باچا خان – پروفېسر ډاکټر محمد زبېر حسرت

چې د جبر ظلمتونو کښې مشال دے

پۀ عظمت دخپلو لوړو غرونو سيال دے

چې د ننګ پۀ مېدان ټيټ نه شۀ مغل ته

د خپل دور اېمل خان دے يا خوشحال دے

(قلندر مومند)

د مياشتني ”ليكوال“ پېښور (دولسم جلد اولنۍ ګڼه جنوري ۲۰۰۴ء) پۀ مخ ۹ يو نظم چاپ شوے دے چې دسر او اخر بېتونه ئې دا رنګ دي:

د سر بېت :

سر را پورته كړه خېبره چې اسمان دې طوفاني شۀ

هر وګړے دې اېمل شۀ، هر بچے دې روښاني شۀ

وروستے بېت :

لر او بر سره ټول شوي، معجزه نۀ ده نو څۀ ده

لۀ امو تر اباسينه، وطنه ګرده افغاني شۀ

او دې نظم ته د ادارې لۀ خوا دا نوټ پۀ سر ليكلے شوے دے چې: “د كابل ټيلي ويژن د باچاخان د تدفين رېكارډ شوي پروګرام څخه ئې پۀ ډېره مننه خپوروؤ، ددې تاريخي نظم شاعر معلوم نۀ دے” (اداره)

خو زما تر فهمه د دغه نظم شاعر معلوم دے او هغه مشهور او معروف شاعر او اديب ښاغلے سلېمان لائق دے. كله چې مونږ (زۀ) بشر نويد او خان بهادر حسرت (مرحوم) د محترمو اندېش شمس القمر، ډاكټر اسرار، اميرباچا منېر او فضل قادر غمګين پۀ اردل كښې د بابا د جنازې سره پۀ تمامي جلوس كښې د افغانستان خاورې جلال اباد ته تللي وو او هلته مو ډېروقدرمندو شاعرانو، اديبانو، محققينو او نقادانو ښاغليو اكبر كرګر، بريالي باجوړي، زرين انځور، دوست شينواري، (مرحوم) محمد نبي شېرزاد او افضل ټكور سره ليدلي وو نو پۀ دغه موقع افغانستان د حكومت لۀ خوا د كوزې پښتونخوا مېلمنو له مېلمستيا وركولو سره د كتابونو او رسالو او بروشو پمفلټونو وركولو سود او پېرزوينه هم كړې وه.

ما د امير حمزه شينواري د ”يون“ سره د سرفرازخان خټك عقاب ”خوشحال نامه“ او د خاطر اپريدي”منزلونه“ سره هاغه بروشر هم تر لاسه كړے وۀ چې د پاسه پرې د — پښتون خان عبدالغفار خان فخر افغان باچاخان تصوير چاپ شوے دے او لاندې ترې دا شعر درج دے چې:

خادم چې پۀ رښتيا شي څوك دملك او د ملت

وطن ئې پس لۀ مرګه پۀ مدفن فخر كوي

دنګ لوړ د خپلې پښتونخوا د غرونو پۀ مثال،درنه سقه وجود،سور سپين رنګ،د ملېشې رنګې د خامتا(کدر)جامې او هم د دغې وخت د خپلې مخصوصې ټوپۍ پۀ سر چارسدوالې څپلۍ پۀ پښو ډېر بردبار. د سړې سينې او درانۀ خوي خصلتونو څښتن، د اېشيا عظيم شخصيت چې پۀ لر او بر هند د خپل قام اولس او وطن خېرغوښتونکے، د مينې امن او صلحې علمبردار، د عدم تشدد نظريه لرونکے او مخ پۀ وړاندې بوتلونکے يو ډېر ريښتونے انسان چې پۀ خپل يو الله، يو رسول عليه السلام او يو قران او دين اسلام ئې پخه عقيدۀ لرله او کومه هستي چې دغه ټول خاصيتونه لري د هغۀ د خپل منزل او مرام پۀ حصول کښې د هېڅ اورنګ او دپېرنګ نه سترګه نه سوزي روان،روان وي او روان وي کۀ پۀ يواځې ځان وي خو پۀ خپل ځان کښې يو کاروان وي، مسلسل تګ د عملي جدوجهد بهتره او غوره نمونه چې د دغه خاصيتونو خپلولو ئې خپل پښتون قام ته هم تلقين کولو او دا يقين ئې هم ورکولو چې پۀ دې کښې ستاسو خېر ښېګړه او فائده ده .

د غلطو رسمونو رواجونو خلاف د جهاد هسک بېرغ پۀ لاس به همېشه د خپلو خدائي خدمتګارو د لښکر مير، د صفونو پۀ سر پره کښې وچت او پۀ وچتو سترګو او هسک سر روان وۀ . کۀ هر څو دهشتنغرد ستر بهرام خان بابا دا نر فرزند او د پنجابي استعمار او استثمار ښکار ډاکټرخان صاحب کشر ورور وۀ او کۀ د پښتانۀ جنګ لۀ هم روان وۀ خو بې تېغه بې تورې او بې تفنګه به روان وۀ، پۀ دغه جهاد کښې د مردان د ميروېس ډهېرۍ پۀ مېدان ئې پښتۍ ماتې شوې دي خو خپله پښتو ئې ګټلې ده او خپله هسکه شمله او دستار ئې لۀ لاسه نۀ دي ورکړي او د علامه قلندر مومند خبره چې :

د پښتون پۀ کور او کلي، چې د زور اوورونه بل شي

چې خپل کور کښې مو وژني،سترګې غټې د هر ګل شي

چې اورنګ راته پېرنګ شي،او انګرېز راته مغل شي

پښتونخوا دريا دريا شي،هر پښتون اېمل اېمل شي

باچاخان چې بېرغ واخلي،او اولس ورسره مل شي

نو د پت پاللو قام ته زۀ تاکيد خو به کؤمه

زۀ تنقيد خو به کؤمه

فخر افغان خان عبدالغفار خان چې پۀ باچاخان شهرت لري د پښتنو پۀ تاريخ كښې ډېر لوے او د فخر نه ډک مقام لري. دے پۀ داسې وخت كښې پېدا كېږي چې ټول هندوستان د پېرنګي استعمارچيانو د خونكارو پنجو لاندې سلګۍ وهي او پښتانۀ نۀ صرف ددغه پنجو لاندې دي، بلكې پۀ يو نوم اوبل نوم ئې ټوټې ټوټې كړي او يو بل سره اچول شوي او د بې تعليمۍ، پروجنبو، تربګنيو او ناروا رسمونو، رواجونو ښكار شوي دي. باچاخان د يو مبلغ، اصلاح پسند، ټينګ وطن پرست او ازادي غوښتونكي پۀ حېث پاڅېږي، اول د غلطو رسمونو، رواجونو خلاف ملا تړي، پښتانۀ وحدت، ورورولۍ، مينې او محبت ته رابولي او بيا دغه جدوجهد د ټول هندوستان د اولسونو جدوجهد سره يوځائے كوي، د ملي ازادۍ د تحريك د اول صف ليډر كېږي او د پښتنو د ازادۍ، يووالي او ښېرازۍ دپاره همېشه بل ګرځي .

ددې پاكو او سپېځلو مقاصدو دپاره هغه د عدم تشدد وسله پۀ لاس كښې اخلي او وائي چې: ”د تشدد نه نفرت او د عدم تشدد نه محبت پېدا كېږي“ نو ځكه د خپل مخالف او دښمن خلاف هم دخپلې خولې نه بده او سپكه خبره نۀ وباسي— بلكې تل د تبليغ، ترغيب اوتشويق نه كار اخلي. د پښتنو د ازادۍ، وحدت او ابادۍ دپاره مبارزه كوي، مګر دوي د ټولو قامونو پۀ مساوي حقونو عقيده لري او د نورو خلاف نفرت نۀ لري، بلكې د انسان سره مينه لري او كوي .

دوي د ازادۍ پۀ تحريك كښې فعال ګډون سره عملاً ثابتوي چې هغه د ټولو مظلومو اولسونو د حقونو د ګټلو علمبردار مشر دے. د يو سپېځلي مسلمان او سوچه انسان پۀ توګه د هغه خلقو خلاف ودرېږي چې د انګرېزي او امريكايي سامراج پۀ ډاډګيرنه، مذهب د خپلو ناوړو سياسي مقاصدو دپاره استعمالوي، خلقو كښې نفاق او نفرت پېدا كوي او فرقه پرستۍ ته لمن وهي.

ددغې جوړې، امنيت عدم تشدد، مينې او محبت مشال پۀ لاس ټولې سياسي او اجتماعي شخړې او تربګنۍ د مفاهمې او خبرو اترو له لارې حل كول غواړي او د نفرت او ورور وژنې خلاف اواز پورته كوي. خلق روغې جوړې او ورورلۍ ته رابولي او د شېطاني لارو نه ئې بچ كوي. د غريبانو، مظلومانو، ښځو او ماشومانو حقونو ته زياته توجه كوي او وائي چې ”پوره وي اوكۀ سپوره وي، پۀ شريكه به وي“. ددې انساني پاكو ارمانونو دپاره هغه د هېڅ څيز پروا نۀ كوي، وېره ترهه نۀ پېژني، د مخالفو تورونو او الزامونو ته توجه نۀ كوي، خپله لاره وهي او مبارزه كوي، هرې سختې ته غاړه ږدي، جېلونو او حوالاتونو ته ځي، د خپل عمر د ۳۶ كلونو څخه زياته موده د استعمار او نوي استعمار پۀ جېلونو كښې تېروي، سخت كړاوونه زغمي او د قربانۍ، صبر، حوصلې ټينګار اوايثار نمونه ګرځي، د يوې پېړۍ د جدوجهد او لۀ كړاوونو نه ډك ژوند تېرولو نه پس پۀ داسې حالت كښې دنيا نه سترګې پټوي چې د پښتنو او افغانانو دپاره ئې د جدوجهد او قربانۍ، هيلو او ارمانونو، عزم او تكل، پوهې او رڼا، شعور او بېدارۍ يوه داسې مدرسه پرانستې وي چې د ټولو وطن پرستو شريك ميراث او د پښتنو د تاريخ يو نۀ هېرېدونكے ځلېدونكے باب جوړ شوے وي:

چې عظمت ته ئې دښمن كتلے نۀ شي

هر پښتون دې باچاخان غوندې نېكنام شي

پۀ متعلقه بروشر کښې ددغه پورتني عبارت لاندې درج شعر غلط ليكلے شوے دے، بل ئې ورسره د شاعر نامه نۀ ده ليكلې، ماته معلومه ده چې دغه بېت د ښاغلي رحمت شاه سائل دے، خو د هغوي چاپ شعري مجموعه ”د وير پۀ چم كښې وار دنغمو دے“، ”نه تر“ د چنارونو نه لمبې ووتې“ كښې مې چرته هم نۀ دے ليدلے. ددې ليكنې پۀ وخت مې اول د ښاغلي صاحب شاه صابر او بيا خپله د شعر خالق ښاغلي رحمت شاه سائل نه تصديق وكړۀ چې سهي شعر داسې دے:

چې عظمت ته ئې د غېرو سترګې برېښي

هر پښتون دې باچاخان غوندې بدنام شي

زمونږ ددې دروند پښتون پۀ “ژوند او جدوجهد” نه يوازې د دوي خپله “سرتېرېدنه” (خودنوشت) موجوده ده چې دوي پکښې د خپل ژوند او جدوجهد او قېدوبند د صعوبتونو او د هند او سندهـ د سفرونو او خپلې عملي مبارزې ټول حالات او واقعات ليکلي محفوظ کړي دي چې يو اهم تاريخي دستاوېز دے. بل خوا د دوي پۀ حقله نه يوازې پېرنګيانو کتابونه ليکلي دي بلکې ډاکومينټري فلمونه ئې پرې هم جوړ کړي دي . هم دغه رنګ د پاک و هند ليکونکيو درانۀ درانۀ، پنډ پنډ او څاربۀ څاربۀ کتابونه هم ليکلي دي. احمد کاکا،ډي جي ټنډولکر،خان عبدالولي خان،عبدالخالق خليق،(منظوم او منثور) عبدالاکبر خان، فضل الرحيم ساقي،عبدالله بختاني خدمتګار،غني خان،خان عبدالقيوم خان، ډاکټرفضل رحيم مروت،عبدالرؤف بېنوا،ډاکټرنورمحمد لاشاري،ډاکټرمحمد همايون هما،رحمت شاه سائل او د نورو ډېرو ليکونکيو نه علاوه پرې د دې کرښو ليکونکي هم خپله طبع ازمائيلې ده چې د باچاخان خان عبدالغفارخان فخر افغان ته ئې پکښې د عقيدت مينې او احترام پېرزونې هم وړاندې کړي دي. او د هغوي د خدائي خدمتګارو نومونه،مقامونه او د کارنامو تاريخونه ئې هم محفوظ کړي دي.

زۀ خپل ځان ډېر خوش بخته ګڼم چې د باچاخان پۀ شان عظيمې هستۍ سره مې ملاقاتونه شوي دي او د شپږم جومات زده کونکے وم چې د مردان ګوجرو ګړۍ د شاکرالله باچا پۀ دېره کښې مې ورته پۀ جلسه کښې نظم اورولے وۀ. لۀ هغې وړاندې مې د مردان زوړکمپني باغ (چې اوس پۀ کښې غريب مارکيټ جوړ شوے دے) کښې پۀ هغه جلسه کښې د مولانه مفتي محمود مرحوم او خان عبدالولي خان مرحوم سره پۀ تقرير کولو پۀ سټېج د ډېر نيزدې نه ليدلے وۀ. دغه وخت هغوي د کابل نه تازه تازه راغلي وو او ډېره لويه او درنه جلسه ئې کړې وه او پۀ درانۀ استقبال کښې پۀ بنک روډ پۀ لوے جلوس کښې راوستلے شوے وۀ. بيا مې پۀ ويل چئېر کښې بغداده مردان سره نزدې پۀ مقام چوک کښې د ډاکټر تاج محمد خان پۀ بنګله او کلينک کښې ليدلے وۀ.

باچاخان بابا د ډېرو زياتو خوبيو څښتن ؤ. يوه لويه خوبي خو ئې دا وه چې پنځه وخته مونځ به ئې باقاعدګۍ سره کولو او تهجد خو به ئې بېخي نۀ قضا کول. کم خوب، لږ خوراک او ډېرې لږې خو د کار خبرې به ئې کولې . بله خوبي ئې دا وه چې د غريبانو ملګرے او کسب ګرو سره به خوشحاله ؤ او پۀ تحريک کښې ئې پۀ مهمو عهدو سمبال کړي وو. او چې د پښتونخوا کومې تپې ته به هم پۀ دوره لاړو نو د هغه کلي د زنانؤ پوښتنې به ئې هم کولې. ګويا دومره نزدې رشتې او تړون ئې لرلو چې ټولنيز ژوند کښې هم ډېر ياد او ساده باده ؤ. د تعليم پۀ حصول به ئې ډېر زور ورکولو.

ماچې ورته کله پۀ جلسه کښې نظم اورولے ؤ نو هغه وخت زۀ اندېش صاحب مرحوم و مغفور ځان سره د سکول نه بوتلے وم او دا سعادت راته هم حاصل دے چې پۀ سر ئې راله د مالوچو نه پاک او پاستۀ لاسونه راښکلي وو او پۀ تندي ئې ښکل کړے وم. زما نيکونه نورغني بابا او عبدالمالک بابا زرګران د معيارو ئې پۀ نامه پېژندل او پۀ خدائي خدمتګار تحريک کښې د هغوي پۀ خدمت کولو او د قربانيو ورکولو او د قېدوبند د صعوبتونو تېرولو نه باخبره او ډېر پۀ قدر او درناوي به ئې بلل. باچاخان چې کوم کېډر پۀ ښکته او پرېوتې طبقه کښې پېدا کړے دے هغه ډېر د قربانۍ پۀ جذبه ماړۀ پټ خلق وو چې د هېڅ قسمه قربانۍ نه به ئې څنګ و څټ نه کولو. بيا د ولي خان ملګري هم د هغوي پۀ شان ډېر ايماندار، درانۀ او مخلص وو.

 

دا هم ولولئ

د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده

تاريخ ته د قام حافظه وئيلے کېږي. د چا نه چې تاريخ ورک شي هغه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *