“پښتونستان” او روان سياسي حالات”:رېفرنډم (باچاخان او خدائي خدمتګاري) – خان عبدالولي خان

د رېفرنډم د اعلان سره سم د صوبې د طرف نه د هغې مخالفت وشو. مونږ دا خبره کوله چې کۀ د استصواب نه غرض د اولس رايې معلومول وي نو هغه خو څرګنده ده؛ ولې چې کال مخکښې پۀ صوبائي انتخاباتو کښې خدائي خدمتګارو نۀ يواځې دا چې د صوبې د ټولو اوسېدونکو پۀ سطح بلکې د مسلمانانو ممبرانو پۀ شمېر کښې هم مسلم ليګ له شکست ورکړے دے – نو دا کال پس بيا د څۀ خبرې حال معلوموي چې د هغې د پاره د رېفرنډم اعلان وشو؟

د صوبې د مرکزي جرګې د دې فېصلې پۀ رڼا کښې د کانګرس مرکزي مشرانو هم دا خبره ومنله چې هغوي به د رېفرنډم مخالفت کوي.

دغو ورځو کښې ماونټ بېټن شملې ته لاړ او هلته ئې جواهر لال نهرو هم مېلمه ؤ. د هلته نه چې دوي واپس راتلل نو اعلان وشو چې پۀ صوبه سرحد کښې به رېفرنډم کېږي. جواهر لال ورسره دا خبره منلې وه. جواهر لال وې چې ما دا ټوله خبره د صوبې د وزيراعليٰ ډاکټر خان صاحب سره پۀ تفصيل کړې وه او هغۀ را سره منلې وه.

د خدائي خدمتګارو پۀ رېفرنډم هم اولنے اعتراض دا ؤ چې کله کانګرس او مسلم ليګ دواړه پۀ تقسيم متفق شول او عن دا چې مرکزي ورکنګ کمېټۍ هم د دې تقسيم توثيق وکړلو او چې هر کله مونږ خدائي خدمتګارو ځانونه د کانګرس د فېصلې پابند ګڼو، ولې چې پۀ دغه ورکنګ کمېټۍ کښې زمونږه نمائندګي هم پۀ ځان باچا خان کوي او چې مونږ تقسيم منو او دا تسليموو چې صوبه سرحد دې د پاکستان حصه وي، نو د دې رېفرنډم بيا ضرورت څۀ پاتې شو، د څۀ د پاره ئې کوئ او چا سره ئې کوئ؟ نتيجه به ئې بله هېڅ نۀ وي ما سېوا د دې نه چې د محاذ ارايۍ يوه فضا پېدا کړې شي او هغه هم پۀ داسې وخت کښې چې حالات ډېر خطرناک او دهماکه خېز دي.

ولې د پېرنګيانو او مسلم ليګ پۀ دې رېفرنډم کښې خپل غرضونه وو – د مسلم ليګ اول غرض خو دا ؤ چې مسلم ليګ دا تاثر ورکول غوښتل چې پاکستان صرف او صرف د هغوي پۀ غوښتنه او مطالبه ګټلے شوے دے او دا ئې د ثابتولو کوشش ؤ چې دا تاثر ورکړي چې خدائي خدمتګارو د يو اسلامي مملکت د جوړولو مخالفت کړے دے او ځکه خو نوبت استصواب ته ورسېدو. د دې غرض د پاره د صوبه سرحد سره جدا رويه اختيار کړې شوه. د ټول هندوستان د مسلمانانو پۀ اکثريتي صوبو کښې د صوبائي اسمبليو نه رايې واخستلې شوې، د بنګال او پنجاب اسمبليو د تقسيم منصوبه منظوره کړله چې صوبې دې تقسيم شي. د سندهـ اسمبلۍ نه هم د پاکستان پۀ حقله تپوس وشو نو د سرحد اسمبلۍ نه ولې نۀ کېدو؟ خبره خو بېخي څرګنده وه چې دلته د صوبې پۀ اسمبلۍ کښې د خدائي خدمتګارو اکثريت ؤ، نو چې دې اسمبلۍ پۀ پاکستان کښې د شموليت فېصله کړې وه نو دا فېصله به د خدائي خدمتګارو وه او دا پوزيشن نۀ مسلم ليګ قبلولو او نۀ پېرنګي دې ته غاړه ايښوده.

دوېم غرض د مسلم ليګ دا ؤ چې دا خو ورته معلومه وه چې خدائي خدمتګار پۀ رېفرنډم کښې حصه نۀ اخلي، نو بيا به رېفرنډم ارومرو د پاکستان پۀ حق کښې فېصله کېږي. نو خو چې کله د رېفرنډم د نتيجې اعلان وشي نو مسلم ليګيان به دا چغې سورې شروع کړي چې مونږ نۀ وې چې قام پۀ خدائي خدمتګارو اعتماد نۀ لري؟ ولې چې اوس د صوبه سرحد سياست بالکل اړخ بدل کړے دے او پۀ دا شان به دا رېفرنډم پۀ صوبائي وزارت د عدم اعتماد طرف ته راکاږي او مطالبې به شروع شي چې اوس دې وزارت له پکار دي چې د قام فېصله ومني او استعفٰي ورکړي؛ او کۀ دا وزارت استعفٰي نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پکار دي چې دا وزارت بر طرف کړي او پۀ دا شان دا صوبه د خدائي خدمتګارو نه واخلي، مسلم ليګ ته ئې ډالۍ کړي.

دلته چې کله خدائي خدمتګار دې نتيجې ته ورسېدل چې پېرنګے پۀ هر رنګه چې وي، دا رېفرنډم کوي، نو بيا هغوي دا فېصله وکړه چې کۀ رېفرنډم د پاکستان او هندوستان پۀ مسئله کېږي نو دا خبره خو فېصله شوې ده چې صوبه سرحد به د پاکستان حصه وي نو د رېفرنډم ضرورت قطعي نشته؛ ولې کۀ پېرنګے خامخا د رېفرنډم خپل شوق پوره کوي نو بيا پکار دي چې د حقيقي حق خود اراديت د اصولو د لاندې د دې صوبې خلکو له دا اختيار هم ورکړے شي چې کۀ هغوي هندوستان او پاکستان سره تلل نۀ غواړي نو چې هغوي ته دا اختيار وي چې دلته دې د پښتنو خپله يوه ازاده صوبه قائمه شي – يعني د هندوستان او پاکستان سره دې د “ازاد پښتونستان” دا نکته هم پۀ رېفرنډم کښې شامله شي.

د دې درېم شق دا مطالبه ماونټ بېټن نا منظوره کړله نو د دې وجې نه خدائي خدمتګارو بيا اعلان وکړو چې چونکې پۀ دغو دوو مسئلو فېصله شوې ده نو پۀ هغې رېفرنډم بې مطلبه دے، نو د دې وجې نه خدائي خدمتګار به د دغه رېفرنډم بائيکاټ کوي.

دلته يوې خبرې ته فکر پکار دے: د انګرېز دوه عملي او د پاکستان د مشرانو بې اصولي – دا خو څرګنده ده چې کله د تقسيم بنګال مسئله پېښه شوله او هلته نه د مسلم ليګ وزيراعليٰ حسېن شهيد سهروردي دا تجويز پېش کړو چې بنګال دې متحد پاتې شي او ازاد دې پاتې شي نو جناح صاحب خو پۀ دغه تجويز ډېر خوشحاله ؤ او سمدستي ئې منظورکړو، ولې دلته پۀ دې صوبه کښې هم هغه مطالبه چې خدائي خدمتګارو وکړله نو هغه د اسلام دښمنان او د پاکستان غداران شول او بيا دې ته هم لږ فکر پکار دے چې پۀ متحده بنګال کښې خو د مسلمانانو او غېر مسلمو د ابادۍ تناسب 54 او 46 ؤ، هلته خو مسلمانانو ته يوه خطره پېښېدلي شوله چې کۀ چرې غېر مسلم کوشش وکړي او يو څو مسلمانان ځان سره ملګري کړي نو د هغې صوبې وزارت به د مسلمان پۀ ځاے غېر مسلم هم خپلولے شي؛ ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو د دغې قسمه د هېڅ اړخه ګنجائش نۀ ؤ چې ګنې دې صوبه کښې به چرې هم د غېر مسلمو وزارت جوړ شي، ولې چې دلته د مسلمانانو تناسب 93 فيصده ؤ. بل د ازاد بنګال وزارت به ټول عمري غېر مسلمو ته محتاجه ؤ، دلته خو دا مجبوري هم نۀ وه. ولې هغه د پښتنو خبره ‘چې ځې ځې نو ابازو له به راځې’، د هر اړخ نه چې ورته سړے ګوري نو خبره هم پۀ هغه يو ځاے تمامېږي چې پېرنګي د اسلام يوه نظرياتي تېزندۍ د شوروي اتحاد د اشتراکي نظام پۀ غاړه کښې اچول غوښتل او خدائي خدمتګار خو څۀ کوې، پېرنګے د هېڅ قسمه خنډ پۀ دغه لاره کښې پرېښودوته تيار نۀ ؤ. د هغۀ دا فېصله وه چې تر څو زۀ قام پرسته او سامراج دښمنه قوتونه د مخې نه لرې نۀ کړم نو زما بېن المللي دغه منصوبه سر ته نۀ رسي.

حقيقت دا دے چې پۀ دغه وخت کښې د خدائي خدمتګارو د مشرانو دا پوخ يقين ؤ چې د مسلم ليګ دې مشرانو چې پۀ ځان دا داسې د ناتاره پرغځ راوستے دے او تر مرګ ژوبلې پورې تلو باندې ايله نۀ کوي، نو دا صرف د پاکستان د جوړېدو پورې ده او چې دغه پاکستان جوړشي نو بيا به دا دومره لېونتوب او چټي پۀ چټي ور لاندې وتل نۀکوي. ګنې نو کۀ پۀ حقيقت کښې خدائي خدمتګارو پۀ دغه وخت کښې د مقابلې فېصله کړې وے نو د هغې د پاره لاره موجوده وه – بلکې ما پۀ خپله د دې لارې ښوونه کړې وه. خبره واضحه وه چې کۀ خدائي خدمتګار ازاد پښتونستان غواړي او د پېرنګي د اړخ نه پکښې دا حق د دې صوبې اوسېدونکو له نۀ دے ورکړے شوے نو د هغې نه د وتو لاره خو ډېره اسانه وه – دغه وخت خو د هندوستان پۀ ائين سازه اسمبلۍ باندې د کانګرس مکمله قبضه وه، نو کۀ خدائي خدمتګارو دغه د هندوستان پۀ اسمبلۍ دا تجويز پاس کړے وے چې کۀ پۀ راتلونکي رېفرنډم کښې د صوبه سرحد خلک هندوستان سره د شموليت اعلان وکړي نو هندوستان به دغه صوبې له مکمله ازادي ورکړي او د دغې ازادۍ د تحفظ ذمه واري به قبوله کړي او بيا د دې لوظ او ضمانت پۀ رڼا کښې به خبره رېفرنډم ته وځي او قام ته به ووائي چې کۀ ځان له ازاد پښتونستان غواړئ نو هندوستان سره د شموليت پۀ حق کښې ووټ ورکړئ او بس – ولې زما دا خيال ؤ چې د هغې وخت مشران د مسلم ليګ د مشرانو پۀ سړيتوب، انسانيت او اسلامي جذبه، مروت او ورورولۍ تېروتل.

پۀ دغو ورځو کښې زما يو اشنا مسلم ليګي ما پسې راغے، وې منې کۀ نۀ بچو! څنګه مو وتړلئ؟ اوس تاسو دلته ګېر شوئ او هندوستان درنه هلته پاتې شو، پۀ منځ کښې مو پنجاب راننوت او د دې وجې نه اوس پۀ رېفرنډم کښې دا هم نۀ شئ وئيلے چې هندوستان سره يو ځاے کېږو!!! ما ورته وخاندل، ماوې مسلم ليګے يې کنه! دا ملکونه ټوټې ټوټې او حصې بخرې ستا او ستا د بادار پېرنګي کار دے، مونږ جوړول کوو ماتول نۀ، ګنې نو کۀ ستاسو هسې سياست مونږ هم کولو نو تا نه دا خبره ولې هېره ده چې ستا د مشرقي او مغربي پاکستان تر منځه څومره فاصله ده؟ تۀ خو د خپل سرحد نه يو نيم زر ميله لرې ملک پۀ شريکه جوړولے شې، نو ما ته خو صرف درې سوه ميله هم نۀ دي!!! بله دا چې ستاسو د مغربي او مشرقي پاکستان تر منځه خو ستا پۀ وېنا يوکافر او دښمن ملک دے، ما پورې پۀ ګاونډ کښې خو به مسلمان او ورور پنجابے وي.

خو خېر، حکومت هند د رېفرنډم تيارۍ شروع کړلې. د صوبه سرحد ګورنر سر اولف کېرو ئې لرې کړو او د سر باب لاکهارټ (Sir Bob Lockhart) د سرپرستۍ لاندې ئې رېفرنډم وکړو. اګرچې خدائي خدمتګارو د بائيکاټ اعلان کړے ؤ او د رېفرنډم نتيجه څرګنده وه، مګر د دې باوجود هم مسلم ليګيانو د حده ورته زور لګولے ؤ. د کرکې، نفرت او اشتعال تقريرونو کولو له ئې د پښتنو نه علاوه د هندوستان د ګوټ ګوټ نه مشران راغلي وو. د دې نه علاوه د عليګړهـ پورې طالب علمان پۀ ټوله صوبه خوارۀ وو؛ ولې د ووټونو پۀ ورځ خو ئې دومره بې ايماني وکړه چې شايد د هغې مثال موجود نۀ وي. غلط او د دروغو ووټونه ئې پول کړل. زمونږ د مشرانو ووټونه پول شول.

پۀ دې سلسله کښې دوه واقعي د يادولو دي. يو خو ما ته پۀ خپله سکندر مرزا قصه کوله چې هغۀ ته د هزارې د هغه وخت ډپټي کمشنر وې چې هغه پۀ دغه ورځ د مختلفو پولنګ سټېشنونو د کتو پۀ سلسله کښې د ګلياتو يو سټېشن ته لاړ. چې تپوس ئې د عملې نه وکړو نو هغوي ورته ډېر پۀ فخر ووې چې صاحب! پۀ دې سټېشن خو ټول ټال دوه سوه ووټونه دي ولې چې غرئيزه علاقه ده، خو اوسه پورې مونږ دوه سوه اوولس 217 ووټونه اچولي دي. وائي چې ډپټي کمشنر راته ووې چې ما شور جوړ کړو چې دا مو څۀ غضب کړے دے، کۀ دا چا اعتراض وکړو نو بيا به ورته څۀ پرتوګ جوړوو؟

يوه بله واقعه د دې نه هم عجيبه ده. وروسته چې بيا کله پۀ 1970 کښې د انتخاباتو پۀ نتيجه کښې د نېشنل عوامي پارټۍ وزارت جوړ شو او کافي مسلم ليګيان مونږ سره شامل شول نو پۀ هغې کښې يوې زنانه مسلم ليګۍ ما ته ووې چې ما پۀ دغه رېفرنډم کښې پۀ خپل لاس يو پنځوس ووټونه اچولي وو. ما وې، بي بي! دا يو ووټ خو به دې خپل ؤ او د خپل خاوند پۀ نامه به دې اچولے وي، ولې د دې باقي پنځوسو ووټونو اچولو نه پس تا د نکاح د تازه کولو )تجديد نکاح( ضرورت محسوس نۀ کړو؟ ولې چې د خپلې خولې دې د پولنګ د عملې د موجودو افسرانو د وړاندې بيان کړے دے چې زۀ د فلاني ښځه يم؛ نو چې دا پنځوس مړونه تا ځان له کتل نو ستا د هغه خپل خاوند خوار هغه شرعي حېثيت لا هغه شان موجود ؤ؟ خو لا بله هم پکښې وه، کۀ چرې پۀ دغو پنځوسو کسانو کښې يو تن راغلے وے او ستاپۀ اوږه ئې لاس ايښے وے چې دا زما ښځه ده، پۀ خپلې خولې ګويانه ده، نو بيا څۀ وو؟

خو خېر، د پېرنګي مسلم ليګ سرکاري افسرانو د کوشش او د جعلي ووټونو تېرولو نه پس هم نتيجه دا وه:

د ووټونو ټول اعداد 572,799

پول شوي ووټونه 292,118

دپاکستان پۀ حق کښې ووټونه 289,244

د هندوستان پۀ حق کښې ووټونه 2,874

دغه د رېفرنډم اصلي حقيقت ؤ چې د دې ټولو ټګيو ټورو او جعلي ووټونو باوجود هم صرف (50.50%) خلکو ووټ پول کړے دے. دې سره دا خبره هم ياد ساتل پکار دي چې پۀ دغه وخت کښې ووټ عام نۀ ؤ بلکې مخصوص ووټ ؤ، ځکه خو د صوبه سرحد پۀ پېنځۀ دېرش لکهه (3,500,000) ابادۍ کښې څۀ کم شپږ لکهه (572,799) ووټران وو. بله دا چې دا رېفرنډم صرف د صوبه سرحد پۀ شپږو ضلعو کښې شوے ؤ، د صوبه سرحد سره ملحقې شپږ اېجنسۍ د دې نه بهر وې، قبائيلي علاقه پکښې نۀ وه شامله. نور خو څۀ کوې؛ سوات، دير، چترال او د امب رياستونه هم پکښې نۀ وو شامل.[1] نو چې د دغه پښتنو ابادي هم ورسره کړې نو بيا خو تقريباً اويا اتيا لکهو 8,000,000/ 7,000,000 خلکو کښې د درې لکهو نه کم خلکو ووټ ورکړے دے. هسې خو د بېن الاقوامي ادارو د طرف نه چې کله حق خود اراديت استعمالېږي نو هغې کښې د قطعي فېصلې تسليمولو د پاره ضروري وي چې 2/3 يا پۀ سلوکښې پينځۀ اويا (75%) ووټونه پۀ حق کښې واچولے شي. نو کۀ خدائي خدمتګارو پۀ دغه رېفرنډم اعتراض کول مناسب ګڼل نو قانوني او اخلاقي طور د هغوي اعتراض قوي ؤ. ولې چونکې خدائي خدمتګارو دغه رېفرنډم غېر ضروري وګڼلو نو د دې وجې ئې پۀ دې اړخ هډو خپل وخت ضائع نۀ کړو بلکې کوشش ئې دا ؤ چې د تېرو سياسي ترخو او اشتعال انګېزه لانجو نه ورو ورو ځان دې بلې خوا ته را واړوي او اوس چې پېرنګے پۀ کډه تړلو مجبور شو او د خدائي خدمتګارو عظيمو قربانيو او بې کچه ميړانې رنګ راوړو او د عمرونو ارمانونه ئې پوره شول، نو اوس پکار وه چې کوشش وشي چې د محاذ ارايۍ او نفاق فضا ختمه کړې شي. دښمن پېرنګے د منځه ووتو، اوس خو سره خپل پاتې شول. نو د ملک ابادۍ ته پۀ شريکه ورلاندې وتل پکار وو چې د پېرنګي د بچي نه پاتې همه د ژوند خوشحالۍ سوکالۍ د پښتون د دې وږي تږي او بربنډ بچي پۀ ښېګړه راوستې شي.

لکه څنګه چې توقع کېدې شوه، د رېفرنډم د نتيجې اعلان سره سمدستي مسلم ليګيانو دا چغې سورې شروع کړلې چې قام خپله فېصله واوروله او د رېفرنډم پۀ ذريعه ئې پۀ موجوده حکومت د عدم اعتماد اظهار وکړو؛ نو اوس پکار دي چې د وزارت نه استعفٰي ورکړي. دا نۀ چې ګنې مسلم ليګيان پۀ دې پوهه نۀ وو چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره څۀ تعلق دے، رېفرنډم خو د هندوستان او پاکستان پۀ نامه شوے دے او پکښې حکومتي ډلې حصه هم نۀ ده اخستې. د وزارت دا اعتماد او عدم اعتماد خو پۀ اسمبلۍ پورې تړلے دے!!!

دا دومره زيات زور مسلم ليګيانو پۀ بله وجه هم لګولے ؤ. د موجوده ائين د لاندې خو ګورنر جنرل سره دا اختيار ؤ چې هغه يو صوبائي وزارت برطرف کړي، ولې د کوم ائين اعلان چې د ازادۍ پۀ سلسله کښې انګرېز کړے ؤ نو هغې کښې ئې اختيار صوبو له ورکړے ؤ او د ګورنر جنرل دا اختيار نۀ ؤ چې يو صوبائي وزارت دې برطرف کړي. نو د دې وجې نه د مسلم ليګ د مشرانو دا کوشش ؤ چې اول خو دې د وزارت نه پۀ خپله استعفٰي ورکړي او کۀ دوي استعفٰي نۀ ورکوي نو بيا ګورنر جنرل له پکار دي چې دا برطرفه کړي. چنانچې هم د دې قسمه خبره جناح صاحب د ماونټ بېټن سره پۀ خپله وکړه او د هغۀ نه ئې خواهش وکړو چې د صوبه سرحد وزارت برطرف کړي. ماونټ بېټن ورته هم دغه ووې چې د رېفرنډم د صوبائي وزارت سره هېڅ تعلق نشته، کۀ تاسو د صوبه سرحد وزارت لرې کول غواړئ نو د هغې د پاره ائينې لارې موجودې دي. تاسو به د هغوي بر خلاف د عدم اعتماد ووټ پۀ اسمبلۍ کښې پاس کړئ. دا ئې هم ورته ووې چې زۀ دغه وزارت نۀ شم برطرف کولے، چې کله ستاسو اختيار شي نو خوښه مو خپله.

“باچا خان او خدائي خدمتګاري”، وړومبے ټوک، ولي باغ، مارچ 1993، مخونه 494-488

ما خو مخکښې ذکر کړے دے چې څنګه حکومت پاکستان د 1970 پۀ انتخاباتو کښې زمونږ خلاف مختلف محاذونه پرانستي وو. يوخوا را پورې خانان، شتمن، کارخانه دار او تاجران نښتي وو چې دوي راته غريب راپاڅوي نو بل خوا د غريبو او مزدورانو کسانانو پۀ نامه سوشلسټان او کميونسټان لګيا وو، وې چې دوي د امريکې اېجنټان دي او هم پۀ دې بله مورچه ئې راپسې مليان راپاڅولي وو چې دوي خو د روس ملګري دي. پرون د کافر هندو سره ملګري وو او نن د کافر روسي سره او حکومت داده ؤ چې دې ټولو متضادو قوتونو سره هغوي د هر قسمه تعاون او مالي مرسته هم کوله!!! نو داسې اوس پۀ دې مورچه کښې د افغانستان د طرف نه هم ګوتې وهل شروع شو. دا نۀ چې ګنې د دې خدائي خدمتګارۍ د ذهن مقابله پۀ افغانستان کښې دننه د باچا خان سره وکړي، بلکې دلته چې پۀ 1970 کښې انتخابات کېدل نو د حکومت افغانستان د طرف نه د هغه وخت 22 لکهه روپۍ د يوم خان پۀ انتخابي مهم کښې چنده ورکړې شوې وه. اول خو مونږ دا هسې افواه ګڼله، ولې بيا وروستو هغه سړے هم معلوم شو او بدل حکومت داده کړو چې دا رقم ما قيوم خان له وړے ؤ. دغه د ننګ يوسفزي پۀ نامه د سوات د کوهستان يو هلک چې ډيلي کښې پۀ ال انډيا کښې کارکوونکي د دير اوسېدونکي ګران خان سره ؤ او بيا د تقسيم پۀ وخت کښې راغے، ما سره زما پۀ کور کښې دېره ؤ، لکه د خپل بچي؛ نو هلته مونږ سکول کښې داخل کړو. سبق ئې وې خو چې کله د قيوم خان پکړ دکړ شروع شو، زۀ ئې ونيولم، جائيداد مې ضبط او کور مې تالا شو نو دے افغانستان ته وتښتېدو او چونکې ګران خان دوي هم د ډيلي نه کابل ته تللي وو نو دۀ ته څۀ خاص مشکل پېښ نۀ شو او چې بيا دا خبره وشوه چې دے زما د کوره تللے دے نو د باچا خان د کورنۍ د غړي پۀ حېثيت ورته وکتلے شو چې پۀ شمالي افغانستان کښې ئې ورله پۀ ارچي کښې زمکې ورکړلې او دومره درانۀ ورته وکتل شو چې بيا د افغانستان د پارلېمان ممبر شو. نو د افغانستان د جانبه د چندې دا رقم هم دې ننګ يوسفزي قيوم له راوړو چې زمونږ برخلاف استعمال شي.

دا د باچا خان د ذهن او سياسي تحريک د خدائي خدمتګارۍ دا منصوبه ورو ورو ډاګې ته راوتله او کوشش دا ؤ چې هغه د پښتونستان د تحريک پۀ نامه رېډيو او د افغانستان اشاعتي ادارو کوم کار د لر او بر پښتون د تړون پۀ نامه کړے ؤ، هغه ورو ورو قدم پۀ قدم د منځه يوسي او د باچا خان د موجودګۍ او جدوجهد سره چې کوم ذهن پۀ افغانستان کښې جوړېږي، د هغې مقابله وکړې شي او د باچا خان پۀ حېثيت د يو قامي مشر چې دواړو لر او بر پښتنو ته قبول وي، دغې ته نقصان ورسي. نو پۀ دې سلسله کښې ډېرکوشش پۀ دې اړخ هم کېدو چې پۀ پاکستان کښې دننه د پښتنو د سياست پۀ حقله هم غلط فهمۍ پېدا کړې شي او يواځې دا نۀ چې ګنې د قيوم خان غوندې پښتون دښمن مالي امداد وکړے شي چې دا خدائي خدمتګار را څملوي، بلکې د دې خدائي خدمتګارۍ د ذهن او باچا خان د تحريک د مخنيوي د پاره د پاکستان دننه د پښتنو پۀ حقله پروپېګنډې وشي چې د لر او بر پښتون د ورورولۍ دا تړون و نۀ شي.

د روان فرهادي صاحب سره مرکه:

پۀ دې سلسله کښې يوه واقعه بيانول زۀ ضروري ګڼم. باچا خان چې افغانستان کښې ؤ نو زۀ او زمونږ بچي به داسې وخت پۀ وخت د بابا د ليدو د پاره کابل او جلال اباد ته تللو. زما پۀ دنيا کښې يو شوق دے او هغه ملکونه کتل؛ پۀ دې سلسله کښې ما د لندن او کابل تر منځه دا سفر د وچې پۀ لاره څلور پينځۀ ځله کړے دے. زما ټبر نسيم به را سره وه.

يو ځل هم داسې د لندن نه پېښور ته راتلو، پۀ لاره مونږ کابل کښې د بابا سره اټال شو. دوه ورځې پس د کابل پۀ ښار کښې د پښتونستان د ورځې دستوره وه؛ جشن ؤ، خوشحالۍ وې، اتڼونه وو. مونږ هم د دغه ټنګ ټکور او د اتڼو تماشې له تللي وو. ناست وو لاسونه مو پړقول چې دې کښې هلته روان فرهادي صاحب راغے او د وزارت خارجه يو بل غړے کرزے هم ورسره ؤ. زۀ بيا دومره د افغانستان پۀ اندروني سياست او د مختلفو افرادو پۀ حېثيت، رسوخ او د پورته رسېدو پۀ ذريعو وارد وم. روان فرهادي صاحب او د هغۀ حېثيت، چې باچا صاحب خو پۀ خپل ځاے ؤ، ولې د هغې نه لاندې دې کښېنولو پاڅولواو اقتدار ورکولو او اخستلو کښې ئې لوے لاس لرلو. ما ته ئې وې، ولي خانه ! ښه ده چې کابل ته راغلې، زما خو تا سره يو څو ډېرې اهمې او ضروري خبرې دي. ما وې، زۀ لا دلته يو څو ورځې اټال يم، چې کله وائې او کوم ځاے وائې نو هغه وخت به هغه ځاے کښېنو. وې نه! زۀ خو نن بېخي فارغ يم. ما ورته وې، فرهادي صاحب! تا ته معلومه ده چې زۀ دوه درې ورځې کېږي چې د لندن نه د وچې پۀ لاره راغلے يم او قابو يوه مياشت مې هره ورځ موټر چلولے دے، ستړے او ستومانه يم او د ستومانۍ د لرې کولو د پاره دې سندرو او اتڼو نو ته ناست يم؛ نو چرته بل وخت به وټاکو. ولې فرهادي صاحب پۀ دې کلک ؤ چې نن څۀ چې اوس خبره کوه! مونږ يو طرف ته شو نو روان فرهادي صاحب ګويانه شو – ماته وائي، ولي خانه! مونږ چې کتل چې د بابا )باچا خان( عمر زياتېږي او هغه ضعيفه کېږي نو د پښتنو د مستقبل فکر به واخستلو چې خداے دې بابا له ډېر عمر ورکړي، خو کۀ دے سبا له نۀ وي نو بيا به څۀ شي؟ او بيا مو چې تۀ وليدې او ستا سياسي جدوجهد مو وليد نو مونږ ايله ساه واخستله چې ځه کۀ خېر وي، د بابا يو سياسي وارث شته چې دا مقصد به سر ته ورسوي. ولې تا خو اوس مونږ ډېر مايوسه کړلو! تا خواوس د پښتنو سياست پرېښود او د ټول پاکستان سياست ته دې مخه کړله! )د روان فرهادي صاحب اشاره دې ته وه چې زۀ دغه وخت د ټول پاکستان د نېشنل عوامي پارټۍ صدر منتخب شوے وم(. نو اوس خو تۀ د پنجابي، سندهي، بلوچ او عن چې د بنګالي د حق د پاره هم جنګېږې نو د دې خوار پښتون به څۀ شي؟ او پښتون څۀ چې د دې پښتونستان به څۀ شي؟ ما ورته وخندل، ما وې روان فرهادي صاحب! ډېر خوشحاله پۀ دې شوم چې د پښتونستان ذکر دې وکړو؛ ولې چې زۀ د هر چا نه دلته تپوس کوم چې تاسو دا پښتونستان څۀ ته وايئ؟ تر دې حده چې چا پوره تسلي بخش جواب را نۀ کړو نو دا سوال ما پۀ باچا صاحب وکړو چې ستاسو مفهوم د پښتونستان نه څۀ دے او دا به څنګه حاصلېږي؟ نو هغۀ هم جواب را نۀ کړو . وې تۀ لاړ شه او صدر اعظم سره خبره وکړه! نو هغه وخت هاشم خان مېوندوال صدراعظم ؤ نو زۀ هغۀ له لاړم. هغۀ هم څۀ پوره خبره و نۀ کړله. دومره خو زۀ هم ناپوهه نۀ وم چې دکوم سوال جواب باچا د ملک نۀ ورکوي نو صدر اعظم به د هغې څۀ جواب وکړي!!! نو زۀ نن ځکه خوشحاله شوم چې ستا غوندې پۀ حقيقت کښې ذمه وار او با اختياره افسر به ما له د دغه سوال جواب راکړي. فرهادي صاحب خو زما نه پۀ دې ځان خلاص کړو چې دا نعره خو د ښکته نه ستاسو د اړخه راغلې ده، نو د دې خپل سوال جواب خو به تۀ کوې! ما وې ښه ده، ځه د هم دې نه به ئې شروع کړو!

ما وې دا نعره خومونږ هغه وخت پورته کړې وه چې کله د هندوستان د تقسيم فېصله وشوه او پېرنګے حېران شو چې دې نورو صوبو کښې خو مسلم ليګ الېکشن ګټلے دے، ولې دلته پۀ صوبه سرحد کښې خو الېکشن خدائي خدمتګارو ګټلے دے او د روس بر خلاف د پېرنګي پۀ بېن الاقوامي پاليسۍ کښې دا صوبه ډېر لوے اهميت څۀ چې کليدي حېثيت لري؛ خو چې دې صوبې سره څۀ وکړو؟ مشکله ورته هم وه، ولې چې نورو صوبو کښې ئې د صوبائي اسمبلو نه رايې اخستې وه، ولې دلته د دې نه هم وېرېدل؛ وې چې پۀ صوبائي اسمبلۍ کښې زمونږ قطعي اکثريت څۀ چې اکثريت ؤ نو وې رېفرنډم وکړئ! مونږ ورته وې چې د هندوستان فېصله خو د کانګرس او مسلم ليګ تر منځه شوې ده او مونږ د کانګرس سره تعاون کولو نو دغه فېصله مونږه قبوله کړې ده چې پاکستان جوړېږي نو دا صوبه به پۀ کښې شاملېږي؛ نو بيا د رېفرنډم )استصواب راے( څۀ ضرورت دے؟ ولې پېرنګي خو خپل غرض موټي کښې نيولے ؤ او هغۀ خو د خدائي خدمتګارو دا ذهن ختمول غوښتل او شروع ئې د وزارت نه کوله. مونږ چې پوهه شو چې پېرنګے پۀ رېفرنډم ټينګ دے نو بيا ورته مونږ دا تجويز پېش کړو چې کۀ پېرنګے پۀ حقيقت کښې پۀ پاکستان او هندوستان مطمئن نۀ وي او قام له د حق اراديت ورکولو ته غاړه ږدي نو بيا دې پۀ کښې دا درېم اختيار هم قام ته کېږدي چې کۀ هندوستان کښې شاملېږي کۀ پاکستان کښې او کۀ خپل ازاد او خود مختاره مملکت پښتونستان غواړي – نو چونکې دغه مطالبه پېرنګي و نۀ منله نو مونږ د رېفرنډم نه پۀ دې وجه بائيکاټ وکړو چې د هندوستان او پاکستان مسئله خو حل ده، هسې دا مسئلې نورې چېړل نۀ دي پکار.

چې پاکستان جوړ شو او باچا خان بيا ائين سازې اسمبلۍ ته لاړ نو چې هلته ترې نه چا تپوس وکړو چې ستا د پښتونستان نه څۀ مطلب دے؟ نو باچا خان ورته پۀ جواب کښې ووې چې اوس پاکستان جوړ دے، پېرنګے مونږ ځغلولے دے نو دا صوبه خو د هغۀ د سلطنت او راج سرحدي صوبه وه او د ‘سرحد’ نوم ئې پرې ځکه اېښے ؤ چې دا هر پېرنګي بچي ته پته وي چې دا زما د سلطنت د ټولو نه اهم سرحد دے، ولې چې د دې نه اخوا روس پروت دے چې هغه زما مونډيزے دښمن دے. نو نن خو دا سرحدي صوبه نۀ ده! نن خو د پاکستان ټولې صوبې سرحدي دي او بېن الاقوامي سرحدونه لري، نو مونږ دا غواړو چې د حاکم کافر پېرنګي د لاسه چې زمونږ پۀ صوبه کوم نوم ايښودلے شوے دے نو د هغې افاديت او حېثيت نور ختم دے او پېرنګي چې کوم سازش د پښتون د قوميت د ختمولو د پاره کړے ؤ او دا ئې کوشش ؤ چې دغه قامي تشخص ختم کړي نواوس خو پېرنګے تللے دے نو اوس هم د هغۀ نه دغه پاتې نوم ولې را پورې دے؟ پکار دي چې څنګه د بنګاليانو صوبې ته بنګال وائي، د پنجابيانو صوبې ته پنجاب، د سندهيانو صوبې ته سندهـ او اګرچې د بلوچستان صوبه د پښتنو او بلوڅو شريکه ده خو هغې ته بلوچستان وائي او دا ټول د پاکستان صوبې دي؛ نو کۀ د پښتنو دې صوبې ته پښتونستان ووئيلے شي نو پۀ دې به پاکستان يا اسلام ته څۀ خطره پېښه شي؟ نو چې څنګه د پاکستان دننه د نورو صوبو خپل نومونه شته نو داسې دې زمونږ نه هم د پېرنګي دا ايښے نوم چې هسې هم پۀ مونږ بد ځکه لګي چې مونږ من حېث القوم د پېرنګي د غلامۍ نه ځان پۀ خپل همت او توره خلاص کړے دے، نو د دغه ظالم او جابر حاکم ايښے نوم را باندې نور هم ډېر بد لګي. بيا پرې چا سوال وکړو چې د افغانستان سره د تعلقاتو پۀ حقله دې څۀ خيال دے؟ نو باچا خان ورته ووې چې کۀ ستا دا اسلام ما د دې ځاے نه زر ميله لرې بنګالي سره پۀ ورورولۍ تړي چې نۀ مې ورسره ژبه شريکه ده، نۀ جامه، نۀ خوراک څښاک، نۀ تمدن؛ او صرف يو د مذهب پۀ رشته تړلي يو نو چې تۀ ما د زر ميله لرې مسلمان سره ورور کوې نو دا را پورې مسلمان افغانستان سره پۀ ورورولۍ تا ته څۀ اعتراض کېدلے شي؟ چې ستا پۀ ګز پۀ اسلام را سره شريک دے خو د اسلام نه علاوه پۀ شريک سرحد را سره پروت، ژبه، خوراک، څښاک، تاريخ، تمدن، ثقافت هر څۀ مو شريک دي؛ نو بيا د هغۀ سره پۀ ورورولۍ تاسو ته څۀ اعتراض کېدے شي؟

نو ما روان فرهادي صاحب ته مخ کړو چې فرهادي صاحب! د ښکته نه خو دوه قسمه پښتونستان راغلے دے: يو د رېفرنډم د وخت د ازاد او د خود مختاره مملکت پښتونستان او بل صرف د نوم بدلولو مطالبه چې لکه د پاکستان د نورو صوبو د نومونو نه دا ظاهرېږي چې پۀ دغه صوبو کښې کوم قام اباد دے نو داسې بايد چې زمونږ د صوبې نوم هم بدل شي چې د نوم نه پته لګي چې دلته پښتانۀ اباد دي – نو ما وې روان صاحب! تپوس کوو چې دا تاسو چې دا څو کاله پۀ مخه د پښتونستان اواز پورته کړے دے او پۀ هغه وخت کښې مو پورته کړے دے چې مونږ ټول پۀ جېلونو کښې پراتۀ وو او دا دے نن هم د پښتونستان جشن پۀ ټول افغانستان کښې نمانځلے شي، نو دا تاسو د کوم پښتونستان خبره کوئ؟ د ازاد او خود مختاره پښتونستان کۀ د پاکستان دننه د پښتنو د صوبې د نامې پښتونستان؟

ولې روان فرهادي صاحب ډېر لوبېدلے او ويښ بنيادم ؤ؛ هغۀ داسې پۀ اسانه چرته خپله خبره پۀ ډاګه کوله! او حقيقت هم دا ؤ چې د کومې خبرې جواب پۀ خپله د ملک باچا نۀ کوي او وزيراعظم ئې وضاحت نۀ شي کولے نو بل به داسې کوم سړے پېدا شي چې د دغه بنيادي سوال جواب لا وضاحت وکړے شي. ما ته ئې وې، ولي خانه! هم دا سوال خو ما هم راوړے ؤ چې تۀ ما پۀ دې پوهه کړې! ما وې چې دا خو قابو د شل کالو نه زيات وشو چې تاسو د پښتونستان دا سوال پورته کړے دے او دومره مشهوري مو ورله وکړله نو تاسو لا تر اوسه پورې دا فېصله نۀ ده کړې او نۀ مو دا خبره سپينه کړې ده چې تاسو څۀ غواړئ او د څۀ پۀ وجه مو خپل تعلقات د پاکستان سره خراب کړي دي او د کوم مقصد د پاره تاسو پۀ بېن الاقوامي سطح نن پۀ دې مسئله کښې ملګري لرئ او ملګري هم بيا لکه د هندوستان او پۀ تېره تېره بيا د روس چې هغوي هم ستاسو د دې موقف تائيد کوي او تر څنګه درسره ولاړ دي نو هغوي ته هم تاسو يا ستاسو وزارت خارجه د دې خبرې وضاحت نۀ دے کړے!!! خو ما وې خېر دے، تا زما د رايې معلومولو سوال کړے دے نو زۀ جواب درکوم.

ما ورته وې چې زمونږ سياسي او تاريخي تجزيه دا ده چې پښتون قام خپل يو مقام لرلو. پۀ تفصيل کښې تلل نۀ غواړم خو دومره به ضرور ووايم چې يا دا هغه قام ؤ چې پۀ هندوستان او ايران ئې باچاهي کړې ده او يا نن غلام دے!!! د دې پۀ وجه چې فکر وشي نو خبره څرګنده ده چې دښمنانو ټول عمري د پښتون د کور ورانولو او د دوي تر منځه ئې د اندروني نفاق پېدا کولو کوشش کړے دے او د دې مقصد د پاره د مغل باچا اکبر نه را واخله، سکهانو، درانيانو دا پاليسي چلولې ده او د دې مقصد د حاصلولو د پاره د پښتون دنياوي مشر خان او ملک او ديني مشر ملا او پير ئې استعمال کړي دي او پۀ دې کښې تر ډېره حده کامياب هم شو. ولې کله چې د موجوده زمانې ترقي يافته او تجربه کار قوت پېرنګے دې خاورې ته راننوت نو هغه هم چې د کلکتې نه را خلاص شو نو دا ټول هندوستان ئې فتح کړو، خو چې د پښتنو خاورې له راغے نو دلته ئې پۀ اول ځل ماتې وخوړه. پېرنګي ته د مغلود نسخې دکاميابۍ يقين ؤ خو هغه لږ ډېر هوښيار او تجربه کار ؤ. هغه اندروني اختلافات او بې اتفاقۍ پۀ خپل ځاے، خو هغۀ عملاً او پۀ مېدان پښتون قام ټوټې ټوټې کړو او هغه د امير عبدالرحمان خان خبره چې د پښتون پۀ سينه ئې د بېلتون چاړۀ راکښله او سياسي ذهني بېلتون سره ئې عملاً د دۀ خاوره قابو شل ټوټې کړله او دا بېلتون ئې تر دې را ټينګ کړو چې زۀ د پېښور نه کابل ته راځم نو بې پاسپورټه او بې وېزې نۀ شم راتللے. نو لنډه دا چې زمونږ دا تجزيه ده چې تر څو پورې دا شل واړه ټوټې بيا يو ځاے نۀ شي او دا لوے کور د افغان بيا را ټول نۀ شي نو تر هغې به پښتون هغه خپل مقام ته و نۀ رسي – دغه مو هدف دے او دغه مو مرام.

زۀ ځان ته قطعاً ‘پښتونستانے’ نۀ وايم، ولې چې دا خو به زۀ بيا د پېرنګي هغه نسخه خپله کړم چې افغان جدا دے او پښتون جدا. زۀ دغه شے نۀ تسليموم او هم دا وجه ده چې مونږ د پېرنګي د غلامۍ نه ځان ازادوو نو پۀ دې اراده چې پۀ دې طريقه به د پېرنګي دا پليت اثر د افغانستان نه هم بېرته شي او افغانستان به پۀ حقيقت کښې ازاد شي او د پښتون دا لوے کور به بيا را ټول شي او پۀ يو نغري او يو ټغر به د خپلو بچو سره شريک کښېني. هغه د مخفي صاحب زړه ترانه مې هم ورته را ياده کړه چې:

کشمير نه تر هرات هورې، بلوچستان نه تر دورې

دا ټول پښتون دے هر چرې، څۀ رنګې پروت ذرې ذرې

د يو وجود پۀ شانې کړې، خدايه! دا ذره ذره

ما وې، زۀ خو چې پۀ ښۀ بد پوهه شوے يم نو د دغې ترانې اواز مې غوږونو کښې کړنګېږي او د دغه مقصد د پاره مو خپلې ځوانۍ خاورې ايرې کړې او نن پۀ اوچتو سترګو دا دعويٰ کولې شو چې د باچا خان پۀ مشرۍ کښې نن هغه غلام پښتون د پېرنګي د غلامۍ جغ وغورځولو، ازاد شو او يو ګونا ئې افغانستان ته هم ازادي وګټله. دغه مرام، دغه مفکوره او دغه مقصد لرو!!! ولې اول کۀ مونږه پۀ هندوستان کښې غلامان وو او پۀ پېرنګي مو وس نۀ رسېدو نو د ازادۍ نه پس اوس رانه د پاکستان مشرانو دغه حق اخستے دے او د پېرنګي نه هم را سره خراب سلوک کېږي او هغه ګټلې ازادي او د هغې د خوږو نه ئې محروم کړي يو – ولې حالاً مونږه مجبورۍ لرو، حقيقت ته ګورو او دا باچا خان چې د پاکستان پۀ ائين سازه اسمبلۍ کښې دا ووې چې مونږ د پاکستان دننه د خپلې صوبې نوم بدلول غواړو چې قامي تشخص مو څرګند شي نو نن هم پۀ دغه ځاے ولاړ يو.

ولې روان فرهادي صاحب دا تپوس هم کړے دے چې دا غرض به څنګه حاصلېږي او د دې د پاره به څۀ طريقې خپلول غواړي؟ نو د هغې جواب هم اسان دے! د دې قامي مقصد د حاصلولو د پاره لارې معلومې دي او درې دي – ولې چې نن پښتون پۀ درې برخو کښې تقسيم پروت دے: يوه برخه ئې افغانستان، بله قبائلي علاقې او بل مونږ چې تاسو راته محکوم پښتونستان وايئ – نو د دې مقصد د حاصلولو د پاره خو د ټولو نه ښه مؤثره لاره دا ده چې افغانستان را پاڅي ]ولې چې افغانستان نن قوت لري، فوځ لري، طيارې لري، توپې او ټېنکونه لري[ او پاکستان ته ووائي چې دا علاقې زما نه پېرنګي پۀ زور اخستې وې او زما پۀ ځيګر ئې د ډيورنډ کرښه راکښلې وه؛ ورور د وروره، قام د قام نه، قبيله د قبيلې نه جدا څۀ چې خاندانونه ئې پۀ منځ شلولي دي؛ نو هغه پېرنګے خو لاړ، د ډيورنډ کرښې دا قابو سل کاله برابرېږي او پېرنګے د خپلې خوښې خو نۀ دے تللے، هغۀ ته پۀ کډه پۀ سر کولو کښې پښتنو قبائلو او اخوا پرتو پښتنو يو ټول عمري مقابله او جدوجهد کړے دے، نو تۀ خو پېرنګے نۀ يې، نۀ کافر يې او نۀ د بهر نه راغلے يې! تۀ خو ځان ته مسلمان وائې، نو دا تۀ پۀ دې څنګه رضا شوے يې چې دا د ډيورنډ کرښه دې لا هغه شان را ټينګه کړې ده؟ چا چې کرښه راښکلې ده، هغه خو نن لس زره ميله لرې ناست دے! د ځغلولو ئې قابو شل کاله کېږي او کرښه هم د سلو کالو زړه شوه نو تۀ څنګه پۀ خپله دا تسليموې چې دا د پېرنګي د لاس بېلتون دې هم داسې پۀ ځاے پاتې شي او دا د کافر پېرنګي د لاسه زما پۀ ځيګر راکښلې کرښه قبلوې؟ اول کوشش به دا وکړي افغانستان پۀ ورورولۍ او روغه جوړه د دې خبرې څۀ حل را وباسي او کۀ بيا پاکستان پۀ رښتيا د کافر او سامراج پېرنګي حقيقي وارث خپل ځان ګڼي او د پېرنګي د زوي توب دعويٰ کوي نو بيا به هم هغه لاره ورسره کول غواړي چې څۀ ورسره د افغانستان د حکومتونو پلارانو او نيکونو کړې وه!!! توپ لۀ به توپ را خلاص کړئ، طيارې له طياره او ټېنک له ټېنک!!! تاسو به د هغې مخې شئ او مونږ د دې مخې چې ايسته دا د ډيورنډ دا پليته کرښه ورانه کړو. نو ما وې فرهادي صاحب! اوس درنه زۀ تپوس کوم چې ستاسو پۀ دې سمے راځي؟ ولې چې دا د ټولو نه مؤثره او کاميابه لاره ده.

روان فرهادي صاحب يو ډېر هوښيار، تجربه کار، لوبېدلے، بيوروکرېټ او ډپلومېټ او د کابل غوندې ښار پۀ اوچتو منصبونو کښې ازمائيلے افسر ؤ؛ هغۀ داسې اېغ پۀ نېغه جواب کله ورکولو. خېر، هغۀ خپله تجزيه پېش کړله. شروع ئې د بېن الاقوامي حالاتو نه وکړله. امريکا، د امريکې نه روس، د روس نه چين، د چين نه هندوستان؛ ډېر پۀ هوا ؤ نو ما ورته اخر ووې چې سوال خو دومره پېچيده نۀ ؤ، تۀ لږ د اسمانونو او وريځو نه را کوز شه! پښې پۀ زمکه کېږده! چې خپل تقرير ئې خلاص کړو نو ما ته ئې ووې چې د بېن المللي او ملي حالاتو پۀ رڼا کښې دا هېڅ امکان نۀ لري نو ما وې ښه! نو اوس به دغې دوېمې لارې لۀ راشو چې د قبائلي علاقو پښتانۀ دي – شاعران وائي چې د زمکې شنۀ زمري او د هوا بازان دي؛ زلمي لري، قوت لري، د جهاد جذبه لري نو چې د چترال نه واخله تر وزيرستان پورې دا پۀ سوونو ميلونو پراتۀ شازلمي را پاڅي او افغانستان هم ورسره خېر دے پۀ ډاګه نه پۀ پټه کومک وکړي او مونږ هم ورسره را پاڅو نو دا هم امکان لري چې کامياب شي!!! نو ما بيا د روان صاحب نه تپوس وکړو چې د دې پۀ حقله دې څۀ رايې ده؟ بيا ئې ووې چې ولي خانه! د موجوده بېن المللي او ملي حالاتو پۀ رڼا کښې دا هم امکان نۀ لري.

نو ما بيا روان فرهادي صاحب ته ووې چې اوس به هغې درېمې او اخري لارې له راشو – دا چې تاسو ورته محکوم پښتونستان وايئ، مونږه د پېرنګي د غلامۍ نه پۀ ډېرو قربانيو او تکليفونو ځان ازاد کړو خو د ازادۍ پۀ خوږو پوهه نۀ شو. د پاکستان حکومت را ته پۀ لاس کښې هتکړۍ اچولې دي، پښو کښې مو بېړۍ دي، قلم ئې رانه اخستے دے، ژبه ئې را له تړلې ده – زۀ ئې څملولے يم، د پاسه را باندې ناست دے!!! نو زۀ خپل افغانستان ته مخ کړم چې از براے خدا! دا د پښتنو تاج او تخت د کوم مرض علاج دے؟ دا خپله مظلومه ورځ ورته بيان کړم. بيا ورته وايم چې دا د پښتنو خاوره ده، ستا جائيداد دے، ستا وروڼه او ستا بچي دي؛ دا نن د دښمن خوراک دے!!! دا باغونه، دا بجلۍ، دا کارخانې؛ دا خو د پښتنو دي!!! او بيا ورته وايم چې راځه چې پۀ شريکه دا خپل حق خپل کړو او دا تيت او پرک بچي پۀ يو نغري او يوه حجره را غونډ کړو. زۀ دا د درد او بې وسۍ نه ډک فرياد خپل مشر ورور ته وکړم خو د خېبر پۀ سر روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي، وائي چې ولي خانه! دا هېڅ امکان نۀ لري، پروت اوسه ورته لاندې!!! چې د دې جانبه مايوسه شم نو بيا دې قبائلي وروڼو ته مخه کړم چې اے نېک بختو! وګورئ چې دا ستاسو څۀ ژوند دے؟ پۀ سرو تيږو او ټکړو کښې اوسئ، د روزۍ درک مو نۀ لګي، بچي مو بې تعليمه، بې کوره او بې علاجه دي او دا خپله د جنت پۀ شان خاوره درنه دښمن قبضه کړې ده! دې غزېدلو پټو ته وګورئ چې د غلې او خوراک نه علاوه د مېوو باغونه هم لري، کارخانې لري، کالجونه، يونيورسټۍ لري، هسپتالونه او شفاخانې لري، بجلي لري؛ چې ستاسو دا پۀ تورتم کښې پټ تيارۀ کورونه رڼا کړي او ژوند مو شته او روښانه کړي نو دا مو غماز ته پرېښي دي!!! دلته دومره ډوډۍ ده چې زمونږ او ستاسو پۀ شريکه کېږي نو راځئ چې پۀ شريکه دا خپله خاوره خپله کړو او د دې خپلې خاورې دا خواږۀ دې خپلو بچو له وګټو. هغوي لا فېصله کړې وي لا نۀ چې د شا نه ئې روان فرهادي صاحب جوابي کړي او د خېبر پۀ سر بيا يو ځل روان فرهادي صاحب سر را پورته کړي چې ولي خانه! دا هم هېڅ امکان نۀ لري، پروت اوسه ورته لاندې!!! نو چې زۀ محکوم پښتون د دغې خپلو دواړو وروڼو د مرستې نه مايوسه شم نو بيا پۀ خپله پۀ خپل سر مخ کوشش شروع کړم چې پۀ دې خپل مجبور او محروم حالت کښې ځان له پۀ وطن دننه ملګري او دوستان پېدا کړم او دښمن له دښمنان، ګټه تېږې له او تېږه ګټې له را واچوم چې دا د لاسونو زنځيرونه او د پښو بېړۍ ماتې کړم، خپل قلم تر لاسه کړم او ژبه ځان له پرانيزم نو پۀ دې روان فرهادي صاحب تا ته اعتراض دے؟ يعني مطلب دا چې نۀ را سره تۀ کومک او امداد کوې او نۀ قبائل، او چې زۀ پۀ خپله د خپلې ازادۍ د پاره ځان له پۀ ملک کښې دننه ملګري ګورم، پۀ هغې هم تۀ ناراضه يې!!! نو بيا تۀ ما ته ووايه چې ما ته پۀ تا کښې او موجوده حکومت پاکستان کښې څۀ فرق ښکاري؟ يعني معلومېږي داسې چې تۀ هم زما پۀ غلامۍ خوشحاله يې! پۀ خپله خو خپل قامي او پښتني افغاني فرائض نۀ پوره کوې، ولې کۀ زۀ پۀ خپله د ځان د خلاصون کوشش کوم نو پۀ هغې هم خفه يې!!! نو ما ته پۀ تا کښې، حکومت پاکستان او عن دا چې پېرنګي کښې څۀ خاص فرق نۀ ښکاري. روان فرهادي صاحب ملامته ښکارېدۀ او خبره مې پۀ دغه ځاے پاتې شوله.

نو مطلب مې دا ؤ چې د باچا خان د دې پښتني اصلاحي تحريک د مخنيوي نه علاوه بيا دغه ډلې دلته پۀ صوبه سرحد کښې هم ګوتې وهل شروع کړل چې د باچا خان هغه د خدائي خدمتګارۍ تحريک ته نقصان ورسوي. نو تر دې حده لاړل چې هغه د پښتنو قاتل قيوم خان سره ئې هم زمونږ بر خلاف مالي امداد کولو چې مونږ پۀ الېکشن کښې ناکام کړي. نو دا به سړي ته ډېره د منافقت خبره ښکارېده چې پۀ رېډيو به ئې د بابړې د شهيدانو پۀ روح مشاعرې کولې، پۀ رېډيو به ئې د هغوي پۀ ياد کښې سندرې وئيلې او دې خوا به ئې هم د هغه بابړې قصاب قيوم خان سره مرسته کوله!!! ولې خبره بالکل واضحه وه چې مونږ پېرنګے او د هغۀ پليت قدم د دې ملک نه لرې کړو، ولې د هغۀ د پاليسۍ مخکښې بوتلو د پاره بيا امريکا راغله نو بادار به بدل شوے وي خو پاليسي هم هغه زړه پۀ زړه ده. د پېرنګي دښمنان اوس د امريکې دښمنان شو او د پېرنګي دوستان اوس امريکې خپل دوستان کړل. نو نن افغانستان او د افغانستان حکومت هم دومره بې وسه اوبې اختياره دے، څومره چې د پېرنګي پۀ وخت کښې ؤ. ولې چې اوس خو امريکې سره نور هم زياتي فکر شو چې روس جرمني له شکست ورکړو نو د جنګ نه پس خو به دے اوس نور هم قوي شي.

“باچا خان او خدائي خدمتګاري”،دوېم ټوک، مخونه 622-614

د امريکې د پاليسۍ د عملي کولو منصوبه:

امريکې دې مسئلې له څومره اهميت ورکولو، د هغې اندازه د دې نه لګي چې د هغه وخت د سي اٰئي اے مشر William Casey به پۀ خپله وقتاً فوقتاً پاکستان ته راتلو. هغه د صدر رېګن پرنسپل اېډوائزر او د امريکې مرکزي انټيلېجنس بورډ چئيرمېن ؤ او د دې ټولې افغاني پاليسۍ نګراني به ئې پۀ خپله کوله. د هغۀ د راتګ د پاره چې کوم خاص جهاز ؤ، هغې ته ئې پاکستانيان څۀ چې اٰئي اېس اٰئي هم نزدې نۀ پرېښوده. د هغۀ د سورليو او راغلو ملګرو نۀ پاسپورټ چېک کېدلو او نۀ کسټم. يعني داسې امريکن شهري ؤ چې د هغۀ پۀ پاکستان کښې د پاکستان د خپلو خلکو نه هم زيات حقوق او مراعات وو. ولې چې کله د بهر دنيا نه يو پاکستانے خپل ملک ته راځي نو د هغۀ هم پاسپورټ او کسټم چېک کېږي او د ټولې دنيا دا قاعده ده – نو چې دا ويليم کېسي د څۀ قسمه انسان ؤ چې دے څۀ چې د دۀ سره راغلي ټول خلک دلته پاکستان کښې داسې راتلل لکه مونږ چې د پاکستان د يوې صوبې نه بلې صوبې ته ځو!!! نور څۀ کوې چې برېګيډئير وائي چې د هغۀ سامان ته هم يو پاکستانے نۀ شو نزدې کېدلے، دا کار هم صرف امريکنو کولو. سړے چې ورته فکر وکړي نو د ويليم کېسي او د هغۀ د ملګرو به دومره حقوق او مراعات پۀ خپل ملک امريکه کښې هم نۀ وو، لکه دلته ورته کوم مراعات د ضياء الحق صاحب حکومت ورکړي وو.

پۀ دې جنګ د بې حسابه دولت د پاره دا انتظام ؤ چې څومره رقم به امريکې ورکړو نو د ډالرو سره به برابر ډالر د سعودي حکومت ورکول. هغه نورو عربو شېخانو او شتمنو چې څۀ ورکول، هغه پرې د پاسه! دا مالي امداد به سي اٰئي اے د اٰئي اېس اٰئي پۀ کهاته کښې جمع کولو. وائي چې دا پۀ کروړونو ډالرې سالانه به راتللې – يعني مال او دولت د امريکې ؤ.

“These combined funds running into several hundred million dollars a year were transferred by the C.I.A. to special accounts in Pakistan under the control of I.S.I. (Pg. 81)

بريګېډئير صاحب ګويانه دے، نغدې پېسې خو سي اٰئي اے را ورسولې او اٰئي اېس اٰئي له ورکړې – اوس خبره د وسلې ده؛ نو دلته څۀ وائي:

The C.I.A. supported the Mujahideen by spending the American Tax payers money, billions of dollars of it over the year on buying arms, ammunition and equipment. (Pg. 81)

ښه نو مال د امريکې، وسله او ګوله بارود د امريکې – را رسول ئې کراچۍ ته پۀ امريکې! نو دا ضرورت خو امريکې پوره کړو، نو پاتې څۀ شو؟ بريګېډئير نيمګړې خبرې نۀ کوي، پوره تفصيل بيانوي او د هغې ملکونو نومونه اخلي، د چرته نه چې به وسله راتله او پۀ دې ملکونو کښې د اسرائيل نوم هم اخلي چې امريکنو به هلته نه هم وسله اخستله، کومه چې اسرائيلو د لبنان د حملې پۀ وخت قبضه کړې وه. يعني د اسلامي جهاد د پاره اسرائيل هم خپله برخه رقم وصول کړے دے. د مال د خرڅ اندازه بيانوي چې لس لکهه ډالره روزانه خرچ ؤ. د وسلې مقدار هم پۀ 1987 کښې پوره پينځۀ شپېتۀ زره (65,000) ټنه ؤ. او سپينه او پۀ ډاګه خبره چې دا وسله “…all of it handled by 200 men from the Ministry of Defense Constabulary [MODC]. (Pg. 98) او ختمه ئې پۀ دې چې:

“The Military was in complete control. They were both the makers and executors of law.

خو دا احتياط ئې ضرور کړے دے چې هېڅ قسمه ليکل به نۀ کېږي – بې حسابه او بې کتابه – کهاته به چلېږي )مارشل لاء ؤ کنه( چې هېڅ پته نۀ لګي چې څۀ راغلل!!!

Nothing was committed to WRITING. (Pg. 100)

پۀ څومره مقدار او تعداد کښې راغلل او چا چا له پۀ څومره تعداد کښې ورکړے شول؟ او چې حساب کتاب نۀ وي نو د غلا د پاره به څومره ګنجائش پېدا شي!!! بريګېدئير صاحب پۀ خپله تسليموي چې د پاکستان فوج پۀ خپله هم د ځان د پاره د دغې افغانستان د جهاد د وسلې نه څۀ sophisticated وسله ځان ته کړې وه. دا هم بيانوي چې د پاکستان د اٰئي اېس اٰئي پۀ افسرانو هم مقدمه چلېدلې وه چې هغوي دا وسله غلا کړې ده – کورټ مارشل او قېد شو.

The officers were court-martialed and imprisoned, while the brigadier, whose job I was to take, was moved sideways. (Pg. 20)

او د جهاد د کمانډرانو پۀ حقله د خپلې ذاتي تجربې او معلوماتو پۀ رڼا کښې دا اعلان کوي چې:

It is my belief that there is probably no commander in Afghanistan who has not sold or bartered weapons. (Pg. 105)

دا وائي چې داسې يو کمانډر هم پۀ افغانستان کښې نشته چې هغۀ وسله خرڅه کړې او بدله کړې نۀ وي!!! د دې چور او تالان اندازه د دې نه لګي چې بريګېډئير صاحب وائي چې د پاکستان نه مزار شريف ته د يو مارټر بم رسولو خرچه 1,100 ډالره راتلله او د مارټر بم قيمت صرف پينځۀ شپېتۀ ډالره ؤ – پۀ دې وسله سولو خرڅ صرف پينځلس لکهه ډالره…..

The monthly expenditure… was 1.5 million dollars. (Pg. 106)

د غلاګانو تفصيل:

بريګېډئير يوسف خو د نورو خبره کړې ده خو د خپلو غلاګانو تفصيل ئې نۀ دے بيان کړے. دا معلومات د دوو ذريعو نه مېدان ته را ووتل: يو د هانګ کانګ نه (Far Eastern Economic Review) او بله د امريکې اخبار ‘واشنګټن پوسټ’ (Washington Post) نه چې دا ټول تفصيل بيا د لاهور نه چاپېدونکې هفته وارې رسالې “Friday Times” پۀ خپله 13-7/نومبر 1991 او هم دا شان د هندوستان د “Sunday Times of India” پۀ خپله شماره کښې چاپ کړل. ډېر سنګين الزامات ولګېدل؛ ثبوتونه، اقبالي بيانونه او د ذمه وارو او متعلقه افسرانو اعتراف – خو نۀ حکومتِ پاکستان او نۀ خپله حکومتِ امريکه، نۀ اٰئي اېس اٰئي او نۀ سي اٰئي اے د دې الزاماتو ترديد وکړو. هغه نورې قصې او لانجې به پرېږدو، مونږ به صرف هغه حصې را واخلو چې د کومو حصو تعلق د افغانستان د جهاد او د هغه فنډ سره دے چې د دې جهاد د پاره د امريکې نه راتلو. نو چې پۀ هغې کښې څومره غلاګانې شوې دي او چا کړې دي!!! دلته دې خبرې ته هم فکر پکار دے چې دا د غلا تفصيل خو يواځې د هغه رقم دے چې امريکې ورکړے دے، ولې د دې نه ډې زيات رقم خو سعودي او نورو عربو شېخانو او شتمنو ورکړے دے؛ د هغې حال به څوک ووائي او تفصيل به ئې څوک چاپ کوي؟

د دې ټولو تحقيقاتي ټيمونو مرکزي کردار يو اسرائيلي جاسوس اريبن مناشے (Ari Ben-Menashe) دے. دۀ دا ټوله واقعه يو امريکن Seymour Harsh ته کړې ده چې هغۀ پۀ خپل کتاب The Samson Option کښې د دې ذکر کړے دے. ولې خصوصيت سره د افغانستان د جهاد د فنډ د غلا تفصيلي بيان Lawrence Lifschultz د ‘فارايسټرن اکنامک ريويو’ خصوصي نمائنده پۀ ماچ 1987 کښې چاپ کړے دے. د واشنګټن پوسټ نمائنده Bob Woodward د ديارلسمې جنورۍ 1987 پۀ شماره کښې دا هر څۀ ليکلي دي او بيا ئې د Friday Times لاهور کښې تفصيل درج دے. اريبن مناشے د اسرائيل د دفاع پۀ محکمه کښې انټيلېجنس افسر پاتې شوے دے. دے بيان کوي چې د اسرائيل يو ډېر مضبوط ټيم درې کاله پۀ پاکستان کښې موجود ؤ. د دۀ پۀ ذمه دوه کاره وو: يو خو دا چې چونکې اسرائيل پۀ دې پوهه ؤ چې د هغۀ وجود ته اصلي خطره د عراق نه ده، نو د دې وجې نه د اسرائيل دا کوشش ؤ چې د عراق پۀ خلاف د ايران سره کومک وکړي. وائي چې اسرائيل ته پۀ دې هېڅ فرق نۀ پرېوت چې پۀ ايران کښې يو اسلامي حکومت دے کۀ شنهشاهي – دے وائي چې اسرائيل د ايران سره مرسته د پاکستان پۀ لاره کوله او پۀ دې لاره دې درې کاله کښې اسرائيل د شپږ سوه ميليون ډالرو امداد ايران ته لېږلے دے. يعني د اسرائيل وسله به اول پاکستان ته راتلله او دلته نه به بيا ايران ته لېږلې شوه. يعني پاکستان پۀ دې سازش کښې شامل ؤ. عجيبه خو دا وه چې پاکستان پۀ ظاهره خو د اسرائيل رياست د سره هډو تسليموي هم نۀـ، ولې د هغۀ يو ذمه دار ټيم دلته ناست دے او د مسلمان ورور ملک عراق پۀ خلاف د اسلامي مملکت پاکستان پاکه خاوره د اسرائيل د جاسوسۍ اډه ده. دوېمه ذمه واي د اسرائيلي ټيم دا وه چې دوي د افغانستان مجاهدينو له ټرېننګ ورکولو. يو خو د فوجي منصوبه بندۍ (Training in Military Tartira) او بله د sophisticated اسلحې د استعمال زدکړه. وې چې دې د يهودو ټيم ته د حکومت پاکستان د طرف نه هدايات وو چې تاسو به صرف د ګلبدين حکمتيار مجاهدينو له ټرېننګ ورکوئ او دے دا دعويٰ هم کوي چې ګلبدين پۀ دې خبر ؤ چې د دۀ انسټرکټران يهوديان دي. تر دې وئيلے شي چې دا يهوديان بيا د هم دې حکمتيار د مجاهدينو سره افغانستان ته دننه هم تللي دي او پۀ دغه ‘اسلامي جهاد’ کښې دا يهوديان شهيدان شوي هم دي.

ولې اريبن مناشے خو د بل غرض د پاره راغلے ؤ. هغه اسرائيل چې به خپله وسله کومه د پاکستان پۀ لاره را لېږله، هغه خو پۀ خپل ځاے، دے خو د دې د پاره راغلے ؤ چې کومه وسله امريکه د سي اٰئي اے پۀ لاس د افغانستان د جهاد د پاره را لېږي، چې دغه د افغانستان د جهاد وسله دے د عراق بر خلاف پۀ جهاد کښې استعمال کړي.

نو مناشے وائي چې ما پۀ لندن کښې 1984 کښې د جنرل فضل حق سره يو څو ملاقاتونه وکړل )جنرل فضل حق دغه وخت د پښتونخوا مارشل لاء ګورنر ؤ(. دے وائي چې زۀ بيا د پوره ټيم سره پېښور ته راغلم د 1985 پۀ مني کښې – او دا هم ښائي چې پۀ بدلو نومونو او جعلي پاسپورټونو پۀ ‘پارک هوټل’ کښې دېره شو. او وائي چې مونږه د 300 ميليونه ډالرو وسله پۀ بيعه واخستله. دے وائي چې د دې وسلې سودا له زۀ پېښور ته ځکه راغلم چې دا وسله به اٰئي اېس اٰئي تر پېېښوره پۀ کاغذونو کښې را رسولې ښودله. نو دے وائي چې دا وسله بیا مونږ د پېښور نه پۀ ټرکونو کښې ايران ته واړوله.

کله چې د امريکې پۀ ‘واشنګټن پوسټ’ کښې دا مسئله وچېړلې شوه نو هلته د امريکنو يوه اداره (Federation for American Afghan Action) چې د جهاد سره ئې امداد کولو، دا امريکې امداد چې پۀ کوم مقدار کښې را روان ؤ، د هغې تفصيل هم Eiva بيان کړے دے چې دا پۀ 1983 کښې 75 ميليونه ډالره ؤ، پۀ 1984 کښې 122 ميليونه ډالره شو او پۀ 1985 کښې 280 ميليونه ډالره او پۀ 1986 کښې 470 ميليونه ډالره شو – نو هغه د وسلې هغه د 300 ميليون ډالرو سودا خو پۀ خپل ځاے وه، ولې دې نغد امداد کښې چې څومره غلا شوې ده، د دې د پاره ئې يوه تحقيقاتي کمېټي مقرر کړله چې د هغې مشر اېنډريو ايوا (Andrew Eiva) ؤ. ايوا وائي چې ما پوره تحقيق وکړو نو د 1980 نه تر 1984 پورې چې کوم 342 ميليون ډالره امداد راغلے ؤ، هغې کښې صرف شپږ ميليون ډالره افغان مجاهدينو ته رسېدلې دي. هغۀ ووې نورو هم دا بنيادي تپوس کړے دے نو چې دا مال چا وخوړو؟ ايوا پۀ خپله وائي،

Pakistan’s ISI run by Major Gen. Akhtar Abdul Rehman which over seen the transfer of money and arm to the rebels, is responsible for the theft of millions of dollars in funds and military equipment.

ايوا وائي چې جنرل اختر پۀ خپله ايماندار ؤ خو:

Two of his former generals, now both retired, have become overnight millionaires…. and they made their money off. US aid to Afghanistan.

دا خبره خو يواځې اېنډريو ايوا نۀ وائي بلکې بريګېډئير يوسف هم دا پۀ خپله تسليموي چې دا ټول رقم چې د امريکې سي اٰئي اے د هر طرف نه را ټولولو، نو بيا به ئې دغه ټول رقم اٰئي اېس اٰئي ته حواله کړو او هم دا رنګې وسله چې د هر ملک نه امريکې اخسته او را رسوله ئې، نو دا به هغوي د کراچۍ پۀ بندر اٰئي اېس اٰئي ته حواله کوله او د هغې د تقسيمولو او مورچو او مجاهدينو ته د رقم او وسلې ورکولو ذمه واري ټول پۀ ټوله د اٰئي اېس اٰئي وه. نو لازمي خبره ده چې د دې ټوله ذمه واري هم پۀ جرنېل عبدالرحمان راتلله او د هغۀ پۀ عملې.

ايوا خو وائي چې دا ما ته معلومه ده چې دوه جرنېلان خو شپه پۀ شپه لکهـ پتيان کروړ پتيان شول، خو نومونه هغه نۀ اخلي. د جنرل اختر د پاسه بيا جنرل ضياء الحق ؤ، نو د هغۀ پۀ حقله لارنس لفشلټر پۀ خپل مضمون کښې ليکي چې د ضياء الحق پۀ حقله خو يو معروف شيو ليډر ووې چې هغۀ پۀ خپله څو څو واره پۀ دې سلسله کښې جرنېل صاحب سره ملاقاتونه کړي دي او نۀ يواځې دا چې هغه پۀ دې سودا خبر ؤ، بلکې:

….was not only aware of the arrangement but was its principle sponsor in Pakistan.

او هم پۀ دې سلسله کښې د سي اٰئي اے د مشر ويليم کېسي او د ضياء صاحب د دوستۍ او نزدې تړون خبره کېدله – بلکې وډ ورډز خو دومره پورې وائي چې د افغانستان د دې سلسلې نه علاوه نور هم ضياء صاحب امريکې له مراعات ورکړي وو چې پۀ ګلګت او چترال کښې د جاسوسۍ اډې جوړې کړي چې د روس پۀ فوځي نقل و حرکت نظر ساتي او پټ د راز خبرې او احکامات ئې اوري.

پۀ دې سلسله کښې د توجه خبره دا ده چې کله دا انکشاف د پاکستان پۀ دې اخبار کښې چاپ شو نو ما انتظار کولو چې حکومت پۀ سرکاري طور د دې خبرې ترديد وکړي، ولې چې يو ډېر خطرناک او ملک دښمن الزام لګېدلے ؤ او د درې مشرانو جرنېلانو خو پۀ کښې پۀ نامه يادګيرنه شوې وه – يو د ملک او فوج سربراه ضياء الحق صاحب، بل اختر عبدالرحمان او درېم جنرل فضل حق – نو ما چې قابو دوه هفتې انتظار وکړو نو زۀ د پېښور پۀ ضلع د وکيلانو پۀ دعوت مېلمه شوے وم، نو ما هلته پۀ خپل تقرير کښې دا خبره وچېړله چې دا دومره لوے او خطرناک الزام لګېدلے دے او سرکار غلے ناست دے!!! نو د مضمون د تفصيل د بيانولو نه پس مې د حکومت پاکستان نه مطالبه وکړله چې د دې الزاماتودې پۀ ډېره اوچته پېمانه تحقيق وشي او چې پۀ چا جرم ثابت شي نو هغوي له دې داسې سزا ورکړې شي کومه چې د ملک د يو غدار او د وطن د يو خائن کېدلې شي.

سرکار خو به لا خوځېدۀ او لا نۀ، خو د جنرل ضياء الحق صاحب زوے چې وزارت ورته پۀ وراثت کښې ورکړے شوے دے، ډېر پۀ قهر شو. وې چې ولي خان د پاکستان جوړولو مخالف ؤ او ما څۀ چې تر باچا خان پورې لاړ چې دا د ملک دښمنان دي وغېره وغېره. بې ځايه او بې مطلبه الزامونه ئې ولګول، خو د مطلب خبرې له را نۀ غے. ما جواب کښې ووې چې ما خو د رسالې د يو خبر پۀ حواله صرف مطالبه د تحقيق کړې ده، نو دا مطالبه خو پکارده چې د ضياء الحق او اختر عبدالرحمان زامنو کړې وے، ولې چې تر څو د يوې خبرې باقاعده ترديد و نۀ شي او عدالتي کاروائي د دوي پلار بې ګناه ثابت نۀ کړي نو دوي خو پۀ دغه غلاګانو کښې شامل دي!!! نو پکار دي چې د دوي او دغو نورو جرنېلانو پۀ حقله هم مکمل تحقيقات وشي. نو د تحقيقاتو او مقدمې چلولو درخواست خو د ملک سره غداري نۀ ده!!! او ما پۀ خپل بيان کښې د ضياء الحق صاحب زوي له دا مشوره هم ورکړله، ما وې چې د ولي خان نه څۀ غواړې، کۀ نور څۀ نۀ شې کولے او پۀ امريکنو بادارانو دې وس نۀ رسي نو پۀ دې اخبار واله خو مقدمه وکړه کنه!!! او د امريکې او پاکستان د افسرانو د تابعدارۍ او د ملک سره د وفادارۍ به کومه کومه قصه يادوې!!! جارج ارني پۀ خپل کتاب Afghanistan کښې ليکي:

According to CIA field reports, Washington had to put the Pakistan Director of Military Intelligence on its payroll in order to ensure Pakistani co-operation for its activities and to keep tab on what Pakistan was up to. (Pg. 150)

نو چې د پاکستان د فوجي انټيلېجنس ډائرېکټر د سي اٰئي اے نه تنخوا اخلي نو پاتې څۀ شول؟ او کۀ څوک لکه زما هسې دا يوه مطالبه وکړي چې د دې هر څۀ تحقيقات دې حکومت وکړي نو هغه غدار، ملک دښمن او د اسلام نه مخالف د کافر روس لا د هندوستان اېجنټ دے!!! دا خو د دې سپېرۀ ملک بدبختے دے چې د هېڅ چا سره هم څۀ د هغوي د عمل حساب کتاب و نۀ شو او هر يو وروستو حاکم چې راځي نو هغه د کفن کش د زوي خبره چې بابا! خفه کېږه مۀ، خلک به تا پسې ارمان وکړي – ولې چې زوي به ئې د کفن ويستلو سره سره مړي کښې لرګے هم ټومبۀ. نو دلته هم خلک بيا هغه تللي حاکم پسې ارمان کوي، ولې چې دا سلسله ختمېږي نۀ.

د پاکستاني فوج پۀ خپله ننوتل افغانستان ته:

برېګېډئير يوسف پۀ خپل اقبالي بيان کښې اعتراف کوي چې:

We at ISI were sending Pakistani military personnel into Afghanistan from 1981 through to 1986 – I know because it was part of my job to select individuals… at their peek in 1984, not less than 11 such teams operated against Kabul, 2 against Bagram Air field and 2 around Jalalabad. (Pp.113)

)کتاب ليکي: روس له شکست ورکړئ خو ‘پښتو’ ژبې ته ‘پښتون ژبه’ وائي(

Normally a team would consist of an officer (usually a major), a JCO and an NCO, one of them had to be a Pashtun speaker.

د دې د پاسه قوي او واضحه ثبوت چا ته څۀ پکار دے چې برېګېډئير صاحب ګويانه دے چې د پاکستان فوج اېغ پۀ نېغه عن پۀ خپل ځان پۀ افغانستان دننه جنګ کښې برخه اخستې ده. د مېجر پورې افسران پۀ خپله پۀ مختلفو مورچو جنګېدلي دي او د مختلفو ډلو د افسرانو ذکر پۀ خپله کوي. هسې خو ډېر کافي ذکر د دې خبرې وخت پۀ وخت شوے دے چې دا برېګېډئير پۀ خپله هم افغانستان ته څو څو واره تللے دے، ولې دا دے چې کوم يادوي، دا هغه ټيمونه وو چې د دوي دننه مستقل موجود وو او پۀ جنګ کښې ئې باقاعده برخه اخستې ده.

These officers and N.C.Os had to live and fight as the Mujahideen. (Pp. 114)

يوه دلچسپه خبره کوي چې “دې پاکستاني فوجيانو له مونږ هر څۀ ورکول خو د ځان د وژلو د پاره مو ورله د زهرو ګولۍ نۀ ورکولې.” د تخريب کارۍ او پۀ پټه د مداخلت پۀ سلسله کښې د خپل اصلي شناخت د پټولو د پاره دې نوره دنيا کښې داسې تخريب کارانو سره زهر وي او چې پوهه شي چې اوس ګېر يم او د خلاصي درک ئې نۀ لګي نو زهر وخوري او ځان مړ کړي چې د دښمن لاس ته دا ثبوت پۀ ګوتو ور نۀ شي چې دا د بل ملک اېجنټ ؤ؛ لا ورله بيا دومره تکليف ورکړي چې د نورو ملګرو حال ووائي او سازش ثبوت ته ورسي. دا هم د خپل منزل مقصود سره د روحاني او ايماني تړون زور دے چې يو بنيادم د هغه خپل مقصد د پاره د خپله لاسه ځان ووژني. نو زۀ نۀ شم وئيلے چې د پاکستان دې لېږلو فوجيانو کښې به څومره افسران داسې وو چې ځان به ئې قربان کړے وي او د څۀ د پاره وو؟ خو بريګېډئير پۀ خپله هم ږيره پرېښې وه او دې نورو فوجيانو به هم لکه د مجاهدينو ږيرې پرېښې وې، اسلامي رضاکاران وو نو د زهرو نۀ ورکولو د پاره هم بريګېډئير صاحب ‘اسلامي جواز’ پېدا کړے دے – وائي چې زهر مونږ ځکه نۀ ورکول چې پۀ اسلام کښې ځان وژل حرام دي. د ‘مولوي ضياء الحق صاحب’ د دې طالب او چڼي نه څوک دا تپوس وکړي چې د دۀ پۀ اسلام کښې ځان وژل حرام دي، خو هم د دۀ پۀ اسلام کښې د بل مسلمان وژل روا نۀ بلکې جهاد دے؟

د دې مسلمانانو د وژلو پۀ سلسله کښې ما د ګلبدين حکمتيار نه هم تپوس کړے ؤ. ما ورته وې چې د قران واضح حکم دے چې چا يو مسلمان ارادتاً قتل کړو نو پۀ دنيا ئې ذلت دے او پۀ اخرت کښې به جهنم ته ځي او هلته به ټول عمر پورت وي؛ نو ما وې تا د مسلمان وژلو له د ‘جهاد’ نوم ورکړے دے؟ نو پۀ دې اسلام خو مې لږ پوهه کړه! خبره اوږدېدله، نو ما وې يو لنډ تپوس درنه کوم – چې ستا پۀ وېنا خو پۀ کابل کښې ‘خلقيان’ او ‘پرچميان’ کافران دي نو د هغوي قتل خو جهاد دے؛ خو ما وې تپوس کوم چې د دې کابل دا ټول خلک پرچميان او خلقيان دي کۀ نه مسلمانان هم پۀ کښې شته؟ ولې چې تۀ وائې چې زمونږ ملګري هلته هم موجود دي. ګلبدين وې چې نه! هلته خو ډېر ښۀ مسلمانان شته. نو ما وې پۀ دې مې پوهه کړه چې تۀ د څلوېښتو ميلو لرې نه يو راکټ د کابل پۀ ښار ور شتۍ کړې نو تا دې راکټ له دا سبق ورکړے دے او هغه دې پۀ دې پوهه کړے دے چې تۀ به صرف پۀ ‘خلقي’ او ‘پرچمي’ پسې ګرځې او هغه به وژنې!!! او کۀ دا راکټ پۀ خطا چرته پۀ سکول، مکتب، دارالعلوم، جومات، شفاخانه، يتيم خانه او يا پۀ بازار کښې پرېوت او ستا پۀ وېنا هلته مسلمانان پرې مړۀ شول، بچي او زنانه، رنځوران او پۀ نمانځۀ ولاړ خلک قتل شول نو د دغه مسلمانانو د قتل ذمه وار څوک دے؟

نو چې پۀ خپله بريګېډئير يوسف کتاب ليکلے دے او پۀ خپله پۀ پوره ذمه وارۍ او فخر دا خبره کوي چې زۀ ځکه دا وايم چې د پاکستان د فوج افسران او غړي پۀ افغانستان کښې دننه جنګېدل چې زۀ هغه ذمه وار افسر يم چې ما به د دوي چوڼ لا نامزدګي کوله. نو د دې کتاب د لوستلو نه پس به هم هغه خبره ثبوت ته ورسي چې حکومتِ پاکستان دروغ وې، وزارتِ خارجه او د هغې افسرانو دروغ وې، د پاکستان د فوج سربراه ئې دروغژن ثابت کړو، د ملک سربراه ضياء الحق صاحب ئې دروغژن او ناحق ثابت کړو او د اسلام نه ئې خارج کړو.

د ضياء الحق صاحب پۀ حقله ئې هم ډېر څۀ ليکلي دي او دا پۀ ډاګه وائي چې د امريکنو اعليٰ او اوچتو افسرانو سره کانفرنسونو او مرکو کښې به دے ناست ؤ او د هر څۀ نه دے پوره پۀ پوره خبر ؤ، او خبر څۀ چې هر څۀ د هغۀ د هدایاتو او حکم لاندې کېدل. پۀ خصوصيت سره د سي اٰئي اے د مشر کېسي سره ئې ډېر نزدې تعلق بيانوي او دا هم ليکي چې چا به ډېره بهادري وښودله نو هغې مجاهدينو له ضياء صاحب پۀ خپله پۀ خپل لاس مبارک باندې انعامونه او سندونه ورکړي دي. تر دې چې کومو پاکستاني فوجي افسرانو او سپاهيانو د دوي سفارش کړے دے نو هغوي له ئې هم سندونه او انعامونه پۀ خپله ورکړي دي. نو دا کتاب چې سړے ولولي او بيا ورته هغه د ضياء صاحب هغه قسمونه او انکار را يادېږي نو د سړي د دې خلکو هغه اسلام خو اوچت مقام دے، د دوي د انسانيت نه هم د بنيادم کرکه پېدا شي چې دا پۀ امريکې مئين او پۀ حقيقت کښې پۀ امريکې خرڅ دا پاکستانيان څنګه پۀ بې رحمۍ د اسلام دا پاک نوم د يو غېر قام د فائدې د پاره استعمالوي او هغه کافر قام د پاره خپل مسلمان ورور هم د اسلام پۀ نامه وژني.

او چې کله بيا هغه تفصيل سړے ولولي، کوم چې پۀ افغانستان کښې د اسلامي جهاد پۀ سلسله کښې د دې اختياري برملا او پۀ ډاګه ليکي چې “زمونږ د دغې مقصد د حاصلولو د پاره درې ذريعې وې )مخ (149:

  1. اوله حصه کابل ته د لارو بندولو وه چې هلته د هر قسمه رسد رسول بند شي. وسله خو پۀ هوائي جهازونو هم را رسېدله، ولې اصلي مقصد د خوراک د سامان بندول وو چې افغانستان ته د خوراک سامان نۀ رسي. يعني مطلب دا چې د افغانستان خلک د لوږې نه وژل وو چې هلته قحط پېدا کړي.
  2. دوهمه حصه د تخريب کارۍ او د قتلونو – ليکي چې مونږ کوشش کولو چې د جهازونو هوابازان قتل کړو. تر دې ليکي چې مونږ دومره وکړې شوه چې د کابل يونيورسټۍ د خوراک د هال د ميز لاندې مو بم کېښودو چې د نورو نه علاوه پۀ کښې يوه ښځه پروفېسره هم قتل کړې شوه او داسې جنرل عبدالودود مونږ بۀ خپل دفتر کښې قتل کړو او د نور چا به څۀ وائې، ليکي:

We made several attempts to kill Najibullah, both times when he was Head of the Khad and after he became Presidents. (Pg. 146)

  1. د کابل ښار تباهي – لکه څنګه چې د جرنېل اختر عبدالرحمان حکم ؤ، د باب پۀ سر ليکلي دي چې “Kabul must Burn” – د مجاهدينو د مختلفو ډلو د بېلو بېلو ګروپونو نه علاوه دے پۀ خپله وائي چې زما اووۀ ګروپونه او ټیمونه د دې کار د پاره پۀ خصوصيت سره ټاکلے شوي وو او دا ذمه واري ور پۀ غاړه شوې وه چې د کابل ښار لۀ منځه يوسي او وائي چې پۀ زرګونو لکهونو راکټې مونږ پۀ کابل ور وورولې او پۀ ښاريه کښې دننه هم تخريب کاري پۀ منظمه طريقه د منصوبې د لاندې روانه وه. وائي چې صرف د رېډيو کابل د پاره حکم ؤ چې کوشش پکار دے چې هغې اړخ ته چرته راکټ لاړ نۀ شي، ولې چې د هغې پۀ خوا کښې د امريکې سفارتخانه ده.

پۀ دې درې واړو منصوبو کۀ لږ غور وشي نو دې کښې کوم قدم د روس بر خلاف اخستلے شوے؟ پۀ نامه خو د روس بر خلاف د اسلام پۀ نوم جهاد ؤ؛ وسله دې امريکه، چين، برطانيه ورکوي او نور خو پرېږده چې د يهودو وسله راځي او هغه فوجي ماهرين او انسټرکټران موجود دي او د ګلبدين حکمتيار سره تړلي دي!!! د سړي زړۀ خوږ شي. د پاکستان د دې فوجي او د امريکې د دې بالکي پۀ خبره خو سړے پوهېږي، ولې حېرانتيا خو د افغانستان دې بنياد پرسته مُلا ته ده چې خپل د جنت پۀ شان ملک ئې د اور پۀ لمبو وسېزۀ. کلي، لارې او درې ئې د خپلو بچو پۀ وينو خړوب کړلې. پۀ لکهونو مسلمانان ئې قتل کړل – د چا د پاره؟ او لوبه خو دا ده چې نۀ يو امريکن مړ شو او نۀ ئې خپل وطن امريکې ته څۀ نقصان ورسېد. نن ملا بربنډ لغړ ولاړ دے چې څنګه ئې خپل نجيب او غېرتي قام د اسلام پۀ مقدس نامه پۀ کافرو پۀ پېسو خرڅ کړو او د تخت و تاج د خوبونو پۀ اسره ئې خپل ملک تباه او برباد کړو او پۀ لکهونو خپل ګلالي بچي ئې د خاورو خوراک کړل. جنګ د چا ؤ؟ ګټه د چا کېږي؟ او قرباني څوک ورکوي؟ دا اعتراف نن د پاکستان د فوج يو افسر پۀ خپله د هغې رازونو نه پرده پورته کوي.

“باچا خان او خدائي خدمتګاري”،درېم ټوک، مخونه 743-732

روان سياسي حالات:

د ولي خان بابا د تاريخي شاهکار ‘باچا خان او خدائي خدمتګاري’ نه مو دغه درې برخې ستاسو وړاندې کېښودې.

نن پۀ دې ملک او دې خطه کښې روان سياسي حالات څۀ دي؟ پاکستان کښې به يو فوجي ډکټېټر جنرال ضياء نېغ پۀ نېغه حکومت نۀ کوي خو پارلېمان نېغ پۀ نېغه د فوج لاندې دے. د ټولو محکمو انتظام ته فوجي افسران لکه د ‘برطانوي نمائندګانو’ ناست دي. د ملک ائين عملاً معطل دے او پښتونخوا کښې نېغ پۀ نېغه د يو اېکټ لاندې مارشل لاء لګولې شوې ده. بلوچستان کښې د کور کمانډر او د کوئټې د طالبانو شوريٰ حکومت دے. قبائلي سيمې چې د يوې اوږدې سياسي او ائيني مبارزې نه پس د خېبر پښتونخوا برخه ګرځېدلې دي، هلته د ملک اساسي ائين له لاره نۀ ورکولې کېږي او د سياسي فکر د وژنې وروستۍ واقعه پۀ کښې د عارف وزير پۀ رڼا ورځ د هغۀ د کور مخې ته قتل دے. کۀ څوک پۀ رڼا ورځ يو ښکاره سړے د هغۀ د کور مخې ته وژني نو دې نه بې د دې بل څۀ مطلب کېدے شي چې ‘نا معلوم’ څومره ‘بې وېرې’ او څومره ‘ډاډه’ دي!!!

عجيبه منطق دا دے چې افغانستان کښې ‘طالبان’ چې د پاکستان د فوج ګوډاګي عمران خان ورته پېښور کښې د دفترونو ورکولو پېشکشونه کول، قطر کښې د کافرې او اسلام دشمنې امريکې سره روغه کوي خو د افغانستان حکومت سره روغه نۀ کوي!!! د مېندو ګېډو او غېږو کښې ئې تنکي ماشومان هم د وحشت ښکار شول.

ملک کښې د اتلسم ائيني ترميم د ختمولو سازشونه فوجي سرپرستۍ کښې روان دي. اتلسم ائيني ترميم د دې ملک ټولو سياسي پارټيو پۀ داسې متفقه طور منظور کړے دے چې قدرې يو ووټ ئې هم مخالفت کښې نۀ دے راغلے!!! د اسفنديار ولي خان دا خبره چې “د درېو ووټونو پۀ اکثريت ولاړ حکومت اتلسم ائيني ترميم له د ګوتو ور وړلو جرأت هم نۀ شي کولے” د موجوده حکومت د بد نيتۍ ائيني ناکامۍ ته يوه اشاره ده – خو دا دې مونږ کله هم د پامه نۀ غورځوو چې دغه د درېو ووټونو اکثريت د فوج، عدليې او احتساب کمېشن پۀ ډانګورو ولاړ دے او دغه ډانګورۍ د سياسي جماعتونو د “مشترکه” جدوجهد نه بغېر پڅول ګران دي. ]ولي خان بابا ‘د روان فرهادي سره مرکه’ کښې دې حکمت عملۍ ته اشاره کړې ده او عوامي نېشنل پارټۍ عملاً دا ثابت کړي دي.[

دا وخت د مسلم ليګ )نون( يوه برخه ‘خپلو مجبوريو’ حکومت سره ودرولې ده او پاتې مسلم ليګ نه لکه د نورو ګوندونو ‘خپلو مجبوريو’ ژبې پۀ نوکونو نيولې دي. د کورونا پۀ شا ډېر څۀ روان دي!!! دې حالاتو کښې عوامي نېشنل پارټي يواځينۍ اسره ده. لکه څنګه چې د نېشنل د دوو صوبو صوبائي صدرانو اصغر خان اڅکزي او اېمل ولي خان اعلان کړے دے، “کۀ اتلسم ائيني ترميم کښې ګوتې وهلې کېدې نو مونږ به پۀ کورونا هم ايسار نۀ شو او احتجاج به کوو”؛ د اوس نه دې احتجاج ته لارې سمول پکار دي. د “پښتون قامي جرګه” فېصلې زوتول پکار دي، نورو سياسي ګوندونو سره رابطې کول پکار دي. نېشنليان بمونو هم نۀ دي ايسار کړي. تاريخ ګواه دے.

  1. پاکستاني نصاب کښې د څلورم ټولګي ماشومانو ته د رېفرنډم پۀ قصه ‘د تاريخ قتل’ کښې دا بحث پۀ دې کرښه راټول کړے شوے دے )”پښتون”(:

    “To tell lies is bad; to tell them to 4th class students is worse; to tell them in a textbook is unforgivable.”

    K.K. Aziz, The Murder of History, Lahore, Sang-e-Meel Publications, 2015, Pp. 179

 

دا هم ولولئ

د اتمانزو محاصره:1930 – خليل مومند

د هندوستان د ازادۍ پۀ جنګ کښې د کال 1930 مهم واقعات چې د پښتنو …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *