ميروېس نيکۀ – پروفېسر زر محمد سنګر

لکه ميروېس پۀ ګورګينانو لوے عذاب جوړؤم

ويدۀ هوتک را ويښؤمه انقلاب جوړؤم

حسيب الله هوتک

نن چې پۀ ٢٢م مۍ ٢٠٢١ ء دخېبرپښتونخوا د سر ښار پېښور پۀ سپرنګ کار نيول هوټل کښې د “ وزيرمحمدګل خان پښتو اکېډمي “ او “ د صابر د رڼا ملګري تحريک “ پېښور پۀ اشتراک سره د حاجي ميروېس خان هوتک د ياد غونډه “ د ميروېس نيکۀ سيمينار” راجوړ شوے دے چې روح روان ئې د پېښور د” پښتون کوټ” مشر ښاغلے سيد صابر شاه صابر صېب دے.

دښاغلي صابر صېب پۀ کوششونو او منډوترړو چې د خپلو اتلانو او مشرانو د يادولو او هغوئ ته د پېرزونو کومه لړۍ پېل شوې ده دا سيمينار هم د هغه سلسلې يوه کړۍ ده.

د وکي پيډيا او نوروتاريخي کتابونو، مستندو حوالو او منابعو پۀ ترڅ کښې چې د هوتکودکورنۍ او پۀ خصوصي توګه چې د ميروېس نيکۀ او د هغوئ د کورنۍ پۀ بابله ، چې د قندهار ئې يوکم دېرش کاله خدمت او پرې حکومت کړے دے د هغې لنډه نقشه ، خاکه او پېژندګلو وړاندې کولے شي.

١: ميروېس نيکۀ پېدائش : ١٦٧٣ ء قندهار ، وفات : نومبر١٧١٥ء

عمر: دوه څلوېښت کاله ( ٤٢) ، مقبره او مزار : د قندهار کوکران شاهي مقبره

پلار: ښالم خان ( شاه عالم خان ، سالم خان) ، د قبيلې ستر مشر او تاجر

مور: نازو توخي (نازو انا)، د سلطان ملخي لور، عابده ، عالمه ، پاکدامنه ، مېلمه پالونکې

ښځه : خانزادي سدوزۍ ، د جعفر خان سدوزي لور .

ميروېس نيکۀ پۀ کال ١٧٠٩ء کښې ګورګين ته ماتې ورکړه او تر ١٧١٥ء پورې ئې پۀ قندهار حکومت وکړو.

٢: عبدالعزيز هوتک :

پۀ کال ١٧١٥ء کښې د ميروېس نيکۀ د وفات نه پس د باچاهۍ تاج عبدالعزيز هوتک ( د ميروېس نيکۀ ورور ) ته پۀ سر کړے شۀ ولې کله چې قام پۀ دې نتيجه ورسېدو چې عبدالعزيز هوتک خپله ګټلې ازادي دوباره صفويانو ته واپس ورکوي نو پۀ کال ١٧١٧ء محمود هوتک (د ميروېس نيکۀ زوي) خپل ترۀ عبدالعزيز قتل کړواو د قندهار باچاهي ئې تر لاسه کړه. د عبدالعزيز قبر هم د هوتکو پۀ شاهي مقبره کوکران قندهار کښې دے.

٣: شاه محمود هوتک :

شاه محمود هوتک ( د ميروېس نيکۀ مشرے زوے) د کال (١٧١٧ ء نه تر ١٧٢٥ ء) پورې د قندهار حکمران پاتې شو. د شلو کالو پۀ عمر کښې حکمران شو ځکه چې دے پۀ ١٦٩٧ء کښې پېدا شوے ؤ او پۀ ٢٢ اپرېل ١٧٢٥ء د ٢٨ کالوپه عمر کښې حق رسېدلے دے.

٤: اشرف هوتک :

اشرف هوتک د ( عبدالعزيز زوي ) پۀ کال ١٧٢٥ء کښې محموهوتک قتل کړو او تر ١٧٢٩ء پورې حکمران پاتې شو چې پۀ ١٧٣٠ء کښې وفات شو

٥: شاه حسېن هوتک :

شاه حسېن هوتک د ( ميروېس نيکۀ دوېم زوے) د محمود هوتک د مرګ نه پس پۀ قندهار حکمران شو او اشرف هوتک د اصفهان ( ايران ) پۀ زياتو برخو حکمراني کوله . شاه حسېن هوتک ښۀ شاعر او د هوتکو د کورنۍ پنځم او اخري حکمران ؤ چې پۀ کال ١٧٣٨ء کښې وفات شو. دۀ نه پس نادرشاه باچا شو.

دا ټول پيرئيډ د کال ( ١٧٠٩ء نه تر ١٧٣٨ء ) پورې يوکم دېرش (٢٩) کالونه جوړېږي، دې نه پس د هوتکو د کورنۍ نه حکومت لاړو.

د هوتکو د کورنۍ شجرۀ نسب او سلسله د هوتک نه تر ميروېس نيکۀ پورې څه پۀ دې ډول ده.

هوتک ، ملکيار ، حسېن ، سفر ، اسحاق ( ايساک ) ، قطب ، جلال الدين ، عمر ، مندين ، اسماعيل ، کرم ،شاه عالم ، ميرويس .

دشاه عالم څلور زامن وو ١: ميروېس ٢: يحي خان ٣: عبدالعزيز ٤: عبدالقادر

د ميروېس نيکۀ دوه زامن وو ١: شاه محمود ٢: شاه حسېن

کۀ دا سلسله د هوتک نه لږه نوره هم وړاندې بوځو نو څۀ دا رنګ ده؛

هوتک ، درخي ، بازو ، توران ، غرزي ( غرځي ) .

د ميروېس نيکۀ د پېدائش ، کار او زيار پۀ بابله مونږ کوټلي او مستند روايات لرو.

هر کله چې ميروېس وزېږېدو هم پۀ هغه شپه ئې مور بي بي نازو انا خوب وليدو چې پۀ خوب کښې ورته بيټ نيکۀ وائي چې ددې بچي ښۀ پالنه او تربيت وکړه چې دے لوے شي نو لوے لوے کارونه به تر سره کړي، ددۀ پۀ نسب کښې به باچاهان پېدا شي دا نېک سيرته ماشوم به قام او دين ته ډېره فائده ورسوي او د بېت الله حج به وکړي .

دے چې کله د شپږو کالو شو نو د ديني علومو او فرائضو زدکړه ئې پېل کړه . مور به ورته اکثر د بيټ نيکۀ وصيت وريادولو . ميروېس چې کله لوے شو نو د دغه وصيت ذکر به ئې اکثر کولو . ميروېس نيکۀ د ډېرو خوبيو خاوند او مالک ؤ . د سياسياتو ، اجتماعياتو ، روحياتو او روحانياتو ماهر ؤ. مدبر ، مبارز ، منصف ، متوکل ، عادل ، نرم مزاج ، موقع شناس ، خدمت ګار ، دمضبوطې او کلکې ارادې خاوند ؤ .

ملي قائد ، د ملي جرګو او مرکو بلونکے ، د عقل ، فکر، سوچ او تدبر نه کار اغستونکے، د دښمن کمزورۍ او نقائص معلومؤنکے، رسا ذهن او لوړ اخلاق لرونکے ، قامي او ملي خدمت ته پۀ خپل ذاتي کاروبار او تجارت ترجيح ورکؤنکے ، د نرمۍ او دوستۍ لار خپلؤنکے، ملي او جمهوري حکومت جوړؤنکے، خپله رايه او خبره پۀ نورو منونکے او پۀ تېره تېره فصيحه او خوږه ژبه لرونکے ؤ چې دا ئې تر ټولو افضله خوبي وه ځکه چې د ميروېس نيکۀ مرام او مقصد تر نورو خلقو جدا ؤ.

د قندهار پۀ ملي او تاريخي ډرامه کښې چې مونږ د ميروېس نيکۀ سره خوا پۀ خوا کوم سائيډ او “ وېلن “ کردار وينو هغه د ګرګين دے چې يو متکبر ، غاور ، غاصب ، ظالم او بدخويه سړے ؤ . ددۀ پېژندګلو مونږ سره الحاج امان الله هوتک داسې کوي

“ګرګين څوک ؤ او څنګه قندهار ته راغے . د دې سړي نوم اصلا وختنګ ؤ، پۀ خټه ګرجي ؤ او د ګرجستان اوسېدونکے ؤ، پۀ ګرجستان کښې د فارس له بادشاه څخه ياغي شو څو پۀ پا‌‌ې کښې ونيول شو او د اسلام دين ئې ومانۀ او سلطان حسېن ئې هم تر ګناه ورتېر شو ، و ئې باخښۀ ، د شهنواز لقب ئې ورکړو او د کندهار پۀ حکمرانۍ ئې وټاکۀ “

( د خپلواکۍ نمر څرک ) مخ ٢٥

د پښتونخوا خاورې ډېر انقلابات ليدلي دي . دلته لا تر اوسه جنګ نۀ دے سوړ شوے . د دې سيمې اب و هوا او جغرافيه داسې ده چې دلته ډېر قومونه تلي راغلي ، خپل اثار او نخښې نښانې ئې پرېښي دي. مغل، ايرانيان، سکهان، انګرېزان، امريکه او د هغې اتحاديان وخت پۀ وخت پۀ دې خاوره بلوڅېدلي دي او پښتانۀ د دوي مد مقابل ودرېدلي دي او مختلفو تحريکونو وخت پۀ وخت سر پورته کړے دے . خپل قام او خاوره ئې د دښمن نه بچ ساتلي دي.

هر کله چې د ايران د صفوي دربار لۀ خوا يو ظالم او خونخوار حکمران ګرګين قندهار ته راولېږلے شو، پۀ پښتنو ئې زمکه تنګه کړه او پۀ اولس ئې قسم قسم ظلمونه شورو کړل نو قام دا ضرورت محسوس کړو چې اوس د ګرګين نه ځان خلاصول فرض دي نو قامي جرګه ئې راوغوښته چې ځان ته مشر خوښ کړي ولې پۀ دغه وخت کښې د ميروېس نه بل موزون سړے نه ؤ . قام پۀ شريکه ميروېس نيکۀ خپل مشر او سرخېل وټاکۀ . “ پۀ هم دغه ورځ د افغانانو لويې جرګې حاجي ميروېس نيکۀ د خپل مشر پۀ حېث وټاکۀ. کۀ څۀ هم حاجي ميروېس خان نيکۀ د بادشاهۍ رتبه او حېثيت درلود مګر دۀ پر ځان د بادشاه نوم نۀ کېښود. د شاه او شاهي له نامه ئې ځان وژغورۀ او يوازې دملي مشر پۀ نامه ئې اکتفا وکړه او دا هم زموږ د ملي قائد مخصوصه مميزه ګڼل کېږي

(د خپلواکۍ لمر څرک ) مخ ٦٦

د ميروېس نيکۀ پۀ وړاندې يو خاص مقصد وۀ او هغه دا چې د پښتون قام د پاره خپلواک او ازاد رياست قائم کړي . لۀ ډېرو غورځو پورځو نه پس هغه پۀ خپل مقصد کښې کامياب شو. دې له پاره ميروېس نيکۀ د حج بېت الله زيارت هم وکړو او د حجاز مقدس له علماؤ سره ئې د جابر او ظالم حکمران خلاف د جهاد فتو‌‌ي هم راوړه، د رحمان بابا پۀ ديوان او د فقير جميل بېګ مناقبو سره ئې هم فالونه وويستل . شپه ورځ ئې پۀ ځان يو کړل چې د دغه خدماتو پۀ سلسله کښې د اولس لۀ خوا د “ نيکۀ “ پۀ دروند لقب ونمانځلے شو . کله چې ګرګين پۀ دې خبره ورسېدو چې د ميروېس نيکه اهميت د اولس پۀ نظر کښې ورځ پۀ ورځ زياتېږي نو دے ئې د سياسي قېدي ( تحت الحفظ ) پۀ حېث اصفهان ته ولېږلو ولې کله چې ملي قائد د دربار پۀ موډ پوهه شو نو هلته ئې ځان ته پلويان پېدا کړل، امراؤ ته ئې قېمتي تحفې تحائف ورکړل ځکه چې درباري امراء هم پۀ دوه ډلو کښې وېش وو، د اعتمادالدوله او ديوان بيګي پۀ خپل مېنځ کښې اوبۀ خړې وې عن تر دې چې ملي قائد شاه حسېن صفوي ته د رسېدو کوششونه وکړل چې پۀ هغې کښې کامياب شو. د خپل قوي او رسا ذهن ، خپلې نرمې او پستې لهجې لۀ وجې ئې د باچا پۀ زړۀ کښې هم ځاے پېدا کړو تر دې چې د بېت الله شريف حج ته ئې هم ولېږلو او د بېت الله نه هم واپس اصفهان ته لاړو د حج نه ئې ځان سره قيمتي تحفې تحائف هم راوړل چې هغه ئې پۀ درباري امراؤ ووېشل . ملي قائد د ډپلومېسي نه کار واغستو . کوم ميروېس چې اصفهان ته د سياسي قيدي پۀ حېث لېږلے شوے ؤ هغه قندهار ته د منصبدار پۀ توګه راستون شو .

د صفوي دربار نه ميروېس نيکۀ ته څو خطونه او هدايات هم د ګرګين پۀ نامه ورکړے شول چې د هغې څو اهم نکتې پۀ دې ډول دي

١: د ميروېس به ډېر احترام او عزت کوې .

٢: د ميروېس د مشورې نه بغېر به يو کار نۀ کوې .

٣: د ګرګين پۀ چارو به نظر ساتې .

٤: ميروېس ته به پخوانے دولت ، رتبه او منصب وروسپارې .

٥: باچا ميروېس ته پۀ درنه سترګه ګوري ځکه ميروېس يو دانا،پوهه او هوښيار سړے دے، د دۀ مشوره به مقدمه ګڼې .

٦: تر دې چې د صفوي دربار دوه اهم امراء اعتمادالدوله او ديوان بېګي پټ پۀ پټه د يو بل پښې وهلې مګر دواړه د ميروېس نيکۀ د اوچت ذهانت ، قابليت او پوهې منونکي وو، دواړو ورته د ګرګين پۀ نامه هدايات ورکړي وو تر دې چې اعتمادالدوله ورته يو مهر شوے سند هم ورکړے ؤ. ګرګين چې له دې هداياتو څخه خبر شو نو د انتقام اور ورته ولګېدو او پۀ هره طريقه ئې د ميروېس د راغورځولو چالونه شورو کړل عن چې د ميروېس نيکۀ د لور رشته ئې خپل زوي د پاره وغوښته مګر ميروېس دا خبره جرګې ته وړاندې کړه جرګې د دغه رشتې ورکولو نه انکار وکړو. پۀ دې مېنځومانه کښې نور هم ډېر واقعات او جنګ جګړې وشوې، وينې توې شوې ولې دا ځل قبائلو د ماليې ورکولو نه ښکاره انکار او بغاوت وکړو. ګرګين ته حالات نور هم خراب شول . ملي قائد د خپل پلان مطابق د ټولو قبيلو لويه جرګه پټ پۀ پټه وبلله او هغوي ته ئې خپل کار اوعلاقې حواله کړې .

پۀ اخري معرکه کښې چې د ايران شل زره عسکر پۀ قندهار کښې وو شپږ نيم زره ئې بلوچستان ته لېږلي وو . زر کسان د ګرګين سره تباه شول او دولس نيم زره د قندهار پۀ قلعه کښې بند کړے شول.د دغه موقعې او ورځې پۀ مناسبت چې د دوه دوه نيمو پېړيو نه پس چې د خپلواک افغانستان بنسټ کېښودے شو الحاج امان الله پۀ دې بابله داسې ليکي:

” سهار د لومړي ځل د پاره لمر پۀ داسې حال کښې پۀ قندهار راوخوت چې د پېړيو، پېړيو د غلامۍ تيارۀ شاته پرېښې وه، افغانانو د څو پېړيواسارت وروسته لومړي ځل د لمر څرک ننداره د ازادۍ لۀ لمر څرک سره سمه وکړه، د پښتونخوا زمرو بچيانو پۀ داسې حال کښې چې سترګې ئې لکه د مستو زمرو سرې وې . د دښمن پۀ وينو سرې لړلې تورې ئې پۀ لاس کښې وې د لمر له څرک سره ئې يو بل ته د ملي اختر مبارکي وئيله . دا ملي اختر ، دا مقدسه ورځ ، دا له افتخاره ډک تاريخ د ١١١٩هـ ق کال د ذوالحجې لومړے ؤ او د موجوده افغانستان د بنسټ تاريخ ؤ چې د افغانستان غېر ملي واکمنو تر هر ډول خاورو او ايرو لاندې کړے ؤ .

(د ازادۍ لمر څرک ) مخ ٦١

سيد اسحاق ګېلاني ، د افغانستان د ملي پېوستون د نهضت مشر پېغام چې د سيد صابرشاه صابر او د ميروېس نيکۀ د سيمينار پۀ اړه ئې د سوشل ميډيا د لارې رالېږلے دے د هغې يوه ټوټه ستاسو پۀ درانۀ حضور کښې وړاندې کوم . . .

“د ميروېس خان نيکۀ د ژوند، شخصيت او مبارزې پۀ باب به نور مشران ډېر څۀ ووايي خو زۀ به هم دومره ووايم چې د ميروېس خان بابا د غوره سياست تګلاره پۀ ځواکمن بنسټ ولاړه وه . دين، عقيدې ، خاورې ، ولس او انساني ارزښتونو ته ژمن مشر ؤ او د يو پرمختللي او غښتلي افغانستان د پاره ئې ملي دريځ درلود “

(١٨-٥-٢٠٢١ ١:١٠ بجې ماسپښين)

د وټس اېپ لۀ لارې د حسيب الله هوتک د ليک څخه څو جملې او غوښتنې :

“حاجي ميروېس خان نيکۀ چې د ټولو افغانانو واقعي قهرمان او د تاريخ منلې څهره ده مونږ ټول افغانان بايد دنوموړي څهره له ياده ونۀ باسو او د دې ورځې پۀ مناسبت بايد پۀ ټول افغانستان کښې عمومي رخصتي اعلان شي . د حاجي ميروېس خان نيکۀ انځور بايد د افغانستان پۀ ټولودولتي او شخصي ادارو کښې ولګول شي ځکه چې مونږ پۀ افغانستان کښې يو واقعي قهرمان لرو چې هغه ميروېس خان نيکۀ دي. مونږ د هوتکو قوم د ولسمشر اشرف غني څخه جدي غوښتنه کوو چې د ميروېس نيکۀ د نوم لۀ د ژوندي ساتلو لۀ پاره بايد پۀ افغانستان کښې يو لوے پوهنتون جوړ کړي او کۀ چېرته دا کار ونۀ کړي دا د هوتکو قوم او د ميروېس خان نيکۀ سره ښکاره خيانت دے .

( ١٤-٥-٢٠٢١ ــ ١١:٠٨ بجې سحر)

حاجي ميروېس خان نيکۀ چې کله د مرګ پۀ ناروغۍ پرېوتۀ نو د قوم مشران ئې راوغوښتل او هغوي ته ئې د نصيحت او وصيت پۀ توګه څو خبرې وکړې چې!

پۀ هر کار کښې پۀ خداے توکل کوئ . هر چا سره د شرافت نه کار اخلئ . د پارسيانو اطاعت مه کوئ . کۀ دښمن حمله وکړي پۀ زړورتوب ئې مقابله کوئ . د دښمن له ډېر والي څخه مه وېرېږئ .

پۀ دغه کښې ئې ساه لنډه لنډه شوه او د شهادت د کليمې تر مخه ئې دا جمله ووئېله چې “ اصفهان ونيسئ “ او روح ئې پرواز وکړو. دغه د ذوالحجه ٢٨ م او کال ١١٢٧ هـ ق وۀ .

د ميروېس نيکۀ ټول ژوند د فکر، تدبر، مړانې، ننګ او غېرت نه عبارت ؤ ځکه خو ئې د مزار پۀ ډبره دا لنډۍ ليک ده:

د ننګ ټوټه به مې هر هډ وي

کۀ پس لۀ مرګه پۀ مزار راشې مئينه

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …