خدائي خدمتګار عبدالغفور استاذ د بابړې – سعيد احمد شاهي

پۀ خدائي خدمتګار تحريک باندې تراوسه پورې ډېر څۀ ليکلي شوي دي او را روان وختونو کښې به پرې هم ډېر څۀ وليکل شي . د دې وجه دا ده چې دا تحريک د نړۍ د نورو تحريکونو نه يو ځانګړے حېثيت لري او پۀ اصل کښې چې څنګه تاسو ته معلومه ده چې کله باچاخان د دې بنياد کېښودو نو پۀ اول سر کښې دا يو تعليمي او سماجي تحريک ؤ او بيا د وخت تېرېدو سره سره ئې يو سياسي شکل اختيار کړو او پۀ ټول وطن کښې ډېر پۀ تېزۍ سره خور شو. د پښتنو ټوله سيمه ئې ځان سره يوځاے روانه کړله او د هغه وخت ظالم او جابر حکمرانان يعنې د پېرنګي خلاف يو منظم شکل ئې اختيار کړو او انګرېز ئې پۀ دې سوچ باندې مجبور کړو چې خپله وېره ورسره پېدا شوله چې دا پښتون قام خو اوس رابېدار شو او کۀ دوي هم دغه شان پۀ منظمه توګه لګيا وي نو هغه ورځ لرې نۀ ده چې مونږ به د دې وطن نه کډه پۀ سر اخلو او بېرته به خپل ملک ته واپس ځو.

نو هغوي هم د خدائي خدمتګارو خلاف هلې ځلې د طاقت او ټوپک پۀ زور شروع کړې او پۀ ګوجرګړهۍ مردان، ټکر، قيصه خوانۍ پېښور او هتي خېل بنو کښې ئې د طاقت بې کچه استعمال وکړو او ډېر بې ګناه خلق او پۀ خصوصي توګه خدائي خدمتګاران ئې شهيدان او ژوبل کړل. ډېرې مېندې ئې بورې، ښځې کونډې او ماشومان ئې يتيمانان کړل. بل طرف ته خدائي خدمتګاران د باچاخان د عدم تشدد د لارې تش لاس د دوي سره پۀ مقابله کښې وو او دوي ته ئې دا صفا وېنا کوله چې کۀ تاسو زمونږ نه پۀ يومخ پړق وباسئ نو مونږ به دا بل مخ هم تاسو ته نيسو.

باچاخان د دوي تربيت پۀ دې طريقه کړے ؤ چې دوي خپله ثابت قدمي پۀ هر مېدان کښې ثابته کړه خو د خپلې لارې نه يو قدم هم وروسته نۀ شول. د وطن د نورو سيمو پۀ شان پۀ چارسده کښې هم خدائي خدمتګارتحريک ډېر پۀ زور او شور کښې روان ؤ او د علاقې اکثر خلق پۀ دې تحريک کښې شامل وو او پۀ خصوصي توګه ځوانان پۀ دې تحريک کښې پۀ ډېر جوش او جذبې سره شاملېدل او تحريک ئې مخ پۀ وړاندې بوتلو.

د کال 1912ز پۀ بابړه کښې د ګل باز بابا پۀ کور کښې څلورم ماشوم د دسمبر پۀ 12 نېټه پېدا شو. د دۀ نه مخکښې د دۀ دوه مشران وروڼه او يوه خور هم وه. د دۀ نوم عبدالغفور کېښودلے شو. چونکې دے پۀ کور کښې د ټولو نه کشر ؤ نو ډېر نيازبين ؤ. چې کله دے زلمے شو نوشبينه مدرسه بابړه کښې داخل کړے شو. د مډل يعنې اتم جماعت پورې سبق ئې پۀ شبينه مدرسه بابړه کښې ووئيلو او مولانا صمداني صېب سره ئې مکمل قران مجيد، تفسيراو حديثونو هم زده کړل. دۀ به اکثر د درس قران مجيد دوران کښې د خپل استاد تصحيح هم کوله او چې کله به استاد موجود نۀ ؤ نو ملګرو ته به ئې درس ورکولو.

عبدالغفور چې پۀ عبدالغفوراستاد مشهور ؤ، د دۀ مشرانو به د کشتو او د لرګي نه د سامان جوړولو روزګار کولو. د دۀ دوؤ مشرانو وروڼو به د پلونو جوړولوکار کولو او اکثر به د کلي نه بهر وو. پۀ دغه ورځو کښې د دۀ پلار ګل باز بابا هم کمزورے ؤ نو عبدالغفور استاد به پۀ خپل کلي کښې کار کسب کولو. د هر څۀ نه علاوه عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار تحريک يو فعال غړے هم ؤ او هر ځاے کښې چې به د خدائي خدمتګارو غونډه يا جلسه کېدله دوي به ورله ځان ورسولو. فصيح باچا، احمد کاکا او عبدالاحدکاکا د دوي نزدې ملګري وو او ورسره يو ځاے جلسو له تلل. کله چې د 1930ز واقعات پۀ تسلسل سره وشول نو پېرنګيانو پۀ خدائي خدمتګارو پسې سم دا ملک پۀ مخه را واخستو او د دوي جائيدادونه، کاروبارونه، کورونه غرض هر يو څيز ئې لوټ او نيلام کړل. هم دغه شان د عبدالغفوراستاد د مشرانو کاروبار چې د پېښور باجوړۍ دروازې سره ؤ هغه هم نيلام شو او عبدالغفوراستاد بيا خپل کلي کښې مستري توب يعنې ګلکاري شروع کړه او دې سره به ئې د ترکاڼۍ کار هم کولو او خپل وخت به ئې پرې تېرولو. پۀ دې دوران کښې دۀ وادۀ هم وکړو او الله پاک ورله بچي هم ورکړل. د دۀ پينځه بچي وو چې دوه زامن او درې لوڼه وې. عبدالغفوراستاد چونکې د بابړې اوسېدونکے ؤ نو کله چې پۀ 1938ز کښې د کانګرس پارټۍ مشرګاندهي جي د دې صوبې پۀ دوره راغلے ؤ او د پېښور نه علاوه هغۀ د چارسدې دوره هم کړې وه نو پۀ چارسده اتمانزو کښې ئې هم جلسه کړې وه او بيا د شپې ئې پۀ بابړه کښې يوه لويه جلسه کړې وه. کومه جلسه ګاه چې وه هغه د عبدالغفوراستاد کور سره نزدې وه. او دے ئې يو قسم له د رواياتو مطابق کوربه هم ؤ. عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګار ملګرو فصيح باچا، احمد کاکا، عابدباچا او نور ګڼ شمېر مقامي ملګرو سره د دې جلسې مکمل انتظامات کړي وو. دغه جلسه ډېره کاميابه وه او د هغې تعريف ګاندهي جي هم کړے ؤ چې حوالې ئې د تاريخ پۀ کتابونو کښې موجود دي.

“درد” ډرامه چې يوه سټېج ډرامه وه او فضل الرحيم ساقي صېب ليکلې وه. هغه پۀ وړومبي ځل پۀ بابړه کښې پۀ سټېج پېش شوې وه چې پۀ کښې فصيح باچا، حريف ګل کاکا او نورو خدائي خدمتګارانو کار کړے ؤ. چونکې باچاخان بابا يو ډېر پوهه او ذهين انسان ؤ او هغوي به قام ته پۀ مختلفو طريقو لار ښودله او خپله وېنا به ئې ورسوله چې پۀ هغې کښې مشاعره، سټېج ډرامه وغېره شاملې وې. دغه “درد” ډرامه چې کله وړاندې شوه او پېرنګے ترې خبر شو نو بيا ئې پۀ ليکوالانو او کارکوونکو پسې ډېرې چاپې ولګولې او هغه ټول کسان ئې ګرفتار کړل.

د عبدالغفوراستاد خپلوانو چونکې د لرګي کار کولو نو دوي به د لرګي سامانونه جوړول. د دغې وجې هغۀ د لرګي نه يو داسې مشين جوړ کړے ؤ چې هغې د چاپ نه به لږ وخت کښې ډېر خطونه او نور ليکل کېدے شول. هغې ته مونږ د نن سبا وخت سائيکلو سټائيل مشين وئيلے شو. دغه مشين پۀ هغه وخت کښې ډېر ښۀ کردار د هغوي پۀ تحريک کښې ادا کړے ؤ. دغه ذکر احمد کاکا د خپل کتاب “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ وړومبي ټوک کښې کړے دے.

د 1945ز د الېکشن پۀ نتيجه کښې پۀ دې صوبه کښې د خدائي خدمتګارانو حکومت د ډاکټر خان صېب پۀ مشرۍ کښې جوړ شو اوکله چې د هندوستان د تقسيم اعلان وشو نو دغه حکومت جناح صېب او قيوم خان پۀ ناجائزه طريقه پۀ 1948ز کښې ختم کړو او د تحريک مشران باچاخان، ډاکټر خان صېب، ارباب سکندر خان، غني خان او ولي خان سره د نورو ملګرو پۀ زندان کښې بنديان کړے شول او مختلفو جېلونو ته ئې ولېږل. د دې ظلم او ناانصافۍ خلاف کوم خدائي خدمتګاران چې بهر پاتې وو هغوي دا فېصله وکړه چې د چارسدې د بابړې پۀ مقام به ټول راغونډېږو او يو پرامن احتجاج به کوو او د قيوم خان او حکومت نه به دا غوښتنه کوو چې زمونږ ټول مشران پرېږدي ځکه چې دوي بې ګناه دي. نو دوي دا فېصله وکړه چې دوي به پۀ 12 اګست 1948ز د بابړې پۀ کلي کښې راغونډېږي. د دې غونډې مشري سالار امين جان ته وسپارلې شوه. کله چې قيوم خان د دې نه خبر شو نو هغۀ ډي سي ته حکم وکړو چې تۀ دا خلق راغونډېدو ته مۀ پرېږده او پۀ هره لار او هره طريقه چې کېږي دوي منتشر کړه. نو ډي سي بيا پټ پۀ پټه کرفيو ولګوله او فوځ ئې تعينات کړو. چونکې پۀ دغه وخت به د تګ راتګ دومره خاص انتظام نۀ ؤ او اکثر به خلقو ټول مزلونه پياده کول نو پۀ دغه وجه د صوابۍ، مردان، پېښور، تنګي او خواؤشا علاقو خلق يوه ورځ مخکښې يعني پۀ 11 اګست 1948ز بابړې ته ماښام ځانونه را ورسول. ځاے پۀ ځاے ناکه بندۍ شوې وې او ډېر خدائي خدمتګار بېرته خپلو کورونو ته واپس شول يا ګرفتار کړے شول خو بيا هم ډېر ګڼ شمېر خلق بابړې ته شپه پۀ شپه را ورسېدل.

پۀ بابړه کښې پوليس او فوځ چاپې وهلې خو د دې ځاے اوسېدونکو دا خلق پۀ خپلو حجرو، کورونو او جوماتونو کښې مېلمانۀ کړل او د پوليس نه ئې پټ کړل او د خپل وس مطابق ئې د دوي خدمت وکړو. د بابړې کلي نه د وتو او ننوتو درې څلور لارې دي . کله چې سحر شو نو سالار صېب دوي پسې سوال جواب ولېږلو چې پۀ يوه لاره د کلي نه مۀ راځئ بلکې تقسيم شئ او پۀ دې ټولو لارو باندې دکلي نه بهر را اوځئ. او اختر جومات (جمعې جومات) ته ځان را ورسوئ. دغه وخت دا خلق د بړاميا(سيد لعل بادشاه) پۀ حجره بابړه کښې را غونډ وو او د دوي منزل د غازي ګل بابا جومات ؤ کوم ځاے چې به احتجاجي جلسه کېدله. بړاميا د فصيح باچا پلار ؤ او د سيدانو د کورنۍ نه ؤ او د علاقې او پۀ خصوصي توګه د بابړې يو عزت مندې کورنۍ سره ئې تعلق ؤ.

دغه جلوس پۀ مختلفو لارو باندې خپل منزل ته روان شو. کله چې د جلوس ټولګے د اختر جومات (جمعې جومات) سره يو ځاے کېدو نو پوليس او فوځ چې کوم سنګرونه د جمعې جومات، د څرمنو منډۍ او خواوشا ځايونو باندې جوړ کړي وو هلته پۀ کښې ناست وو. د جلوس ډېره برخه د مُست خېلو پۀ لار باندې وه چې پۀ کښې عبدالغفوراستاد او د هغوي نور ملګري شامل وو. ټاکلي شوي ځاے ته روان وو او دوي جمعې جومات ته نزدې ورسېدل نو ناڅاپه د فوځ د يو سنګر نه پۀ دوي د ډزو باران شو. خو ولې جلوس هم هغه شان روان ؤ او يوکس هم د خپل ځاے نه واپس نۀ شو. سالار امين جان د مخکښې نه جمعې جومات ته رسېدلے ؤ او هلته کښې ئې د جلوس انتظار کولو. د جلوس وړومبۍ برخه د هغوي خوا ته رسيدلې وه او سپين ملنګ دخدائي خدمتګارانو سور بېرغ پۀ لاس کښې نيولے ؤ. هغه پۀ وړومبۍ ګولۍ ولګېدو او زمکې ته راپرېوتوکوم بېرغ چې سپين ملنګ پۀ لاسو کښې نيولے ؤ، هغه چې کله زمکې ته پرېوتو نو دغه وخت يو بل خدائي خدمتګار ور منډه کړه او هغه بېرغ ئې پرېوتو ته پرې نۀ ښودلو. او پۀ خپلو لاسونو کښې ئې وچت ونيولو. کله چې دغه خدائي خدمتګار هم شهيد شو نو بيا يو بل مخکښې شواو دغه بيرغ ئې وچت کړو. ولې يوکس هم ونۀ وېرېدو او نۀ ئې خپل ځاے پرېښودلو. پۀ دې وخت کښې د خواؤشا کورونو نه زنانه قران مجيد پۀ خپلو سرونو نيولې بهر را ووتلې اوفوځ ، پوليس او ملېشې والو ته ئې منت زاري وکړه ولې پۀ هغوي هېڅ اثر ونۀ شو او ډزې هم هغه شان روانې وې. چې پۀ کښې تقريباً 650 نه 700 پورې خدائي خدمتګاران نارينه او زنانه شهيدان او بې شمېره ژوبل شول . فوځيان راغلل او کوم ژوبل او شهيدان چې پراتۀ وو د هغوي نه ئې ګاډي ډکول او د جيندي، خيالي او سردرياب پۀ سيندونو کښې به ئې لاهو کول. د دغې وجې سالار اعظم امين جان خپلو ملګرو ته ووئيل چې ژوبل او شهيدان د دغې ځاے نه اوچت کړئ او يو محفوظ ځاے ته ئې يوسئ. پۀ دغه وخت کښې څۀ فوځيان راغلل او سالار اعظم او د هغۀ سره نور ملګري ئې ګرفتار کړل او د پېښور جېل ته ئې ورسول. کوم ملګري چې پۀ موقع پاتې شول نو هغوي د سالار اعظم صېب د حکم مطابق خپل ژوبل ملګري کورونو ته بوتلل. او مړي ئې هم خواؤشا کورونو ته زر زر دننه کړل.

دغه وخت هسپتال والو ته هم حکم شوے ؤ چې خدائي خدمتګارو ته به هېڅ قسمه مرهم پټۍ نۀ کوئ . او د مړو د وارثانو نه به د ګولو قيمت اخلئ نو هله به ورته مړي حواله کوئ. ولې خدائي خدمتګار ډېر کمزوري وو او د قيمت د ادا کولو توان ئې نۀ لرلو نو دغه قيمت بيا باچاخان بابا د خپل ذاتي جائيداد څۀ برخه خرڅولو نه پس ادا کړو. دغه ژوبل خدائي خدمتګاران پۀ دغه خواؤ شا کورونو کښې ډېرو ورځو پورې پراتۀ وو او د بابړې خلقو د خپل وس مطابق د دوي مرهم پټۍ او نور خدمت کړے ؤ. عبدالغفوراستاذ هم خپل کور ته پينځه تنه ژوبل خدائي خدمتګاران را وستي وو. او د دوي کورنۍ د خپل وس مطابق د دوي خدمت کولو چې پۀ کښې درې کسان د صوابۍ او دوه کسان د مردان شامل وو. چونکې پۀ چارسده کښې مکمل کرفيو وه او يو تن هم د خپل کور نه بهر نۀ شو را وتلے. فوځ ، مليشې او پوليس به پۀ لارو کوڅو کښې ګشت کولو او کور پۀ کور به ئې چاپې وهلې او د خلقو د کورونو او پۀ خصوصي توګه د خدائي خدمتګارو د کورونو به ئې بې عزتۍ کولې او چې پۀ کوم کور به د خدائي خدمتګارو نخښه يعني بېرغ لګېدلے ؤ يا به ورسره سرې جامې وې هغوي به ئې وهل ټکول او زندان ته به ئې رسول. دغسې د فوځيانو يوه ډله د عبدالغفوراستاد د کور مخې ته هم تېرېدله کله چې دوي د عبدالغفور استاد پۀ کور باندې سور بېرغ وليدلو نو هغه ئې د کور نه بهر کړو او پۀ وهلو ئې پرې شروع وکړله. پۀ دغه شور شغرب د عبدالغفور استاد بوډا پلار د کور نه بهر را ووتلو چې وګوري څۀ چل دے او څۀ روان دي. هغه د خپل زوي حال پۀ خپلو سترګو وليدلو نو دغه صدمه ئې برداشت نۀ کړے شوه او راپرېوتو او د وينې الټۍ ئې شروع کړې. پۀ دغه وخت نور کسان د خواؤشا کورونو نه بهر را ووتل او د عبدالغفوراستاد پلار ګل باز بابا ئې کور ته دننه کړلو. ولې پۀ دغه دوران کښې هم مليشې والو عبدالغفوراستاد پرې نۀ ښودلو او هم هغه شان مسلسل ئې وهلو او ورته ئې دا يوه خبره کوله چې وخېژه او دغه بېرغ لاندې را ګزار کړه ولې عبدالغفوراستاد هم مسلسل انکار کولو. اخر يو سپاهي وختلو او هغه بېرغ ئې پۀ خپل لاس لاندې را کوز کړو او عبدالغفور استاد ئې ځان سره تاڼې ته بوتلو او د هغۀ ځاے نه ئې بيا پېښور جېل ته بوتلو. د دوي پلار ګل باز بابا چې کله کور ته دننه شو نو حالت ئې نور هم خراب شولو او د وينو الټۍ ئې نورې هم سېوا شوې نو کور والو ورله حکيم را وستو چې کله هغه د دۀ حالت وليدلو نو کور والو ته ئې ووئيل چې ګل باز بابا د يو څو ورځو مېلمه دے او د غم دلاسه ددۀ زړۀ زور اخستے دے او چاودلے دے. د حکيم خبره رښتيا ثابته شوله او پۀ درېمه ورځ ګل باز بابا د دې دنيا نه سترګې پټې کړې.

بلخوا پوليس والو عبدالغفوراستاد د پلار جنازې ته هم د جېل نه راپرې نۀ ښودلو. د زندان پۀ وخت کښې د عبدالغفور استاد د اتو کالو زوے هم وفات شو ولې ظالمانو عبدالغفور استاد بيا هم د زندان نه را پرې نۀ ښودلو.بلخوا کله چې قلاره قلاري شوله نو د ژوبل کسانو وارثان راغلل او خپل زخميان ئې خپلو کورونو ته بوتلل.د بابړې دا واقعه يو طرف ته ظلم، طاقت او بلخوا د نظرئې او حق يوه داسې پېښه ده چې پۀ تاريخ کښې د داسې واقعاتو مثالونه ډېر کم دي. د افسوس خبره خو دا ده چې نن 73 کاله د ازادۍ د د عوې نه پس هم د دې ملک د تاريخ پۀ کتابونو کښې د دې واقعې هډو څۀ ذکر نۀ ملاوېږي. بلکې د دې د پټولو هر وخت کوشش روان وي خو افرين شه او پۀ فخر افغان باچاخان او د هغۀ ملګرو خدائي خدمتګاران شه. چې خپل ژوند ئې د خپل قام د پرمختګ او روڼ سباون نه زار کړو.

کله چې عبدالغفور استاد د زندان نه واپس راغے نو بيا ئې پۀ تحريک کښې برخه واخستله او د خدائي خدمتګارو د علاقې پۀ هرې غونډې او جلسه کښې به ئې پۀ باقاعدګۍ سره شرکت کولو. د زندان نه چې دغه ټول مشران کله هم را خلاص شول نو هر کال به ئې پۀ 12 اګست پۀ ورځ د بابړې د شهيدانو ورځ نمانځله. د 1949 نه تر 1991ز پورې هرکال دغه ورځ د نمانځلو د پاره به عبدالغفور استاد پۀ خپل لاس د لرګي نه يوه ډولۍ جوړه کړې وه او ورسره به ئې پۀ سور غلاف باندې پۀ مالوچو او مخې ته سلوشن باندې پۀ هغه غلاف دغه شهيدانو سره د يووالي اظهار ليکل شوے ؤ کله چې به پۀ دغه تاريخ د غازي ګل بابا جومات کښې جلسه وشوه نو باچاخان او ولي خان به پۀ خپله دغه د لرګي نه جوړ شوے يادګار کوم چې به د شهيدانو د شهادت مقام (جمعې جومات) سره نزدې ښخ کړے شوے ؤ راتلل او ګلونه به ئې پرې شيندل. بيا پۀ 1992ز کښې بشيربلور شهيد چې د بلدياتو وزير شو نو هغۀ هم پۀ هغه مقام يو پوخ څلے جوړ کړو کوم چې تر اوسه پورې موجود دے. د ګوند ټول مشران اوس هم پۀ 12 اګست د دغه شهيدانو پۀ ياد کښې د بړاميا پۀ حجره کښې را غونډېږي او بيا هم د هغه جلوس پۀ لار يعنې مُست خېلو، غازي ګل بابا جومات ته ځي او هلته باقاعده جلسه کېږي او شهيدانو ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې کولے شي . اخر کښې د شهيدانو يادګار باندې د ګلونو امېلونه ايښودل کېږي. د بابړې اوسېدونکوبه تراوسه پورې د هر 11 اګست پۀ ماسخوتن پۀ خپلو کورونو کښې ډېوې بلوي او د وس مطابق خېراتونه کوي او ثواب ئې شهيدانو ته بخښي.

کله چې جنرل ايوب خان پۀ ملک کښې مارشل لاء ولګوله نو ټولو سياسي ګوندونو د هغۀ مخالفت شروع کړو. چونکې هغه يو ډکټېټر ؤ او وروستو چې هغه کله د صدارتي انتخاباتو اعلان وکړو نو ټولو سياسي ګوندونو دۀ سره پۀ مقابله کښې ولاړه د محترمه فاطمه جناح د مرستې اعلان وکړو. باچاخان او د هغۀ ملګرو هم د فاطمه جناح مکمل د مرستې اعلان کړے ؤ. دغه وخت عبدالغفور استاد د خدائي خدمتګارګوند پۀ ټکټ د خپلې تپې نه د بي ډي ممبر منتخب شوے ؤ. پۀ دغه اليکشن کښې دا خصوصيت ؤ چې د صدر انتخاب لپاره به صرف بي ډي ممبر ووټ ورکولے شو.

د پېښور ضلعې د هغه وخت ډي سي چارسدې تحصيل ته راغلے ؤ او د چارسدې تحصيل ټول بي ډي ممبران ئې د اے سي دفتر ته راغوښتي وو. هلته ډي سي ټولو بي ډي ممبرانو ته ووئيل چې د اليکشن پۀ ورځ به خپل خپل ووټ صرف او صرف جرنېل ايوب خان ته ورکوئ ګينې تاسو ته به سخته سزا درکولې شي. عبدالغفور استاد پۀ دغه وخت د خپل ځاے نه پورته شو او ډي سي ته ئې پۀ مخامخ ووئيل چې تاسو به مونږ سره څۀ وکړئ، مړۀ به مو کړئ، جائيدادونه به راله نيلام کړئ چې هر څۀ را سره وکړئ نو بيا هم مونږ خپل ووټ يو ډکټېټر لۀ نۀ ورکوو. مونږ د باچاخان ملګري يو. او د هغۀ پۀ لار روان يو خپل سر د ځان نه جدا کولے شو خو چاته ئې ټيټولے نۀ شو. دغه ئې ووئيل او د دغې غونډې نه بهر را ووتلو او کور ته واپس شو. بيا خبره خوره شوه چې ډي سي سره وروستو پاتې شوو ممبرانو باندې سپينې لفافې تقسيم کړې شوې چې پۀ کښې ٥ زره روپۍ موجود وې کومې چې هغه بې ايمانه او بزدله خلقو واخستې چې ټول عمر ئې خپل قام پۀ پردو خلقو خرڅ کړے دے.

عبدالغفور استاد خپل ټول عمر پۀ ايماندارۍ، سادګۍ او د اصولو مطابق تېر کړے ؤ چې نن ئې هم خلق مثالونه ورکوي.د ژوند پۀ اخري ځل پۀ 1984ز کښې د جنرل ضياء الحق پۀ دور حکومت کښې عبدالغفور استاد ګرفتار کړے شو . دغه وخت عبدالغفور استاد دخپلې تپې (پړانګو) جنرل سکتر ؤ. هغۀ ته دا ووئيل شو چې د خپل ګوند نه استعفٰي ورکړه خو هغۀ بيا هم انکار وکړو او د ډېره اسماعيل خان جېل ته چالان شو کوم ځاے کښې چې هغۀ يوکال جېل تېر کړو او د جېل نه چې کله کور ته واپس راغلو نو ناجوړه شو ځکه چې د زيړي مرض ئې ځان سره د زندان نه را وړوے ؤ . د هغې مرض د علاج لپاره خپل زوي نوراحمد شاه پۀ خېبر ټيچنګ هسپتال کښې داخل کړو. هلته دے څۀ موده داخل ؤ چې کله ئې معمولي ګزاره وشوه نو ډاکټرانو کورته را ولېږلو څو ورځې پس ئې پۀ 8 نومبر 1987ز کښې ساه ورکړه. او پۀ خپله ابائي مقبره کښې خاوروته وسپارل شو. پۀ وارثانو کښې ترې نه دوه لوڼه او يو زوے پاتې شول.

د عبدالغفوراستاد پۀ شان خلق د خدائي خدمتګارتحريک روح ؤ او د دوي دغه ستړې به تر مودو مودو ياد ساتلے شي. د هغۀ د ژوند قيصه ځکه مونږ دلته بيان کړله چې زمونږ نوي نسل ته اندازه ولګي چې زمونږ مشرانو زمونږ د روڼ سباؤن لپاره څومره قربانۍ ورکړې دي.الله دې وکړي چې هغه سحر ډېر زر را ورسي دکوم خوب چې دغه مشرانو ليدلے ؤ او خپل سرونه او مالونه ئې ترې هم قرباني کړي وو.

بحواله:

  1. باچاخان او خدائي خدمتګاري: خان عبدالولي خان
  2. خدائي خدمتګارتحريک: احمد کاکا
  3. دسالار امين جان ډائرۍ نه يوه پاڼه: فريد صحرائي
  4. د عبدالغفوراستاد وارثان (سعيد احمد شاهي، سلېمان شاه د بابړې)

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *