د افغانستان د تاریخ مهم خصوصیات – بهاء الدین مجروح

 

 

ميشله، لوى تاريخ دان چې شاعر هم ؤ، وئیل به ئې ‘فرانس يو شخص دى’ – حق د هغۀ پۀ طرف ؤ، مګر ايا دا مشهوره فقره څۀ ابتکار هم لري؟ ايا دا ثابته نۀ ده چې هر هېواد، هر ملت خپل مخصوص شخصيت لري؟ داسې يو شخصيت چې زيات يا کم برجسته وي، ډېر يا لږ ابتکار پکښې وي، زيات يا کم متوازن وي، ډېر يا لږ موافق وي – مګر پۀ هر صورت داسې يو شخصيت وي چې همېشه وجود لري. پۀ دې شان هر وخت چې مونږ لۀ يو نوي هېواد سره اشنا کېږو، زمونږ موقعيت د دې سره شباهت لري، لکه چې مونږ غواړو د يو نوي فرد سره اشنا شو. مونږ فوري او پۀ غېر ارادي ډول لۀ ځانه دا پوښتنه کوو، د دۀ مهم خصوصيات څۀ دي؟ هغه خصوصيات چې د دۀ شخصيت پرې بنا‌ء دی او دى لۀ نورو څخه جلا کوي؟

کله چې زۀ د لومړي کرت د پاره پۀ کال 1945 کښې افغانستان ته راغلم، ما طبعاً دا پوښتنه لۀ ځانه څخه وکړه او هر څومره چې ما هڅه کوله دې سوال ته ځواب پېدا کړم، پۀ هم هغه اندازه زۀ پۀ يو داسې تعجب کښې ډوبېدم چې پۀ ما کښې ئې ځينې پخوانۍ خاطرې راژوندۍ کولې. زما د زلميتوب د وخت خاطرې؛ د هغه عصر خاطرې پۀ کوم کښې چې د هغه وخت دوه لوي قدرتونه فرانس او المان يو لۀ بل سره پۀ مجادله کښې وو او د دې تراژيکي مجادلې لۀ هنګامې څخه دنيا ډکه وه. زما د نسل اشخاص چې پۀ هغه وخت کښې زلمي وو، حوادثو دې ته مجبورول چې د فرانس او المان پۀ مهمو خصوصياتو فکر وکړي. څۀ رنګ چې به وئیل کېدل چې دا دواړه هېوادونه پۀ هر څۀ کښې سره يو د بل ضد دي، مګر پۀ حقيقت کښې دواړو مشترک مهم خصوصيات درلودل.

لومړى: دواړو هېوادونو يو اوږد تاريخ درلود، پخوانۍ ملي عنعنه؛ او دواړو لۀ ډېر پخوا څخه دولتونه تشکيل کړي وو چې دوي پرې افتخار کاوۀ.

دوېم: دواړو طبيعي سرحدات درلودل، پۀ دې سرحداتو باندې همېشه فکرونه موافق نۀ وو. مثلاً ځينې خلقو به وئیل چې فرانس او المان سرحد ‘وزژه Vosges’ پۀ منطقه باندې تېرېږي او نورو به وئیل چې دا سرحد د ‘Rhin’ سيند دى. مګر پۀ دواړو نظريو کښې پۀ دې اساس هېڅ شک او شبه نۀ وه چې طبيعي سرحدات شته.

او بالاخره ژبه موجوده وه. د المان خلق طبعاً پۀ الماني غږېدل او د فرانس خلق طبعاً پۀ فرانسوي. دا عمومي او تغير ناپذيره خصوصيات زما د زلميتوب د وخت پۀ نظر داسې ښکارېدل لکه د طبيعت قانون؛ ځکه چې پۀ يورپ کښې ډېر نور هېوادونه وو چې دا خصوصيات ئې درلودل، لکه ايټاليا، اسپانيه، انګلستان….

څۀ رنګه زۀ متلفت شوم چې زما پۀ سيستم کښې يو نقص ؤ چې زما اساسونو ارزښت نۀ درلود، مخصوصاً د ټولو هېوادونو پۀ باره کښې ئې صدق نۀ کاوۀ. خپلې اشتباه ته زۀ هغه وخت متوجه شوم چې سويس ته لاړم. دفعتاً پۀ ډېر تعجب ما کشف کړل چې سويس د نورو هېوادونو پۀ شان نه ؤ.

لومړى: د سويس ملي تاريخ دومره پخوانى نه ؤ لکه د ګاونډو هېوادونو – پۀ هغه وخت کښې چې د فرانس پۀ تاريخ کښې داسې نومونه لکه ‘ورسنژبتوريکس Vereingetorix’ يا ‘کلوويس Clovis’ يا ‘سنت لوىس Saint-Louis’ وو، سويس هېڅ وجود نۀ درلود.

دوېم: د دې هېواد سرحداتو يوه برخه بالکل طبيعي نۀ وه، مخصوصاً د مشرق او جنوب خوا ته دا سرحدات واقعاً د طبيعت ضد وو.

او بالاخره ژبه، پۀ سويس کښې هېڅ يوه واحده ژبه موجوده نۀ وه. هلته درې او حتٰي’ څلور ژبې موجودې وې.

د تعجب خبره دا ده چې دا هېواد چې د بل هېڅ کوم هېواد پۀ شان نۀ ؤ، نۀ يو مصنوعي هېواد ؤ، نۀ ئې صحي حالت خراب ؤ، نۀ داسې يو هېواد ؤ چې ټوټې ټوټې شي، بلکې برعکس يو ښۀ اباد ملک ؤ، يوه ژوندۍ ملي روحيه پۀ کښې موجوده وه او د بابل پۀ دې برج کښې چې کوم وګړي اوسېدل )جرمن، فرانس، ايتاليا، رومانس( ټولو يو بل سره موافق ژوند کاوۀ.

دلته يو رمز ؤ، دې رمز پۀ ما دومره زورور تاثير وکړ چې ډېره موده پۀ کښې ډوب وم. بيا وروسته سويس راڅخه هېر شو؛ تر څو چې ما بيا د زلميتوب د وخت تعجبونه وموندل. دا هغه وخت ؤ چې افغانستان ته راغلم، ځکه چې هغه افغانستان چې ما کشف کړ، هغه هم داسې هېواد ؤ چې د نورو هېوادونو پۀ شان نۀ ؤ. دا هېواد د سويس پۀ شان پۀ عادي او معمولي اساسونو بناء، طبيعي سرحدات ئې نۀ درلودل، څو ژبې پکښې مروجې وې او د سويس پۀ شان دې عواملو هېڅ کوم ناوړه تاثير نۀ کاوۀ. صحي حالت ئې لۀ دې سببه کومه خرابي نۀ درلوده؛ بلکې برعکس ډېر ژوندى هېواد ؤ.

خلاصه، پینځویشت کاله وروسته پۀ بالکل جلا شرائطو کښې او پۀ يو بالکل جلا هېواد کښې زۀ بيا د خپل رمز سره مخامخ شوم.

د سويس د رمز پۀ شان د افغانستان رمز هم لۀ هر څۀ لومړى، طبعاً يو تاريخي رمز ؤ. د يو تاريخ د اساسي خصوصياتو رمز ؤ. لۀ شپاړس کالو را پۀ دې خوا زۀ پۀ دې رمز فکر کوم او د دې افکارو نتيجه زۀ غواړم، نن تاسې ته تقديم کړم. زۀ پوهېږم چې دا نتيجه به موقتي وي، زۀ به پۀ خپله مجبور شم، پۀ دې نتيجې بيا بيا راوګرځم، لاس پۀ کښې ووهم، هېڅ کله دا نتيجې زما پۀ نظر کوم اخري او نهائي حقائق نۀ دي، بلکې يواځې يو اغاز دى او د ائنده بحث د پاره موضوع ده.

پخوا لۀ دې چې هڅه وکړو د افغانستان د تاريخ مهم خصوصيات بيان کړو، بايد وپوهېږو چې زمونږ د بحث موضوع څۀ ده؟ يعني بايد د دې صحيح تعريف وکړو چې افغانستان څۀ ته وائي؟ او څۀ رنګ چې افغانستان يو هېواد دى، نو دا تعريف به يو جغرافيائي تعريف وي.

کۀ مونږ نقشې ته يو نظر واچوو، نو دا به ثابته شي چې افغانستان د درې دنياګانو د اتصال نقطه ده:

.1 پارس، .2 هند، .3 مرکزي اسيا.

زۀ د ‘ايران’ د کلمې پۀ ځاى ‘پارس’ استعمالوم، ځکه چې ايران زما پۀ عقيده ډېر پراخ جغرافيائي واقعيت ته وئیل کېږي چې پارس ئې يوه حصه ده. د ‘هند’ لۀ کلمې څخه زما د هند ټوله قاره مراد ده چې پۀ هغې کښې هندوستان او پاکستان شامل دي.

زۀ د ترکستان د کلمې پۀ ځاى ‘مرکزي اسيا’ وايم، ځکه چې مرکزي اسيا هغه منطقه ده چې د لويو غرونو شمال ته واقع ده؛ يعني داسې يوه منطقه چې لۀ ترکستان څخه ئې پراخوالى زيات دى. دا درې دنياګانې څومره چې ممکنه ده، يو لۀ بل څخه فرق لري.

مرکزي اسيا څۀ ده؟ دا هغه منطقه ده چې اوچتيا پکښې پۀ انتها درجه وي، ساړۀ پۀ انتها درجه، تودوخه پۀ انتها درجه او کله کله پکښې باران او واورې ورېږي. لۀ دې څخه دښتې، صحراګانې او څړ ځايونه پېدا کېږي. دا هغه ملک دى پۀ کوم کښې چې انسان اس اهلي کړ. دا هغه ملک دى پۀ کوم کښې چې انسان د رمو پۀ تعقيب ژوند کوي او بل شان ژوند نۀ شي کولى؛ دا د کوچيتوب او مهاجرت د پاره بهترينه منطقه ده.

هند څۀ دى؟ هند د تودوخې ملک دى، يوه دوامداره او اکثراً مرطوبه تودوخه. هند د برسات ملک دى، يعني پۀ اوړي کښې شديد سېلابي بارانونه لري، لۀ دې څخه څۀ راپېدا کېږي؟ ځنګلونه او د خاره منطقي زراعت، لوي ښارونه او د انسانانو ګڼه ګوڼه.

بالاخر پارس څۀ دى؟ يوه وچه منطقه، ممکن د مرکزي اسيا څخه هم زياته وچه. يوه منطقه چې بايد صحرا وي مګر دا د ارتفاع ملک دى، داسې جګې سطحې دي چې غرونه ترې چاپېر دي او د واورو ډکو غرونو څخه اوبۀ رابهېږي، يعني ژوند ترې راوځي.

لۀ دې څخه څۀ پېدا کېږي؟ زراعت د اوبولو پۀ وسيله او واحه ګانې.

اوس به تاسو حتماً ووايئ چې زما تابلو یواځې پۀ عمومي صورت درسته ده او ما ته به ثابته کړئ چې واحه ګانې (Oasis) پۀ مرکزي اسيا کښې هم شته او پۀ هند کښې هم او يا دا چې د څړ ځايونه او د کوچيانو څۀ حصه پۀ پارس کښې هم شته. زۀ به ستاسو سره خپله موافقه ښکاره کړم. مګر تاسې هم لۀ ماسره موافقه وکړئ چې پۀ عمومي ډول زما تابلو صحيح ده او افغانستان واقعاً د دې پاسنو درې دنياګانو سره پۀ تماس کښې دى او د دې نکتې سره هم موافقه وکړئ چې افغانستان پۀ واقعي او مکمل ډول د دې درې دنياګانو څخه پۀ هېڅ يوې پورې نۀ دى متعلق. اوس به مونږ پۀ دې مسئله بحث وکړو چې افغانستان د خپل ګېر چاپېر څخه پۀ څۀ کښې فرق لري؟

دا مطالعه به د مرکزي اسيا او هند پۀ باره کښې لنډه وي. زۀ پوهېږم چې مثلاً باکتريان د افغانستان هغه مخ دى چې د مرکزي اسيا خوا ته دى او مرکزي اسيا پورې ئې متعلق ګڼلى شو. زۀ پوهېږم چې مثلاً پۀ مېمنه، قندز کښې د خاورينو تپو منظرې شته چې پۀ سپرلي کښې شنه ګياه پرې شنه کېږي او اسونه پۀ ازاد ډول پرې څري، لکه د مرکزي اسيا پۀ علف زارونو کښې؛ مګر پۀ کومه جنبه چې مونږ خبرې کوو، دا ټکي جزئيات دي. هېڅ څوک دا نۀ شي وئیلى چې افغانستان پۀ عمومي ډول د روسي ترکستان يا مغلستان سره شباهت لري. د داسې دښتو ملک چې پۀ پسرلي کښې پۀ ګياه پټ وي او د کال پۀ نورو فصلونو کښې صحرا وي.

لۀ هند سره دا فرق نور هم پسې زيات او ښکاره دى – څۀ رنګ چې مو ووئيل هند د برسات، رطوبت، ځنګلونو او لويو سيندونو ملک دى او افغانستان لۀ دې دنيا څخه بالکل بهر دى.

بالاخر د پارس سره دا فرقونه پۀ اول نظر دومره ښکاره نۀ معلومېږي، نو ځکه زۀ غواړم چې دا مسئله لۀ نزدې څخه مطالعه کړم او د دوه پلوه پرې نظر واچول شي – د جغرافيې لۀ پلوه او د تاريخ لۀ پلوه.

اول د جغرافيې لۀ پلوه: پارس د واحو ملک دى. مشهد، اصفهان، شيراز نۀ يواځې کوچني يا لوي ښارونه دي بلکې دا پۀ عېن حال کښې د صحرا پۀ منځ کښې سمندري جزيرې دي. دا واقعيت چې پۀ پارس کښې تطبيقېږي، د افغانستان پۀ باره کښې هم صدق کوي. کابل، چاريکار، کندهار، مزار شريف نۀ یواځې د ښارونو نومونه دي بلکې د واحو نومونه هم دي. يعني داسې منطقې چې باغونه پکښې دي او کرنه د اوبو پۀ وسيله پکښې کېږي او دا څۀ چې د افغانستان د لويو ښارونو پۀ باره کښې صدق کوي، د کوچنيو ښارونو پۀ باره کښې تطبيقېږي.

دوېم: د تاريخ لۀ پلوه مونږ خبر يو چې افغانستان پۀ لومړۍ مرحله کښې د هخامنشي امپراتورۍ يوه برخه وه او د پارس څخه ئې خپل اول سياسي نظام راواخست. بيا وروسته افغانستان د ساساني امپراتورۍ يوه حصه وه. مونږ نور هم خبر يو چې پۀ لسم او يوولسم عيسوي قرن کښې د پارس مهم کلاسيکي ادب چې ژبه ئې تثبيت کړه، هم هغه اندازه ئې چې پۀ افغانستان کښې وده کړې، پۀ پارس کښې ئې هم کړې ده او بالاخره مونږ ښۀ خبر يوچې نن د افغانستان د نفوس يوه برخه پۀ پارسي ژبه غږېږي.

ښه نو، دا ټول حقيقت لري، مګر سره لۀ دې هم مونږ ټول پوهېږو او احساس کوو چې افغانستان د پارس څخه بنيادي فرق لري – دا څۀ رنګ کېدى شي؟ ستاسو پۀ اجازه پۀ دې مسئله د رڼا اچولو د پاره به زۀ د خپل هېواد سره يوه مقائسه کړم.

هغه هېواد چې نن ورته فرانس وئیل کېږي او پخوا ورته ‘ګول’ وئیل کېده او ‘ګول’ پۀ يو وخت کښې داسې لښکرو فتح کړ چې لۀ ايټاليا څڅه راغلي وو او روميان ورته وئیل کېدل. ‘ګول’ خپل سياسي او اداري تشکيلات، خپل ثقافت او حتٰي خپله ژبه د روميانو څخه زده کړه، ځکه چې فرانسوي ژبه د نوې لاطيني څخه راوتلې ده او زمونږ د ‘ګول’ د وخت پلرونو او نيکونو پۀ بله ژبه خبرې کولې چې هغه بالکل لۀ منځه تللې.

لهٰذا مونږ فرانسويانو د روميانو څخه ډېر څۀ اخستلي دي او سره لۀ دې دا خبره د دې مانع شوې نۀ ده چې فرانس يو جلا هېواد شي او لۀ ايټاليا څخه بنيادي فرق ولري او لکه چې مېشله وئیل ‘فرانس يو شخص’ شي. دا فرانس، دا ګول چې يو وخت د روم د امپراتورۍ يوه حصه وه، د تاريخ پۀ جريان کښې يو مستقل موجوديت شو. هم دا شان افغانستان کله چې پۀ تاريخ کښې داخل شو، د هخامنشي د امپراتورۍ يوه برخه وه او د تاريخ پۀ دوره کښې يو مستقل موجوديت ترې جوړ شو.

دا تاريخي وده ځکه ممکنه شوه چې افغانستان، راتلونکى افغانستان پۀ مبداء کښې يو طبيعي مخصوص جغرافيائي شخصيت درلود چې د پارس څخه جدا ؤ، د دې د پاره چې پوهه شو دا شخصيت څۀ دى؟ کافي ده نقشې ته يو نظر واچوو.

پۀ واقعيت کښې د دې سر سري نظر سره مونږ د افغانستان او پارس پۀ منځ کښې يو بل شباهت کشف کوو.

مثلاً، کۀ مونږ پۀ پارس کښې د خلقو د استوګنې ځايونه پۀ نظر کښې ونيسو، يعني د واحو او ښارونو منطقې لکه مشهد، تهران، اصفهان، شيراز؛ دا ټول ښارونه ګېر چاپېر د پارس د دائرې پۀ محيط کښې واقع دي.

اوس به افغانستان ته نظر واچوو – دلته هم پۀ مرکزي مناطقو کښې لوي ښارونه شته؛ کابل، کندهار، هرات، مزار شريف، قندز هم د دائرې د محيط و خوا ته واقع دي. مګر دا ښارونه د څۀ شي څخه ګېر چاپېر واقع شوي دي؟ پۀ پارس کښې ښارونه )کومو ته چې ما اشاره وکړه( د يوې خلاء يوې صحرا ګېر چاپېر واقع دي، غرونه هغه غرونه چې اوبۀ ترې راوځي، د هېواد پۀ غاړو کښې دي.

برعکس پۀ افغانستان کښې، دغه ښارونه د يو سلسله غرونو ګېر چاپېر واقع دي، يعني دلته غرونه چې اوبۀ ترې راوځي، يعني ژوند ترې پېدا کېږي؛ د دائرې پۀ مرکز کښې دي.

هم دا د افغانستان او پارس پۀ منځ کښې لوى او بنيادي فرق دى. پارس داسې يو هېواد دى چې مرکز ئې د يوې خلاء څخه تشکيل شوى دى، يو محيطي او پراګنده هېواد دى، افغانستان برعکس شديداً متمرکز هېواد دى.

همېشه وئیل کېږي چې سويس څۀ دى؟ د الپ غرونه – او دا رښتيا ده، هر څوک ويني چې د الپ غرونه هم د سويس ستون فقرات دي او هم د اوبو مخزن. دالپ غرونه د سويس د هر ښار د افق څخه ليدل کېږي، کۀ الپ نۀ وى سويس به نۀ وى.

افغانستان هم پۀ دې شان دى. هندوکش هم د دې هېواد ستون فقرات دي او هم د اوبو مخزن دى او دا لوړ ابي رنګي غرونه د افغانستان د بريښار پۀ افق کښې ليدل کېږي.

کۀ دا رښتيا وي چې سويس غېر د الپ لۀ غرونو څخه بل څۀ نۀ دى نو افغانستان هم غېر لۀ هندوکش څخه بل څۀ نۀ دى. دا خبره د افغانستان پۀ برخه کښې زيات صدق کوي، ځکه چې هر څوک پوهېږي چې د الپ ټول غرونه پۀ سويس کښې نۀ دي، مګر هندوکش ټول پۀ افغانستان کښې پروت دى.

دلته مونږ د يوې عجيبې نه باورېدونکې مسئلې سره مخامخ يو. ايا دا عجبه نۀ ده چې يو هېواد ځان د يو دېوال، د يوې مانع پۀ سر تشکيل کړى؟ داسې يو سلسله غرونه چې ظاهراً د جدا کېدلو د پاره ولاړ دي، نۀ د يو ځاى کولو؟ نو اجازه راکړئ چې ووايم: هندوکش يو دېوال يا مانع نۀ دی، يو طبيعي سرحد نۀ دى. هو! زۀ ښه خبر يم، کله چې مونږ د هغو تاريخ نويسانو اثار لولوچې پۀ يورپ کښې ئې ليکلي او هېڅ کله د خپلو ګرمو او نرمو کتابخانو څخه نۀ دي راوتلي، نو اورو چې وائي، “د هندوکش يخ وهلې خاموشي” – دا جمله ما پۀ تېره هفته کښې ولوسته، او يا ليکي، “هندوکش هغه هسک دېوال چې تېرېدل ترې امکان نۀ لري.” دا ټولې خبرې یواځې د ادبي او شعري تاثير د پاره وئیل کېږي. شک نشته چې پۀ هندوکش کښې يخ وهلې خاموشي شته مګر دا یواځې پۀ ژمي کښې. پۀ دوبي کښې هندوکش يوه چراګاه ده. یواځې پۀ ژمي کښې هندوکش پۀ خپل سر د تېرېدو لار تړي او هغه هم د څو هفتو د پاره. نور د کال پۀ ټولو موسمونو کښې هندوکش داسې غر نۀ دى چې تېرېدل ترې امکان ونۀ لري. پۀ هره خوا د کنډونو او کوتلونو پۀ وسيله خلق د هندوکش څخه ها خوا دې خوا اوړي او کوچيان د خپلو رمو سره پۀ دوبي کښې د هندوکش پۀ ټولو لمنو کښې خورېږي. هندوکش داسې يو غر دى چې تقريباً د هرې خوا پرې لار شته. هندوکش نۀ یواځې پر سر لارې لري بلکې چاپېر ترې هم سړى ګرځېدى شي. د مغرب و خواته د هرات او کندهار پۀ منطقه کښې سړى لۀ هندوکش څخه چاپېر ګرځېدى شي. ډېر امکان لري چې لومړني اريائي لوي تهاجمونه هم لۀ دې خوا شوي وي.

نورو ځايو کښې داسې غرونه شته چې رښتيا دېوال او مانع دي. مثلاً هماليا يوه مانع ده، هماليا غېر مسکون غرونه دي، مونږ به هېڅ کله ونۀ ليدى شو چې د هماليا پۀ سر يو هېواد تشکيل شي.

مګر هندوکش يو مېلمه پالونکى غر دى، پۀ کښې ژوند کېدى شي او پۀ تېرو زمانو کښې پکښې ژوند شوى دى. د دې ښکاره دليل ټولې هغه خرابۍ دي، هغه دبستان شناسۍ اثار دي چې د دې غرونو پۀ هره دره کښې بې شماره ليدل کېږي.

لهٰذا د جغرافيې د پلوه افغانستان او هندوکش يو واحد واقعيت دى. مقصد دا دى چې د مؤرخ لۀ نظره، معاصر سياسي افغانستان د دې زوړ حقيقت واقعي شکل دى، يعني د هندوکش هېواد.

افغانستان يو ځوان دولت دى او د اتلسمې عيسوي پېړۍ پۀ منځ کښې زېږېدلى دى. نن دا دولت د درې سوو کالو نه لږ څۀ زيات عمر لري او د امريکا د متحده اضلاعو څخه ئې عمر لږ څۀ زيات دى، ځکه دې هېواد لا تر اوسه دوه سوه کاله نۀ دي پوره کړي. مقصد دا دى چې ډېر زلمى دولت دى. دلته يو سوال پېدا کېږي؛ دا جغرافيائي مخصوص موقعيت چې ما بيان کړ، د تل د پاره موجود دى، نو څۀ سبب دى چې دې جغرافيائي موقعيت دومره ډېره زمانه انتظار وويست، تر څو چې خپل اوسني تاريخي او سياسي تاثيرات وکړي؟

زما پۀ ګمان حقيقت دا دى چې دې جغرافيائي موقعيت هېڅ انتظار نۀ دى ويستلى او د افغانستان او سویس پۀ منځ کښې چې کوم اساسي او واقعي فرق شته، هغه هم پۀ دې کښې دى. سويس يو کرت زېږېدلى دى مګر افغانستان څو واره دنيا ته راغلى دى.

د هندوکش پۀ ممالکو کښې د يو داسې واحد دولت د تشکيلېدو د پاره چې نۀ پارسي وي، نۀ مرکزي اسيا او نۀ هند؛ او د ثقل مرکز ئې نۀ اصفهان وي، نۀ شيراز، نۀ سمرقند وي نۀ بخارا، نه لاهور وي نۀ ډيلى؛ بلکې هم دلته وي پۀ باکتريا، پۀ غزني کښې؛ دا تمايل ډېر پخوانى دى. د تاريخ پۀ جريان کښې، د اتلسمې پېړۍ تر شروع پورې دا تمايل رول لوبوي. د دې مهمې حادثې د پاره ډېر مثالونه شته.

زۀ به د دې مثالونو یواځې هغه درې مثاله راواخلم چې ما ته مهم ښکاري – د يونانيانو مثال، د کوشانيانو مثال او د غزنويانو مثال – تاريخونه ئې دا لاندې دي:

د يونانيانو دوره د درېمې (3) تر دوېمې (2) پېړۍ ق م – د کوشانيانو د دوېمې (2) تر درېمې (3) عيسوي پېړۍ – د غزنويانو او بيا وروسته پسې د غوريانو دوره د لسمې (10) تر دولسمې (12) عيسوي قرن.

تاسو لۀ ما څخه دا توقع مه کوئ چې زۀ تاسو ته د يونانيانو، کوشانيانو او غزنويانو تاريخ بيان کړم. مونږ به یواځې هڅه وکړو چې د دوي مشترک خصوصيات پېدا کړو.

لومړى: دوي اجنبيان دي – داسې اجنبيان چې لۀ لرې څخه راغلي دي. يونانيان مونږ ته معلوم دي، کوشانيان چې امکان لري د مغلستان څخه راغلي دي او بالاخر ترکان چې د سيبريا لۀ جنوب څخه راغلي دي.

دوېم: دوي چې کوم دولتونه تشکيلوي، دا دولتونه ډېر ژر ژر وده کوي. ډېر ژر ترې داسې لوي لوي قدرتونه جوړېږي چې مرکز ئې د هندوکش ملکونه دي او ساحه ئې د اوسني افغانستان څخه ډېره پراخه وي. دا چې د يونانيانو او کوشانيانو مرکز پۀ شمال کښې ؤ او غزنويانو فوراً خپل مرکز پۀ جنوب کښې وټاکۀ، دا فرق زما پۀ نظر دومره مهم نۀ دى.

درېم: کوم شى چې مهم دى، هغه د دې سياسي تشکيلاتو درېم مشترک خصوصيت دى. دا دولتونه پۀ کومه اندازه چې ژر وده کوي، پۀ هم هغه اندازه ژر لۀ منځه ځي.

يونانيانو دوه قرنه دوام وکړ، لويو کوشانيانو هم امکان لري دوه قرنه دوام کړى وي. سره لۀ دې چې پۀ دې باره کښې مونږ صحيح معلومات نۀ لرو، ځکه مونږ د دوي تاريخونه ښۀ نۀ پېژنو، غزنويانو او غوريانو دوه نيم قرنه دوام وکړ.

لهٰذا د دولتونو د تشکيلېدو د پاره يو تمايل موجود دى. مګر دا تمايل ثابت او دوام دار نۀ دى او زما پۀ عاجزانه عقيده، ښائي د دې بې ثباتۍ لۀ کبله مؤرخان پۀ عمومي ډول پۀ دې دولتونو کښې هغه څۀ نۀ ويني چې بايد وليدل شي؛ يعني دا دولتونه د معاصر افغانستان رښتيني تاريخي اسلاف دي.

دا فاتحين کله چې دې هېواد ته راغلل، اجنبيان وو نو خلق ګمان کوي چې اجنبيان پاتې شوي دي. زما پۀ عقيده دا يوه اشتباه ده، حتٰي د يونانيانو پۀ مورد کښې.

رښتيا ده هغه يونانيان چې لۀ سکندر سره راغلل، اجنبيان وو؛ مګر دوي د عساکرو پۀ حېث مجرد راغلي وو. دلته ئې ښځې وکړې او يو نسل وروسته دوي د دې هېواد نيم اولاد وو. سربېره پۀ دې، دې هېواد خپل ځان ته ثقافت درلود، خپلې الهې درلودې، خپل عادات او عبادات ئې درلودل، ځان ته ئې خپله فلسفي او مذهبي مفکوره درلوده )د زردشت پۀ شان لوى نوم هېر نۀ کړئ( او هم دا هېواد خپل تخنيک لري، خپل صنائع او خپل عنعنات – يونانيانو چې کله دا عوامل پۀ ځان کښې حل کړل، ډېر ژر ئې د ثقافت لۀ لحاظه د يونان د يونانيانو څخه فرق وکړ.

تاسې به دا پوښتنه وکړئ چې پۀ دې خبره څۀ رنګ پوهېږو؟ بايد اقرار وکړم چې پۀ دې خبره صحيح معلومات نۀ لرو. یواځې حدس دى، مونږ د يو قرن پخوا تاريخي اثارو پۀ استناد دا حدس وهو چې پۀ هغو کښې دوه لويې عنعنې سره يو ځاى مخلوطې ليدل کېږي – يوناني او باختري – او ممکنه نۀ ده سړى فکر وکړي چې دا عنعنه يوه داسې عنعنه ده چې بيا راژوندۍ شوې وي. زما کامل يقين دى چې دا عنعنه هېڅ کله لۀ فهمه نۀ ده تللې او د يوناني نوي طرز پۀ خوا کښې ئې ځان ژوندى ساتلى ؤ. د دې تاريخ ورکې حلقې به مونږ يوه ورځ پېدا کړو.

تاسو به ووياست چې يونانيانو خپله ژبه وساتله، دا رښتيا ده – او هم لۀ دې سببه کله چې زمونږ د تاريخ کتابونه چې د باکتري يونانيانو پۀ باره کښې خبرې کوي، نو داسې ئې ښائي لکه چې د اٰتن )اېتهنز( او يا کورنت د يونانيانو څخه هېڅ فرق نۀ لري. زۀ فکر کوم چې خبره داسې نۀ ده او دا يوه اشتباه ده. دا به داسې اشتباه وي لکه چې څوک د برازيل او پرتګال د خلقو پۀ منځ کښې فرق ونۀ کړي؛ پۀ دې دليل چې دواړه پۀ پرتګالۍ ژبه غږېږي او يا د مکسيکو خلق هسپانوي وګڼل شي؛ پۀ دې دليل چې د مکسيکو خلق پۀ هسپانوي ژبه خبرې کوي. سره د ټول هغه څۀ چې برازيل او مکسيکو د پرتګال او هسپانيې اخستلې دي، بيا نن برازيل برازيل دى او مکسيکو مکسيکو – هم دا شان ډېره لنډه موده کښې زما پۀ فکر د باکتر يونانيان باکتري شول.

دا څۀ چې د يونانيانو پۀ باره کښې حقيقت لري، د وروستنو فاتحانو، کوشانيانو او ترکانو پۀ باره کښې لا زيات صدق کوي، ځکه چې دوي ډېر ژر اريائي ژبه قبوله کړه. کوشانيانو باکتري ژبه او غزنويانو فارسي ژبه؛ نو مونږ بايد يوناني اوتيديموس ته، کوشاني کنيشکا ته او ترکي محمود ته اجنبي ونۀ وايو. شک نشته چې دوي د اجنبيانو اولاده ده مګر دوي پۀ خپله چې خپل ژوند پۀ دې هېواد کښې تېر کړى او فعاليتونه ئې کړي دي. پۀ حقيقت کښې دوي د بناء معماران، لومړني لوي معماران دي )کۀ څۀ هم دا بنا لۀ ډېرو خواو څخه نيمګړې پاتې شوه( چې نن ورته پۀ تکميل شوي شکل ‘افغانستان’ وائي.

اوس به مونږ هڅه وکړوچې دې سوال د پاره ځواب پېدا کړو چې د افغانستان ‘پخوانو ژوندونونو’ کښې تشکيلات لۀ څۀ سببه ثابت پاتې نۀ شول، ولې ئې تغیر وکړ؟ د دې پوښتنې ځواب زما پۀ نظر ساده او اسان دى، ما څو شېبې پخوا د افغانستان د تاريخ لومړني اساسي خصوصيت ته اشاره وکړه، يعني د هندوکش پۀ غېږ کښې د دولتونو د تشکيلېدو خوا ته تمايل.

دوېم جلا خصوصيت چې د لومړني سره متناقض دى، هغه به زۀ د ‘هند جاذبي’ پۀ نامه ياد کړم. د هند جاذبه يعني څۀ؟

مثلاً کۀ د يونانيانو تاريخ ته وګورو، ايا دوي پۀ خپل باکتري سلطنت اکتفا وکړه؟ نه! دوي د هندوکش څخه تېر شول او د معاصر افغانستان جنوب شرقي برخې ئې فتح کړې. دلته هم دوي ونۀ درېدل او ټول شمال غربي هند ئې هم فتح کړ. دا د هند جاذبه وه.

اوس به کوشانيان پۀ نظر کښې ونيسو – دوي هم عېناً دا کار وکړ. پۀ دې فرق چې کوشانيان نور هم پۀ هند کښې مخکښې لاړل، مرکزي هندوستان ته ورسېدل او حتٰي د ګنګا هند ئې هم فتح کړ.

بالاخره، غزنويانو دې فاتحانو چې خپل مرکز ئې پۀ غزني او لښکري بازار کښې درلود، هغه څۀ د اسلام پۀ نامه او د اسلام د پاره وکړل، کوم څۀ چې يونانيانو او کوشانيانو پۀ خپل نامه او د خپل مفاد د پاره کړي وو. دوي هم پۀ هند هجوم ور وړ او هلته ئې یواځې خرابۍ ونۀ کړې بلکې ډېر ژر ئې ځان ټينګ کړ، د هند مناطق ئې پۀ خپل قلمرو کښې داخل کړل، پنجاب ئې ونيو او د وروستنو غزنويانو مرکز نور پۀ غزني کښې نۀ ؤ، بلکې پۀ لاهور کښې ؤ.

پۀ 1150 کښې غوريان د غزنويانو ځاى نيسي. پۀ دې سلسله سلاطينو کښې غوريان لۀ ټولو څخه د دې هېواد ملي سلسله ده. دوي د مرکزي هندوکش څخه راوتلي دي. غوريان غزني نيسي او خرابوي ئې. )کۀ څۀ هم وروسته دوي هلته ځاى نيسي او يوه حصه ئې بيا ابادوي(. دوي د غزني پۀ مقابل کښې يو رقيب پايتخت د هري رود پۀ دره کښې ابادوي. دا پايتخت پۀ نژدې وختو کښې کشف شو. تاسو به ممکن اورېدلي وي چې د هندوکش د سلسلې پۀ زړۀ کښې ځينې خرابۍ کشف شوې دي چې هلته تر اوسه يوه فوق العاده ښائسته مناره ولاړه ده چې ورته ‘د جام مناره’ وائي.

دا خرابۍ د غوريانو د پايتخت دي چې مونږ تر اوسه یواځې د مؤرخانو پۀ وسيله ترې خبر وو او ‘فېروز کوه’ ئې ورته وايۀ.

ايا دا غوريان چې د غرونو خلق وو، د هند د جاذبې سره مقاومت کولى شي او کۀ نه؟ نه! رښتيا هم دوي پۀ فېروز کوه کښې خپله د خښتو مناره جوړوي، مګر پینځۀ کاله وروسته د دې منارې خوا دا کرت د ډبرو څخه د ‘قطب منار’ پۀ نامه پۀ ډيلي کښې جوړوي. لهٰذا هغه وخت چې مغل افغانستان ته رسېږي، د غوريانو د اقتدار مرکز د هند و خوا ته پۀ ښوئېدو دى؛ د هغه ابدي قانون پۀ اساس چې مونږ ورته د هندو ستان خوا ته رغښتل، د ګنګا حوضې ته ښوئېدل وئیلى شو.

دا ؤ د افغانستان د پخواني تاريخ دویم اساسي خصوصيت. هغه سياسي اقتدار چې د هندوکش پۀ شمال کښې ځاى نيسي، ډېر ژر لۀ هندوکش څخه ها خوا اوړي؛ او هغه سياسي اقتدار چې مرکز ئې د هندوکش پۀ جنوب کښې دى، ژر هند ته انتقال کوي. هند د خپلو حاصل خېزو او پراخو سيمو پۀ وسيله تل پۀ تېرو زمانو کښې د افغانستان د استقرار، ثبات او توازن مانع شوى دى، څۀ چې هند د دې هېواد مېړونو ته چې د جسارت او عمل خاندان دى، ډېر د اميدونو او فرېبونو ډک ستورى ځلولى دى. باکتري يونانيانو، کوشانيانو، غزنويانو، غوريانو دوي ټولو هند فتح کړ مګر پۀ واقعيت کښې دوي ټول د هند پۀ وسيله فتح شول.

لۀ غوريانو څخه وروسته يوه نوې مرحله شروع کېږي. دا مرحله د تروږمۍ مرحله ده، د بدبختۍ مرحله ده. دا تورتم عصر تقريباً غېر لۀ کومې واقعې د عيسوي اتلسمې پېړۍ يعني د اوسني افغانستان د زېږېدو پورې دوام کوي. یواځې يوه رڼا، يوه لنډه رڼا پۀ پنځلسمه پېړۍ کښې راپېدا کېږي او هغه د تېموريانو رنسانس دى.

د دې بدبختيو پۀ سلسله کښې لۀ ټولو څخه لويه بدبختي لومړنۍ ده، يعني د مغلو هجوم. هر څومره چې زۀ دې هېواد سره اشنا کېږم او پۀ کښې مطالعه کوم، پۀ هم هغه اندازه د مغلو د عظيم مصيبت پۀ مقابل کښې لۀ وحشت څخه لړزېږم.

د دې عظيم مصيبت څخه پخوا مونږ څۀ وينو؟ اسلام پۀ عالي درجاتو کښې، دا لوى او د تقدير وړ اسلامي تمدن چې پۀ منځنيو پېړيو کښې يورپ ترې ډېر څۀ اخستلي دي، د دې هېواد پۀ ښائسته او ابادو ښارونو کښې خپل معراج ته رسېدلى ؤ. طبعاً لۀ دې ښارونو څخه لومړى غزني دى چې پۀ عيسوي لسمه او يوولسمه پېړۍ کښې د دنيا لۀ لويو ښارونو څخه دى )یواځې د اسلامي دنيا لۀ لويو ښارونو څخه نۀ، بلکې د ټولې دنيا لۀ لويو ښارونو څخه دى(. د غزني پۀ خوا کښې نور لوي لوي ښارونه هم وو. پۀ غزني او پۀ دې نورو ښارونو کښې يو کلتوري او فکري بې مثاله جريان روان ؤ. یواځې کافي ده چې د البېروني نوم ياد کړو. البېروني يا د اسلام ليونارد دوونسي چې پۀ هر علم کښې ئې لاس درلود؛ رياضيات، نجوم، طبيعي علوم، تاريخ، جغرافيه او دا ټول علوم ئې مخکښې بوولي دي؛ کافي ده چې د هغو لويو فارسي شاعرانو نومونه ياد کړوچې پېشوا ئې فردوسي ؤ؛ کافي ده چې د ابن سينا نوم ياد کړو.

دا ټول د فکر، علم او صنعت دنيا د غزني د دربار پۀ مدار چورلي، يا د سلجوقيانو د دربار او يا د خراسان د نورو فرعي دربارونو پۀ مدار – ځکه طبعاً د دې انکشاف ساحه د اوسني افغانستان څخه زياته پراخه ده. مګر پۀ عيسوي لسمه او يوولسمه پېړۍ کښې د دې انکشاف مرکز افغانستان دى. حتٰي وروسته هم پۀ دولسمه پېړۍ کښې هغه وخت چې سياسي مرکز د پارس و خوا ته ښوئېدلى ؤ، افغانستان بيا هم خپل درخشانه رول لوبولو ته ادامه ورکوي. د دې ثبوت مثلاً د معمارۍ اثار دي؛ دا معماري پۀ عالي سويه پاتې کېږي. د جام مناره چې شل کاله پخوا د مغلو د هجوم څخه جوړه شوې ده، داسې يو صنعت ښائي چې پۀ خپل ځان کامل تسلط لري او پۀ هغه کښې د انحطاط هېڅ علايم نۀ ښکاري.

دا هر څۀ تر 1220ز کال پورې دوام کوي او وروسته لۀ دې، ناڅاپه هېڅ او يوه عظيمه خاموشي – دلته يو دهشتناک فرق شته؛ دا حادثه زۀ پۀ کتابونو کښې نۀ لولم بلکې زۀ ئې پۀ خپلو سترګو پۀ دې خاوره کښې وينم. هغه باستانشناس چې غواړي د غزنوي او يا غوري عصرونو پۀ باره کښې اسناد راغونډ کړي، نو دومره ډېر اسناد پېدا کولى شي چې بيا نۀ پوهېږي کوم يو لومړى را واخلي. هر ځاى کښې د معمارۍ اثار موندلى شي، مخصوصاً د غزني منارې او ټولې خرابۍ، د لښکري بازار لوي قصرونه، دا د محمود قصرونه دي چې اوس هم ولاړ دي، د کلابست دروازه، پۀ هرات کښې تېموري مسجد پۀ خپل ځان کښې د غزنوي عصر د مسجد اثار ساتلي دي. پۀ باکتريان کښې داسې اثار شته لکه د دولت اباد مناره چې د بلخ پۀ شمال کښې واقع ده. پۀ باميانو کښې د غلغلي خرابۍ موجودې دي او پۀ غرونو کښې هر ځاى د قصرونو اثار ليدل کېږي. پۀ غور کښې فېروز کوه پروت دى چې د جام مناره پکښې ولاړه ده – مګر نور اثار هم شته لکه د چشت بناګانې، د تيو ارا پۀ منطقه کښې؛ د معمارۍ پۀ دې ټولو اثارو د مرمرو هغه مجسمې هم ور زياتولې شو چې د غزني پۀ قصرونو کښې دي، دېوالي نقاشۍ د لښکري بازار پۀ انتظارخانه کښې؛ نور ډېر ښکلي اشيا لکه برنجي شيان د قوي تزئيناتو سره، لۀ لرګي څخه ښائسته بې مثاله توږل شوي اشکال، مختلف او بې شماره کاشي اثار او مخصوصاً هغه کاشي چې فلزي ځلا لري او د ايټاليا د باستانشناسي هيات ئې ډېرې اعليٰ نمونې پۀ غزني کښې موندلي دي. دا د اسلام د کوچنيو صنائعو څخه يو لۀ ډېرو نفيسو صنائعو څخه دى.

د عيسوي لسمې پېړۍ څخه تر دولسمې پېړۍ پورې حالت دا ؤ. دا حالت د چنګېز خان د راتلو پورې دوام کوي، پۀ 1220)ز( کال کښې چنګېز خان باکتر نيسي. پۀ 1221)ز( کښې باميان، پۀ 1222)ز( کښې ټول هېواد ورانوي او د پښو لاندې کوي ئې او د سندهـ درياب غاړې ته رسېږي.

کۀ تاسې لۀ ما څخه پوښتنه وکړئ چې د 1220)ز(مرګبارې صدۍ څخه را پۀ دې خوا د عيسوي ديارلسمې پېړۍ څخه څۀ اثار پاتې دي؟ زۀ به پۀ ځواب کښې ووايم چې ما ته حتٰي يو اثر هم نۀ دى معلوم. زۀ د ديارلس کاله را پۀ دې خوا د داسې ډول اثارو پۀ لټه کښې يم – ما غوښتل يوه خرابه کشف کړم، يو نيمګړى دېوال، يو معمولي شى، د قبر يوه ډبره چې ليک پکښې وي. زما پلټنې تر اوسه هېڅ کومې نتيجې ته نۀ دي رسېدلي. انسان تصور کوي چې د مغلو هجوم د دې بېچاره هېواد مغزو ته شديده صدمه وارده کړه او د ځانه ئې بې ځانه کړ او يو نيم قرن د دې بې هوښۍ او کوما پۀ حالت کښې پاتې شو.

دا زما پلټڼې مشاهدات چې هر څوک ئې د دې هېواد پۀ خاوره کښې کولى شي، سياحان تائيدوي، ځکه چې ځينې سياحان پۀ دې خاوره تېر شوي دي.

مارکوپولو پۀ 1272ز کال کښې د افغانستان څخه تېرېږي. يعني صحيح پنځوس کاله د چنګېز خان لۀ تېرېدو څخه وروسته. مونږ ته د دۀ د تګ لار معلومه ده. دا ثابته ده چې دى پۀ هرات تېر شوى دى، ځکه چې بله کومه لار نۀ وه؛ مګر مارکوپولو د هرات نوم نۀ يادوي – ښائي سبب ئې دا وي چې هرات ئې نۀ وي ليدلى، ځکه چې لۀ هرات څخه يوه دښته او يوه خرابه جوړه شوې وه. دى د بلخ څخه تېرېږي او د بلخ نوم ذکر کوي او ليکي چې بلخ يوه شاړه ويرانه ده. پۀ مارکوپولو د بلخ د معمارۍ ښائست او عظمت تاثير وکړ، مګر علاوه کوي چې ټولې بناګانې مغلي فاتحانو خرابې کړې دي.

نيم قرن وروسته يو بل سياح راځي ابن بطوطه – دى پۀ 1325ز کال کښې لۀ دې هېواد څخه تېرېږي. يعني څۀ زيات يو قرن وروسته لۀ چنګېز څخه. هرات بيا راژوندى شوى دى مګر بلخ بيا هم پۀ هغه خراب او شاړ حالت پاتې دى چې مغلو پرېښى ؤ. د کابل پۀ باره کښې وائي چې دا پخوا يو لوى ښار ؤ مګر اوس يو کلى دى. د غزني پۀ باره کښې وائي چې دا د محمود پايتخت ؤ مګر اوس ويجاړې کوڅې دي.

خلاصه چې د څوارلسمې عيسوي پېړۍ پۀ شروع کښې پۀ دې هېواد کښې د ژوند يو خفيف حرکت راپېدا کېږي او د څوارلسمې پېړۍ پۀ اخر کښې دا د ژوند حرکت بيا يو ناڅاپي ودرېږي او د ګوډ تېمور او مغلي دوېم هجوم پۀ وسيله د ګوډ تېمور هجوم تقريباً هم پۀ هغه اندازه لوى مصيبت دى لکه د جنګېز حمله. دا دوېم هجوم د لويو لويو ولاياتو پۀ هر کونج کښې نوى ژوند بيا وژني. مخصوصاً سيستان چې ډېر با ثروته ولايت ؤ او د سيستان د هغه لوى بند د خرابېدو پۀ وسيله چې د هلمند وادۍ ته ئې اوبۀ ورکولې، دا ولايت د مرګ سره مواجه شو.

لۀ دې وخت څخه را پۀ دې خوا لۀ سيستان څخه يوه صحرا جوړه شوه چې د اوسني قرن تر شروع پورې پۀ دې حالت پاتې ؤ.

لۀ دې دوو لويو مصيبتونو څخه وروسته )يعنې د جنګېز خان هجوم او بيا د ګوډ تېمور حمله( پۀ عژسوي پنځلسمه پېړۍ کښې د تېموريانو رنسانس يوه لنډه برېښنا وهـ پۀ يوه تورتم شپه کښې هرات د صنعت او نفاست ښار، د کاشي معمارۍ او د بهزاد د ميناتورونو مشهور هرات، د شاه رخ او حسېن بایقرا هرات؛ دا هرات يو ډېر نازک او ژر مړاوى کېدونکى ګل ؤ. شک نشته چې د عمومي تاريخ لۀ لحاظه هرات يو ډېر ستر اهميت لري، مخصوصاً عثماني ترکيه چې د تمدن او کلتور اصلي او قوي تهداب ئې د تېموريانو پۀ تمدن کښې دى.

مګر د افغانستان د پاره هرات يو بې دوامه ګل ؤ. د دې سبب دا نه ؤ چې د تېموريانو هرات پۀ 1507ز کال کښې د يو اخري مهاجم يعني شيبانيانو پۀ مقابل کښې ماتې وکړه بلکې يوه بله مهمه او مخصوصه بده طالع د افغانستان پۀ نصيب شوه.

افغانستان لکه پارس، لکه چيني ترکستان لۀ يوناني عصر څخه را پۀ دې خوا د جهاني تجارت د مهمې لارې پۀ سر پروت ؤ. هغه لار چې مونږ ئې د ورېښمو لار پۀ نامه پېژنو – دا هغه کارواني لار وه چې د همېشه د پاره ئې مديترانه لۀ چين سره وصل کوله، حتٰي د مغلو فتوحاتو هم دا لار بنده نۀ کړې شوه. برعکس دا لار د مغلو د پراخې امپراتورۍ مرکزي او مهمه لار شوه. دا معلومات مونږ ته مارکوپولو راکوي چې پۀ خپله لۀ دې لارې څخه تېر شوى دى.

او دا د ورېښمو لار د تېموري سلسلې سره تقريباً پۀ يو وخت کښې د همېشه د پاره لۀ منځه ځي. بايد فوراً ووايم چې د دې دواړو حادثو پۀ منځ کښې هېڅ رابطه نشته، د ورېښمو لارې د مرګ او د ټولې اسيائي کارواني لوى تجارت د منځه تلو سببب د اقوامو حرکت او مهاجرت نۀ دى؛ سبب ئې دا دى چې پۀ دې وخت کښې د اروپا پۀ وسيله يو بل ډول لار پرانستلې شوه. دا لار بحري لار وه چې پرتګاليانو جوړه کړه. پس لۀ دې د يورپ، هند او چين پۀ منځ کښې د تجارت لار د جنوبي افريقا څخه تېرېده.

دا تغير ډېر ژر واقع کېږي. پۀ عيسوي څوارلسمه پېړۍ کښې د مرکزي اسيا لار د دنيا مهمه لار ده. پۀ شپاړسمه پېړۍ کښې مرکزي اسيا خوب وړې او د يو براعظم داسې يوه بڼه لري، شا نه غورځول شوې متروکه منطقه ترې جوړېږي چې مخه ئې د بحر خوا ته ده.

سره لۀ دې هم د عيسوي شپاړسمې پېړۍ پۀ شروع کښې افغانستان ته يو بل نوى تاريخي چانس برابرېږي او دا چانس د بابر نابغه شخصيت دى. هېڅ يو لوى شخصيت دې هېواد سره دومره علاقه نۀ درلوده لکه بابر چې ياداشتونه ئې د دې هېواد څخه حکايت کوي – لکه پۀ خپله کابل چې قبر ئې هم پکښې دى، لکه ستالف چې خپل باغونه ئې پکښې جوړ کړل، لکه بلخ چې د هندوانیو صفت ئې کوي.

د يوې لږې مودې د پاره داسې ښکارېده چې بابر به دافغانستان نوى معمار وي، مګر بيا فوراً د هند جاذبه خپل تاثير کوي او هلته پۀ هند کښې بابر د مغلو امپراتوري تاسيسوي. د دې چانس د تېرېدو څخه وروسته د افغانستان څخه ډېر ژر د داسې يو دولت شا ته غورځول شوى ولايت جوړېږي چې مرکز ئې پۀ لاهور، ډيلي او اګره کښې دى.

دا کرت بيا د دې حوادثو ثبوت د تاريخي اثارو پۀ نشتوالي کښې دى. د عيسوي شپاړسمې پېړۍ پۀ اخر کښې او اوولسمه پېړۍ کښې دا هېواد د دومره تاريخي اثارو څخه خالي دى لکه چې پۀ ديارلسمه او څوارلسمه پېړۍ کښې ؤ.

او د دوو امپراتوريو سرحد لۀ افغانستان څخه تېرېږي – د پارس صفوي امپراتوري او د هند مغلي امپراتوري. افغانستان د دې دواړو امپراتوريو پۀ منځ کښې تقسيم دى او يو بدبخته هېواد دى چې لښکرې پرې لۀ يو خوا بل خوا چوراو چپاو کوي او د معمارۍ لۀ لحاظه یواځې دا لاندې بناګانې ليدل کېږي – څاګانې چې د لارې پۀ سر جوړې شوې لکه پۀ شمال کښې او يا ځينې عسکري استحکامات لکه د هلمند پۀ سرحد د بست جنګي قلعه.

بايد د عيسوي اتلسمې پېړۍ انتظار ويستل شي، د دې د پاره چې يو داسې متحدونکى قوم سر راپورته کړي چې بالاخر نوي کارونه وکړي. د پارس او د هند د لويو امپراتوريو لۀ ضعف څخه استفاده وکړې شي، ځان ازاد کړي او پۀ ډېره لږه موده کښې معاصر افغانستان پۀ پښو ودروي.

مېرمنو او ښاغلو!

ګورئ، کوم څۀ چې نن شپه ما ستاسې حضور ته عرض کړل، ډېرې ساده خبرې وې او زۀ عفوه غواړم ځکه چې دا خبرې دومره نوې او تازه هم نۀ وې. د دې ټولو وقائعو پۀ بنياد کښې يو مخصوص جغرافيائي موقعيت پروت دى – يو مخصوص جغرافيائي شخصيت چې نوم ئې هندوکش دى.

د افغانستان د تاريخ اساسي خطوط زما پۀ نظر درې دي:

لومړى: هغه طبيعي تمايل او استعداد د کوم پۀ وسيله چې لۀ هندوکش څخه د يو دولت د استوګنې ځاى او يا لا اقل د ثقل مرکز جوړېږي.

او دوه وروستني خصوصيات د لومړي د تاثير او عملي کېدو مانع کېږي. يو لۀ خصوصياتو څخه د هند جاذبه ده او بل دا دى چې افغانستان د تاريخ پۀ ټولو دورو کښې تر شپاړسم عيسوي قرنه پورې د شمال و خواته لۀ ځانه څخه هېڅ دفاع نۀ شي کولې او شمال هغه خوا ده لۀ کومې څخه چې د تهاجماتو سېلابونه راځي. زۀ د هر چا نه ښۀ پوهېږم چې د دې اساسي خطوطو نوم اخستل کومه شرح او توضيح نۀ ده، د بنیادي علتونو کشفول نۀ دي، بلکې یواځې مشاهدات دي. سره لۀ دې هم پۀ عمومي توګه دا د مشاهداتو تابلو ما ته صحيح او درسته ښکاري.

طبعاً زۀ پوهېږم چې زما پۀ دې خبرو ډېر انتقادونه واردېدى شي، ډېر مهم جزئيات پۀ کښې داخلېدى شي. کۀ تاسو اجازه راکوئ، پۀ نتيجه کښې به زۀ پۀ دې انتقادونو خبرې وکړم.

لومړى د تهاجماتو پۀ باره کښې –

مثلاً تاسو وئیلى شئ چې چنګېز خان او ګوډ تېمور د يوې اوږدې سلسلې وروستني مهاجمين دي او تاسو مخکښې ټول مهاجمين يادولى شئ او ثابتولى شئ چې دې تهاجماتو دومره مخرب تاثيرات نۀ درلودل؛ شک کولى شئ چې وروستنيو تهاجماتو هم دومره فوق العاده شديد ناوړه تاثيرات نۀ درلودل چې زۀ ورته قائل يم. رښتيا هم زۀ پۀ خپله اقرار کوم چې دلته يوه مشکله نکته ده چې ما پۀ تردد کښې اچوي. څۀ سبب دى چې د مغلو يرغلونه دومره شديد مخرب وو چې د ترکانو او کوشانيانو يرغلونه نۀ وو؟ زۀ د دې حادثې پۀ علت نۀ پوهېږم مګر پۀ غور وئیلى شم چې د دې واقعې څخه انکار نۀ شي کېدى. کوم څۀ چې زۀ ئې وئیلى شم، هغه دا دي چې مغلو نۀ غوښتل ښار نشين او مقيم شي. د هغوي ايډيال د يوې چراګاهي او صحرائي امپراتورۍ جوړول وو او حتٰي غوښتل ئې چې زارع او مقيم قومونه بېرته د کوچيتوب حالت ته وګرځوي. حال دا چې مخکښيني مهاجمينو د دې د پاره ښارونه نيول چې پکښې ووسېږي او کۀ څۀ خرابۍ به ئې کولې، هغه به ئې هم بيا ژر ابادولې، زراعت او ابياري ئې ژوندي ساتل.

مغلو هر څۀ خرابول، هم ښارونه او هم نهرونه او مونږ دا مشاهده کوو چې د مغلو هجوم يوه لويه خطرناکه او مخربه صدمه ده چې دې هېواد ليدلې ده.

دوېم انتقاد به شايد داسې وي –

ما وښودل چې څۀ رنګ افغانستان لۀ ديارلسمې پېړۍ څخه تر اتلسمې عيسوي پېړۍ پورې بدو طالعګانو همېشه پۀ مصيبت اخته کاوۀ. لومړى د چنګېز خان او تېمور لنګ هجوم او بيا د لويې تجارتي لارې انحراف. تاسو وئیلى شئ چې دا خصوصيت خو یواځې د افغانستان نۀ دی بلکې پارس او عراق هم دفعاً د تجارتي لويې لارې څخه بهر واقع شول او څومره چې افغانستان د زړۀ سوي او ترحم دى، پارس او عراق هم دي. پۀ دې خبره زۀ ستاسو سره هېڅ موافقه نۀ شم کولې.

زۀ فکر کوم چې پۀ اسلامي ټولو ممالکو کښې یواځې افغانستان زياته صدمه ليدلې ده. پارس ټول سر تر سره نه ؤ اشغال شوى. پۀ جنوب غرب کښې، حتٰي د مغلو پۀ وخت کښې، ځينې کوچنيو کورنيو لکه پۀ شيراز کښې بادشاهي کوله او مغلو پۀ خپل حال پرېښودل. دې کورنيو ئې لۀ کومې انقطاع څخه مدني ژوند او د اسلامي کلتور لوړو عنعناتو ته ادامه ورکړه. حال دا چې هم پۀ دې وخت کښې پۀ افغانستان کښې هېڅ هم نۀ وو پاتې.

بل انتقاد هم کېدى شي چې مغل د لومړۍ مرحلې پۀ شان تر اخره پورې کافر او مخرب پاتې نۀ شول بلکې مسلمان شول او اسلامي تمدن او تهذيب ئې قبول کړ.

دا خبره رښتيا ده، مګر بايد پۀ خاطر کښې وساتل شي چې مغل پۀ افغانستان کښې مهذب نۀ شول بلکې پۀ عراق او پارس کښې، نتيجه دا شوه چې د عيسوي څوارلسمې پېړۍ پۀ شروع کښې، پۀ هغه وخت کښې چې ابن بطوطه دلته راځي او غېر لۀ خرابیو څخه بل څۀ نۀ ويني؛ د پارس پۀ شمال کښې د اسلامي تمدن يو رنسانس راپېدا کېږي چې مرکز ئې د تبرېز لوى ښار ؤ.

کوم شى چې ما متاثر کوي هغه د افغانستان دا مخصوص ناوړه سرنوشت دى، بايد پۀ دې ناوړه سرنوشت پوهه شو؛ ځکه چې پۀ ډېرو مسائلو رڼا اچوي. پۀ دې وسيله مونږ ته رامعلومېدى شي چې افغانستان هغه وخت چې پۀ پښو ودرېږي، يعني د احمد شاه دراني لۀ سلطنت سره، د عيسوي اتلسمې پېړۍ لۀ منځه، دا افغانستان څومره د تحسين او تمجيد وړ دى، ځکه چې حالت دې داسې ځاى ورسېږي چې پۀ تاريخي زمانه کښې ډېر لرې پروت دى.

بالاخره تاسو به لۀ ما څخه دا تپوس وکړئ چې اوسنى افغانستان د تېرې شوې زمانې پۀ نسبت څۀ خصوصيت لري او د پخوانو بې دوامه لويو دولتونو څخه څۀ فرق لري؟ زما پۀ ګمان دا فرق ډېر لوى دى، ځکه پۀ عيسوي اتلسمه پېړۍ کښې لومړنى عامل چې ما پرې بحث وکړ، يعني د هندوکش پۀ هېواد کښې د يو سياسي تمرکز خوا ته تمايل همېشه موجود او حاضر دی – ځکه چې هم د دې عامل لۀ سببه افغاني دولت پۀ دې عصر کښې تشکيلېږي. مګر لۀ بلې خوا دوېم او درېم عامل لۀ منځه تللى دى. پۀ اتلسمه پېړۍ کښې هغه زمانې پاې ته رسېږي، پۀ کومو کښې چې مرکزي اسيا د کوچيانو او صحرا نشينانو مخزن ؤ چې دوي د شديد او مطلق احتياج پۀ بناء همېشه تيار ناست وو چې پۀ زراعتي هېوادونو هجوم وکړي او چور او غارت ئې کړي.

او دوېم عامل، يعني د هند جاذبه؟ دلته بايد يو بل نوى عامل پۀ نظر کښې ونيسو او هغه پۀ اتلسمه او نولسمه پېړۍ کښې د انګرېزانو حضور دى پۀ هند کښې – شک نشته چې د انګرېزانو راتلل او اوسېدل پۀ هند کښې د دې هېواد د پاره مفيدې نتيجې نۀ درلودې، ځکه چې دا هېواد د دوو جنګو سره مخامخ شو او د انګرېزانو اوسېدل پۀ هند کښې سبب شوچې افغانستان تر 1922ز پورې د یواځې والي او جدايۍ حالت کښې پاتې شو او د دې حالت څخه ئې ډېره صدمه وليده.

مګر بې لۀ کوم تعجبه وئیلى شم چې د انګرېزانو اوسېدل پۀ هندوستان کښې اقلاً يوه فائده وکړه؛ پۀ اتلسمه او د نولسمې پېړۍ پۀ شروع کښې ئې د هند جاذبه محدوده کړه. د نولسمې پېړۍ پۀ دوېمه برخه کښې ئې دا جاذبه پاې ته ورسوله. زۀ شرط کوم کۀ انګرېزانو پۀ هند کښې ځاى نۀ وى نيولى نو هغو شاهانو، د جنګ سردارانو او اداره چيانو چې د نولسمې پېړۍ افغانستان ئې جوړ کړ، د هند د جاذبې پۀ مقابل کښې به ئې مقاومت نۀ وى کړى او هغه کار به ئې کړى وى چې تېرو شوو سلاطينو کړى ؤ. زۀ دلته مخصوصاً د امير عبدالرحمان ستر شخصيت ته فکر کوم. دى د معاصر افغانستان رښتينى جوړوونکى دى. څۀ رنګ چې د هند دروازې تړلې وې نو دۀ ځان داخلي فتوحاتو او د هېواد يو ځاى کولو ته وقف کړ. د يوې پولادي ارادې پۀ زور، د يو نۀ ستړي کېدونکي همت او جرأت او د تحسين وړ ذکاوت او تېز بينۍ پۀ وسيله ئې دا کار پر مخ بوتلو. پۀ دې باره کښې چې کوم مهم او فوق العاده سند شته هغه د دۀ يادداشتونه او شرح حال دى. پۀ حقيقت کښې دا د هېواد د راټينګولو او تثبيتولو کار پۀ تېرو شوو زمانو کښې ممکن نۀ شو، ځکه چې لۀ اندازې څخه زيات پراخ والى ئې مانع کېدۀ او هم دا کار د افغانستان د نولسمې پېړۍ ستر مؤفقيت دى. نن مونږ د دې موفقيت نتيجه وينو چې هغه معاصر افغانستان دى.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …