د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کليزې د تجليل پۀ مناسبت – پۀ پاکستان کښې د افغانستان د فرهنګي استازي حضرت ولي هوتک پېغام

 

 

ښاغلو لوستونکو! تر هر کلام د مخه زما سلام، نېکي هېلي او پېرزويني ومنئ.

د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې درناوی او زمونږ د ملت د دې ستر بري او وياړ د بيا بيا يادونې ارزښت يواځې پۀ دې کښې پټ نۀ دی چې سل کاله پخوا زمونږ د هېواد سياسي خپلواکي منل شوې ده، بلکې پۀ دې هم نغښتی دی چې د هېواد د خپلواکۍ تر لاسه کول د وخت د يوۀ داسې نړيوال استعماري ځواک څخه چې د جهان زياتره هېوادونه ئې تر يوغ لاندې ساتل، يو داسې حرکت او خوځښت پېل شو چې نۀ يواځې دا چې زمونږ وطن خپلواکي ترلاسه کړه بلکې د نړۍ زيات شمېر مملکتونه ئې د زاړۀ استعمار پۀ وړاندې ودرول او د افغانستان تر خپلواکۍ ګټلو وروسته نور هېوادونه هم يو پۀ بل پسې خپلواک شول.

خوشحاله يم چې نن د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کليزې پېغام د ‘پښتون’ مجلې د لارې د ډېرو لوستونکو تر لاسونو پورې رسېږي. زۀ پۀ علمي او فرهنګي ډګر کښې د خدائي خدمتګار فخر افغان باچا خان د مرکز هڅې د ستائيلو وړ بولم او د پښتون قام د بابا فخر افغان سپېڅلې ارواح دې ښاده وي.

وائي تاريخ د انساني ټولنو د ژوند هېنداره ده پۀ کومه کښې چې د ټولنو د شخصيت او هويت څرګندونه کېږي او ګټه ئې هم راتلونکو نسلونو ته دا ده چې لۀ ناوړو پېښو څخه ئې خلق عبرت اخلي او پۀ وياړونو ئې وياړي او پۀ خپل راتلونکي کښې ئې د لارښود پۀ توګه کاروي. زمونږ د افغانستان تاريخ هم د دې ډول ډېرو لوړو او ژورو شاهد دی. افغانستان داسې شخصيتونه هم روزلي دي چې پۀ کارنامو ئې د دې هېواد بچيان وياړي، درناوی ئې کوي او د خپل تاريخ برم ئې بولي. د دغو نامدارو شخصيتونو او مثبتو بهېرونو څخه يو هم غازي امان الله خان دی چې بس هم دا څو جملې د دې سپڅلي انسان د کرونولوجيک ژوند خلاصه بيانوي.

د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کليزه داسې ساده ورځ نۀ ده چې يواځې او يواځې تر څو خبرو پورې محدود پاتې ښي بلکې دا يوه داسې رنګينه او لۀ افتخاره ډکه ورځ ده چې مونږ پۀ سياسي لحاظ نۀ يواځې دا چې خپلواکي ګټلې ده بلکې لۀ دغې ورځي سره زمونږ پۀ وطن کښې د افغانستان ‘د مترقي باچا’ امان الله خان غازي لۀ خوا ځينې داسې کارونه او پروګرامونه هم طرح شوي دي چې تر نن پورې ئې افغانانو ته ګټه رسېږي، ځکه نو مونږ افغانان دا ورځ پۀ خورا درنښت، احترام او پوره توجه سره تجليل کوو. سل کاله پخوا افغانستان پۀ يوه برحقه او عادلانه جګړه کښې پۀ ډېره مېړانه خپل استقلال ترلاسه کړی؛ پۀ هم دې مناسبت مونږ افغانان هر کال د هېواد پۀ دننه او د نړۍ پۀ اکثريت هېوادونو کښې دغه ورځ پۀ ډېرو شاندارو مراسمو سره تجليلوو. دغه جنګ د هېوادپال ، پر پرمختګ او ازادۍ مئين او ملي اتل امان الله خان غازي تر مشرۍ لاندې تر سره شو چې پر دښمن ئې بری وموند او زمونږ پۀ تاريخ کښې ئې يوه پر افتخاره ورځ ثبت کړه. زۀ د هېواد د ستر غازي امان الله خان دوره پۀ تاريخ کښې د افغانانو د پاره يوه طلائي دوره ګڼم. د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو لۀ دغې تاريخي ورځې را وروسته د اسيا پۀ زړۀ کښې د ازادۍ هيلې راژوندۍ شوې او هغو کسانو چې پۀ اسارت کښې ئې ژوند کاوۀ، د افغانانو د هېواد پالنې او ازادۍ غوښتنې څخه ئې الهام واخست او پۀ دې طمع شول چې د افغانانو پۀ څېر بايد ازادۍ او خپلواکۍ ته ورسېږي، تر څو پۀ خپل کورني او بهرني ژوند کښې پۀ خپلواک او ازاد ډول عمل وکړي او د افغانستان پۀ څير د نړۍ د ازادو هېوادو څخه وګڼل شي. پر هم دې اساس نو تاريخ د افغانستان د ملي خپلواکۍ پۀ ګټلو کښې لکه څنګه چې افغان باتور او مېړنيو نارینو برخه اخستې ده، د دوي تر څنګ افغاني پتمونو او غېرتي ښځو هم د هېواد د خپلواکۍ د ګټلو پۀ لار کښې فعاله او بارزه ونډه اخستې ده.

پۀ پاې کښې زۀ د باچا خان مرکز د خپرې شوې مجلې د لارې خپلو ټولو افغانانو باالخصوص پۀ لر او بر کښي د هېواد د استقلال مبارکي وايم او د لوی خدای لۀ مقدس درباره پۀ وطن او هېواد کښې د سر تا سري سولې، ارامۍ او سوکالۍ غوښتنه کوم.

د همېشني خپلواک او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان پۀ هيله – مننه.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …