توربېلا خان کۀ کرشټن – نعیم مخلص

 

توربېلا خان دې خداے وبخښي خو بخښي به ئې نۀ، تک تور انسان دے. يعني نوک پورې تور. د هغۀ پۀ بدن کۀ څۀ لږ ډېر سپين ښکاري نو هغه د هغۀ نوکان دي. دغه هم سپین لږ او زیړ بخن زیات ښکاري. اوس به تاسو وايئ چې ولې غاښونه خو هم سپين وي!!! هو! بالکل سپين وي، خو زۀ د خلقو خبره نۀ، د توربېلا خان خبره کوم. د هغۀ پۀ غاښونو به بيا چرته ځان له ګپ ولګوو، هغې کښې هم کار شته.

نو خبره مې کوله د توربېلا خان.

هۍ هۍ! د توربېلا خان تور رنګ کله کله د هغۀ دښمن شي. تور رنګ نه زما مراد کله هم دا نۀ دے چې ګنې دا د نفرت نخښه ده، بلکې د تور رنګ متعلق به زۀ دا ووايم چې د قيامت پۀ ورځ به الله تعاليٰ د حبشي حضرت بلال د تور رنګ نه د جنت حورو له خالونه ږدي. يا کۀ څنګه چې د کعبې غلاف تور دے، پۀ سپينو سترګو کښې ګاټي تور وي، د قران ټکي پۀ توره سياهۍ ليکلے شوي وي يا لکه تاسو خيال وکړئ نو امريکه چې ځان ته سُپر پاور وائي، د هغې صدر باراک اوبامه هم تور دے[1] لکه زمونږ د توربېلا خان. ‘نوک تور’ ورته ځکه وايم چې بې بې دې خداے وبخښي، هغې به اکثر وئيل چې ‘د فلاني لور نوک توره ده’. حالانکې نوک اکثر سپين وي. ما به ترې نه پوښتنه وکړه چې بې بې! دا نوک تور پۀ کښې لا څنګه وي؟ نو هغه به پۀ خندا شوه، وئيل به ئې چې نوک تور هغه وي چې پۀ کښې سپين ځاے بیخي نۀ وي، لکه زمونږ د توربېلا خان. توربېلا خان زما ډېر جګري يار هم دے او زما او د هغۀ يو خبره د يوبل نه پټه نۀ ده.

سحر چې ما سره ملاو شو نو ما ورته ووئيل چې اشنا! ستا دا مخ خو هسې هم بد ګوڼیا دے، نن لږ ډېر را ځوړند شوے دے، خېر خو دے؟ وې اشنا! ستا نه څۀ پرده، خو بېګا خوب راغے او د وخته اودۀ شوم. چې راپاڅېدم نو پۀ کور دننه يو کاغذ پروت ؤ. تا ته خو پته ده چې ما لسم پاس کړے دے خو لکه د غوړ منګي را نه هر ټکے خوئېدلے دے. ما ورته ووئيل، ټکي ته ښه پته ده چې یو تور رنګ پۀ بل تور رنګ بیخي نۀ خېژي او نۀ ښکاري، هسې ځان څۀ له بدناموم؟ نو پۀ دغه وجه دا تور ټکے تر ستا را رسېدو نه انکاري دے. بوغمه کوه راله مۀ، مخکښې قیصه کوه!

هغۀ یو ځل ما ته پۀ اېنټه وکتل او بیا ئې خپله خبره جاري کړه. وې ئې چې بهرحال ما کاغذ راوړو او د سجاول مور يعني ښځې له مې ورکړو چې جينۍ دا وګوره، چرته چا د بېنک چيک راغورځولے او کۀ چرته د حج يا عمرې ټکټ دے؟ خو چې ښځې مې خط ولوستو نو کله ما ته ګوري او کله کاغذ ته ګوري. ما ورته وئيل خبره کوه، څۀ دي پۀ کښې؟ د مړي خط خو کېدے نۀ شي ځکه چې دومره لږ ډېر خو پوهېږم چې اوس څوک د مړو خطونه نۀ ليکي او نۀ د مړي خط دومره لوے وي، د دې دومره حېرانتيا څۀ خبره ده؟ هغې ناڅاپه خپل مخ ته یو دوه څپېړې راوبغولې او چغه ئې کړه، وۍ خدايه! ډوبه شوم. ما وئيل خداے دې بېخ وباسه، پۀ وچه مۀ ډوبېږه، خبره کوه، څۀ دي؟ وې چې خط کښې ئې دهمکي راکړې ده چې کۀ پۀ يوه هفته کښې دننه دننه تاسو مسلمانان نۀ شوئ نو کور به درله پۀ بمونو والوځوو.

د سجاول د مور دغه خبره توربېلا خان ډېره پۀ غرېو نيولي انداز وکړه اودا ئې هم راته ووئيل چې تا ته خو مې ووئيل خو ستا خولۀ سورۍ ده، خلق را باندې خبر نۀ کړې، بيا به را پورې ټول خپل پردي خاندي، او زما دې قسم وي مخلصه! کۀ سحر مې چاے هم څښکلې وي. زما خو د پښو لاندې زمکه تښتېدلې ده. پۀ ښځه مې هم څۀ چل وشو. يار! ما سره ډېر غم دے، ما له چرته کور وګوره چې دا کډه يو اړخ ته کړم، بيا به ورسره ګورو.

زما زړۀ کښې د مسئلې د نزاکت احساس هم ؤ او پټ پټ راباندې مېږي هم اړم وو چې اوس څوک ووینم او خبره ورته وکړم. خبره مې کله ټینګولې شوه؟ خو ځان مې راټینګ کړو او ورته مېې ووې، اخ! دا ولې؟ دا چا او دا پۀ څۀ؟ تا له خو کلیمه درځي، دوه درې ځله درنه ما هم اورېدلې ده او بچي دې هم پۀ مولا جان پبلک سکول کښې داخل کړي دي نو بيا دا د مسلمانۍ پۀ کښې څۀ خبره ده؟

نو بس توربېلا خان هسې هم د دغه رنګ د مخه ښه ورځ نۀ لیده چې دا پسې لا نور هم اور شو. توربېلا خان زما بې ستره بې شرمه یار دے نو د دې خبرې نه مې زړۀ ټوقه جوړول هم غوښتل، خو بیا دا خبره هم داسې وه چې ټوقه پکښې نۀ ځائېدله.

هغه لږې خاموشۍ نه پس بیا ګویا شو، وې مخلصه یار! تۀ ګوره کنه! دا کۀ د کلي علاقې خلق وو نو دومره خو به ئې پېژندلم چې دا ‘کرشټن’ نۀ دے!!! ما چې دا واورېدل، تندي ته مې راخوشې کړې، ما وې ښه! دا ئې پۀ تا شک شوے چې ګنې عیسائي دے!!!

زر ئې ووې، هو هو کنه! هم دغه ګمان ئې راباندې راغلے دے. د سجاول مور هم دغسې څۀ ټکے یادوۀ چې خط کښې ئې لیکلي دي چې تاسو دغه ټکے ئې لیکلے دے چې دغه یئ، مسلمانان شئ ګنې لاړئ. زۀ به اوس څۀ کوم؟ زما خو واړۀ واړۀ بچي دي یار! او پلاره تا لا ډرامه کښې هم راوستے یم، اوس مې ټوله دنیا پېژني، پټېدلے هم نۀ شم. وچ پۀ ناقه د پېریانو پۀ شر واوړېدم، دا به اوس څۀ کېږي یار؟

ما وئیل، دعا کوه – خو چې د توربېلا خان مخ ته مې وکتل نو قسم دے چې زما پرې هم شک شو چې دا لکه کرشټن وي.

توربېلا خان او زۀ لکه د لاس لستوڼي یو بل ته نزدې یو. دا خو لا کرشټنټي ده، زۀ وایم دې خپلو شپږ کلیمو کښې هم ایله کۀ دغه کلیمه طیبه ورځي – هغه هم، یقین مې پرې پوره نشته. یو سحر ئې وران تربوز نیولے ؤ، ما وې هلکه څۀ چل دے؟ وې مخلصه یار! دا بېګا شپه خو را باندې ډېره سخته تېره شوه. ما وې څۀ شوي وو؟ وې چې یاره! خېټه کښې مې دړد اوچتېدۀ او کښېناستۀ. د سجاول مور ته مې ووې چې جینۍ! عرق النساء درنه مړ کړم. هغې وې، د خداے نېکبخته! عرق النساء خو پۀ پښه وه، هن! یو تلے سپېرکۍ وخوره او دا خېټه دې ډېره پۀ سر مۀ خېژوه. مخلصه یاره! بس لکه چې هغه مې پۀ دې خېټه کښې ناسته وه، داسې پوهېده. ایله مې سترګې ورغلې. ما ورته ووې، ستا مسئله سر لاندې پښې باندې ده – عرق النساء دې خېټې ته خېژي او عقل دې پوندو ته کشېږي.

زۀ او هغه داسې نوک اورۍ یو چې خلق کۀ مو وادۀ له بلي نو پۀ یو کارډ زمونږ د دواړو نامې لیکي او کۀ د غم استازے رالېږي نو هم یو مسېج راته کوي.

د کرشټن مسئلې ته بیا را ګرځم. مونږ صلاح پۀ دې وکړه چې خط مو را واخستو او رېډیو ته لاړو. رېډیو کښې زما یو څو ملګري وو، ما ورله خط ورکړو او ورته مې ووئیل چې د دې سړي دا مسئله ده او دا حل کول غواړي. د هغوي توربېلا خان سره پېژندګلو نۀ وه؛ ما به ورته خامخا د دۀ کومه ناوړه وئیلې وي خو زمونږ بحث خو داسې نۀ وي چې ګنې جومات ته لاړو، یا سه روزې له لاړو، یا تسبې مو واخستې – خو بس دغه خپله درنه او د بل سپکه وي نو.

د رېډیو ملګرو مې هم وار پۀ وار شېبه پس توربېلا خان ته کتل. پۀ دې کښې زۀ یو ځان له کړم او غوږ کښې ئې راته ووې، مخلصه! پۀ لانجه مو وا نۀ ړوې یاریه! دا سړے خو مونږ ته هم داسې کرشټن کرشټن ښکاري!!! ما ورته ووئیل، نه! تۀ خو الف خان شېرپاو یې، تا ته څوک څۀ وائي؟ خو دا سړے د مصیبت نه خلاصوو. زۀ ئې ذمه وار یم کنه! دا بېله خبره ده چې لکه ستا پکښې خداے صرف د سترګو ګاټي او نوکان سپین پرېښي دي، نور خو بس تش د اختر رکعتونه تۀ هم کوې او دے ئې هم کوي – او هغه هم پۀ تېموم.

الف خان پۀ خندا شو. وې مخلصه! دلته دهوکه شوې کنه! توربېلا خان به يو اختر او بل اختر لامبي او زۀ خو سم د اوبو کب يمه، پۀ اړ پشکال کښې خامخا هفته پس لامبم.

الف خان سره دې خداے ښۀ وکړي، یو رپورټ ئې تیار کړو خو پۀ رپورټ کښې ئې د دغه پټ مخو وران کارو د نوم اخستو پۀ ځاے دا کوشش کولو چې ثابته کړي چې توربېلا خان مسلمان دے.

توربېلا خان ايله ساه واخستله. ما ته ئې وې چې ورندار دې درته ډېرې دعاګانې کوي او بيا ئې د لاسه ونیولم، وې راشه کنه! دا وګوره چې دا مې څنګه کار کړے دے؟ د خپل کور د ور مخې ته ئې ودرولم. ما چې وکتل نو پۀ يو ور ئې ليکلي وو ‘يا الله’ او پۀ بل ور ئې ‘محمد’، او مخامخ ئې غټ غټ ليکلي وو ‘ماشاء الله’ – او لاندې ئې ورته ‘پاک فوج کو سلام’ لیکلي وو. ما وئيل هلکه! اوس دې کار صحيح کړو. بس اوس سپين باز ګرځه لکه د باز عالم ياروف! اوس هېڅ هم نشته.

سر به مو څۀ خوږم خو توربېلا خان د دې لانجې نه خداے خلاص کړو. صرف دا وئیل غواړم چې کۀ څوک مسلمان دے کۀ هندو کۀ عیسائي او کۀ بله څۀ عقیده لري، دي خو د هغه لوے خداے بندیګانان کنه!!! مونږ ولې د نورو پۀ کلیمو، نمونځونو او تسبو او پۀ پردو ایمانونو او عبادتونو ځان له جنت غواړو؟

توربېلا خان به وړومبو ورځو کښې د ورځې شپږ ځله نمونځ له تلو. اودس خو به ئې بر ناحقه کولو. اوس ئې بیا نمونځونه میاشت پۀ میاشت شوي دي. خداے دې پۀ بېلماځۍ کښې سره زما وبخښي.

  1. دا وخت امریکا هم لکه د دې ځاے د د دغه ‘شي’ پۀ یو twitterist )ډونالډ ټرمپ( اوړېدلې ده. دا لیکنه زړه ده.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …