الف جانه بې بې: د رڼا علامت – لائبه یوسفزۍ

ښځې هم زړونه لري زړۀ کښې خواهشات لري

سر کښی مازغۀ لري، مزغو کښې احساسات لري

یو دې تعلیم نه کړې محرومې د ړوندو پۀ مثال

بل دې بندي کړې پۀ کورونو کښې د غلو پۀ مثال

الف جانه خټکه

تر دې دمه به پۀ اوړو کښې د مالګې پۀ حېث پښتون قام کښې یو څو تنانو ته پته وي چې الف جان خټکه د خپل وخت د خدائي خدمتګار تحریک یوه تکړه مبارزه قام پرسته مېرمن وه.

الف جان خټکه پۀ کال نولس سوه اتۀ ویشتم ١٩٢٨ کښې د کرک ضلعې پۀ احمدي بانډه کښې زېږېدلې وه. پۀ هاغه وخت کښې چې د نارینو د تعلیم شرح هم ډېره کمه وه، الف جانې بي بي تر اتم جماعته خپل کلي کښې تعلیم وکړو. بیا پښتو کښې ئې اٰنرز نه وروستو د ماسټرز ډګري هم وکړه او دولس کاله عمر کښې د خپل ورور د خپلوۍ پۀ بدل کښې پۀ “ټیري” کښی یو زلمي ته وادۀ شوه.

څۀ موده پس الف جانې بي بي خپل کلي کښې تدریس شروع کړو. د ادب سره ئې ډېر شوق لرلو او د خدائي خدمتګار “پښتون” مجله کښې به ئې لیکل هم کول. هاغه وخت کښې د پښتون قام د بېدارۍ لپاره ئې د خپل لیک تر لارې مبارزه کوله او د پېرنګي د غلامۍ پۀ ضد لیک کښې ئې پښتون قام بېدارولو. هغه خپل وخت کښې پۀ ټولنه کښې د ښځو پۀ ستونزو پوهه زنانه وه او دغه وجه وه چې د زنانو د کورنیو او ټولینزو ستونزو پۀ اړخ ئې پرېوانه لیکل کړي دي. شاعري ئې هم کوله او وخت پۀ وخت به “پښتون” رساله کښې چاپ کېدله.

دغه زمانه کښې چې پښتنه ټولنه کښې د زنانو تعلیم ته هېڅ اهمیت نۀ ورکړے کېدو، الف جانې بي بي خپله سیمه کښې د جینکو د تعلیم د پاره نۀ ستړېدونکےکار کړے ؤ. د احمدي بانډې نامه هسې خو د یوې وړې علاقې پۀ طور ذهن ته راځي خو دا ډېره د ویاړ خبره ده چې دغه علاقه کښې داسې کور به نۀ وي چې هلته جینکۍ لسم پاس نۀ وي.

د پښتون تاریخ کۀ جائزه واخستې شي نو وخت پۀ وخت پښتنو مېرمنو ورسرہ د قام پۀ خدمت کښې خپلهہ حصه ښه پۀ لوړ کچ اچولې ده. کۀ چرې پښتنې ټولنه کښې د زنانو پوهې او کار ته اهمیت او عزت ورکړے شوے ؤ او هاغه وخت نه زنانه تعلیم باندې کار شوے ؤ نو نن ممکن وه چې د پښتنو ټولنه دومره وروستو پاتې نۀ وه. زمونږ ټولنه کښې همېش د ملا خبرې پۀ هر کچ منلې شوې دي او ملا تل د زنانو د تعلیم او بنیادي حقونو پۀ ضد خبرې کړي. کۀ هر څومره د الف جانې بي بي غوندې با سواده او تکړه کردارونو د دې ټولنې یو مثبت رول لوبولے دے خو داسې نور پښتني رول ماډل کردارونه چا ډېر مخې ته راوړي نۀ دي. کۀ چرې داسې اتلانې پۀ نوي کهول وپېژندلې شي نو نۀ یواځې د ښځو پۀ حواله رویې بدلولو کښې به لویه مرسته وشي بلکې یو شمېر پېغلې به ترې انسپائرېش واخلي.

د الف جانې بي بي غوندې کردارونه د خپلو بنیادوي حقونو د دعوې کولو او د دغه حقونو اخستلو د پاره علامتونه دي او کۀ نن هم دوي ته پۀ نصاب کښې ځاے ورکړے شي نو پښتنه ټولنه کښې به د ذهني ارتقاء رنګ او رفتار بدل شي.

دا د وخت ضرورت دے چې مونږ پښتنو ښځو سره د الف جان خټکې پېژندګلو وکړو او د دوي ژوند د یوې مبارزې، یوې مدني فعالې، لیکوالې، شاعرې او د خپل وخت پۀ سیاست پوهه تکړه پښتنې مېرمن د رول ماډل پۀ توګه نۀ صرف وښایو بلکې پښتنو زنانو ته رول ماډل وګرځي.

تکړه مبارزې پښتنې الف جانې انقلابي شاعري پۀ هاغه وخت کښې کړې ده چې هاغه وخت باسواده او لوستې پښتنې ښځې پۀ نیشت حساب وې. داسې وخت کښې د الف جانې بي بي شاعرۍ نه نۀ صرف د هغې د سیاسي پوهې لوړ کچ او معیار معلومېږي بلکې دا ثابتېږي ترې چې هر وخت کله یوه پښتنه زنانه باسواده شي او پۀ سیاست کښې حصه واخلي، هغه بیا څومرہ ژور فکر ساتي. د خپل قام او ټولنې او د هغې د ستونزو پۀ لوړ کچ د حل لارې هم ټاکي. داسې زنانه سره د هغې کورنۍ هم ویښه او بېداره شي.

د خدائي خدمتګار “پښتون” مجلې کښې چې د پښتون قام پۀ بېدارۍ د پاره کوم کار کېدو، مبارزې الف جان خټکې د خپلې انقلابي شاعرۍ پۀ ذریعه دغه شعوري انقلاب کښې خپل کردار ادا کولو.

د 1946 پۀ “پښتون” مجله کښې د اغلې الف جانې شعرونه د “پېرنګي بیا وغولول” تر سر خط لاندې چاپ شوي وو. هغه د پېرنګي پۀ چالاک او مکار فطرت پوهه وه. دې نظم کښې هغه د هندوستان د جغرافیائي وېش پۀ شا پرتو سازشونو او عواملو ته څومره بالغه اشاره کوي:

پېرنګي بیا وغولول

نادان هندوستانیان پېرنګي بیا وغولول
ما ټوقه وه ګڼلې، دۀ رښتیا وغلول
درې کسه مداریان د ولایت نه وو راغلي
هندو، سکهـ، مسلمان ئې د انډیا وغولول
خلاف ئې د مذهب پۀ نوم پېدا کړو هندوستان کښې
نن دېر و حرم دواړه کلیسا وغولول
دا دوه به سره خپل وے کۀ دریم پۀ منځ کښې نۀ وے
پۀ پټو مشورو کښې ئې بیا بیا وغولول
یورپ او امریکا سترګو ته واچولې خاورې
کم عقل ساده خېل ئې د اېشیا وغولول
د کور دننه ځاے ئې یو فريق ته هم ور نۀ کړو
کانګرس او مسلم لیګ ئې پۀ بیدیا وغولول
سوکړک د هندوستان ئې ورته درې څلور ټکړې کړو
بې صبره ماشومان پرې زړې نیا وغلول
کېکونه ټول پېسټرۍ ئې ولایت د پاره کېښوې
غریب د هندوستان ئې پۀ دلیا وغولول

الف جان خټکې پۀ څوارلسم ستمبر 2019 د دې پاتې نړۍ نه سترګې پټې کړې او خپل کلي احمدي بانډه کرک کښې خاورو ته وسپارلې شوه.

الف جان خټکه د رڼا میناره ده. پښتنې پېغلې باید د الف جان خټکې د ژوند، د هغې د فکر او د هغې د مبارزې نه د خپل ژوند د پاره رڼا واخلي او د رواجونو او روایتونو زنځیرونو کښې ګېره ټولنه کښې د خپل حق د پاره اواز پورته کړي او د مزاحمت لاره خپله کړي. د الف جانې بې بې ګور دې د رڼا نه ډک وي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …