نوښار کښې د باچا خان جلسه – ډاکټر وارث خان

‘د ازادۍ تحريک’، د چاپځاے، پېښور، جون 1988، مخونه 95-91

]نومبر/دسمبر [1931

……. دې ګرفتاريو او ګوليو چلېدو سره خلکو کښې جوش و خروش پېدا شو. دغه جذبه او غصه وه چې ‘هري کشن’ )تلواړ( د پنجاب ګورنر باندې ګولۍ وچلولې او ما د چيف کمشنر د ويشتو نيت کړے ؤ. لندن کښې ګول مېز کانفرنس لګيا دے او دلته باچا خان دغې عارضي صلح کښې کلي پۀ کلي ګرځېدو، شپه او ورځ ئې پۀ ځان يو کړل.

لويې لويې جلسې کېدلې، وردۍ جوړېدې. د هر کلي خلکو به پۀ سيالۍ سره بابا خپل کلي ته جلسې د پاره د راوستو کوشش کولو. مونږ هم صلاح وکړه چې بابا جلسې ته را وغواړو. ‘امير محمد خان د هوتي’ زما د وروڼو د مردان پۀ ګورنمنټ هائي سکول کښې د سبق ملګرے پاتې ؤ – زمونږ پېژندګلو وه – لږ مخکښې تحريک کښې شامل شوے ؤ. تعليم يافته او قابل زلمے ؤ، پۀ لږو ورځو کښې د صوبې د سر مشرانو کښې شمار شو. د پښتو بې مثله مقرر ؤ. اکثر به باچا خان سره پۀ دوره ؤ. د ډېرې سرګرمۍ او سخت تقريرونو لۀ کبله هم دغې عارضي صلح کښې ونيولے شو. دوه درې کسان نور هم نيولے شوي وو. هره جلسه کښې به د دوي ذکر کېدو. د مردان ضلعې ‘سالار شېر محمد خان’ عرف ‘شېرو خان’ هم حکومت بندي کړے ؤ. هره جلسه کښې به داسې اشعار وئيلے شو:

څۀ شو هغه صدرِ جهان
لکه يوسف شو پۀ کنعان
مير محمد خان د هوتي
مير محمد خان د هوتي
ج

د ‘سالار شېر محمد خان’ پۀ باره کښې چې به کوم نظم پۀ جلسو کښې وئيلے شو، د هغې سر به پۀ دې مصرع اوړېدو:

ولې دې ګېر کړلو سالار زمونږ؟

د نوښار تحصيل صدر ‘سېف الملوک خان’ هم ګرفتار شوے ؤ. مونږ سره وېره وه چې هسې نۀ باچا خان ګرفتار شي! ځکه مونږ تلوار کوله چې يوه لويه جلسه وکړو.

زما پۀ ذمه د بابا د راوستو او د جلسې د انتظار کار پۀ حواله شو. زۀ اول ښاغلي ‘امير محمد خان’ صدر پسې مردان ته لاړم، ځکه چې د مخکښې نه ورسره پېژندګلو وه. پۀ مردان کښې معلومه شوه چې صدر صاحب بابا سره پۀ دوره دے، نن هري چند کښې جلسه وه. پته مې ولګوله چې هري چند ته د درګۍ نه ټانګې ځي راځي. تر درګۍ پۀ لارۍ کښې لاړم. هلته يوه تياره ټانګه کښې کښېناستو. دا ټولې سورلۍ جلسې ته تلې. ټانګه د نهر پۀ غاړه غاړه پۀ کچه سړک روانه وه. جلسې ته چې ورسېدو، مازيګر ؤ. اخري تقرير د باچا خان ؤ. سټېج ته مې ځان ورسولو. پټ غوندې مې خان لالا ته د راتلو مقصد بيان کړو. خان لالا بابا ته خبره وکړه. بابا د سخاکوټ ‘راحت خان’ ته ووې چې دے د ځان سره لارۍ کښې کښېنوئ.

جلسه چې ختمه شوه، پۀ ګڼه ګوڼه کښې چې زۀ څو لارۍ ته رسېدم رسېدم، لارۍ روانه شوې وه. نۀ څوک واقف وو او نۀ نزدې ابادي ښکارېده. د لارۍ پۀ دوړو پسې پسې روان شوم. سړک کچه ؤ، یو خوا بل خوا ګني وو. لږ ساعت پس نمر پرېوتو، تک تورتپ شو. نۀ يم خبر چې لاره کوم خوا تلې ده، خو بس پۀ توکل روان يم. نهه بجو پورې چې مې مزل وکړو نو ګس طرف ته لرې رڼا غوندې ښکاره شوه. دغې رڼا ته مې لاره برابر کړه، پۀ هغې پۀ دې خيال روان شوم چې ابادي به وي. چې ورنزدې شوم، معلومه شوه چې ګاڼۍ ده، کړهي ته اور بلېږي. دوه سپي پۀ غپاري ما پسې راغلل. خوا کښې راسره نرے د اوبو لختے ؤ خو اوبۀ پۀ کښې نۀ وې، وچ ؤ. پۀ هغې کښې کښېناستم، دا مې مورچه شوه او يوه ټاپوره مې وسله شوه، سپو ته ئې خوځوم چې يو غصه ناک اواز وشو چې،

“مغل خانه! ټوپک را واخله! وولئ يې! څوک غل غلے شوے دے.”

ما زر اواز وکړو،

“غل نۀ يم، مېلمه يم- جلسې ته راغلے وم، لارۍ رانه لاړه.”

يو سړے لاټېن پۀ لاس راغلو، سپي ئې رانه کورے کړل. زۀ پاڅېدم. هغه سړي ګاڼۍ ته بوتلم. لږه ګوړه مې وخوړه. د کړهي پۀ خوا کښې پۀ پترۍ اودۀ شوم. ستړے وم، ځاے ګرم ؤ، هډوکي مې ټکور شو. سحر وختي ګاڼۍ والو ته چاے پراټې راغلې، ځان مې ښۀ موړ کړو. هلته نه راته هغوي لار سمه کړه، هتيانو ته راووتم. ګاډي ته لږ وخت ؤ، کلي ته راغلم.

خبر شوم چې دوه ورځې پس پۀ تخت بهائي کښې جلسه ده. لاړم. ډېر خلک وو – خو د سټېج نه چې بابا وليدم، چا ته ئې ووې دے راولئ! بابا څومره د حساس او نرم زړۀ خاوند ؤ! تپوس ئې رانه وکړو،

“هغه ورځ مونږ نه ولې پاتې شوې؟”

ما ورته ټوله خبره وکړه. زما پۀ دې کړاو ډېر خفه شو. ‘ميا صاحب شاکر الله’ ته ئې قصه وکړه. هغۀ ډېر شاباشے او ډاډ راکړو. د جلسې د پاره ئې ورځ مقرر کړه، د جلسې ورځ ئې راته وښودله. پۀ ډېرې خوشحالۍ کلي ته راغلم.

د جلسې د پاره مې ګېر چاپېره کلو ته خطونه ولېږل. سخته يخني وه. د نومبر يا دسمبر مياشت وه، کال 1931 ؤ. بابا د نوښار نه راتلو. ټول خدائي خدمتګاران پۀ سرو ورديو کښې او عام اولس د وړو زړو سره د بابا د استقبال د پاره راوتلي وو. د هر کلي سره بېنډ ؤ او خپله جنډه وه.

باچا خان را ورسېدو – د ټانګې نه کوز شو – سلامۍ وشوه – ګولې خلاصې شوې. لکه د توپو پۀ غربينونو ډزې وشوې. جلوس د جلسه ګاه پۀ لور روان شو. پۀ سړک شل دروازې جوړې شوې وې. د کلي نه بهر يو لوے ډاګ د جلسې د پاره ټاکلے شوے ؤ. جلوس د کلي پۀ منځ روان ؤ. د هر کور مخې ته زنانو د لوپټو نه ښکلې ښکلې دروازې جوړې کړې وې.

د جلسې د صدارت د پاره زما د نوم تجويز او تائيد وشو. اول تلاوت وشو او بيا د باري بانډې ‘حاکمين خان’ پۀ خوږ اواز يو نظم واورولو. ورپسې ما د بابا پۀ خدمت کښې سپاسنامه واوروله. ورپسې باچا خان تقرير ته ودرېدو. د تقرير غټې غټې خبرې دا وې:

“زما پښتنو وروڼو!” تاسو ته دا وايم چې دا ملک پېرنګي پۀ ټګۍ ټورۍ مونږ نه لاندې کړے دے. دے د اووۀ زره ميله لرې نه راغلے دے، زمونږ دولت ټول لندن ته ځي. د پېرنګي سپي کُچونه او ډبل روټۍ خوري. ورشئ رسالپور کښې د دوي بنګلې ته وګورئ! د دوي بچي ووينئ او دې خپلو بچو ته وګورئ! پۀ سر سرتور او پښو پښې ابله ګرځي. چې ملک ازاد شي نو ستاسو بچي به هم پۀ تن پټ او پۀ ګېډه ماړۀ شي. اوس به مونږ ازادي اخلو. پېرنګي ته مونږ يو ښکر مات کړے دے، د شګو پۀ کمر ولاړ دے، يوه ديکه ورته پکار ده.

د ازادۍ دغه بېړه مونږ د هشنغر نه پورته کړې ده – نوښار او دا کلي هشنغر سره لګي نو تاسو به هم د ازادۍ پۀ جنګ کښې مونږ سره مخکښې صف کښې روان شئ! مونږ تيږه ايښې ده، جنګ را روان دے! ازادي څۀ د خټو ګوګوشتو نۀ دے چې پۀ سړه ډوډۍ کېږي! قرباني ورکول غواړي. تشدد، جنګ جګړه به نۀ کوئ! دا ځل چې قېد شو، جېل کښې به هېڅ مشقت نۀ کوو.”

قبلې طرف ته پۀ دېوالونو زنانه جمع وې – حاضرينو ته ئې د کښېناستو اشاره وکړه – هغه ښځو ته مخامخ ودرېدو، وې ئې:

“زما مېندو خوېندو! دا مونږ د پېرنګي نه ازادي چې اخلو، پۀ دې کښې ستاسو هم برخه ده. د خداے او رسول پۀ قانون کښې ستاسو برخه شته خو پۀ رواجي قانون کښې ستاسو برخه نشته. تاسو دې قانون محرومه کړې يئ.”

زنانو ورته ډېرې دعاګانې وکړې. يو مشر سړے راغے، وې “تا دې خداے باچا کړي!” باچا خان ووې،

“زۀ مو د يو باچا نه خلاصوم، تاسو ما باچا کوئ!!!”

يو بل سړے راغے، وې “ناجوړه يم، پۀ ما دم واچوه!” باچا خان ورته ووې،

“دا خبرې پرېږدئ! ډاکټر ته لاړ شه او باقاعده علاج ترې وکړه!”

پۀ دې جلسې کښې باچا خان يوه ډېره قيمتي خبره د تقرير دوران کښې کړې وه. هغه دا چې:

“دا ملک به ضرور ازادېږي! پېرنګے به ځي! تاسو د نن نه پۀ بچو تعليم شروع کړئ چې قابل شي. کۀ يو اس تاسو ته څوک درکړي او پۀ سورلۍ نۀ پوهېږئ نو د دې اس نه څۀ فائده؟ اول سورلي زده کول پکار دي.”

څومره د مطلب خبره ئې کړې وه!!! دغه زمانه کښې تعليم ته د چا توجه نۀ وه. دا چې نن څوک د ازادۍ پۀ اس سورلي کوي، پۀ مزو کښې دي او ټول ملک باندې حکومت کوي، دا د علم برکت دے.

 

دا هم ولولئ

زما کلے – رفعت پروين بي بي

نن مې د خپل وړوکوالي غټکۍ ته لاس کړے دے. زړۀ مې غواړي چې دا …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *