د ناظم سرفراز خان يو خط د مولانا عنايت اللّٰه پهٔ نوم

د ناظم سرفراز خان يو خط د مولانا عنايت اللّٰه پهٔ نوم

ډېره اسماعيل خان خان سنټرل جېل،  16 جنوري 1964ز

حضرت مولانا محمد عنايت الله صاحب!

عمر دې ډېر شه!

السلام علېکم وعليٰ من لّديکم.

د خداے پاک ډېر لوے فضل، رحم، کرم او احسان دے. ستاسو د ګرانو، خُوږمنو د خُوږ ژوبل زړونو، د لويو صفا سينو، د پاکو مبارکو خولو، د پستو خوږو ژبو او د مستجابې دعا تاسير او برکت دے، زۀ بالکل روغ جوړ يم ـــ صحت مې ښۀ دے. ما سره دلته د ډېره اسماعيل خان پۀ سنټرل جېل کښې تقريباً څۀ کم درې سوه کسان د دواړو ضلعو پېښور او مردان زمونږ مسافر سیاسي ملګري وروڼه پۀ خېريت سره دي. ستاسو خېريت د لويو وړو، د نامدار خان د ښځو سړو هر وخت د خداے تعاليٰ نه ښۀ غواړم. د نامدار خان د مرګ د تعزيت او همدردۍ خط ما ته راورسېدو، ومې لوستو او اکثر خدائي خدمتګارانو وروڼو ته مې واورولو. الحمدلله چې تاسو لۀ خېره جوړ يئ، صحت مو ښۀ دے.

د نامدار خان مرګ، خصوصاً او د هر يو خدائي خدمتګار مرګ عموماً د پښتون قوم همګي تاوان دے ځکه چې د هر يو خدائي خدمتګار ژوند او وجود اوس د ټولې پښتونخوا لويه خزانه او پنګه ده. دا دماغونه، دا زړونه پۀ ظاهره مات ګوډ کالبوتونه لېکن پۀ معنيٰ کښې هر يو ځان ځان له د قومي جنګ ازادۍ ننګ او ناموس مکمل هيرو(Hero) دے.دا د انګرېزۍ لفظ دے، هغه “بهادر زلمي” ته وائي چې د قومي عزت، ازادۍ او وقار د سربلندۍ پۀ لړ کښې ئې پۀ تاريخ کښې اوچت مقام حاصل کړے وي. تاسو چې د کوم خانزاده متعلق ليکلي دي،واقعي ښکلے زلمے دے؛ ولې د خوش قسمتۍ نه د حافظ او…….. پۀ ټېل کښې راغلے دے. شايد چې رو به نۀ شي، نور بۀ هم ګړندے شي. د عبدالرشيد پۀ ذريعه به ستاسو د روغ جوړ نه خبرېدلم، هغه ذريعه کټ شوه. اميد لرو چې مونږ به د ياد نه نۀ وباسئ. دوېمه لفافه به ورسره رالېږئ چې زۀ پرې جواب درلېږم. ستاسو د خاندان ټولو لويو ته مې سلام او وړو ته مينه عرض ده.

والسلام

سرفراز خان (سياسي قېدي)

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …