غني خان او زلمے پښتون: وړومبۍ څو خبرې – احمد کاکا د بابړې

“خدائي خدمتګار تحريک”، دوېم ټوک، مخونه 452-441

سازش:

يو خبر راغے چې بمبۍ کښې د مسلم ليګ مشرانو يوه پټه فېصله وکړه. دا فېصله د مسلم ليګ مشر پۀ بمبۍ کښې د چندريګر پۀ کور کښې وکړه چې پۀ صوبه سرحد کښې د مسلم ليګ تحريک د هغې وخته پورې نۀ شي کاميابېدلے چې تر کومې پورې باچا خان او ورسره د هغهــ ورور ډاکټر خان صاحب مو لهــ منځه نۀ وي وړي. د چندريګر پۀ کور کښې بمبۍ کښې فېصله وشوه چې ډېره ښه ده، دا دواړه وروڼه د منځه يوسئ. د دوي د پاره د قاتل أجرت يو لاکهـ روپۍ د حېدر اباد نه را ورسېدې. دا خبره به د عبد الولي خان پۀ کتاب کښې مفصل بحث وي چې روپۍ دلته څنګه او د چا پۀ لاس را ورسېدې خو را ورسېدې. ما ته صرف دومره معلومات شته چې حاجي شمروز نومے يو باجوړے پښتون چې دلته د ډېر وخت نه اوسېدلو او هغه راغے عبدالولي خان ئې ځان لۀ کړو چې د باچا خان او ډاکټر صاحب پۀ سر باندې دېرش زره روپۍ ويستلې شوې دي، نو دومره خبره مې درته ځکه وکړه چې د دوي حفاظت وکړئ؛ دغسې پۀ بې باکۍ به نۀ ګرځي. دا خبر ما ټهيک دلته راوړے دے او دلته يو بد معاش چې صاحب ګل نوم ئې دے او عظيم جان سره ګرځي، هغهــ سره خبره شوې ده او دا بالکل يقيني رښتيا ده. بيا د هغهــ نه پوښتنه وشوه چې روپۍ به څوک او د چا پۀ لاس ورکوي؟ وئيلے شو چې د خانماهي حاجي محمد اکرام خان به روپۍ ورکوي.

د دې نه پس بيا دوي هم احتياط شروع کړو، ولې چې د دې نه وړاندې د سردرياب د نېشنل ګارډ د پروپېګنډې نه هم دا معلومېده چې دلته کښې هم دوي به بعضې بعضې مجلسونو کښې دا خبرې کولې چې پښتنو کښې هډو غېرت پاتې نۀ شو؛ کۀ دوي کښې غېرت وي نو دا باچا خان به څنګه دوي ژوندے پرېښے وے. دا خبره د مسلم ليګ پۀ مجلسونو کښې يو ځاے کښې پۀ يو رنګ او بل ځاے کښې پۀ بل رنګ کېده. دا خبره عامه شوه او خدائي خدمتګارو هم د احتياط تدابير شروع کړل چې يو پۀ کښې “زلمے پښتون” هم شامل ؤ.

پۀ پټه فېصله کښې وئيل شوي وو چې تر کومې پورې چې د باچا خان ټوله کورنۍ او ورسره يو څو کسه نور د سر مشران قتل شوي نۀ وي نو مسلم ليګ پۀ صوبه سرحدکښي کاميابېدلے نۀ شي. دې فېصلې نه څوک خبر شو او هغوي خان عبدالغني خان وغوښتو او د دې راز نه ئې خبر کړو چې د دې د پاره تاسو څۀ کول غواړئ چې د دې مصيبت نه ځان او قام دواړه بچ کړئ؟ ولې چې هغوي خو پۀ دې رضا هم دي چې پښتانۀ مسلم ليګ او پښتانۀ خدائي خدمتګار خپلو کښې اړم شي نو دواړه طرف ته به پښتانۀ مري نو د پښتون طاقت به کمزورے شي او دغسې به د دې فتنې نه خلاص شو. دا خبر راغے پۀ دې باندې خو مشران سوچ کوي چې څۀ کول پکار دي.

غني خان:

غني خان پۀ دغه زمانه کښې يو ډېر د اوچتې پايې شاعر، لوے اديب ،عالم او منلے شوے د پايې فلاسفر ؤ. د غني خان رنګ جوسه د خپل خداداد صفتونو سره هر اړخ د بل سره پۀ سيالۍ ؤ. ولې غني خان له چې خداے کوم حسن ورکړے ؤ، هغه صرف او صرف د غني خان پۀ حصه کښې راغلے ؤ. د غني خان پۀ باره کښې کۀ زۀ هر څۀ وليکم، هغه بالکل پۀ اوړو کښې مالګه هم نۀ ده؛ ولې چې زما خو نۀ د ليکلو تجربه شته، نۀ مې علمي لياقت دومره شته چې د خپل علم پۀ رڼا کښې زۀ د غني خان دماغي جائزه، علمي اندازه، ادبي او شاعرانه تخيلات زۀ پۀ هېڅ صورت د قلم پۀ ژبه کښې ځکه نۀ شم بيانولے چې زما د پوهې دومره رسائي نشته دے چې د غني پۀ ښائست، د غني خان د وجود پۀ ساخت، د غني خان د سترګو هغه ځيرکي ليدل، د د ماغ هغه پرواز يعني د الوتو طاقت، د ادب پۀ ژبه کښې د هغۀ د قلم ساده، خواږۀ او عام فهمه الفاظ چې د يو لوے نه لوے مفکر ورته بغېر د دې نه چې ګوته پۀ غاښ کېدے او د حېرانتيا پۀ دنيا کښې ور روان شي، بل هېڅ ورنه نۀ شي کېدلے – نو زۀ د هغۀ پۀ باره کښې څۀ ليکل ځکه نۀ شم کولے چې د هغهــ پۀ خوبو بيانولو باندې د هغۀ د پايې يا د هغهــ نه زيات چې څوک وي، هغوي د ليکلو حق لري. زما پۀ شان بې پوهې، بې تجربې چې د ادب پۀ پوله هم نۀ يم تېر شوے، د غني خان باره کښې ليکل پۀ دوېمه معنٰي کښې د هغۀ د توهين برابر دي. ولې زۀ د هغۀ پۀ باره کښې پۀ ليکلو باندې مجبور يم او ما خپل ځان ملامته کوي او کۀ زۀ د دې نه وېرېږم چې هسې نهــ چې غني خان ته زما هر څۀ معلوم دي، زما هېڅ اړخ د غني خان نه پټ نۀ دے. ولې چې څلور کاله د سکول د ملګرتيا نه علاوه زما د ژوند اکثره حصه د هغۀ او د هغهــ د خاندان سره تېره شوې ده. د هغې نه بيا ما غني خان د )لېوني فلسفي( د عنوان لاندې تر څو چې د “پښتون” رساله ژوندۍ وه، د هغې پر مخ مې ليدلي دي. دلته يو مثال دے. وائي چې کله يوسف علېه السلام د مصر بازار ته د خرڅ د پاره را وستلے شو، بازار کښې خلک خبر شو چې يو ډېر ښائسته هلک به نن خرڅېږي نو يوه بوډۍ ښځه چې هغه د خپل ټول بساط سره نخاس ته راغله، پوښتنه ورنه وشوه چې څۀ کوې؟ وې لېلام له راغلې يم. وې چې څۀ دې راوړي دي؟ وې دا پاغنده او ما شوړه!!! نو اوس به څۀ ووايو چې پۀ دې د يوسف علېه السلام بې عزتي وشوه او کۀ د هغهــ د حسن شهرت دومره وشو چې يوه بوډۍ ښځه چې ژوند ئې تېر کړے دے، خواهشات ئې هم ختم دي، ولې د هغې زړۀ کښې هم د هغۀ حسن ځاے ونيولو! نو زۀ هم خپل مثال د دې سره ورکوم چې زما دې سره څۀ تعلق دے چې پۀ دې به د غني بې عزتي وشي، زۀ خو دغه نۀ وينم، زۀ خو د غني خان ښائسته مخ ښکلے صورت وينم نو ځکه مې جرأت وکړو او د غني خان کړو وړو خو لا پۀ هغې وخت چې دے د اتمانزو اسلاميه هائي سکول کښې پۀ 1928 کښې چې دے کله د شپږم جماعت طالب علم ؤ او پۀ پېښور ښار کښې د جمعيت العلماء هند لوے کانفرنس ؤ چې پۀ شاهي مهمان خانه کښې ؤ چې اوس پۀ کښې الزبتهـ ګرلز هائي سکول دے، چې پۀ دې کانفرنس کښې د هندوستان لوي لوي مسلمانان راغلي وو لکه مولانا محمد علي جوهر، مولانا مفتي کفايت الله، مولانا محمد ظفر علي خان او دغسي نور لوي لوي عالمان وو او صاحبزاده عبد القيوم خان د دې کانفرنس صدر ؤ نو پۀ دغه کانفرنس کښې چې د دې ډېر لوے اهميت ؤ او پۀ دې کانفرنس کښې چې خان عبد الغني خان کوم تقرير پۀ تعليم نسوان باندې پۀ اردو ژبه کښې کړے ؤ، د غني تقرير د غني خان د لياقت، جرأت، د ژبې پراخوالي او د تقرير رواني دغه ټول کانفرنس پۀ حېرت کښې اچولے ؤ او چې کله دا د ګلونو څهره پاک سيرت پۀ ورکوټوالي کښې چې کله دغې دروند سټېج ته را وختلو او د رواياتو مطابق د جلسې د ادابو پۀ رڼا کښې د تعظيم نه پس ئې خپلې ژبه لۀ حرکت ورکړو نو حاضرين ئې لکه مار ته چې بيم غږېږي؛ د جلسې ټول مشران ئې دغسې خپل ځان ته متوجه کړل. د دۀ تقرير د دې شعر نه شروع شو.

خشت اول چون نهد معمار کج
تا ثريا مي رود ديوار کج

د دۀ تقرير پۀ اردو ژبه کښې ؤ او د مسلمانانو دې خورې ورې شيرازې ته پۀ کښې ځاے پۀ ځاے اشارې وې او د هغې د علاج طرف ته توجه وه. د زنانه تعليم باندې ډېر څۀ رڼا اچولې شوې وه او د مولانا حالي د مسدس نه پۀ کښې ډېرې حوالې وې او دا ئې ثابته کړې وه چې زمونږ د وروستو پاتې کېدو وجه هم دغه ده چې مونږ خپلې زنانه د تعليم نه وروستو پاتې کړې دي او ځکه مونږ خوار، بې عزته او بې علمه يو چې مېندې مو بې علمه دي او د يو قام د پوهې د پاره د بچو د پرورش وړومبۍ زانګو د مور غېږه ده – چې مور پوهه وي، بچي به خامخا پوهه وي ولې چې مور ناپوهه وي، بچي به بالکل د ځناور پۀ مثال او د د نيا د ماحول نه به هېڅ خبر نهــ وي. کله چې تقرير کېدلو د ماحول نه به هېڅ خبر نۀ وې. کله چې تقرير کېدلو، دغې ټولو مشرانو پۀ زوره ژړل او هر چا ته ئې خپلې کمزورۍ پۀ ګوته کړې. د تقرير نه پس مولانا محمد علي چې کله پاڅېدو او هغهــ د غني خان او پښتنو پۀ باره کښې څه وئيل، دغسې مولانا مفتي کفايت الله او مولانا ظفر علي دوي هغه خپلې کمزورۍ پټې نۀ کړې شوې او بيا صاحبزاده صاحب چې څومره متاثره شوے ؤ، د هغې مفصل بحث د باچا خان کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې راغلے دے. ما خو صرف د غني د لياقت حواله قدرې ورکړې ده، نو سره د دې ټولو کمزوريو چې زۀ پۀ دې قائله هم يم، بيا هم زما هغه مثال دے چې “فکری هر کس به قدری همت اوست”. غني خان هم د دغې قصې نه خبر شو. د غني خان ذات زما ليکلو ته محتاج ځکه نۀ دے چې د هغۀ خپله د ليکلو پانګه دومره ده چې د چا خبره چې د موسٰي علېه السلام تورات وائي چې پۀ څلوېښتو اوښانو به را تلو، د دۀ کتابونه چې امريکه، يورپ او اېشياء نه چې واخلې نو د هغې بل جهان خبرې چې کېږي نو د ملا ئيکو دنيا هم ورنه خبره وه.

دا د اول نه خو خان عبد الغني خان د باچا خان مشر زوے او ښۀ تعليم يافته ؤ. دۀ پۀ 1942 کښې چې تخت بهائي د ترو کارخانه کښې د فېکټرۍ منېجر ؤ او چونکې دۀ پۀ هندوستان کښې د ترو کارخانه کښې ډېر وخت تېر کړو. نو دے ډېر لوے ماهر ؤ خو دۀ بيا د خدائي خدمتګارۍ پۀ وجه د کارخانې نه استعفٰي ورکړې وه او عملي طور ئې خدائي خدمتګارۍ کښې حصه اخستې وه.

کله چې دے پۀ هندوستان کښې ؤ نو تاريخ او مياشت را ته معلوم نۀ دي، کافي وخت ئې پۀ بنګال کښې د رابندر ناتهـ ټېګور سره تېر کړے ؤ. رابندر ناتهـ ټاګور د بنګال ډېر لوے قامي سړے دے، د اوچتې پايې شاعر او نوبل پرائز ئې اخستلے ؤ. پۀ دغه زمانه کښې د دۀ ډېر لوے شهرت ؤ او پۀ ټول هندوستان کښې مشهور ؤ. غني خان دۀ سره کافي وخت تېر کړے دے. بيا د حالاتو او واقعاتو پۀ مجبورتيا دهــ د پښتون زلمي تحريک بنياد کېښود. د دې د پاره دے اول پۀ ټول صوبه سرحد کښې وګرځېدلو، هر ځاے کښې ئې مقامي خلکو سره مقصدي خبرې وکړې او خپل ملګري ئې پۀ مقصد پوهه کړل او پۀ وړومبۍ جنورئ 1946 کښې ئې پۀ اتمانزو کښي د پښتون زلمي پۀ نوم جلسه وشوه او د زلمي پښتون مقصد او غرض بيان کړے شو او کومو کسانو چې پۀ دې کښي اول ملګرتيا وکړه، پۀ دې کښې وړومبي کسان دوست محمد خان، امير نواز جليا، امير نواز د پريچ خېلو، پير محمد خان او دغسې نور کسان شامل شول.

“زلمے پښتون”: عقيده او نخښه

د دۀ وردي به سره وي. د غاړې کالر د لستوڼو کپونه به تور وي، کمر بند به هم تور وي. دۀ سره به وسله وي، ولې دا وسله به د ځان د حفاظت د پاره وي نۀ چې د بل د مرګ د پاره – د دۀ وعده:

“زۀ زلمے پښتون دا دعده کوم چې زۀ به د خپل مقصد د پاره بلا عوضه او بې بدله کار کوم. د هر قسمه د افسر حکم چې د هغې تعلق د تحريک د مضبوطيا سره وي، به منم. د جېل او د هر قسم تکليف نه به پۀ شا کېږم نهــ. کۀ زۀ پۀ لالچ يا وېره او طمع باندې د خپلې وعدې نه وګرځېدم زۀ، به پښتون نۀ يم راوړے او نۀ به د پښتونولۍ دعويٰ کوم. د خپلې عقيدې د افسر د حکم به پۀ هر وخت کښې پابند يم.”

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …