د افغانستان او ایران د سرحدي سیالیو مخینه – داود جنبش

 

 

څۀ باندې یوه پېړۍ وړاندې، پر پوله د افغانستان او ایران د پوځي ټکر بیړني خبر لۀ لندنه تر پترز برګه، لۀ قاهرې تر انقرې او لۀ کلکتې تر مدینې د سیاستوالو او څارونکو غوږونه څک کړي وو.

دغه مهال ایران د روس او برطانیا پۀ دوه اړخیز تړون، د هغوي د نفوذ پۀ سیمو وېشل شوی ؤ، شمال ئې د روسانو او جنوب ئې د انګرېزانو تر عملي کنټرول لاندې ؤ. عثماني ترکیې ئې هم د ځینو سیمو لور ته لاسونه غځولي وو.

د ایران خپل کورني حالات د مشروطه غورځنګ پۀ ټوکېدو څپ څپانده شوي او پۀ هره سیمه کښې ئې یوه واکمن او یوه ټولواک د مشرۍ دعويٰ درلوده.

افغانستان، کۀ څۀ هم کورواک ؤ او د ایران خلاف ئې خاوره کښې بهرني پوځیان نۀ درلودل خو پۀ بهرنۍ تګلاره کښې ئې د انګرېز بې اجازې یو ګام هم پورته کولی نۀ شو.

پۀ داسې یوۀ سیاسي او جغرافي چاپېریال کښې، د افغانستان او ایران د پوځي مخامختیا خبر ډېرو ته هېښوونکي ؤ. پۀ دغو خبرونو کښې ظاهراً افغانستان تېری کوونکی ښودل شوی او تور لګېدلی چې د ایران د کمزورتیا پۀ کارولو غواړي پۀ سیستان کښې پرمختګ وکړي.

داسې کوم رسمي سند چې وښائي افغانستان دې د انګرېز یا روس لۀ خوا د دغه “تېري” پۀ اړه سپیناوي ته اړشوی وي، نشته؛ خو پۀ کابل کښې د خپرېدونکې ‘سراج الاخبار’ ورځپاڼې لۀ غبرګونه دا اټکل کېدلی شي چې دغسې یو فشار هرومرو پر کابل راغلی. ورځپاڼې د لومړي کال پۀ اتلسمه ګڼه )د 1912 جون( کښې د سرحدي شخړې پۀ اړه پۀ لومړي ځل ولیکل:

د ورځپاڼو پۀ ډېرو مخونو کښې د سیستان لۀ لوري د ایران د لوړ دولت پر مځکه د افغانستان د خدای پېرزوکړي لوړ دولت د پوځیانو د برید خبرونه راغلي اوخپارۀ شوي چې ټولو ئې لۀ رښتیني حال پۀ بې خبرۍ کښې خبرې هسې اوږدې کړې دي.

معنٰي دا چې افغانستان تېری نۀ دی کړی – نو اصلي خبره څۀ وه؟ د ‘سراج الاخبار’ پۀ هم دغه ګڼه کښې وړاندې لولو:

…… عجیبه لا دا ده چې د افغانستان پر خاوره د ایران د بې واکمنه خپلسرو وسله والو ډلو پر تېري هېڅ چا هم خبره ونۀ کړه او د تېري پړه ئې د افغانستان پر دفاعي حالت واچوله. پۀ داسې حال کښې چې کۀ د انصاف او رښتیاو پۀ سترګو وکتل شي، جوتېږي چې د افغانستان لوړ خدای پېرزو کړي دولت پۀ دې تړاو څومره صبر او زغم کارولی دی.

خو دا بحثونه هم دلته نه بشپړېږي. ظاهراً د ‘لندن ټائمز’ ورځپاڼه پۀ یوه مقاله کښې دا کړکېچ د چارلس ډارون “د بقاء مجادلې” لۀ قانون سره سم بولي چې افغانستان ئې پر خپل پرزېدلي ګاونډي ایران یرغل ته هڅولی دی.

د “بقا مجادلې” اصطلاح د ‘سراج الاخبار’ د مدیر محمود طرزي پام ور اړوي او د خپلې یویشتمتې ګڼې سر مقاله د هم دغه قانون روښانولو او سپړلو ته ځانګړې کوي:

سبحان الله! د حیات د محاربې دا اخ و ډب – یعني د ژوندانۀ لپاره جنګېدل بشریت ته لکه یو لوی غم چې وي! نۀ یواځې بشریت؛ چې ټول طبیعي عالم د ژوندانه لپاره پۀ دې مبارزه کښې پۀ قتل او قتال اخته او جنګېدلو او نښتلو ته چمتووینو!

زمکني داړونکي ژوي، هوائي څېروونکي مارغان، سمندري خوړونکي نهنګان؛ لۀ هوسیو او کوترو او کبانو سره لۀ پلرونو ور پاتې څۀ میراثي تربګنياو څۀ سیالي او څۀ ناسازي لري او د زمکې پر میراث یا بل څۀ ئې تر منځ کومه دعويٰ ټوکېدلې چې د پېدایښت لۀ پېله تر دا اوسه یو بل څیري، داړي او خوري؟

نه نه! نۀ ئې تر منځ کینه شته او نۀ دعويٰ، بلکې دا )د ژوندانۀ لپاره( یوه شخړه ده او بس.

تر سر مقالې وروسته، طرزي بېرته د سیستان پر سر د افغانستان او ایران اخ و ډب ته ستنېږي؛ د سیمې پۀ تاریخ کښې پۀ پلټنې پسې لیکي چې پۀ اصل کښې ټول سیستان د افغانستان برخه ؤ، بیا لاس پۀ لاس شوی او پۀ پاې کښې پۀ ختیځې او لوېدیځې برخو وېشل شوی چې لومړۍ هغه ئې چې لویه ده، د افغانستان، او دوېمه ئې چې کوچنۍ ده، د ایران پۀ خاوره کښې راغلې ده.

پۀ افغاني سیستان کښې د فراه او نیمروز ولایتونه راځي. پۀ دغه سیمه کښې د کابل ضد وروستیو وسله والو خوځښتونو او پۀ پارولو ئې د ایران تورنېدو یو ځل بیا د دې دوو هېوادو د اړیکو تاریخ ته پام ورواړاوۀ.

دغه اړیکي، د نورو ګاونډو پرتله د 1912 کال لۀ اخ و ‌ډب او یو شمېر نورو جلا پېښو سره سره، تر ډېره سوله ئیز پاتې شوي. ایران پۀ شپږو ګاونډو کښې لومړنی او یواځینی هېواد دی چې لۀ افغانستان سره ئې د اوبو د وېش رسمي تړون لاسلیک کړی. د دغه تړون لۀ مخې تهران ژمن شوی چې د هلمند پۀ اوبو کښې د حق پۀ بدل کښې افغانستان ته د چابهار لۀ لارې سمندر ته د وتلو لار ورکړي او لۀ هغه ځایه د افغانستان تر سیستانه د اورګاډي پټلۍ وغځوي؛ هغه کار چې د افغانستان کورنیو شخړو ئې د پلي کېدو مخه ونیوله.

البته د ‘لوی ایران’ پلویان هم کم نۀ دي چې افغانستان ” خپله خوږه جلا شوې برخه” بولي. ځینو ته هم دا تړاو پۀ افغانستان کښې د لاس وهنو پلمه ایسېدلې، یا لږ تر لږه پر دغه بنسټ د لاس وهنې تورونه پورې شوي دي. بله موضوع د اوبنیو زیرمو د وېش او سرحدي نخښو ده. د ایران مورخانو او چارواکو بیا بیا ادعا کړې چې سیستان ټول د ایران برخه وه او د انګرېز منځګړي پلاوي ئې پۀ خیانت یوه برخه د شلمې پېړۍ پۀ پېل کښې افغانستان ته ورکړه. پۀ دغه سیمه کښې لۀ طالب وسله والو سره د تهران د لوژستیکي او پوځي مرستو وروستي تورونه چې تهران او طالبانو دواړو رد کړي، د زیرمو او زمکو پر سر هم دغو دعوو او سیالیو ته ورګرځي.

د 1912 کال شخړه څنګه وټوکېده؟

لوېدیځو او ځینو اسلامي ورځپاڼو فراه ولایت ته څېرمه د اخ و ډب پړه هغه مهال د افغانستان پر پرمختیا غوښتونکې تګلارې اچولې وه. عن د هند ځینو ایران پلوو ورځپاڼو هم دغسې یو نظر درلود. پۀ دغو ورځپاڼو کښې یوه ‘حبل المتین’ وه چې پۀ فارسي ژبه پۀ کلکته کښې خپرېده.

دغه ورځپاڼه د خپل شلم کال پۀ نهمه ګڼه کښې، پر کابل او تهران دواړو غږ کوي چې د اسلامي نړۍ لپاره پر دې حساس مهال لۀ خپلمنځي شخړو لاس واخلي. د ‘حبل المتین’ اشاره پۀ بالقان او لېبیا کښې د عثماني ترکیې پر مستعمرو د یونان، بلغاریا او ایټالیا بریدونو (1912-1911)او د روس او انګرېز لۀ خوا د نفوذ پر سیمو د ایران وېشلو (1907) ته وه:

روښانه ده چې کۀ عثماني )ترکیه( تر پښو لاندې شوه، ایران تر پښو لاندې شوی دی او کۀ ایران تر پښو لاندې شي او ایران پاتې نۀ شي؛ افغانستان هم بیخي پاتېدلی نۀ شي – کۀ پۀ سیاسي اصولو وي او کۀ د اسلام د نوغي د ساتلو پۀ نامه، د ایران او افغانستان چارواکو ته بویه چې پرې نۀ ږدي سرحدي شخړې پېښې شي او د سرحدي چارواکو بې ځایه هیلې خبره داسې ځای ته ورسوي چې دواړو لورو ته زیان واوړي.

‘حبل المتین’ لیکي، مهمه نۀ ده چې څوک پړ دی اوڅوک وړ؛ جګړه دواړو لورو ته زیان اړوي او ځکه درول غواړي.

‘سراج الاخبار’ هم لۀ کابله دغه غږ ته غبرګون ښائي او د حالاتو د لا روښانولو لپاره خپل دوه خبریالان یو پۀ هرات او بل پۀ چخانسور یا اوسني نیمرزو کښې ګماري چې سیمې ته ورشي او د خپلو سترګو لیدلی حال د خپرېدو لپاره ور واستوي.

دواړه رپوټونه پۀ زړۀ پورې او د حساسو تاریخي شواهدو درلودونکي دي چې دلته راوړل کېږي.

د چخانسور د خبریال رپوټ:

‘سردارخداداد خان سیستانی’ چې د ایراني سیستان پۀ مخورو مشرانو کښې راځي، د جمادي الاول میاشتې پر لومړۍ نېټه لۀ خپلو ګڼو وګړو سره پر پوله راوښتی او د افغانستان پۀ خاوره کښې ئې پر ‘وکدیله’ کلي چې پۀ ‘فتح کلا’ کښې پروت دی، یرغل ور وړی او د افغانستان د لوړ دولت لۀ اتباعو څخه ئې د سلو کورونو مالونه تالا او لوټ کړي دي او پر دې ئې هم بسنه نۀ ده کړې او د وګړو عزت او ناموس ته ئې هم لاس غځولی او د ‘محمد خان’ پۀ نامه د کلي د یوۀ مخور کس مېرمن او لوڼې ئې تښتولې دي.

دا موضوع پۀ یوه اوونۍ کښې د عاجل ډاک لۀ لارې د چخانسور د حاکم او سرحد وال جناب حاجي شېردل خان او د دغه ځای د پوځي عسکرو د بریګېډ جناب غلام احمد خان لۀ خوا وړاندې او ورسره جوخت د هغو ځانګړو زدکړو لۀ مخې چې کړې ئې دي، د منظمو لښکرو درې پوځي بلوکه او یو توپ هغې سیمې ته چې ‘دشتِ خوابگاه’ نومېږي، واستول شول.

دغو عسکرو ایراني سیستاني لنډغر وټکول او غوږونه ئې ورتاو کړل او دوي ئې لۀ خپلو مورچلو چې پۀ بې نخښو او د دواړو لورو تر منځ پۀ لانجمنه سیمه کښې ئې جوړې کړې وې او د لاس وهنې پۀ بڼه پۀ کښې ناست وو، لرې او پورته کړل او دغه راز بلوک مشر لوړ پرتمی شېر محمد خان لۀ عبدالصمد خان سره د سیستان حاکم ښاغلي جناب حشمت الملک ته واستول شول او لۀ دغه حاکم نه لۀ سردار خداداد خان نه د اښتنو پوښتنو او د محمد نومې لۀ مېرمنې او لوڼوسره یو ځای د افغاني وګړو د ټولو لوټ شوو مالونو ستنول وغوښتل شول. د فراه او چخانسور عسکري فرقې پیاوړې کېږي.

پۀ چخانسور کښې افغان خبریال خپل رپوټ پۀ دې ګواښنې بشپړ کړی چې پۀ سیمه کښې افغان اولس پارېدلی او د ایراني سردار پۀ دغه کړنه خورا ناخوښه دی. د چخانسور د خبریال نوم یاد شوی نۀ دی خو د هرات خبریال د خپل رپوټ پۀ پاې کښې د نامه لومړني توري “م. ص” ښائي.

پۀ هرات کښې د ‘سراج الاخبار’ د ځانګړي خبریال موندنې:

د ‘سراج الاخبار’ دا خبریال خپل رپوټ د ایران پرحالاتو لۀ یوې لنډې تبصرې پېلوي چې څنګه پۀ کښې مشروطیت او د بهرنیو هېوادو لاس وهنو او پوځي شتوالي نظم او اداره لۀ منځه وړې او پۀ کړاوونو ئې اخته کړی دی. وروسته لیکي:

د ایران سرحدي وګړو د خپل متبوع دولت د زور او نظم لۀ نشتوالي ګټه پورته کړه. څۀ موده د مخه د ایران بلوڅ پوونده و د )قلعه کاها( او )انار درې( لۀ لوري د څړ ځایونو لپاره د افغانستان د لوړ دولت پر خاوره تېری وکړ او دغه راز تر دې لږ وړاندې د ایران د )قاینونو( ځینو وګړو پر برزخ )صفري( سیمه تېری کړی. د افغانستان د خاورې پولې ته څېرمه ئې لۀ هېڅ شرعي او نظامي حق پرته دځینو زمکو ابادول او کرل پېل کړي چې دا کارونه لۀ یوې مخې د ملګرتابه او ګاونډیتوب لۀ حقونو سرغړونه بلل کېده او تر اوسه کله هم داسې یو څۀ نۀ وو پېښ شوي.

طبیعي ده چې د افغانستان د لوړ دولت سرحدي ځواکونو د دغو پردو یرغلګرو مخه ټینګه ونیوله او وې شړل. نو پر دې بنسټ د دواړو لوړو دولتونو تر منځ سیاسي لیکونه پېل شوي چې مونږ ئې هغه نور لیکونه چې د خراسان او سیستان د بهرنیو چارو د مسئول ښاغلي جناب حاجي )نبیل الملک( لۀ خوا پۀ مشهد کښې د افغانستان د خدای پېرزو کړي دولت د وکیل التجار جناب عبدالله خان پۀ لاس لوړې همایوني درشلې ته وړاندې شوي او هغه ځواب او لارښوونې چې لۀ لوړې سلطنتي پلازمېنې نه د هرات ښاغلي نائب الحکومه ته رسېدلي؛ تر دې مهاله لا تر لاسه کړي نۀ دي، چې کۀ وروسته پۀ لاس راغلل، در وابه ئې ستوم خو د ځینو نورو رسمي پاڼو لۀ څېړنې چې د نائب الحکومه ګۍ او مرکز او وکیل التجار تر منځ تللي او راغلي دي، کره شوې چې تېری پۀ اصل کښې د ایران لۀ خوا شوی نۀ د افغانستان لۀ خوا.

دا کره خبر هم تاسې ته درلېږم چې یوه عذرپاڼه د ښاغلي حشمت الملک او د ایراني لښکرو د مشر لۀ خوا ښاغلي نائب الحکومه صاحب ته رارسېدلې چې د سردار خداداد خان لۀ خوا ئې پر شوې خطا بخښنه غوښتې او د فساد پړه ئې د دغه سردار پر کشر ورور او تربرونو اچولې او د هغوي د غوږونو د تاوهولو او د پړوني د ناغې پۀ ډول ئې لۀ یوۀ اوښ سره د محمد خان نومې د مېرمنې او لوڼو د بېرته سپارلو لیکلی خبر ورکړی دی.

د دغو دوو رپوټونو تر خپرولو وروسته، محمود طرزی د دغه اوږد مطلب پۀ پاې کښې د تبصرې پۀ ډول کاږي:

دا دی پر پېښپاڼو د تا وئیلو ما وئیلو رښتینی حال چې د اسلامي نړۍ د یو والي پلویانو ته ئې اوږدې اندېښنې او اټکلونه ور اچولې دي. سیاسي حقوق پوهان به راسره ومني چې پۀ دې مسئله کښې زمونږ سپېڅلي متبوع دولت د ګاونډیتوب پۀ برخه کښې هوښیاري او درنښت او لۀ ایراني دولت سره پر داسې یوۀ نازک مهال د شخړې د نۀ پارېدو لپاره خورا صبر او زغم کړی دی او کۀ نه نو د خداداد خان حق نا پېژندي او سپین سترګي کارونه چې د مالونو پۀ وړلو او پر عزت او ناموس ئې د تېري پۀ برخه کښې خپله پوره لنډه غري او شوکماري ښودلې، داسې څۀ نۀ دي چې افغانستان ئې وزغملی شي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …