اعليٰحضرت امان الله خان – ملک عنایت الله کاسي

 

 

د ازاد افغانستان د خپلواکۍ بېرته ګټلو يوه پېړۍ تېره شوه. پۀ تېرو څو لسيزو کښې هر هېواد د خپل ګټو لپاره پۀ بېلا بېلو لارو د خپلو شومو اهدافو لپاره افغانستان ټکي تکي کړو او د افغانستان خپلواکي ئې زيانمنه کړه – خو دا ټول هېوادونه د خپلو شومو ارمانونو سره لۀ ماتې سره مخامخ شول.

مونږ د اعليٰحضرت امان الله خان ورځ لمانځو نو د افغانانو لپاره د نېکمرغۍ د دريځ وخت دی خو بايد د افغانستان هر سړی، هغه چې پۀ کومه لار هم دی، بايد دا کلیزه د حضرت امان الله خان د فکر سره ولمانځي – ځکه چې کله هم پۀ ګران افغانستان کښې د تعليم، ترقۍ او بدلون کلمات يادېږي نو د اعليٰحضرت خان امان الله خان نوم به هم سم ورسره يادېږي.

اعليٰحضرت امان الله خان د خپل اولس او د اولس لۀ ترقۍ سره داسې مينه درلودله چې هېڅ پۀ خپل ځان او بادشاهۍ کښې نۀ ؤ، خو اولس پۀ دا صادقانه هستۍ ډېر ناوخته پوهه شو او اعليٰحضرت امان الله خان ډېر لرې ځينې تللی ؤ. مونږ افغانان هم عجيب يو؛ هم دغه افغان اولس پۀ ډېر جوش او افغاني مينې اعليٰحضرت خان امان الله ته د ‘غازي’ لقب هم ورکړی خو لۀ بده مرغه هم دغه افغانانو د بل پۀ وېنا صرف علم، پرمختګ او ازادۍ سره د هغۀ د لېونۍ مينې پۀ ګناه د کافر پۀ نامه د هېواد څخه پۀ تلو باندې مجبور کړو.

نن هم مونږ کله بېدار کله بې غمه يو – خو د خان امان الله خان لاره مستحکمه ده. هغه وخت هم چې کله اعليٰحضرت خان امان الله خان د برطانيه څخه استقلال واخست، د خپلو تقريباً ټول همسايه هېوادونو څخه وروستو پاتې هېواد ؤ. تعليم د نشت پۀ انداز ؤ، اخبار او رېډيو نۀ وو؛ د سفر کولو هېڅ بس، کار موټر نۀ ؤ، د يو ښار څخه چې به بل ښار ته څوک تلل، درسته اوونۍ او مياشت به ئې پۀ پښو مزل کولو. د اعليٰحضرت پۀ وخت کښې يو اخبار ورځپاڼه بيا يو څو نورې ورځپاڼې خپرېدلې. دا ورځپاڼې هم صرف تر کابل پورې وې او يو څو نورو لويو ښارونو کښې؛ او هغه به يو څو لوستو خلقو ته رسېدلې.

خلقو صرف د بازار پۀ خبره ګزاره کوله او چې څۀ به ئې اورېدل، هم پۀ هغه به ئې ګزاره کوله او خبرې به ئې منلې. د اطلاعاتو وزارت ئې نۀ درلود ځکه د حضرت امان الله خان پېغام خلقو ته نۀ رسېدلو. اعليٰحضرت امان الله غوښتل چې د 1928,1924,1921 د لويو جرګو غړي او وکيلانو به د هغۀ پېغامونه د خلقو تر غوږ رسول خو هغوي زياتره دۀ او د دۀ اصلاحاتو ته وفادار خلق نۀ وو چې خپلو علاقو او سیمو ته به ستانۀ شول، خلق به ئې د دۀ پۀ ضد وپارول.

اصلاحات:

ډېر کسان فکر کوي چې د اعليٰحضرت امان الله خان اصلاحات لۀ وخت څخه مخکښې وو؛ ځکه نو خلقو او محافظه کار عناصرو د هغوي پۀ مقابل کښې عکس العمل وښود او بالاخره د دۀ باچاهي د سقوط سبب شوه. پۀ داسې حال کښې چې پۀ لومړي سر کښې د هغۀ د ځينو اصلاحاتو ډېر تود هرکلی وشو او د ټولنې د پرمختګ او عمومي همکارۍ زیاتولو لپاره ډېره ګټور ثابت شول. د هغۀ د اصلاحاتو مخالفينو او هغو ليکوالانو او مورخينو چې د دۀ د مخالفو رژيمونو تر اثر لاندې ئې ليکنې وکړې، يواځې هغو اصلاحاتو ته ګوته ونيوله چې د افغانستان محافظه کارو عناصرو او د ټولنې عنعنوي او بې سواده خلقو ته نابلده او د منلو وړ نۀ وو. د مرحوم مير غلام محمد غبار پۀ شمول هغو منورينو چې د اعليٰحضرت امان الله خان د اصلاحاتو لۀ نهضت څخه ئې بايد پۀ کلکه دفاع کړې وی، هم د هغۀ او د هغۀ د اصلاحاتو پۀ برخه کښې يو ډول مبهم نظر ورکړو. ډېرو مورخينو او ليکوالانو د اصلاحاتو د ناکامۍ ډېر لوی علت د امان الله خان اشتباهات او ځينې تلواري او بې وخته حرکتونه بللي دي. داسې حال کښې چې د هغۀ ځينې ناکاره او نا اهله ملګري، ځينې نامرده انډيوالان او ځينې خائن عالي رتبه حکومتي مقامات د اماني نهضت پۀ سقوط کښې د هغۀ تر اصلاحاتو لوی رول لري.

اعليٰحضرت امان الله خان ځينې داسې اصلاحات اعلان کړل چې اصلاحي نهضت اصلاً د هغوي د عملي کولو لپاره پېل شوی ؤ او کۀ دۀ لۀ ځان سره ښۀ او رښتوني ملګري لرل، ښې او پۀ وخت مشورې ئې ورکړې وې اواصلاحات سم عملي شوي وو؛ ښائي نهضت لۀ سره ناکام شوی نۀ وی.

پۀ اجتماعي برخه کښې د انسانانو خرڅول کېدل او رانيول منع اعلان شول او د ټولنې، پۀ تېره بيا هزاره ګانو لۀ خوا ئې تود هرکلی وشو. بیګار ئې منع کړو او يواځې د سړکونو جوړولو لپاره چې د ټولنې هر فرد ته ئې ګټه رسېدله. بیګار او ویړيا کار حتمي وبلل شو. د لمړي ځل لپاره ئې د ټولنې د هرې برخې لپاره منظم قوانين وضع کړل. د اداري فساد د لۀ منځه وړلو پۀ برخه کښې اکثر اقدامات ئې هم ګټور وو او هم ئې تقريباً د ټولو خلقو لۀ خوا هرکلی وشو. د مالياتو ټول سسټم ئې لۀ سره تنظيم کړو او حکم ئې وکړو چې ماليات بايد د جنس پۀ توګه نۀ بلکې پۀ نغدو پېسو واخستل شي. اضافي ماليات ئې لکه د ملکي د سر غوړي ئې لغو او غېر قانوني اعلان کړل. د افغانستان لپاره لومړنۍ کلنۍ بودجه، چې تر دغه وخته بورې چا نۀ پېژندله، منظور کړه. د حکومتي باقياتو سسټم چې د يو سړي اوحتٰي د هغۀ د اولادونو ژوند ئې تهديداوۀ، ئې لۀ منځه يوړو. مرکزي او ولايتي شوراګانې ئې چې ځينې ئې انتخابي او ځينې ئې انتصابي وې، منځ ته راوړې. لۀ خارجي هېوادونو سره ئې ډپلوماتيک اړيکې ټينګې کړې او افغانستان ئې تقريباً پۀ ټولې نړۍ وپېژندو. د قبائلي خانانو، درباريانو او د شاهي کورنۍ د لارې خپلوانو او سردارانو خاص امتيازات او تنخواګانې ئې لغو کړې. د مخابراتو او ارتباطاتو پراخې پروژې ئې تر کار لاندې ونيولې. نوي سړکونه ئې جوړ کړل، زاړۀ سړکونه ئې ترميم کړل، د ټيلي فون او ټیلیګراف خدمات ئې پراخه کړل. د پوستې سسټم ئې بهتر کړو او افغانستان د پوستې د بېن المللي ټولنې غړی شو. پلونه ئې اباد کړل او د افغانستان د ملکي هواګر ځنې لومړنی پروګرام ئې پېل کړو.

اعليٰحضرت امان الله خان لۀ خپلې لومړۍ ځوانۍ څخه پۀ دې پوهېدو چې د دۀ د هېواد د وروسته پاتې والي يو لوي علت بېسوادي او لۀ نړۍ څخه بې خبري ده. کله چې قدرت ته ورسېدو، لۀ هغې لومړۍ ورځې ئې د ټولنې د تعليم او تربيې د سسټم بهتر کولو ته ملا وتړله او د خپلې باچاهۍ تر پايه پورې ئې د اصلاحاتو تر بلې هرې برخې دغې خوا ته زياته توجه وکړه. ليون پولادا ليکي، پۀ دې کښې هېڅ شک نشته چې د هغۀ پۀ اجتماعي اصلاحاتو کښې د تعليم او تربيې پۀ برخه کښې اصلاحات تر ټولو مهم وو. نۀ يواځې د دۀ لۀ خپله نظره بلکې د ټولنې د راتلونکي لپاره هم د دۀ لۀ نظره د تعليم او تربيې د اهميت اټکل لۀ دې څخه کېدی شي چې د دۀ د باچاهۍ پۀ وت کښې د تعليم او تربيې مډال تر ټولو ملکي او فوځي مډالونو مهم ؤ. د اوسني افغانستان د مشرانو ټول نسل پۀ مستقيم ډول د امان الله خان د تعليم او تربيې د سسټم محصول دی. کۀ امان الله خان د تعليم او تربيې پۀ برخه کښې ابتکارونو ته توجه نۀ وې کړې او د ښوونې او روزنې د ودې او انکشاف جرأت ئې نۀ وی کړی؛ ننني افغانستان به د عصري کېدلو پۀ لاره کښې تر نن ورځې ډېر کلونه شا ته پاتې وی. يو شی چې نۀ پۀ ډېرو پېسو تر لاسه کېدی شي او نۀ پۀ زور د چا تر لاسه ورځي، هغه تعليم يافته او روزل شوې بشري قوه ده.

د افغانستان پۀ تاريخ کښې هېڅ باچا او مشر د هېواد لۀ ښوونې او روزنې سره نۀ لۀ دۀ نه مخې او نۀ لۀ دۀ څخه وروسته دومره لېونۍ او رښتونې مينه ښودلې ده. هغه پۀ کال 1925ز کښې کندهار ته د خپل پينځۀ دېرش ورځني سفر پۀ ترڅ کښې پۀ خپله ښوونځو ته لاړ. د ښوونکو تعليمي سويه ئې وکتله، لۀ شاګردانو څخه ئې پوښتنې وکړې، د حاضرۍ کتابونه ئې وکتل؛ د دائمي غېر حاضرانو پۀ باره کښې ئې چې شمېر ئې 189 تنو ته رسېدو، لۀ حکومتي مأمورينو څخه تحقيقات وکړل. شاګردان او د هغوي مشران ئې ور وغوښتل او د شاګردانو مشران ئې پينځۀ پينځۀ روپۍ جريمه کړل . هغوي ته ئې د ښوونځو د تأسيسو لو اوعصري تعليم او تربيې د هدفونو او ګټو پۀ باره کښې مفصله وېنا وکړه او دا ئې هم ورته ووئيل چې کۀ پۀ راتلونکي کښې د هغوي اولادونه ښوونځو ته حاضر نۀ شي نو دوي ته به سختې سزاوې ورکړي.

اعليٰحضرت د مذهبي او ژبني تبغيض لۀ منځه وړلو پۀ منظور حکم وکړو چې پښتانۀ، فارسي ژبي او هندوان، چې تر دغه وخته ئې پۀ جلا جلا ښوونځو کښې درس وئيلو، ټول به پۀ يوۀ ښوونځي اوګډو ټولګو کښې سبق وائي. هغۀ دغه راز حکم وکړو چې لومړنۍ زدکړې د ټولو افغانانو لپاره حتمي او جبري دي.

اعليٰحضرت امان الله خان کندهار ته دخپل سفر پۀ ترڅ کښې تقريباً هره ورځ لۀ سلګونو او حتٰي زرګونو خلقو سره ناستی درلودو، د جمعې د لمونځونو امامت ئې پۀ خپله کولو او پۀ وېناو کښې ئې د نورو ملي مسئلو تر څنګ پۀ عصري ښوونې او روزنې باندې چې د هرې ټولنې د پرمختګ اساس دی، هر وخت ټينګار کولو.

د بادشاه غازي امان الله خان وروستی اعلان:

مور شه بوره پۀ هغې پښتون او پښتنې باندې چې د خپلې ورورولۍ او قاموالۍ پۀ سر باندې د دين د دښمنانو ته باړې اخلي – د داسې عزت ورکو کوز سترګو خلقو پۀ کفن کښې مخ کتل هم ګناه ده. ننګيالي او سيالي پۀ غېرت سره کېږي او چې پۀ کوم سړي کښې غېرت نۀ وي، د هغۀ پۀ ايمان کښې شک کېدی شي. د خپلو غرضونو پوره کولو د پاره ټول قام پۀ جهان کښې رسوا کول عېن نامردي ده. د غېر غماز پۀ لمسون سره چې کوم غوبل پۀ افغانستان کښې د پښتنو لۀ لاس پېدا شوی دی، هغه هر چا ته ښکاره دی. ژړا د دې خبرې ده چې د يو څو نا اهلو پۀ وجه سره ټول پښتون قام پۀ دنيا کښې رسوا او بدنام شو. خلق خاندي او وائي چې وګورئ! دا څۀ رنګ ځناور خلق دي چې يو بادشاه امان الله خان لکه د يو نوکر هسې شپه او ورځ د دوي خدمت کولو او دوي هم پۀ هغۀ پسې ټوپک راواخست!!!

هرکله چې شر او فساد ډېر شو نو بادشاه امان الله خان بيا هم پښتنو سره خپله ورورولي پرې نۀ ښوده. پۀ څو څو ځله ئې ورته نصيحتونه وکړل او پوه ئې کړل؛ کوم د صبر او کوم د ورورولۍ نصيحت چې هغۀ اخري ځل پښتنو ياغيانو ته کړی دی، هغه دا دی:

دا خبره دې هر چا ته معلومه وي چې زۀ امان الله خان خدای لا شريک او محمد )صلي الله علېه وسلم( د خدای بنده او پېغمبر منم. ای زما د دين وروڼو! تاسو ته دې معلومه وي چې زما زړۀ دا ؤ چې زۀ ټول پښتون قام پۀ هغې تعليم سره ښائسته کړم چې کوم خدای او رسول فرمائيلي دي چې دوي غلط رواجونه، قتلونه او د شوکمارۍ خويونه پرېږدي او پۀ دنيا کښې د نورو قامونو سره د سيالۍ او د برابري شي. زۀ غواړم چې پښتون قام لۀ هېڅ چا نه پۀ عزت او ترقۍ کښې کم نۀ وي – ولې تاسو برناحق د شر او فساد جنډه پورته کړه او د هغې خود غرضو خلقو مو واورېدل چې کوم ستاسو د عزت، د حيا او د قامولۍ دښمنان دي او نتيجه ئې دا شوه چې ډېر مومنان مسلمانان پۀ کښې قتل کړی شو. ما يو څو کس درانۍ جينکۍ د هغوي د مور پلار پۀ رضا سره د پاره د تعليم د مسلمانانو ملک يعني ترکيانو ته لېږلې دي او خپل خپل خاوندان هم ورسره دي؛ ولې تاسو خلقو دا خبره ډېره خوښه نۀ کړله او حال دا دی چې زمونږ ډېرې جينکۍ او ښځې د ښځو خاصو خاصو مرضونو پۀ وجه سره د بې علاجۍ نه مړې شي. تاسو خلقو دا فکر ونۀ کړو چې پۀ دې بغاوت سره ستاسو وطن افغانستان ته څومره نقصان ورسېدو. د دې نه نوره زياته ناپوهي څۀ ده چې پۀ خپل کور مو پۀ خپله سسکوره ایښې ده. ولې زمونږ د پاک دين دا مسئله ده چې ټول مسلمانان سره وروڼه دي – کۀ چرې دا منئ نو بيا ولې د مسلمانانو قتل روا ګڼئ؟ پاتې شول هغه خلق چې ما ته کافر وائي، زۀ هغوي پۀ خدای سپارم – چې تر کومه پورې زما زړۀ مسلمان دی او پۀ خدای او پۀ رسول باندې پوره پوره ايمان لرم نو ما هېڅ څوک د اسلام نه ويستی نۀ شي. خېر دی باک نشته کۀ تاسو چهاوڼۍ او يا هغه ځايونه لوټ کړل چې کوم ځای کښې د جنګ سامان ؤ؛ ما خو پۀ خپله دا ټول سامان پۀ تاسو وېشلو، د دې د پاره چې تاسو خپل وطن د دښمنانو د حملې او د فساد نه بچ کړئ، لکه څۀ رنګه چې زۀ ستاسو او پۀ خپل وطن ځان قربانوم، دا رنګ تاسو لره هم بايده دي چې د خپل ملک ساتنه لکه د مردانو هسې وکړئ. څۀ چې تېر شو پۀ هغې صبر، کومې ټوپکې چې تاسو اخستې دي، هغه واړه ستاسو شوې، ما دربخښلې دي؛ ولې خيال ساتئ چې ائنده شر فساد و نۀ کړئ! بيا به ارمان کوئ ولې وخت به تېر وي. تاسو زما شئ! زما زړۀ خوږېږي چې تاسو ته څۀ نقصان ورسي. وګورئ تاسو دومره شر او فساد پورته کړی دی او ما تر اوسه پورې پۀ تاسو باندې د يوې ګولۍ غورځولو حکم هم نۀ دی کړی؛ اګر کۀ ما سره څۀ ډېر هوائي جهازونه شته دی. کۀ د دې ټولو خبرو د پاسه بيا هم تاسو د خپلو غلط کارونو او شر فساد نه قلار نه شئ نو تاسو ته دې معلومه وي چې ما سره شپېتۀ زره تيارسړي ناست دي او پۀ تاسو باندې حملې کولو ته بالکل تيار دي. ستاسو کلي او کورونه به پۀ هوائي جهازونو د زمکې سره سم کړي. زما فرض دا دی چې اول تاسو ته پۀ ورورولۍ سره نصيحت وکړم.

“شپ شپ”

31 جنوري، سول اخبار:

هغه بله ورځ هندوستانيانو پۀ لندن کښې يوه جلسه وکړه او د افغانستان د شور شر پۀ معامله کښې ئې پېرنګيان پۀ خپل پټ سازش باندې ډېر ملامت کړل او د بادشاه امان الله خان ئې ډېر زيات تعريف ئې وکړو او چې کوم کوم کوششونه هغۀ د خپل قوم او ملک د پاره کول، پۀ هغې ئې ورته ډېر ډېر شاباشی ووې او ورته ئې ډېره دعا وکړه .

20-19-18 جنوري، سول اخبار:

جرمني او فراسيسي اخبارات وائي چې د افغانستان پۀ موجوده بغاوت کښې د پېرنګيانو لاس معلومېږي.

د افغانستان ياغيانو قام وشرمولو

شور دی دا چې پښتانۀ شو نن نابود
مونږ خو وايو چرته ؤ پښتون موجود؟
پۀ ظاهر دی کلمه ګو پۀ زړۀ هنود
دې پښتون نه خو نن لاندې دي یهود

سېدان شته پۀ کښې خانان او ملايان هم
ولې وايه چرته شته مسلمانان هم؟

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …