وباء (افسانه) – ډاکټر همدرد يوسفزے

دا پۀ ژوند کښې دوېم ځل ؤ چې د هغۀ لاسونه رپېدل.

هغۀ ته ياد شو؛ يو ځل هغه وخت چې د ميډيکل کالج پۀ اول ورځ پۀ ډائسېکشن هال کښې د اناټومي پروفېسر سلمان سرجيکل بلېډ د يو مړي پۀ خېټه نيغ راکاږو او طالب علمانو ته ئې د مړي د اعضاء ښودلو درس ورکولو – او دوېم ځل دا نن چې هغۀ ډسپوزېبل کِټ اغوستلو نه پس دستانې لاسونه ته کولې.

هغۀ د ښي لاس غټه ګوته پۀ ګلبز کښې دننه کړه خو د هغۀ ګوتې پۀ رپېدو شوې. هغۀ اوږدۀ اوږدۀ ساوونه واخستل. د زړۀ درزېدو د کنټرول کولو ټولې معلومې طريقې ئې زر زر وکړې خو د لاسونو د رپېدو سره سره ئې اوس نرۍ نرۍ خوله هم پۀ تندي راغله. رنګ ئې زيړ الوتے ؤ.

پوره لس کاله وشو. هغه د زرګونو مريضانو علاج وکړو خو کله هم ورسره داسې نۀ وو شوي – دا نن ولې د هغۀ دا وېره او ترهه؟

د هغۀ د ډیوټيانو پۀ دوران کښې څومره خلک مړه وو، نۀ چرته پۀ هغه ساهم راغلے ؤ، نۀ ئې حوصله ماتې شوې وه او نۀ چرته هغه د خپل مريض نه غافله پاتې شوے ؤ.

د دغه لوے ښار پۀ خاموشۍ کښې د ژوند ټولې هلې ځلې پۀ ټپه ولاړې وې. ټوله نړۍ د نوې بلا پۀ پنجو کښې وه. ژوند او مرګ څنګ پۀ څنګ روان وو خو دا اول ځل ؤ د هغۀ پۀ ژوند کښې چې مرګ خونخوار هم ؤ او ظالم هم ؤ. ژوند پۀ سلګيو سلګيو د مرګ سره پۀ جنګ ؤ او مرګ د تورې بلا پۀ څير د ژوند نه خپلې تورې پنجې تاو کړې وې.

د سرجيکل پروټکټيو کِټ د اغوستو نه وړاندې هغۀ پۀ نړۍ کښې د ژوند او مرګ د دغه جنګ تازه تصويرونه ليدلي وو چرته چې پۀ زرګونو انسانان د مرګ کومي ته تلي وو او پۀ زرګونو نور روان وو. ښار مکمل لاک ډاون شوے ؤ. هغه د کِټ اغوستو نه پس د ائيسولېشن وارډ پۀ شيشه کښې ځان ته وکتل او پروټکټيو چشمې ېې ډېر پۀ احتياط پۀ سترګو کړې. د اېن پينځۀ نوي ماسک د هغۀ پۀ مخ پورې داسې کلک نښتے ؤ لکه يوه نازبينه معشوقه چې د مودو پس خپل عاشق پورې کلکه نښتې وي او د دواړو د زړونو درزا د يوې نامعلومې وېرې سره لا پسې زياته شوې وي.

“سر! سر!”

د شا ته نه نرس نګينه هغۀ ته غږ کړو.

“جي! جي سسټر! زۀ تيار يم، بس درځم. د وارډ څۀ حال دے؟”

نګينه سسټر د اېن پينځۀ نوي نه شا ته خپلې شونډې ډېر پۀ ګرانه پرانستې او ګويا شوه،

“سر حال سخت خراب دے! زمونږ خو پينځمه ورځ ده چې کور ته نۀ يو تلي او احمد به کور کښې پۀ ژړا ځان مړ کړے وي.”

هغې ته خپل څلور کلن ماشوم ور ياد شو.

ډاکټر اصغر پۀ خپلو شونډو د بې وسې مسکا راوستو يو ناکام کوشش وکړو او د وارډ طرف ته روان شو.

لس مريضان د ژوند او مرګ پۀ بريد پۀ کټونو کښې پراتۀ وو. هغۀ د يو يو مريض د اکسيجن سيچورېشن، د ژوند علائم پۀ مانيټر کښې اندازه کړل.

“سسټر نګينه! بِډ تهري، سېون او نائن سيجورېشن مسلسل ډراپ کېږي، دوي به وينټ ته اچوو.”

“‎سر! مونږ سره خو في الحال وینټيلېټر دوه دي.”

“افففف!!! دا به څۀ کوو؟”

هغۀ ډېر پۀ محتاط انداز د مريضانو د عمرونو اندازه واخسته او بيا ئې غږ کړو،

“بِډ تهري او سېون شفټ کوو!”

او پۀ يو غمژن نظر ئې نهم نمبر کټ کښې پروت بابا ته وکتل. د بابا ساوونه بې واره وو. هغۀ ته خپل ماشومتوب ور ياد شو؛ خپل پلار، خپل کور، لوبې، منډې ترړې، د پلار پۀ اوږه سېلونه! هغۀ زر زر ځان د ماضي د يادونو نه د راويستلو هڅه کوله.

پروفېسر احسان چې د دغه ائیسولېشن انچارج ؤ، حفاظتي کِټ کښې را دننه شو. د هغۀ پۀ مخ څۀ تاثرات وو، هېڅ پته نۀ لګېده؛

“ډاکټر اصغر!” هغۀ غږ کړو.

“جي سر! جي سر!”

“تاسو لا بابا شفټ کړے نۀ دے؟”

“سر وېنټ (ventilator) دوه دي او مريضان درې!!! فکر کوم چې دغه اتلس کلنه جينۍ او دوه ويشت کلن ځوان شفټ کړو. د بابا شفټ کول به کومه ګټه و نۀ لري.”

“نه نه! نه نه ډاکټر اصغر! بابا به څنګه نۀ شفټ کوو، د بابا ژوند هم ضروري دے. تۀ دا څنګه خبره کوې؟ د بابا سيچورېشن مسلسل ډراپ کېږي، جي سي اېس ئې پينځو ته راغے.”

“سر پليز! د بابا د بچ کېدو چانسز ډېر کم دي، مونږ بايد دغه دوه کسان بچ کړو.”

اوکے ډاکټر اصغر! اوکے!” او ډاکټر احسان پۀ سپکو تېزو ګامونو روان شو. د هغۀ پۀ مخ د پروت ماسک لاندې کۀ هر څو د هغۀ د مخ تاثرات نۀ ښکارېدل خو د هغۀ سترګو کښې د بې وسلې جنګ کولو اذيت اوښکې اوښکې ګرځېدو.

د بابا سيچورېشن مسلسل ډراپ کېدو او هغۀ غوښتل چې بابا هم ويڼتيلېټر ته منتقل کړي خو دغه فېصله هغۀ يک دم نۀ وه کړې؛ هغه د طب د اقدارو نه ښۀ واقف او خبر ؤ.

هغه د نهم نمبر کټ واله بابا خوا ته لاړو. بابا چې اخري ساوونه ئې اخستل، پۀ يو غمژن نظر ډاکټر اصغر ته وکتل او بيا ئې ساوونه بې واره شول.

دغه دوه مريضان چې وينټيلېټر ته ئې شفټ کړي وو، د هغوي حالت اوس قدرې ګزاره حال کېدو – يو د دوه ويشتو کالو ځوان هلک ؤ او بله د اتلس کالو پېغله جينۍ.

د هغۀ لاسونه لا هغه شان رپېدل. هغه چې د وينټيلېټر د کار نه فارغ شو نو يو ځل بيا د نګينې سسټر پۀ غږ نهم نمبر کټ ته ورغلو – بابا د ژوند لوبه بائيللې وه. د هغۀ د سترګو نه دوه تړمې اوښکې د اېن پينځه نوي پۀ شا جذب شوې.

د درېم او اووم کټ ناروغان اوس د خطرې نه بهر وو. د هغۀ د ډيوټۍ وخت ختم شوے ؤ او هغه د مريض سره د contact لۀ کبله د قرانطين خونې ته روان شو. د کور خلک د ناروغۍ نه د ساتلو د پاره هغه کور ته هم نۀ شو تللے.

هغۀ کور ته کال ملاو کړو خو کال مسلسل بزي ؤ. پۀ انټر کام زنګ راغے؛ دا د د اېم اېس د دفتر نه کال ؤ، هغۀ فون اوچت کړو. بل طرف نه د هسپتال اېم اېس پۀ غمژنه لهجه کښې خبرې کولې،

“ډاکټر اصغر! مونږ ستا جرأت او قربانۍ ته سلام کوو! ستا د پلار پۀ مرګ مونږ ته افسوس دے! خداې دې وبخښي!”*

* داسې بوډۍ ساه ګانې به د ځوانانو او پېغلو د پاره دې وباء کښې قربان شوې هم وي او قربانېږي به هم – رياست پېشګي د کرونا څخه مړۀ شوو د پاره د شهيد شوشه پرېښې ده، خو کۀ د کوم سهولت د نشتوالي پۀ وجه داسې مرګونه دې وباء کښې کېږي نو څنګه چې پۀ ترهګرۍ کښې شوي مړي د رياست پۀ غاړه دي، د خپلو ذمه واريو نه د لا پرواهۍ او کوتاهۍ پۀ سبب به د دغه مريضانو قتل هم د رياست پۀ غاړه وي.

شفيقه خپلواک

وروستی لیک

ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

‎لکه لمر د وروستۍ واورې پۀ وزرو
‎لکه موج چې سمندر ورپسې وچ شي
‎لکه وچ ستونی چې بېل شي لۀ سندرو

ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

‎نۀ پوهېږم تۀ به ئې لولې کۀ به ئې څیرې؟
‎نۀ پوهېږم چې ئې توریو ته ستنېږې؟
‎کنه سترګې پټوې او هېڅ نۀ وینې؟
‎زما تل پۀ «الوداع» کښې زړۀ درېږي
‎وروستۍ ورځ لکه ښامار، ترې نه ‌‌‌‌‌‌ډارېږم
‎ځکه هر څۀ نیمه نیمه کښې پرېږدمه
‎ځکه پاې ته، ځکه پاې ته نۀ رسېږم
‎پاې زما پۀ ماشوم ذهن باندې داغ دی
‎د نېنځکې مات بدن مې را یادېږي
‎د مکتب د وروستۍ ورځې ازموینه
‎بیا به درس نۀ وي، مکتب به تړل کېږي
‎پاې وحشي دی، لکه مرګ د «انا جانې»
‎پاې بې رحمه، خندا ورکه لۀ ماشوم کړي
‎پاې تازه غوټۍ پۀ ستوني کښې زندۍ کړي
‎پاې د باد لۀ ذاته، وړل کړي، ورک ئې نوم کړي
‎خو،

ګاونډيه! ځینې وخت پاې ملغلره
‎پاې پۀ اونه کښې وړه مڼه پخه کړي
‎پاې د زوړ کتاب قصې کړي بې اثره
‎پاې د نوي فکر څانګه تکه شنه کړي
ګاونډيه! ځینې وخت پاې ته اړتیا وي
‎لاس چې زخم شي، ناسور ئې نۀ جوړېږي
‎تۀ به څو د درد چینجي پۀ پوست کښې ساتې؟
‎خو کۀ لاس غوڅ شي نو درد پاې ته رسېږي

ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

ځینې وخت باید خبرې کړو تمامې
‎خاطرې د تاریخ غېږې ته پرې نۀ ږدو
قصې وخورو او سندرې کړو تمامې

ګاونډيه! دا مې تا ته وروستی لیک دی

زۀ مې سترګې مینځم، نوې رڼا څارم
‎هسې نۀ ولاړ افکار مې چینجي وکړي
‎د دې فکر پاې دی، بل به پسې غواړم

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …