکومت کولو او دا هله کېدې شوه چې خلق ناپوهه او جاهلان وي، ناپوهه قوم له حکومت ډېره زر او پۀ اسانه دهوکه ورکولې شي، د مذهبي خلقو پۀ خولۀ به ئې دا وئيل چې:

سبق د مدرسې وئ

د پاره د پېسې وئ

جنت کښې به ئې ځاے نۀ وي

دوزخ کښې به غوپې وئ

د وخت مليانو او علماو دې سره اتفاق وکړو بلکې د دې نه هم يو قدم مخکښې لاړل او فتوٰي ئې ورکړه چې چا د مدرسې سبق ووې نو اووۀ پېړۍ د تېرو شوو مشرانو، پلارانو، نيکونو به دوزخ کښې غورځولے شي. اووۀ د دۀ نه وروستو پشتونه به دروزخ کښې اچولے شي. د دې نه هر لوستونکے پۀ اسانه اندازه لګولې شي. پښتانۀ پۀ مذهب او اسلام ډېر زيات مئين دي. د دې دومره لوے بؤ او مذهبي غر نه څنګه اوړېدې شو. غالباً د باچا خان پۀ دې وخت کښې رابطه او تعلق د هندوستان اکثر لويو او مشهورو علماو سره ؤ خاص کر د امام الهند شېح حضرت محمود الحسن رحمة الله علېه مهتمم دارالعلوم دېوبند سره ډېر زيات ؤ. پېرنګيانو چې څۀ وخت عالمي اول جنګ وګټلو نو پۀ 1918 عيسوي کښې صلح وشوه. د هندوستان خلق پۀ دې طمع وو چې انګرېزان به مونږ له سياسي اصلاحات او مراعات راکړي ځکه چې دې جنګ کښې تقريباً دوه لکه هندوستانيان مړۀ شوي وو او پۀ لکهونو کسان ګوډ، شل، ړاندۀ او معذوره شوي وو. د هندوستان ټولې ذريعې انګرېزانو پۀ جنګ کښې پۀ کار راوستلے وې خو خلق متل کوي ״چې يوې ښځې خاوند ته وئيل چې ماله پوزې له نته راوړه، هغۀ ورته وئيل چې زۀ دې د پوزې پرېکولو پۀ غم کښې يم، تۀ رانه نته غواړې،״ دې انګرېزانو د اصلاحاتو او مراعاتو پۀ ځاے د يو قانون د نفاذ اعلان وکړو. دا قانون د ‘رولټ اېکټ’ پۀ نوم بللے شو او پۀ تعريف او تشريح کښې لږ څۀ کم د مارشل لاء ورور ؤ لکه څنګه چې مخکښې ذکر شوے دے چې د انګرېزانو نيت ښۀ نۀ ؤ خراب ؤ. د خلقو د نيولو او د ګرفتارولو د پاره ئې چل باندې کړو. حاجي صاحب پۀ څۀ ذريعه خبر شوے ؤ چې انګرېزانو د هغوي د ګرفتارۍ پروګرام جوړ کړے دے، هغه خو لاړو پښې ئې وویستلې، باچا خان ئې ونيولو، ګرفتار ئې کړو. د مخې سره ئې درې کاله سخت قېد کړو. پۀ دې زمانه کښې د انګرېزانو پۀ قانون کښې پۀ جېل مېنول کښې د سياسي قېدي او اخلاقي قېدي هېڅ فرق نۀ ؤ. يو شان کار به ئې پرې کولو او يو رنګ مشقت به ئې پرې کولو. ډېر سخت سخت مشقتونه وو. ״جګائي״ به ئې ورته وئيل د ډبل کاغذ جوړولو د پاره به ئې هغه مواد، مساله ورته خمبيره کول او لکه چې لېو له څوک خټه خوشتوي، پکښې به يعني کونال کښې به ګرځېدل. پۀ دې کښې به مېخونه ، ستنې او پنونه وو، پۀ هغو به د قېدي خوار پښې سورۍ سورۍ او غار غار شوې. چکۍ يعني مېچنې به ئې پرې اوړولې. اتلس سېره دانې سړي سر ئې اوړولې. کۀ لږ فرق به پۀ اوړو کښې ؤ، د نمبردار، ملازم، جمعدار يا د ګودام د بابو پۀ ګوتو به اوړۀ لږ هم ځيږ ولګېدۀ نو قېدي خوار له به ئې پېشي کوله او سزا به ئې ورکوله. يو بل خراب مشقت ؤ چې ״خراس״ به ئې ورته وې، دا د وچې او د مشين جرنده وه، سړو به ګرځوله. دغه شان د تېلو ګاڼۍ به هم بنديانو کولې لکه د غويانو به پرې تړلي وو. پۀ پرېړه به تاوېدل. دې سره به ئې ارټ هم پۀ قېديانو ګرځولو. د تېلو ګاڼۍ چې ״کولهو״ به ئې ورته وئيل. غرض دا چې ډېر غېر انساني سلوک به پۀ جېلونو کښې د قېديانو سره کېدو. د دنيا د عالمي جنګ يعني د جرمني او د اتحاديانو جنګ اوس اوس ختم شوے ؤ. د هندوستان خلق پۀ دې کار بې شانه زيات خفه شو ځکه چې پۀ خلقو کښې د اول نه سياسي شعور زيات شوے ؤ.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …