عقيده مجاهده ده – محمود احمد

]تېره ګڼه، د اګست د میاشتې، کښې مونږ ته د دې لیکنو کاپۍ پهٔ لاس نهٔ وه راغلي چې پهٔ دې لړۍ کښې د ځنډ لامل ګرځېدلے ؤ. اوس د دغه کاپۍ پهٔ ترلاسه کېدلو به دا لړۍ مخ پهٔ وړاندې تر پایلې رسولې شي. تېره ګڼه کښې د ځنډ د پاره بخښنه کوئ ــ [

(تېر پسې)

حضرت عمر)رض( ورته ووې چې تۀ پۀ خليفه پسې ولې ځې چې څۀ درله درکړي؟ هغۀ ورته پۀ ځواب کښې ووې چې زۀ  ولې ځم؟ دا د خليفه کار دے چې د خلقو د کړمو نه ځان باخبره ساتي. هغۀ ورته ووې چې د خليفه نور هم ډېر مصروفيات وي نو څنګه به د ټولو نه ځان خبر ساتي؟ هغۀ ورته پۀ ځواب کښې ووې چې کۀ خليفه زما خاوند او زوے جهاد ته لېږي نو بيا خو ورله پکار دي چې زمونږ د کورنۍ د ضرورتونو نه هم ځان خبر ساتي. پۀ دې حضرت عمر رضي الله عنه لاځوابه شو او لاړو د بيت المال نه ئې اوړۀ او د خوراک نور څيزونه راوړل او دغه زنانه ته ئې ووې چې دا اوس پاخۀ کړي. دۀ پۀ خپله موجودتيا کښې پۀ دغه ماشومانو خوراک وکړو او معافي ئې وغوښته ـــ دا د اسلام د قرون اوليٰ سپېځلي روايات وو.

د دې وړاندې وائي چې کرنل سمتهـ پۀ دې وجه د پښتونخوا د جېل خانو انسپکټر جنرل لګولے شوے ؤ چې د خدائي خدمتګارو سره وګوري. دے به زر غصه کېدو او د خدائي خدمتګارو سره ئې پۀ زړۀ کښې تعصب لرلو، تر دې چې دۀ يو ځل يو خدائي خدمتګار پۀ چکۍ کښې دننه ويشتے ؤ چې هغې سره هغه شهيد شو. دے يو ځل د هري پور جېل معائنې ته راغلے ؤ. ما د جېل پۀ چمن کښې مرغۍ او چرګوړي ساتلي وو. دا به اکثر راتلې او زما پۀ غېږ کښې به کښېناستې. کله به مې پۀ اوږو او سر کښېناستې.

نرنل سمتهـ زما شا ته ولاړ ؤ او دې ته ئې فکر کوۀ. څۀ لحظه وروستو دے زما مخې ته راغے او ګوډ مارننګ خان صاحب ئې ووې او رو پښتنه ئې وکړه چې دا څۀ دي؟ ما ورته پۀ ځواب کښې ووې چې دغه دي چې تۀ ئې وينې، او پۀ دې کښې ستاسو انګرېزانو د پاره يو سبق دے. دے حېران شو. ما ورته ووې چې تاسو چې څۀ وليدۀ دا د مينې د طاقت يو مثال دے. چرګان او مرغۍ د خلقو نه پۀ دې وجه وېرېږي چې دوي ته معلومه ده چې خلق به مونږ ونيسي، ذبح کوي به مو او خوري به مو. ولې تا وليدۀ چې دوي د مينې څنګه ځواب ورکوي. زما خبرو پۀ دۀ اثر وکړو. لږ ساعت پۀ سوچ کښې ولاړ ؤ او بيا لاړو. د دې نه وروستو دے مکمل بدل شو. انګرېزان پۀ خپل ملک مئين او بهادران خلق دي او پۀ چا کښې چې دغه خوبي وي نو دوي د هغو ستائينه کوي. د دۀ پۀ زړۀ کښې زما د پاره نرمي وه اګرچې دے مغروره ؤ، ولې خوبۍ پکښې وې. دۀ به اکثر وئيل چې کۀ چرې پاکستان رښتيا جوړ شو نو زۀ به يوه ورځ هم دلته نۀ تېروم. دے دومره پۀ خپله خبره ټينګ ؤ چې کله پاکستان جوړ شو نو د نوکرۍ نه ئې استعفٰي ورکړه او واپس خپل ملک ته لاړو.

پۀ ټول هندوستان کښې پۀ خلقو زور ظلم جاري ؤ. کال نولسوه دوه څلوېښتم 1942)ز( پورې د شپېتۀ زرو نه زيات خلق ګرفتار کړے شوي وو او پۀ جېلونو کښې ځاے نۀ ؤ. د دې زور ظلم خلاف به خلقو احتجاج کوۀ او کله کله به خلقو مظاهرې کولې. حکومت به پۀ مظاهرچيانو ډزې کولې او اوښکې بهوونکے ګېس به ئې پرې ويشتو. د خلقو د رائې خيال پۀ اظهار مکمله پابندي وه. اخر به د خلقو صبر تمام شو او پۀ ښارونو او کليوالو علاقو کښې به پوځ او پوليس سره نښتې کېدې. خلقو به اکثر پۀ هغه ځايونو حملې کولې کوم چې د برطانيې د حکومت د اقتدار نخښې ګڼلې شوې. پۀ دغو کښې تهاڼې، ډاکخانې، د رېل ګاډي سټېشنونه او د تار او ټيليفون تارونه شامل وو. خلقو به د رېل پاټلۍ ويستې او د ټيليفون تارونه به ئې پرې کول او پلونو ته به ئې نقصان ورکوۀ. د هندوستان پۀ ګڼ شمېر علاقو کښې مواصلاتي نظام بیخي ګډوډ شوے ؤ. مياشت دوه د هندوستان ګڼ شمېر ځايونو کښې دا سلسله روانه وه، ولې اخر پکښې کمے راغے.

د برطانيې وزيراعظم چرچل پارلېمنټ کښې خپل بيان کښې ووې چې کانګريس پارټۍ اوس د ګاندهي د عدم تشدد نظريه پرېښودې ده او پۀ ډاګه د حکومت مقابلې ته راوتې ده او يو انقلابي تحريک جوړ شوے دے. دا اړے ګړے پۀ پوره طاقت سره اوچتولے شو. انتظامي طاقت مضبوط کړے شو او اوس پۀ هندوستان کښې د انګرېزانو پوځيانو شمېر زيات کړے شو.

ګاندهي 1943ز کښې د خپلې اوږدې روژې پۀ وخت پۀ دې خبره زور ورکړو چې حکومت خلق د لېونتوب دور پورې پۀ تلو مجبوره کړي دي. حکومت د ګرفتاریو پۀ شکل کښې تشدد شروع کړو. دا تشدد ډېر زيات ؤ او د موسٰي علېه السلام د شريعت چې د غاښ پۀ بدله کښې غاښ وي او د يو کس پۀ بدل کښې يو زر کسانو ته ورسېدو. مونږ پۀ دې حواله د عيسيٰ علېه السلام د عدم مزاحمت د قانون نه اخوا شو. زۀ د حکومت د زور ظلم تشريح ددې نه اخوا نۀ شم کولې.

دا توقع نۀ وه چې ګاندهي او د دۀ ملګري به د دې اوږد جنګ ختمېدو نه وړاندې ازاد کړے شي. د دوي د ګرفتارۍ نه پس د مهادېو ډيسائي د وفات سره د دوه شپېتۀ کالو د ژوند ملګرې کاستربا وفات شوه او يو څو مياشتې پس دے د خراب صحت پۀ وجه د جېل نه ازاد کړے شو.

د کال 1945ز پۀ وړومبو مياشتو کښې د هندوستان سياست پۀ تېزۍ سره بدلېدۀ. ددې خبرې باوجود چې د کانګرس پۀ خپل تعميري کار او پارلېماني سرګرمیو چټک کردار ادا کول شروع کړي، دوي د مرکزي اسمبلۍ خپل بائيکاټ ختم کړو او د نورو پارټیو سره پۀ ملګرتيا ئې څلور پنځۀ ځله د حکومت کوششونو ته ماتې ورکړه.

پۀ پښتونخوا کښې هم د حالاتو رخ بدل شو د اونګزېب خان وزارت چې پۀ کال 1943ز کښې صوبائي ګورنر د کانګرس د وزارت پۀ ځاے جوړ کړے ؤ او کوم چې د قانون سازانو د ګرفتاریو پۀ وجه ؤ، او خلاف ئې پۀ خلقو کښې ډېر نفرت لرلو او پۀ سختو بد عنوانو  کښې  ککړ وو. د کال 1945ز پۀ مارچ مياشت کښې د عدم اعتماد پۀ ذريعه لرې کړے شو او د ګانګرس د وزيراعليٰ ډاکټر خان صاحب حکومت بيا راغے، نو وړومبي حکم کښې ئې خان عبدالغفار خان او خدائي خدمتګار رها کړل. د کال 1945ز پۀ مۍ مياشت کښې جرمني اتحادي ملکونو ته سلامي شو او جاپان ته د شکست ورکولو دپاره اتحادي ملکونو سره د هندوستان ملګرتيا ډېره ضروري وه. د کال 1945ز پۀ جون مياشت کښې د ګانګرس د کارنده کمېټۍ غړي ازاد کړے شول او ورپسې ټول سياسي قېديان رها کړے شو. پۀ حالاتو د تبصرې کولو پۀ وخت ګاندهي ووې چې ټول هندوستان يوه جېلخانه ده او وائسراے د جېلخانه جاتو يو ذمه دار سپرنټنډنټ دے او ګڼ شمېر جېلران او وارډنان ئې ماتحت دي. نۀ يواځې څلور سوه میليونه هندوستاني پۀ دې جېلخانو کښې ژوند تېروي، ولې د نړۍ د ګڼ شمېره نورو ملکونو د خلقو هم دغه حال دے.

يو جېلر پۀ خپله هم د نورو قېديانو پۀ شان قېدي وي، ولې بې شکه پۀ دۀ او نورو قېديانو کښې فرق وي. زما پۀ خيال د دۀ حالات د نورو قېديانو نه هم بدتر وي. کۀ د قيامت ورځ راشي نو د دۀ سره به زيات حساب کتاب کېږي او د دۀ نه به د نورو قېديانو تپوس کېږي. دغه د حساب کتاب ورځ کۀ مونږ ته نۀ ښکاري، ولې دا يو حقيقت دے او دا به راځي.

زۀ پۀ دې پوهه يم چې ما ته د غېر متشدده هندوستان د پاره د وکالت ضرورت نشته ـــ کۀ د هندوستان داسې کول چې يو مخ ئې رښتا وي او بل مخ ئې عدم تشدد وي، د دې به يو خاص قيمت وي او رښتیا او عدم تشدد پۀ هر ګام خپل قدر و قيمت څرګندوي. کۀ برطانيه او اتحادي ملکونه مونږ سره پۀ دې کښې لاس کوي نو ازادي به ډېره زر ترلاسه شي او کۀ نۀ کوي نو بيا هم مونږ ضرور خپلواکي ترلاسه کوو. ولې څۀ مشکلات به برداشت کوو ـــ څۀ وخت به لګي. ولې د ازادۍ د پاره مشکلات برداشت کول او وخت لګول هېڅ ګران نۀ دي.

 

کابينه مشن منصوبه:

ګاندهي د کال 1945ز پۀ يويشتم جون بمبۍ کښې د درې کاله جدايۍ نه پس د کانګرس د کارنده کمېټۍ غړو سره ملاقات وکړو . کمېټۍ فيصله وکړه چې د کانګرس مندوبينو ته شمله کانفرنس کښې شريکېدل پکار دي. پۀ 25 جون شمله کښې د وائسراے لاج کښې رابللي نمائندګان راجمع وو. دغو کښې کښې د کانګرس او مسلم ليګ صدران او د شيډول ذاتونو او سکهانو نمائندګان شامل وو. دې کانفرنس ته مرکزي اسمبلۍ کښې د کانګرس پارټۍ مشر او مسلم ليګ نائب مشر او قام پرسته پارټۍ او اسمبلۍ کښې د يورپي ګوند مشران هم رابللے شوي وو. کوم نور مشران چې رابللے شوي وو، دغو کښې هغه شخصيتونه شامل وو چې د صوبائي حکومتونو وزيراعظمان پاتې شوي وو او يا اوس پۀ دغه عهده فائز وو. هندو مهاسبها ته پۀ دې کانفرنس کښې د شرکت بلنه نۀ وه ورکړې شوې.

وائسراے غوښتل چې ګاندهي پۀ دې کانفرنس کښې شريک شي ولې د ګاندهي موقف دا ؤ چې دا يو نمائنده کانفرنس دے او کۀ يو سړے هر څومره اهم وي خو چې نمائنده نۀ وي، هغه د نمائنده ګانو کانفرنس ته نۀ شي تلے. وائسراے ووې چې څو پورې دا کانفرنس جاري وي، ګاندهي دې شمله کښې موجود وي. ګاندهي د دۀ دا غوښتنه ومنله. وائسراے خپل افتتاحي تقرير کښې اميد ښکاره کړو چې دې کانفرنس کښې به هندوستان کښې د پيچيده مسئلې ختمي هوارے راوستے شي. وائسراے ښۀ پۀ مهارت د متنازعه نکتو نه اجتناب وکړو، کومې چې د پرمختګ پۀ لاره کښې خنډ جوړېږي. کله چې جناح د معمول مطابق د خپل دې الزام ذکر وکړو چې کانګرس فريقيزه پارټي ده نو وائسراے دا خبره واضحه کړه چې ما چرې دا تجويز نۀ دے وړاندې کړے چې ګنې کانګرس د هندوانو پارټي ده. مکالمه داسې ده:

جناح: مونږ دلته د مختلفو فرقو د نمائندګانو پۀ حېث راجمع شوي يو او کانګرس صرف د هندوانو نمائندګي کوي.

وائسراے: کانګرس د خپلو ممبرانو نمائندګي کوي.

ډاکټر خان صاحب: د جناح صاحب پۀ دې کښې څۀ مطلب دے؟ زۀ د کانګرس غړے یم، اوس دې دے ووائي چې زۀ هندو يم کۀ مسلمان؟

وائسراے: دا خبره پۀ دې  ځاے پرېږدئ، کانګرس د خپلو غړو نمائندګي کوي. د کانفرنس شروع کېدو سره حالات پُر اميد وو. د کرپس مشن پۀ  شان خبره هندوستانيانو ته د واک اختيار ورکولو نۀ وه. دلته خبره هندوستانيانو کښې د اختياراتو د تقسيم وه. پۀ دې خبره  صلاح يوه شوه چې نوي انتظامي کونسل کښې شيډول ذاتونو او سکهانو ته نمائندګان ورکول پکار دي او کۀ ممکنه وي، نورو کم شمېره فرقو ته به هم نمائندګي ورکولې شي. پۀ دې خبره هېڅ تنازعه نۀ وه چې مسلمانانو ته دې هم د شيډول ذات هندوانو برابر نشستونه وړاندې شي. ولې د تنازعې خبره دا وه چې دا به څوک منتخب کوي. جناح صاحب کم شمېره تپو ته پۀ زياتو نشستونو ورکولو سخت اعتراض وکړو ځکه چې دۀ ته معلومه وه چې دغه نمائندګان به ووټ کانګرس ته ورکوي.

پۀ 29 جون مولانا ازاد او جناح چې شمله کښې موجود وو، د خپلو پارټیو کارنده ګوندونو سره پۀ مسلسل رابطه کښې وو، دا رپورټ ورکړو چې دوي د انتظامي کونسل د ممبرانو د شمېر پۀ حواله صلاح يوه نۀ کړې شوه. دا کانفرنس د نورې صلاح مشورې پۀ غرض د څوارلسمې جولايۍ پورې وځنډولے شو او وائسراے لارډ وېول د پارټیو دغه مشرانو ته ووې چې ما ته د خپلو خپلو پارټیو د نمائندګانو فهرستونه راکړئ چې زۀ هغې نه د انتظامي کونسل غړي واخلم.

د اوومې جولايۍ پورې کانګرس او ټولو وړو وړو ډلو د کونسل د پاره د نامزدګۍ فهرستونه ورکړل، صرف مسلم ليګ د خپلو نامزدګانو فهرست ورنۀ کړو، اګرچې دوي د خبرو اترو د ختمولو نه ډډه کوله. د کانګرس د طرفه ورکړے شوي فهرست نه داسې څرګندېده چې دا د ټولو فريقو يو نمائنده فهرست دے چې پکښې د جناح او دوه نورو مسلم ليګيانو نومونه هم شامل دي. د کانګرس د نمائندګۍ د پاره د پینځو تنانو فهرست کښې يو ازاد او بل اصف علي ؤ، مولانا ازاد ووې چې د پینځو نومونو پۀ فهرست کښې د دوو مسلمانانو نومونه ددې خبرې څرګندونه ده چې کانګرس يو اصولي  پارټي ده او دا د ټول هندوستان د خلقو نمائنده ده او د کانګرس خلاف ددۀ پروپېګنډه نفي کوي چې ګنې دا د يوې فرقې نمائندګي کوي.                          )نور راتلونکې ګڼه کښې(

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …