د چارسدې تاريخي کلے بابړه – ليکوال: سعيد احمد شاهي – مرستيال:سيد احمد شاه

بابړه کلے د پېړو نه پۀ چارسده کښې يعنې پخوانۍ پشکلاوتي کښې اباد کلے دے. دا کلے د چارسدې د بازارکوم ته چې د تحصيل بازار هم وئيلے شي نه تقريباً دوه کلو ميټره پۀ فاصله کښې د جيندي سيند او د چارسدې لويې مقبره پۀ مېنځ کښې پروت کلے دے. پۀ چارسده کښې چې نور څومره کلي هم اباد دي هغه ټول د يو قوم او تقريباً د يو نيکۀ اولاد باندې اباد شوي دي خو پۀ بابړه کښې د بېلا بېل قومونو خلق اباد شوي دي.

د بعضې رواياتو مطابق بابړه د سکندراعظم د وخت نه مخکښې هم اباده وه او د هغې وجه دا ګڼلې کېږي چې پۀ بابړه کښې د کجورو ډېر بوټي وو او خلق وائي چې کله سکندراعظم پۀ هندوستان حمله کړې وه نو د هغۀ فوځونو دلته هم پړاو کړے ؤ او د دې کلي محاصره ئې هم څو مياشتې کړې وه. د سکندر اعظم خو دلته د راتلو څۀ اثار نۀ ملاوېږي ولې د هغۀ د فوځ جرنېلان او نور مشران پۀ هغه محاصره کښې موجود وو. او هغه وخت د خوراک د پاره هغوي ځان سره کجورې د يونان نه را وړې وې او د هغې تخم نه د کجورو دا دومره زيات بوټي زرغون شوي وو.

کۀ مونږ د ګندهارا تاريخ وګورو نو پشکلاوتي يا چارسده د هغوي دارالحکومت ؤ او دلته هغوي يو پوهنتون هم جوړ کړے ؤ کوم چې د حصاره ډېرۍ نه تر پړانګ ماجوکي او نسته کلي پورې اوږد پروت ؤ. پۀ سنکسرت ژبه کښې نسته د فوځ چاوڼۍ ته وئيلے کېږى. او بابړه د دغه دواړو ځايونو مېنځ کښې پروت کلے دے. بابړه د سنسکرت ژبې ټکے دے چې مطلب يا مفهوم ئې د فوځ چاوڼۍ يا د خوراک څښاک ذخيره يا ډپو دے او چونکې دا علاقه د سکندراعظم نه را واخلې تر د پېرنګي پورې د مختلفو حمله اورو او حکمرانانو مرکز پاتې شوے دے او پۀ هندوستان چې څومره هم حمله کوونکي د وچې لارې راغلي دي نو د هغوي لاره د خېبر دره او تورخم دره وه او وروستو بيا هغوي اباسين باندې د چهچهـ (اټک) پۀ لاره مخکښې تلي دي. د بابړې نامه باندې پۀ هندوستان او پښتونخوا کښې نور ځايونه هم دي لکه د هندوستان پۀ ګجرات صوبه کښې ، د لاهور سره نزدې کامونکي ته مخامخ يو ځاے، پۀ پېنډۍ کښې هم راجه بازار سره نزدې يو ځاے دے چې لال حوېلي پکښې هم شامل ده. د ملاکنډ ضلعې يو کلے او سخاکوټ کښې هم د يوې محلې نامه او پۀ باجوړ ضلع کښې هم دچارمنګ سره نزدې د يوځاے نامه بابړه ده. پۀ دغه ټولو ځايونو چې مونږ نظر واچوو نو د دې ټولو فوځي اهميت ؤ.

منشي ګوپال داس چې د پېښور اسسټنټ کمشنر او تحصيلدار پاتې شوے دے هغه پۀ خپل کتاب “تاريخ پشاور” کښې ليکلي چې څرنګه ابادي پۀ پېښور کښې ده هم داسې ابادي د چارسدې کلي بابړه کښې ليدل کېږي چې پۀ دې علاقه کښې د رنجيت سنګهـ او سيکهانو د حکومت يادګار دے.

د بابړې پۀ خوا کښې د پړانګو کلے اباد دے چې پړانګ لفظ د سنسکرت ژبې ټکے دے او مطلب ئې د سيندونو د ملاپ ځاے دے او دغلته کښې د سوات او کابل سيندونو ملاپ کېږي. پخوا دغلته د يو ګودر ؤ او د تګ راتګ پۀ وخت به د اوبو لاره زياته استعمالېدله، د تجارت د سامان يا فوځي سامان اوړل راوړل به پۀ کشتو کښې پۀ دغه لاره کېدل، چونکې دغه سيندونه بيا د اټک پۀ مقام اباسين سره يوځاے کېږي او لوے سيند ترې نه جوړشي. او د پنجاب او سندهـ پۀ مېنځ بيا دغه اباسين تېر شوے دے. نو ځکه دغه به د نقل وحمل د پاره اسانه لار ګڼل کېدله. د دې نه علاوه پۀ بابړه او خواوشا علاقو کښې ګاړوګان (څوک چې د لرګي نه کشتۍ جوړوي) قوم هم اباد دے. د رنجيت سنګهـ پۀ بابړه کښې اباد د سېدانو کورنۍ سرخېل ميا سيدنور باچا سره ذاتي تعلق ؤ او د دوي به ئې ډېر عزت کولو اود ملاقات د پاره به کله کله ميا سيدنور بابا له بابړې ته راتلو نو دغه وجه هم کېدې شي چې هغوي پۀ بابړه کښې د غلې ډپو او تاڼه هم جوړه کړې وه.

سيداحمد نور باچا پۀ خپله ذاتي ډائرۍ کښې د دې خبرو ذکر کړے دے. سيد امير خسرو باچا د ميا سيدنور باچا نمسے ؤ، هغوي ليکلي چې کوم جائيداد چې مونږ ته ملاو شوے ؤ او هغه بيا مونږ د کر کروندې د پاره زمکه سموله نو د ابادۍ اثار يعنې بنيادونو کښې استعمال شوې ګټې مونږ د هغې زمکونه پۀ خپل لاسونو را ويستلي دي. او دا هغه ابادي يا عمارتونه وو د کومو ذکر چې دګوپال داس پۀ کتاب کښې شوے دے.

د هندوستان د تقسيم نه مخکښې او څۀ موده وروستو پورې هندوان هم پۀ ګڼ تعداد کښې پۀ بابړه کښې اباد وو. دچارسدې پخوانے بازار چې پۀ زوړ بازار باندې مشهور دے هغه هم د بابړې پورې به هغه وخت خور ؤ او پۀ بابړه کښې ډېر دوکانونه وو چې پکښې به هر قسم کاروبار کېدو او د هشنغر د هرکلي او ګټ ګټ نه به خلق دلته څيزونو خرڅولو او اخستو د پاره راتلل خو چې کله بيا وخت تېرېدو سره سره دغه کلے د کاروبار د پاره وړوکے کېدو نو دغه بازار بيا د هشنغر د لوے قبرستان پۀ بله غاړه باندې ابادېدل شروع شو او د بابړې نه هغه منډۍ او دوکانونه بيا دغه ځايونو ته منتقل شول. او تر نن ورځې پورې د چارسدې دغه بازار مخ پۀ وړاندې روان دے او خورېږي.

د بابړې کلي نه قطب ته معروف خېل، عزيزخېل، ميراخېل کندي، نمرخاتۀ طرفته د پړانګو حسن خېل او د سافر خېل کندي څۀ برخه ، او د هشنغر قبرستان يا مقبره، سوېل طرف ته د پړانګو سافر خېل، ماما خېل، طورباخېل وغېره کندي او قبلې طرف ته د جيندي سيند او د بابړې د سېدانو او د غني خېلو د خانانو د کرکېلې زمکې پرتې دي. کومې چې اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره پۀ کمېدو دي او هغه ورځ لرې نۀ ده چې دا د کرکېلې زمکه به ناپېد شي. پۀ بابړه کښې دوه لويې کورنۍ ابادې دي چې يوه پکښې د سېدانو کورنۍ ده او بله پکښې د کشميريانو کورنۍ ده. د سېدانو کورنۍ خو د ميا سيدنوربابا بابړې سره راتلو سره اباده شوې وه ولې د کشميريانو کورنۍ هم د کاروبار پۀ غرض د افغانستان او وروستو بيا د کشمير نه راغلي وو. دوي به د لرګي خرڅولو او اخستلو کاروبارکولو. پۀ بابړه کښې د دې دواړو خاندانونو نه علاوه نور هم ډېرې کورنۍ ابادې دي چې ډېر ساده او غريبانان خلق دي . پۀ دې خلقو کښې سرکاري نوکر پېشه، زميندار او ذاتي کاروبار کوونکي هم شته. د بابړې پۀ زوړ کلي کښې پينځه جوماتونه وو چې پکښې د څلور جوماتونو د پاره زمکه د ميا سيدنور باچا اولاد وقف کړې ده. چې ترتيب ئې څۀ دا رنګ دے(١) د ميا سيدنور بابا جومات( شاجهان جومات) (٢) د صمداني استاذ جومات(٣)د مسافر استاذ جومات (٤) د شمس الحق استاذ جومات او پينځم جومات د پاره زمکه حاجي عطاء الله وقف کړې وه او د کشميريانو جومات پۀ نامه مشهور دے. د دې پينځو جوماتونو نه علاوه اوس د ابادۍ د زياتېدو سره سره د جوماتونو شمېر هم زيات شوے دے. او هغه د کرکېلې زمکې چې پۀ خربېله مشهورې وې هلته هم د ګوهراباد نيو بابړه پۀ نامه ځايونه اباد شوي دي. او هلته هم څلور نور جوماتونه جوړ شوي دي.

د سيدانو د کورنۍ يوکس چې نامه ئې سيدشاهجهان باچا ده امريکه کښې مېشتۀ دے . هغه د بابړې د خلقو د پاره څۀ زمکه واخسته او د لوبو مېدانونو د پاره ئې وقف کړه چې د شاهجهان پارک پۀ نامه يادېږي. د هغې هرقسمه ضروريات هغه د خپل جېب نه پوره کوي.

د بابړې خلق وخت د سر نه د خپل وطن او خاورې سره مينه لري او پۀ وطن چې هرقسم حالات راشي نو دوي هم د نورو خلقو سره ځان تړلے ګڼي. د بابړې خلق امن پسند دي او جنګ جګړې نۀ خوښوي او پۀ ورورولۍ سره يوځاے اوسېږي. د يو بل پۀ غم باندې غمژن او پۀ خوشحالۍ خوشحاله وي. پۀ بابړه کښې چې کله هندوان اوسېدل نو د دې ځاے پښتانۀ به هم هغوي سره پۀ امن اوسېدل. او يو بل ته به پۀ غم ښادۍ کښې لاس پۀ نامه ولاړ وو . مونږ د خپلو مشرانو نه داسې هم اورېدلي دي چې هندو او مسلمان به د يو بل د مذهبي ځايونو حفاظت او خيال ساتلو او تردې به ئې خيال ساتلو چې کله به پۀ هندوانو کښې څۀ وادۀ يا څۀ بل د خوشحالۍ تقريب ؤ او هغوي به ډول سرنا پۀ لاس پۀ لاره روان وو او چرته يو جومات به پۀ مخې راغلو نو هغوي به د تعظيم پۀ نيت هغه ډول سرنا غږول بند کړل. او دغه شان مسلمانانو به هم د هغوي پوره پوره خيال ساتلو. او هېڅ کله هم پۀ بابړه کلي کښې د دوي ترمېنځه څۀ جنګ جګړه د مذهبي وجوهاتو لۀ وجې نۀ ده شوې. تر دې چې کله هندوستان تقسيم شو او هندوانو باندې د پاکستان زمکه تنګه کړې شوه او هغوي دلته نه پۀ کډه وچتولو مجبور شونو بيا هم د بابړې مسلمانانو د خپلو هندوانو وروڼو مکمل حفاظت کړے ؤ او هغوي ته ئې هېڅ قسم تکليف نۀ ؤ رسولے. او نۀ ئې بل څوک دوي ته تکليف رسولو ته پرېښودلي وو. د پښتنو پۀ سيمه يوځاے نه هم داسې څۀ واقعه مخې ته نۀ وه راغلې.

کله چې پېرنګے د دې وطن واکدار ؤ نو د هغۀ خلاف هم د بابړې اوسېدونکو دازادۍ پۀ جنګ کښې د پښتنو د نورو سيمو پۀ شان پۀ ډېر جوش او جذبې سره پوره پوره برخه اخستې وه او د هېڅ قسمه قربانۍ نه وروستو نۀ دي پاتې شوي . او پۀ خصوصي توګه کله چې فخر افغان بابا د انجمن اصلاح الافاغنه بنياد کېښودو نو پۀ وړومبنو خلقو کښې د بابړې مشران هم شامل وو او فخر افغان بابا سره ئې اوږه پۀ اوږه ملګرتيا کړې وه. سيد محمد فصيح باچا پۀ خپل کتاب کښې ليکلي چې فخر افغان بابا پۀ کال ١٩١٩ز کښې د بابړې يوې حجرې ته پۀ وړومبي ځل راغلو او د پښتنو د پرمختګ او ازادۍ خبره ئې وکړه نو د ميا سيدنور باچا نمسے سيدلعل بادشاه چې د بړاميا پۀ نامه مشهور ؤ پۀ اخر کښې فخر افغان بابا ته ووئيل چې زۀ هم د سېدانو د کورنۍ مشر يم او باچا يم او تاسو خو د ټولو پښتنو مشر يئ نو تۀ هم باچا ئې نو ځه چې دواړه پۀ يوه لاره اوږه پۀ اوږه يوځاے د دې سپېځلي مقصد د پاره روان شو. او دغه شان پۀ بابړه کښې د پښتنو د دې تحريک بنياد کېښودل شو کوم چې تر دې ساعته پورې قائم دے.

بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې د اتمانزو نه پس باچاخان د پښتون تحريک دوېم کور دے. او څومره هلې ځلې چې پۀ تحريک کښې شوې دي هغه يا د دې ځاے نه شروع شوي دي او يا بيا د دې ځاے اوسېدونکو پکښې پوره پوره حصه اخستې ده.

د انجمن اصلاح الافاغنه نه را واخله تر د عوامي نېشنل ګوند پورې د دې ځاے اوسېدونکو پۀ دې تحريک کښې د خپل وس نه زيات د خپل وطن او قام د خدمت حق ادا کړے دے او د زندانونو، بې عزتۍ، جائيدادونو نيلام کېدلو، وهلو ټکولو او د خپلو ښځو او کورونو د بې عزتو باوجود د خپل موقف او تحريک نه نۀ دي وروستو شوي. دغه ظلمونه کۀ د پېرنګي د اړخه وو او کۀ بيا وروستو د پاکستان د حکمرانانو د اړخه وو، دواړو کښې څۀ فرق نۀ ؤ.

پۀ ١٩٣٠ز کښې ېېرنګي د پړانګو او بابړې محاصره کړې وه او ظلمونه ئې پرې کړي وو. او دغه شان پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې خو پۀ قيوم خانۍ کښې د ظلم او جبر داسې يو داستان جوړ کړے شو چې مثال ئې نشته خو د بابړې خلق پۀ خپل ځاے باندې مستحکم ولاړ وو او چا هم د خپلې لارې نه يو انچ هم اخوا دېخوا نۀ کړل. د فخر افغان پۀ دغه تحريک کښې چې د بابړې نه کوم مشهور خدائي خدمتګار وو پۀ هغوي کښې د يو څو خدائي خدمتګارو نامې څۀ دا رنګ دي؛ احمد کاکا( چا چې د “خدائي خدمتګارتحريک” پۀ نامه يو کتاب هم ليکلے دے، سيد محمد فصيح باچا چې د تحريک پۀ مختلفو اهم عهدو باندې هم پاتې شوے دے، سيد لال بادشاه څوک چې د سيدانو د کورنۍ مشر ؤ، د فصيح باچا پلار ؤ او فخر افغان ته ئې د مرستې مکمل لاس ورکړے ؤ، عبدالمصور زرګر، ولي محمدکاکا، ګل باز بابا، عبدالغفوراستاذ، رحيم الله کاکا، حريف ګل کاکا، عبدالحنان بجلي، سيد محمد عابدباچا، سيد محمد علي شاه باچا، سيد عبدالعزيزباچا، حبيب الله کاکا، سيد محمد نبي باچا، سيد محمد جمال باچا، عبدالاحد کاکا، سيد محمد تقي باچا، عبدالمالک باچا، خطاب کاکا(قصاب)، حاجي عنايت الله، حاجي طوطي او نور ډېر سرګرم کسان شامل وو.

بابړې ته دا اعزاز هم حاصل دے چې پۀ ١٩٣٨ز او ١٩٤٢ز کښې ئې ګاندهي جي هم دورې کړې وې او دلته کښې ئې باقاعده جلسې ته تقرير او د بابړې د خلقو د جوش او جذبې تعريف ئې هم کړے ؤ. تر کومې پورې چې د فخر افغان باچاخان بابا او رهبرتحريک خان عبدالولي خان خبره ده نو هغوي خو بې شمېره ځل پۀ مختلفو موقعو بابړې ته تشريف راوړے ؤ.

کله چې د هندوستان تقسيم وشو او د هغه وخت پۀ صوبه سرحد کښې د خدائي خدمتګارو يو جائز حکومت ختم کړے شو او وروستو بيا باچاخان بابا د سويلي اضلاع د دورې پۀ موقع پۀ کوهاټ کښې پۀ جون ١٩٤٨ز کښې ګرفتارکړے شو او د دروغو تورونه پرې ولګول شول نو د هغې خلاف پۀ صوبه کښې د بابړې سيد لعل بادشاه د خپلې حجرې نه د احتجاج اغاز کولو تجويز وړاندې کړو. او بيا صوبائي جرګې ئې تائيد وکړو او پۀ ١٢ اګست ١٩٤٨ز کښې د بابړې سيدلعل بادشاه (بړاميا) سيد محمد فصيح باچا حجره کښې جلسه وشوه. وروستو يو پرامن جلوس داختر جومات (جمعې جومات) پۀ طرف روان ؤ او بيا وروستو پۀ هغې جلوس باندې فوځ، ملېشې او پوليس ګولۍ وچلولې چې پکښې ډېر بې ګناه خدائي خدمتګار ژوبل او شهيدان شول . چې شمېر ئې تقريباً ٧٠٠ خواوشا ؤ . د بابړې پېښه تر نن ورځې پورې پۀ باقاعده توګه کولے شي او د هغه شهيدانو روحونو ته دعقيدت پېرزوئنې وړاندې کېږي او بيا وروستو پۀ هغه ځاے جوړشوي يادګار باندې دګلونه دستې ايښودل کېږي او د شپې نه پرې موم بتۍ هم بلولې کېږي او د ١٢ اګست ورځ ديوم شهداء بابړه پۀ طور پۀ ټوله سيمه کښې نمانځلے کېږي.

پۀ بابړه کښې د هلکانو دوه ګورنمنټ او يو هائي سکول نه علاوه د جينکو د پاره ګورنمنټ ګرلزهائي سکول هم موجود دے او د جينکو دوه ګورنمنټ هائي سکولونه د بابړې کلي قطبي ګټ باندې د ګورنمنټ هائي سکول چارسده خاص نمبر ١ او ګورنمنټ ګرلز هائي سکول چارسده خاص نمبر٢ هم پراتۀ دي. د دغې سرکاري سکولونو نه علاوه پرائيوېټ سکولونه هم موجود دي. ګورنمنټ پوسټ ګريجويټ کالج چارسده، عبدالعلي خان ډګري کالج او ګورنمنټ ګرلز کالج چارسده هم نزدې پراتۀ دي.

د بابړې سره نزدې سرکاري مذبح خانه هم موجوده ده. کومه چې نن سبا د انتظاميې د نااهلۍ لۀ کبله خلقو پۀ ذاتي استعمال کښې راوستې ده او خلق پکښې خپل څاروي تړي او ذاتي غم ښادۍ د پاره ئې هم استعمالوي. د ديني تعليم پۀ مد کښې دارالعلوم اسلاميه چارسده هم د بابړې نمرخاتۀ طرف ته نزدې اباده ده. پوليس سټېشن پړانګ هم د بابړې نه د نيم فرلانګ پۀ فاصله پروت دے. بابړې ته د هر طرف نه د تلو راتلو لارې موجود دي. بابړې ته د نمرخاتۀ طرف نه پوخ سړک د باچاخان چوک مېن بازار چارسدې طرف ته راغلے دے او د قطب طرف نه د پېښور او چارسدې روډ نه د جوتي پۀ پل باندې هم پوخ سړک راغلے دے. د دې نه علاوه د پړانګو او چارسدې روډ بازار د طرف نه هم خلق بابړې ته پۀ اسانه پۀ موجود لارو باندې راتلے شي.

د بابړې ابادي خو مخکښې کمه وه خو اوس تقريباً شپږ يا اووۀ زره پورې ده. د سرکاري مردم شمارۍ مطابق د تعليم شرحه تقريباً ٧٠ نه ٨٠ فيصده پورې ده. بابړه چونکې د چارسدې ښاري علاقه کښې شامله ده او ميونسپل کمېټۍ پۀ ٣نمبر يونين کونسل کښې پرته ده نو د ژوند بنيادي سهولتونو يعنې بجلي، ګېس، ټيلي فون، انټرنېټ، موبائيل ټاور پکښې موجود دي. خو د ملک د نورو علاقوپۀ شان مسئلې موجود دي.

د بابړې اوسېدونکے مولانا ګوهرشاه دوه ځله د جمعيت العلماء اسلام پۀ ټکټ د قومي اسمبلۍ ممبر جوړ شوے دے خو د خپل کلي د پاره ئې څۀ خاطرخواه خدمت نۀ دے کړے. د چارسدې ضلعې نورو علاقو کښې عموماً او پۀ بابړه کښې خصوصاً د ګنده اوبو د نکاسۍ بندوبست پۀ مکمل توګه خراب دے او د پلاسټک تېلۍ پکښې پرتې وي. د دې نه علاوه دکورونو نه ګند وچتولوکار هم خراب دے او څوک هم د دې د مستقل توګه دحل کولوکوشش نۀ کوي.

د بابړې پۀ موجوده مشهورخلقوکښې حاجي کفايت الله (ګړې منډۍ والا) ، مولاناګوهرشاه پخوانے اېم اېن اے او د دارالعلوم اسلاميه چارسدې مهتمم. سيد مصورجان باچا ريټائرډ چيف اډټ افسر واپډا، محمد اکبررضا رېټائرډ کمشنر سوات، سيد منظورباچا پرنسپل ګورنمنټ هائي سکول ګلا ډهېرچارسده، سيد شفيق احمد ترمذي ريټائرډ پرنسپل پوسټ ګريجوټ کالج چارسده، حمايت الله رېټائرډ کېپټن پاکستان نېوي، سيد شاه فخر عالم رېټائرډ سټيټ بينک افيسر شاعر او ليکوال، سيد سجاد علي شاه سټيټ بينک افيسر، ډاکټراسدالله سرجن ليډي ريډنګ هسپتال پېښور، ډاکټر عمران الله ډنټسټ چارسده، سيد مسرت شاه (سيدان فارميسي چارسده) سيد بشيرباچا ريټائرډ اېډمرل پاک نېوي، سيد شاهجهان باچا سائيکالوجسټ امريکه، سيد مدثرشاه سېشن جج ، ډاکټر حسن شامل دي.

پۀ بابړه کښې د جينکو سکول خپل عمارت موجود نۀ دے او د کرايې پۀ ځايونوکښې ګرځي را ګرځي نو دا يوه اهمه مسئله ده چې د جينکو د ګورنمنټ ګرلز پرائمري سکول بابړې د پاره دې د ځانګړي بلډنګ او زمکې بندوبست وکړے شي. د دې نه علاوه پۀ بابړه کښې د لائبرېرۍ هم بندوبست وشي چې د دې ځاے اوسېدونکي د تاريخ او د نړۍ د حالاتو نه خبر شي.

زۀ د سيد شفيق احمد ترمذي، سيد شبيراحمد ترمذي، سيد شاه فخرعالم، عصمت الله، داود احمد، سيد فضل امين او سيد ناصر شاه مننه کوم چې د دې مضمون ليکلو کښې ئې زما مرسته وکړه. زما راتلونکے مضمون به د بابړې مشهور اوتاريخي حجره باندې وي.

بحواله: شجره نسب (١)مياسيدنوربابا

(٢)خدائي خدمتګارتحريک احمد

(٣)ډائيريز سيدامير خسرو بابړه

(٤)شجره نسب کشميريان بزبان عصمت الله بابړه

(٥)تاريخ پشاور . ګوپال داس

(٦)کېميائے سعادت. امام غزالي

(٧) دچارسدې تاريخ د دوړو لاندې. اصف علي

دا هم ولولئ

د پښتونخوا قبائيلي ضلعې او دافغانستان سره تجارتي اړیکې – نثار باز

انسان د اول نه تر اوسه د خپل ژوند ژواک د پرمختګ پۀ پوړو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *