‘اېنيمل فارم’ او د پاکستان موجود حکومت* – ارشاد پښتون

‘اېنيمل فارم’ (Animal Farm) د جارج اروېل (George Orwell) يو علامتي شاهکار ناول دے چې د يو شمېر اړخونو نه ئې د ذکر وړ اړخ “طنز و مزاح دے”. د ‘اېنيمل فارم’ طنز و مزاح ډېر ښېرازه، خوندور، رنګين او تلپاتې اهميت لرونکے دے. هم دا يو داسې صفت دے چې ناول کښې ئې خوند پېدا کړے او لوستونکے د ځان سره تر پاې غاړه غړۍ ساتي. مونږ د اروېل د طنز و مزاح پۀ تعريف کولو مجبوره شو او راته څرګنده شي چې اروېل پۀ دې حواله څومره کامياب دے او د خپلې قصې پۀ پلاټ او کردارونو ئې موټے څومره مضبوط دے. د اروېل طنز و مزاح ډېر پۀ تسلسل سره مخ پۀ وړاندې ځي. د قصې د نشېب و فراز سره سم ئې تر پاې د طنز و مزاح لمن نۀ ده پرېښې. اروېل ډېر پۀ هنر دا صلاحيت کارولے او د خپل غرض کار ئې ترې اخستے. مونږ ته د يوې خبرې حقيقت څرګند شي چې طنز و مزاح د سنجيدګۍ نه هم ګران کار دے. اروېل کله مونږه وخندوي او کله مو خفه کړي، د چا سره مو همدردي پېدا شي او د چا نه مو نفرت.

د اروېل طنز و مزاح او د ناول مجموعي ماحول د پاکستان د موجوده حکومت او د پي ټي اٰئي د ليډرانو او ورکرانو د ذهنيت سره تر کافي حده سمون خوري لکه چې د دواړو نفس مضمون يو دے او کۀ اروېل موجوده وخت کښې ژوندے وے نو شايد چې د معمولي رد و بدل سره ئې دا ناول د پي ټي اٰئي حکومت پۀ تاثر کښې ليکلے وے. اروېل چې کوم طنز د روس پۀ سوشلسټ نظام، پۀ ليډرانو او نورو طبقو باندې کړے، هغه د پي ټي اٰئي د حکومت، ليډرانو او ورکرانو سره ډېر سمون خوري. اروېل د سټالن او ټراټسکي ذاتي اناګانې، د دوي استحصالي رويه او د ښکته طبقې سادګي د خپل طنز هدف ګرځولے.

پۀ ناول کښې د يو فارم ځناور غواړي چې انقلاب راولي، خپل مالک وشړي، د دۀ د ملکيت نه ځان خلاص کړي او د خپلو فېصلو پۀ خپله مالکان شي. دوي پۀ دې خپل کوشش کښې کامياب شي او دغه رنګ پۀ فارم کښې د خپل واک خاوندان شي. دوي د ژوند تېرولو يو باقاعده نظام جوړ کړي او خپل يو اٰئين جوړ کړي کوم چې اووۀ احکامات وي. پۀ دې ځناورو کښې خنزيران چې د نورو ځناورو نه لږ هوښيار وي، ليډران شي خو د وخت تېرېدو سره دوي د نورو ځناور استحصال شروع کړي او هغه احکامات چې دوي جوړ کړي وو، پۀ خپله ماتول شروع کړي – تر دې چې د دوي جوړ کړے نظام واپس مات شي او د انقلاب هېڅ مقصد پاتې نۀ شي او د ځناورو ژوند پۀ کښې د سختيو سره مخ شي.

هم دغه حالت پۀ پاکستان کښې د پي ټي اٰئي،د دې د ليډرانو او د ورکرانو دے. کۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې بوډا ‘مېجر’ ځناورو له د انقلاب او خپلواکۍ پېغام او ايډيالوژي ورکړه او بيا ‘سنوبال'(Snowball) ، ‘نپولين’ (Napoleon)او نورو ځناورو دغه فکر عملي کړو نو پۀ پاکستان کښې دغه چغه عمران خان د تبديلۍ پۀ نامه ووهله. فرق دا دے چې د ځناورو انقلاب پۀ خپلو مټو ؤ او دلته د عمران خان سره پۀ الېکشن کښې د تهرډ امپائر، خلائي مخلوق يا نامعلوم افراد لاس امداد ؤ او دغه رنګ د الېکشن نه زيات سلېکشن ؤ.

‘اېنيمل فارم’ کښې ‘اولډ مېجر’ ځناورو ته يو تقرير کښې وائي،

“دا زمونږ فارم هم پۀ لسګونو اسونه، پۀ شلګونو غواګانې او پۀ سلګونو ګډې بيزې پاللے شي او ټول به د خوند رنګ او عزت ژوند تېرولے شي چې مونږ ئې تصور هم نۀ شو کولے”.

ګويا عمران نيازي لکه د بوډا مېجر وائي چې دا پاکستان کروړونو خلکو له نوکرۍ ورکولې شي، هر څۀ ارزانېدلے شي او هر ماشوم سکول ته تللے شي خو کۀ کرپشن او کرپټ ليډران لۀ منځه لاړ شي. هلته بوډا مېجر د ستونزو حل داسې ښائي،

“زمونږ د سر دښمن انسان دے، دا لۀ مينځه لرې کړئ نو نۀ لوږه شته او نۀ بيګار، سپينه ورځ ده”-

او دلته نيازي وائي چې نواز شريف او زرداري لۀ منځه لرې کړئ نو پاکستان کښې به د شاتو او غوړو ويالې بهېږي. هم دې د اولډ مېجر خيالي خبرو ځناور جذباتي کړل او دلته د نيازي خبرو يوتهيان جذباتي کړل او د يو داسې سړي سره ئې خپل مستقبل وتړلو چې هغه ژوند، روزګار، وادۀ، رشتو، سياست، داخله خارجه امور، معيشت او هر څۀ لکه کرکټ کول غوښتل!!!

کۀ د ‘اېنيمل فارم’ مجموعي او بنيادي خبره وګورو نو هغه د ځناورو د فارم واپس د انسانانو سره يو کېدل، دوي سره روزګار شروع کول او د خپلو ليکلو او وئيلو خبرو ترديد کول دي چې پۀ پاکستاني سېټ اپ کښې د پي ټي اٰئي او عمران يو ټرن (U-turn) دي. د ‘ائرني’ غورې بېلګې پۀ عمران نيازي کښې ليدلې شي چې وائي يو څۀ او کوي بل څۀ، سوچ يو کوي او کېږي بل څۀ او دغه رنګ هره ورځ د خپلې تېرې ورځې د خبرې ترديد کوي. دا يو ټرن دومره ډېر دي چې پۀ دې لړ کښې بايد د عمران نيازي نوم پۀ ورلډ ګېنز بک کښې راشي او موصوف پۀ دې لړ کښې د عظيم ليډر نخښه هم دا ښودلې.

د انقلاب نه پس د ‘نپولين’، چې يو خنزير دے او د ځناورو مشر شي، ټول ذهني حالت بدل شي. دا نرګسيت او ځان ښودنه کښې ښکېل شي او دغه رنګ د ځناورو استحصال شروع کړي. د ځناورو پۀ خوراک او راشن کښې کمے شروع شي خو دا د عېش عشرت ژوند تېروي. دۀ پراپېګنډې او افواګانو له ځناور مقرر کړي وي او کۀ کوم ځناور د تېر مالک صفت يا خوبي بيانوي نو دغه ځناور ئې غېبت او د ‘نپولين’ صفتنونه شروع کړي. پۀ ‘نيازي لېنډ’ کښې ګويا کۀ څوک د نواز شريف موټروېګانې، کارخانې وغېره ستائي نو يو يوتهي به خامخا پۀ هغۀ کښې نقص راوباسي. د ناول يو اهم کردار ګډې دي چې ډېرې کم عقلې او ناديده دي، ذهني کچه ئې کمه ده، نور څۀ خو نۀ شي زده کولے خو يوه چغه ئې زده کړې ده چې “دو پايه مرده باد” او “چارپايه زنده باد”. دا هم دغه چغه ده چې دلته ئې ‘قوم يوتهـ’ يا يوتهيان پۀ هر سنجيده مجلس کښي وهي: “نواز شريف چور هے”. لکه څنګه چې د انقلاب نه پس هم د فارم مالک ‘جان’ د ‘نپولين’ او ځناورو پۀ اعصابو سور ؤ، هم داسې نواز شريف د عمران نيازي او يوتهيانو پۀ اعصابو سور دے. عمران نيازي د يوتهيانو پۀ ذهن د نواز شريف، زرداري او نورو ليډرانو بهوت سورولو کښې کامياب شي او دغه رنګ د يوتهيانو بلېک مېلنګ شروع کړي. عمران نيازي اوس هم داسې رويه کوي لکه هغه چې پۀ حکومت کښې نۀ بلکې اپوزېشن کښې وي. هلته ‘جان’ د وېرې يوه استعاره ګرځېدلې او دلته نواز شريف، زرداري او نور ليډران؛ او دغه رنګ مونږ ګورو چې يوتهيان د ګرانۍ، معاشي بدحالۍ او بد انتظامۍ سره د نورو مسئلو باوجود هم د عمران نيازي پۀ صفتونو نۀ مړېږي. مسئله دا ده چې دا صفتونه د پارټۍ يا ليډر د کارکردګۍ پۀ اساس نۀ دي بلکې لکه د زرتاج ګل مطابق killer smile او ‘زبردست’ body language پورې محدود شو.

د پاکستان سره د وخت د سر نه چې کومه مسئله راروانه ده او کومه چې ډېره د تذبذذب سبب ده، هغه د مذهب پاڼه ده. مسئله دا ده چې جناح چې خپل ذاتي ژوند کښې سيکولر ؤ، د مذهب پۀ نوم د مارلے منټو Minto-Marley د ‘دو قومي نظريه’ رياست جوړوي او هند کښې د هندو او مسلمان چال چلوي او بل اړخ ته ګاندهي چې ذاتي ژوند کښې مذهبي دے، د يو سيکولر رياست اساس ږدي. وروسته جناح خپل تقرير کښې وائي چې تاسو اوس ازاد يئ، کۀ چرچ ته ځئ کۀ جمات ته ځئ او دغه رنګ د پاکستان د رياستي چوکاټ نظام يوه دوڼه پاتې شي. د جناح تقرير پۀ ‘قراردادِ مقاصد’ replace شي او بيا د مذهب سفاک سياسي استعمال شروع شي. وروسته دغه پاڼه بدنامِ زمانه ضياء هم د خپل غرض او امريکې د خوشحالۍ د پاره وکاروله او دغه سلسه د مشهور زمانه “پلے بواے” عمران نيازي ته راورسېده، څوک چې د ‘رياستِ مدينه’ پۀ نوم د خالي ذهنه خلکو استحصال کوي.

د انقلاب نه پس ‘نپولين’ د ډاميننټ شخصيت پۀ شکل کښې وړاندې راشي، د ټول فارم مالک شي، د جمهوريت پۀ ځاے ډکټېټر خويونه شروع کړي، پۀ نرګسيت کښې مبتلا شي، د انقلاب اٰئيډيلز هېر کړي، د خوشامندو ټولګے ترې چاپېر شي او د نورو ځناورو سره ئې فاصله پېدا شي. دا پۀ يو شمېر القاباتو ولمانځل شي او تش نپولين پاتې نۀ شي بلکې پۀ رسمي ډول ‘زمونږ مشر’، ‘کامرېډ نپولين’، ‘د ټولو ځناورو بابا’، ‘د انسانانو خپسه’، ‘د ګډو چرګو چرګانو ساتونکے’، ‘دوست’ او دغسې نور صفتي نومونه ورته منسوب شي. يو خنزير داسې نظم وليکلو چې د هغۀ پۀ کښې ډېره مدح شوې وه او هغه پۀ کښې د ‘بې موره بې پلاره دوست’، ‘د خوشحالۍ سرچينه’ او ‘د تندغرو ساقي’ ياد شوے ؤ.

هم دغه حالت د پي ټي اٰئي د ليډر عمران نيازي دے! يو ډېر مذهبي مشر نورالحق قادري د هغۀ پۀ اړه وائي چې “دۀ کښې ډېره عاجزي او ملنګي ده او د دۀ پۀ نمونځ کښې چې ما څومره خوند او مزه ليدلې، يقين وکړئ د ډېرو غټو شېخانو او ملايانو نمونځ کښې ما دومره نۀ ده ليدلې.” د صادق او امين غوندې دروغژنو القاباتو نه پس دغه سلسله د زرتاج ګل ګل جړو ته رسي او وائي چې عمران قتلوونکې مسکا يعني کلر سمائل لري او زبردست باډي لېنګوج ئې دے. د بشريٰ مانيکا د خوب نه شروع شوې دغه سلسله د ودرېدلو نامه پۀ خولۀ نۀ اخلي.

د عمران نيازي رويه د نفسياتي ماهرانو پۀ نزد يو کمپلېکس (complex) دے چې سحر يو څۀ ووائي نو ماښام بدل وي او دغه رنګ مونږ ‘اېنيمل فارم’ کښې ګورو چې ‘نپولين’ به خپلې ارادې او وعدې بدلولې. د ټولو نه غټ مثال ئې د بادي ژرندې ؤ چې د ‘سنوبال’ ائيډيا وه او ‘نپولين’ ئې سخت مخالف ؤ خو يوه ورځ ‘نپولين’ اعلان وکړو چې پۀ هر حالت وي، بادي ژرنده به جوړولې شي. د بادي ژرندې پۀ جوړولو کښې ځناورو ته ډېر تکيلف ملاو شو او خنزيرانو ته پۀ کښې هېڅ قسمه تکليف ملاو نۀ شو. ګويا عمران نيازي د نواز شريف جوړې کړې بي اٰر ټي ته ‘جنګله بس’ وائي. نواز شريف پۀ پېښور کښې د مرکز پۀ پېسو د بي اٰر ټي د جوړولو وړانديز کوي خو نيازي ئې نۀ قبلوي او بيا د پي ټي اٰئي حکومت د دې د جوړولو اراده کوي. بي اٰر ټي کۀ جوړه شي کۀ نۀ، خو پېښور ورسره وران ويجاړ شو، پۀ دې کښې بې انتها کرپشن وشو، بې انتها وخت ورباندې ولګېدو او تر دا دمه سازه نۀ شوه او دغه رنګ نۀ غواړي چې چا ته پۀ دې باندې د تحقيقاتو اجازت ورکړي. پۀ بي اٰر ټي پسې بې شماره لطيفې هم جوړې شوي لکه وائي چې يو سړي ته د مرګ سزا واورولې شوه او د هغۀ نه اخري خواهش وپوښتلے شو نو هغۀ ورته ووئيل، چې “زۀ بي اٰر ټي کښې ګرځېدل غواړم.”

څنګه چې ‘اېنيمل فارم’ کښې د ځناورو ارادې او هدفونه يو څۀ وو خو وشو بل څۀ، دغه رنګ د پي ټي اٰئي حکومت هم وئيل يو څۀ او کوي بل څۀ – د عمران نيازي د حکومت نه وړاندې تقريرونه او د حکومت نه پس حالات کۀ مقائسه کړے شي نو يو عام سړے هم پۀ دې پوهېږي چې د زمکې او اسمان فرق دے پۀ کښې. هېڅ لاس ته راوړنه نۀ ده شوې، هېڅ تبديلې نۀ ده راغلې، د چا پۀ ژوند کښې هېڅ ښۀ والے نۀ دے راغلے. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې څنګه ځناور انقلاب راولي او د غواګانو نه پۍ رالوشي نو ځينې ځناور دا پوښتنه وکړي چې پۀ دې پيو به څۀ کوو؟ نو ‘نپولين’ ځواب ورکړي چې کامرېډانو! د پيو غم مۀ کوئ، اوس راته کار پۀ سر پروت دے. ځناور کار له ولېږي او چې ماښام راشي نو پۍ خنزيرانو څښکلي وي. د الېکشن نه وړاندې نيازي د کرپشن خلاف خبره کوي، د پارلېمنټ پۀ خرچو باندې تنقيد کوي، خلکو له د حضرت عمر مثالونه ورکوي او بيا د خپلو وزيرانو تنخواګانې څو چنده سېوا کوي او وائي چې زما پۀ دوه لکهه تنخوا ګزاره نۀ کېږي او دغه رنګ خپله تنخوا لسو لکهو ته ورسوي. د دې سره د ‘اېنيمل فارم’ مشهوره جمله چې all animals are equal but some are more equal ډېر سمون خوري.

د عمران نيازي هېڅ معاشي پلان نشته. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې فارم د سختيو سره مخ شي، د خنزيرانو او سپو نه علاوه د ځناورو راشن هم کم کړے شي، د دوي کار هم سېوا شي نو ‘نپولين’ اراده لري چې د ګيا او ټانټو يوه دلۍ او د غنمو يوه برخه خرڅه کړي او کۀ بيا هم څۀ کمے وي نو د چرګو اګۍ به خرڅې کړي. دا روزګار د انسانانو سره کېدونکے ؤ چې پۀ اووۀ احکاماتو کښې دا شامل وو چې د انسانانو سره به هېڅ قسمه روزګار نۀ ساتلے کېږي. مونږ ګورو چې د الېکشن نه وړاندې نيازي پۀ زرګونو اربه روپۍ چې پۀ مبينه طور بهر پرتې دي، هغه خپل ملک ته راوړل غواړي او دغه رنګ هغه کروړونه روپۍ کرپشن چې هره ورځ کېږي، بندول غواړي. د دې مفروضې پۀ “عملي” کولو سره به هغه کروړونه نوکرۍ ورکړي خو بيا مونږ ګورو چې مېښې خرڅول او چرګې چرګان خلکو له ورکول د معاشي نظام برخه شي. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې چې ځناور خبرېدل نو انقلاب راغلے ؤ او “نوي پاکستان” کښې د پي ټي اٰئي “تبديلي آ نهين رهي بلکه تبديلي آگئي هے” – چې تبديلي راغلې نو بايد مونږ ووايو چې کوم ده؟ هغه کروړنه نوکرۍ څۀ شوې؟ هغه د کرپشن لوټلې پېسې څۀ شوې؟ هغه ازادي کوم ده؟ هغه امن کوم دے؟ هغه پارلېمان کوم دے؟ غټه مسئله دا وشوه چې نيازي د ذمه وارۍ نه مبريٰ کېږي، خپله پړه نۀ صرف پۀ تېر حکومت اچوي بلکې کله کله پۀ خپل ځينې وزير هم اچوي. حقيقتونو نه سترګې پټولې کېږي، خلک پۀ تيارو کښي ساتلے کېږي. پۀ ‘اېنيمل فارم’ کښې يوه ورځ خنزيران يو سړے ګودام ته بوځي او هغه پېټۍ او بوجۍ ورته وښودلې شي چې وېخ کښې ئې شګې او خاورې وي او پۀ سرونو ئې ورته جوار غنم اچولي وي. دلته زمونږ يوه وزيره صاحبه پۀ داسې وخت کښې چې ټماټر پۀ دوه سوه روپۍ کلو وي، وائي چې ټماټر پۀ پينځۀ روپۍ کلو دي، او امپورټډ وزير وائي پۀ اوولس روپۍ کلو دي؛ ګويا د وزيرانو کار پۀ هر حالت کښې د نيازي دفاع ده. ‘اېنيمل فارم’ کښې يوه ورځ ‘سنوبال’ تقرير وکړو او ځناورو ته ئې د فارم پۀ خاطر د هر قسمه قربانۍ ورکولو زورنه ورکړه او دلته زمونږ يو وزير صاحب وائي چې د دوه ډوډيو پۀ ځاے به پۀ يوه ګزاره کوئ او بل يو وزير د اوړو بحران داسې جسټيفائي کوي چې نومبر او دسمبر کښې ډېره ډوډۍ خوړلې شي نو ځکه د راشن کمے راغلو. ‘اېنيمل فارم’ کښې د انقلاب نه پس به چې غواګانو چې پۀ تالاو کښې به اوبۀ څښکلې، داسې اظهار کولو،”د کامرېډ نپولين پۀ ژوند دې برکت وي، دې اوبو ته دې خيال دے څومره پاکې، رڼې او مزه ناکې دي”. او دلته يوه وزيره صاحبه وائي چې د کله نه پي ټي اٰئي حکومت راغلے او زۀ د ماحولياتو وزيره شوې يم نو بارانونه ډېر شوي دي. د زلزلې پۀ وخت بلې وئيلي وو، “اصل کښې زمکه هم د ‘تبديلۍ’ جټکه زغملې نۀ شي”، يو وزير صاحب د روپۍ قدر پرېوتل او د ډالر قدر سېوا کېدل داسې جسټيفائي کوي چې “ډالر ګران ښۀ دے، ځکه چې ډېرې روپۍ ترې جوړېږي”. هېنډسم وزير اعظم وائي چې ‘ټي وي مۀ ګورئ’، ‘نوکري مۀ کوئ، دا صلاحيتونه خرابوي’ او ‘سکون قبر کښې دے’.”

څنګه چې ‘اېنمل فارم’ کښې انقلاب د ځناورو ژوند تباه کړو، داسې د پي ټي اٰئي حکومت خلک د تباهۍ سره مخ کړل. د دې مثال د يو ډنډ دے چې بيمارۍ ترې خورېږې. يو ګنده سياسي ماحول پۀ وجود کښې راغے. سياست دې ځاے ته را ورسېدو چې يوتهيان وائي کۀ پټرول پۀ زر روپۍ ليټر هم شي نو ووټ به عمران خان له ورکوو. بد تميزې، بد تهذيبي، بې سري پۀ وجود کښي راغله. کمال خو دا دے چې نۀ سخته نۀ فيلډ ورک، نۀ ښۀ او نۀ بد او پي ټي اٰئي واله حکمرنان شول!!! ‘سکوير’ (Squealer) چې يو خنزير ؤ، د نپولين او نورو خنزيرانو پۀ اړه وائي، “کامرېډانو! زما يقين دے چې پۀ تاسو کښې به هر يو ځناور د کامرېډ نپولين قربانۍ او پۀ ځان د زياتي پېټي اچولو روغه راستي ستائي. کامرېډانو! دا خيال مو را نۀ شي چې ليډرشپ او مشري خو مزې وي، بلکې حقيقت دا دے چې دا خو ډېره درنه ذمه واري او سر خوږے وي.” او دلته امردِ جواد چاچا وائي چې مونږ ډېر د محنت نه پس دې مقام ته را رسېدلي يو. دلته د هغه خاص محنت ذکر نۀ کوم چې د رېحام خان پۀ حواله ئې خلک ذکر کوي خو دومره تپوس پۀ کار دے چې مراد سعيد صاحبه! ستا لا عمر څۀ دے؟ تا کوم جېلونه خوړلي؟ تا کوم فيلډ ورک کړے چې نن دې مقام ته را ورسېدې؟

ځينې خلکو بې طلبه منزل بيا موند مونږ د خداے دې قدرتونو ته حېران يو

هغه ‘اېنمل فارم’ دے – هلته ‘نپولين’ تقرير کوي او وږي ځناور ور باندې مړوي؛ دا ‘نيازي لېنډ’ دے – دلته هېنډسم وزير اعظم تقرير کوي چې د هر مرض علاج دے. هلته ‘نپولين’ خپل تېر احکامات نۀ ګوري، دلته وزير اعظم خپل زاړۀ تقريرونه نۀ اوري. هلته د ګډو يوه جمله زده ده چې “چارپايه زنده باد” او “دو پايه مرده باد”، او دلته يوتهيان وائي “نواز شريف چور هے” او دغه رنګ يوتهي سره سياسي بحث کول ټرېکټر کښې موسقي اورېدل دي. هلته د ځناورو د انقلاب نه پس حالت د تېر وخت نه هم خراب شي او دلته ګراني يو پۀ شله سېوا شوه او د اېمنسټي انټرنېشل مطابق د تېرو حکومتونو نه حالات ډېر خراب شوي او کرپشن سېوا شوے. هلته د خنزيرانو کرپشن سېوا شي، د دوي پۀ راشن کښې هېڅ قسمه کمے نۀ راځي او خپل راشن د ځنارو د راشن نه پوره کوي او دلته د اتيا فيصده ‘بوټانو’ پۀ بجټ کښې کمے نۀ راځي او د نيازي تنخوا د دوه لکهو نه لسو لکهو ته رسي – ګويا some animals are more equal او دغه رنګ د کرپشن تعويز فقط سياسي ليډرانو ته پۀ غاړه کېږي. هلته د فارم پۀ خاطر د ځناورو نه هر قسمه قرباني اخستلې کېږي او دلته نيازي پۀ سخته کښې ښکېل اولس ته وائي، “آپ نے گهبرانا نهين”. هلته ‘نپولين’ د انسانانو سره روزګار شروع کړي او د فارم سودا پرې خرڅه کړي او دلته وزير اعظم صاحب چې وئيل به ئې “خود کشي به وکړم خو قرض به وانۀ خلم”، پۀ کروړونو ډالره قرضې واخلي نو وائي “زبردست پېکج ملا هے”. هلته هم ډېر ځناور د نپولين د لاسه مړۀ شي او دلته هغه وزير اعظم چې پۀ پارلېمنټ ئې حمله کړې وه او هر اٰئين او دستور ئې مات کړے ؤ، پۀ مولانا فضل رحمان د ارټيکل شپږم د لاندې مقدمه چلول غواړي )حال دا چې پۀ کوم فوجي ډکټېټر جنرل مشرف د ارټيکل شپږم سزا اورولې شوې ده، د هغې سزا خلاف پۀ خپله يو ‌ذيلي عدالت کښې د ‘عدالتِ عظمٰي’ خلاف فريق جوړېږي(. هلته هم خنزيران د شرابو پۀ څښکلو شروع واچوي او فارم د نشيانو او عياشو پۀ لاس کښېوځي او دلته هم چې وزير اعظم د نشې ټيکه ولګوي نو د اسپتال نرسانې ورته حورې ښکاري او پۀ کوم خېبر کښې چې سکولونه ړنګ پراتۀ دي، هلته د چرسو کارخانې لګوي. پۀ اخره کښې خبره لنګر خانو ته ورسېده او سکون قبر کښې دريافت شو.

خدايه مرګ راولې ما واخلې

پۀ بې وفا مې سترګې لګي زړۀ مې چوينه

‘اېنيمل فارم’ نن سبا ډېر زېرِ بحث دے. تېره ورځ شاهد خاقان عباسي پۀ اسمبلۍ کښې حکومتي پارټۍ ته د ‘اېنيمل فارم’ د لوستلو مشوره ورکړه چې د پي ټي اٰئي حکومت سره مماثلت خوري. يو بل کس جېسن راے خپل يو ټويټ کښې وائي، زما زوي سحر د ناشتې پۀ وخت ‘اېنيمل فارم’ لوستلو چې ما ترې تپوس وکړو چې څۀ قصه پۀ کښې روانه ده؟ نو وئيل ئې، خنزيران ټول واک او اختيار لاس کښې واخلي او نور ځناور لکه زمونږ تشه تماشه کوي”. يو بل کس امار مسعود د ناول تلخيص داسې کوي چې، خنزيران د خپلو ساتلو خونړو سپو پۀ مرسته او پۀ وېرولو سره پۀ ځناورو حکومت کوي، د دوي پۀ امدن او ګټه قبضه کوي او بيا ځان د نورو ځناورو نه برتر ګڼل شروع کړي.

* د ناول پس منظر کښې خبره کوو: ‘اېنيمل فارم’ او ‘پاکستان’ کښې بنيادي فرق دا دے چې عمران خان در اصل ‘نپولين’ نۀ دے، عمران خان کے پيچهے نپولين دے. عمران د سپو او خنزيرانو “جمهوري مخ” دے. څومره جمهوري دے، سابقه سي جے ثاقب نثار ته ئې هم پته ده.

 

دا هم ولولئ

“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے …