ښکلا او هنرد دوو یارانو لیکلی بنډار – نجیب منلی

 

 

 

د جمالیاتو افغاني تفهیم د پاره ژبه پۀ بیان کښې د پراخه لفظیاتو او اصطلاحاتو د نیشتوالي لۀ امله نښلي. دا “بنډار” د Cute او Contrived پۀ ترڅ کښې د ښکلا او هنر د مباحثو سره د دغه “نا دریافته” لفظیاتو او اصطلاحاتو پله شعوري علمي ګام دے. د استاد شپون د تلین پۀ یاد مونږ دغه لیکنه دې خوش-فهمۍ سره خپروو چې نجیب منلے به دغسې “بنډارونه” د “پښتون” د پاره مونږ ته پېرزو کوي.

لۀ اېمل پسرلي سره مې د داستان د کرېکټرونو پر اروائي اړخ او د لیکلې مرکې تجربه وکړه چې دوستانو ورته ښۀ ووئیل. بیا مې لۀ استاد شپون سره هم د دغې ماشوړې سر پسې راونیو او و مې غوښتل چې پر هغو دوو مفاهیمو چې ډېر پۀ خوا د مهاجرو افغاني ادیبانو پۀ یو سیمینار کښې ئې مطرح کړي وو، لۀ استاده څخه واورم. دا مفاهیم د “کیوټ” او “کنټرایفډ” مفاهیم وو چې د استاد پۀ وېنا د افغاني ادب مور-زادي رنځ دی. بحث شروع شو او ښۀ پۀ درز مو دوه درې ورځې پرې ځان بوخت کړو؛ خو بیا د ژوند تصادفونو کۀ لۀ یوې خوا زۀ او استاد شپون سره نزدې کړو، لۀ بل لوري ئې د اوږدو مشاجرو لار راباندې بنده کړه. څلور څلورنیم کاله تېر شول چې بیا مو موقع ومونده او زوړ سپنسی مو سره غوټه کړو. پۀ دې بحث کښې د پښتو ادبیاتو ته د تهیوري لۀ زاویې د استاد د ادبي تجربې او مهارت پۀ رڼا کښې کتل شوي دي. نۀ استاد او نۀ زۀ پۀ دې اند یو چې څوک به زمونږ لۀ خبرو څۀ زده کړي؛ مګر دا هم ګڼو چې د پښتو ادب پۀ باره کښې بحثونه چې هر څومره پراخ وي، هماغومره زمونږ د لید ساحه پرې پراخېږي نو ځکه خپل دغه دوستانه بنډار د لوستونکو مخې ته ږدو او هیله لرو چې پۀ دې پلمه به نور یاران هم د بحث لړونه پسې راوسپړي.

نجیب منلی

منلی:
غني خان وائي:

يوه ورځې يو صحرا کښې پۀ ښکار وتی وم روان
يو ګلاب مې ولاړ وليد، پړقېدۀ خېشته خندان
زۀ خقه ئې خوا له لاړم، ما وې اٰه! زما پۀ شان
تۀ هم ګل يې بد نصيبه، ورک لۀ زلفو د جانان

هغه غلی شان موسکی شو، وې خان مۀ کوه خفګان
زۀ به دا صحرا ور نۀ کړم د ايران پۀ ګلستان
دلته زۀ يو او يکتا يم، هلته زر زما پۀ شان
چار چاپېره سپېرې خاورې، زۀ يواځې يم روښان

دغه صحرائي ګل پۀ خپل يواځېوالي خوښ دی، دا ورته مهمه نۀ ښکاري چې نۀ به ئې ”د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له يوسي“ او نۀ به ئې ”د يار سرې شونډې ښکول کړي“. دا ګل خپل ښائست ته غره نۀ دی خو پۀ دې وياړي چې پۀ هغه ځای کښې چې ولاړ دی، څوک ورسره سيالي نۀ شي کولې. غني خان پۀ شعر کښې وائي چې دا ګل د ”ګلاب“ دی خو شعر ته ئې ”رېدي ګل“ عنوان ورکړی. کېدی شي چې پۀ واقعي دنيا کښې به کوم شمشوبي يا لا هم کوم ځوز ؤ چې پۀ دې صحرا کښې ”پړقېدۀ خېشته خندان“. د غني خان ګل به ښائسته وي، ټول ګلان ښائسته دي؛ خو دا يو خدائي ښائست دی، هنري ښائست نۀ دی. ”دايران د ګلستان“ زر ګلان کۀ څۀ ښائست لري، د ماليارانو د ځيګر لۀ وينو ئې رنګ اخستی، پۀ زرګونو هم داسې ښائسته ګلان نور هم د ليدونکو سترګې ځان ته رابولي. د غني خان رېدی ئې بولې کۀ شمشوبی، ځوز ورته وايې کۀ ګلاب؛ د ګلستان د ګلانو پۀ خوا کښې کۀ د چا نظر جلب هم کړي، دې ته به ئې هڅوي چې لۀ دغه ځايه ئې وکاږي چې د ګلستان صېقل شوې ښکلا پرې ګډه وډه نۀ شي.

کېدی شي سړی داسې ووائي چې د صحرائي ګل خدائي ښکلا د باغ د ګلانو تر بازاري ښکلا ډېره ارزښتمنه ده، خو داسې څوک به نۀ وي چې دا ښکلا هنري وبولي.

مونږ د پښتو ادب پۀ ”ګلورينه ورشو“ کښې ډېر داسې څۀ لرو چې سترګې پرې خوږېږي خو کۀ دغه صحرائي ګلان )چې د ښائست تږې سترګې ئې د نامه پوښتنه هم نۀ کوي( د نړۍ د ادبياتو پۀ څنګ کښې ودروو او بيا ئې هنري حېثيت و ارزوو، نو د يو لاس ګوتې به هم د هغو ادبي هستونو د شمېرلو د پاره ډېرې وي چې سړی پرې و نازېږي.

استاده! د ډېرو کلونو راهسې ستا لۀ خولې د ”کيوټ“ او ”کنټرايفډ“ مقولې اورو. د اکسفورډ ډکشنري د Cuteپۀ تعريف کښې وائي Affectedly attractive )معنٰي پۀ تصنعي ډول زړۀ راکښونکی(، او د Contrived پۀ باره کښې ليکي Planned so carefully as to seem unnatural, artificial, forced )معنٰي دومره پۀ دقت طرح شوی چې غېر طبيعي ښکاري.(

د غني خان دا شعر چې ما د بحث پۀ پېل کښې راواخست، پۀ خپله هم کيوټ دی او هم کنټرايفډ؛ يا کم لۀ کمه ما ته دغسې ښکاري – خو کۀ دا صحرائي ګل د پښتو ادب لۀ زاويې و ارزوو نو بيا څۀ شی کيوټ دی او څۀ شی کنټرايفډ دی؟

شپون:
د کیوټ یو ساده مثال پۀ سرکس کښې لېدلی شو. پۀ تېره هغه ټوقمار چې مخ ئې پۀ تور او سپین رنګ رنګ کړی وي، تل داسې ښکاري چې خاندي. پۀ ساده او د سهوو نه ډکو کړو باندې ئې د سړي زړۀ هم سوزي او هم سړي ته خندا ور ولي. دې ته پښتو سم نوم نۀ لرم خو کابلیان ئې ‘قندولک’ بولي چې پۀ پښتو کښې د خوږ او ګلالي تر منځ هم داسې کوم شی دي – مثلاً د هر ژوندیګړي، د بنیادم وي کۀ د هیلۍ یا شیژګي، ما شوم کیوټ وي او د سړي زړۀ کېږي چې ځان پورې ئې ونښلوي او ناز ور کړي. امکان شته چې پۀ عربۍ کی ئې ‘مرغوب’ و بولي. حتٰي ځینې لوېشتوکي او سخوټ بنیادمان هم کیوټ دي. نجونو به چې کلیو کښې ګوډۍ یا ناوکۍ جوړولې بس د جارو یو خلی به ئې را پرې کړو، پۀ سر کښې به ئې د ټوټې غوټه ور کړه؛ سترګې، پوزه او خولۀ به ئې ورله پۀ تور شین اوسور تار وګنډل، بل به ئې هلک هم داسې جوړ کړو؛ سپینه پګړۍ به ئې ور پۀ سر کړه – یوې نجلۍ به ورته پۀ تپیاکو چمبه و هله، بله به ګډېده او دوو به ناوې او شا پۀ لاس کښې نیولې، د اتڼ نعره اچوله او نانځکې به ئې ودولې. هم به نانځکې کیوټ وې او هم د وادۀ مراسم.

مګر کله چې پۀ هنر خبرې کوو، هلته بیا ښکلی مطرح دی نۀ کیوټ. )تر کومه حده چې ما ته معلومه ده، د ښکلا او ښکلا-پېژندنې توري پۀ هنري سطح کښې پۀ اول ځل عبد الرؤف بېنوا کارولي، پخوا تر هغې زېبائي، زېبائي شناسي کارېده(چې د ښکلا د تعریف او اوصافو پۀ بوخته کښې و نۀ نښلو؛ خبره به پۀ پښتو ادبي هستونو کښې د کیوټ او کا نټرایفډ، د زیار خبره، شتون، کښې ایساره کړو. څۀ وخت د مخه یاران پۀ کومې رادیو کښې زما پۀ ناولونو غږېدل نو ټولود ستائینې پۀ څنګ کښې دا خبره هم کوله چې شپون د داستان لیکلو د شرائطو خیال نۀ ساتي. بیا ئې ورسره دا هم زیاتوله چې شپون پۀ دغو ټولو شرائطو پوهېږي خو بیا هم سترګې پرې پټوي.
دوي رښتیا وئیل . پۀ پښتو کښې د نن او پرون د افسانو تر منځ زیاتره فرق تر ډېره حده ايډیالوژیکي دی – پخوا دین، جادو، ښاپېرۍ او نور متافزیکي قوتونه زورور وو؛ اوس وطني او ملي احساسات، د غریب او خان تر منځ دعويٰ، د ښځو حقوق، د جهاد او جلاوطنۍ شواخون او داسې نور اړخونه غاوره دي – مګر د زیاترو پښتنو لیکوالو هنري معیار لا پۀ کیوټ کښې پاتې دی او د ښکلا پړاو ته نۀ دی را ختلی. د داستان اتلان بې چوخسه ښائسته، بې جوړې باغېرته، وفاداره، پوه، زړۀ سواندي…… دي او بد معاشان ئې د خدای پۀ نالت لړلي چې نۀ ئې صورت د سړي دی نۀ سیرت. زمونږ د کلي ملک دې خدای وبخښي چې به چا ته پۀ غصه ؤ نو پۀ جومات کښې به ئې ور پورې وئیل، “بې غېرته، کنجوس، بېلماځه مخنته” او پۀ اخر کښې به ئې زیاته کړه “غل” – نو وروسته هر وخت به چې دۀ چا پسې بد وئیل، چې خبره به ئې ختمه کړه، مونږ هلکانو به یو بل ته کتل او ورو به مو ورسره زیاتوله ” غل”. نو د لیکوالو بدمعاش هم برڅېره پۀ نورو بدیو “غل” هم دی او اتل نو تیاره فرښته ده. دغه اشخاص او کرېکټرونه زمونږ پۀ نیمګړې دینا کښې شتون نۀ لري او صحنه چې دی ئې لوستونکو ته ښائي، کیوټ لا هم نۀ دي، ښکلا خو ئې لا پرېږده. او هم دلته پۀ هغه بل انګرېزی توري کنټرایفډ هم ور سره تبی کړو. نوم به ئې نۀ اخلم ،ځکه یو نۀ، دوه نۀ، د خرۀ تر مرګه زیات، یا د پېښوریانو پۀ وېنا “بلها ډېر” داستانونه دي چې د هغو صحنې د کلي د ماشومو نجونو نانځکلوبو ته ورته دي چې پاس مې یادې کړې – خومهمه دا وه چې د دواړو ګوډیو د سترګو غاټي نۀ وو؛ دا ځکه چې مشرانو، د ملایانو پۀ ټونګ، د سترګو لۀ جوړولو منع کړي وو. پخوا مې د ایډیالوژۍ خبره و کړه؛ مقصد مې هغه انګېرنې دي چې پخوا تر پخوا مو منلې دي او د دې عېنکو نه بغېر یا د هغو د عدسیې نه بهر شي، نۀ شو لېدلی. نجیب جانه ، زړۀ مې ډېر ورته تخنېږي خو نوم ئې نۀ یادوم؛ هم داسې یو ناول مې ولوست چې هلته لیکوال یو خوار بزګر د زمکې د ظالم مالک پۀ وړاندې بغاوت ته هڅوي. لیکوال هم د وطن یو نومیالی ادیب او شا عر دی خو چې د خدای وسې کوي، بزګر بغاوت ته نۀ شي اړیستلی. د مجبورې ورځې پۀ هغۀ باندې د مارکس او لېنن خبرې کوي چې زمکه د هغۀ ده چې کري ئې؛ فیوډلان پۀ کلي کښې یو یا دوه دي او بزګر ډېر اود خلقو زور )د لته لیکوال لۀ وېرې هغه وائي چې عقیده نۀ پرې لري( د خدای زور دي. یوه ورځ مې یوۀ هم داسې ادیب ملګري ته پۀ ټوقو ووئیل، ښه ده چې سعید افغاني او ملا عبدالعزیز خو لرئ چې ستاسو د خوښې مسئلې درته راباسي.

دغه صحنې ټولې کنټرایفډ او پۀ لوی لاس جوړې شوې دي چې نور ئې پۀ توپه ووله، مقصد چې د لیکوال ایډیالوژي پلي کړي نو د رحمان بابا خبره، تاروګی پۀ پتنګانو حساب نۀ دی. کیوټ او کنټرایفډ )لۀ بدې ورځې او ستا د بحث پۀ اړه دا دوه انګرېزي توري کاروم(. د داستان پۀ هنر کښې یا ګرد سره نۀ راځي یا ئې ځای د خوګیاڼو پۀ وېنا بره چرګۍ نۀ، د سپی چرګۍ دی.

منلی:

زۀ به بېرته د غني خان ”رېدی-ګلاب-شمشوبی-ځوز“ پسې راواخلم. تا ووئيل چې پښتو ادب لا تر اوسه د کيوټ لۀ پړاوه د ښکلا پړاو ته نۀ دی ختلی. زۀ شايد تر دې هم لږ څۀ کم خوشبينه يم، پۀ دې معنٰي چې هغه کيوټ مو هم د صحرائي ګلانو پۀ څېر پۀ ټول راغۀ کښې يو نيم چرته تر سترګو کېږي. د کنټرايفډ تله بيا تر حد پورته درنه ښکاري.

د حمزه بابا دې جنتونه پۀ نصيب شي، پۀ غزل کښې ئې هندي سبک بېرته راژوندی کړو او زمونږ ګڼو شاعرانو بيا دا وګڼله چې شعري انځور چې هر څومره لۀ تضاده ډک وي، هماغومره ښۀ ښکاري. داستان ليکونکي مو پۀ وچ زور داسې صحنې جوړوي چې هندي فلمونه ورته باچايان دي، رسامان مو هم د عکس لۀ مخې رسم کوي او بيا داسې انګېري چې د اولس ټول احساسات ئې پۀ کښې رانغښتي دي او دا ئې تر ټولو بده، نن مو معماران هم هماغه پاکستانۍ نقشې پۀ شنو او سرو ښيښو کښې رانغاړي.

اوس د دې د پاره عملي لاره کومه ده چې بې لۀ دې چې کيوټ مو ډوب کړي، د ښکلا تر ټکه لار وباسو؟

زۀ چې لۀ ځانه سره سوچ وکړم نو زمونږ د کيوټ او کنټرايفډ جرړې پۀ دې کښې دي چې زمونږ صحرا لا تر اوسه، د خوشال بابا خبره، ”هغسې بکره پرته ده“. زمونږ هنرمند د خپل هنر د تللو د پاره مقياس نۀ لري، پۀ خپله زر او پۀ خپله زرګر دي.

کۀ چرې مونږ د غني خان د ګل پۀ څېر خپله صحرا د ايران تر ګلستانه ښه وبولو او ووايو چې ”هم دا بس دی“ نو بيا به مو د پرمختګ ور پۀ خپله مخه تړلی وي.

د دې لۀ پاره چې د کيوټ لۀ سطحې د ښکلا تر پولې ور جګ شو، بايد اول د خپلو کارونو ارزول زده کړو. نو چې پۀ خپل تول او ارزښت پوه شو، بايد يا ځان د بل چا سره پر تله کړو )يعني لومړی نور و پېژنو( او يا داسې کوم ”ميزان“ ولرو چې د ډيجيټل تلو پۀ څېر نېغ پۀ نېغه راته خپل وزن وښائي )يعني تهيوريکي څېړنې وکړو). پۀ عمل کښې دا دواړه کاره د کولو دي.

د جنګ پۀ کلونو کښې افغاني هنر د انزوا لۀ حالته ووت، هنرمندو مو د نړۍ د هنر ډګر ته لار ومونده، او کۀ لۀ حقه تېر نۀ شو، پۀ دې څو کالو کښې مو ډېر څۀ زده کړل. هم مو دا وليدل چې نور څۀ کوي او هم د هنر لۀ تهيوريو سره بلد شو. خو اوس د دې خطر پېدا شو چې زمونږ هنري اثار به هم، دکابل د نوو شيشه يي کورونو پۀ څېر، د پرديو نقشو کاپي وي او يا به مو ځوانان خپل وخت د ”موډرن او پس-موډرن“ پۀ وچو بحثونو تېروي او هنر به مو ماشيني کېږي.

زۀ ګمان کوم چې لۀ دې پاڼ او پړانګ څخه د ژغورل کېدو لار دا ده چې مونږ لۀ يوې خوا لۀ نورو سره ځان اشنا کړو خو دا هڅه ونۀ کړو چې د هغوي پېښې وکړو، او لۀ بلې خوا د نورو هنري تهيورۍ زده کړو خو مخکښې لۀ دې چې د پرديو ساز ته لستوڼي رابډوهو، هڅه وکړو چې د هغوي د تجربې پۀ رڼا کښې خپله ادبي تهيوري ولرو.

شپون:
منلی صاحب! د هندي فلمونو د داستان خبره چې تا یاده کړه، د کنټرايفډ )پۀ لوی لاس جوړې شوې یا تصنعي صحنې( ډېر ښۀ مثال ؤ. د هند او پاکستان فلمي صحنې او داستانونه خو بالکل هم دا ټاپه لري. هم داسې هم پۀ تعمیرونو کښې د هندو بویه ګنبدي )ګومبزي( نقشو او هندوئي رنګونو رواجېدل ئې بله بېلګه ده. خو راځه چې لږ تر کیوټ او کنټرایفډ نه اخوا واوړو. هم داسې هم د داسې ساده حکمونونه چې پلانکي دا “چټي” داستان یا نظم لیکلی او پلانکي د دوستۍ، خپلوئ یا کنداریت، ننګزاریت یا پکتیا والۍ پۀ خا طر خپور کړی دی، پورې غاړې ته تېر شو او نۀ د لیکوال پۀ ورکوټو ګرامري یا املائي غلطیو لګیا شو، بلکې د موضوع زړۀ ته ننوځو چې هغه د هنر هستونه ده. هسې خو د غرۀ کاڼي او د اسمان وریځو کښې هم بالقوه قسم قسم انځورونه شته خو داسې نر غواړي چې لۀ کاڼي ئې راوباسي او لۀ اسمانه ئې راکوز کړي او دا نر هنرمند دی. پۀ وریځو کښې خو هر سړی اوښان او د بنیادمانو او فرښتو څېرې ویني خو چې ورته وایې چې ما ته ئې هم راوښایه، نو ګوته ورته لکه کړي، “وینې! سر ئې هاغه دی، ږیره ئې هاغه کوزه چې ښکاري هغه ده …..”

پۀ هم دې هم دې کښې د وریځو انځور ویلې شي او چې ورته ګورې مازې یوه خړه پرده پاتې وي. یره! کۀ کوم نقاش هنرمن هلته وی، دغه صحنه ئې ویلې کېدو ته نۀ پرېښوده.

د ساده نه به ئې پېل کړو او ورو ورو به پاس ځو.

هنر مهارت دی. د ترکاڼ او پښ مهارت ته به د دې بحث د پاره فن ووایو. ماهر ترکاڼ، ماهر پښ، ماهر معمار – دې ته به، بیا هم پۀ دې بحث کښې ګټور هنر او یا د ضروري اړتیاو مهارت ووایو. دا هم، هنر ئې بولې کۀ فن کۀ مهارت، خو ښکلی هنر ئې نۀ شو بللی او د دې بحث پۀ اړه چې هنر وایو؛ مقصد مو هم دا ښکلي هنرونه دي لکه نقاشي، مجسمه جوړونه، شعر، داستان، ډرامه او نورې داسې پدیدې دي – نو هنر زما عاجز پۀ نظر پۀ دوو بنیادي ستنو ولاړ دی. یو تخلیق یا هستونه ده: د وریځو او کاڼو قدرتي انځورونه هنر نۀ بلکې د طبیعت یو تصادف دی. دا هله هنرکېدی شي چې د بنیادم لاس پرې ولګېږي. ګویا نیشتون شتون شي. د باري جهاني دا قیصه مې پخوا هم چرته یاده کړې چې پۀ کندهار کښې د یوۀ سړي د خپل ورور سره بدي وه. کله چې ورور مړ شو نو سړي د هغۀ اتۀ زامن قطار ودرول او یو یو ئې پۀ اوبو کښې مانډۀ چې ساه به ئې ور کړه. یو ماشوم چې ستړی شوی ؤ، ترۀ ته ووئیل، “کاکا! زما نوبت کله راځي؟” نو جهاني لۀ ما وغوښتل چې دا قیصه ولیکم. ما ورته ووئیل، دا پېښه شوې قیصه ده؛ پۀ خپله تیاره جوړه ده، کۀ ئې ولیکې بې خونده شی به ترې جوړ شي. ګویا وئیل مې چې پۀ دې کښې هستونه یا تخلیق نشته. د هستونې یوه سکنۍ خاصه ابتکار دی – معنٰي چې بل چا هستولی نۀ وي . هم دلته به ئې بله ستنه یاده کړم چې هغه تخیل دی: دا د خیال پلو نه فرق لري. خیال پلو خو د مړې ګېډې پاړسو ده. ماشومتابه کښې چې به ما ته خوب نۀ راتۀ، مور به مې وئیل چې کټ کښې پرېوځه، اووۀ ژرندې یادې کړه، بس ویدۀ یې!!! یا د پښتو لنډۍ چې: پۀ تصور مې ځان با چا کړ، چې سر مې……. دا غېر فعال خیال دی. تخیل د حا فظې ګوټ ګوټ لټوي او هرې برخې ته ئې امر ورکوي چې د دۀ ټولو تجربو ته سر دننه کړي. مهمې ترې را وباسي، یوه لۀ بلې سره وجنګوي چې یوه نیمه دانه غمی پۀ کښې بیامومي. کۀ لیکوا ل وي د ژبې او کۀ نقاش وي د رنګ او شکل د مهارت؛ پۀ نوسي ئې د شعور مېدان ته راوباسي او پۀ مهارت ئې پۀ مرغلین تار کښې وپئي، ایله د هنر هار ترې جوړ شي. چې ادب ته ئې محدوده کړو، لیکوال ته بر څېره پۀ ابتکار او تخیل، د ژبې پۀ ارکانو باندې حاکمیت او د هغې سره یارانه هم دومره مهمه ده لکه د نقاش او رنګ، د ربابي او رباب – تقریبي توری کافي نۀ دی بلکې یواځینی توری چې بېدو هماغه احساس یا صحنه یا کرېکټربیان کړي چې لیکوال د تخیل پۀ قوت هست کړی دی او نجیب ګله! کۀ داسې څوک لیکوال وینې چې پۀ دې شرائطو برابر قلم چلوي نو د بابا خبره ورته تکرار کړه چې: زۀ خوشحال خټک ضامن یم، کۀ خطا دې شو یو تیر.

او پاتې شوه د خپلې )ملي( ادبي تهیورۍ خبره چې ته ئې ضرورت وینې، زما سر پرې خلاص نۀ شو. منم چې افغان لیکوال دې هم لکه هندي، پاکستاني، ایراني او یا روسي لیکوال پۀ شان د خپل چاپېریال غم ښادۍ را وسپړي خو دا د عمل خبره ده، د لید ده او د کومې نوې ادبي تهیورۍ را منځ ته کېدلو ته احتیاج نۀ لري؛ کۀ لري ئې؟

منلی:
د ابتکار او تخيل پر مفهومونو کۀ لږه نوره رڼا هم واچوو. د بشريت نيمائي برخه يا تر نيمايۍ لږه زياته برخه ښځې دي چې هرې يوې يو نه يو وار پۀ خپل ژوند کښې موسلي. نو د ښځې موسکا څۀ نوی شی نۀ دی او نۀ ئې پۀ يو چا پورې تړلی شو چې پلاني پېدا کړې ده. خو کۀ ليوناردو داونچي د ټوټې پرمخ د رنګونو لۀ يو ترکيبه داسې څۀ جوړ کړي چې د ښځې موسکا ته ورته وي بيا ترې ”موناليزا“ يا ”د ژوکوند موسکا“ جوړه شي او پۀ ميليونو انسانان ئې ليدلو ته تر پاريسه ځان رسوي. هم دا راز د کورنيو تر منځ دښمني ډېر ځله دوه مئين دې ته اړباسي چې ”د پښتو زنځير شلوي يار ته ورځينه“ نو بيا ولې کۀ زۀ د خپل کلي د پلاني او پلانۍ د مينې قیصه کوم، هغه هسې يوه خاطره ده او کۀ هم دغه خبره شېکسپير وکړي ”رومېو او جولئيټ“ ترې جوړ شي او د نړیوال ادب شهکار ئې بولو. هغه کوم عنصر دی چې زما د ترلې پۀ موسکا او زما د کلیوالو پۀ مينه کښې نشته خو ”د ژوکوند موسکا“ او ”روميو او جولئیټ“ ئې تلپاتې کړي دي؟

تا پۀ خپلو خبرو کښې هم ورته اشاره وکړه، د دې لۀ پاره چې پۀ طبيعت يا پۀ ټولنيز ژوند کښې پټه ښکلا د هنر درجې ته ورسي د انسان لاس ورته پۀ کار دی. خو دا شرط هم کافي نۀ برېښي: د لرګي پۀ يوه کونده کښې هم د کټ پښه شته او هم پۀ کښې د غرڅنيو ښکروره جوړه. کۀ زمونږ د کلي حسن خېل استاکار د لرګي کونده راواخسته او د کټ پښه ئې ترې جوړه کړه، ښه يا بده، د چا بستره خو به لۀ زمکې پورته کړي خو هنر به نۀ وي. کۀ کوم بل تن لۀ هماغې کوندې يا د هغې لۀ خورلڼې څخه د غرڅنيو جوړه را ويسته، بيا هنري مجسمه شوه!!! او کۀ زۀ )زما زامن وائي ”پلار دوه کيڼ لاسونه لري“(، ترښځ راواخلم او پۀ هغه کونده کار وکړم؛ داسې يو څۀ به ترې جوړ شي چې نۀ به ښکلی وي نۀ به د چا پۀ ښه راشي.

زما د هستول شوی شیګنکي پۀ اړه قضاوت اسانه دی: مخکښې لۀ دې چې لرګی پۀ ترښځ ووهم، زۀ نۀ پوهېدم چې پۀ پای کښې به څۀ ترې جوړېږي؛ نو کۀ تصادفاً دغه شيګنکی د چا سترګې و هم مني، ”کيوټ“ به وي خو ښکلی نۀ دی او نۀ به داسې څوک پېدا شي چې ورته هنري هستونه ووائي. کتابونو پۀ دې اړه ښۀ پوخ دليل راوړی: ”انما الاعمال بالنيات“.

خو حسن خېل استاکار د کټ پښه او هغه بل تن د غرڅنيو جوړه مخکښې لۀ دې چې لۀ لرګي ئې راوباسي، پۀ خپل مغز کښې ترسيم کړې وه. دواړو يو څۀ مهارت هم درلود چې دغه دوه بېل بېل شيان لۀ هماغې يوې کوندې څخه راوباسي. نو اوس چې د کټ پښې ته صنعت وايو او د غرڅنيو جوړې ته هنر، دليل ئې څۀ دی؟ کۀ د حسن خېل کار د دې پۀ خاطر چې مفيد دی، هنري و نۀ ګڼل شي نو کۀ هغه د غرڅنيو واله څلور داسې مجسمې وتراشي چې لوړوالی ئې سره برابر وي، د پاسه پرې يوه تخته کېږدي او خپله بستره پرې وغوړوي نو بيا څۀ؟

کېدی شي د استاکار او مجسمه تراش د کار توپير پۀ دې کښې وي چې استاکار د کټ د پښې يو معين ماډل زده کړی او هر وخت هماغه ماډل پۀ ميخانيکي توګه تکراروي، پۀ داسې حال کښې چې مجسمه ساز هر وار نوې مجسمه جوړوي. کۀ زۀ د خپلو دوو کيڼو لاسونو سره د حسن خېل شاګردي وکړم، کېدی شي چې پۀ يو څۀ شواخون د ترښځې او څولي کارول او بلاخره د کټ د پښو جوړول ترې زده کړم، خو د مجسمو پۀ جوړولو کښې به ستونزه ډېره وي. استاد به را ته د لرګي کنل او تراشل را زده کړي مګر د مجسمې خيال زما پۀ مغزو کښې نۀ شي ايښودلی. د حسن خېل کار ته ابتکار ځکه نۀ وايو چې د هغۀ پۀ لاس جوړې شوې د کټ پښې د يو لړ تخنيکي عمليو ميخانيکي تکرار دی؛ کۀ هم دغه مهارتونه يوې کمپيوټري دستګاه کښې پروګرام کړو نو بيا هم د لرګي لۀ کوندې د کټ پښې راويستل کېږي، خو دا هنر نۀ دی.

تا د هنر ارکان ابتکار او تخيل وبلل خو پۀ څنګ کښې دې مهارت هم ورسره تبی کړ. عبيدالله محک د ارواښاد استاد رشاد لۀ قوله تخیيل )د تحليل پر وزن( هم د هنر د يو رکن پۀ توګه ياد کړی دی. معنٰي چې هنرمند نۀ يواځې يو شی پۀ خپل خيال کښې ترسيموي، بيا وروسته هغه ايجادوي، بلکې د دې تر څنګه د خپل هنر د تماشبين پۀ مغزو کښې هم هم دې ته ورته يو خيال را پنځوي.

ګمان نۀ کوم چې تخيل او تخييل دې څوک لۀ استاده زده کړی شي، خو د هنر بل رکن چې تا ياد کړ، مهارت، پۀ کار او شواخون لاس ته راوړل کېدی شي. خوشحال بابا دغه کار او شواخون د ”مښود“ پۀ کلمه کښې راټول کړي. د ملايانو خبره متاخرين دغه ”مښود“ ته د هنرمند رياضت وائي. معنٰي دا چې هنري استعداد به خدائي ورکړه وي خو بريالی هنرمند هغه دی چې پۀ خپل زيار او ”د زړۀ پۀ وينو“ خدای ورکړی استعداد مهار کړي او وې روزي.

چې خپل بحث د قیصو پۀ هنر پورې محدود کړو، نو کۀ دا فرض هم کړو چې يو تن به د قیصې د هستولو د پاره د ابتکار او تخيل توکي پۀ خپل ځان کښې ولري خو د قیصې د بيانولو او د لوستونکي پۀ ذهن کښې د هغې د نڅولو د پاره يو لړ تخنيکي وسائل ورته پۀ کار دي، چې پۀ خوارۍ به ئې تر ګوتو کوي.

پۀ لومړي سر کښې تا د ”د ژبې پر ارکانو حاکميت او د هغې سره يارانه“ ياده کړه. دا يارانه څنګه جوړېږي او څنګه پالل کېږي؟ ډېر خلق پۀ دې اند دي چې هرڅوک پۀ خپله ژبه پوهېږي او حاکميت پرې لري. ښاغلي جهاني د خپل ناول ”قوماندان“ پۀ حقله پۀ يوه مرکه کښې وئيل چې پۀ هغه ژبه ئې ليکلی دی چې دی پرې خبرې کوي. ستا لۀ خولې مې هم دې ته ورته خبره لکه چې اورېدلې وي. ايا دا خبره هم داسې ساده ده؟ زۀ ګمان نۀ کوم چې داسې پۀ اسانه دې فېصله شي.

زۀ ستا لۀ دې بلې خبرې سره ډېر موافقت لرم چې پۀ يوه مرکه کښې دې وئيلي وو ”ژبه داسې واړوه راواړه چې پۀ لاس کښې دې د موم پۀ شان پسته شي، بيا چې ئې هر لوري ته بيايې، در سره ځي“ – دا به ستا خپل ټکي نۀ وي، زۀ ئې لۀ يادو وايم خو مطلب هم داسې څۀ ؤ. د يو ملا نه چا پوښتنه وکړه چې دا اغزي خدای پاک يو پۀ يو تېره کړي کۀ څنګه؟ ملا ورته وئيل چې خدای ورته ووائي چي ”تېرۀ !“ نو بيا تېرۀ وي. اوس کۀ زۀ هر څومره ژبې ته وايم چې ”موم!“ هغه نۀ موم کېږي. پۀ ژبه حاکميت څنګه حاصلېدی شي؟

شپون:
مها رت لۀ دوو لارو حاصلولی شو: لۀ نورو ژوندیګړو یا لیکنو. درېمه لار د زیار ده چې هر ګوره د دین دنیا تاوان دی او ځان ساته ترې طا لبه چې بیا به لاسونه مروړې او د اولس د ژبې سره به یارانه نۀ شې کولې. “ویی”، “غونډل”…. به کاروي او کلیوال به درته اریان شي چې دا به لا کوم ځناور ښائي.
لۀ نورو ژونديګړو نه ئې زده کړه. چې پښتون مومې، ورته غوږ غوږ شه او حتٰي کۀ ئې تلفظ نا سم درته ښکاره شو هم ئې با بیزه مۀ ګڼه، مغزو ته دې ئې ور ګزار کړه! د “نیا یي” مثال مې بل چرته هم ورکړی چې یوۀ همکار ووئیل، “نیا یي مې مړ شو” او د امریکا غږ ټولو پنډتانو ورپورې پیچموغزې )چې زمونږ کلي کښې ملنډو ته وائي( ووهلې . چا کم عقل لا دا نا پړیته هم ور شتۍ کړه چې “خېر دی! بل نائي به بازار کښې پېدا کړې”. عجبه لا دا چې تعلیم یافته مومند د تعلیم یافته خوګیاڼي پۀ ژبه پوه نۀ شو چې هلته د “ډم” او “ما ما” توري بېل دي.

د نورو د اثارو لۀ لوستلو ئې زده کړه! کۀ ‘پټه خزانه’ نۀ منې، پرېمانه نور کتابونه هم پۀ لرې او برې پښتونخوا کښې شته.

کۀ ئې توان در کښې وي پکتیا، کندهار، ننګرهار، وزیرو مسیدو، خټکو ته سفر و کړه! توري ئې را ټول کړه! اوس خو شکر دی پښتو کمپیوټري شوې ده، هلته ئې خوندي کړه، بیا ئې کاروه!

بیا نو خوشحال بابا ضمانت کوي، کۀ خطا دې شو یو تېر

نو منلی صاحب! دغه ئې لارې دي؛ ما ته نور چل نۀ راځي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …