:COVID-19 کورونا ما بعد از کورونا – علي زر خان علي

پۀ انسانانو د قدرتي افاتو او وباګانو تاريخ ډېر زوړ دے او وئيلے شي چې هر سل کاله پس د دنيا پۀ څۀ نه څۀ حصه کښې يوه وباء راځي. خوشحال بابا هم د يوې داسې وباء ذکر کړے چې د هغوي پۀ زمانه کښې راغلې او تباهي ئې کړې وه:

د غواص د کال وباء
خدايه مۀ راولې بيا
اکوړخېل چې پۀ کښې مړۀ شو
لوي واړۀ، مرد و نساء
تر دکنه تر کابله
دا خوره شوله بلا
پۀ لکهونو خلک مړۀ شو
ډېر ښارونه شو صحرا

دغسې باچا خان هم پۀ خپل کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’ کښې د يوې وباء ذکر کړے دے چې ډېر خلک ئې وژلي وو. باچا خان وائي چې د سحر نه تر ماښامه به مونږ قبرونه کنستل خو بيا به هم کم شو. د باچا خان وړومبۍ ټبر هم پۀ دغه وباء کښې وفات شوې وه. غني خان هم پۀ دغه وباء کښې ناروغه شوے ؤ چې د څلور پينځو کالو ؤ.

غالباً دا وباء 1919-20 کښې راغلې وه چې سل کاله ئې پوره شو او نن زمونږه ستاسو پۀ زمانه کښې 2020 کښې هم د کورونا وائرس وباء راغلې ده چې د چين نه ئې شروع کړې ده او پۀ ټوله نړۍ کښې خوره شوې ده او پۀ ميليونونو خلک ئې ناجوړه کړي دي چې تر اوسه پۀ کښې درې لکهه ته نزدې مړۀ شوي هم دي. چونکې د دې وائرس علاج لا تر اوسه پورې نۀ دے پېدا شوے، دې د پاره د نړۍ ټولو هېوادونو د ډاکټرانو پۀ مشوره د عوامو پۀ ګرځېدو او يو بل سره ملاوېدو بندېز (Lock Down) اعلان کړے دے.

د ډاکټرانو وېنا ده چې دا وائرس ډېر پۀ تېزۍ سره خورېږي نو د دې د مخنيوي بې د دې بله لار نشته چې خلک پۀ خپلو کورونو کښې بند کړے شي او ناروغه مريضان د خلکو نه جدا کړے شي.

موجوده دور کښې انسان د سائنس او ټېکنالوژۍ پۀ مدد سره پۀ سپوږمۍ هم قدم ايښے دے او هغه ايجادات ئې کړي دي چې د چا پۀ تصور کښې هم نۀ راتلل. خو د نن وخت د ترقۍ راز کورونا وائرس پۀ ډاګه کړو چې لا تر دې وخته يو ملک سره هم د يو وړوکي شان وائرس علاج نشته.

د دې نه پته هم ولګېده چې سرمايه دار او واړۀ ملکونو پۀ بمونو او وسلو او د عېش عشرت پۀ سامانانو څومره بجټونه لګوي او د خپلو عوامو د صحت څومره خيال ساتي او د صحت پۀ شعبه څومره خرچ کوي!!! امريکه چې د دنيا واحد سوپر پاور دے، د هغوي ډاکټرانو سره فېس ماسک چې د کپړې يوه سپکه ټکړه وي، هم نۀ وه او نۀ د ډاکټرانو سره د خپل ځان بچ کولو د پاره حفاظتي کټس وو. او د دنيا ملکونو ماسک ونټيلېټرز چې د مريضانو د ساه اخستو د پاره استعمالولے شي، اوس پۀ جوړولو شروع کړې ده.

کورونا وباء کۀ مصنوعي ده او کۀ قدرتي ده، خو ټوله دنيا ئې پۀ ځاے ودروله. سياست، تجارت، صنعت، بازارونه، تعليمي ادارې، ټرانسپورټ هر څۀ ئې پۀ ځاے ودرول او خلک ئې پۀ کورونو کښې بند کړل. پاکستان کښې هم تش پۀ نوم لاک ډاون وشو. کۀ چرته ښارونو کښې پرې عمل شوے وي نو وي به، خو کلو قصبو کښې خو هېڅ قسم بندېز پۀ نظر نۀ راتلو. خلک د مخکښې نه زيات پۀ لارو کوڅو کښې يو بل سره ډلې ډلې کېدل، پۀ جوماتو کښې هم د مخکښې نه رش سېوا ليدے شو، جنازې هم هغسې درنې درنې کېدې. د پښتنو پۀ حقله خو يو ځل بيا ثابته شوه چې د تېرو څلوېښتو کالو دهماکو، مرګونو، بې عزتو او کورونو وارنېدو نه دې قام هېڅ قسم سبق نۀ دے اخستے او اوس هم د خپل روايتي وروست سوچ او فکر نه بهر نۀ دي راوتي. کۀ پۀ ټوله دنيا کښې کورونا وباء تباهي راوسته خو پښتانۀ ئې اوس هم منلو ته تيار نۀ دي. پښتانۀ وائي دا ګپ دے، هېڅ هم نشته، چې څۀ پۀ قسمت کښې وي نو هم هغه کېږي او د مرګ نه به کوم پله تښتې!!! هم دا د جهالت نه ډک سوچ رياست د تعلیمي نصاب، ميډيا او مذهبي جذباتو پۀ ذريعه د خلکو ذهن کښې ټومبلے دے. هم داسې به دې خلکو فساد ته جهاد وئيلو او کورونه ئې وران شول خو عقل ئې سر له را نۀ غلو.

چې يو شے څوک مني نۀ نو ځان به ترې ولې بچ کوي؟ د دې بې احتياطۍ د لاسه زيات مړي پۀ پښتنو کښې وشول او دا وخت د کورونا د مړو پۀ فهرست کښې پښتونخوا د پنجاب او سندهـ نه هم وړاندې ده.

يو قام چې د زوال لاندې درجې ته ورسي نو دا خلک بيا پۀ عقل فکر مفلوج شي نو دوي نۀ خپله څۀ کولے شي او نۀ ځان د څۀ نه بچ کولے شي. نو بيا چې ورسره د خپلې نا پوهۍ او بې عملۍ پۀ وجه هر څۀ کېږي نو دوي ذمه واري پۀ بل چا اچوي او هره خبره کښې ورته ‘بېروني سازش’ ښکاري.

د کورونا وباء پۀ حقله هم د اکثرو پښتنو چې پۀ کښې ښۀ لوستي او مذهبي پوهه خلک هم شامل دي، دا خيال دے چې دا ټول د کافرو سازش دے چې زمونږ جوماتونه شاړ کړي او تبليغ بند کړي! اوس دا رنځور قام به څوک څنګه پوهوي چې د اسلام مرکز سعودي عرب پۀ عمره، طواف، حج او پۀ جوماتونو کښې پۀ جمع پابندي لګولې ده. نورو هم اکثرو اسلامي ملکونو خلکو ته امر کړے دے چې نمونځ پۀ کور کښې کوي. نو دغه ملکونو کښې چا سازش وکړو؟ او بيا زمونږ د جوماتونو او تبليغ نه امريکې ته يا اسرائيل ته تکليف څۀ دے؟ مغربي ملکونو خو ترقي د مذهب پۀ زور نۀ ده کړې، هغوي ته د چا د مذهب نه هېڅ خطره نشته.

کۀ چرې د دې وباء متعلق د پاکستان مسلمانانو يو انسان دوست پېغام دنيا ته ورکړے وے نو دا به د اسلام او پاکستان د پاره ډېره سودمنده خبره وه. اسلام خو يو داسې دين دے چې د هرې زمانې او هر قسم حالاتو د پاره پۀ کښې لچک شته. کۀ يو سړے پۀ سفر کښې دے نو د سفر د ذکر شوو شرطونو پوره کېدو نه پس پرې روژه نيول نشته، د نمونځ رکعتونه هم ورته کم شي، پۀ ناروغه روژه نشته، پۀ بې وسه حج، عمره او زکات نشته. کۀ ځول باران وي يا ورته څۀ خطر وي نو کور نمونځ کولے شي، کۀ اوبۀ نۀ وي د تېموم لار ئې ورکړې ده. مشهور حديث دے چې مسلمان هغه دے چې د لاسو پښو او ژبې نه ئې بل مسلمان محفوظ وي – نو کله چې پۀ ملک کښې يوه داسې وباء وي چې د يو نه بل ته لګي او د یو کس نه د بل ژوند ته خطره جوړېږي او مرګونو کښې اضافه کوي نو دا سړے الله رضا کوي او کۀ ناراضه کوي؟

کورونا وائرس د ټولې دنیا پۀ انسانانو اغېز کړے دے. د لاک ډاون پۀ وجه د بې روزګارۍ او غربت کچه نوره ه سېوا شوې ده. دې وباء پۀ ټوله نړۍ کښې غريبې طبقې ته ډېر زيات مالي او جاني نقصان رسولے دے او دا خبره يو ځلې بيا واضحه شوه چې د انسانيت اصل دښمنان وبائي مرضونه ‘جهالت’ او ‘غريبي’ ده. کۀ چرې انسانان د يو بل د وژلو د پاره د وسلې پۀ ځاے بجټونه د قام اولس د بيماريو، لوږې او جهالت ختمولو د پاره استعمال کړي نو پۀ لږه موده کښې به د ټولې نړۍ انسانانو ته د خوشحالۍ ژوند نصيب شي او انسان به خپل ورک شوے جنت بيامومي.

کۀ د نړۍ سرمايه دارو سُود خورو د جنګ نه لاس وا نۀ خستۀ او خپلې مسئلې ئې پۀ پُر امن طريقو حل نۀ کړې نو هېڅ څوک به هم پۀ سکون ژوند تېر نۀ کړي او د ټولې نړۍ انسانان به کله د وباګانو د لاسه او کله د جنګونو د لاسه دغسې پۀ خطر کښې پراتۀ وي.

دې وخت کښې د ټولې دنيا اقتصاد، سياست، صنعت، تجارت او ټرانسپورټ، عرض د ژوند سره تړلې هره شعبه پۀ ځاے ولاړه ده. ځينې خلک کورونا وائرس قدرتي ګڼي، دې ته د فطرت ردعمل وائي او ځينې دا مصنوعي ګڼي او د بائيولوجيکل جنګ اقدام ئې بولي. کۀ دا وباء مصنوعي ده او کۀ قدرتي ده، خو ټوله دنيا ئې پۀ کورونو کښې بنده کړې ده. شايد چې داسې لاک ډاون مخکښې پۀ دنيا کښې نۀ وي شوے. دې کښې خو څۀ خبره نۀ ده پکار چې ګنې دې وباء کښې د انسان څۀ قصور نتشه – انسان چې لګيا دے د خپل غرض د پاره فضا ته او ماحول ته کوم زهرژن کيميکل، لوګي، دوړې، د بمونو او بارودو زهر ورکوي، ځنګلونه ختموي او د کنکريټو دېوالونه اوچتوي؛ نو قدرت به هم څۀ نه څۀ د دې ردعمل کوي. د دې وباء نه سبق اخستو د پاره پکار دي چې ترقي يافته او ترقي پذير ملکونه نور د هوش نه کار واخلي، خپل طاقت، دولت او سائنس او عقل فکر د انسان د تباهۍ پۀ ځاے د انسانيت او ماحول د ښېګړې د پاره پۀ کار راولي.

د دې ملک خو دا حال دے چې وزير اعظم وائي کۀ پۀ لاک ډاون کښې سختي کوو نو خلک به راته د لوږې مړۀ شي – يعني زمونږ عوام پۀ کور يوه مياشت ډوډۍ نۀ شي خوړلې او مونږ د اسلام جنډه راخستې کله ئې پۀ هندوستان او کله ئې پۀ امريکه ودروو!!! د ناکام اقتصادي پروګرام او ګاڼه کړې خارجه او داخلې پاليسۍ دننه خو سټاک اېکسچېنج ترقي نۀ شي کولې! کوم ملک چې پردي جنګونه خپل انګڼ ته راوړي نو هلته د اولس هم دغه حال وي چې دوه وخته پۀ مړه ګېډه کوم خلک ډوډۍ نۀ شي خوړې نو هغوي به ځانونه يوه مياشت څۀ وساتي؟ البته دنیا لګيا ده خپل ترقياتي او فوجي اخراجات را کموي او پۀ غېر ترقياتي کارونو کښې ګېر شوي بجټونه داسې حالاتو کښې د اولس د پاره استعمالوي او د اولس مدد کوي خو پاکستان کښې د کورونا پۀ مد کښې راغلے امداد پته نشته کومې تورې کندې ته پرېوځي؟ د سپريم کورټ د نوټس نه پس حکومت وئيلي دي چې دا د کورونا پۀ مريضانو سړي سر پينځويشت لکهه (2,500,000) روپۍ لګوي!!! دا چرته لګي؟ څنګه لګي؟ څومره لګي؟

د دې وباء نه پس واکدارانو له پۀ خپلو پاليسيو او طرزِ حکومت نظرثاني پکار ده. خپلې ذمه وارۍ پېژندل پکار دي. ټول عمر پۀ خېراتونو او دعاګانو ملک نۀ چلېږي. کاش کۀ دا وخت د ملک اختيار د ملک د منتخبو نمائندګانو پۀ لاس کښې ؤ نو پۀ هغوي به د اولسي مېنډېټ ذمه واري وه او داسې څۀ نه څۀ حرکت به ئې ضرور کړے ؤ لکه د سندهـ حکومت چې پۀ عالمي طور د کورونا خلاف خپله منصوبه بندۍ باندې نېکنامي ګټلې ده. د وفاق او نورو صوبو حکومتونه خو لاس پۀ نامه ولاړ دي.

د پي ټي اٰئي حکومت د کورونا پۀ مسئله بېخي ګنګس دے. دا وائرس پۀ ګڼه ګوڼه کښې ډېر پۀ اسانۍ خورېږې، پۀ دې وجه د احتياطي تدابيرو نه سترګې پټول نۀ دي پکار. حکومت پۀ دې حالاتو کښې هم د سُود زيان خبرې کوي او تر اوسه ئې دا فېصله نۀ ده کړې چې څۀ اقدامات وکړي.

پۀ ټوله دنيا کښې د لاک ډاون پۀ وجه د ډېر وخت د پاره فضا کښې الودګي هم کمه شوه چې اثر به ئې د خلکو پۀ صحت پرېوځي. کېدے شي چې اوسط عمر ورسره هم سېوا شي. د لاک ډاون پۀ وجه د بجلۍ، تېلو او ګېس بچت هم وشو چې نوره دنيا کښې ئې نرخونه هم ارزان شول. دا وخت پټرول پۀ ټوله دنيا کښې د تاريخ پۀ کم ترين نرخ دي. يوې مياشت پورې خلکو د هوټلونو پۀ ځاے د خپل کور صفا ستهرا خوراک وکړو چې اغېز به ئې خامخا پۀ صحت پرېوځي.

کورونا د دنيا نقشه بدله کړه. کۀ يو خوا ئې مالي او ځاني نقصان ورکړو خو بل طرف ته ئې د ماحولياتو پۀ حواله مثبت اثرات هم پرېباسل. د انسان همت او د علمي تحقيق وړاندې به يوه ورځ کورونا هم شکست وخوري، خو مونږ بايد خپل رويې د خپل ماحول او چاپېرچل باره کښې بدلې کړو او دا دنيا زمونږ سره زمونږ د راتلونکو نسلونو امانت دے؛ بايد دا امانت پۀ ښکلي او صفا ماحول خپلو نسلونو ته وسپارو.

ژوند بې مزې شو کورونا د لاسه
ګلونه مړاوي بهار هم پرېوت
وار پار خطا شو د قارون د بچو
د سرو او سپینو خمار هم پرېوت
زمونږ د سيوري نه به تلۀ پۀ ډډه
لاړو د ښکلو بازار هم پرېوت

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *