د ډاکټر سلمٰي شاهين پهٔ وياړ د خوېندې ادبي لښکر (خال) نمانځغونډه – زېبا اپريدۍ

]د خوېندو ادبي لښکر (خال) د ښځینه شاعرانو ادیبانو هغه ټولنه ده چې پهٔ خپل ځاے د وړومبي ښځینه ادبي جوړښت کېدو دعويٰ لري. د خال د مشرې اغلې کلثوم زېب د وېنا تر مخه، د دې جوړښټ نامه ښاغلي ډاکټر اباسین ایسپزي ايښې ده او شعار (Logo) ئې نیازبین انځورګر رفعت خټک جوړه کړې ده.[

د خوېندو ادبي لښکر )خال( د سيوري لاندې د اګست پۀ اتمه نېټه کال دوه زره اوولس )2017ز( د جمعې پۀ ورځ مازيګر څلور بجې د اغلې پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين پۀ درناوي کښې د يوه درنه نمانځغونده او يوه ازاده مشاعره د کلچر ډائريکټرېټ نشتر هال پېښور کښې وشوه .

د نمانځغونډې صدارت پروفېسر ډاکټر يار محمد مغموم صاحب وکړو. د خال مشرې اغلې کلثوم زيب پۀ سټېج د “خال” نمائندګي وکړه. مشران مېلمانۀ د پښتو اکېډمۍ پېښور ډائرېکټر پروفېسر ډاکټر نصرالله جان وزير صاحب، ډاکټر پروفېسر اباسين يوسفزئ صاحب، ښاغلے کامرېډ انور زېب، ډاکټر افتخار حسېن، د خوشحال فکري ادبي بهير مشر نور الامين يوسفزے صاحب وو. ښاغلے معظم جان لالا او د پښتو سپېځلې شاعره، څېړنکاره اغلې ډاکټر پروفېسرسلمٰي شاهين بي بي پۀ شخصيتونو سټيج ښائسته ؤ. د نظامت چارې ښاغلي اقبال حسين افکار ،اغلې نورين شمع او اغلې نرګس ادا ورسره مرستيال وو.

د اغلې سلمٰي شاهين بي بي پۀ ژوند او فن باندې ښاغلي اسير منګل، ښاغلي فياض خيشکي ،ښاغلي سرور خټک، د محترمې خور بي بي پۀ فن او پۀ ژوند او شخصيت ګټوري خبرې وکړې. وېناوالو ووئیل چې قدرمنه سلمٰي شاهين د مردان د خدائي خدمتګارو پۀ کورنۍ کښې د ارواښاد امير محمد خان کره زېږېدلې ده. د پښتنو پۀ دغه سيمه ئي خړپوسې کړي او لويه شوې ده. سلمٰي شاهين د بغدادې او مردان پۀ سکولونو کښې زدکړه کړې ده او څوارلسم ئې د ګورنمټ ګرلز کالج ئې پۀ ښۀ پوزيشن پاس کړو او د پېښور پوهنتون نه ئې پۀ پښتو ادبياتو کښې د ماسټر ډګري تر لاسه کړه. وروستو پۀ پښتو اکېډمۍ د رېسرچ سکالرې پۀ حېث عملي ژوند شروع کړو او د هغې اکېډمۍ نه د ډائرېکټرې پۀ حېث رېټائرډ شوه. اغلې سلمٰي شاهین پۀ قومي او بېن الاقوامي کنفرانسونو کښې پۀ پښتو ژبه،ادب،کلتور پۀ خصوصيت سره پۀ پښتون فوکلور ګټورې مقالې اورولې دي او د پښتو پښتون نوم ئې ځلنده کړي دي. قدرمنه د پښتو اکېډیمۍ نه د مجلې “پښتو” نائب مديره او مديره پاتې شوې ده ـــ غټه کارنامه ئې دا ده کله چې حکومت پښتو اکېډمي ختمه کړه نو يواځې سر ئې مقابله وکړه او د عدالت پۀ وسيله پۀ قانوني توګه ئې پښتو اکېډمي بحال کړه.

اغلې سلمٰي شاهين بي بي پۀ اساسي توګه شاعره ده، خصوصاً پۀ جديد پښتو نظم کښې خپل ځانګړے مقام دے. پۀ پښتو ټپه د هغې کاوش ته پۀ علمي ادبي حلقو کښې پۀ درنه سترګه کتلے شي. پښتو شعري ادب ته ئې دوه معياري شعري مجموعې سپارلي دي.پۀ جديد نظم د هغې تحقيقي کار ته هم د څېړنکارو لۀ خوا درناوے حاصل دے. هغوي ووئيل چې قدرمنې سلمٰي شاهين د يو درځن نه زيات کتابونه ليکلي او دې ټولو ته د قبوليت مقام حاصل دے.

د پېښور پوهنتون طالب علم او زلمي سندرغاړي شوکت سواتي پۀ خوږ غږ د اغلې سلمٰي شاهین دا غزل زمزمه کړو:

لارې نه پۀ شا د ګرځېدو خبرې مۀ کوه

رابه شي منزل د ودرېدو خبرې مۀ کوه

د اغلې د خدماتو اعتراف کښې به ورته دا ټپه ډالۍ کړم چې:

ستا د ښائست ګلونه ډېر دي

ځولۍ مې تنګه زۀ به کوم کوم ټولومه؟

ښاغلي ماصل خان اٰتش، ښاغلي الياس ټلوال، اغلې مسکان خټک، اغلې زېبا اپريدۍ، ښاغلي اقبال حسېن افکار، ښاغلي طيب خان  پۀ منظومه بڼه اغلې سلمٰي شاهین ته پېرزوینې وړاندې کړې. اغلې نازيه درانۍ، اغلې روشن کليم، اغلې صنم ایسپزۍ، اغلې نياز پرور ناز هم قدرمنې سلمٰي شاهين بي بي ته خراجِ تحسين وړاندې کړو

د “خوېندي ادبي لښکر (خال ) لۀ خوا قدرمنې سلمٰي شاهين بي بي ته د هغې پۀ ادبي تحقيقي خدماتو د اعتراف پۀ توګه اېوارډ او د “خور بي بي” دروند خطاب ورکړے شو.

پۀ دوېم نشست کښې لويه ازاده مشاعره وشوه چې صدارت ئې ښاغلي نور الامين ایسپزي ترسره کړو. پۀ پريزېډيم د “پښتون” رسالې چيف ايډيټر ښاغلے حيات روغانے، ښاغلے طيب خان طیب، ښاغلے ماصل خان اٰتش، اغلې زبېده فردوس زوبي، ښاغلے شهاب بنوسے ناست وو. محترم حيات روغاني د خوېندو ادبي لښکر پۀ جوړېدو د خوشحالۍ څرګندونه وکړه او مبارکي ئې ورکړه. خپلو خبرو کښې هغۀ ووئیل چې د مېرمنو د وړومبۍ سوچه او باقاعده ټولنې پۀ حقله پۀ اورېدو ډېر خوشحاله شوم. کله چې نولسوه اتۀ ویشتم کښې باچاخان “پښتون” مجله پېل کړه نو یو شمېر ښځې لیکونکې مخې ته راغلې چې د خدائي خدمتګار د ادبي غورځنګ کلکې پامپالې پاتې شوې. زۀ د “پښتون” لۀ خوا نۀ یواځې د “خال” مبارکي درکوم بلکې دا بلنه هم درکوم چې تاسو به مونږ سره د “پښتون” مېلمنې کېږئ.

ښاغلي افکار د دستورې پۀ پایله کښې د کلچر ډائرېکټورېټ خېبر پښتونخوا د مشرانو او عملې مننه وکړه چې د دغه تاریخي دستورې تابیا کښې ئې د “خال” سره مرسته وکړه.

وخت د خندا نۀ دے خو خال دې راته وخاندوه!

د زړګي داغ لره ترې لږه شان رڼا اخلمه

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ رحمت شاه سائل

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …