د کتاب مخکتنه خان محمد افضل خان (خان لالا) – سمسور بونېرے

سمسور بونېرے

 

عوامي نېشنل ګوند پۀ باچا خان مرکز کښې پۀ محمد افضل خان لالا د مرتب شوي کتاب چې کوم د هغۀ پۀ مرکزي اسمبلۍ، ملک دننه او خارجي دنيا کښې چې کوم سيمينارونه او تقريرونه د قامي وحدت پۀ سلسله کښې کړي وو او کومو ليکولانو او شاعرانو چې د خان لالا پۀ فکر، ژوند او شخصيت کوم ليکونه او نظمونه ليکلي وو، ښاغلي هارون الرشيد خټک پۀ ډېر محنت او زيار تاليف کړل. د دغه کتاب د مخکتنې دستوره د اګست پۀ شپږمه نېټه دوه زره يوولسم تابيا کړې وه چې دې دستوره کښې ګڼو سياسي مشرانو، دانشورانو او د ګوند سره تړون لرونکو ملګرو ګډون وکړو. د دستورې وړومبے نشست سحر پۀ لس بجې ښاغلي قاري محمد نويد د تلاوت کلام پاک نه پېل کړو. ددې نشست صدارت ښاغلي لطیف لالا )لطيف افريدي( او مشر مېلمه ملي مشر اسفنديار ولي خان وو. پۀ سټيج ناست مشران غلام احمد بلور، ميا افتخار حسېن، امير حيدر خان هوتي،  شمس بونيرے، د افغانستان سفير ښاغلي عمر زاخېلوال او مېرمن بشريٰ ګوهر او د کتاب مؤلف هارون الرشيد خټک او د خان لالا مشر زوے سليم خان ؤ او د نظامت چارې ښاغلي ډاکټر شېر زمان سيماب ترسره کړې. ډاکټر وقار علي شاه کاکاخېل پۀ یاد کتاب د خپلې ليکلې مقالې لنډیز وړاندې کړو او د خان لالا د فکر، شخصيت او د ګوند سره پۀ تړون ئې تفصیلي رڼا واچوله. دې پسې ښاغلي رحمت شاه سائل صاحب خپله شاعري واروله. دې نه پس ښاغلي مشر شمس بونېري خپله لیکلې مقاله کښې د قامي وحدت د تاريخ پۀ رڼا د نوي کړکېچن سياسي صورتحال او د قامي وحدت د مستقبل پۀ اړه پۀ تفصيل خبرې وکړې. ملي مشر اسفنديار ولي خان د خان لالا پۀ حقله خبرو کښې ووئيل چې  خان لالا ته به ما کاکا وئیل او خان لالا او څۀ داسې د هغوي ملګرو ته ما همېشه داسې احترام لرلے کوم احترام چې مې ولي خان د پاره لرلو. رښتیا خبره دا ده چې د قامي پښتون تحریک تاریخ به د خان لالا نه بغېر نیمګړے وي. ملي مشر زیاته کړه چې سياست د مشرانو وراثت او امانت وي. ما ته دغه وراثت او امانت د نيکۀ او بابا نه پاتې دے او د خان لالا زوي سليم خان ته ئې ووې چې تا ته هم وراثت کښې سياست پاتې شوے دے. د هغۀ د مرګ نه پس زۀ او پارټي دواړه تا ته د هغۀ پۀ سترګو پۀ قدر ګورو او د هغۀ ځاے او احترام تا له درکوو.

ملي مشر ووې چې تر څو افغانستان کښې امن نۀ وي راغلے، پاکستان به هم دغه شان د وحشت او دهشت مرکز وي. ملي مشر زياته کړه چې ټول ګاونډي ملکونه پۀ شريکه ترقي هم راوستې شي او سوکالي هم. زۀ او زمونږ ګوند د صلحې او امادګۍ د پاره تيار یو. ملي مشر ووې چې پۀ يو شريک کانفرنس کښې چې مولانا فضل الرحمان هم ناست ؤ، قاضي صاحب هم ؤ او نور مشران هم ناست وو، مې پروېز مشرف ته ووې چې پۀ پاکستان کښې اوسېږم، پلرنے وطن مې افغانستان دے، د هغې نه انکار کوم او ځان ته پښتون وايم ـــ پۀ کاغذات مال کښې دوي ټول اوسېدونکي د قوم پۀ خانه کښې افغان ليکي خو د افسوس خبره دا ده چې پۀ سټېج ودرېږي نو خپله مسلماني ثابتوي او چې د پولې پټي خبره شي نو بیا ځان پښتون/افغان ثابتوي. زۀ خو چې څۀ وايم هغه کوم او پۀ هغې ولاړ يم.

پۀ دې اولني نشست کښې د مرکزي کلتوري سکتر پۀ لاس ملي مشر د کتاب مؤلف ته باچا خان ادبي اېوارډ او ستائنليک ورکړو.

د چایو د وقفې نه پس د دوېم نشست صدارت افغان سفير ښاغلي عمر زاخېلوال وکړو او مشر مېلمه جميل يوسفزے ؤ. دې نشست کښې د پارټۍ مرکزي ستر سيکتر ميا افتخار حسېن د افضل خان لالا پۀ حقله د خپلو خیالاتو د اظهار پۀ وخت ووئیل چې خان لالا د مترقي سیاست نمونه وه. د خان لالا شخصیت ځانګړے ؤ او زۀ ترې متاثره وم. ما تل د هغۀ قدر کړے او تر څو چې ژوندے یم نو قدر به ئې کوم.

د کوئټې نه راغلي مېلمه ښاغلي عنايت الله کاسي خپل تقرير کښې پۀ دې سخت وخت کښې د باچا خان پۀ فلسفه پۀ ودرېدو زور ورکړو. هغۀ پۀ دې کتاب د خوښۍ څرګندونه وکړه او دا ئې لویه کامیابي وبلله چې د تحریک د یو لوے مبارز ژوند کتابي شکل کښې قام ته وړاندې کړے شو.

ښاغلي رحمت شاه سائل د خپلو تاثراتو وئیلو پۀ وخت ووې چې خان لالا زمونږ د پښتنو داسې مشر دے چې مونږ ئې هېرولے نۀ شو او د هغۀ شخصیت زمونږ رهنمائي کوي.

ښاغلي فېروز خان صادق پۀ کتاب د ليکلې مقالې خلاصه واوروله.

دې نه پس د افغانستان سفير ښاغلي عمر زاخېلوال د خپلې وېنا پۀ وخت د خان لالا شخصیت، افغانستان سره د هغۀ د مينې، د صلحې پۀ باره کښې پۀ کړو کارونو او پۀ دې کتاب پۀ تفصيل رڼا واچوله. دوي ووې چې يواځې افغانستان کښې نۀ بلکې دلته هم ورانکاري او د بارودو دهماکې کېږي نو پۀ دې هم داسې خفه کېږم لکه چې دا پۀ کابل او افغانستان کښې کېږي. هغۀ پۀ خپلو خبرو کښې ووې چې زۀ نړۍ ته، د پاکستان دولت ته او ددې ځاے اولس ته خواست کوم چې جنګونو ځپلي يو، پۀ امن کښې مونږ سره مرسته وکړئ او هغه لاسونه ونيسۍ څوک چې دلته يا هلته تخريب کاري کوي. د افضل خان لالا پۀ حقله هغوي ووئیل چې ما څومره هم د هغوي پۀ حقله اورېدلي دي، هغه صرف یو سیاسي مبارز نۀ سیمه پوهه هم ؤ، تاریخ پوهه هم ؤ، یو نړۍ پوهه هم ؤ او د پښتون قامي وحدت د هغۀ هدف ؤ.

پۀ کتاب ښاغلو ماصل خان اشنا، عرفان خټک، حکيم الله بريال، ابراهيم شبنم، طارق فرمان چغرزي او سمسور بونيري خپل نظمونه واورول. د خان لالا د کورنۍ پۀ نمائندګۍ ښاغلي ابراهيم شبنم د ټولو مېلمنو مننه وکړه. پۀ دستوره د ذکر شوو نومونو نه علاوه ښاغلي بشير خان مټه، م ر شفق، قېصر ولي خان، سنګين خان، جميله ګېلاني، شګفته ملک، زېبا اپريدۍ، بهار وزير او نورو ګڼ شمېره خلقو ګډون وکړو.

د دستورې پۀ اخر کښې مشر مېمله جميل يوسفزي د خان لالا پۀ ژوند، سیاسي مبارزه، اصول پسندۍ او د کورنۍ سره د خپل تعلق  سره سره پۀ یاد شوي کتاب هم بشپړه خبرې وکړې.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …