د ښاغلي اصغر خان اڅکزي وېنا – اصغر خان اڅکزی

 

 

ښاغلي اصغر خان اڅکزي کابل کښې پۀ افغان امن کنفرانس کښې ګډون نه پس کوئټه کښې د کلتوري ورځ نمانځنې غونډې ته دا وېنا کړې ده – د کلتور د ورځې پۀ اړه د خبرو ترڅ کښې د پښتنو مجموعي حالات او افغانستان کښې د روان امن پراسس پۀ اړه د هغۀ خبرې د پام وړ دي – مونږ ئې د “پښتون” لوستونکو ته پۀ لیکلې بڼه وړاندې کوو.

….. )د پښتنو کلتور وخت لۀ سره ډېر مهذب او د روایاتو امین ؤ.( چې کله د اسلام د تبلیغاتو دوي ته ښونه وشوه، دوي وې چې دا خو مخکښې نه هر څۀ مونږ کوو – د سپین ږیري عزت شته، پر کوچني شفقت شته، د همسایه خیال ساتل شته، ورورولي شته – دې هر څۀ ته مونږ “پښتونولي” وایو او دې کښې ستا د ژوند هر څۀ راغونډېږي – او یقیناً کۀ زۀ دا ووایم چې زمونږ د ثقافت پر بنیاد کۀ نړۍ زمونږ د ژوند دستور خپل کړي؛ تاسو باور وکړئ عزیزانو! چې پۀ دې جهان کښې به یوه مسئله چا ته نۀ پېښېږي.

زمونږ ثقافت تش زمونږ د پاره نۀ دے؛ زمونږ ثقافت تش د یوې خاص طبقې د پاره نۀ دی، دا د نړیوالې سطحې د هر چا د پاره دی. کوم احترام چې زمونږ پۀ ثقافت کښې د خپل همسایه، د غېر پښتون حتٰي چې غېر مسلمو سره شته، تۀ باور وکړه هم هغه هدایات د قران او د اسلام پۀ رڼا کښې مونږ ته ښودل شوي دي. نو یقیناً زمونږ هغه ثقافت زمونږ د ژوند د پښتني کلتور هغه اقدار چې زما او ستا د پاره پۀ نړیواله سطح باندې د هدایت لاره ده، د ښېګړې لاره ده؛ د هر چا د مخه باید دا لاره مونږ را ټینګه کړو.

خو پښتنو عزیزانو! لکه څنګه چې زمونږ د ژوند هره شعبه ووهل شوه، وټکول شوله؛ داسې زمونږ ثقافت ئې هم تر پښو لاندې کړو. زمونږ د ژوند اقدار ئې هم داسې را ګډ وډ کړل. دا ټوله سلسله چې پۀ مونږ او تاسو تېره شوه یا روانه ده تېرېږي؛ دا د یو منظم منصوبه بندۍ تحت راوانه ده. ستا ثقافت ستا پر نړۍ پۀ سوونو نۀ پۀ زرونو کالو تاریخ نن هم د خلقو پۀ سترګو کښې اغزے دے.

عزیزانو! تۀ هغه څوک وې چې د خپل ثقافت، د خپل اتفاق، د خپل ننګ، د خپل ښاغلتوب پر بنیاد تا پۀ نړۍ کښې د هر مظلوم اواز اورېدو. تۀ چې به پۀ ډيلي کښې د دنیا پۀ یو کونج کښې د اصفهان پورې به چې یوه خبره به د یو مظلوم پۀ باره کښې وشوله، تۀ به ورغوښتل کېدلې، تا به مدد کاوۀ، تا به کومک کاوۀ – تۀ نن د داسې حالاتو سره مخامخ شولې چې نن تۀ پۀ خپل کور کښې هم حېران او پرېشانه د دنیا د مجبورو او کمزورو پۀ صف کښې ودرول شوې.

یقیناً نن هم ژوندي قامونه د خپل ثقافت او د خپل ژوندون پر بنیاد باندې خپل سیالتوب د نړۍ د سیالو قومونو سره کوي. کوم بد چې زمونږ سره وشول، کوم څۀ چې زمونږ پر وطن تېر شول، دې د پاره چې زمونږ ثقافت زمونږ څخه هېر کړي – د کتابو ئې مونږ وویستلو، بیا مات او ګوډ چې مونږ او تاسو زدکړه پرې کوله، زمونږ د ماشومانو سکولونه تباه شو، زمونږ تعلیمي ادارې تباه شوې. زۀ اکثر یوه خبره کوم چې زۀ ئې مجرم سهي، د دې ګوند مشران ئې مجرمان سهي؛ زمونږ تعلیمي ادارې تباه شوې، پۀ بمونو والوزول شوې؛ زمونږ هسپتالونه محفوظه پاتې نۀ شول یعني هر هغه کار چې د ظلم پۀ انتها کښې نۀ شي کېدلے، زمونږ پر خاوره هغه زمونږ سره وشول، هغه پر مونږ باندې تېر شول. نن هم زمونږ او ستاسو دا د زرو کالو د زرونو کالو ثقافت او د ژوند لارې کۀ نن مونږ او تاسو پۀ حېثیت د یو قام خپلې کړو، ملګرو! هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا شپه به ختمېږي او پر دې به سهار راخېژي.

دوه درې خبرې د دې نن ورځې پۀ مناسبت پر دې نن روانو حالاتو کول غواړم عزیزانو!

دا اوس اوس مونږ د افغانستان د امن نړیوال کانفرنس څخه راغلو. د ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ مشرۍ کښې – تاسو باور وکړئ چې هلته د هېڅ چا پر ژبه، د هېڅ چا د مزغو څخه، د هېڅ چا د سوچو او د فکرو څخه مونږ د وطن د بد امنۍ بوي نۀ کړو محسوس – خو مونږ وایو عزیزانو! کۀ نړیوال دي کۀ همسایه ګان دي د افغان ملت، هغوي ته وایو چې کۀ رښتیا پۀ افغانستان کښې څوک د امن غوښتونکي خلق وي نو هغه څوک چې دا وخت د افغان اولس نمائندګان دي، دا هغه نمائنده قوتونه دي؛ هغوي د دغه مذاکراتو د دغه مجلسو حصه جوړول لازمي او ضروري ده. دا به څنګه کېږي؟ دا زمونږ د جرګو او زمونږ د وطن د رواجو زمونږ او ستاسو پۀ مخکښې قیصې دي. خلق فریقېن سره کښېنوي، د فریقېنو پۀ منځ کښې جرګه کېږي – اصل فریق د جرګې او مرکې څوک پوښتي نۀ – خلق وائي مونږ مرکه او جرګه روانه کړې ده!!! څنګه به کېږي دا مرکه او جرګه؟ مونږ دنیا ته خواست کوو او دا هم وایو، “کۀ د چا دا فکر وي چې افغان وطن به لا تر قیامته پۀ وینو لړلے او پۀ نړۍ کښې به امن وي، دا امن نۀ شي راتللی چې تر څو دا وجود جوړ شوې نۀ وي، تر څو پۀ دې وجود کښې جوړ شوي زخمونه ختم شوي نۀ وي، دنیا به نا قلاره او نا چېنه وي.”

مونږ نړیوالو ته د افغان ملت همسایه ګانو ته خواست کوو چې تاسو پۀ رښتیا د افغان ملت د امن د ورورولۍ او جوړښت د پاره کردار ادا کړئ! د لالچ او د خود غرضۍ او د خپلو مهیانو پۀ دې خړو اوبو کښې د نیولو څخه ډډه وکړئ! تاسو د افغان ملت د جوړښت د پاره کردار ادا کړئ!

دوېمه خبره ملګرو! دې ریاست لکه څنګه چې څلوېښت کاله مخکښې یوه داسې فاش غلطي وکړله چې دوي د بل پۀ وینو کښې مهیان نیول غوښتل، نن بیا پۀ هغه لار روان شوي دي. نن د ایران او د سعودي پۀ مسئله کښې یا د سعودي او امریکې او ایران پۀ مسئله کښې دوي بیا وردانګلي دي. مونږ دوي ته وایو چې تۀ نوره دنیا څۀ کوې، ستا خپل ملک وقتاً پۀ وقتاً د انتها پسندۍ او دهشت ګردۍ د لارې، د شیعه او سني فساداتو سره مخامخ شوی دی – تۀ نن د ایران او د سعودي پۀ هغه جنګ کښې ورغورځې چې سهار به ستا نیم ملک یا د مسلک پر بنیاد او یا دلته د نورو هواو پر بنیاد پۀ دې نامه پۀ وینو لړل شوی دی. کۀ ته د دې جنګ حصه ځان جوړوې، نو تا چې پۀ افغان وار کښې کوم کردار ادا کړی؛ نن ئې بد امني تر اټک هم واوختله، تۀ د دغه جنګ یو بل پړاو ته پۀ یوه داسې طریقه ځان جوړوې چې زما پۀ خیال دا پاتې څۀ چې دلته دي، دا به دلته پاتې نۀ شي. خلق دې پۀ دې نۀ خوشحاله کېږي چې ‘سعودي ولي عهد زمونږ عمران خان ته زمونږ وزیراعظم ته طیاره ورکړه چې امریکې ته پکښې لاړ شي’ – د دې طیارو پۀ سبا کښې چې کوم څۀ مونږ زمونږ ګوند ویني، دې ډېر د تباهۍ خوا ته مونږ روان کړي یو. د ډېرې تباهۍ پۀ طرف مونږ بیائي.

درېمه خبره عزیزانو! د دنیا پۀ هر کونج کښې د هر مظلوم مونږ حمایت کړی دی نن هم مونږ دا وایو چې د کشمیر مسئله دې د کشمیریانو د خواهشاتو مطابق حل شي. چې د کشمیر خپل خلق اوسیدونکي هلته کوم څۀ غواړي او د چا سره ئې غواړي، د دې اختیار باید دوي ته ورکړل شي. خپلو ته وایو چې د مشمیر خبره د افغان امن سره باید نۀ وتړل شي – پر دې بنیاد افغان امن روانې سلسلې باید و نۀ درېږي. وروره! ته ولې داسې کوې؟ او مونږ نن هم دا وایو چې هلته هر ظلم کېږي او پۀ هر شکل کښې کېږي، مونږ ئې غندنه کوو؛ د کشمیر مسئله باید د یونائټډ نېشنز د قراردادو مطابق د کشمیریانو پۀ خواهشاتو باندې حل شي.

زۀ پۀ اخر کښې یو وارې بیا د ضلع کوئټې د تنظیم، د “پښتون سټوډنټس فیډرېشن”، د “نېشنل یوتهـ ارګنائزېشن” د ټولو ملګرو، د پارټۍ د صوبې او د مرکز دلته ناست ملګرو د ټولو شکریه ادا کوو –

عزیزانو! یقیناً خپل ثقافت باندې د عمل پۀ بنیاد، خپل دستور د خپلولو پر بنیاد مونږ هغه مقام ته رسېدلی شو چې د نړۍ د سیالیانو پۀ صف کښې ځان درولی شو. کۀ مونږ ژبه هېره کړه دنیا به مو هېر کړي، پۀ خپله به یو د بله ورک شو – کۀ مو ثقافت هېر کړو، کۀ مو خپل دستور هېر کړو، کۀ مو خپل رواج هېر کړو؛ تاسو باور وکړئ د نړۍ پۀ صف به بیا زمونږ د پېژندګلو هېڅ څوک نۀ وي.

ستا پۀ دې خطه کښې هره خبره ستا د مشرانو پۀ نامه کېږي – کۀ ابدالي دی هم تۀ یې! کۀ غوري دی هم تۀ یې! کۀ سوري دی هم تۀ یې او کۀ د نن دنیا روانې خبرې پۀ دې خطه کښې )کېږي(، ستا د قیادت بغېر )نیمګړې او بې اثره دي( – خلق به مونږ د پارلېمانه وباسي – اسفندیار خان به پۀ قومي اسمبلۍ کښې نۀ وي، اسفندیار خان او د هغۀ ملګري به پۀ سېنټ کښې نۀ وي؛ خو پۀ نړیواله سطح ما چې دا کوم څۀ پرون ولیدل، د باچا خان کور “ولي باغ” اسفندیار ولي خان د پښتنو د مشرتوب نه هېڅ څوک پۀ هېڅ قسم دسیسو نۀ شي را ګرځولی. نن هم تۀ پر دې خطه باندې د امن یو لارښود ګڼل کېږې – تۀ د امن د لارې د یو مشر پۀ حېثیت یادول کېږې؛ نو هم داسې لکه څنګه چې زمونږ د مشرانو د دنیا پۀ مخکښې د نن تاریخ دے، زما او ستا د هغۀ د ملګرو د سنګر د سپاهیانو پۀ حېثیت دا فرض جوړېږي، دا ذمه واري جوړېږي چې د ښۀ تنظیم د لارې، د ښۀ منظم طریقه کار د لاندې د خپلو مشرانو پر سیاست د باچا خان د امن د پاره ورکړې قربانۍ مخې ته کېږدو. خپل پښتنی ثقافت خپل پښتنی دستور خپل کړو، د نړۍ د سیالو قومو ته خپل قام ورسوو.

خدای مو خوشحاله لره! پۀ عزت اوسئ! ډېره مننه.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …