د افغانستان استقلال د ساتنې پۀ سل کلنه مبارزه کښې،د افغان کډوال وجود د یوې سیاسي ستونزې پۀ حېث – حبیب الله کاکړ

 

 

 

 

پۀ 1879ز کښې چې د امیر یعقوب خان او لویس کیواناري (Sir Louis Cavagnari) ترمنځ د ‘ګندمک’ کوم تړونلیک لاسلیک کړی شو او بیا امیر عبدالرحمان هغه لۀ پېرنګو سره ومنلو، تقریباً تر یو کم څلوېښت کلونو پوري افغانستان د یو ریاست پۀ حېث د برطانوي هند یو پروټیکټورېټ )زیرحمایت (Protectorate ریاست پاتې شو. د بهرنیو چارو، د بهرنیو ریاستونو سره د سیاسي اړیکو د ازادۍ د بیا اخستلو جذبې د غازي امان الله خان لۀ کښېناستلو پس ځوانې شوې چې درېم پېرنګي-افغان جنګ ته ئې زوکړه ورکړه. وئیل کېږي چې لۀ پېرنګیانو سره د افغانانو دا اولنی جنګ ؤ چې افغانانو پکښي سیاست ګټلی ؤ. د 1919ز د اګست میاشتې لۀ پېرنګیانو سره د راولپنډۍ د تړونلیک لاسلیک افغانستان پۀ بهرنیو چارو کښې ازاد کړ.

مونږ چې کله هم د افغانستان د استقلال خبره کوو، مونږ ته تر غازي امان الله خان وړاندې افغانستان د یو استعماري وجود یا د یوې کالونۍ د تصویر پۀ حېث ذهن ته نۀ راځي بلکې پۀ بهرنیو چارو کښې خپل واک بائیللی افغانستان مو سترګو ته ودرېږي. پۀ دې کښې کۀ څۀ هم شک نشته، برطانوي هند او لویې برطانیې افغانستان پۀ بهرنیو چارو کښې اوس د یو خپلواک او ازاد افغانستان پۀ حېث منلی ؤ خو د روسیې لۀ انقلاب وروسته د هغوي د روسیې د راغزېدلو وېره نوره هم زیاته شوې وه. د افغانستان د استقلال ساتنه نو ځکه پۀ خپله د غازي امان الله خان پۀ وخت کښې مبارزه وه. د پېرنګیانو پۀ دلاسو د بچه سقاو تنګ نظر بغاوت د افغان د استقلال ساتنه پۀ یوه حقیقي مبارزه کښې بدل کړه، ځکه چې لۀ دې بغاوت نه پس د افغان خاورې هر قامپرست بچی اوس پۀ دې پوهه شوی ؤ چې لۀ پېرنګیو سره لاسلیک کړی شوی دافغانستان استقلال هر وخت ژغورنې ته اړتیا لري – ځکه چې د پېرنګیانو پۀ مرسته هر وخت د یو بچه سقاو د راپورته کېدلو امکان شته.

لۀ دوېمې نړیوالې جګړې وروسته، چې کانګرس او نور ازادي غوښتونکي قوتونه پۀ دې وتوانېدل چې پېرنګیان لۀ هند څخه وشړي نو هغوي خو افغانستان مخکښې یواځي روسیې او منځنۍ اسیا سره تعلق ساتلو ته نۀ پرېښودو، او ټول بهرنی سیاسي تعلق ئې ورته لۀ هند سره خوښ ؤ، خو اوس ازاد هند هم د هغوي د سترګو ازغی جوړ شوی ؤ – نو خپلو چاپلوسانو ته ئې د هند یوه داسې برخه د ‘پاکستان’ پۀ نوم پۀ لاس کښې ورکړه چې یواځې دا نۀ چې د هند او افغانستان اړیکې ته خنډ شي بلکې د مذهبي جذباتو پۀ ترڅ کښې وجود ته راغلی دا ریاست د روسیې پۀ ضد پۀ یوه اسلامي مذهبي بیانیه جوړولو کښې هم مهم رول ولوبوي.

پۀ دې نوي ریاست کښې هغه ټول قامپرست او سیکولر قوتونه چې د خاوري د اختیار اخستلو پۀ سیاست کښې د پېرنګیانو دښمن قوتونه پاتې شوي وو، د غازي امان الله خان د افغانستان د استقلال ملګري پاتې شوي وو؛ د مسلمان پۀ لاس پۀ یوه نوې غوندې مذهبي چاړۀ ووهل شو. مسلم لیګیانو پر خدائي خدمتګارانو ګولۍ یواځې پۀ دې نۀ ورولې چې هغوي د پېرنګیانو پۀ ضد پرون د کانګرسیانو ملګرتیا کړې وه، بلکې خدائي خدمتګارانو اوس وهل ځکه خوړل چې هغه دلته د دې خاورې یو رښتینی قوت ؤ. دې قوت پرون د افغانستان د استقلال جنګ کښې د غازي امان الله خان ملګري کړې وه، دې قوت پۀ هند کښې د کانګرس پۀ رسمي دستورو کښې د افغانستان استقلال لمانځلی ؤ، دې قوت اوس هم غوښتل چې پۀ خپله خاوره کښې د هرې بیانیې مخالفت وکړي چې د افغانستان پۀ استقلال کښې خنډ شي. د خدائي خدمتګارانو تحریک د یو سیاسي قوت پۀ حېث، پۀ افغانستان کښې د غازي امان الله خان وارثان تائیدول خو پېرنګیانو وجود ته راوړي ریاست دلته یو داسې قوت ته اړتیا لرله چې د بچه سقاو د وارثانو ملګري وکړي. یو اړخ ته د دې خاورې رښتیني بچي خدائي خدمتګاران وژل، د هغوي مالونه ضبطول، هغوي او د هغوي مشران پۀ زندانونو کښې اچول شروع شو، بل اړخ ته پۀ دې خاوره کښې د مذهبي تنګ نظرۍ تخم اچول شروع شو.

پۀ مسلمانانو ملکونو کښې هر ځای د قامپرست او ترقي پسند قوتونو وهل شروع وو او مذهبي ذهنیت ته د سعودي پۀ مرسته وده ورکول، پۀ افغانستان کښې تر انقلاب راتلو وړاندې د افغانستان د سیاسي مذهب پرست ذهن لرونکي خلق پښتونخوا او قبائیلي سیمو ته راتلل شروع شو. خدائي خدمتګارو کۀ یو اړخ ته پۀ افغانستان کښې د سردار داود خان ملګرتیا کوله خو دې اړخ ته ئې د پاکستان پۀ مختلفو سیمو کښې امریکه دښمن قوتونه راغونډول چې د ایوب خان د دې پالیسیو مخه ونیسي. د داود خان شهید د حکومت پۀ اخري دوره کښې چې څومره کمیونسټ اثار زیاتېدل، هومره د افغانستان د مذهبي سیاست مدار و سترګې د پاکستان پۀ لور کږېدلې. پۀ پاکستان کښې د ریاستي مذهبي بیانیې د مخ نیوي د پاره د پاکستان قامپرست ګوندونه، امریکه دشمن ذهنونه پۀ یو ځای را غونډول شروع کړل. خپله نظریاتي لمنه ئې دومره پراخه کړه چې د کمیونزم کومه هوا چې پۀ پاکستان کښې رالوتې وه چې دغه وګړي هم لۀ ځان سره د دې مقصد د پاره ملګري کړي، پۀ څۀ کښې چې نېشنل عوامي پارټي تر ډېره حده کامیابه هم شوه.

خو پاکستان د ریاست پۀ حېث اخر د پېرنګیانو د پالیسیو تسلسل ؤ – د نېشنل عوامي پارټۍ او د هغې امریکه بېزار اتحادیه ئې پۀ هم داسې یو کیڼ اړخیزه بیانیه (Leftist Narrative) وهل لازمي وګڼل. د مارشل ایوب خان لۀ کابینې ئې د ذوالفقار علي بهټو غوندې ژبه مار سړی را مخ ته کړو او یو کمیونسټ غوندې سکرپټ ئې د یو ګس اړخیز غوندې ګوند د پاره د منشور پۀ حېث ولیکلو. د صوبه سندهـ، پنجاب، پښتونخوا او بلوچستان ډېر لفټسټ، مترقیان او لبرل ئې ورته پۀ شا وتمبول. د ذوالفقار بهټو ګوند ریاستي ستراتېژیو ته یوه ګټه خو دا وکړه چې د نېشنل عوامي ګوند قوت ئې مات کړو، پاکستاني لفټسټ او لبرلانو ته یو بل متناوب (Alternate) ملاو شو. بله ګټه ئې دا وکړه چې پۀ پاکستان کښې د حق غوښتنې سیاست ته چې د کمیونزم د لټرېچر خپرېدلو پۀ نوو زلمو کښې کوم نوي جذبات را پارولي وو، د هغوي استحصال ئې هم وکړو. درېمه مهمه ګټه دا وه چې پۀ افغانستان کښې داود خان دلته د ولي خان ملګری ؤ، بهټو د ولي خان مخالف ؤ؛ ځکه د سردار داود مخالف ؤ. پۀ افغانستان کښې د سردار داود مخالفینو سره، هغه کۀ د ښي دریځ خاوندان وو او کۀ ګس اړخیز، ذوالفقار بهټو ښۀ تعلق جوړول غوښتل؛ ځکه د سردار داود مخالفینو د ایوب خان او بهټو پۀ وخت کښې لا پاکستان ته راتلل پېل کړل.

د بنګله دېش لۀ بېلېدلو وروسته، بهټو ته نېشنل عوامي ګوند یواځینی حریف پاتې شو نو ئې پابندي ورباندې ولګوله. مشران ئې ورله پۀ جېلونو کښې بندي کړل، خلق ئې ورباندې وټکول. غرض دا، چې د هغه مارشل ذهن، پۀ پښتونخوا او بلوچستان کښې قامپرست خو نۀ پرېښودل، خو مذهبي سیاست او هغه کمیونسټ سیاست ازاد ؤ کوم چې د دۀ پېروي کوله. پۀ افغانستان کښې لۀ انقلاب راتللو پس، د افغانستان د سیاسي مذهب پرستو پاکستان ته پۀ ډلو ډلو راتلل پېل شو. د چا جهادي تربیت چې د بهټو رژیم نۀ شو کولی، د هغوي کار پوره شوی ؤ؛ ځکه دلته د جنرل ضیا‌‌‌ء مارشل لاء ولګېده.

د افغانستان استقلال ته د بچه سقاو پالنې روایت د پېرنګیانو پۀ وخت کښې پۀ تیاره کښې کېدو، خو اوس پۀ پاکستان کښې هم پۀ مذهب روا کړی شو او هم پۀ افغانیت. د مسلمانۍ بیانیه، د مسلمان د ورورلۍ بیانیه یوې داسې انتها ته ورسېدله چې ګلبدین حکمتیار پۀ هشنغر کښې تر ولي خان زیات اثر و رسوخ موندلی ؤ. د روسيې د ځواکونو افغانستان ته لۀ ننوتلو سره، د ځپلو ربړېدلو افغانانو یو بهیر پاکستان ته رامات شو. پۀ پاکستان کښې دې مهاجرینو افغانانو ته د ګلبدین حکمتیار، د مولوي یونس خالص، عبدالرب سیاف، جمال الدین حقاني او محمد محقق اولس ووئیل شو او پۀ یوه سوچه اسلامي مینه ئې هرکلی وکړی شو. د مسلمانانو وروڼو کېمپونه د امریکې د ډالرو پۀ بدل کښې پۀ پښتونخوا، منځنۍ پښتونخوا او جنوبي پښتونخوا کښې خوارۀ کړی شو.

دلته د لر او بر یو افغان نعرې وهونکي قامپرست پۀ هم دې کېمپونو کښې د روسیانو پۀ تور، د هندوانو پۀ تور، د کمیونسټانو پۀ تور لۀ دې کېمپونو لرې پاتې کړی شو – خو د جماعت اسلامي د قاضي حسېن احمد استازي، د وهابیانو مبلغانو ډېر پۀ درناوي سره پکښې پۀ لوډ سپیکرو کښې تقریرونه کول. د پاکستان د انسان دوست او هیومنسټ لټرېچر دا دعويٰ پر خپل ځای درسته ده چې “پاکستان د نړۍ واحد ملک دی چې پۀ لکهونو افغانانو مهاجرینو ته ئې کورونه ورکړل، روغتونونه ئې خلاص ورته وساتل، کاروربارونو ته ئې ازاد پرېښودل؛ د مدرسو، مکتبونو او ښونځیو دروازې ئې ورته پۀ پراخ زړۀ پرانستلې.’

د نائن الېون لۀ اېپیسوډ (Episode) څخه وروسته چې امریکه افغانستان ته راننوتله، د افغانانو کډ والو بهیر نور هم رامات شو. پاکستان لا هم هغسې د مسلماني ورورولۍ مظاهره کوله. دا ځل د امریکې بیانیه بدله وه. دا ځل امریکې د مقدس جهاد نوم پۀ ترهګرۍ بدل کړی ؤ او پاکستان پرون هم د امریکې ملګری ؤ او نن هم؛ خو د افغان کډوالو هغسې مسلمان ورور ؤ.

عجیبه لوبه خو دا وه چې دا ځل هم پوځي ډېکټېټر ناست ؤ. د ضیا‌‌‌ء د ډاکټوراین (Doctrine) د مکمل مخالف ډاکټوراین د منشور پۀ رڼا کښې ناست ؤ خو افغان مهاجرین، افغان طالبان دا ځل هم مسلمانان وروڼه وو.

لۀ دوه زره اتم (2008) څخه دلته پۀ پاکستان کښې یو جمهوري حکومت راغلی او هلته پۀ افغانستان کښې یو جمهوري غوندې حکومت اول پړاو پای ته رسولو او پۀ دوېم پړاو کښې داخلېدو. پۀ پاکستان کښې د مېشتو ‘مسلمانانو افغانانو’ نوم پۀ ‘افغان مهاجرین’ سره بدلېدل شروع شو. د ترهګرۍ او د سیکیوریټائزېشن (Securitization) پۀ رڼا کښې چې دلته د دې خاورې د ځائي افغانانو د ژوند کوم حالت شوی ؤ، هغه زمونږ د بحث موضوع نۀ ده، خو د کډوالو افغانانو ژوند د تنګېدلو مختلفې حربې رامنځ ته شوې.

سوال دا دی چې پۀ پاکستان کښې مېشت افغان کډوالو ایا واقعي پۀ پاکستان کښې یوه ټولنیز اقتصادي ستونزه پېدا کړې ډه؟ د افغان مهاجرینو شتون واقعي سیکیورټي ستونزې راپورته کړې دي؟ د افغان مهاجرینو لۀ جرمونو سره، پۀ پاکستان کښې لۀ ترهګرۍ سره تر کومه حده اړیکه شته؟ سوال دا دی چې ایا د افغان مهاجرینو شتون رښتیا هم د پاکستان پۀ ستونزو کښې زیاتوالی کړی؟ او پاکستان نور نۀ شي کولی چې د تکلیفونو دا پېټی پر سر ولري، کۀ نه پاکستان هغوي ته شهریت ورکولو ته خو تیار دی مګر وېره دا محسوسوي چې د هغوي تعلق لۀ افغانستان سره هم شته او دا تعلق پاکستان ته ستونزې نورې زیاتې نۀ کړي؟ پۀ بلوچستان کښې د افغان مهاجرینو شتون، د هغۀ پۀ ضد د بلوڅو قامپرستو بیانیه څۀ ده؟ ایا پاکستان رښتیا هم د بلوڅو قامپرستو بیانیې ته پۀ خپلو سیاسي ستراتېژیو کښې ځای ورکړی؟ پۀ پاکستان کښې کۀ لۀ یو پښتون قامپرست نظر نه ورته وکتل شي، افغان کډوالو ته باید پاکستانی شهریت ورکړی شي کۀ نه؟ د افغان کډوالو پر ستونزه باندې د پښتون قامپرست یو واضح غوندې نظر څۀ دی؟

زۀ چې دا ټول سوالونه پۀ خپل ذهن کښې پر لۀ اړوم، ما ته داسې برېښي چې دا ټول سوالونه د پاکستان د یو بنیادي ستراتېژیک هدف پۀ ترڅ کښې پر رسنیو باندې راپورته کېږي. دغه هدف ته تر پاملرنې وړاندې یو ځل د افغانستان اوسني روان جنګ ته پۀ ځیرک بېنۍ سره کتل پۀ کار دي چې ایا پۀ افغانستان کښې د طالبانو نظریاتي ساخت اوس هم پۀ ټولنه کښې دومره ژورې رېښې لري کومي چې ئې د نوي (90s) پۀ لسیزو کښې لرلې کۀ نه؟ زما پۀ خیال ځواب دوېم دی. ما ته نۀ ښکاري چې طالب اوس هم پۀ اولسي کچه خپل تصویر پۀ نظریاتي چوکاټ کښې ژوندی ساتلی شي. پۀ پښتنې ټولنه کښې د طالب نظریاتي ساخت ته، پۀ دې تېره لسیزه کښې ډېر لوی زیان رسېدلی دی. ما ته نۀ ښکاري چې طالب دې لۀ ټوپک نه بغېر پۀ پښتنه ټولنه کښې خپل یو سیاسي تعریف و لري او د دې تعریف پۀ رڼا کښې ځان د یو سیاسي سټېک هولډر پۀ حېث ثابت کړي.

د طالبانائزېشن د نظریاتي ساخت د ماتولو ګڼ لاملونه کېدی شي خو یوه مهمه وجه دا وه چې طالب لکه څنګه چې معلومه ده، پۀ افغانستان کښې د یو جنګي ماحول تخلیق ؤ. طالب پۀ خپل تعریف کښې لۀ اولنۍ ورځي ټوپک د یو مهمې قضیې پۀ حېث لرلی. خو طالب ته د ارامګاه ځای پښتونخوا وه. د طالب سیاسي نظریاتي تبلیغ پۀ پښتنونخوا کښې شوی ؤ. يواځې دا نۀ چې د افغان کډوالو پۀ کېمپونو کښې طالبانائزېشن د یوې سیاسي نظریې پر اساس تبلیغېدو بلکې پۀ پاکستان کښې ټول مذهبي ګوندونه، هن تر دې چې ډېر ګس اړخیز ګوندونه د طالبانائزېشن پۀ حق کښې وو. د نوي لۀ لسیزې چې پۀ پاکستان کښې د طالبانائزېشن کومه سیاسي روزنه شوې وه، د دې اثار پۀ پښتونخوا کښې لۀ 2003ز څخه پۀ اولسي کچه لیدل شروع شو.

پۀ دوه زره اتۀ (2008) کښې د طالبانائزېشن سیاسي بیانیه دلته هم پۀ پښتني ټولنو کښې دومره پراخه شوې وه چې هغوي پۀ قبائیلي سیمو او سوات غوندې نازک مزاجه علاقه کښې خپل امارتونه اعلان کړل. خو د طالبانو پر نظریاتي ساخت چې لۀ دوه زره اتۀ نه بیا تر دوه زره دیارلس (2013) پورې کوم نظریاتي ګزار وشو، هغې یواځې دا نۀ چې طالبانائزېشن ئې پۀ پښتونخوا کښې پۀ ترهګرۍ بدل کړو، بلکې تاثیر ئې پۀ افغانستان کښې د طالبانو پر نظریاتي ساخت وشو. هغه ځکه چې د طالبانو جنګي تربیت ګاه، د طالبانو نظریاتي درسګاه د نوي لۀ لسیزو نه پښتونخوا پاتې شوې وه. اوس طالب د کرښې پۀ را دې خوا پښتونخوا کښې خپل هغه تصویر پۀ اولسي کچه بائیللی ؤ. پاکستاني ریاست د طالبانائزېشن د دې مات شوي نظریاتي ساخت د بیا رغولو او دې ترهګر تصویر ته د مجاهد رنګ د بیا ورکولو د پاره د good او bad د توپیر یو کاونټر نېرېټیو را منځ ته کړ. خو پۀ دې نېرېټیو سره اوس د پخواني ساخت پرزې د بیا یو ځای کولو ځکه نۀ دي چې پۀ افغانستان کښې د اوسني حکومت د طالبانو پۀ کاونټر نېرېټيو کښې د پاکستان د good او bad توپیر یو مهم رول ولوبولو. هغوي د پاکستان دغه توپیر پۀ ډېره مؤثره طریقه د خپل اولس د ضد طالب د شعور برخه کړ.

داسي برېښي لکه چې پاکستان پۀ دې نتیجه رسېدلی وي چې د یوې کلک دریځې مذهبي نظریې پر اساس نور پۀ پښتنې افغانۍ ټولنه کښې د طالبانو نېټ ورک خورول ګران وي. هغوي ځکه د طالبانو هغه پخواني مشران پۀ زندانونو کښې د بندي کولو پۀ نوم محفوظ ساتلي وو. پۀ دې کښې د هغوي یو هدف خو دا ؤ چې د امریکې او د طالبانو د مذاکراتو مرحلې ته ئې د خپلې بیانیې د استازو پۀ حېث ژوندي وساتي. دوېم د هغوي ژوند د طالبانو جنګ ته د یو نظریاتي جنګ نوم ورکولی شي.

ما ته داسې برېښي لکه چې پۀ افغانستان کښې د افغان حکومت پۀ ضد د طالبانو جنګ نور نظریاتي ساخت بائیللی وي او دا جنګ اوس ډېرې لاندې سطحې ته هم د یو کاروبار پۀ حېث را کوز شوی وي. لۀ دې نه بې شکه انکار نۀ شي کېدی چې د افغانستان ټول جنګ د اتیا (80s) لۀ لسیزو نه یو کاروبار ؤ خو دا کاروبار د جنګ د ډېرو لوړو او لویانو لوبغاړو تر منځ ؤ. پۀ لاندې سطح باندې دې جنګ پۀ یو نظریاتي غوندې چوکاټ کښې سرونه وهل. اوس داسې برېښي چې پر لاندې سطح باندې هم دا ټوپکوال او پۀ مېدان کښې جنګېدونکي زلمي دا جنګ د یو کاروبار پۀ حېث کوي. داسې برېښي چې لکه هغوي پۀ خپل ټولنیز وجود کښې داسې ګېر (trap) شوی وي چې هغوي لۀ جنګ کولو نه بغېر بله لاره نۀ مومي. خپلو بچیانو ته د روزۍ ګټلو بس هم دغه یوه لاره لري. کۀ دا لاره پرېږدي یا خپله سر خوري او یا به ئې بچې لۀ لوږي مري.

دا یوه لویه دعويٰ خو ضرور ده، دا دعويٰ اثبات ته د رسولو د پاره یوې ډېرې پراخې مطالعې ته اړتیا خو ضرور لري؛ خو البته د یوې ژورې اتنوګرافیک ډېټا (Ethnographic data) راغونډولو وړاندې، د پاکستان د ستراتېژک اهدافو د جنګي تجرباتو د تاریخ پۀ رڼا کښې دا تهیوري دومره غلطه هم نۀ ښکاري. مونږ کۀ د یو کېس سټډي (Case study) پۀ حېث د افغان ژورنالسټ محمد نواب مومند قیصه مخې ته کېږدو، ښائي چې مونږ پۀ دې نظر لرلو کښې یو مهم استدلال ته ورسوي.

نواب مومند د افغانستان اولنی ژورنالسټ ؤ چې لۀ براهمداغ بګټي سره ئې تر دوه زره اتۀ وړاندې یوه مرکه شوې وه. بیا چې کله د 2009 پۀ شاوخوا کښې براهمداغ بګټي پۀ افغانستان کښې سیاسي پناه اخستې وه نو د پاکستان لۀ خوا پۀ راولپنډۍ کښې یو کاروباري استوګن افغان حاجي محمد ایوب ورسره یوه کاروباري غوندې اړیکه ټینګه کړه. د هغوي لۀ یو بل سره تعلق د کاروبار پۀ رڼا کښې مخ پۀ وړاندي تر دې ځایه راورسېد چې حاجي ایوب خو اول لۀ براهمداغ بګټي سره د ناستې کولو خواهش څرګند کړ، وروسته ئې د هغۀ د وژنې د پاره اووۀ لکهه امریکائي ډالر او پۀ راولپنډۍ کښې د پناه اخستلو پۀ خاطر پۀ بحریه ټاون کښې د یو کور ورکولو وړاندیز وکړ. نواب مومند چې اوس پۀ هندوستان کښې د پناه اخستلو پۀ حېث استوګن دی، دا ټول حال یو هندي ټي وي چېنل ته پۀ یوه مرکه کښې سره لۀ ټولو دستاوېزاتو پېښولو؛ بیانوي چې هغوي څنګه د افغانستان لۀ استخباراتو سره پۀ پټه اړیکه کښې د پاکستان د استخباراتو پۀ افغانستان کښې د بلوڅو د مشر د وژنې دغه هڅه ناکامه کړه کومه هڅه چې هغوي پۀ پاکستان کښې د مېشت یو افغان پۀ توسط سره تر ډېر حده پۀ کامیابۍ سره کابل ته رارسولې وه. د دې تصدیق براهمداغ بګټي پۀ خپله پۀ اروپا کښې پۀ یوه مرکه کښې هم وکړ چې نواب مومند څنګه هغوي لۀ مرګ څخه و ژغورل.

مونږ کۀ د دې پېښي جاج د مجاهدینو او د طالبانو د تاریخي دورې پۀ رڼا کښې واخلو، دلته دومره توپیر ښکاري چې پرون چې د مجاهدینو یو مشر یا د طالبانو یو مشر لۀ پاکستان نه پۀ افغانستان کښې یو څوک د چا وژلو ته چمتو کولو نو د یوې مذهبي نظریې پۀ رڼا کښې ئې دا کار کولو، خو د نواب مومند پۀ دې کېس کښې نېغ پۀ نېغ د پېسو لېن دېن کېږي. پۀ دې کښې هم شک نشته، کۀ خدای مۀ کړه، براهمداغ پۀ کابل کښې وژلی شوی وی، ضرور به ئې طالبانو د وژلو ذمه واري قبوله کړې وه.

دلته سوال دا ضرور را پورته کېږي چې دا خو یوه پېښه ده، د دې تعمیم (generalization) به یوه اکاډمک رویه نۀ وي؟ دا خبره پر خپل ځای بې شکه درسته ده خو زمونږ لۀ دې لیکنې نه مقصد دا هم نۀ دی چې دا لیکنه پۀ دې سیاسي ستونزه کښې یوه سائنسي غوندې پرېکړه وکړي. خو البته، دا ضروري ده چې پۀ نړۍ کښې د افغان کډوالو وجود، پۀ خاصه توګه پۀ پاکستان کښې د افغان کډوال وجود، باید د افغانستان لۀ استقلال سره، د افغانستان لۀ سیاسي پېښو سره پۀ یو ژور غوندې تعلق کښې تر علمي بحثونو لاندې شي. پۀ کوئټه کښې د شتمنو افغان مهاجرینو، د چا پر پاکستاني شناختي کاډ چې هر وخت د ریاستي ادارو د بلېک مېلینګ توره ځوړنده وي، د هغوي مجبوریانې مونږ د شپو د تیارو پۀ غېږ کښې هم لیدلي دي او پۀ سپینه ورځ هم – پۀ کوئټه کښې کۀ د ‘کشمیر ډی’ د لمانځنې فنډنګ وي کۀ د ‘جماعت الدعوة’ مشر حافظ سعید ته د خلقو د راغونډولو او پېسو ورکولو کار، دا ټول کارونه لۀ دې شتمنو کډوال افغانانو څخه پۀ عجیبه غوندې بلېک مېلینګ کښې اخستی کېږي. د دې افغانانو تګ راتګ افغانستان ته هم کېږي. پۀ افغانستان کښې د هغوي غریب خپلوان د علاج د پاره هم دې افغانانو ته راځي او پۀ کوئټه، کراچۍ، او اسلام اباد کښې علاج کوي. نو دوي چې دلته د خپل جائیداد د ژغورلو پۀ خاطر د پاکستان د ادارو پۀ مختلفو چالونو کښې بلېک مېل کېږي، نو ایا د بلېک مېلینګ دا اثر به پر افغانستان څۀ تاثیر نۀ لري؟ ګلبدین حکمتیار ولې د افغانستان پۀ ټولټاکنو کښې پۀ پاکستان کښې د مېشت افغان کډوالو د ووټ حق غواړي؟

ما ته داسې برېښي چې پۀ پاکستان کښې د افغان کډوالو وجود د اویا (70s) لۀ لسیزو نېولی بیا تر 2010 پوري چې څنګه د افغانستان لۀ استقلال سره یو ژور غوندې ربط لرلی، نن ئې هم لري. خو فرق دا دی چې د پرون مسلمان افغان مجاهد ورور پۀ افغان مهاجر سره بدل شوی دی. دا فرق د پاکستان پۀ ستراتيژک هدف کښې څۀ فرق نۀ دی راوستی، بلکې د هم دې ستراتیژک هدف پۀ رڼا کښې شوی دی. پاکستان نور نۀ شي کولی چې پۀ افغانستان کښې روان جنګ پۀ نظریاتي خول کښې وساتي. ځکه لۀ دې افغانانو سره د مسلمانۍ رشته تقریباً ختمه کړې شوه. پۀ څلوېښتو کلونو کښې چې دې ربړېدلو او جنګونو ځپلو افغانانو دلته پۀ مزدوریو، کاربارونو او ځان وژونکي محنتونو سره کوم جائیدادونه جوړ کړل، د هغوي پۀ ژغورنه کښې د بلېک مېل کېدلو د پاره، کله د مهاجرینو د ویستلو بهانه را پورته شي، کله ئې غریبانو ته پۀ زور لاس واچول شي او تر کرښې ئې ها خوا واړوي او بیا ئې پۀ پېسو واپس راپرېږدي. کله ئې لۀ روغتونونو پورته کړي پۀ زندانو کښې ئې واچوي. کله ورته د بېنکونو اکاونټونو خلاصولو خبره را منځ ته شي، کله بیا د شناختي کاډونو ورکولو. د دې هرڅۀ اخر مقصد څۀ دی؟

زما پۀ خیال، یو خو پۀ پاکستان کښې ټول پښتون هغه کۀ ځائي دی کۀ د افغانستان نه د کډوال پۀ حېث راغلی دی، د پاکستاني ریاست د پاره د سورس اٰف انکم حېثیت لري. خو افغان کډوال پۀ خپل کډوال وجود کښې د پاکستان د ادارو د پاره د سیاست، جنګ او بزنس پۀ یو عجب غوند متاع (Commodity) کښې بدل شوی دی. لۀ امریکې او نړۍ نه د دې کډوالو پۀ سر پېسې اخستل شوې،کومې چې لۀ دې تېري لسیزي نه بندې شوې دي. نو د هغوي تنګول لۀ هغوي نه د پېسو شوکولو د پاره خو دي، خو د دې کډوالو پۀ تنګولو کښې یو مهم هدف دا دی چې لۀ هغوي نه پۀ افغانستان کښې د خپلو اهدافو د پاره کار هم واخلي او د دوي پۀ ذریعه د افغانستان حکومت تر فشار لاندې وساتي. نو ځکه د افغان کډوالو پۀ زوره ستونول افغانستان ته پۀ خپله د پاکستان پۀ ګټه نۀ تمامېږي؛ پۀ خاصه توګه د شتمنو افغانانو. د اسلام اباد د ستراتیژک زدکړو د انسټیټوټ لۀ تحقیقونو نه هم داسې څرک وهي لکه چې هغوي دغه ستونزه پۀ پام کښې پۀ ډېر ستراتیژک انداز نیولې وي. هغوي کۀ پۀ تحقیقونو کښې څۀ هم پۀ دې خبره ډېر زور اچوي چې پۀ پاکستان کښې د افغان کډوالو شتون پاکستان لۀ ډېرو ستونزو سره مخ کړی دی خو دا خبره پکښي بیا هم څرګندېږي چې هغوي پۀ دې حق کښې بیا هم نۀ دي چې افغان کډوال دې پۀ زوره وویستل شي، ځکه چې هغوي ته دا کار داسې برېښي لکه چې خپل خلق د هند لوري ته پورې وهل دي. د دې مهم ثبوت هم دا کېدی شي چې د کله نه اولسمشر اشرف غني افغان کډوالو ته د خپل وطن ته د راستونېدلو غږ پورته کړ، پۀ پاکستان کښې هغوي ته د شناختي کاډونو ورکولو خبرې پر رسنیو وچلېدې. زما پۀ اند پۀ پاکستاني رسنیو باندې د افغان کډوالو د ستونزې پۀ اړه چې کوم هم سوالونه را پورته کېږي، د یو سیاسي هدف پۀ رڼا کښې راپورته کېږي.

داسي سوالونه لکه چې د افغان کډوالو وجود پۀ پاکستان کښې د امن و امان، سیکیورټي، اقتصادي او ټولنیز سیاسي ستونزې راپېدا کړې دي خو بېخي د منلو وړ نۀ دي. هغه پۀ دې چې افغان کډوال پۀ پاکستان کښې ټول د پښتنو پۀ سیمو کښې اباد دي. د 2018 د خېبر پښتونخوا د افغان مهاجرینو کمېشن پۀ پښتونخوا کښې یواځې د رجسټرډ افغان کډوالو د کېمپونو شمېر درې څلوېښت (43) ښائي چې پکښې 391,670 رجسټرډ افغان استوګن دي. لۀ کېمپونو بهر د رجسټرډ مهاجرینو شمېر 256,320 او پۀ ښارونو کښې رجسټرډ افغانان 74,646 دي. د دې کډوالو افغانانو دومره ګڼ شمېر به ځائي افغانانو ته ستونزي ضرور را پېدا کړي وي خو د ژبې او کلتور د نۀ توپیر لۀ کبله، پۀ دې ستونزو کښې دومره شدت نۀ دی پېدا شوی، کوم شدت چې د یوې بېلې ژبې او کلتور هجرت د ځائي کلتور سره پۀ مخامخ کېدلو کښې راپېدا کوي. نو پاکستان ته خو ئې داسې ستونزې نۀ دي پېدا کړي، ستونزې کۀ وي هم خو دې ځائي پښتنو ته به وي. مونږ خو د پښتنو د سیمو د سیاسي ګوندونو نۀ داسې یو انتخابي منشور ولید، نۀ مو ئې پۀ پارلېمان کښې د خپلې خاورې د پاره یوه داسې سیاسي پاملرنه چې پکښې د افغان کډوالو وجود د یوې ټولنیزې ستونزې پۀ حېث را پورته شوی وي. دغه بحثونه خو ټول پۀ پاکستان کښې د بلوڅو قامپرستو بغېر یواځي د سیاسي واکمنو لۀ اړخه راپورته کېږي.[1]

بلوڅ قامپرست پۀ دې اند دي چې هغوي پۀ خپله خاوره کښې پۀ اقلیت کښې د بدلېدلو لۀ ستونزې سره مخ دي. د هغوي د افغان کډوالو پۀ اړه دریځ لۀ پنجابي واکمنو سره بشپړه توپیر لري. زما نۀ شي خیال چې جنوبي پښتونخوا د پښتونخوا برخه شي، بیا به هم هغوي د پښتنو پۀ سیمو کښې د افغان کډوالو وجود ته د یوې ټولنیز سیاسي ستونزې پۀ حېث ګوري. سړی کۀ د بلوڅو ستونزه هم پۀ پام کښې ونیسي او د اولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو وطن ته دا راستنولو هڅې هم، د پاکستاني وزیراعظم عمران خان بیان چې ‘هغوي به افغان کډوالو ته شناختي کاډونه جاري کوي’ د پاکستان دنني او بهرني اهداف څرګندوي. بل کۀ د فرض کولو پۀ توګه مونږ دا بیان د یو ستراتېژک هدف پۀ رڼا کښې هم ونۀ لولو، نو د دې مقصد خو دا دی چې هغوي افغان کډوالو ته د پاکستان شهریت ورکوي. لۀ شهریت ورکولو څخه خو به مراد دا کېدی شي چې ټول بنیادي انساني حقوق ورکول دي؟ سوال دا دی چې پۀ پاکستان کښې ځائي پښتنو ته دا حقوق ورکول شوي دي؟ لۀ اویا کلونو نه د دې ځای ځائي افغانان ایا د بنیادي حقونو د اخستلو پۀ مبارزه کښې نۀ دي؟ د ټولو نه بنیادي حق خو سیاسي حق وي، ایا پاکستان به دا حق افغان کډوالو ته ورکوي؟ پاکستان خو دا حق پۀ کابل کښې لا هم یو افغان ته نۀ ورکوي نو دلته به ئې څنګه ورکوي؟ خو البته د بېنکونو د اکاونټونو ورکولو خبره بېشکه چې پۀ هم دې معنا کښې ښکاري. یو خو ځکه چې دا خبره د پاکستان لۀ دننني اقتصاد سره تعلق لري، خو تر دې هم مهمه خبره دا ده چې پاکستان نۀ غواړي چې شتمن افغان کډوال سره لۀ خپلو ټولو سرمایو افغانستان ته واپس شي.

زۀ چې د دې ټول پورته شوي بحث پۀ رڼا کښې د افغان کډوال وجود ته ګورم، ما ته ځکه د افغان کډوال وجود نن هم د افغانستان لۀ استقلال سره پۀ یو ژور غوندې تعلق کښې برېښي. افغان کډوال چې څنګه د اویا لۀ لسیزو نه د ‘اسلامي ورورولۍ’ پۀ رڼا کښې د پاکستان د یو ستراتیژک هدف د پاره د افغانستان پۀ استقلال باندې چیک ساتل وو، نن هم د پاکستان د سیکیوریټائزېش د ډسکورس پۀ رڼا کښې د افغان کډوال وجود د یوې ټولنیزې سیاسي ستونزې پۀ حېث د افغانستان پۀ اسقلال باندې کنټرول ساتل – هغه ځکه هم چې پۀ پاکستان کښې د افغان کډوالو شتون د یوې ټولنیزې اقتصادي او سیکیورټي بحثونو پۀ تحلیل کښې داسې برېښي چې لۀ هغه وخت نه ډېر زیات تر بحث لاندې شوی دی چې پۀ افغانستان کښې اولسمشر اشرف غني پۀ بهرنیو چارو کښې د منځنۍ اسیا او هند پۀ لور مخه کړې ده.

داسي برېښي چې اولسمشر اشرف غني او د هغۀ حکومت هم د افغان کډوال دا ستونزه لکه داسې سنجولې وي، لۀ کومه پلوه چې شهید ډاکټر نجیب الله ورته کتل خو د اولسمشر اشرف غني پۀ وخت کښې دلته دومره پرمختګ شوی دی چې پۀ افغانستان کښې د حکومت پۀ ضد جنګ خپل نظریاتي ساخت تر ډېر حده بائیللی وي او د جنګ دې لوبغاړو د جنګ د ناروا کاروباریانو (War-profiteers) شکل اختیار کړی وي. د دې مخنیوی یواځې پۀ روا، څرګند او منظم غوندې کاروبار کښې کېدلی شي چې تورخم او چمن د یو پراخ کاروبار د باره د سول ادارو او د جمهوري سیاست تر نظارت لاندې خلاص وساتل شي. پۀ تېره میاشت کښې اولسمشر اشرف غني پۀ اسلام اباد کښې د ستراتیژک زدکړو پۀ انسټیټیوټ کښې د کاروبار د پاره د دې لارو پر خلاصولو ډېر زیات زور وکړو. داسې برېښېدله چې لۀ پاکستان سره د کاروبار پټې او څرګندې لارې د افغان پۀ بهرنیو چارو کښې د یوې مرکزي نقطې پۀ حېث تر پام لاندې وي. پۀ اسلام اباد کښې د پاکستان د حکومتي واکمنو سره د لیدلو او د دې نوې سیاسي اقتصادي تګلارې د سکېم لۀ څرګندولو پس اولسمشر اشرف غني د افغان کډوالو لۀ استازو سره ولیدل. لۀ دې نه کۀ څۀ هم انکار نۀ شي کېدلی چې پۀ دې کتنه کښې د یو اولسمشر لۀ خپل بې کوره شوي اولس سره د مینې د جذباتو او د مشرۍ د شفقتونو څرک ځلېدی، خو اولسمشر چې پۀ دې دوره کښې د افغانستان د کوم تصویر د څرګندولو کومه سیاسي هڅه کوله، هغې لۀ هره اړخه د افغانستان د استقلال ساتنې لۀ هدف سره تړون درلود.

  1. د افغان کډوالو پاکستان ته راتګ او دلته ‘د مجاهد نه تر مهاجره’ سفر د ستراتیژۍ برخه پاتې شوې او دې لړ کښې ګڼو دولتونو استثمار کړے چې د دغه استثماراتو شرائطو څخه یو شرط پۀ دې اړه د پارلېمان ‘ساونډ پروفنګ’ هم ؤ. پۀ ائیني توګه دغه مسئله د مرکزي پارلېمان او مرکزي واکمنۍ سره مشروط کړې شوې ده؛ د قامپرست ګوندونو پۀ ‘انتخابي منشور’ کښې د ‘کډوالۍ’ پۀ اړه څۀ وئیل جواز او امکان ځکه نۀ لري.

    البته پۀ کومو اصولو چې دلته د کډ والو او کډ والۍ نه ګټه پورته کېږي، سیاسي ګوندونه ډېر پۀ اغېزمنه توګه د هغه اصولو ضد بیانیه مخ پۀ وړاندې بوځي. دې لړ کښې د پېرنګي ‘علمي سرحد’ او ‘بفر زون’ د منځ نه وړلو د پاره د ‘فاټا مرجر’ پروژه یو ثبوت دے چې پۀ دې خاوره د جنګ ختمولو یوه مورچه نابوت کولو طرف ته مهمه پېش قدمي ده. وخت پۀ وخت د پاکستان ریاست لۀ خوا د کډ والو پۀ حقله د ‘مجاهد’ سپېځلتیا نه د ‘مهاجر’ کېدو ناوړتیا پورې مختلفو پورته شوو اقداماتو باندې د قوم پرست ګوندونو دریځونه ډېر راڼۀ مخې ته راغلي دي. دا لیکنه او داسې نورې لیکنې به د کډ والو وجود د یوې ټولنیزې ستونزې پۀ توګه مخې راوړلو ته نوې فکري لارې پرانزي. ]اداره[

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …