د پوهاند مجروح ياد ‘جبر’، ‘اختيار’ او ‘ديالکتيک’ – نجيب منلی

د فلسفي بحثونو یوه ستره ستونزه دا ده چې د مفاهیمو تعریف پۀ کښې خورا دروند فرهنګي بار لري. د پوښتنې مطرح کول او بیا پوښتنې ته د ځواب موندلو هڅه لۀ لومړي سره لۀ واقعیتونو سره د هرې ټولنې د تاریخي– فکري پس منظر پۀ رڼا کښې کېږي.

ارسطو د نیکوماک پۀ اخلاقو کښې د عمل محرک ‘اراده’ بولي. اراده پۀ خپله دوه اجزاء لري: لومړی باید کړنه د شخص د خپلې عندي پرېکړې پۀ اساس وي او بل باید شخص د کړنې پۀ کولو او نۀ کولو کښې خپلواک وي . کۀ پرته لۀ ارادې پۀ خپل سر، یا پۀ تصادفي توګه لۀ چا کومه کړنه کېږي، یا د بل چا لۀ خوا یو کار ته اړایستل کېږي یا عېني شرائط داسې راځي چې شخص پۀ انفعالي ډول غبرګون ښائي نو دا کړنه د هغه شخص عمل نۀ بلل کېږي. دوېم جز ئې دا دی چې شخص باید پۀ شعوري ډول د یو کار کولو یا نۀ کولو ته مخه کړي، کۀ پۀ ناپوهۍ کښې یو څۀ کوي، دا هم د هغۀ عمل نۀ شي بلل کېدی.

د ارسطو پۀ اند ‘جبر’ او ‘اختیار’ دواړه منتفي دي – یواځینی څۀ چې باید پۀ نظر کښې ونیول شي د شخص اراده ده.
د جبر او اختیار موضوع تر ارسطو شاوخوا شپږ پېړۍ وروسته د سېنټ اګسټین پۀ نظریاتو کښې مطرح کېږي. سېنټ اګسټین د “خپلواکې پرېکړې” (libero arbitrio) او د ‘علیت’ د اصل پر اساس مخکښې لۀ مخکښې تعین شوي عمل (Determinismus) پۀ بحث کښې دا خبره مطرح کوي چې کۀ هر څۀ خدای پېدا کړي دي نو د ګناه مفهوم لۀ کومه شو؟ دلته بیا هم د یو فرهنګي ارزښت پر بنسټ فکري لاره تعریفېږي: نېکي او بدي شته، نېکي پرته لۀ کوم شکه د خدای لۀ لوري ده، څکه چې خدای “نېک” دی نو بدي لۀ کومه شوه؟ یا به دا منو چې بدي هم د خدای لۀ لوري ده او دلته د خدای پۀ وجود کښې تناقض را منځ ته کېږي، چې دا محال دی یا به د نېکۍ لپاره یوه سرچینه او د بدۍ لپاره بله سرچینه منو چې دلته د وحدانیت اصل نفي کېږي او یا به درېمه لار غوره کوو چې خدای انسان ته د نېکۍ او بدۍ دواړو تر منځ د انتخاب وس ورکړی دی او انسان پۀ خپلواکه توګه پۀ دوو کارونو کښې یو کوي.

لکه څۀ رنګه چې د ارسطو پۀ تعریف کښې اراده یو فرهنګي اصل ؤ، د سېنټ اګسټین پۀ تعریف ‘خپلواکه پرېکړه’ دقیقاً یو فرهنګي مفهوم دی.

پۀ الماني فلسفه کښې، او پۀ مشخص ډول د کانټ پۀ نطریه کښې د “غوښتلو ازادي” (Willensfreiheit) یا پۀ انګرېزي کښې “خپلواکه غوښتنه” (Free Will) بیا هم لۀ نړۍ سره د شخص پر فرهنګي تړاو ولاړه ده.

پۀ عربي فلسفه کښې “اختیار” د خېر لۀ رېښې اخستل شوی، یعني انسان دا وړتیا لري چې پۀ خپل چاپېریال کښې د “ښۀ” او “نا ښۀ” تر منځ تفکیک وکړي خو پۀ مقابل کښې ئې “جبر” د تړلو او د ماتو د رغولو مفهوم لېږدوي چې تر شا ئې بیا هم یو فرهنګي ارزښت لیدل کېږي.

د جبر او اختیار موضوع چې پېچلې ده، یو علت ئې هم دغه دروند فرهنګی بار دی چې بېلابېل فلاسفه د یوې مشخصې ستونزې پر وړاندې، مخکښې لۀ دې چې د جړې مشوړې د تار سر پېدا کړي؛ د خپلو لاشعوري، فرهنګي، فرضیو لۀ مخې پۀ لاس کښې د مشوړې لۀ نیولو سره د تار د سر پۀ پېدا کولو کښې لۀ ستونزو سره مخ کېږي او د مشوړې د سپړلو لپاره بېلابېل تخنیکونه او تاکتیکونه کاروي.

“دیالکتیک” (Dailectics) هم د نفي او اثبات پۀ لومو کښې ښکېل دي او “جدل” تر بل هر څۀ دومره دروند فرهنګي بار لري چې د استدلالیانو لرګینه پښه ئې د پورته کولو وس نۀ لري.

پۀ دې لنډکۍ غیر مسلکي لیکنه کښې زۀ دا ادعاء نۀ لرم چې د ‘جبر’ او ‘اختیار’ د یالیکتیکي ستونزه څېړلې شم. غواړم چې د فلسفي د بحث فرهنګي بعد پۀ منلو دا موضوع لۀ یو بل اړخه راونیسم.

خدای ؤ او لۀ خدای پرته هېڅ نۀ وو. دغه مطلق وجود پرته لۀ دې چې ؤ، بل کوم خاصیت ئې نۀ درلود. نۀ څۀ وو او نۀ څۀ کېدی شول. پۀ دې کښې خدای اراده وکړه چې خپل مطلق وجود ته لوری ورکړي. د خدای د ارادې پایله دا شوه چې “کن” ئې ووئیل او کائنات وپنځېدل. د “کن” لۀ وئیلو سره سم، هم مکان پېدا شو، هم حرکت را منځ ته شو. د ‘مکان’ او ‘حرکت’ امتزاج ‘زمان’ ممکن کړ. د مکان، حرکت او زمان لۀ یو ځای کېدو د علیت لړۍ پیل شوه او د کائناتو د اجزاو تر منځ دیالکتیک روابط ایجاد شول.

د “کن” پۀ وئیلو د خدای پۀ وجود کښې د خدای پۀ خپله مطلقه اراده د خالقیت اصل تحقق وموند. د خالقیت معلول، خلقت، د علیت د تمکین ظرف شو. علیت د “جبر” بل نوم دی. اوس کۀ دغه جبر پۀ هر فرهنګي ظرف کښې واچول شي، ماهیت ئې هماغه یو دی او د خالق پۀ شمول پر ټولو موجوداتو حاکم دی. حتٰي کۀ خالق پۀ خپله مطلقه اراده وغواړي چې خلقت نيست کړي، دغه نيستول به ئې هم د “کن” معلول وي.

د علیت تر جبر ور اخوا، نو بیا کېدی شي چې د “اختیار” موضوع مطرح شي. کائنات شته او شتون ئې د مکان، حرکت او زمان پۀ ظرف کښې تمکین مومي. خو د تمکین د مفهوم تر شا بیا د علیت لړۍ ښکاري. د علیت اصل ته پۀ پام، هر د ارادې خاوند موجود د خپلې محدودې ارادې پۀ محوطه کښې مختار دی.

کۀ د قران لۀ نظره دې ټکي ته وګورو نو د انسان د اختیار موضوع هم د انسان لۀ خلقت سره تړلې ده. تر انسان د مخه ملائک وو، هغوي اراده نۀ لري. داسې کېدی شي چې د خدای پۀ کارونو کښې د خپل فهم او ادراک پۀ اندازه نظر ولري خو دا نظر یې پۀ هېڅ ډول د علیت لړۍ ته نۀ لوېږي. حتٰي ابلیس چې بغاوت ئې وکړ )او ممکن سړی دا ووائي چې بغاوت کول د اختیار مظهر دی(، خو دغه بغاوت ئې هم د ‘ایجاد’ او ‘تخلیق’ تر پایې نۀ رسېږي.

یواځینی موجود چې خدای ورته د ایجاد او تخلیق واک ورکړی دی، انسان دی. نو د جبر او اختیار موضوع هم یواځې د انسان لپاره مطرح کېدې شي.

د جبر او اختیار تر منځ د دیالکتیک تړاو پۀ رڼا کښې دا وئیل ممکن دي چې تر هغه ځایه چې د کائناتو د ذاتي قوانینو محدوده ده، انسان مجبور دی. لۀ ‘مکان’، ‘حرکت’ او ‘زمان’ زېږېدلي فزیکي قوانین پر انسان حاکم دي او هېڅ تېښته ترې نشته؛ خو پۀ هغه محدوده کښې چې انسان ته اراده ورکړل شوې، انسان مختار او مسئول دی.

 

دا هم ولولئ

“د تورغر چاربېته” – قمر صحرائي

چاربېته د پښتو د اولسي ادب د ټپې پۀ شان زوردار او مقبول صنف دے …