پۀ وینو لړلې د خدائي خدمتګارو سرې جامې (افسانه) – نور بادشاه يوسفزے

سبا سهار پۀ بابړه کښې د خدائي خدمتګارو جلسه ده. امین خان بابا خپلې کور ودانې ته غږکړو!

وا سپین سرې، هغه سرې جامې مې د صندوق نه راؤباسه چې سبا ئې جلسې ته واچؤم .

سپین سرې ئې د ورخاړي بوټي ته اوبۀ واچولې او لږ شان پۀ قار کښې ئې جواب ورکړو: وه سړیه هغه سرې جامې خو دې پۀ مینځلو او ګټو ټکولو سورۍ او ورستې شوې دي، ځاے پۀ ځاے پۀ کښې د نورو جامو ټکړې لګېدلي، هغه جامې نورې مۀ اچوه، دغه سپینه جوړه واچوه .

امین خان بابا پۀ لاس کښې نیولې امسا ته زور شان ورکړو او پۀ قار سره ئې جواب ورکړو: جومات ته هم کله څوک د ټوپۍ او تسبو بغېر تللي چې زۀ د ” سرو جامو ” پرته د خدائي خدمت ګارو جلسې ته لاړ شم؟ زړۀ مې ډېر مۀ خوره خو چې جامې دې راته سهار تیارې ایښودې وي.

د امین خان بابا ( ټبر ) چې هغۀ به ورته د ډېرې مینې سپین سرې وئیله، پۀ قار کښې ورته ووئیل چې ښه ښه راؤباسلې به مې وي خواوس مې د کور کارونو کولو ته پرېږده……. د اویا کالو شوې خو دا ستا جلسې او خدائي خدمت ګاري ختمه نۀ شوه، اخر لۀ دې مونږ ته ګټه څۀ ده.

امین خان بابا چې د مازیګر د لمانځۀ لپاره پۀ دواړوځنګونانو لاسونه کېښودل او ډېر پۀ ګرانه سره پورته شو، یوځل بیائې خپلې ”سپین سرې ته مخ راواړولو او داسې پۀ قار ئې خولۀ راخلاصه کړه او ګویا شو. ګوره سپین سرې! پۀ دنیا کښې خلق هر کار د ګټې لپاره نۀ کوي! کله کله انسان د نورو فکر هم کوي، کله کله انسان د قام فکر هم کوي! خدائي خدمت ګاري یواځې د یو تحریک نوم نۀ دے بلکې خدائي خدمت ګاري یو خپل مطلب او معنې لري، یعنې د خداے د انسانانو د خداے لپاره خدمت کول، کله چې انسان د خداے د انسانانوخدمت کوي دا داسې ده لکه چې خداے له خدمت کوي، پۀ دې تحریک کښې یواځې زۀ نۀ یم، پۀ زرګونو نور خلق هم پکښې دي.

امین خان بابا یو دوه قدمه واخستل او د کوټې پۀ درشل ودریدۀ، خو سپین سرې ته ئې لا هم زړۀ سپک کړے نۀ ؤ او یوځل بیاګویا شو، چې داد تېروڅلوېښتو او پنځوس کلونونه دې خیال نۀ دے چې دا د انګرېزانوبچي څنګه زمونږ پۀ خاوره راج کوي، پاک صفا سکولونو او دفترونو ته روان وي، زمونږ پۀ خپله خاوره کښې ئې زمونږ نه غلامان جوړ کړي، زمونږ د خاورې وسائیل لوټ کوي او تر لندن پورې ئې غلا کوي.

امین خان بابا یوځل بیا سپین سرې ته وکتل او بیا لګیا شو چې زمونږ خدائي خدمتګاران پۀ دې پښتنه خاوره د تعلیم داسې ډېوې بلول غواړي چې رڼا ئې پۀ ټول جهان خوره شي، مونږ هم هره پېغله او ځوان تعلیم یافته لیدل غواړو، مونږ پۀ خپلو پښتنو کښې سیاسي شعور او د خپلې خاورې سره د مینې جذبه پېدا کول غواړو. د خدائي خدمت ګارانو دا مشن دے چې پۀ دښمنو، تربګنو، تربورولو او د جهالت پۀ تیارو کښې نښتي پښتانۀ راویښ کړي…

مخکښې لۀ دې چې امین خان بابا خپلې خبرې ته دوام ورکړي، سپین سرې ابۍ ئې خبره کټ کړه اوغږ ئې پرې وکړو چې، وا سړیه: لمر پرېوځي! د مازیګر د لمانځۀ وخت درنه روان دے، زر جومات ته ځان رسوه، ملا صېب ستا نوکر نۀ دے چې ستا د راتلو پورې به درته پۀ انتظار ولاړ وي .

پۀ امین خان بابا د سپین سرې دا خبره سمه ؤنۀ لګېده خو لمونځ خو لمونځ دے… کول خو به غواړي، او د جومات پۀ طرف روان شو.

سپین سرې ابۍ انغري ته ناسته او اور ته پوکے ورکوي خو خبر نۀ ده چې سبا به ئې پۀ کور قیامت راځي، خبر نۀ ده چې سبا ئې د امین خان سره د پنځوس کلونو د ملګرتیا مزے شلېږي، خبر نۀ ده چې هم دغه انغرے به ئې د سبا نه، نۀ بلېږي او نۀ به پوکو ورکولو ته اړتیا پاتې وي.

سهار چې کله د جومات نه امین خان کور ته واپس راغے نو پۀ درشل د قدم کېښودو سره سم ئې د ”سرو جامو” پوښتنه وکړه! سرې جامې ئې ورستې شوې وې، ځاے پۀ ځاے سورۍ او د نورو جامو ټکړې پۀ کښې لګېدلې وې، خو بابا ته پۀ کښې ځان داسې د فخر او غرور نه ډک ښکاريدۀ لکه یو فوځی چې خپله وردي واچوي .

داسې پۀ کږه ئې ”سپین سرې” ته راوکتل او پۀ غرور ئې ووئیل، څنګه سپین سرې لا خو ځوان یم کنه! داسې راته ځان ځوان ښکاري لکه شل کاله مخکښې چې د باچا خان سره نیول شوے او جېل ته تلے وم، داسې راته ځان ښکاري چې د باچاخان سره به ایسټ بنګال نه تر د وزیرستان پۀ صحراګانو میاشت میاشت پېدل ګرځېدلم او د پښتنو د سیاسي شعور لپاره مو تبلیغونه کول!

سپین سرې ورته د چاے پیالۍ ورمخکښې کړه او ډېر پۀ ناز ئې ووئیل چې بس کړه! بس کړه! د اویا کالو شوې خو دا د خدائي خدمت ګارۍ جوش جذبه دې سړه نۀ شوه!

امین خان چې کله ترې پیالۍ واخسته، او پۀ کمزورو او رپېدلو لاسونه ئې د اول ګوټ لپاره خولې ته نزدې کوله نو پۀ کوڅه کښې د یو ماشوم غږ شو او ګویا شو چې ” بابا مې وائي چې زر تر زره ځان د کلي بره سر ته راورسوه چې جلسې ته وختي لاړ شو، باچا خان د وخت پۀ پابندۍ نۀ کولو خفه کېږي!

د وارخطائۍ نه امین خان د چاے نه دوه ګوټه وکړل او کوشش ئې وکړو چې د ځوانۍ پۀ شان د کټه پورته شي خو پورته نۀ شو!!! لاسونه ئې پۀ ځنګونانو کېښودل او د وړې خداے پۀ امانۍ وروسته د خپل کوره رابهر شو او د کلي بره سر پله روان شو.

د کلي پۀ بره سر کښې سپین ږېري مشران، ځوانان او ماشومان راټول شوي ولاړ دي او ټولو پۀ شریکه د ” بابړې ” پۀ طرف حرکت وکړو!!!

نن بابړې ته پۀ زرګونو خلق راټول شوي، یو سور سمندر دے! دا خلق د باچاخان د خلاصولو غوښتنه کوي. باچا خان د برطانوي استعمار پۀ وخت کښې هم ټول عمر د تورو تمبو شاته تېر کړے او د پاکستان د جوړېدو سره سم هم پۀ جېل کښې پۀ زولنو کښې ساتل کېدۀ، نو اخر د ظلم دا ناروا سلوک به تر کومه برداشت کیدۀ؟

خدائي خدمت ګاران پۀ بابړه کښې د پرامن احتجاج لپاره راټول شوي، دوي خبر نۀ دي اوس به کوم ظلم ورسره کېږي. هم دغه وخت ؤ چې د خدائی خدمتګارانو نه د یو کشمیري چارواکي عبدالقیوم خان پۀ حکم دفوځ یو جنوني لښکر چاپېره شو، د هر فوځي پۀ سینه سبز هلالي بېرغ لګېدلے، د فوځ د لښکر د وړومبۍ ډلې سره ”سبز هلالي بېرغ” پۀ لاس کښې دے او پۀ ‘خدائي خدمت ګارانو’ د ډزو کولو حکم ته انتظار کوي!

هم دا شېبه ده چې فوځ ته د ګولو چلولو حکم وشي، دوړې شي، لوګي شي، شور شي، چغې شي، دردونه شي، اسوېلي شي…….. ګولۍ داسې ورېږي لکه جوار چې ورتېږي، داسې غوغا او قیامت دے چې لکه روس، برطانیې، فرانس او امریکه چې د جرمني پۀ ښارونوګولۍ او بمونه ورول!

د ” خدائی خدمت ګارانو ” جرم ډېر سخت او د نۀ معاف کولو ؤ هغه داسې چې هم دې تحریک د انګرېزانو سره داسې کار کړے ؤ لکه غوږ ته چې کوم ماشے ننوځي، د خپلې عدم تشدد پۀ فلسفه دې تحریک انګرېزان ډېر پرېشانه کړي وو! دې تحریک پۀ پښتنو کښې د تعلیم او پوهه خپرولو خبره کوله چې هغه انګرېزانو ته د منلو نۀ وه، ځکه انګرېزان پوهېدل چې کۀ پښتون تعلیم یافته او پوهه شي نو دا مو هم د غازي امان الله خان پۀ شان د خپلې خاورې شړي.

”خدائی خدمت ګارانو” ته د انګرېز نه د پاتې شوي اولاد زړونه ښۀ سم ډک وو، او هم دا وه چې اووۀ يا اووۀ نيم سوه خدائي خدمت ګاران پۀ دغه ډزو کښې ووژل شو، پۀ سيند لاهو کړے شو، پۀ جېلونو کښې پۀ ټارچر ووژل شو، د خدائي خدمت ګارانو نه د ډزو د ګولو پېسې هم واخستلې شوې.

اوس لس کلونه تېر شول، او سپین سرې ابۍ د خپل امین خان د مړي لټولو لپاره د بابړې پۀ مقام کښې دلګیره ناسته وي، کله وائي چې مړے به سيند وړے وي، کله سوچ کوي چې امین خان به د لاهور پۀ جېلونو کښې پۀ وهلو مړ کړے شوے وي……… هم پۀ دې سوچونو او فکرونو کښې ډوبه ناسته وي او مخامخ د پاکستان ”سبز هلالي بېرغ” ته پۀ بې وسۍ سره ګوري…..!

 

دا هم ولولئ

تاريخي دروغ – حيات خان يوسفزے

د جوېلز سټيورټ کتاب “دي سېوېج بارډر” پۀ کال ۲۰۰۷ء کښې مخې ته راغلے دے …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *