د باچا خان اعلانِ حق (ژباړن:ہفت روزہ ’چٹان‘، لاہور، (قسط اول) ۱۷ ستمبر ۱۹۵۴، (قسط دوم) ۲۴ ستمبر ۱۹۵۶) – انور علي انور، کراچۍ

 

باچا خان د خپل اتۀ نوي (98) کلن ژوند هره درېمه شپه زندان کښې تېره کړې ده، ژوند ئې د پښتنو لارو کوڅو او وړومبے د پېرنګي، بیا د پېرنګي د بچي د عدالتونو پۀ چکرونو کښې تېر کړے دے. د هغۀ “ژوند او جدوجهد” پۀ دې ټپه سر ته رسي چې:

د زړۀ پۀ باغ مې ګلۍ وشوه

بویه چې بیا سپرلے راځي سپړي ګلونه

د دې بیان درې شپېتۀ (63) کاله وشول. باچا خان پۀ اعتمادونو ورکولو ستړے شو خو د شنې کلیمې خاوندانو خپل شکونه خپلو زړونو پسې کلک نیولي وو. مونږ چې څومره هم د باچا خان د “سیاسي ژوند” لوست کوو، دا خبره مو مخې ته ودرېږي چې د هغۀ مخالفین د هغۀ د کردار منونکي وو او پۀ دې پوهېدل چې هغه د ازار سړے نۀ دے – بیا ولې پۀ هغۀ باور نۀ کېدو؟ بیا ولې هغه زندان کښې ؤ؟ ځکه چې د باچا خان لار د امن لار وه، د باچا خان عقیده عدم تشدد ؤ، د باچا خان وسیله تعلیم او پوهه وه، د باچا خان تګلاره سیاسي وه، د باچا خان رویه پۀ روښانفکرۍ او تنوع باور ؤ. دا سودا د پاکستان د وارې نۀ وه – اوس هم نۀ ده.

دې بیان کښې باچا خان د هندوستان د وېش نه پس د تېرو شوو نهه (9) کلونو حالات بیان کړي دي. د بیان خاتمه ئې پۀ دې لفظونو سره کړې ده، “ما د خپل پوزیشن او سیاسي موقف وضاحت وکړو او اوس زۀ دا معامله پۀ دې معزز عدالت پرېږدم چې د ون یونټ خلاف د تقریر کولو پۀ وخت ما هغه څۀ کړي، کوم چې ما خپل فرض ګڼلو” –

مونږ د باچا خان پېروکار خپل هم دغه فرض ادا کوو. نن هم باچا خان لکه د وېرې د زورورو پۀ اعصابو ناست دے او دغه وېره هسې نۀ ده. زورور پوهېږي چې عدم تشدد ته غاړه ایښودل، د انګرېز د ماتې کړې جغرافیې یو کول، د وسائلو اختیار منل، جمهوریت ته سلامي کېدل او “د ټولنیزو اصلاحاتو سیاست پراخه کول” څۀ معنٰي لري، څومره زور لري او څۀ نتیجې راوړي.

خان عبدالغفارخان المعروف باچا خان، پۀ چا باندې چې د تعزیرات پاکستان دفعات 123 الف، 934 الف او 153 الف لاندې مقدمې چلېدلې، پۀ شپږم ستمبر 1954 د مغربي پاکستان پۀ عدالت کښې یو تحریري بیان پېش کړو چې پۀ اووۀ ورځني ‘چټان’ لاهور کښې پۀ دوو قسطونو کښې د پوره متن سره چاپ شوے ؤ، مونږ ئې دلته د ‘پښتون’ لوستونکو ته پېش کوو.

محترم جج صاحب!

پۀ دعوې سره دا اعلان کېږي چې پاکستان یو اسلامي جمهوري ملک دے او داسې اسلامي جمهوري چې نظام ئې پۀ اسلامي نظریاتواډاڼه دے. حدیث دے چې د یو ظالم جابر سلطان مخکښې ‘اعلانِ حق’ یو بهترین جهاد دے. ما د محمد صلي الله علېه وسلم د یو ادنيٰ خادم پۀ حېثیت د رسول مقبول پۀ دې حدیث همېشه د عمل کولو کوشش کړے دے او دا حدیث مې دلته ځکه بیان کړوچې جج صاحب ئې هم د مقدمې د فېصلې پۀ وخت خپلې مخې ته کېږدي.

جناب واله! زۀ د خپلې مقدمې، د خپل کار، د خپل ژوند او د خپلو سرګرمیو متعلق څۀ حقائق پېش کول غواړم. پۀ 1907 کښې ما د لسم جماعت امتحان ورکړو. بیا زۀ پلار د انجنئیرنګ د تعلیم لپاره انګلستان ته لېږلم. مونږ دوه وروڼه یو. زما یو ورور چې هغه د ډاکټر خان صاحب پۀ نوم مشهور دے، پۀ دغه وخت انګلستان کښې طبي تعلیم حاصلولو او زۀ پۀ کور کښې وم. زما مور انګلستان ته زما پۀ تګ رضا نۀ وه. د هغې پۀ خاطر ما د انګلستان د تلو اراده پرېښوده، ولې چې ما د مور رضا خپله خوش نصیبي ګڼله.

پۀ دغه وخت کښې زما قام پۀ تور تم کښې ګېر ؤ. زمونږ پۀ علاقه کښې یو سکول نۀ ؤ او کۀ چرته ؤ نو زمونږ ملا صاحب ئې مخالف ؤ. د هغۀ وېنا وه چې سکول انګرېزانو جوړ کړے دے او پۀ دې کښې تعلیم کول کفر دے. ما د علم حاصلولو د پاره د مسلمانانو د یو سکول جوړولو پۀ خاطر خپلو ملګرو سره تحریک شروع کړو او پۀ څۀ سکولونو جوړولو کښې کامیاب هم شوم. پۀ دې دوران کښې تحریکِ خلافت شروع شو او د یو مسلمان پۀ حېثیت زۀ پۀ دې کښې شامل شوم. دې تحریک کښې ما ته درې کاله قېد د مشقت سره راکړے شو. ما دا محسوسوله چې دې دوران کښې زمونږ تعلیمي حالت ښۀ کېدو خو زمونږ سماجي حالت لا هغه شان خراب ؤ. څۀ موده پس ما ‘خدائي خدمتګار تحریک’ شروع کړو چې خالصتاً سماجي او اصلاحي تحریک ؤ. د دې مقصد د غلط رسمونو اصلاح کول وو چې پۀ دغه وخت زمونږ پۀ قام کښې ډېر زیات وو. زۀ پۀ ډېر افسوس سره دا خبره کوم چې زمونږ د تحریک یو څو میاشتې شوې وې چې مونږ ګرفتار کړے شو. حکومت زمونږ د تحریک ختمولو اراده لرله. هغه غېر انساني اقدامات ئې وکړل چې زۀ ئې دلته بیانولے هم نۀ شم. پۀ 1930 کښې زۀ پۀ ګجرات سپېشل جېل کښې قېد وم. دا پۀ دغه ورځو کښې سیاسي جېل ؤ. زما دوه ملګري زما ملاقات ته راغلل. هغوي ما ته د هغه ظلمونو داستان بیان کړو چې انګرېز حکومت زما پۀ قوم باندې کول. ما د صلاح مشورې نه پس ملګرو ته ووئیل چې تاسو ډيلي، لاهور او شملې ته لاړ شئ؛ مسلم لیګ او نورو مسلمانانو تنظیمونو او مسلمانانو لیډرانو سره رابطه وکړئ؛ هغوي زمونږ مسلمانان وروڼه دي، ځکه زۀ امید لرم چې زمونږ ملګرتیا به وکړي. څۀ موده پس هغوي واپس راغلل او وې وئيل چې مسلم لیګ زمونږ مدد ته تیار نۀ دے، ولې چې زمونږ جدوجهد د انګرېزانو خلاف دے او مسلم لیګي لیډران د برطانیه خلاف جدوجهد نۀ خوښوي. بیا د مشورې نه پۍ دغه کسان ډيلي ته لاړل او هلته ئې د کانګرس سره خبرې وکړې. د کانګرس لیډرانو زمونږ وفد ته ووې، کۀ چرې تاسو د کانګرس ملګرتیا کوئ نو مونږ تاسو سره تعاون کولو ته تیار یو او دغه شان د انګرېز د دې ظلمونو پۀ وجه زمونږ سماجي تحریک نه سیاسي تحریک جوړ شو. زمونږ د سیاسي تحریک او د ملک د نورو سیاسي جماعتونو پۀ منځ کښې ډېر اختلاف ؤ. زمونږ تحریک سیاسي تحریک جوړ شوے ؤ خو باوجود د دې ئې خپل مذهبي، روحاني، معاشرتي او اقتصادي اصلاحي نوعیت برقرار ساتلو. ما هغه حالات بیان کړل پۀ کومه وجه چې مونږ د کانګرس سره ملګري شوي وو.

د پنجاب ځینې اخبارات مونږ بدناموي او زمونږ خلاف غلط قسم خبرونه خوروي. دا کتل پکار دي چې څوک پۀ غلطه باندې دي، مونږ یا مسلم لیګ؟ پۀ دې باندي غور پکار دے. مونږ پۀ یواځې ځان د انګرېزانو خلاف د جهدوجهد قابل نۀ وو، مونږ ته د مدد ضرورت ؤ، چونکې د مسلم لیګ مشرانو د مدد نه انکار وکړو، ځکه مونږ د کانګرس سره شو.

پۀ 1930 کښې زۀ سره د ملګرو د مجلس عامله اجلاس لپاره شمله کښې موجود وم. د کالج یو طالب علم مونږ ته پۀ سیسل هوټل کښې دعوت راکړو. هلته سر فېروز خان نون هم موجود ؤ چې پۀ دغه وخت د پنجاب وزیر اعليٰ ؤ. سر فېروز خان ما ته وئیل چې تاسو غداران يئ، ولې چې کانګرس ته مو پۀ مسلم لیګ ترجیح ورکړه. ما ورته وئیل، انګرېز مونږه تباه کولو او مونږ یواځې د هغوي خلاف جنګ نۀ شو کولے؛ مونږ اول مسلم لیګ له تلي وو خو هغوي مونږ له لاس رانۀ کړو. بیا زمونږ سره بې لۀ کانګرسه بله لاره نۀ وه. بیا مې ووئېل ورته، کۀ چرې سر فېروز خان نون او نور مسلمانان لیډران زمونږ تباهي نۀ غواړي نو بیا څۀ نقصان نۀ دے شوے، دا حقیقت دے چې مونږ د انګرېز د غلامۍ نه تنګ شوي یو او ازادي غواړو، بس مونږ لۀ دې دا ضمانت راکړي چې د پنجاب مسلمانان او د هغوي لیډران به مونږ سره تعاون کوي، نو تاسو کۀ پۀ دې جهدوجهد کښې زمونږ ملګرتیا ته تیار یئ نو مونږ به ګاندهي پرېږدو، کانګرس نه به استعفٰي ورکړو او تۀ به سرکاري عهده پرېږدې. ملک صاحب وئیل، زۀ به خپلو ملګرو سره مشوره کوم بیا به تا له جواب درکړمه. زۀ تر اوسه پورې د هغۀ د جواب پۀ انتظار یم.

پۀ 1947 کښې د هندو مسلم فساداتو پۀ دوران پټنه کښې ملک صاحب سره زما ناڅاپه ملاقات وشو. هغه د مسټر یونس پۀ هوټل کښې ؤ. ما نه ئې پوښتنه وکړه چې تۀ اوس څۀ وائې؟ ما ورته وئیل، زما اوس هم هغه زړه خبره ده.

ما د پاکستان تصور سره اختلاف لرلو. د مسلمانانو د پاره چې کوم ملک زما پۀ خیال کښې ؤ، پۀ هغې کښې د پنجاب او د بنګال تقسیم نۀ ؤ او ما ته د دې خبرې یقین ؤ چې اکثر به مسلم لیډران پۀ خپلو دعوو کښې مخلص نۀ وو چې د قیام پاکستان مطالبه د مسلمان عوام لپاره کوي. زما پۀ نزد اکثر پۀ کښې د انګرېزانو اېجنټان ښکارېدل چې پۀ تمامي ژوند کښې ئې کله هم د مسلمان یا د اسلام د ښېګړې څۀ کار نۀ ؤ کړے او نۀ ئې د دې مقصد لپاره څۀ قربانۍ ورکړې وې. زما پۀ خیال هغوي عوام د پاکستان او اسلام پۀ نوم ګمراه کول. هغوي ځان ته پاکستان غوښتلو او پۀ دې مقصد کښې کامیاب شول.

زما پۀ خیال د هندوانو او مسلمانانو جنګ مذهبي نۀ ؤ بلکې اقتصادي ؤ او دا د انګرېزانو یو چال ؤ. زما یقین ؤ چې ملک ازاد شي او پاکستان قائم شي نو ورو ورو به حالات ښۀ کېدل شروع شي او بیا به مو یو بل سره تعلقات ښۀ شي او کۀ چرې حالات بدل نۀ شول او مونږ محسوسوله چې مونږ مطمئن نۀ یو نو د هندوانو نه به جدا شو. کانګرس د مکمل صوبائي خودمختارۍ حق تسلیم کړے ؤ او کۀ د چا اکثریت د مرکز نه جدا کېدل غوښتل نو دوي ته دا اختیار حاصل ؤ چې یو خودمختاره ریاست جوړ شي.

پۀ صوبه سرحد کښې مسلمانان پاتې کېدل. زمونږ د هندوانو سره هېڅ جنګ نۀ ؤ. پۀ کانګرس کښې چې مونږ څۀ وئیل، هغه منظور شوي وو. د هغوي لۀ طرفه هېڅ مخالفت نۀ ؤ شوے. هغوي تسلیموله چې پۀ جهدوجهد ازادۍ کښې مونږ هر قسم قربانۍ ورکړې دي او د خپل ملک لپاره هرې قربانۍ ته تیار یو. پۀ شمله کانفرس کښې پۀ یوه مسئله سخت بنیادي اختلاف پېدا شو. زۀ عبدالرب نشتر سره ملاو شوم او هغۀ ته مې ووئیل چې ګاندهي جي د مسلمانانو د حقوق نه سېوا حقوقو ورکولو ته تیار دے خو جناح دې مخالفت پریږدې او زۀ د مسلمانانو د مطالبو او د هغوي د حقوقو ضمانت درکولو ته تیار یم. سردار نشتر مسټر جناح سره صلاح وکړه او د هغۀ د قائل کولو کوشش ئې وکړو خو جناح نۀ منله او دغه کانفرس ناکامه شو.

متحده هندوستان کښې لس کروړه مسلمانان اوسېدل. زما خیال ؤ چې مونږ څوک غلامان نۀ شي جوړولے. کۀ چرې زمونږ غوږونو ته داسې قسم څۀ خبره راغلې وه نو مونږ پۀ اسانۍ سره ازادي اخستې شوه. پۀ دې وجه زۀ د موجوده هندوستان پۀ وفاق کښې د شمولیت پۀ حق کښې وم خو پۀ شرط دا چې کانګرس زمونږ شرطونه تسلیم کړي او مونږ له دا یقین راکړي چې د هندوستان ائنده حکومت به یو سوشلسټ جمهوري حکومت وي. زما پۀ خیال پۀ داسې طرز حکومت کښې د مسلمانانو بهتري مضمر وه، ولې چې پۀ حېث د قام مونږه د هندوانو پۀ مقابله کښې د غریبې طبقې سره تعلق لرلو. کۀ چرې کانګرس د دې مطالبې تسلیمولو ته تیار نۀ ؤ نو مونږ به مسلم اکثریت صوبه کښې د ازادۍ فېصله کولې شوه او د وفاق نه به جدا شوي وو. تر اوسه ما ته یقین دے چې مونږ به پۀ فائدې کښې وو او پۀ دې ډهانچې کښې د پنجاب او بنګال د تقسیم هېڅ تصور نۀ ؤ. خو د هندوستان مسلمانانو زما تجویز ته څۀ توجه ورنۀ کړه او ما ته هندو ووئیلے شو.

د هندوستان او پاکستان د جوړېدو پۀ وخت یوه افسوس ناکه لوبه دا وشوه چې پۀ لکهونو خلقو د یو ملک نه بل ملک ته کډه وکړه او پۀ زرګونو بې ګناه مړۀ او ژوبل شول. پۀ دومره تعداد کښې ترکِ وطن څۀ اسانه خبره نۀ وه. ډېرو ته د سر پټولو ځاے هم ملاو نۀ شو او ډېر پۀ کېمپونو کښې د بد انتظامۍ لۀ وجې مړۀ شول. پۀ کېمپونو باندې مصبت پرېوتے ؤ، طبي امداد نۀ ؤ او خدائي خدمتګاران چا د هغوي مدد ته نۀ پرېښودل.

کله چې پاکستان پۀ وجود کښې راغلو نو زمونږ د صوبې ګورنر سر جارج کننګهم ؤ. هغه یو ډېر عقلمند انګرېز افسر ؤ او د مسلم لیګ ډیر زیات نزدې ؤ او با اعتماده ملګرے ئې ؤ. هغه اتۀ کاله د صوبې ګورنر پاتې شوے ؤ. هغۀ پۀ یو څو هفتو کښې د حالاتو جائزه واخستله او زما د زوي عبدالغني خان پۀ ذریعه ئې ما له خبر راکړو چې زۀ د مسلم لیګ او خدائي خدمتګارو پۀ مشترکه مخلوط حکومت باندې رضا شم. ما ورته وئیل چې مسلم لیګ به دا خبره هم و نۀ مني، ولې چې مونږ پۀ خدمت باندې یقین لرو او مسلم لیګ پۀ عوامو حکومت کول غواړي. سر جارج پۀ خپل کوشش کښې ناکامه شو. ما ګورنر ته وئیل، کۀ چرې مسلم لیګ د قام د ښېګړې کوشش کوي نو مونږ ورسره حکومت نه بغېر هم تعاون ته تیار یو خو بیا هم مونږ خدمت ته پرې نۀ ښودے شو.

1948 کښې چې زۀ پۀ وړومبي ځل د پاکستان د پارلېمنټ پۀ اجلاس کښې شریک شوم نو ما اعلان وکړو چې څۀ کېدل، هغه وشو. پاکستان زمونږ شریک ملک دے. کوم خلق چې پۀ حکومت کښې دي او هغوي د دې ملک خدمت کول غواړي او هغوي زمونږ نه څۀ قسم خدمت اخستل غواړي نو زمونږ تعاون به ورسره وي. زۀ پۀ حکومت د خرچ بوج نۀ اچوم، خپل اخراجات به پۀ خپله برداشت کوم. مونږ صرف پۀ روغ نیت د اولس خدمت کول غواړو. زما د تقریر پۀ دوران کښې نواب زاده لیاقت علي خان زما نه تپوس وکړو چې ‘پټهانستان’ نه ستا څۀ مطلب دے؟ ما وئیل چې دا پټهانستان نۀ دے، ‘پښتونستان’ دے او دا صرف یو نوم دے او دا نوم به د پاکستان پۀ ډهانچه کښې دننه وي لکه څنګه چې پنجاب، بنګال، سندهـ او بلوچستان دي. انګرېز د خپل حکومت د پاره مونږ کمزوري کولو او زمونږ عوام ئې پۀ مختلفو حصو کښې تقسیم کړو. زمونږ د علاقې نوم ئې ختم کړو. زۀ د پاکستان د مسلمانانو وروڼو نه خواست کوم چې د تقسیم شوو پښتنو پۀ یو کولو سره د هغې بې انصافۍ ازاله وکړي کومه چې انګرېزانو مونږ سره کړې ده. پښتانۀ دې یو ځاے کړي او مونږ له دې یو نوم راکړي څنګه چې پنجاب دے؛ کله چې د پنجاب متعلق خبره کوي نو د هغې علاقې د نوم نه پته لګي چې دلته پنجابیان پاتې کېږي. هم دغه شان د بنګال، سندهـ او بلوچستان پۀ ذکر خلق پوهه شي چې دلته څوک پاتې کېږي – مونږ صرف دا غواړو چې پۀ کومو علاقو کښې پښتانۀ ژوند کوي، هغو له دې هم دغه شان نوم ورکړے شي.

د دې نه پس زۀ جناح صاحب راوغوښتم. هغۀ سره مې ډېرې اوږدې خبرې وشوې. ما هغۀ ته وئیل چې تۀ ښۀ پوهېږې چې زمونږ تحریک د معاشرې د اصلاح د پاره ؤ خو د انګرېز د خراب نیت پۀ وجه ترې سیاسي تحریک جوړ شو؛ اوس ملک ازاد شوے دے او زما رایې ده چې کله یو قام د معاشرې پۀ لحاظ وروستو وي نو هغه صحيح سیاسي فېصلې نۀ شي کولې او پۀ داسې خلقو کښې جمهوریت نۀ شي چلېدے. هغه ډېر خوشحاله شو او ما سره ئې لاس ملاو کړو، وئیل ئې، تا ته کۀ د څۀ قسم مدد ضرورت وي نو زۀ تیار یم. مونږ یوه سمجهوته وکړه. زۀ چې د کراچۍ نه تلم نو جناح صاحب ما ته وئیل چې زۀ به د صوبې د دورې پۀ دوران کښې سرخپوش لیډرانو سره ملاقات کول غواړم. مونږ د معاشرې او اقتصادي تعمیرِ نو پۀ پروګرام متفق شو. کله چې زۀ صوبې ته راغلم او ټولې خبرې مې ملګرو ته وکړې نو پۀ خپل هېډ کوارټر کښې د جناح صاحب د شان مطابق د یوې استقبالې فېصله وکړې شوه. زما د رسېدو نه پس د کرسۍ خواهش مندو او انګرېزانو ته د دغې سمجهوتې پته ولګېده. هغوي سوچ وکړو، کۀ چرې د جناح صاحب او باچا خان ملاقات کامیاب شي نو بیا خو به د دوي ځاے نۀ وي. پۀ دغه وخت کښې اهمې عهدې انګرېزانو سره وې او ما پۀ پارلېمنټ کښې مطالبه کړې وه چې پۀ پاکستان کښې غټې عهدې د انګرېز سره نۀ دي پکار. پۀ دې مرحوم لیاقت علي خان لږ خفه شوے هم ؤ. پۀ دې صوبه کښې د انګرېزانو پۀ زړونو کښې خدشې پېدا شوې وې. دې لیډرانو او انګرېزانو د یوې سمجهوتې کوشش وکړو. پۀ دغه دوران کښې د سر جارج کننګهم پۀ ځاے سر اے ډي اېف ډنډاس د صوبې ګورنر مقرر شوے ؤ. کله چې هغۀ ته زما او د جناح د خبرو اترو پته ولګېده نو یو خاص خبر ئې د هوائي جهاز پۀ ذریعه کراچۍ ته ولېږلو او پۀ جناح صاحب ئې زور راوړو چې هېڅ کله هم د خدائي خدمتګارو دعوت مۀ قبلوه، ولې چې دې سره به د خدائي خدمتګارو مورال اوچت شي. کله چې جناح صاحب د صوبه سرحد پۀ دوره راغے نو ما ته ئې د ملاقات څۀ موقع نۀ راکوله. مسلم لیګیانو د جناح صاحب پۀ غوږ کښې دا خبره اچولې وه چې تا به مرکزي هېډکوارټر ته بوځي او هلته به دې وژني. ګورنر هم پۀ دې سازش کښې ملګرے ؤ. دوي پۀ خپلې منصوبې کښې کامیاب شول. جناح زمونږ دعوت قبول نۀ کړو او مونږ ته ئې د خط پۀ ذریعه اطلاع راکړه چې ګورنر جنرل غېر سرکاري دعوتونه نۀ قبلوي؛ حالانکې هغۀ پۀ ډېرو غېر سرکاري دعوتونو کښې شرکت کړے ؤ. خو بیا هم خدائي خدمتګارو ورسره ګورنمنټ هاوس پېښور کښې ملاقات غوښتلو. مونږ ټول جمع شو او فېصله مو وکړه چې زۀ به د خدائي خدمتګارو لۀ طرفه ملاو شم . زۀ ملاو شوم. دوه ګېنټې مې خبرې اترې ورسره وکړې. پۀ دې خبرو کښې ما محسوس کړل چې زما خلاف د هغۀ غوږونه ډک کړے شوي دي. ما ورته صفا ووئیل چې زۀ یو مسلمان یم نو زما طاقت ستا دے ولې چې تۀ هم مسلمان یې او پۀ دغه وجه ستا هم ټول طاقت زما دے. هغۀ ما ته پۀ مسلم لیګ کښې د شاملېدو دعوت راکړو. ما ترې تپوس وکړو چې تۀ څۀ غواړې چې زۀ کار وکړم کۀ د مسلم لیګیانو غوندې لالچي شم؟ مسلم لیګیان لیډران خو اکثر خانان، نوابان او اربابان دي، هغوي خو کله هم د قوم خدمت نۀ دے کړے. هغوي خو د انګرېزانو ملګري او اېجنټان پاتې شوي دي. ما نه هغۀ وضاحت وغوښتو نو ما ورته ووئیل چې دا خو دومره لالچیان دي چې کله د دوي مفادات وي نو بیا ستا خبره هم نۀ اوري، حالانکې تۀ ګورنر جنرل او د دوي لیډر یې. هغۀ زما نه د دې خبرو ثبوت وغوښتو نو ما ورته ووئیل چې هندوانو د کروړونو روپیو جائیداد پرېښودو، هغه مسلم لیګ لوټ کړو؛ هغه جائیداد د مملکت پاکستان ملکیت ؤ خو دې لیډرانو یوه پائي هم مملکت ته ورنۀ کړه؟ بیا مې ووئیل چې تۀ ما ته یو داسې لیډر وښایه چې هغه پۀ دې لوټ مار کښې حصه نۀ ده اخستې.

د جناح صاحب پۀ اصرار ما پوره معامله خپلو ملګرو ته مخکښې کړه. کله چې پارټي جمع شوه نو هغوي یو قرارداد منظور کړو چې مونږ جمهوریت پسند یو او د ازادۍ او د جمهوریت لپاره مو هلې ځلې کړې دي، مونږ د چا پۀ وېنا خپله پارټي نۀ شو ختمولې. دا معلومه شوه چې جناح صاحب د صوبه سرحد نه تلو نو خان عبدالقیوم او سر ډانډاس ته ئې زمونږ د تحریک ختمولو پوره اختیارات ورکړل.

زۀ د ډېر وخت نه کوهاټ او بنو ته نۀ وم تلے او د دغه علاقو د خدائي خدمتګارانو خواهش ؤ چې زۀ د علاقې دوره وکړم. زۀ پۀ پینځلسم جون1948 د دوو سالارانو نجو او منیر خان سره بنو ته روان شوم. کله چې مونږ بهادرخېلو ته ورسیدو نو پولیس والا سړک بند کړے ؤ. مونږ ته ئې وئیل چې د موټر نه کوز شئ. مونږ ئې تحصیل ته بوتلو. ټوله ورځ ئې مونږ وږي تږي وساتلو. ماښام ډپټي کمشنر کوهاټ راغلو او مونږه ئې هغۀ ته پېش کړو. هغۀ زمونږ نه ضمانت وغوښتو. ما تپوس وکړو چې څۀ د پاره؟ وئیل ئې چې تاسو د پاکستان خلاف یئ. ما ترې تپوس کولو، هغۀ وئیل چې بحث مۀ کوه! ما د ضمانت نه انکار وکړو او زۀ قېد شوم. زۀ ئې منټګمري جېل ته بوتلمه. هلته مې درې کاله سزا پوره کړه نو د بنګال رېګولېشن مجریه د 1818 لاندې ئې سزا کړم او جنورۍ 1954 کښې ئې پرېښودم.

د کشمیر پۀ سلسه کښې ما دوه ځله خپل خدمات پېش کړي دي. یو ځل جناح صاحب ژوندے ؤ او پۀ دوېمه پېره د جناح صاحب د مرګه پس – دواړه ځله زما پېشکش قبول شوے نۀ دے. کۀ چرې د کشمیر مسئله زما پۀ وجه حل شوې وه نو پۀ مسلمانانو کښې به زما د خوښې جذبات پېدا شوي وو او زۀ به دوي ته خطر جوړ شوے وم. یو ځل نواب ممنوټ منټګمري جېل ته راغے. ما ورسره د کشمیر پۀ مسئله خبره وکړه او څۀ تجاویز مې ورته وړاندې کړل. پۀ دې موقع ورسره د ورځپاڼې ‘نوائے وقت’ مدیر مسټر حمید نظامي هم ؤ. ما له ئې یقین راکړو چې حکومت به ستا پۀ تجاویزو همدردانه غور کوي خو د هغې خبرو هېڅ نتیجه راونۀ وتله. کۀ حکومت زما تجاویز منلي وو نو د کشمیر مسئله به پخوا ختمه شوې وه. زما دا خیال ‏ؤ او حقیقت هم دا دے چې زمونږ د ملک اختیارمندو سره د کشمیر د اولس څۀ فکر نشته البته د خپلو کرسیو ورسره ډیر دے.

زۀ پۀ 1953 کښې هم پۀ جېل کښې وم چې خان سردار بهادر ما سره راولپېنډۍ جېل ته راغے. پۀ خپلو خبرو کښې ئې ومنله چې حکومت ما سره ظلم کوي او پۀ صوبه سرحد کښې مسټر عبدالقیوم ډېر زیات ظلم شروع کړے. بیا ئې وئیل چې حکومت ته پکار دي چې تا پرېږدي خو حکومت سره وېره ده چې پۀ تا کوم ظلم و تشدد شوے دے، تۀ به دا هېڅ کله هم هېر نۀ کړې او نۀ به مونږ معاف کړې. ما ورته ووئیل چې مونږ خدائي خدمتګاران پۀ عدم تشدد باندې کاربند یو؛ کۀ چرې پۀ مونږ څوک ظلم وکړي نو مونږ ئې بدل نۀ اخلو خو عجیبه خبره دا ده چې حکومت خپله غلطي مني او بیا هم انصاف نۀ کوي. بیا مې ورته ووئیل چې زۀ د هغې وخته پورې خپلې رهايۍ ته تیار نۀ یم چې تر څو پورې حکومت خپله تسلي نۀ وي کړې. د هغې نه پس بیا ما پسې راغلو او وئیل ئې، حکومت ستا د رهايۍ فېصله کړې ده.

1955 کښې د ازادېدو نه پس ئې سرکټ هاوس راولپنډۍ کښې نظر بند کړم. د سرکټ هاوس پۀ نظر بندۍ ما جېل ته ترجیح ورکړه ولې چې زما خیال ؤ چې کېدے شي دا زما لپاره هغسې جال وي لکه څنګه چې ارباب عبدالغفور خان د پاره ؤ چې پېرول باندې ئې پرېښودو نو دوباره ګرفتار کړے شو او دا دروغژن اعلان وکړے شو چې د افغان اېجنټانو سره ئې تعلقات دي. دې نه پس ما له پۀ پنجاب کښې د ګرځېدو اجازت راکړے شو خو پۀ خپله صوبه باندې بند وم. کراچۍ ته پۀ دستور سازه اسمبلۍ کښې د ګډون کولو اجازت راته هم ملاو شو. پۀ دغه ورځو کښې پۀ کراچۍ کښې پۀ ‘ون یونټ’ باندې خبرې کېدې. پۀ دې موقع زما د پنجاب وروڼه زما د بنګال د وروڼو نه خفه وو. د اجلاس پۀ دوران کښې چودهري محمد علي، مشتاق احمد ګورماني، سردار بهادرخان او ملک فېروزخان نون چې د پنجاب وزیراعليٰ ؤ، ما سره څو واره ملاقاتونه وکړل او ما ته ئې د ون یونټ فوائد بیان کړل. هغوي زما د قائلولو ډېر کوششونه وکړل. د سندهـ، بلوچستان او د سرحد خلقو سره د خبرو اترو نه پس ما ته معلومه شوه چې عوام دې ته تیار نۀ دي او د طاقت پۀ ذریعه ون یونټ د پاکستان پۀ مفادو کښې نۀ دے. ما دې صاحبانو ته وئیل چې پۀ دې موقع ون یونټ مفید نۀ دے او کۀ بیا هم تاسو جوړول ئې ضروري ګڼئ نو بیا دوه یونټه جوړول غواړي – یو پنجاب او دوېم به د وړو صوبو وي. چودهري محمد علي وئیل، اول به ون یونټ وي ګنې نو بیا به زړه طریقه وي. کله چې سیاسي او ائیني خبرې اترې جاري وې نو د بنګالي او د پنجابي سیاستدانانو پۀ دې مسئله اختلاف پیدا شو چې کله ائین جوړ شي او پاکستان جمهوریه شي نو غلام محمد به صدر وي. بنګالیانو وئیل چې دا فېصله به پۀ مناسبه پۀ پارلېمنټ کښې پۀ ووټونو باندې وکړو او پۀ دې خبره یو ځل بیا د سیاستدانانو پۀ زړونو کښې اختلاف پېدا شول او پۀ پارلېمنټ کښې بنګالیانو ممبرانو ته دهمکۍ ورکړې شوې. پۀ دې مرحله د ون یونټ پۀ ځاے د علاقائي وفاق نوې منصوبه پۀ پارلېمنټ کښې پېش شوه. د سردار بهادر خان پۀ مشرۍ کښې اجلاس وشو چې پۀ هغي کښې سردار اسد خان، سردار عبدالرب نشتر او سردار بهادرخان شریک وو. د ډېر اوږد بحث نه پس د علاقائي وفاق پۀ نوم منصوبه پۀ دې شرط تیاره شوه چې ټولې د پښتنو علاقې چې انګرېز تقسیمې کړې دي، هغه دې یو ځاے کړې شي او دې له به د دې د شان مطابق یو ښکلے نوم ورکړے شي. پۀ متحده هندوستان کښې انګرېز مرهټا او پښتون دوه خطرناک فوځونه ګڼلے کېدل، پۀ دغه وجه انګرېز دوي پۀ مختلفو حصو کښې تقسیم کړي وو خو د پېرنګي د تلو نه پس پۀ هندوستان کښې مرهټا قوم جمع کړے شوے دے او داسې هېڅ وجه نۀ شي کېدې چې پاکستان د یو اسلامي جمهوري ملک دعويٰ کوونکے دې ته تیار نۀ شي چې پښتانۀ پۀ یوه صوبه کښې راجمع کړي. مونږ د پښتنو علاقو یو ځاے کولو د پاره مطالبه کوو او دا مکمل یقین ورکوو چې مونږ دا ملک تسلیموو او دلته ژوند کوونکي قامونه خپل وروڼه ګڼو. تر اوسه څۀ اخبارونه او بعضې لېډران مونږ غداران ګڼي، زمونږ پښتنو باندې پۀ خپلو علاقو کښې پۀ تلو راتلو پابندۍ دي. پۀ دې مونږ ته افسوس دے او مونږ پۀ دې خبره زور ورکوو چې تر څو تقسیم شوي پښتانۀ یو ځاے نۀ شي نو مضبوط پاکستان نۀ شي جوړېدے. د پاکستان مضبوطي او استحکام پښتنو سره پۀ انصاف کولو کېدے شی. پارلېمنټ د علاقائي وفاق منصوبه منظور نۀ کړه ولې چې بنګالیان وروڼه د دې حامي نۀ وو.

اوس پۀ پارلېمنټ کښې پنجابي لیډرشپ پۀ یوه بله منصوبه غور شروع کړو. پۀ دې موقع د مغربي پاکستان د صوبو ډهانچې نه علاوه پۀ پوره ائین اتفاق شوے ؤ. پۀ دغه وخت وزیراعظم محمد علي بوګره امریکا ته تلو خو هغۀ د تلو نه مخکښې اعلان وکړو چې د امریکا نه واپس راشي نو ائین به مکمل کړے شي. خو چې کله هغه واپس راغے نو پارلېمنټ مات شوے ؤ. د نوې کابینې جوړېدو نه پس سمدستي ډاکټر خان صاحب ته پۀ کابینه کښې د شاملېدو دعوت ورکړے شو. زۀ کابینه کښې د شاملېدو پۀ دې خبره متفق نۀ وم. زما خیال ؤ چې پۀ کابینه کښې د ملک د پاره هېڅ څۀ نۀ شي کېدے. د هغۀ رایې وه چې نور به د ملک پۀ خدمت رضا کوم، کۀ چرې پۀ دې مقصد کښې کامیاب نۀ شوم نو استعفٰي به ورکوم.

یو ځل بیا د ون یونټ منصوبه راژوندۍ شوه. زۀ ئې د سردار بهادر خان کور ته اجلاس له راوغوښتم. هلته د سردار بهادر خان نه علاوه مېجر سکندر مرزا او سردار عبدالرشید چې پۀ دغه وخت کښې د سرحد وزیراعليٰ ؤ، ما هغوي ته ووئیل چې د ون یونټ منصوبه د طاقت پۀ زور مۀ جوړوئ بلکې د خلقو نه رایې واخلئ. څو پورې چې ما ته یاد شي، پۀ دې خبره اتفاق شوے ؤ چې د ون یونټ پۀ منصوبه د عمل نه مخکښې د خلقو نه پوښتنه ضروري ده. زۀ د اجلاس نه د مرزا سره بهر راغلم. هغۀ ما ته وئیل چې مونږ ته ستا د تعاون ضرورت دے. ما ورته وئیل، کۀ با اختیاره خلق پۀ کښې شامل وي نو بیا زۀ تیار یم. بیا زۀ واپس پنجاب ته راغلم ولې چې زما ګرځېدۀ صرف د پنجاب تر حده وو. ما د ضلع کېبملپور پۀ یو کلي ګرګیاش کښې سکونت اختیار کړو. د صوبه سرحد خلق به تلل راتلل. هغوي پۀ ما او پۀ تنظیم پابندي نۀ خوښوله، ځکه ئې وئیل چې پۀ امن پسندۍ سره انصاف نۀ شي کېدے. هغوي مایوسه شوي وو او د سول نافرمانۍ تحریک ئې شروع کول غوښتل خو ما ورته مشوره ورکړه چې مونږ خدائي خدمتګار یو، مونږ به د تشدد او تصادم لاره نیسو او ځکه د زغم نه کار اخستل پکار دي.

پۀ دې وخت کښې یو نوے پارلېمنټ جوړ شو او وړومبے اجلاس ئې پۀ مري کښې مقرر شو. 1955 کښې د ګرمۍ پۀ موسم کښې د نوي پارلېمنټ د مري پۀ اجلاس کښې زما پۀ شرکت پابندي وه. د مسټر دولتانه لۀ طرفه د یو خفیه دستاوېز پۀ ذریعه حکومت ته مشوره ورکړې شوه چې د باچا خان صوبه سرحد ته پۀ تلو پابندي دې برقرار وساتلې شي ولې چې د ون یونټ منصوبې ته خطره پېښېدې شي. پۀ مري کښې د پارلېمنټ د اجلاس پۀ دوران کښې ما ته پۀ ډرامائې انداز صوبه سرحد ته تلو اجازت ملاو شو. مري ته تلو نه مخکښې ما پۀ ګورنمنټ هاوس کښې د وزیرانو سره ملاقات وکړو. مسټر ګورماني زما مخې ته د ون یونټ د منصوبې وضاحت وکړو. ما ورته وئیل، د دې جوړولو هېڅ یو جواز نۀ جوړېږي. مسټر ګورماني د اوبو کنټرول، بجلي، غرونه، ټرانسپورټ او د لویو لویو میلونو او نورو ډېرو څېزونو متعلق پۀ مغربي پاکستان کښې پۀ یو ځاے انتظاماتو باندې زور واچولو. ما ورته دلیل پېش کړو چې دا مقصد خو پۀ مغربي پاکستان کښې د علاقائي وفاق پۀ ذریعه هم اخستے شي او ون یونټ منصوبه د قومي مفاداتو د پاره خطرناکه ده. د هرې صوبې د جذباتو احترام او د ثقافتونو تحفظ ضروري دے. ما ورته دا هم وئیل چې د پنجاب، سندهـ او بلوچستان خلق د صوبه سرحد د عوامو مقابله کښې پۀ سیاسي لحاظ سره کم ترقي یافته دي. زما نظریه دا وه کۀ چرې د صوبه سرحد نه سبا د مغربي پاکستان پۀ نورو صوبو کښې منصفانه وټونه وشي نو د غټو غټو جاګیردارانو طاقت به کمزورے شي. دلته نه به ترقي پسند خلق پاس شي. ما دا تجویز مخکښې کړو چې پۀ پنجاب کښې دې پۀ ډېر زور سره سیاسي کارونه وشي. زۀ پۀ ون یونټ باندې متفق نۀ شوم او پۀ ملک مې پۀ سرګرمۍ سره پۀ سیاسي کار باندې زور ورکړو نو چوهدري محمد علي چې وزیر خزانه ؤ، د کليوالې ترقۍ د پاره د خپلې منصوبې وضاحت وکړو او ما له ئې د هغې د چارج سنبهالولو دعوت راکړو. ما ورسره پۀ دې شرط وعده وکړه چې د ون یونټ مناسب حل پکار دے. مسټر سرور د کليوالې ترقۍ پۀ منصوبې زور واچولو او وئیل ئې چې د حکومت او روپیو پېسو نه بغېر هېڅ یو بنیادي کار نۀ شي کېدے. مونږ د ون یونټ منصوبې متعلق هېڅ فېصله ونۀ کړه او لاړو.

زۀ صوبه سرحد ته ورسېدم. ون یونټ منصوبه باندې غور کېدو چې جنرل سکندر مرزا او ډاکټر خان صاحب د صوبه سرحد پۀ دوره راغلل. مونږ ټول د قربان علي خان مېلمانه ؤو. جنرل مرزا ما ته د کليوالې منصوبې تفصیلات بیان کړل چې څۀ ذکر ئې راته چوهدري محمد علي پۀ کراچئ کښې کړے ؤ. هغۀ د دې د چارج سنبهالولو دعوت راکړو. جنرل مرزا وئیل چې د ون یونټ مسئله د بېن الاقوامي وقار مسئله جوړه شوې ده ولې چې د پښتونستان پۀ حق کښې د حکومت افغانستان پروپېګنډې پۀ دې قدم اوچتولو مجبوره کړے یم. ما پۀ دې خبره اتفاق ونۀ کړو او وئیل مې، مونږ ون یونټ جوړوو یا نۀ، دا د پاکستان داخلي مسئله ده؛ د دې متعلق افغانستان یا بېن الاقوام څۀ سوچ کوي، هغې له هېڅ اهمیت نۀ دے حاصل. ما پۀ دې خبره زور واچولو چې د پاکستان پښتانۀ خوشحاله او یو وي نو پاکستان به مضبوط وي. کۀ چرې د پاکستان پۀ پښتنو علاقو کښې حالات د عوامو د سوچ او مرضۍ مطابق او پۀ جمهوري طریقه حل شي نو د پاکستان خلاف ټولې غېر ملکي پراپېګنډې به ناکامه او بې اثره شي. ما پۀ جنرل مرزا او پۀ ډاکټرخان صاحب نکته چیني وکړه. هغوي د ون یونټ منصوبې پۀ حق کښې پروپېګنډې کولې او مونږ ته ازادي نۀ وه حاصله .

جناب اعليٰ! کۀ چرې ما د حکومت خلاف نفرت خورول غوښتل نو چې زما پۀ خلقو کوم ظلم شوے دے، پۀ دې سلسله کښې ما سره دومره مواد شته چې یو انقلاب راوستے شم خو د دې پۀ ځاے ما د عدم تشدد د اصولو پرچار وکړو او اعلان مې وکړو چې مونږ هغه خلق معاف کړي دي چا چې پۀ مونږ ظلمونه کړي دي او زمونږ بې عزتۍ ئې کړې دي. دا هغه خبرې دي چې پښتانۀ ئې نۀ معاف کولې شي او نۀ ئې هېرولې شي. مونږ پنجابیان خپل وروڼه ګڼو او هم دغسې بنګالیان، سندهیان او بلوچیان زمونږ وروڼه دي. د بعضو خلقو د غلطو سیاسي فېصلو پۀ رڼا کښې د مغربي پاکستان د وړو صوبو د عوامو سره زیاتي شوي دي خو دا کله هم د پنجاب د عوامو سره د نفرت جواز نۀ شي جوړېدے. زۀ د هغه لږو خلقو نه هم نفرت نۀ کوم چې د صوبه سرحد د صوبائي خومختارۍ تباه کولو ذمه دار دي. د پنجاب خلقو مونږ سره هېڅ زیاتے نۀ دے کړے او نۀ د ون یونټ منصوبې د نفاذ پۀ سلسله کښې پۀ دوي جمهوري ذمه داري راتلې شي، ولې چې د دې متعلق دوي سره څۀ مشوره نۀ ده شوې.

زۀ همېشه یو پوخ مسلمان او محب وطن پاتې شوے یم. کله نه چې پاکستان جوړ شوے دے نو ما همېشه د دې خدمت کړے او د مضبوطولو مې کوشش کړے. زما وېنا دا ده، کۀ چرې پۀ پاکستان کښې اوسېدونکي پښتانۀ یو کړے شي نو پاکستان به نور هم مضبوط شي. پښتونستان، پنجاب، سندهـ، بنګال او بلوچستان د نوم نه علاوه نور هېڅ نۀ دي او دا نومونه د هغو علاقو دي، کومې چې پاکستان کښې دننه دي. زما دا یقین دے چې د پاکستان وقار پۀ دې خبره کښې دے چې پښتنو سره کوم زیاتے انګرېزانو کړے دے، د هغې ازاله وشي. انګرېزانو چې د خپلو پالیسیو پۀ وجه پښتانۀ تس نس کړي دي، دا دې بیا یو ځاے کړے شي.

ما د خپل پوزیشن او سیاسي موقف وضاحت وکړو او اوس زۀ دا معامله پۀ دې معزز عدالت پرېږدم چې د ون یونټ خلاف د تقریر کولو پۀ وخت ما هغه څۀ کړي، کوم چې ما خپل فرض ګڼلو، د یو اسلامي جمهوري ملک د یو ازاد اوسېدونکي پۀ حېثیت چې کوم خپل فرض ګڼم. څوک هم ما د دې دعوې نه نۀ شي اړولے. چې انګرېزانو د پښتنو سره کوم ظلم کړے دے، د هغې دې ازاله وکړې شي.

جناب اعليٰ! تاسو خپله وګورئ چې ما د خپلو عوامو او ملک خلاف داسې کوم کار کړے دے چې د حکومت لۀ طرفه پۀ ما الزام لګېدلے دے، زۀ به پۀ خوشحالۍ او بغېر لۀ څۀ نفرته هرې سزا ته تیار یم کومه چې زما د پاره مناسب وي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …