پۀ خدائي خدمتګار غورځنګ کښې د ښځو ونډه – دروېش درانے

يو دغه وخت ؤ چې باچا خان د نومونو قدرې د سترونو او خور شوي حبس ماتولو د پاره زړۀ چاودون کولو او د “پښتون” پۀ پاڼو “يوه خور”، “د نوښار يوه خور”، “د کوهاټ څخه يوه خور” نه ئې خبره د خپل نوم ليکلو جرأت ته راورسوله. بيا هغه وخت هم راغلو چې ښځو د نمائندګۍ مطالبه وکړه او هغه بله ورځ 27] فروري [2020 هغه وياړمنه ورځ وه چې باچا خان مرکز کښې د ښځو يو بل کنونشن وشو.

دا د ارتقاء مزل دے – دا پۀ خپل ذات او د خپل ذات پۀ جوهر د باور د زېږېدو د تجربې مزل دے. پښتنو ښځو ته د خپل شتون احساس شوے دے او پښتنو هم دا منلي دي چې “نيم شل وجود” تر څو مل شوے نۀ وي، د منزل پۀ لور مزل باندې به خپسه ناسته وي. “خدائي خدمتګار غورځنګ” ښځې د صنفي مساوات د بابولالې نه ډېر پياوړي او هسک احساس “د قامي وجود نيمه برخه” سره معارفي کړې دي. دلته ښځه “نيمګړتيا” نۀ، د تکميل اړتيا ده – ښځو نه بغېر قام نيمګړے، ازادي نيمګړې او وجود نيمه خوا دے.

د ښاغلي دروېش دراني دا ليکنه دې باچا خان مرکز کښې کامياب “د ښځو کنونشن” منعقد کوونکو خوېندو او “د ښځو نړيواله ورځ” )اتم مارچ( پۀ مناسبت ټولو تورسرو ته د “پښتون” نذر وي.

“خدائي خدمتګار غورځنګ” د پښتنو د تاريخ يو زرين باب دے. د دغه غورځنګ باني خان عبدالغفار خان (1988-1890) ؤ چې پښتانۀ لۀ عقيدته ورته “باچا خان” وائي. باچا خان چې پۀ کومو خواريو دغه غورځنګ جوړ کړے ؤ او د هغۀ غړي ئې څنګه روزلي وو، د هغې اندازه لۀ دې يوۀ مثاله پۀ ښه توګه لګېدې شي چې د دۀ دا اصول ؤ چې خدائي خدمتګار به د پښتنو هر کلي، هرې حجرې او هر کور ته ځان رسوي. پۀ هم دغه لړ کښې يو ځل ولي خان او سالار اعظم خان پۀ دوره يو ډېر لرې کلي ته ورسېدل او هلته د جماعت د یوې اونې پۀ سيوري کښېناستل. ولي خان چې پۀ کټ کښې پښې وغزولې نو وې وئيل چې مونږ هم دا يو د خدائي خدمتګارۍ پۀ لړ کښې د دې قام د پاره دومره کړاو ګالو. د دې خبرې پۀ اورېدو سره سالار صاحب ورته ووئيل چې يو ځل زۀ او باچا خان هم دلته راغلي او پۀ هم دغه توګه مو تر دې اونې لاندې سر پۀ سيوري کړے ؤ. هغه وخت د دا مخامخ غرۀ پۀ سر کښې پورته کېدونکي لوګي ته چې د باچا خان پام شو نو د جماعت لۀ امام صاحب نه ئې وپوښتل چې دغلته کلے دے؟ هغۀ ځواب ورکړو چې نه! کلے نۀ دے، يواځې يو کور دے او يو سړے پۀ کښې اوسي. سالار صاحب وئيل چې “باچا خان ما ته مخ را واړوۀ چې ورځو به. امام ووې چې صاحب! دغه سړے د جمعې نمانځۀ له دلته راځي، زۀ دا ستاسو خبرې ټولې يو پۀ يو هغۀ ته وکړم او ستاسو د ورورولۍ پېغام به هغۀ ته ورسوم. خو باچا خان کله منله. وې ئې، دا پښتون به سبا ګيله کوي چې باچا خان پۀ ټولو پښتنو وګرځېدو خو زما د کور تر بوتکي پورې را نۀ غے. دا ئې ووې، پاڅېدو، څپلۍ ئې راکښلې او مونږ هم ورسره دغه غرۀ ته اړم شو. (381:2)

داسې باچا خان د پښتنو هر کلي او هرې حجرې ته ځان رسولے ؤ او د هغو د پوهولو هڅه ئې کړې وه. د دغسې هڅو برکت دۀ نۀ يواځې دا چې پۀ پښتنو کښې سياسي پوهه را پېدا کړه، بلکې د پښتني ژوند هر اړخ ته ئې ځلا وبخښله. تر دې چې د پښتنو ښځې چې تل لۀ ټولنيزو چارو څخه يو اړخ ته پاتې شوې دي او اوس هم يو اړخ ته دي، د خدائي خدمتګار غورځنګ پۀ شپو کښې ئې پۀ لويه پېمانه پۀ دغسې چارو کښې برخه اخسته. د دغې برخه اخستنې ځينې مثالونه ئې دلته مونږ راوړو.

کله چې خدائي خدمتګار غورځنګ پۀ ځوانېدو او لور پۀ لور پۀ خورېدو او باچا خان “پښتون” مجله راويستله، پۀ دغو شپو کښې د خدائي خدمتګارۍ اثر پر وړو زړو، ښځو نرو او ماشومانو داسې شوے ؤ چې باچا خان هم وائي چې زۀ ورته حېرانېدم. جينکو هم ]د سرخپوشانو پۀ شان[ سرې جامې جوړې کړې وې، نظمونه ئې ياد کړي وو، هغه به ئې نورو ښځو ته اورول. د “پښتون” مجله ئې پۀ شوق لوستله. چې “پښتون” مجله به راغله، جينکۍ به را جمع شوې، يوې جينۍ به لوستله او نورو به اورېدله (364:1) او چرته چې به د خدائي خدمتګارو جلسه وه نو پۀ زرګونو ښځې به ورته راتلې. د جلسې ګډون والو ته به ئې اوبۀ راوړلې. دا يو عام معمول ؤ چې پۀ کوم کلي کښې چې به باچا خان د نارينو غونډې ته وېنا وکړه نو بيا به ښځې هم د دۀ د وېنا د اورېدلو د پاره را غونډې شوې وې او دۀ به هغو ته بېله وېنا وکړه. پۀ دغسې غونډو کښې چې به کومې سپاسنامې دۀ ته وړاندې کېدې، پۀ هغو کښې به دا مشهوره ټپه تکرارېده چې:

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

فخرِ افغانه! جينکۍ به دې ګټينه

باچا خان د سپينې وړۍ د يوې جلسې يادونه کوي او وائي چې:

“دغه جلسې ته ښځې هم راغلې وې. پۀ دې کښې هوائي جهاز راغے، پۀ ښځو را غوټه ش. ډېرې ښځې وتښتېدې، لېکن ما چې ورته اواز وکړو چې تاسو څنګه پښتنې يئ چې د هوائي جهاز نه تښتئ نو ټولې واپس شوې. هواباز ډېر ځله جهاز د هغو پۀ سرونو تېر راتېر کړو، چې ښځې و نۀ وېرېدې نو مايوسه شو او واپس لاړو. (454:1)

دا خو د کلو حال ؤ چې ښځې ئې جلسو ته راتلې – پۀ ښارونو کښې بيا خبره د دې نه هم مخ ته تللې وه. هلته به ښځو جلوسونه )لاريونونه( هم راويستل. يو ځل د ډېره اسماعيل خان پۀ ښار کښې د ښځو جلوس روان ؤ، د پوليسو انسپکټر جنرل هغوي ته د خورېدلو امر وکړو. چې ښځو ئې امر ته غوږ و نۀ نيولو نو دۀ د غصې پۀ حال کښې تماچه باندې راويسته خو يو سکهـ زلمي ئې لاس ونيولو چې، شرمېږې نۀ؟ پر ښځو ګولۍ چلوې؟ پۀ دې کښې د هغۀ لۀ لاسه تماچه ولوېده (434:1). دا خو لا څۀ کوې، ماشومانو هم پۀ کلو او ښارونو کښې خپل تنظيمونه جوړ کړي وو. جلسې به ئې کولې او جلوسونه به ئې راويستل. يو ځل پر دغسې جلوس باندې حکومتي رساله راغله. “د سورو دا کوشش ؤ چې دا سره جنډه ترې واخلي. هلک کمانډر حکم وکړو، جنډه ئې کېښوده او ټول هلکان پرې قت پۀ قت څملاستل. پېرنګي ډېره دوزه دبکه او اسونه ودانګول را ودانګول خو هلکان پراتۀ وو. پۀ ملاسته به ئې د “انقلاب زنده باد” او “فخر افغان زنده باد” چغې وهلې (112:2). پۀ دې پسې زۀ دا هم ور زياته کړم چې هغه وخت خبره يواځې د جلسې او جلوس نۀ وه، پښتنو مېرمنو پۀ هر اړخيزه توګه سياست ته ور دانګلي وو. کله چې پۀ 1932 کښې خدائي خدمتګارو د انتخاباتو بائيکاټ وکړو نو “د پولنګ پۀ ورځ هر ځاے پۀ زرګونو زنانه قران پۀ سر لۀ کورونو راووتلې او چې څوک به ووټ له راتلو، ورته به ئې وې چې ستاسو ننګيالي او غېرتي وروڼه، چا چې درله ووټ ګټلے دے، نن د پېرنګي پۀ تورو تمبو دننه پراتۀ دي؛ نو تاسو دومره پښتو وکړئ چې تش ووټ قدر له مۀ راځئ.” (241:2)

زمونږ پۀ فولکلور کښې د ملالۍ هغه ټپه ډېره مشهوره ده چې پۀ اړه ئې وئيل کېږي چې د مېوند پۀ جنګ کښې ئې غازيان دې ته هڅولي وو چې بائيلونکے جنګ وګټي. د خدائي خدمتګارو شا ته دغسې ننګ ته هڅوونکې مېرمنې ډېرې ولاړې وې. یو ځل چې پۀ اتمانزو کښې د سرخپوشو پۀ يوه جلسه باندې فوج ډزې وکړې او دوه تنه ئې شهيدان کړل، نو خلک پۀ تښتېدو شول. دغې جلسې ته لۀ معموله سره سم ښځې هم ډېرې راغلې وې. د هغو لۀ منځه يوه جينۍ چې نوم ئې “دل اراء” ؤ او د باچا خان خورزه وه، راووتله او “د جلسې طرف ته ئې را منډې کړې. کوم خلک چې تښتېدل، پۀ هغو کښې يو سړي ورته ووئيل چې جينۍ! دا څۀ کوې؟ نۀ وينې چې دا ډزې کېږي؟ دې ورته وئيل، بې غېرتو! تاسو تښتئ، ځکه خو زۀ مخامخ پرې ورځم. د دې جينۍ پۀ وېنا دا ټول خلک ور واپس شول او د فوج نه چاپېره شول نو د فوج افسر تپوس وکړو چې دا خلک څۀ غواړي؟ سعدالله خان ]د ډاکټر خان صاحب زوي[ ورته ووئيل، دوي ستاسو تلاشي اخلي چې تاسو د دوي مړي د ځان سره يو نۀ سئ. پۀ دې خبره فوجيان د خلکو لۀ منځه ووتل او لاړل. (412-13:1)

د خدائي خدمتګارو د مبارزې پۀ دوران کښې داسې نورې پېښې هم ډېرې دي چې کله به سړو چرته څۀ کمزورتيا ښکاره کړه نو ښځو به د هغۀ مخ ته هنداره ونيوله او هغوي به ئې پر خپل دغه عمل پښېمانه کړل. د 1930 کال د خدائي خدمتګارو د پاره ډېر خونړے کال ؤ. نۀ يواځې دا چې جېلونه ئې پۀ دوي ډک کړل بلکې د دوي ډېرې وينې ئې هم وبهيولې. اتمانزئ او شاوخوا نور کلي انګرېزانو کلابند کړي وو. خدائي خدمتګاران خو ئې ټول جېلونو ته غورځولي وو، عام خلک به ئې هم کورونو ته نۀ پرېښودل. پۀ يو مېدان کښې به ئې سره راګرځولي وو، وهل او ټکول به ئې او دا به ئې ورته وئيل چې ګوته ولګوئ چې مونږ خدائي خدمتګار نۀ یو. هغوي ولې چې خدائي خدمتګار نۀ وو نو دا به ئې منله چې مونږ خدائي خدمتګار نۀ يو، مګر ګوته لګول به ورته بې غېرتي ښکارېده، هغه ئې نۀ لګوله. اخر يو سړي ګوته هم ولګوله او کور ته لاړ. هلته چې ورغے نو ښځې ئې جامې وينځلې. د دۀ پۀ ليدو حېرانه شوه او پوښتنه ئې ترې وکړه چې څنګه را تېر شوې؟ دۀ ورته ووئيل، زۀ ئې را پرېښودم. هغې وئيل، چې نور ئې نۀ را پرېښودل نو تۀ ئې څنګه را پرېښودې؟ ګوته خو دې نۀ ده لګولې؟ چې د دۀ پۀ رنګ لړلې ګوته ئې وليده نو د جامو وينځلو سوباړے ئې ورته را مخ ته کړو چې دا واخله، تۀ جامې وينځه، زۀ مېدان ته ور وځم. سړے شرمنده شو، بېرته مېدان ته ورغے او انګرېز ته ئې وئيل چې کۀ مې جېل ته استوې او کۀ مرګ ته، زۀ زياتي د هر څۀ د پاره تيار يم. (382:1)

باچا خان د خپل تحريک پېل (1910) د تعليم لۀ خورولو څخه کړے ؤ او پۀ خپله صوبه کښې ئې د مدرسو پۀ جوړولو لاس پورې کړے ؤ او ډېرې مدرسې ئې جوړې کړې وې چې د ديني زدکړو تر څنګ پۀ کښې عصري زدکړو ته هم توجه کېده. پۀ دغه مدرسو کښې د خلکو دلچسپي ورځ پۀ ورځ پۀ زياتېدو وه. خو د انګرېزانو د پاره دغسې هلې ځلې د زغملووړنۀ وې.اخر ئې پۀ يوه پلمه بندې کړې. پۀ کال 1921 چې بيا باچا خان او د هغۀ ملګرو د اصلاح الافاغنه د انجمن بنياد کېښود نو د هغۀ لومړے کار هم هغه د تعليم پرې شوې لړۍ بېرته روانول وو او چې روانه ئې کړه نو د پښتنو د بې ځايه او ناسمو دودونو او رواجونو د اصلاح کولو او د پښتنو لۀ منځه د خپل منځي دښمنيو او تربګنيو د ويستلو کار ئې هم ورسره ملګرے کړو. کله چې دغه انجمن خپل ځاےخدائي خدمتګار غورځنګ ته ورپرېښودو (1929-30)، نو دغه غورځنګ هر څو کۀ حالاتو د سياست خوا ته زيات پورې واهۀ، خو دغه د ښوونې، روزنې او ټولنې د سمون کار ئې بيا هم هېر نۀ کړو او دا د هم دغه غورځنګ برکت ؤ چې پښتني ټولنه پۀ ذهني توګه تر ډېره حده پۀ ژوند کښې هر اړخيز بدلون ته پۀ اماده کېدو شوه. دغه امادګي د تعليم د پاره هم پۀ را پېدا کېدو شوه، خو د ښځو تعليم ته بيا هم چا زړۀ نۀ ښۀ کاوۀ. د باچا خان قاعده دا وه چې کوم کار ته چې به دۀ د پښتنو پام را اړول غوښتل نو هغه به ئې پۀ خپله پېل کړو – لکه دا چې تجارت پښتنو نۀ کاوۀ، دۀ غوښتل چې هغوي دغه کار ته لاس واچوي نو اول ئې پۀ خپله د ګوړې کاروبار پېل کړو. دۀ ولې چې د خلکو پۀ زړۀ ځاے جوړ کړے ؤ، پۀ دا به نو چې کوم کار ته دۀ لاس اچاوۀ، نورو خلکو به هم د هغۀ پۀ کولو کښې عار نۀ محسوساوۀ. د ښځو تعليم ته د لار هوارولو پۀ لړ کښې هم د دۀ ونډه د هېرولو نۀ ده.

پۀ کومو شپو کښې چې باچا خان پښتانۀ د نارينو د تعليم تر څنګ د ښځو تعليم ته هڅول، دا هغه زمانه وه چې د دغه اولس عام وګړي خو پرېږده، خاص خلک هم دې ته تيار نۀ ؤ چې پۀ لوڼو او خوېندو تعليم وکړي. د غازي امان الله خان خلاف د بغاوت پېل هم لۀ دې ځايه شوے ؤ چې دۀ د تعليم د پاره جينکۍ بهر ته لېږلې، خو د دۀ د حکومت ځينو داسې لويو کسانو چې نۀ ئې غوښتل چې لوڼه ئې بهر ته لاړې شي او باچا ته ئې دغه خبره مخامخ نۀ شوه کولې، څۀ شينواري دې ته تيار کړي وو چې د جينکو موټرونه پرې نۀ ږدي چې تر خېبر تېر شي – خو دغه خلک چې سړک ته را رسېدل نو موټرونه وتلي وو. دې شي شينواري وبوږنول او لاس ئې پۀ بغاوت پورې کړو. د باچا خلاف خو زمکه وختي لا تياره کړې شوې وه، پۀ دا نو دغه بغاوت پۀ ټول ملک کښې د يوۀ لوے پاڅون پېلامه شوه او غازي امان الله خان وطن پرېښودلو ته اړووت (852:3)، خو باچا خان نۀ يواځې دا چې پۀ داسې چاپېريال کښې خپله لور مکتب ته واچوله، بلکې چې هغه غټه شوه نو د لوړو زدکړو د پاره ئې بهر ته هم ولېږله او هغې هم پۀ انګلستان او هم پۀ هند کښې زدکړې وکړې. د مزې خبره دا ده چې کله چې بېرته کور ته راغله نو لکه د حج څخه چې راغلې وي، خلک ورته مبارکۍ ته راتلل. حال دا چې پۀ ماشومتوب کښې چې باچا خان دا مکتب ته لېږله نو پۀ خپله د دۀ سخرګنۍ هم دغه کار نۀ خوښاوۀ. سره لۀ دې چې دغه مکتب د يوۀ خان پۀ کور کښې ؤ او د هغۀ د کور ښځو پۀ کښې درس ورکاوۀ؛ خو بيا هم دغه کار پر خلکو باندې ښۀ نۀ لګېدو. د دې مطلب دا دے چې پۀ دغه لنډه موده کښې د خلکو پۀ ذهن کښې تر ډېره حده بدلون راغلے ؤ. د دې پۀ کتو سره چې د دې مشرانو لوڼه پۀ زدکړه پسې بهر ته ځي، عامو وګړو ته بيا خپلې لوڼه مکتب ته لېږل د عار خبره نۀ ښکارېده. داسې د خدائي خدمتګار غورځنګ د مشرانو کورنيوتعليم سر ته رسوونکې جينکۍ د ښځو تعليم ته د نورو خلکو د هڅولو سبب وګرځېدې او دغه کار ورو ورو وده کوله.

مأخذونه:

عبدالغفار ]خان[، زما ژوند او جدوجهد،کابل، دولتي مطبع،1362ه ش/ 1983ز

خان عبدالولي خان، باچا خان او خدائي خدمتګاري ]وړومبے ټوک[، ولي باغ )اشنغر(، چارسده، 1993ز

سيد بهادر شاه ظفر کاکاخېل، پښتانۀ د تاريخ پۀ رڼا کښې )اووم چاپ(، پېښور، يونيورسټي بک اېجنسي، 2009ز

 

دا هم ولولئ

“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے …