د شلمې پېړۍ د پښتونخوا دوه تاريخ ساز شخصيتونه، فخرِ افغان باچا خان بابا او شېخ القران مولانا محمد طاهر – سليم خان اېډوکېټ

د صوابۍ خاوره د خدائي خدمتګارۍ خاوره ده او دلته د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه د سليم خان لالا معلوماتو ته سړے وپسخېږي. زۀ چې کله هم د نورو سيمو ملګرو ته د هغوي پۀ سيمو کښې د خدائي خدمتګارانو د تذکرې خبره کوم نو د سليم خان لالا مثال ورکوم. اوس چې نړۍ کورونا خپي نيولې ده، سليم خان لالا خپل د خدائي خدمتګارانو پۀ اړه ياداشتونه پۀ ټولنيزو رسنيو خپروي او ما د ټک سره سجاد ژوندون باندې سپارښتنه کړې ده چې د هغوي هره ليکنه خوندي کوي.

دا ليکنه چې مونږ ئې دلته خپروو، پۀ وړومبي ځل د پېښور ورځپاڼه ‘شهباز’ کښې چاپ شوې وه. ورځپاڼه ‘شهباز’ يوه زمانه کښې يواځينے قام پرست او ترقي پسند اخبار او د عوامي نېشنل پارټۍ رسمي ترجمان ؤ. اوس ترقي پسند دے، پروفېشنل دے او بېخي ازاد دے.

د سليم خان لالا دا ليکنه د باچا خان او د پنجپير مولانا صاحب تر منځه د يو ملاقات خاطره ده، خو د ليکنې عنوان کښې “د شلمې پېړۍ د پښتونخوا دوه تاريخ ساز شخصيتونه” ليکلو سره دې کښې يو ډول د ‘تقابل’ معنې ننوتلې دي. ښاغلي سميع الدين ارمان دغه ليکنه د خپلې دې ملاحظې سره پۀ خپله فېسبوک پاڼه خوره کړه:

‘شهباز’ یو ازاد اخبار دے؟ د اظهار رايې پۀ نوم د مفکورې/ تاریخ او تاریخوالې )تاريخيت( قتل جائز دے؟ د بابا، د ولي خان، د غني خان او د اسفندیار خان او اېمل د دې خطې د هر مذهب پاله سره یو د احترام تعلق دے؛ نو د دې تعلق پۀ بنیاد دا یو شان د مشاهیرو پۀ یو صف کښې ودرول انصاف دے؟ بیا د باچا خان او د پنچ پير د شېخ صاحب تقابل د یوې خاطرې پۀ زور کول؟ دا د باچا خان کوم قسمه توهین دے!!! د سلیم خان نۀ، کۀ دا د اسفندیار خان او د اېمل خان لیک هم وے او د ‘شهباز’ مدیر اجمل )خټک( یا قلندر )مومند( وے، نو دا د ټکو تقدس او د لیک د حرمت پائمالي به ئې نۀ وه کړې.

د یو رواجي نوټ چې “د ادارې او ایډیټر د لیکوالانو د رايې سره اتفاق ضروری نۀ دے” د دومره نا بالغۍ لپاره کافي دے، کۀ نه د مفکورې تاریخوالي او خصوصاً د باچا خان پۀ باب له د یو یو حرف ذمه وارانه پاسداري فرض ده؟

وروستو چې پۀ دغه ليکنه يو شمېر ملاحظې راغلې، ښاغلي ارمان خپل استدلال کښې ووئيل،

مطلب اسفندیار او مولانا حامد الحق د یویشتمې پېړۍ تاریخ ساز شخصیتونه دي – دلیل؟ – حامد الحق ابن سمیع الحق پښتون قامي جرګه کښې د اسفندیار سره باچا خان مرکز کښې ملاو شوے ؤ کنه او یو بل ته ئې ډېر احترام لرلو! او د دواړو خپل خپل مېدان کښې جدا جدا خدمات هم دي!!! دا د پېړيو پېړيو عهدسازي داسې کېږي؟

د سوات نه ښاغلي عطاء الله جان اېډوکېټ وليکل:

د سوات پۀ حالاتو خرابولو کښې د اشاعت التوحيد والسنة برخه لۀ هر چا سېوا وه.

ښاغلي قېصر اپريدي د کراچۍ نه خپل اند څرګند کړے:

زما پۀ خیال دا لیکنه د باچا خان او پنچ پیر مولانا پۀ تعلقاتو او یو تر بله د نظریاتي او عقیدوي احترام پۀ مواد اډاڼه ده. کۀ چرې تاریخي طور یا د حقائقو پۀ لحاظ داسې شوي وي نو بیا ئې نۀ بیانول څۀ معنٰي لري!!! د پنج پیر مولانا وروستنۍ خېلخانه کۀ پۀ نظریاتي لحاظ بدله شوې وي، پۀ دې کښې بیا د مولانا څۀ قصور دے؟ حال دا چې خپله مولانا پۀ خپل کردار کښې مثلاً دومره شفاف ؤ چې باچا خان ئې پۀ ژوندوني اعتراف کړے دے. ما ته د دې پۀ چاپ کولو کښې څۀ قباحت پۀ نظر نۀ راځي، بلکې حقائق هر چا ته رسېدل پکار وي.

هم د سوات نه ښاغلي همايون مسعود ليکلي وو:

زۀ نۀ پوهېږم چې سميع الدين ارمان صاحب دومره جذباتي شوے ولې دے؟ دا د باچا خان سره د عقيدت انتها ده کۀ د مولانا سره د نفرت انتهاء؟ يوه عامه خاطره ده د دوو لويو هستيو د ملاقات چې يو بل ته ئې مينه لرله او د يو بل د خدماتو معترف وو. دواړه لويې هستۍ وې. يو پښتون ته ازادي غوښته او بل د پښتون پۀ ديني اړخ کار کولو. باچا خان بد بخته پښتون ازاد نۀ کړے شو، متحد ئې نۀ کړے شو، پۀ يو مرکز ئې را غونډ نۀ کړے شو. پخوا هم غلام ؤ او نن هم غلام دے. خو پۀ دغه ارمان کښې ئې خپله هستي خاورې کړه. د عمر زياته برخه ئې پۀ جېلونو کښې تېره کړه.

پنج پير ملا هم خپل ټول عمر د پښتون د دين پۀ احياء کښې تېر کړے دے. نن د پښتون پۀ علاقو کښې نۀ بدعات شته نۀ قبر پرستۍ شته. ما د 1980 نه مخکښې شل کاله ليدلي چې د سوات خلک پۀ کومه قبر پرستۍ او بدعاتو کښې ککړ وو او زما ګمان دے چې د نورو علاقو خلک به هم دا اعتراف کوي.

د ښاغلي مسعود ملاحظه ښاغلي ډاکټر خادم حسېن داسې ځواب کړې وه:

هر څو کۀ زما د سليم لالا پۀ نېک نېتۍ، خلوص او باچا خانۍ هېڅ شک شبه نشته؛ خو تاسو چې څۀ ووئيل، د هغې ‌‌‌‌‌‌ډېرې عجبه نتيجې راوتلې شي. ما خو ستاسو دغه خبره کښې د استدلال ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډېر کموت محسوس کړو. لږ وضاحت کوم.

همایون لالا! دې وهابیت نه خو هغه پيري مريدي پۀ شل ځله ښه ښکاري! خلک به راغونډېدل، یوه خوشحالي به جوړه وه. تر څو چې دغه کار ‌ؤ نو ریاست ته د فضل الله غوندې خلک پۀ لاس نۀ وو ورغلي. کله راهسې چې ستاسو پۀ اصطلاح دغه ‘پرسټين اسلام’ راغے نو طالبنائزېشن هم راغے.

دوېمه خبره دا ده چې د پښتون کلتورکښې وهابائزېشن انتها ګرۍ ته لاره خلاصه کړه. ریاست او د ترهه ګرۍ جهاني نېټ ورک ته ئې کار اسان کړو.

درېمه خبره دا ده چې باچا خان باندې چې څومره خلک راغونډ وو، دومره تاريخ کښې پۀ چا هم نۀ وو راغونډ شوي. د غلامۍ پۀ دې دوره کښې هم ځان ته ‘پۀ دستوري ډول’ پښتون وئيلے شي، اېن ‌‌‌‌‌‌ډبلیو اېف پي ئې د پښو لاندې کړه، د خپل سيند او غر دستوري حق ئې وګټلو.

څلورمه خبره دا ده چې افغانستان او پښتونخوا کښې چې پښتون افغان ته دغه د پنجپير مکتبه فکر څومره زیان رسولے دے، دا د تاريخ برخه ده. د سوات طالبنائزېشن، د خېبر د ترهګرۍ او زمونږ کلي کښې د ترهګرۍ مشري پنحپيریانو کوله. کۀ غواړئ چې د کمانډرانو نومونه درته واخلم.

ځکه، دا خبره به بېخي بې دليله وي چې پنحپيریت ‘پرسټين’ دے، یا دا وئيل به بېخي یو غېر عقلي فکر وي چې پنجپيریت کامیاب ‌ؤ او باچا خان ناکامه ؤ.

مونږ دا ليکنه د دغه مختلف الخياله ملاحظو سره د ‘پښتون’ برخه ګرځوو. مونږ پۀ دې باور يو چې دا ليکنه د باچا خان او د پنجپير د شېخ صاحب تر منځه د تقابل پۀ هوډ نۀ ده – کۀ داسې وي نو د دواړو سياسي تعبير کښې څرګند فرق دے. د دواړو شخصياتو تر منځه د خبرې کولو پۀ وخت بايد د ‘عدم تشدد’ بنسټيزه نکته تر پامه ولرلې شي.

دا د يويشتم جون 1982 خبره ده. ستر بابا صوابۍ کښې شېوې کلي ته راغلے ؤ. زۀ هم د نومیاله خدائي خدمتګار د زېدې خان کاکا عبدالعزیز خان سره شېوې ته تللے وم. باچا خان بابا د فېض محمد لالا دوي پۀ حجره کښې ناست ؤ او خلکو ته ئې د اتفاق، اتحاد او قامي بېدارۍ خبرې کولې.

چې مازیګر شو نو خان کاکا ته ئې ووئیل چې عبدالعزیز خانه! زۀ به تا سره شپې له زېدې ته ځم. پۀ دغه وخت کښې زۀ د خان کاکا سره پۀ کټ کښې ناست وم. ما چې د ستر بابا زېدې ته د تللو خبره واورېده نو خان کاکا ته مې ورو غوندې ډېر پۀ سوال ووئیل چې خان کاکا! پۀ زېده کښې خو باچا خان بابا بلها شپې کړې دي، کۀ دا شپه زمونږ کلي پنج پیر کښې تاسو ستر بابا سره وکړئ نو زما یو لوے ارمان به پوره شي.

چې باچا خان بابا راپاڅېدلو نو خان کاکا ستر بابا زما موټر کښې کښېنولو او د بابا موټر مونږ پسې روان شو. ما ډرائېونګ کولو، باچا خان بابا فرنټ سیټ او خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور وروستو ناست وو. پۀ لاره ستر بابا پۀ سیټ خاموش ناست ؤ. چې مونږ کله د صوابۍ د بازار نه را تېر شو او زمونږ کلي ته نزدې شو نو خان کاکا ستر بابا ته ووئیل چې باچا خان! نن شپه به سلیم خان سره پنج پیر کښې وکړو. نو ستر بابا ورته ووئیل چې عبدالعزیز خانه! دا خو به ډېره ښه وي، زۀ به د پنج پیر مولانا صاحب سره ملاقات هم وکړم چې زما د ډېر وخت اراده ده، ځکه دا یو رښتونے او قابل او بهادر عالم دین دے چې د سرکار پرست او رواجي ملیانو خلاف ئې ډېر لوے جدوجهد کړے او پښتون قام ئې د ملیانو د ولقې نه خلاص کړے دے او د الله پاک د شوحدانیت نه ئې پښتانۀ خبر کړي دي. سبا سحر به د هغۀ ملاقات له د هغۀ مدرسی ته ضرور ورځو. خان کاکا ورته ووئیل چې باچا خان! پنج پیر مولانا صاحب خو د سلیم خان سخر دے؛ نو بابا ورته ووئیل چې دا خو لا ښه خبره ده.

با چا خان بابا چې زمونږ حجرې ته را ورسېدو او د کلي خلک چې د ستر بابا د راتللو نه خبر شول نو ټول زمونږ د حجرې پۀ لور را روان شول. ستر بابا خلکو ته تقریر وکړو او بیا خان کاکا او امیر نواس کاکا د شاه منصور د ډوډۍ خوړلو او نمونځ نه پس اودۀ شول او بابا د اودۀ کېدلو نه مخکښې ئې پۀ ما تاکید وکړو چې سحر به د مولانا صاحب مدرسې ته ځو.

سحر چې ستر بابا پاڅېدلو، د نمونځ نه پس ئې ما ته ووئیل چې کور ته لاړ شه او ما له دوه پیالۍ پخې اوبۀ راوړه. ما چې د کور نه بابا له اوبۀ راوړې او حجرې ته راغلم نو شېخ القران مولانا محمد طاهر المعروف پنج پیر مولانا صاحب د ستر بابا سره ناست ؤ او پۀ خپله باچا خان بابا له زمونږ حجرې ته راغلے ؤ. ستر بابا ورته داسې ګویانه شو چې مولانا صاحب! زۀ خو پۀ خپله نن ستا مدرسې ته راتلم او دا زما د ډېر وخت اراده وه خو الله ته به منظوره نۀ وه. زۀ او ټول پښتون قام ستا د دیني خدماتو معترف یو. پښتون قام رواجي سرکار پرسته ملیانو د الله د دین نه نا خبره ساتلي وو، پۀ تیارو کښې پراتۀ وو، د الله پاک پۀ ځاے ئې خلک قبرونو او زیارتونو ته کښېنولي وو؛ تاسو پۀ ډېره بهادرۍ د دغه خلکو مقابله کړې ده او نن پۀ ټوله پښتونخوا کښې خلک د دغه غېر اسلامي رواجونو د ولقې نه ازاد دي. پۀ دې جدوجهد کښې تاسو سره انګرېز او بیا پاکستان سرکار هم ډېر زیاتے کړے دے خو تۀ د حق پۀ لار ثابت قدم وې – خو دا ښه و نۀ شوه چې تۀ ما له راغلې، زۀ به نن تا له خپله درتلم، ځکه چې هم تۀ پۀ پښتنو کښې د علماء دېوبند رښتونے واحد نمائنده يې.

مولانا صاحب باچا خان بابا ته ووئیل چې باچا خان! تاسو زمونږ کلي ته راغلي يئ، د پښتون قام مشر يئ، زۀ به تاسو له خپل کلي کښې څنګه نۀ راځم؟ او چې پۀ کومه حجره کښې تاسو ناست يئ، دا زما خپله حجره ده.

زۀ ستر بابا سره ډېر ګرځېدلے یم خو دومره تعریف ئې پۀ مخ د چا هم نۀ دے کړے او نۀ ئې دومره خبرې چا سره کړې دي لکه مولانا صاحب سره ئې کړې وې. واقعي چې دا دواړه مشران د تېری پیړۍ د پښتون قام اتلان (Heroes) وو. کۀ باچا خان بابا پښتون قام ته د قامي ازادۍ درس ورکړے دے او قام ئې د ازادۍ پۀ معنٰي او مقصد پوهه کړے دے نو شېخ االقران هم پښتون قام د دین اسلام پۀ معنٰي او مفهوم پوهه کړے دے او د دین د سوداګرو رواجی ملیانو د ولقې نه ئې پښتانۀ ازاد کړي دي.

یاده دې وي چې د پنج پیر شېخ القران پۀ کال 1938 کښې پۀ خپل کلي کښې د قران پاک درس شروع کړے ؤ چې پۀ پښتنو کښې ئې پۀ اول ځل عام خلکو ته د قران پاک درس پۀ اسانه پښتو ژبه کښې پۀ ترجمه ښودل شروع کړل چې تر نن پورې جاري دے او اوس د هغۀ زوے شېخ القران مولانا محمد طیب د مولانا صاحب پۀ چوکۍ ناست دے او هر کال پۀ رمضان کښې پۀ زرګونو طلباء او عام خلک د قران پاک درس ته راځي.

باچا خان بابا او د پنج پیر مولانا صاحب د پښتون قام محسنان دي او تل به د پښتون قام پۀ زړونو کښې ژوندي وي.

جنتونه ئې نصیب شه! امین.

 

دا هم ولولئ

د اتمانزو محاصره:1930 – خليل مومند

د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې د کال 1930 مهم واقعات چې د پښتنو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *