پښتون حلاج*: یو تاثر

پښتون حلاج*: یو تاثر

تاثر: ډاکټر همدرد ایسپزے

پهٔ تاثر تاثر: حیات روغانے

زما نا لیدلي اتله!

وینې وینې ــــ ژوبل ژوبل ــــ د اریانې چوک ــــ ستا پۀ دار د ختلو رسم دنیا ته حلاج ور یاد کړو!!!

ستا چغې ــــ ستا د انالحق نعره څۀ عجېبه وه ــــ ستا د پښتون پښتون وينې هرې قطرې وئیل، “هو! زۀ افغان یم ــــ ستا د وېنې او مېنې هر څاڅکے د ننګ، غېرت، پت او مړانې داسې تصویر شو ــــ چې هر انداز ئې وئیل، “هو! سر ورکوم خو سنګر نۀ ــــ”

“کفن به واغوندم خو وطن چا ته نۀ ورکوم ــــ”

دغه ادا چې زما سوات ته رارسېدله نو مولوي صاحب وئیل، “کافر باچا مړ شو ــــ  او ــــ کابل کښې اسلام راغے!!!”

ما او ورور به مې ادې ته وې، “دا باچا کافر ؤ؟”

ادې به وې، “نه نه نه نه نه بچو! ــــ پښتون ؤ، کافر نۀ ؤ!!!”

تا چې د اریانې پۀ چوک کښې جنتي جنتي جوټې وهلې نو زۀ لا ‌‌‌‌‌‌ډېر ماشوم وم ــــ خو د خپلې ادې پۀ وېنا مې ایمان ؤ ــــ چې تۀ کافر نۀ، پښتون وې ــــ تۀ افغان وې ــــ د هر څۀ اول افغان ــــ

ستا پۀ شهادت،

زما پښتون حلاجه! د کابل، ننګرهار، خېبر، اشنغر، ګل ګل پېښور ــــ ټول یو شان د درد جامې اغوستې وې ــــ

دغه درد چې ستا د پښتنې مېنې پۀ غېرت د دغې خاورې حلالي بچے درد ؤ ــــ

دغې درد کاڼے ژړولے شو ــــ خو د شين کابل واکدارانو تندے پرې د خوشحالۍ نه پړقېدلے ــــ چې د لارې ازغے ئې د لارې نه لر کړے ؤ ــــ

____________________

* “منصور” یوه غلط العام نامه ده، د اصل نوم “حسېن” پۀ ځاے پۀ منصور مروجه غلط فهمي منځ نه وړلو د پاره مونږ د ډاکټر همدرد پۀ اجازت دې تاثر کښې د منصور پۀ ځاے د هغۀ لقب “حلاج” لیکوــــ اصل نوم “حسېن” لیکلو کښې هم د التباس امکان شته.

تۀ د پېړو شهید ئې! ــــ ستا شهادت د لوے خداے پۀ دربار کښې د ازداۍ خپلواکۍ یو داسې انځور ؤ چې د جنت پۀ منارو به تل تر تله اوېزان وي!!!

ستا د عظمت د پاره مونږ د چا نه سند نۀ اخلو او نۀ ورته ضرورت احساسوو ــــ

د اریانې د څلور لارې دغه رسم چې کېدو نو ټول پښتون وطن ستا پۀ دغه ادا ځار او قربان ؤ ــــ خو بې وسه ؤ.

د کابل پۀ سړکونو ستا غوټې غوټې وینه د ازادۍ خپلواکۍ یو داسې علامت وګرځېدو چې ستا د فکر سوچ او نظریې مخالفین هم ستا پۀ دغه قربانۍ خفا ‌وو.

خو اوبۀ د ورخه تېرې وې ــــ

نن هم پۀ ګل ګل وطن کښې ستا کمے محسوسېږي ــــ

خو ستا د فکر او سوچ لګېدلې غندلې لا شته ــــ

لا شنې دي ــــ

لا زرغونې دي ــــ

ستا وینه د هېواد د بېرغ سور رنګ لا الواني کړې چې راتلونکي نسلونه به ستا دغه منصوري ادا ته پۀ دوه لاسي سلام کوي ــــ

ستا مرګ ته خلق  پۀ خپلو خپلو سیاسی چشمو کښې ګوري، مطالبه کوي چې باېد پلټنې دې وشي ــــ

زما پښتون حلاجه!

دښمن ښکاره دے ــــ

د څۀ پلټنې او د څۀ تحقیقات؟؟؟

خو دغه جرأت به څوک کوي؟

تۀ لا اوس هم پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرو کتابوتو کښې کافر ئې ــــ

سنګر نۀ ورکول کفر دے ــــ

وطن نۀ پلورل کفر دے ــــ

کفن اغوستل کفر دے ــــ

خو نه! نه! نه! نه!

مؤرخین چې پۀ بیعه تاریخونه لیکي او د وطن شملې پۀ کالدارو خرڅوي، دروغ خو به وائي ــــ

خو تاریخونه دروغ نۀ وائي!!!

ستا وران ویجاړ څلي نه به خلق خازې پټوي،

څوک به ترې بېرغونه کوز کړي،

خو د تاریخ د کتاب نه به ستا نوم ــــ ستا همت ــــ ستا حوصله ــــ ستا مېړانه ــــ ستا جذبه ــــ او ستا الهامي ادا څوک څنګه لرې کوي؟؟؟

زۀ چې نن هم د کابل د اریانې چوک ودانې ستا مقتل نه تېرېږم نو دوه احساسونه مې زړۀ ته راشي ــــ

یو ستا د قربانۍ لازواله ادا ــــ

او بل ستا پۀ وینه مینه اباد د کابل جنت جنت ښار ــــ

چې خماري جوټې مو د لوے احمد شاه بابا میروېس نیکۀ پلونه او د هغې پۀ ښکالو کښې ستا د پښتنې وینې د ټپ ټپ وینې اوازونه ــــ چې دغه وینه د شهېدانو د تپې د ټولو ورکو نامعلومو شهېدانو د شهادت تسلسل دے ــــ

زما شهېد اتله!

خداے دې وکړي چې ستا دغه مینه، وینه، خلوص، هېواد پالنه د وطن د سرلوړۍ سوب شي ــــ او د ملي بېرغ پۀ سور الواني رنګ کښې دغه پړقېدونکې وینه د ازادۍ د دغه تسلسل هم داسې دوام وکړي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ پۀ تاثر تاثر ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزيه!

تاثر دې راته پۀ یو داسې وخت کښې ترلاسه شو چې د شهید ډاکټر نجیب پۀ حواله ګڼ لیکونه راغلي وو ـــــ کۀ بروڼه پرې نۀ دوړوم نو پۀ خداے باور وکړه! دغه ټولو لیکونو کښې یو لیک هم داسې نۀ ؤ چې څۀ نوې خبره ئې لرله، یا ترې څۀ نوې خبره راوتله ـــــ

ستا د تاثر هر لفظ، هره خبره او د هرې خبرې ساه کښې ستا پښتون ننګ او د شهید ډاکټر نجیب د وینې پۀ یو یو څاڅکي ستا د حسېني مینې رنګ خور ښکاري. زۀ وینم چې لکه پۀ هغه دار د ډاکټر نجیب اذیت تۀ هم پۀ خپله غاړه کښې محسوسوې ــــ لکه چې د ډاکټر نجیب د رګونو نه د وینې بهېدلو اذیت پۀ تا هم تېرېږي او لکه چې تۀ هم د هاغه مست او ویاړمن مرګ پۀ ویاړ خپله غاړه هسکه وړې!!!

نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

پۀ ما څۀ چل شوے دے!!!

زۀ خپل زړۀ تا ته څنګه راوسپړم؟ څنګه درته ووایم چې پۀ ما څۀ چل شوے!!!

اے داسې ده، زۀ او تۀ د یوې لارې لاروي یو ــــ زۀ ستا پۀ نامه ځان مخاطب کوم ــــ  زۀ ئې ستا پۀ ډاډ ځان ته وایم ــــ  زما خبرو کښې راغلي تراخۀ د خپل اذیت صدقه کښې وبخښه! ــــ ما سره د تاریخ کفاره کښې مرسته وکړه! ــــ تۀ داسې وګڼه چې زۀ نۀ وایم “زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!” ــــ  تۀ داسې وګڼه چې زۀ وایم “اے ګستاخ حیات روغانیه!” ــــ ستا تاثر باندې زما تاثر به زما کتهارسس وکړي ــــ خداے به تا له د دې اجر درکړي ــــ یوې مودې نه زما پۀ حواله خداے د اجر موندونکي انتظار کوي ــــ

زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

زۀ وئیل غواړم چې د “انا الحق” تومت دې د “وطن یا کفن” د لېونۍ مستانې سندرې ځاے نۀ نیسي ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د عباسیانو پۀ دربار کښې سیاسي لوبې له مذهبي رنګ ورکولو کښې دې مونږ برخه نۀ شو ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د “المقتدر” د وزیرانو او د “مقتدره” د پګړو او بوټانو مخونه دې یو رنګ یاد کړے شي ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د ابنِ عطا سره د شوې رویې پۀ شا د خپلو نهه سوه شهیدانو تذکره ورکه نۀ کړو ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د عباسي دور د “اٰټوکراټیک” او “جمهور خوښو” پۀ دومره یادولو کښې مونږ د خپلې خاورې د زور پرستو د شلېدلي جبر نه بې پامه نۀ شو ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د “فرات” او “دجلې” مدحې کښې د خپل “امو” او “اباسین” تندې هېرې نۀ کړو ــــ

زۀ وئیل غواړم چې د “منصور” د زباد افراط کښې مونږ د “نجیب” پۀ حقله د تفریط مرتکب نۀ شو ــــ

نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

د “خط” او “تاثر” پۀ نامه یوه ډېره اوپره، اُومه او اسانه صحافتي لاره دریافت کړې شوې ده ـــ تاثرونه د سطحي جذباتو پارولو او عقلي او منطقي اپروچ نه د ځان خلاصولو لاره ده ـــ ډېره اسانه ده ـــ پۀ قلم “کش کش کش” ـــ پۀ کمپیوټر “ټک ټک ټک” ـــ دا واخله “تاثر”! ـــ څومره اسان دے ـــ د فکر او تخلیق د مشقت امېزه عمل نه بیخي پۀ څنډه ـــ ضروري هم نۀ ده چې یو څوک دې لیکوال وي ـــ کۀ لیکوال هم وي، کۀ نیم لیکوال هم وي؛ کۀ بیخي هډو لیکوال نۀ وي ــــ کش کش کش ــــ ټک ټک ټک ــــ دا تاثر دے جي! اوس خو منې کنه!

زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

د لفظونو څومره اسراف کېږي ــــ د لفظونو اسراف رانه دومره وشو چې معنې ترې والوتې ــــ ډډ کالبتونه پاتې شول ــــ

کوم لفظونه چې د مذمت نه مزاحمت کېدل پکار وو، د هغه لفظونو ژبه واوړېده ــــ لهجه ئې هم “تاثراتي” شوه ــــ لشه ترې ووته ــــ نشه ترې ووته ــــ او ــــ معنٰي ترې ووته ــــ

زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

ټول فرسټرېشن د فېسبوک پۀ یو پوسټ او د ټوېټر پۀ یو ټویټ وځي ــــ ښاااا! ــــ دوي هم د انسانیت دعويٰ کوي؟ ــــ ودرېږه! زۀ پۀ فېسبوک پوسټ کوم ــــ لږ صبر! زۀ ټویټ کوم ــــ پوسټ وشو ــــ ټویټ وشو ــــ اوس یو کپ نېسکېفے ــــ نه نه! نیم کپ!!! اوس لائیکس ته ګوره!!! دا دے ریټویټ شو!!!

زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

نور فرسټرېشن د فېسبوک پۀ پوسټ او د ټوېټر پۀ ټویټ وځي خو د قامي فریضو او ذمه واریو د پاره به د لفظونو روحونه ژوندي ساتو ــــ معنې به نۀ نمائشي کوو ــــ

د بغداد “حلاج” وئیل، “زما وینه حلاله ده، مړ مې کړئ!”

د پکتا “شهید” وئیل، “سر ورکوم خو سنګر نۀ ورکوم.”

نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزریه!

د بغداد د حلاج او د پکتا د شهید دا لفظونه هم پرېږدو او د دې لفظونو معنې هم ــــ صرف لهجې ئې ګورو ــــ د پکتا د شهید لهجه څومره افغانه ده ــــ څومره ویاړمنه ده ــــ څومره سرکشه ده ــــ څومره خودسره ده ــــ څومره نتیجه خېزه ده ــــ

زما نیازبین ډاکټر همدرد ایسپزیه!

ما چرته یو شعر لیکلے ؤ چې:

حق څۀ میرات نۀ دے، منصور دې تندے نۀ بوټوي

مونږ به پۀ دار شو، خو وړومبے چې لږ د دار شو، ما وې

زۀ وایم ستا تاثر او زما پۀ تاثر دا تاثر به راتلونکي کښې تاثر صرف لیکي نۀ، تاثر به قائموي هم ــــ زۀ ستا مننه کوم چې زما د ذات مخاطبې د پاره دې ستا نوم پور راکړو .

د ارواښاد نظار شاه منصوري پۀ مړینه د

ملګري شاهد قماش

د ژوند قاتل مرګ دے

د ژوند حاصل مرګ دے

چې ئې “نظار” مړ کړو

د مرګ قابل مرګ دے

لۀ دوزخي ژونده

خوښ د سائل مرګ دے

پۀ چا تادي وکړي

لۀ چا غافل مرګ دے

مرګ کښې شامل ژوند دے

ژوند کښې شامل مرګ دے

مرګ د شاهد ښۀ دے

ښۀ د جاهل مرګ دے

شاهد قماش

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …