د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د مياشتې پۀ اتمه نېټه پۀ “باچا خان مرکز پېښور” کښې يو ځل بيا د جمهوري عمل نه تېر شو. او د دې عمل پۀ نتيجه کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن نوې صوبايي کابينه پۀ وجود کښې راغله. پښتون سټوډنټس فېډرېشن نۀ صرف پۀ جمهوريت يقين او باور لري بلکې پۀ ائين، قانون، تنظيمي او قامي سياست هم پوخ يقين ساتي. پښتون سټوډنټس فېډرېشن د پاکستان پۀ بېلابېلو تعليمي ادارو کښې د خپل ائين او منشور د لارې سياست کوي او هم پۀ دغه پوهنتونونو، کالجونو کښې طالبعلمانو ته راپېښې داخلي او خارجي ستونزې هواروي او هم د ګردو پښتنو او نورو محکومو قامونو د ژوند سوال پورته کوي. د پښتنو د تحفظ، تعليمي پرمختګ ،ترقۍ او خوشحالۍ د پاره هره لمحه جدوجهد کوي. پۀ پښتنه خاوره د څلور لسيزو نه د راپورې جنګ او دهشت ګرد تنظيمونو سخت مخالفت کوي او د امن غږ پورته کوي. د ظالم د ظلم مخه نيوي او د مظلوم سره پۀ يو صف کښې ودرېږي. تاريخ بيانوي چې پښتون سټوډنټس فېډرېشن د اول ورځې نه واخله تر دا دمه د هر ظالم او جابر خلاف ښکاره مقابله کړې ده او کوي يې. د خدايي خدمتګار تحريک دا تسلسل پۀ بيلابيلو وختونو کښې د بېلابېلو مرحلو نه تېر شوے دے چې وخت پۀ وخت د رياستي مشينرۍ لخوا پۀ سختو ستونزو کښې ګېر شوے او چقولے شوے دے خو پۀ بدل کښې لا توانا او مضبوط شوے دے چې تل سرلوړے او هسک پاتې شوے دے. او نن هم خپلې هلې ځلې روانې او برقرارې ساتي‌. پۀ پوهنتونونو او کالجونو کښې طالبعلمانو ته راپېښې مسائل هم هواروي او د هغوي رهنمايي هم کوي. او پۀ دا قسمه Activity کښې حصې ههم اخلي:

  • نوې راغلي طالبعلمانو ته د هرکلي (Welcome party) غونډه کول .
  • د کتابونو مېلې کول .
  • سټډي سرکلې جوړول .
  • د باچاخان پۀ نوم د لوبو بېلا بېلې مقابلې کول .
  • کلتوري پروګرامونه کول .
  • د خپلو اتلانو ورځې لمانځل.
  • د خپلې پارټۍ (عوامي نېشنل ګوند) د پاره هلې ځلې کول او داسې نورې ډېرې سرګرمۍ چې پښتون سټوډنټس فېډرېشن ئې تل تر تله روانې ساتي.

نوې کابينه د پښتون سټوډنټس فېډرېشن صوبايي چئيرمين جمشېد وزير پۀ‌ هلو ځلو منځ ته راغله‌. چې تېر دوه کاله مخکښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د ايډوائزر صدرالدين مروت مرحوم پۀ وخت کښې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن صوبايي چئيرمېن جوړ شوے ؤ. چې پۀ تېر دوه کاله کښې ئې د صوبې د بېلابېلو علاقو کالجونو او پوهنتونونو ته دورې وکړې چې ډېر پۀ خوارۍ سره ئې نوې نوې کابينې جوړې کړې. يو خوا کۀ د کرونا وبا ټوله نړۍ پۀ مخه اغستې وه نو بلخوا د دې وبا له کبله د پښتنو ژوند هم سختيو سره مخ ؤ. چې تر ټولو غټ اثر ئې د پښتنو پۀ تعليمي ادارو وکړو چې زمونږ تعليمي نظام له د تباهۍ سره مخ شو. د دې تباهۍ نه د ژغورلو د پاره پښتون سټوډنټس فېډرېشن هره لمحه ستړې کړې ده ‌او د منتخب حکومت نه ئې د تعليمي ادارو د بحال ساتلو غوښتنه کړې ده. پۀ دغه دوران کښې د ارګنائزنګ کمېټۍ لخوا او د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ټولو غړو پۀ مبارزه ټوله صوبه خېبر پښتونخوا کښې خپلې هلې ځلې روانې وساتلې او نوې نوي تنظيمونه مخ ته راغلل. چې صوبايي الېکشن ئې د ټولو پښتنو شريک کور “باچاخان مرکز پېښور” کښې د اګست پۀ اتمه نېټه د آرګنائزنګ کمېټۍ چئيرمېن جمشېد وزير، ستر سکتر سهېل اختر او دوه ممبرانو جازب اجمل او قاسم خان پۀ نګرانۍ کښې د شپې دولسو بجو پورې سرته اورسېدو چې نوې صوبايي کابينه منځ ته راغله. پۀ دې کښې د اووۀ (۷) عهدو د پاره الېکشن وشو .

چې اچک خان اچکزے پۀ 201 ووټونو سره صوبايي صدر منتخب شو او د دوي پۀ مقابله کښې ملک احتشام 176 ووټونه تر لاسه کړل. د سينئير نائب صدر پۀ عهده عبد الصمد خان 87 ووټونو باندې سينئر نائب صدر منتخب شو پۀ مقابله کښې يې مدثر اقبال 85 ووټ جهانګير تنولي 83، ذيشان پښتونيار 74 او آصف ننګيال 50 ووټونه تر لاسه کړل .

د صوبايي ستر سېکتر د عهدې د پاره نعمان شېر 199 ووټونه او د دوي پۀ مقابله کښې طارق باغي 137، شعيب ملنګ 35 ووټونه حاصل کړل او دولس مسترد کړےشول. او د صوبايي ډپټي جنرل سېکرټري پۀ نشست مبصر اقبال 134او د دوي پۀ مقابله کښې ملک حسنېن 124 ووټونه، او فرهاد انجم 107 ووټونه تر لاسه کړل. د فنانس سېکرټري عهدې د پاره شهاب الرحمن 158 ووټونو باندې کاميابي حاصله کړه او پۀ مقابله کښې ئې ذيشان 149 او وقاص پښتونيار 64 ووټونه تر لاسه کړل. د خبريال سېکتر عهدې د پاره 210 او د دوي پۀ مقابله کښې امين الله کنډي 96، علي رجړ 52 او ارشدخان 10، او نويد4 ووټونه تر لاسه کړل.

د نائب صدر (ملاکنډ ريجن) د عهدې د پاره بلال خټک پۀ80 ووټونو کاميابي حاصله کړه. د دۀ پۀ مقابه کښې ابرار خان51 ووټونه تر لاسه کړل او پۀ نورو عهدو کلتور سېکتر د پاره ضياء جان ،ساره زمان نائب صدره، فهيم اپريدے نائب صدر (پشاور ريجن) شيبه خان جائنټ سېکتره (پشاور ريجن) واصف الله نائب صدر (جنوبي اضلاع) حسام خان نائب صدر ( مردان ريجن ) بغېر د مقابلې نه منتخب شو .

نوټ : “پښتون” د علي يوسفزي ډېره مننه او شکريه ادا کوي چې د پښتون سټوډنټس فېډرېشن پۀ تاريخ کار کوي. او وخت پۀ وخت مونږ ته خپلې ليکنې رالېږي. چې پۀ لږه موده کښې به لوستونکو ته د پښتون سټوډنټس فېډرېشن ټول تاريخ پۀ کتابي شکل کښې وړاندې شي، چې دا تاريخي کار به د لوستونکو د پاره ډېر ګټور ثابت شي.

دا هم ولولئ

کلتور، د کلتور ارزښت، موسيقي – انور نګار

کلتور يو داسې تورے دے، چې پۀ خپله غېږه کښې ئې يوه نړۍ رانغاړلې ده. …