د باچا خان اخري خبرې – اسرار د طورو

د طورو خدائي خدمتګار مولانا محمد عنايت الله پۀ يوه ډائرۍ کښې ليکي چې پۀ دولسمه جولايۍ 1987 د پاکستان اخبار روزنامه “جنګ” کښې يو خبر دے چې باچا خان پۀ دهلي کښې پۀ يو هسپتال کښې د فالج د حملې پۀ وجه داخل دے. د بهارت يو سابقه وزير ئې تپوس له تلے ؤ. دا وزير سکهـ ؤ. د دۀ نوم وشوا ناتهـ پرتاب سنګهـ ؤ. باچا خان ورته ووئيل چې “کوم ځاے د کرسۍ مرض عام شي، هلته جمهوريت نۀ پاتې کېږي.” هغوي ووئيل، “د کرسۍ او دولت وباء پۀ ملک کښې پۀ خورېدو ده.” “يو سړے هم د اقتدار د کرسۍ نه د کوزېدو نوم نۀ اخلي.” باچا خان پرتاب سنګهـ ته ووئيل، “هندوستان پۀ چغو نعرو، جلسو، جلوسونو او پۀ انقلاب زنده باد نۀ دے ازاد شوے، دا خو ګاندهي جي داسې خلق تيار کړي وو چې د هغوي پۀ زړونو کښې د اقتدار او دولت سره مينه نۀ وه او مونږ هم پۀ خپله صوبه کښې داسې خلق پېدا کول؛ دا کوشش مو کولو چې د ملک او قوم خدمت وکړي. مونږ عوام پوهه کړل چې د خداے د بندګانو خدمت وکړئ، د خداے خو د چا خدمت ته ضرورت نشته، چې د هغۀ د مخلوق څوک خدمت وکړي نو د هغۀ نه خداے رضا شي. د خدمت عوض خو به الله ورکوي. پۀ دنيا کښې بدلون پۀ خدمت راځي نو پکار دي چې ښځې هم پۀ دغه کار کښې برخه واخلي.” باچا خان ووئيل، “زنانه د اقتدار او دولت حرص نۀ لري، ملک به د تباهۍ نه بچ کړي.” باچا خان د فلپائن او بنګله دېش مثالونه ورکړل چې ملک ئې د مارشل لاء وساتلو.”

چا وئيلي وو:

کۀ د زلمو نه پوره نۀ شوه

نو باچا خانه جينکۍ به دې ګټينه

باچا خان پرتاب سنګهـ ته ووئيل، “چاپېره پۀ دنيا اور لګېدلے دے، پۀ هر ملک د لويو طاقتونو دباو دے، يواځې پۀ بهارت نۀ پۀ پاکستان هم دباؤ دے. کۀ يو ځل جنګ شروع شو نو دنيا به تباه شي.”

جنګ اخبار ليکلي دي چې د خان عبدالغفار خان دا ګفتګو اخري ؤ، بيا خو هغه بې هوشه شو.

مولانا صاحب ليکي، “د باچاخان بې هوشي جاري وه. د دهلي نه د بې هوشۍ پۀ حالت کښې پېښور لېډي ريډنګ هسپتال ته راوستے شو. ډاکټر کبير د باچا خان خصوصي ډاکټر دے. دهلي ته هم د باچاخان سره تلے ؤ. اوس هم ډاکټر کبير پېښور ته را وستلو.”

د نن شا زلمو ته دې معلوم وي چې د پينځلسم 15 اګست 1947 نه اګاهو پۀ هندوستان )بهارت، بنګله دېش، کشمير او د پښتونخوا پۀ ټولو سيمو( د برطانيې د انګرېزانو حکومت ؤ. دغه قوم طاقتور او چلباز ؤ، “Divide & Rule” پاليسي ئې وه. پۀ مختلفو حربو به ئې د هندوستان قومونه يو بل سره جنګول او پۀ دې چل ئې غلامان کړي وو. وژل، قېدول او سپکول عام وو. پۀ روپيو، پېسو، خطابونو، عهدو او منصبونو ئې نام نهاد مذهبي مشران، پيران، خانان، چوهدريان، وډېره ګان، نوابان او ملکانان ځان سره کړي وو او د قوم د ازادۍ خلاف ئې پکارول. جهالت او افلاس ئې پۀ ټولو هندوستاني عوامو حاوي کړے ؤ.

دغه وخت کښې د پښتنو پۀ دې سيمه کښې د ترنګزو او اتمانزو پۀ کلو کښې د حاجي صاحب او باچا خان غوندې اتلان را پاڅېدل او د انګرېزانو حکومت ته اړم شو. پۀ هندوستان کښې نور ليډران هم وو خو د باچا خان جدوجهد د امن، مينې، ورورولۍ، ديني جذبې او صبر پۀ بنياد ؤ. د عدم تشدد پۀ وسله جنګ نا اشنا کار ؤ. بې علمه شډل پښتانۀ پۀ دې فلسفه پوهول ګران کار ؤ. باچاخان د دوي تربيت وکړو او انګرېزان ئې وجړقول.

باچا خان پۀ 1890ز کښې پېدا شو او پۀ شلمه جنورۍ 1988 د 98 کالو پۀ عمر کښې وفات شو. دۀ زرګونه رضاکار د عدم تشدد پۀ لار جنګ ته تيار کړي وو. باچا خان د 1921 نه خدمت شروع کړو. تعليمي ادارې ئې جوړې کړې. يو اخبار يا مجله ئې پۀ پښتو جاري کړه، “پښتون” نوم ئې ورله کېښودلو. “خدائي خدمتګار” تحريک ئې شروع کړو. انګرېزانو او بيا خپلو “وروڼو” پرې لوبې وکړې. ډېر زيات ژوند ئې پۀ سختو جېلونو کښې تېر کړو. هندوانو ورسره هم زياتے وکړو خو نن د هغۀ د کار او نظر مخالفين خوار ذليل دي. انجام ئې لا زياته رسوائي ده او د بابا د فلسفې نه بغېر ئې بله لار نشته.

 

دا هم ولولئ

“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے …