د ابراهم لنکن د خپل زوي د استاد پۀ نوم یو خط – ژباړه: سمسور منګل

د قدر وړ استاده!

ما ته معلومه ده چې پۀ دې خو به زما زوے پوهه هم وي چې ټول انسانان انصاف خوښوونکي نۀ وي او هم دا شانې ټول انسانان ریښتوني هم نۀ وي، خو تۀ دۀ ته دا هم  وروښایه چې د هر لوچک او بېکاره سړي پۀ مقابله کښې یو ښۀ او بهادر سړے هم وي. هو بهو هم دا شانې د هر لالچي سیاستدان پۀ مقابله کښې یو بې غرضه لارښود هم ضرور پېدا کېږي.

دۀ ته دا ور زده کړه چې د هر دښمن پۀ مقابله کښې یو ښۀ دوست هم وي. بیا هم د دې پۀ زده کولو کښې به د دۀ وخت ولګي.

دۀ ته دا هم ضرور وروښایه چې پۀ خپلو خولو او وینو ګټلے شوے یو ډالر د پینځو ډالرو نه زیات قیمتي دے کوم چې دۀ ته پۀ مفتو کښې ملاو شي.

هغۀ ته د بائیللو زغم او د ګټلو خوشحالۍ هم وښایه.

هغۀ ته د کینې نه د بچ کېدو او د خندا  “پټ کرامتونه او رازونه ” هم وښایه.

هغۀ ته ور وښایه چې ظالمانو ته ماتې ورکول ډېر اسان کار دے. هغه د کتابونو د قدر او قیمت نه هم خبر کړه.

هغه پۀ دې پوهه کړه چې پۀ خاموشۍ سره د اسمان پۀ لور الوتونکې مرغیو،د نمر د پلوشو نه د خوند اخستونکو مچیو او د شنو ګلونو پۀ  پاڼو کښې پټ لافاني رازونو باندې دې هم غور وکړي ـ مکتب کښې هغۀ ته دا وښایه چې پۀ نقل وهلو سره پاڅېدو نه نقل نۀ وهلو سره  فېل کېدل ډېر غوره او بهتر دي. هغۀ ته دا باور ورکړه چې انسان ته پۀ خپل سوچ او خیال بیخي ډېر اعتماد کول پکار دي باوجود د دې خبرې چې هر څوک هغۀ ته دا ووائي چې هغه پۀ غلطه دے.

هغۀ ته دا وښایه چې هغه نرم خویه او مهذبو خلقو سره د نرمۍ او خوش اخلاقۍ مظاهره وکړي  او سخت رویه خلقو سره دې پۀ سختۍ سره ملاو شي.

زما زوي ته دا قوت ورکړه چې هغه دې ګڼې ګوڼې پسې نۀ ځي! هغۀ ته دا ووایه چې هغه د ټولو د اورېدو نه وروستو پۀ هغه خبره عمل وکړي چې کومه د ریښتیاو پۀ تله پوره خیژي .

هغۀ ته دا وروښایه چې د غم پۀ وخت کښې بۀ تۀ څنګه خاندې؟  او هغۀ ته دا هم پۀ ګوته کړه چې د اوښکو پۀ تویولو کښې هېڅ شرم نشته.

هغۀ ته د نکته چینو د اماده کولو طریقه هم وښایه او د خوشامدیانو نه ئې هم وژغوره.

هغۀ ته ووایه چې پۀ زیاته بولۍ خپل دماغ خرڅول هېڅ بده خبره نۀ ده خو هیڅ کله هم د خپل  ضمیر، زړۀ یا د روح پۀ غږ باندې هېچا ته هم د بولۍ لګولو اجازت ورنهــ کړي.

هغۀ ته ورزدکړه چې هغه دې د ګڼې ګوڼې شور ته ضرور غوږ شي خو هغه دې د هغې مقابله وکړي خو شرط دا چې هغه پۀ دې پوهه شي چې هغه پۀ حقه لاره دے.

ډېر د قدر وړ استاده!

تاسو به بې شکه هغۀ سره ډېره د نرمۍ او حوصلې رویه خپله کړئ خو د هغۀ به ډېر نازونه  هم نۀ اخلئ، ولې چې کله اوسپنه د اور  د بټۍ نه تېره شي نو هله ترې فولاد جوړ شي.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …