کمالي سړے (خاکه) – عبدالحميد زاهد

د ډېر وخت نه پۀ دې سوچ کښې وم چې پۀ دې شخصيت خاکه وليکم کۀ نه او اخر چې مې د ليکلو فېصله وکړه نو پۀ دې فکر اخته شوم چې عنوان ورله څۀ خوښ کړم. وړومبے مې ورله د قيصې بابا عنوان خوښ کړو خو چې سوچ مې وکړو نو پښتو ادب کښې دومره باباګان موجود دي چې توبې وباسه. څوک د غزل بابا دے، څوک د نظم، څوک د چاربېتې او ځينې پۀ کښې هسې د تبرک د پاره باباګان دي. لا اوس خو پۀ کښې اقبال حسېن افکار صاحب، ګل محمد بېتاب صاحب ته هم د خاکې د بابا خطاب ورکړو او ډاکټر محمد همايون هما صاحب ئې ښۀ پرزور تائيد وکړوخو بېتاب صاحب ووې وروره ما د دې بابا توب نه ساتئ، زۀ پۀ کښې نۀ يم، ما خو خپله نوموړي محقق او ليکوال قاضي عبدالحليم اثرافغاني ته پۀ وړومبۍ پښتو خاکه ليکلو د خاکې د بابا خطاب ورکړے دے خو افکار صاحب ووې زۀ ادبي جرنېل يم او د جرنېل يوه خبره وي، تا اثر افغاني صاحب ته بابائے خاکه وئيلي وو او زۀ ئې تا ته وايم، پۀ نورو قيصو نۀ پوهېږم، بس غلے شه. نو ځکه ما سوچ وکړو چې د باباګانو پټۍ پوره شوې ده. بيا مې خاکې له د کېمياګرعنوان خوښ کړو خو پۀ دې نامه فارغ بخاري صاحب يوه خاکه پۀ حمزه شينواري صاحب ليکلې ده. بل دغه عنوان د دې شخصيت سره څۀ ډېر سمون هم نۀ خوړلو. د حمزه صاحب د پاره دغه عنوان مناسب ؤ ځکه هغۀ د سرو زرو جوړولو کوششونه کړي وو. زۀ چې پۀ چا خاکه ليکم کۀ دے چرته کيميا ګر ؤ او د پيتلو نه ئې سرۀ زر جوړولے شول نو بيا پرې څۀ سنډا پښه ايښې وه چې ساختونه او تعويزونه به ئې کول خو دا تعويزونه دۀ د پاره سمه کېميا وه ولې چې دېرش کاله وړاندې به ئې د يو تعويز پۀ سوونو روپۍ اخستې او ځينې مالداره خلقو خو به پۀ زرګونو ورکولې. هره ورځ به ورله د لرې لرې ځايونو نه پۀ شلګونو خلق راتلل. ډېر د تېز ذهن خاوند ؤ. د نوموړي ليکوال او سياسي شخصيت عبدالسبحان خان خبره کۀ دې سړي تعليم کړے ؤ نو چې بيا به ئې کوم کمالونه کړي وو ځکه چې پۀ رسمي توګه به ئې تعليم د نشت برابر ؤ.

علي حېدر جوشي څۀ لږ ډېر ديني علم حاصل کړے ؤ خو د خپل تېز ذهن له کبله پۀ ډېر څۀ پوهېدلو او د کتابي علم نه زيات ئې د تجربو علم حاصل کړے ؤ ځکه نو بنده به ئې د هغۀ د عمر، رنګ او جامې پېزار نه معلومولو چې دے څۀ لۀ راغلے دے او دۀ سره څنګه او پۀ کومه لهجه خبرې پکار دي. ځکه خو چې ورغلي سړي سره به ئې څو خبرې وکړې نو هغه به ترې متاثره شو او داسې به ئې ګڼل چې زما زړۀ کښې کوم مراد دے پۀ هغې علي حېدر جوشي د وړاندې نه پوهه دے.

علي حېدر جوشي د رنګ روغن نه ښکلے سړے ؤ. د مخ جوثه ئې ډېره اثري وه، ښکلې سپينه ږېره ئې وه. رنګ ئې داسې ؤ چې د زړېدو سره نور ښکلے کېدو. سپينه د دير ټوپۍ کله پټکے وهلے او کله به ئې قراقلي پۀ سر کوله او پۀ هر څۀ کښې به ښکلے او بارعبه ښکارېدلو. صدارتي اېوارډ له چې کله ما اسلام اباد ته بوتللو نو د هغۀ زوے غلام حېدر لالا ورله توره شيرواني او قراقلي اخستې وه. ما ورته وې دے خو پۀ پټکي کښې ښۀ ښکاري چې شمله ئې وچته وي خو هغۀ وئيل د ايوان صدر نه دا هدايت راغلے دے چې دا قسمه لباس به اغوندي ، اواز ئې دروند او بارعبه ؤ خپل کلام به ئې پۀ ترنم کښې اورولو او د کلام وئيلو پۀ وخت به ئې سترګې پټې وې، وجود ئې هم مناسب ؤ. نه ډېر غټ، نۀ ډېر نرے، نۀ ډېر لوړ او نۀ ډېر ټيټ، پۀ اخري عمر کښې ئې ملا را ټيټه شوې وه او همسا به ئې ګرځوله. پۀ غوږونو هم دروند شوے ؤ. جوماتونو کښې چې به کله ميلاد شريف کېدلو نو علي حېدر جوشي به پۀ کښې نعت خواني کوله او تقرير به ئې هم کولو. يوه ورځ ئې تقريرکولو نو دا شعر ئې ووې.

کۀ چا ږېره کړله توره پۀ خضاب

د قيامت پۀ ورځ به وويني عذاب

سترګې ئې پټې کړې وې او ښۀ پۀ جوش کښې لګيا ؤ چې يو ملګرے ئې چې مرغ دين بابا نوم ئې ؤ ورته غلي غوندي ووې استاذه سترګې وغړوه چا ته لګيا ئې چې علي حېدر جوشي سترګې وغړولې نو جومات خالي ؤ او يواځې مرغ دين بابا ناست ؤ. جوشي تپوس وکړو چې خلق څۀ شو. مرغ دين بابا ورته ووې جومات کښې خلقو يو بل پۀ غوږ ووهل چې پورې کلي ته ډمې راغلي دي نو هغې له لاړل، ډېر ئې وخاندل وې ما هم سترګې پټې کړي دي او تقرير کوم ما خو وې ګينې ډېر خلق راته ناست دي. کۀ تا راته نۀ وې وئيلي نو بس ټوله شپه به دغسې لګيا وم، بيا ئې ووې مليانو او نعت خوانانو له ټوله شپه کښې څوک پينځه سوه روپۍ نۀ ورکوي خو ډمو باندې پۀ زرګونو روپۍ الوزوي ځکه خو دا قوم ترقي نۀ کوي.

علي حېدر جوشي داسې معلومېږي چې د قيافه شناسۍ زبردست علم لرلو ځکه نو ورتلونکو کسانو چې به ئې خبرې واورېدلې نو داسې به ترې متاثره شول چې بس د هغۀ هر ټکے به ورته سم او صحيح ښکارېدلو. د خپل تېز ذهن پۀ مدد سره به ئې داسې څۀ خبره وکړه چې د بنده يقين به راغلو چې واقعي دا سړے پوهېږي او تعويزونه ئې کار کوي. داسې شرطونه به ئې ورسره ووئيل چې هغه سړي به خپله اقرار وکړو چې جوشي را له کار کړے ؤ خو ما شرطونه پوره نۀ کړے شول.

لکه يو ځل ورله يو ځوان راغلے ؤ ،دے پۀ يوه جينۍ عاشق ؤ او د راتلو سره ئې علي حېدر جوشي ته ووې استاذه څۀ چل را له وکړه ګينې لېونے کېږم. ډېر وس مې وکړو خو نۀ مې د جينۍ نه زړۀ صبرېږي او نۀ پۀ ګوتو راځي. علي حېدر استاذ ورته ووې غم مۀ کوه مړه داسې تعويز به درله وکړم چې کور ته به درپسې راشي، کله مونځ کوې نو تور سپے به ذهن ته نۀ را ولې. هلک ډېر پۀ جوش کښې ووې استاذه فرض مونځ خو څۀ چې تهجد او نفلونه به هم کوم او د تورسپي سره زما څۀ کار دے. خو جوشي استاذ به بيا بيا د تورسپي ذکر کولو. هلک لاړو او څۀ موده پس ئې خپله ووې استاذ راله زبردست تعويز کړے دے خو بس چې پۀ مانځه ودرېږم نو تورسپے مې مخې ته تېر شي، بيا به ئې ووې ارمان دے چې دا شرط مې پوره کړے وے خو دا شرط هغۀ کله هم پوره نۀ کړے شو. هلک تور سپے څۀ کوو دا خو ورله دۀ ذهن کښې واچوو. دا د جوشي استاذ کمال ؤ چې کار به وشو کۀ نۀ خو د خولې د چالاکۍ او حکمت پۀ وجه به ئې سړے مطمئن کړو ځکه خو ئې تر اخره خلقو له تعويزونه کول.

دغه شان هر چا ته به ئې پال پرهېز د هغۀ د حېثيت مطابق ښودلو کۀ چرته کار به وشو نو بس کور پۀ کور به د علي حېدر جوشي قصيدې وئيلې شوې او کۀ چرته کار به ونۀ شو نو دا به ئې نۀ وئيل چې تعويز کښې کمے ؤ بلکې دا به ئې وئيل چې ما شرط پوره نۀ کړو. او دا د يو تعويز ګر کمال وي چې خپله کمزوري د خولې پۀ چالاکۍ پټه کړي او دا کمال پۀ جوشي استاذ کښې ښۀ ډېر ؤ. ځکه خو کامياب ؤ ولې چې تعويز ګر چا له تعويز وکړي نو کۀ کار ونۀ شو نو د دې مطلب دا شو چې تعويز ګر څۀ وئيلي وو غلط وو خو جوشي استاذ به داسې تيکنيک خپلولو چې دے به پۀ کښې نۀ ګېرېدلو. کله کله خو به ورغلے سړے داسې شو چې روغ ذهن به ئې کار نۀ کولو. دا تماشه ئې هم ما کړې وه. يوه ورځ ورله د مومندو نه يو بابا راغلے ؤ کله چې ورله جوشي تعويز ورکړو نو ورته ئې ووې چې دا به پۀ سورة يوسف کښې کېږدې. بابا چې څو قدمه لاړو نو بېرته را ستون شو وې د هغه سورة نوم رانه هېر شو ما ورته وې سورة يوسف، سړے روان شو خو يوه شېبه پس ته بيا راغلو او وې وئيل دا پۀ کومه سيپاره کښې دے. ماما بابا ته ووې راشه چې درته ئې وليکم څۀ به ځې راځې. سړي ووې بچے خفه نۀ شې خو څۀ چل را باندې وشو مازغو مې غوټ کار پرېښودلو. نۀ پوهېږم چې کورته به څنګه ځم. کله چې د مومندو بابا لږ اخوا شو نو مرغ دين ما ته ووې حميد خانه دا سړے چې وختي راغلے ؤ نو سم دم ؤ خو جوشي استاذ ترې پنډ روپۍ واخستې نومازغو ئې کار پرېښودلو. مرغ دين بابا ځانله يو دلچسپ کردار ؤ د هلکوانۍ نه د جوشي استاذ سره دېره ؤ. د افغانستان اوسېدونکے ؤ. ډېر ښۀ رباب به ئې غږولو. د يوسف قيصه به ئې ډېره پۀ خوند خوند پۀ خوږ اواز رباب سره وئيله. وادۀ ئې نۀ ؤ کړے. اخري عمر کښې د نوي کلي د امان الله خان حجره کښې ؤ هلته وفات شو او څوک خپل خپلوان ئې نۀ وو نو هم هلته خاوروته وسپارلے شو.

کله کله به جوشي استاذ داسې هم کول چې تعويز به ئې چا له وکړو نو ورته به ئې ووې دا به سورة يوسف کښې کېږدې خو چا ته به ئې دولسمه سپياره ښودله او چا ته به ئې ديارلسمه ښودله. يو ځوان ته ئې ووې دا تعويز به سورة يوسف کښې پۀ ديارلسمه سيپاره کښې کېږدې. ما ورته وروستو ووې جوشي استاذ وختي خو مو هغه بابا ته ووې دا به دولسمه سيپاره کښې پۀ سورة يوسف کښې کېږدې او دۀ ته دې ديارلسمه سيپاره کښې سورة يوسف ياد کړو نو دا هدايت دې د عمرونو پۀ وجه وکړو او کنه د دواړو معاملات بدل بدل دي نو تا هم ورته ځاے بدل کړو غصه کښې ئې راته ووې غلے کښېنه، تۀ پۀ دې خبرو نۀ پوهېږې. تعويز ورله ما کړے دے نو ما ته پته ده چې دا چرته ايښودل غواړي. بيا ئې شېبه پس ووې تۀ زما خدمت کوې. ما سره مينه کوې. را سره نزدې اوسې. تل دلته ځې راځې. زړۀ مې غواړي چې دا خپل فن مې تا ته ښودلے وے خو ستا عقيده سمه نۀ ده. زما کارونو پورې خاندې. ټوقې ورپورې کوې. خو ګوره دا خلق څۀ لېوني خو نۀ دي چې ما له راځي او پۀ زرګونو روپۍ را کوي. بل چا له ولې نۀ ورځي او ولې نورو له روپۍ نۀ ورکوي.ما ورته ووې زۀ پۀ دې خبرو عقيده نۀ لرم. زۀ وينم چې تۀ نورو له د هر مرض د پاره تعويزونه کوې خو خپله چې يو ټوخے وکړې نو بيا ما ته وائې چې ښۀ ډاکټر له مې رسوه، اوږده ساه ئې راښکله وې تا ته د لقمان حکيم واقعه ياده نۀ ده چې د هغۀ پۀ دارو به نور روغېدل خو خپل علاج ورسره نۀ ؤ. دې سره ئې زۀ لا جوابه کړم.

کله کله به ئې خبره پۀ داسې چل واړوله چې بنده به ورته حېران شو او سړي ته به ئې ووئيل چې تۀ به پوهه شوے نۀ ئې. بيا زۀ پوهه شوم چې دا ځکه خو دے هر چا له چې تعويز ورکوي نو سورة يوسف ورته يادوي کوم چې دوؤ سيپارو کښې دے. نو چا ته به ئې وئيل دا به دولسمه سيپاره کښې کېږدې او چا ته به ئې ديارلسمه سيپاره يادوله. يو ځل پۀ يوه ورځ دوه کسان راغلل او د مايوسۍ اظهار ئې وکړو چې استاذه کار ونۀ شو. يو ته ئې ووې تا تعويز کومه سيپاره کښې ايښے ؤ هغه وې دولسمه کښې. جوشي استاذ ورته ووې غلط شوے ئې دا ديارلسمه کښې ايښودل غواړي او بل نه ئې چې تپوس وکړو نو هغه وې ما تعويز ديارلسمه سيپاره کښې ايښے ؤ. هغه ته ئې ووې دا دولسمه سيپاره کښې کېږده نو هله به کار کېږي. هغوي ووې تا راته داسې وئيلي وو خو جوشي استاذ وئيل تاسو به غلط شوي يئ. خوځه خېر دے ؤ به شي. دې غلطۍ کښې به ستاسو خېر ؤ بس چې داسې به ئې دوه درې ځله رخصت کړل نو بيا هغوي کله راتللے شول. بس خبره به ختمه شوه. مطلب مې دا دے چې بنده به ئې داسې ګډ وډ کړو چې هغه به بيا نۀ پوهېدو چې څۀ وکړم او هر ځل به ئې ترې پۀ زرګونو روپۍ وصولولې. نورې به ئې هم داسې قيصې تماشې کولې چې بنده ته به ئې هغه قيصه يادوله چې يو سړي د خرڅ د پاره بازار ته څرمن وړې وه، سړے کلي وال او ساده غوندې ؤ نو درېو تنو ورته صلاح وکړه چې دا به ترې ارزانه واخلو. يو ترې تپوس وکړو چې دا پۀ څو خرڅوي. دۀ ورته نرخ ووې هغۀ ورته ووې دا دې پۀ نمر وچه کړې ده او کۀ پۀ سېوري. سړي ووې دا مې پۀ نمر وچه کړې ده. سړي ورته ووې پاګله پۀ نمر څوک کله څرمنې وچوي. ډېر کم قيمت ئې ورته ووې. دۀ ورنۀ کړه او لږ وړاندې چې لاړو نو بل تن ترې تپوس وکړو وې څرمن پۀ څو ده. دۀ ورته قيمت ووې بيا ئې ترې تپوس وکړو چې دا دې پۀ نمر وچه کړې ده او کۀ پۀ سېوري. سړي ورته ووې دا مې پۀ سېوري اوچه کړې ده. هغه ورته ووې څرمن څوک پۀ سېوري وچوي. دۀ هم ورته نيم پۀ نيمه کم قيمت ووې. سړے حېران شو چې دا څۀ مصيبت دے يو وائي څرمن څوک پۀ نمر نۀ وچوي او بل وائي پۀ سوري ئې څوک نۀ وچوي. خو چې نور وړاندې لاړو نو هم د دوي بل ملګري ترې د نرخ د تپوس سره ووې دا څرمن دې پۀ څۀ وچه کړې ده پۀ نمر او کۀ پۀ سېوري ،دې سره ورته سړي ووې دا مې نيمه پۀ سيوري وچه کړې ده او نيمه پۀ نمر. دې سره ورته هغه د دغه نورو دواړو نه هم کم قيمت ووې او ورته ئې ووې وې تا خو څرمن تباه کړې ده دا خو دې تاوده سړه کړې ده نو جوشي استاذ به هم د خلې پۀ چالاکۍ پۀ بنده سر وګرځولو. يو خوا به ئې ترې نه پنډ روپۍ واخستې او بلخوا به ئې ورته داسې خبرې وکړې چې هغه به ګډوډ شو چې زۀ اوس څۀ وکړم او هم د دغه چالاکۍ وجه وه چې هغه کله هم ګېر شوے نۀ ؤ.

ما سره خپله هم داسې يوه واقعه شوې وه خو پۀ دې کښې زۀ ګېر شوے وم وجه ئې دا وه چې ما هم د جوشي استاذ پېښې کولې. يو تن رانه سپرے د پاره دوائي وړې وه. بله ورځ هغه راغلو وې دوايۍ دې هېڅ کار ونۀ کړو. ما ورته وې سپرے دې سحر کړے ؤ او کۀ مازيګر خو هغۀ راته ووې ما سحر سپرے کړے ؤ او ظاهرشاه مازيګر کړې وه. دغلته حېران شوم چې اوس څۀ وکړم. پوهه شوم چې دا زما د وس کار نۀ دے دا د جوشي استاذ هنر ؤ چې د خلې پۀ چالاکۍ به ئې يو بنده له ذهن داسې جوړ کړو چې کۀ کار به وشو نو دا به د جوشي استاذ کمال ګڼلے شو او کۀ کار به ونۀ شو نو هم دا به ئې نۀ ګڼل چې ګينې تعويز بې اثره ؤ بلکې دا ئې وئيل چې ما نه پال پرهېز ونۀ شو. د دې فن پۀ ذريعه ئې ګټه کوله او ورسره به ئې خلقو عزت احترام کولو.

کۀ پۀ دومره ګڼو راغلو کسانو کښې به د چا کار وشو نو بيا به کور پۀ کور ګرځېدو او د دۀ تعريفونه به ئې کول. نور خلق به ئې ورله را وستل او د دۀ د صداقت قصيدې به ئې وئيلې.

دا د تعويزونو قيصه اوږده شوه خو دا د جوشي استاذ د ژوند يو اهم اړخ ؤ چې کېدے شي ډېرو خلقو ته معلوم نۀ وو نو ځکه ئې تفصيلات ليکم. يو ځل ورله يو تن راغلو وې ورارۀ مې ورک شوے دے. دۀ ورته وې فکر مۀ کوه پېدا به شي او هر ځاے چې وي 22 ورځې پس به کورته راځي. هلک پۀ شپاړسمه ورځ پېدا شو. بيا به هغوي هر ځاے د جوشي استاذ تعريفونه کول او دۀ ته به ئې د لوے ولي پۀ سترګه کتل.

علي حېدر جوشي لۀ به د تعويذونو د پاره هر قسمه خلق راتلل. د سړو پۀ نسبت به ورله ښځې زياتې راتللې او د زنانؤ پرې عقيده هم زياته وه. خو دې نه علاوه به د عامو نالوستو کسانو سره سره اعلي تعليم يافته کسان هم ښۀ ډېر راتلل. فريد خان کمشنر خو ئې سم مريد ؤ. يوه ورځ ماسخوتن زۀ د هغوي حجره کښې وم يو سول جج جوشي استاذ له راغلو، ما دغه وخت مونځ کولو. سول جج صاحب سره زوے هم ؤ، جوشي استاذ ته ئې ووې دا زما زوے دے زما خبره بالکل نۀ مني. يو ښۀ شان تعويز راله وکړه. ما له پۀ مانځۀ کښې بې واره خندا راغله. د مونځ نه پس رانه د جوشي استاذ زوي امير بهادر تپوس وکړو وې ولې دې پۀ مانځۀ کښې وخاندل، ما ورته ووې دا جج صاحب خو عجيبه سړے دے د نورو بچي چې د پلار خبره نۀ مني نو جېل کښې ئې اچوي او خپل زوي د پاره تعويذونه کوي، پکارده چې نور بدعمله هم جوشي استاذ له رالېږي. هره ورځ به ورله دا ډالۍ او تحفې خلقو راوړلې. ما به خلق ليدل ډېر به ورته حېران شوم چې دا پۀ خلقو څۀ شوي دي خو بس د هغۀ پۀ دوکاندارۍ کښې څۀ فرق نۀ راتلو. بلکې ډېر خلق به ما له راتلل چې تۀ را سره ورشه. يوځل زما د متنو نه يو ملګرے راغلو ورسره د ترور زوے ؤ هغه وې د دۀ د سکول نه چا کمپيوټرونه پټ کړي دي. مونږ سره جوشي صاحب له لاړ شه چې څۀ درک را له ولګوي. هغه وخت کمپيوټر ډېر قيمتي شے ؤ او ډېر قيمت به ئې ؤ. ما هغۀ ته ووې ګوره تۀ خو خپله يوه حساسه اداره کښې نوکر ئې او د ترور زوے دې هم اعلي تعليم يافته دے. ډېر مې پوهه کړل چې ګوره کۀ علي حېدر جوشي داسې کارونه کولے شول نوبيا به حکومت پۀ دې اهمو ادارو ولې دومره خرچې کولې خو د دغه ادارو پۀ ځاے به ئې داسې کسان کښېنولي وو او د خپل علم پۀ رڼا کښې به ئې داسې مسئلې حل کولې خو هغوي هېڅ نۀ منل. وې بس کۀ راسره نۀ ځې نو مۀ ځه خو بهانې مۀ کوه خېر مجبوراً ورسره لاړم. جوشي استاذ ته مې ټوله قيصه وکړه چې د دوي دا مسئله ده او زما ملګري دي. جوشي استاذ ووې دا کار نۀ شم کولے حکومت منع کړے يم. بيا د دې نه دښمني جوړېږي. ما ورته ډېر ووې خو سکوټ انکار ئې وکړو. دې سره جوشي ووې ما کورته بوځئ او دوي له چاے راوړئ. بختيار دے کور ته بوتلو ما هغۀ ته سترګو سترګو کښې ووې چې څۀ چل وکړه. بختيار چې واپس راغلو نو ځان سره ئې يو تعويذ هم را وړو. وې کاکا وائي چې دا ستا دوستان دي ګينې نو زۀ ګورې دا کار نۀ کوم. دا تعويذ بختيار ليکلے ؤ. مېلمانۀ ښۀ خوشحاله رخصت شو. لکه چې کار ئې شوے وي. ما او بختيارد جوشي استاذ ډېر تعويذونه ليکلي وو نو کله کله به چې څوک دوستان راغلل او جوشي استاذ به انکار وکړو نو پۀ خپله به مو ورله وليکل او ورله به مو تعويذ ورکړو هغوي به ورسره داسې مطمئن شول لکه چې کار ئې شوے وي.

د علي حېدر جوشي کمال دا ؤ چې د خبرو سليقه ئې زده وه او دې نه علاوه د خلقو د متاثره کېدو وجه ترې دا هم وه چې ښۀ کور ئې ؤ. پۀ جامه برابر ؤ غټه او ښکلې حجره ئې وه. دوه درې ګاډي به ئې هم حجره کښې ولاړ وو. هر چا ته پته وه چې د پېسو اوږے نۀ دے، بچي ئې امريکه کښې وو. جېب کښې به ورسره هر وخت څو زره روپۍ پرتې وې. کله کله به ئې د خلقو د متاثره کولو د پاره د جېب نه د خلقو پۀ وړاندې روپۍ هم را ويستلې. دې سلسله کښې ترې څو ځله روپۍ ورکې شوې او خلقو پۀ چل ول پټې کړې هم وې خو هر وخت به ئې جېب ډک ساتلو. د ټولو نه غټه خبره دا ده چې پۀ دا قسمه توهماتو د زمانو راهسې د خلقو يقين دے او تعويذ ګرو لۀ اکثر مايوسه او د کمزورو عقيدو واله خلق راځي. زمونږ خوا ته د پېښور نه يو تن راغلے ؤ څو ورځې پس ئې د تعويذونو لوبه شروع کړه، خلق به ورله راتلل، يوه ورځ زما دوکان ته راغلو. ما سره ئې تعارف وکړو. چاے مې ورله راوړې خو دې دوران کښې چې لس اتۀ کسان راغلل نو ټولو به د دوکان نه فارمۍ اګۍ اخستې او د ديسي اګو هډو چا تپوس نۀ کولو. پيرصاحب ووې لکه چې خلق فارمي اګۍ خوښوي ما ورته ووې او هم داسې ده. فارمي اګۍ غټې وي او ارزانې هم وي نو خلق ئې خوښوي. پيرصاحپ لاړو خو چې شېبه پس به هر څوک راتلو نو څلور څلور ديسي اګۍ به ئې اخستې. مازيګر چې پيرصاحب راغلو نو راته ئې ووې څنګه ديسي اګۍ دې خرڅې شوې کۀ نۀ. ما ورته وې او نن خو ډېرو خلقو يوړې. البته پۀ دې حېران وم چې هر چا به څلور څلور اوړلې. چې تاسو خو به خلقو ته نۀ وو وئيلي پۀ خندا کښې ئې ووې او دا ورته ما وئيلي وو. کۀ ما ته پته وه چې دا ورته پير صاحب وئيلي دي نو يوه يوه اګۍ به مې پرې پۀ درې چنده قيمت ګرانه خرڅه کړې وه.

پۀ پيرخانه، استانو او مزارونو کښې عجيبه عجيبه کارونه کېږي چې د عقل خاوند ورته حېران شي خو څوک څۀ ځکه نۀ شي وئيلے چې دا د هغوي عقيده وي چې پۀ دې طريقه کارونه کېږي. پېښور ښار کښې يو مزار ته ورغلے وم نو هلته بې شماره جرندې پرتې وې چا نه مې تپوس وکړو چې دا څۀ دي. نو راته ئې ووې د خلقو چې څۀ مراد وي نو دلته يوه جرنده واچوي بيا څۀ موده پس ته راشي نو د زنګ، اوبو، پرخې او بارانونو پۀ وجه دا تالې خپله بېرته شي يا به منجورانو دغه زنګ وهلو جرندو لۀ زور ورکړو نو خلاصې به شوې. بس د دوي خيال ؤ چې دې سره مرادونه پوره کېږي او د دې د پاره يو خاص قسمه جرندې اوس هم خلق اخلي ګينې نو ځينې داسې جرندې شته چې هغه اوبۀ او زنګونه زر نۀ شي متاثره کولے.

جوشي استاذ به دا قسمه لوبې نۀ کولې بس يو څو معلوم ټکي به ئې پۀ کاغذ وليکل. تعويذ به ئې بنده له ورکړو او پېسې به ئې ترې واخستې. هغه خلق به ډېر راتلل چې کار ئې وشواو هغه خلق به بيا نۀ راتلل چې کار به ئې ونۀ شو. خو بيا هم خلق به تر اخره ښۀ ډېر راتلل. ما کۀ خپله څۀ هم پۀ دې خبرو يقين نۀ لرلو خو چې زما رشته ډېره زنګېدله نو اخر مې يوې خور ووې دا رشته به هله کېږي چې جوشي صاحب تعويز وکړي. ما ډېره پوهه کړه خو هغه پۀ خپل ضد کلکه وه وې کۀ تۀ نۀ ورځې نو مونږ به ورشو. اخر مجبوراً ورغلم او ټوله قيصه مې ورته وکړه. را ته ئې ووې ستا خو عقيده خرابه ده خو ورشه مټهايان راوړه ما ورته وې کار لا شوے نۀ دے او مټهيان څۀ لۀ راوړم خو چې کله کار وشي نو زۀ به مټهيان راوړم. وې نه اوس ئې راوړه خېر لاړم مټهيان مې ورله راوړل. دم ئې پرې وکړو او يو تعويذ ئې را له وليکلو. ما ورته وې تعويذ کومه سيپاره کښې کېږدم دولسمه کۀ ديارلسمه کښې؟ پۀ خندا شو. همسا ته ئې لاس کړو وې زغله سرکوزيه. خو چې مور او خور مې هغه کور ته لاړې نو دوي ځان سره مټهيان اوړي وو خو هغوي پۀ دغه ورځ هډو کښېناستوته پرې نۀ ښودلې حالانکې نور کله به ئې پرې چاے ضرور څښکلې. ښۀ قدر عزت به ئې ورله کولو. زۀ بيا جوشي استاذ پسې ورغلم چې قيصه دغه شان شوه نو هغۀ ووې زما تعويذ او دم صحيح ؤ خو ستا عقيده خرابه وه هله به دې ګيله کوله چې هغوي دم کړي مټهيان خوړلي وو. بس زۀ ئې لا جوابه کړم مطلب مې د دې واقعې نه دا دے چې کۀ څۀ هم ما د جوشي استاذ تعويزګري نۀ منله خو بيا هم د دۀ دومره شهرت شوے ؤ او خصوصاً د زنانؤ پرې داسې عقيده وه چې زۀ ئې مجبوره کړم او هغۀ له لاړم.

فارغ بخاري صاحب چې پۀ حمزه صاحب کومه خاکه ليکلې ده پۀ هغې کښې ئې ليکلي دي ښۀ ده چې کېمياګرۍ کښې کامياب شوے نه دے ګينې پښتو ادب به د يو لوے شاعر نه محروم شوے ؤ خو جوشي استاذ کمالي سړے ؤ نو هغۀ به شاعري هم کوله او تعويذونه به ئې هم کول. پۀ دواړو شعبو کښې کمال ته رسېدلے ؤ. د تعويزونو خبره خو ئې ترڅۀ حده وشوه او پۀ دې غرض مې وړومبے دا خبره وکړه چې شاعري ئې پۀ ملکونو خوره ده او د تعويذونو حال ئې پۀ کلي علاقه يا صوبه کښې مشهور ؤ، کېدے شي د بهر علاقو او نورو ملکونو کښې پښتانۀ ترې خبر نۀ وي.

جوشي استاذ پۀ رښتيا کمالي سړے ؤ او د يو شاعر پۀ حېث چې هغه پۀ يوه قيصه يوسف خان شېربانو کوم شهرت حاصل کړے دے د هغې مثال نشته. د هغې غټه وجه دا ده چې دۀ پۀ ساده اولسي ژبه دا قيصه ليکلې ده. د ښکلې انداز لۀ کبله دا قيصه د پښتنو پۀ کورونو کښې ټولو ښځو او سړو ته ياده وه. خپله زما مور ته هم دا قيصه ټوله ياده وه بلې کومې اولسي قيصې داسې شهرت نۀ دے موندلے. د دې انداز زړۀ راښکونکے دے.

قيصه واوره عجيبه د ګل پۀ رنګ

چې دې لرې کړم د خوږ زړګي نه زنګ

د اکبر پۀ زمانه کښې زما لاله

يو عاشق ؤ خبروم دې له احواله

کور ئې ؤ د ترلاندۍ کلي نه بره

چې اوس ښکاري دغه ځوان د غرۀ د سره

درته وايم چې لکه يوسف ئې نوم دے

د پلار نوم شادمحمدخان راته معلوم دے

د دې قيصې کمال دا دے چې يوځل ئې بنده لوستل يا اورېدل شروع کړي نو بيا ئې هله پرېږدي چې قيصه سرته ورسي. دې قيصه کښې ځاے پۀ ځاے ټپې، رباعي وغېره هم ليکلي شوي دي. دې قيصې علي حېدر جوشي ته داسې شهرت ورکړے دے چې چرته هم پښتانۀ اوسي نو هغه ئې پېژني او دا قيصه کۀ ورته ياده نۀ وي نو اورېدلې خو به ئې ضرور وي. علي حېدر جوشي نوره هم ډېره اولسي شاعري کړې ده او پۀ سوونو چاربېتې، نيمکۍ، سندرې، بدلې او نعتونه ئې ليکلي دي. پۀ دې به وروستو بحث وکړو خو اوس به د دې قيصې خبره وکړو چې عالمګير شهرت ئې حاصل کړے دے او د جوشي استاد د شهرت اصل وجه هم دا اولسي قيصه ده. دا قيصه څنګه پۀ وجود کښې راغله. ايا پۀ حقيقت کښې داسې څۀ واقعه شوې وه او که نۀ. د شېره غونډ زيات خلق وائي چې جوشي استاذ هسې يوه فرضي قيصه ليکلې ده خو علي حېدر جوشي وائي:

دا قيصه وه د اکبر بادشاه د وخت

ورکه شوې مې پېدا کړله پۀ بخت

ما وې دا يو عجيبه غوندې قيصه ده

اورېدو ته ئې د هر چا تلوسه ده

ورته کښېناستمه زۀ د زړۀ پۀ خيال

پۀ هفته کښې مې تياره کړه سمبال

زما عمر دے دېرش کاله زيات وکم

سمدستي وېنا کوومه پۀ قلم

بيا وائي چې ما دا واقعه پۀ يو قلمي کتاب کښې وليده چې پۀ فارسۍ کښې ليکلې شوې وه. پۀ 1940ز کښې دا کتاب پۀ لاس راغلو او د پښتو ژبې د خدمت د پاره مې ترې د ګلو هار جوړ کړو. خو مشران او د دغه علاقې اوسېدونکي وائي چې د جوشي استاذ د دې قيصې ليکلونه وړاندې هم د دې قيصې پۀ دې سيمه کښې وجود ؤ. اکثر به خلقو حجرو کښې دا قيصه کوله او ډېرو مشرانو ته دا قيصه ياده وه. سبحان لالا ما ته وئيل چې دا قيصه هغه وخت زمونږ ډېرو مشرانو ته ياده وه چې لا جوشي صاحب نۀ وه ليکلې تر دې چې زمونږ کور کښې زما مشرې خور ته دا قيصه مکمله ياده وه کله چې به قيصه کښې د يوسف خان او شېربانو ملاقات کېدلو نو د هغوي خبرې به هم پۀ ټپو کښې وې. داسې معلومېږي چې لکه د پخوانو قيصو انداز ئې د غږونو د قيصو غوندې پۀ نظم او نثر مشتمل ؤ خو جوشي استاذ داسې شاهکار منظومه قيصه وليکله چې ترننه ئې مثال نشته. وروستو کال 1970ز کښې عزيز تبسم پۀ دې قيصه د فلم جوړولو فيصله وکړه. د فلم د پاره ئې قيصه وليکله. بدرمنير سره ئې خبره وکړه خو څوک د پښتو پۀ فلم پېسو لګولو ته نۀ تيارېدل خو اخر يو ملګري د خپلې ښځې کالي پۀ پينځلس زره روپۍ خرڅ کړل، علي حېدر جوشي سره ئې رابطه وکړه هغه کراچۍ ته ورغلو او د موقعې مناسبت سره ئې سندرې وليکلې. پۀ قرضونو ئې يو لاکهـ پينځه اويا زره روپۍ را غونډې کړې او پۀ هغې پاکستان کښې د پښتو وړومبے فلم “يوسف خان شېربانو” تيار شو. بيا څوک د فلم لګولو ته تيار نۀ وو خو اخر د يوې سنيما مالک خبره ومنله او چې څنګه وړومبۍ شو د فلم وچلېدله نو د کراچۍ ډپټي کمشنر راغے.مونږه وېرې واخستو نو هغۀ ووې کۀ سبا له مو دا فلم پۀ پينځه سنيماګانو ونۀ لګولو نو فلم به درله بند کړم ځکه خلقو د سېنما مخې ته ټول سړکونه بند کړي وو او ټول سېنما کښې نۀ ځائېدل. داسې د پښتو وړومبے فلم دومره مشهور شو چې ورسره د پښتو فلمونو ته لاره سمه شوه. کوم سړي چې فلم د پاره کالي خرڅ کړي وو څو هفتې پس ئې يوه ښکلې بنګله او ښۀ موټر واخستل. د دې فلم د قيصې سره د دې سندرې ترننه مشهورې دي. لکه دا چې:

خوا له مې راشه د خندا ورځې دي

پۀ تا شوې تېرې دا زما ورځې دي

راشه او راشه خوشے مېدان دے

سلګۍ مې راغلې روح مې روان دے

دا د ګودر غاړه ده.. . .

عزيز تبسم وئيل چې يوازې پۀ کراچۍ کښې دې فلم پنځوس لکه روپۍ پۀ هغه وخت کښې ګټلې وې چې د دې نه د يوسف خان شېربانو د قيصې د شهرت اندازه لګي او داسې جوشي استاذ د پښتو فلمونو پاکستان کښې وړومبے شاعر وګڼلے شو.

علي حېدر د يو اولسي شاعر پۀ حېث ډېر ښکلي نعتونه، غزلونه او سندرې ليکلي دي چې پۀ اولس کښې ئې ډېر شهرت موندلے دے لکه دا څو نمونې به ئې وړاندې کړم.

نۀ پۀ مينه مړېدل شته نه پۀ مال

نۀ پۀ عمر څوک مړېږي نه پۀ سوال

ماڼۍ څله جوړوې اخر به کوچ کړې

دومره بس دے چې پۀ تا څڅېږي نه

چې د سلوتنو يار وي ورک دې شي

کۀ ئې ګل غوندې رخسار وي ورک دې شي

کومه ونه چې باداره کړي قدرت

خوري پۀ ګټو ګزارونه هر ساعت

بې مېوې ونه څوک نۀ اولي پۀ ګټو

چې پکښې نۀ وي خوبي او لياقت

دې نه علاوه څو نورې اولسي قيصې ئې هم ليکلي دي. غرض دا چې هغه يو کامياب شاعر ؤ. ځينې داسې شعرونه ئې هم في البديهه وئيلي دي چې خلقو ته ياد دي، يو ځوان ؤ دۀ به جوشي استاذ وخت پۀ وخت تنګولو نو پۀ حقيقت کښې داسې ؤ يا نۀ خو دۀ ورپورې سمدستي يو شعر ووې:

ملک دے دسرکارجهازونه پۀ کښې ښکته ځي

ټيز د سخاوته ځي

سخاوت غريب ئې داسې وشرمولو چې کلے ئې پرېښودلو. دغه شان نور ئې هم بلها داسې واقعات شته چې ځانله نادرې نمونې دي.

خو نوموړے شاعر م . ر شفق صاحب وائي چې کله علي حېدر جوشي پۀ شعر کښې لوے مقام ته ورسېدو نو دا دعوه ئې وکړه.

د سمېلا علي حېدر چې څو ژوندے وي

سر دې نۀ پورته کوي نور شاعران

او ځينو شاعرانو پرې بد ومنل خو جواب ئې چا نۀ شو کولے. اخر عبدالله استاذ ته شاعرانو ووې چې د دې جواب ورکړه نو عبدالله استاذ ووې تاسو علي حېدر جوشي نۀ پېژنۍ بس قلارکښېنئ څۀ چې ئې وئيلي دي ښۀ ئې وئيلي دي خو يو اولسي شاعر چې فتح خان نامه ئې وه هغۀ دا خبره نۀ منله. جوشي ته ئې مخامخ ووې.

د زوره مې خبر نۀ ئې نامه مې ده فتحې (فتح)

جوشي استاذ ورته سمدستي جواب ورکړو

“لعنت پۀ هغه سوړه شه چې تۀ پرې راوتې”

نور ئې هم داسې سمدستي شعرونه وئيلي دي چې هجويه دي. دا شعرونه ئې کتابونو کښې نشته. البته خلقو ته سينه پۀ سينه ياد دي. علي حېدر جوشي څۀ زمانه پۀ ځوانۍ کښې بره ګړياله کښې د حکومت بابا سره دهقاني کوله، پۀ دغه وخت کښې ئې خپله وړومبۍ چاربېته ليکلې وه.

غوے د رنګه تور ؤ، د کار د پاره اور ؤ

لټ اړۍ څۀ پکار وو، د ايوې ذمه وار ؤ

يوه بله تاريخي چاربېته ئې ليکلې وه کومه چې د هغۀ پۀ کتابونو کښې نشته. د سرکړۍ ئې ځينو خلقو ته ياده وه خو پوره چاربېته چا ته ياده نۀ ده. اخر مې د پښتو نوموړے ليکوال سبحان لالا ذهن ته راغلو نو هغه پسې ورغلم ولې چې دا چاربېته جوشي استاذ د سبحان لالا دوي کلي ګړياله کښې ليکلې وه. سبحان لالا ووې ما ته ياده نۀ ده البته لاهور کښې زما يو دوست دے غلام حبيب نامه ئې ده او اصل کښې د سرې ډهېرۍ اوسېدونکے دے هغه ته څۀ زمانه دا چاربېته پوره ياده وه. سبحان لالا سره د خوش قسمتۍ نه د هغۀ نمبر ؤ نو پۀ موبائيل ئې راته دا چاربېته ووئيله. د دې چاربيتې پس منظر ډېر دردناک دے. قيصه داسې وه چې څو تنه ملګري وو، دوي سره يو ليندۍ والا تماچه وه او هغې کارتوس نيولے ؤ چې پۀ هېڅ شان ترې نۀ را وتلو او نۀ ئې ډز کولو نو دوي پرې لوبې شروع کړې يو بل ته به ئې نېغه تماچه ونيوله او ګوته به ئې پرې راښکله خو عبدالمنان چې څنګه همايون ته ونيوله نو ډز شو چې همايون پرې ولګېدو او پۀ ټکي مړ شو. همايون د اکبر خان لالا نيازبين زوے ؤ. پۀ ټول کلي کښې غوغا جوړه شوه. عبدالمنان پۀ ځان راکېښودل چې خدايه غرق شوم خپل محبوب دوست مې د خپله لاسه پۀ وينو لت پت کړو. اکبر خان لالا له ورغلو او سر ئې ورته پۀ پښو کښې کېښودلو. وې زۀ ستا د زوي همايون قاتل يم که پۀ خپله مې وژنې او کۀ پوليس له مې ورکوې ستا خوښه. خو اکبر خان لالا چې يو مثالي پښتون ؤ را اوچت کړو او خپلې سينې سره ئې ولګولو وې يو بچے مې لاړو بل نه بائيلم. علي حېدر جوشي د دغه واقعې پۀ تناظرکښې دا مثالي چاربېته ليکلې وه.

تماچې سره مې ټوقې مسخرې کړې

سم د لاسه مې پۀ يار وچلېدله

چې راپرېوت د افسوسه مې نعرې کړې

د بدن غوښه مې ورو ورو سوزېدله

دې تاريخي چاربېته کښې دغه ټوله غم لړلې واقعه ډېره پۀ افسوس سره قلم بند شوې ده چې دا د خپل وخت يوه مشهوره چاربېته وه او هر چا به چې اورېده نو د همايون پۀ ښکلې ځوانۍ به ئې ژړل. د هغه پۀ پلار اکبرخان لالا به ئې افرين وئيلو او دعبدالمنان به ئې تعريف کولوچې د دوست همايون پۀ غلطۍ کښې د وژلو نه وروستو تښتېدلے نۀ ؤ بلکې د سره تېر د اکبرخان لالا پښو له ورغلے ؤ.

علي حېدر جوشي پۀ ځوانۍ کښې يو مست ځوان ؤ. کله چې پۀ ګړياله کښې اوسېدو نو دغلته ورسره د کلي څو نورمستانه ځوانان ملګري وو. دا پينځه تنه وو. د جوشي استاذ نه علاوه نور دا کسان وو. عبدالحکيم، منمرباچا، محمد حسېن او عبدالمنان، دا پينځه واړه پۀ کلي علاقه کښې مشهور وو. ټول ډېر دلچسپ کردارونه وو او ټوله ورځ به ئې خرمستۍ کولې چې کله به خوار شول نو ډېر ناروا کارونه ئې کول. عبدالحکيم بيا وروستو کراچۍ ته تلے ؤ او هلته ترې پوره ډان جوړ شوے ؤ چې پۀ ټوله علاقه ئې حکمراني کوله. دوي به خپلو کښې هم يو بل سره ډېرې ناروا ټوقې کولې خو د يو بل نه به خفه کېدل نۀ او بدل به ئې هم د يوبل نه پۀ هغه شان ټوقو کولو اخستو.

لکه يوه ورځ عبدالحکيم لالا د علي حېدر جوشي سره ګندف ته تلے ؤ. دواړه يوې حجرې ته لاړل. عبدالحکيم ورته وې جوشي تۀ کښېنه او زۀ راځم کار مې دے. عبدالحکيم به ځاے پۀ ځاے خلقو ته وئيل چې علي حېدر جوشي خو به دلته نۀ وي راغلے تۀ راځه چې حجره کښې ئې وګورو. هلته چې به نۀ ؤ نو هغوي به ئې ووې ځه هغه بله حجره کښې به وي. زۀ ئې هلته ګورم. هغه راغلے دے او بېګاه له به فلانۍ حجره کښې مجلس کوي. پۀ دې چل ئې ټول ګندف خبر کړو. دا به ئې هم ورته وئيل چې کۀ چا سره روپۍ نۀ وي نو علي حېدر استاذ افيم هم اخلي. دغلته اکثر زميندار خلق وو او پۀ هغه زمانه به هر چا کره ښۀ ډېر افيم وو.

شپې له ټول خلق هغه حجرې ته راغلل او علي حېدر جوشي ورته چاروناچارپۀ خپله مجلس شروع کړو خو دعادت مطابق ئې سترګې پټې وې چې چا به څۀ ورکول نو عبدالحکيم لالا به د خپل واسکټ جېب کښې اچول. تر سحره ئې مجلس وکړو او چې کله سحر دواړه را رخصت شول نو جوشي د عبدالحکيم نه تپوس وکړو چې څۀ وشو کۀ نه. عبدالحکيم ووې ورکوه ئې جوشي څۀ خوشي تشي خلق وو هېڅ ئې را نۀ کړل. علي حېدر جوشي پوهه ؤ او خلق ئې هم پۀ روپو او افيم ورکولو ليدلي وو خو غږ ئې نۀ کولو. د ګندف نه ټوپۍ او بيا صوابۍ ته راغلل چې صوابۍ کښې دوه پوليس والو علي حېدر جوشي وليدو. پۀ خوشحالۍ ئې ورته ووې جوشي استاذ مونږه پۀ اسمان غوښتې او خداے پۀ زمکه را کړې. نن رانه نۀ شې خلاصېدے. شپه به مو زمونږ سره وي. علي حېدر جوشي ورته وې ودرېږه دې ملګري سره صلاح کوم. عبدالحکيم ئې د دوي نه يو اړخ ته کړو او ورته ئې ووې داسې ښکاري عبدالحکيمه چې چا را باندې سي ډي کړې ده چې دوي سره افيم دي ما سره خو نشته خو کۀ تا سره وي نو حال وايه. عبدالحکيم ووې او لږ غوندې خو شته هن دا ورکړه چې پۀ حيا کښې ترې خلاص شو. ما ورته وې ښه زۀ ورځم تۀ ولاړ اوسه چې ورغلو هغوي ته ئې ووې چې ما او دې ملګري مې شپه روڼه کړې ده خو بيا زر عبدالحکيم پسې راغلو چې پوليس واله ئې نۀ مني نو د افيم سره څۀ روپۍ کۀ درسره وي را کړه چې ځان ترې خلاص کړو ګينې نو حوالات او جېل مو ځاے دے. زر ئې يونيم سل روپۍ راوويستې وې هن دا بېګا خلقو راکړې وې. دۀ ورته وې تۀ نور وګوره هسې نه چې تلاشي مو واخلي او افيم او روپۍ نورې راونۀ وځي. هغه وې نور هېڅ نشته. جوشي ورته وې ښه زۀ دوي پۀ خبرو کوم او تۀ غلے غوندې اوځه. دې کښې پوليس واله اواز وکړو يا هلکه دا څۀ قيصه مو ترې جوړه کړه. ستاسو صلاح راځي کۀ نۀ. بس جوشي ورغلو او ورته ئې ووې چې ملګرے مې خفه شو او لاړو. او تاسو ته خو پته ده چې مجلس پۀ يواځې تن نۀ کېږي. بل وخت به راشو او شپه به تېره کړو. پوليس والا ووې خوښه مو نۀ ده چې پۀ تا چاے وڅښکو. جوشي ورته وې ټيک ده خو ماسخوتن دے کلي ته به څنګه ځم. اوس خو ګاډي هم نۀ ځي. د چايو نه پس ئې ورته ټرک ودرولو وے دے به د سمېلا سره کوزکړئ. جوشي ډرائيور ته ووې چې پۀ لاره زما يو ملګرے دے هغه به هم راخېژوو. چار باغ سره عبدالحکيم ورو ورو روان ؤ. ټرک ته ئې راوخېژولو، سمېلا کښې ترې دواړه کوز شول. عبدالحکيم ډېر دلګير ؤ. علي حېدر ورته وې راځه شپه به ما سره وکړې او سبا له به رڼا کښې کلي ته لاړ شې خو بيا داسې غلط کارونه مۀ کوه ځکه چې زۀ به هم درسره بيا مجبوراً دغسې کوم. دوي څو ملګرو به اکثر يو بل سره دغه شان کارونه کول.

لکه څنګه چې ما وړاندې وئيلي دي چې د جوشي استاذ نور د ډلې ملګري هم ټول ډېر دلچسپ کردارونه وو. پۀ دې کښې يو منمر باچا ؤ چې هغه هم عجيبه سړے ؤ. جواري به ئې هم کوله. يوه ورځ ئې جواري وبائيلله نو د شاه ډنډ بابا مزار ته لاړو چا پرې نوے غلاف خور کړے ؤ، منمر باچا ترې هغه غلاف را غونډ کړو او ورته ئې وئيل شاه ډنډه ورنداره دې سرتوره ده. دا به هغې لۀ يوسم. جوشي استاذ ورته ووې باچا دا څۀ کوې. منمر باچا وې غلے شه جوشي صاحب دا زما عزيز دے او چې هغه څۀ نۀ وائي نو تۀ ولې نېغ نېغ کېږې. مونږه خپلوان يو خپلوکښې ښۀ پوهېږو.

هم دغه ګړياله کښې جوشي استاذ د منمرباچا سره يوه مشهوره او خونده وره ټوقه کړې وه چې هلته وروستو وختونوکښې تلے ؤ نو د شپې پۀ لوډ سپيکر لګيا ؤ تقرير ئې کولو وې د نوم تپوس به رانه نۀ کوئ خو ستاسو د کلي يو سړي ما نه ډېرې پخوا لس روپۍ اخستې وې چې دا ښۀ پوره رقم ؤ. ما ته ئې وئيل چې جوشي د دې پۀ بدل کښې به درله قيمتي څيز درکوم. وايه څۀ درکړم نو پۀ هغه زمانه کښې چې کوم قيمتي څيزونه وو هغه مې ورته ياد کړل لکه ګهړۍ، ټوپک، تماچه،سائيکل او رېکارډي باجه، خو منمر باچا وئيل نه داسې څيز راته ياد کړه چې پۀ دواړه جهانه قيمتي وي. ما ورته وې بيا خو بس ايمان دے نو منمرباچا ووې بس ټيک ده زما څوارلس ايمانونه دي يو به پۀ کښې تاله درکړم. دې کښې خلقو چغې جوړې کړې چې دا څوک دے. جوشي استاد وئيل ګوره تاسو ته خو ما د وړاندې نه وئيلي وو چې د نامې تپوس به رانه نۀ کوئ درته ئې نۀ شم ښودلے او اے کۀ تاسو ما ته ډېر ووايئ چې دا څوک ؤ نو زۀ به چرې هم ونۀ وايم چې دا منمر باچا ؤ. دې سره خلق پۀ خندا شول د سبحان لالا دوي حجره کښې د جوشي استاذ شپه وه چې منمر باچا سحر وختي راغلو وې ظالمه علي حېدر جوشي خپلې ښځې ته دې ملامته کړم. ټول کلي کښې دې وشرمولم. زۀ به تا سره ګورم . جوشي ورته وې ما خو ستا صفت هم ډېر کړے دے. باچا وې څۀ صفت دې کړے دے تا خو زۀ پۀ شرمونو وشرمولم. جوشي استاذ ورته يو داسې شعر وئيلے ؤ چې باچا ئې تېښتې ته جوړ کړے ؤ.

خو باچا هم استاذ سړے ؤ. شعروشاعري او تقريرونه ئې لکه د علي حېدر جوشي نۀ شوکولے خو څو ورځې پس ئې اخبار کښې خبر خورکړے ؤ چې علي حېدر جوشي وفات شوے دے، دا ډلې ډلې خلق به راتلل او چې دې نه به خبر شول چې جوشي خو ژوندے دے نو ورسره به پاتې کېدل. دوه درې ورځو کښې ورسره هرڅۀ ختم شول او نور د چاے ډوډۍ وس ئې نۀ ؤ نو بيا به دکلي سټاپ کښې ناست ؤ. هلته به ئې خلقو سره ليدل. د هغوي شکريه به ئې ادا کوله او د هغۀ ځاے نه به ئې رخصت کول خو پۀ دې مشرانو کښې دومره برداشت ؤ چې پۀ دې به ئې يو بل سره جنګونه نۀ کول بلکې د دې پۀ بدل کښې به ئې هغه بنده سره داسې ټوقه کوله او يا به ئې پۀ سړه سينه دا هرڅۀ زغمل.

جوشي استاذ کښې ظرافت ډېر ؤ او د زړو اشنايانو سره به ئې ټوقې هم کولې. يوځل ټيلي وېژن پېښورکښې د چاربېتو مشاعره وه، زۀ او دے ورله تلي وو بلکې د مجيدالله خليل پۀ تاکيد مې دے بوتلے ؤ. دغلته مشرانو شاعرانو ووې چې جوشي صاحب به د څومره عمر وي ځکه چې مونږه واړۀ وو نو دے ښۀ ځوان ؤ. ما نه ئې تپوس وکړو ما ورته وې خپله ترې پوښتنه وکړئ کله چې مشاعره ختمه شوه نوچا ترې د عمر تپوس وکړو. جوشي استاذ ووې زما عمر پينځۀ دېرش کاله دے. هغوي خپلوکښې ووې غريب بوډا شوے دے جوړې ذهن ئې کار نۀ کوي. دوه درېو تنو ورته ووې تۀ زمونږ نه ډېر مشر ئې او مونږه دا دے د شپېتو نه اوړېدلي يو نو تۀ څنګه د پينځۀ دېرشوکلونو شوې. د دې پۀ جواب کښې ئې ووې د وړوکوالي پينځلس کاله ترې لرې کړه او دا باقي عمر نه پينځه دېرش کاله دخوب اخوا کړه نو بس پينځه دېرش کلونه پاتې شول. دې اورېدو سره هغوي پۀ خندا شول وې د جوشي استاذ زړۀ لا هغسې ځوان دے او هغسې د ټوقو عادت ترې نۀ دے تلے.

د پښتو نوموړے شاعر اکمل لېونے چې د کومو نوموړو شاعرانو پېښې کوي پۀ هغوي کښې علي حېدر استاذ هم شامل دے. اکمل لېونے د مشرانو شاعرانو کلام هم د هغوي پۀ انداز کښې وائي، سبحان لالا يو ځل ټاون هال مردان کښې د يوې درنې مشاعرې تابيا کړې وه، دې کښې اکمل لېوني د خلقو پۀ فرمائش د علي حېدر جوشي پېښې کولې چې د جوشي استاذ زوے خان بهادر ورپسې تماچه را وويسته چې تۀ زما د پلار پېښې ولې کوې. د سبحان لالا باډي ګارډ پۀ جان بهادر ټوپکې را واړولې. خداے خېر کړو سبحان لالا ورپسې راغلو وې بې وقوفه دا خو دے د ټولو مشرانو شاعرانو پېښې کوي. ستا پلار علي حېدر جوشي صاحب ورته ناست وي او خاندي خو کله ئې هم پۀ دې بد نۀ دي منلي.

يوه ورځ جوشي استاذ زما خوا له راغلو وې قلم او کاغذ را واخله ما وې کېدے شي څۀ نوي شعرونه به پرې راورېدلي وي هغه به را باندې ليکي خو چې ما قلم کاغذ را واخستل نو خپل مخالف ته ئې را باندې داسې بد الفاظ وليکل چې توبې وباسه. ارمان دے چې ما د هغې نقل ساتلے وې. بيا ئې کاغذ زما نه واخستو خو دې نه څو ورځې پس ته ئې روغه وشوه.

پۀ کال 1979ز کښې علي حېدر جوشي ته دښمني جوړه شوې وه چې د هغې پۀ وجه ترې کلے پاتې شوے ؤ او تخت بهائۍ ته پۀ کډه راغلے ؤ. وړومبو ورځو کښې ډېر خفه ؤ خو بيا وروستو به ئې وئيل ښۀ ده چې د کلي نه مې کډه را وړې ده ګينې نو زړه دښمني خو څۀ کوې چې نورې دښمنۍ به را اوړېدلې وې. اميربهادر د جوشي استاذ دوېم نمبر زوے ؤ، هغۀ د کلي يو خان وويشتو، هغوي د امير بهادر سره پۀ جوشي استاذ هم د قتل دعوه وکړه. دغه وخت ئې دوه ځامن غلام حېدرخان اوجان بهادر دوبۍ کښې وو. قتل شوے خان د ډېر جائيداد خاوند ؤ او د جوشي کورنۍ د هغوي مقابله کښې کمزورې وه. هغوي پۀ دې خيال د زوي سره پۀ علي حېدر جوشي دعوه کړې وه چې ورته د دۀ اثر رسوخ معلوم ؤ. خو دغه دعوې دوي ته فائده ورکړه ولې چې پۀ دغه ورځ علي حېدر استاذ مومند ايجنسۍ کښې د کتوزو د ياري ملک سره ؤ. ياري ملک او شاعر د سنګرجمال د مومند ايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ ته ووې تا ته هم پته ده چې جوشي استاذ پۀ دغه ورځ مونږ سره دلته مومندو کښې ؤ. دا دعوه پرې غلطه شوې ده. د دوي پۀ ګواهۍ کېس کمزورے شو. جوشي استاذ يوه ورځ هم جېل ته لاړ نۀ شو بلکې پۀ مقدمه کښې باعزته بري شو. وړومبيو ورځو کښې د ياري ملک سره ؤ. بيا د علي اصغرخان سره ؤ او دې نه پس سره د کوروالو تورډهېر کښې د خان ميا سره دېره شو. درې مياشتې پس بيا کلي ته راغلو خو ډېر زر تخت بهائۍ ته پۀ کډه لاړو. څۀ وخت د صالح الرحمان ابا پۀ کور کښې ؤ بيا ئې ځان له د پبلک پارک سره يو ښائسته کور جوړ کړو. يوه ورځ ورته چا وې جوشي صاحب تا خو داسې وئيلي دي.

ماڼۍ څۀ له جوړوې اخر به کوچ کړې

دومره بس دے چې پۀ تا څڅېږي نۀ

او دې خپل عالي شان کور ته دې وګوره. پۀ جواب کښې ورته جوشي استاذ ووې دا خو د وخت ضرورت دے. بچي ئې ټول ښۀ کامياب وو. غلام حېدر او اميربهادر پۀ امريکه کښې وو، جان بهادر پۀ دوبۍ کښې ؤ. يو کشر زوے ئې سردار بهادر به دۀ سره ګرځېدو خو هغه پۀ ځوانه ځوانۍ کښې د بيمارۍ لۀ وجې وفات شو. امير بهادر ئې ډېر تکړه ، دلاور او مينه ناک انسان ؤ.

د جوشي استاذ ښځه هم ډېره غېرتي او پښتنه ښځه وه. د جوشي استاذ ټولو مېلمنو له به هغې ښۀ بندوبست کولو. هغه هم ډېره مينه ناکه او غريب پروره ښځه وه. د غريبانانو سره به ئې پۀ چم ګاونډ کښې لاس امداد کولو. مونږ به ورته چاچي وئيله. کله چې جوشي استاذ پۀ خپل کلي کښې اوسېدو نو غريبي ئې وه خو مېلمانۀ به ئې ډېر راتلل. د هغوي د چايو ډوډۍ انتظام به چاچي کولو. کله کله به پۀ کښې د کلي خلق هم حجرې ته ورغلل او کور ته به ئې ورله سوال جواب ولېږلو چې دومره مېلمنو له غم وکړه. يوه ورځ چې جوشي استاذ د بهر نه راغلو نو چاچي ورته ووې بهر حجرې ته لاړ شه مېلمانۀ راغلي دي. چاے ډوډۍ مې ورله لېږلي دي خو تاسو ورشئ. جوشي استاد چې ورغلو نو څۀ ګوري چې دکلي د چم ګاونډ خلق ډوډۍ ته ناست دي. چاچي د ډېرو خوبيو مالکه وه او خصوصاً پۀ سخاوت کښې ئې ثاني نۀ وه البته يو دلچسپ عادت ئې دا ؤ چې هسپتال ئې ډېر خوښ ؤ حالانکې اکثر خلق دعا غواړي چې خدايه د هسپتال اوکچهرو نه مو پۀ امان ساتې خو د دې هسپتال څۀ بل شان خوښ ؤ. يو ځل ما مردان ته د سترګې د اپرېشن د پاره بوتلې وه، د اپرېشن نه پس ته چې مونږه واپس را روان شو نو اول خو ئې سترګې پټې وې خو چې کور ته را ورسېدو نو پۀ حېرانۍ ئې ووئيل چې دا خو مونږه کور ته راغلو ما خو وې چې هسپتال کښې به درې څلور ورځې تېر وو. او چې داسې زر ئې کورته را لېږلو نو دا پينځه زره روپۍ ئې د څۀ واخستې څۀ به ښۀ وه چې هسپتال کښې مې څو ورځې تېرې کړې وې.

دغه شان يو ځل ئې راته وئيل زما پۀ معده بوج دے پېښور ته مې بوځه. ما ډاکټر سراج له بوتله هغۀ ورته دوايانې وليکلې وې دې سره به ښۀ شې. ما ته ئې ووې دې ډاکټر صاحب ته ووايه چې ما داخله کړي. ډاکټرسراج خبره واورېدله نو هغۀ ووې چې زۀ خو څوک نۀ شم داخلولے ځکه چې رېټائرډ شوے يم. دې سره ئې طبعيت سخت خراب شو. بيا چې به مې کوم ډاکټر له بوتله نو وړومبے به مې دا تپوس کولو چې مريض داخلولے شي او کۀ نۀ. ليډي ريډنګ هسپتال پېښورکښې مو يوځل داخله کړه درې ورځې پس راته ډاکټر صاحب ووې اوس دا ښۀ شوې ده کور کښې به دوايانې خوري. ما ته چاچي ووې ډاکټر سره خبره وکړه چې زۀ هسپتال کښې ښۀ يم خېر دے که پېسې غواړي نو وربه ئې کړم ما ورته وې را پاڅه ستا خو بچي امريکا کښې دي د جوشي استاذ هم کار روان دے خو ما نه روزګار او بچي ستا پۀ وجه پاتې دي ډېره پۀ نۀ زړۀ کور ته راغله.

اميربهادر زوے ئې مور پلار ته ډېر ګران ؤ. د مور او پلار دواړو خويونه پکښې وو. جوشي استاذ يوځل وئيل دا سرکوزے ما سره عجيبه چل کوي چې کله د بهر ملک نه را شي نو ماله ټولې روپۍ راکړي او بيا رانه لږې لږې خوري چې کله واپس لاړ شي نو هغه دۀ چې څومره روپۍ را کړي هغه ئې ټولې الوزولي وي بلکې ما نه ئې هم پۀ کښې پۀ زرګونو لګولې وي.

علي حېدر جوشي پۀ کال 2004ز کښې تقريباً د 90 کالو پۀ عمر کښې وفات شوے دے. پۀ ژوند کښې ئې ډېرې تودې سړې ليدلې وې خو پۀ هر حال کښې ئې حوصله پۀ ځاے وه. اخري شعر ئې دا ليکلے ؤ.

مرګ به را شي يوه ورځ به داسې واورې

جوشي هم لاړو پۀ دام د اجل ګېر شو

پوره کال پس ورپسې چاچي هم سترګې پټې کړې. د چاچي د مرګ نه پس چې مونږه را واپس شو نو ما وې اوس دې خداے امير بهادر ته خېر پېښ کړي. خو پوره مياشت پس ته هغه هم وفات شو او د دې درېواړو کسانو د وفات نه پس ته د جوشي قلعه هغه رونق خاورې ايرې شو چې هر وخت به پۀ کښې مېله لګېدلې وه او ددنيا خلق به تلل راتلل.

نن کۀ څۀ هم علي حېدر جوشي پۀ مونږ کښې نشته خو د هغۀ ښکلي يادونه او شعرونه شته کوم چې د وخت تېرېدو سره نور تازه کېږي. زما يقين دے چې ترڅو پښتو ژبه او پښتانۀ وي نو د علي حېدر جوشي نامه به ژوندۍ وي. دا خبره پۀ خصوصي توګه کوم چې پۀ اولسي شاعرانو کښې د علي حېدر جوشي هومره نامه تراوسه چا نۀ وه ګټلې بلکې زياته صحيح خبره به دا وي چې تر ډېرې مودې د شهرت پۀ لحاظ د هغۀ سره چا سيالي نۀ شوه کولې ځکه چې هر خاص و عام ته د هغۀ سندرې، چاربېتې، غزلې او بدلې يادې وې. دې نه علاوه ډېر معياري نعتونه ئې هم ليکلي وو. دا وخت چې پښتو کښې بې شماره شاعران دي خو د علي حېدر جوشي مقام اوس هم ډېر وچت دے او ټولو پښتنو د يو عظيم شاعر پۀ توګه تسليم کړے دے.

دا هم ولولئ

د خپلې خاورې تاريخ ليکل لويه لاس ته راوړنه – شېخ جهانزاده

تاريخ ته د قام حافظه وئيلے کېږي. د چا نه چې تاريخ ورک شي هغه …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *