غني خان، يوه کتنه – مولانا محمد يوسف بونېرے، کوالالمپور

زۀ د ټولو نه وړاندې د پښتون رسالې د چيف ايډيټر ښاغلي ساجد ټکر ډېره مننه کوم چا چې ماته د “پښتون” منفردې مياشتنيزې رساله کښې پۀ باقاعدګۍ سره د حضرت غني خان بابا رحمة الله عليه پۀ کلامونو د ليک کولو بلنه راکړه کومې رسالې ته چې دا اعزاز پۀ بشپړه توګه حاصل دے چې د دې چيف ايډيټر د غني خان پلار او د پښتون قام د زړونو بادشاه حضرت باچاخان بابا رحمة الله علېه ؤ او دا امتياز د نن وخت د يو اخبار او د يوې جريدې پۀ برخه نۀ دے پاتې شوے يعنې نن پۀ بر صغير پاک وطن کښې به داسې د يوې مجلې او اخبار وجود باقي نۀ وي پاتې چې ګنې د هغوي چيف ايډيټران به کوم مخالف مشران او سياستمداران وو.

د پښتون قام د ازلي نېستۍ لۀ کبله زما د عمر ډېره برخه د خپل پښتني هيواد نه پۀ بهر هېوادونو کښې تېره شوه ځکه زۀ د پښتنو متعلق د ډېرو معلوماتو نه ناخبره يم هم دغه وجه ده چې کله زما خوږ ورور او د کراچۍ نه د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کونسل غړي سېف الرحيم خاکسار ماته د “پښتون” رسالې پۀ حقله دا معلومات راکړل چې د دې مبارکې رسالې مشر ايډيټر حضرت باچاخان ؤ نو تاسو يقين وکړﺉ چې زۀ دومره حېرانه او خوشحاله شوم چې څۀ انتها ئې نۀ وه. حېرانه پۀ دې وجه چې د کومې منارې نه به چې حضرت باچاخان د اودو پښتنو د راويښولو پۀ غرض د “پښتون” رسالې پۀ نامه بانګونه وئيل نو دا زما د پاره ډېر د تعجب مقام دے چې د الله پۀ کرم سره هغه مناره لاتر اوسه قايمه ده د کومې نه چې د ساجد ټکر غوندې زلمي د پښتون قام د بېدارولو پۀ خاطر پنځه وخته اذانونه پۀ لوے اهتمام سره کوي او خوشحاله پۀ دې شوم چې زما غوندې احقر او ناڅيزه انسان ته هم الله پۀ دې ځانګړې رساله کښې د ليک شرف عنايت کړو ولې چې اوس پۀ دې خودغرضه وخت کښې د جنګ ازادۍ د يو سالار هم څۀ باقيات او تبرکات داسې نۀ دي پاتې شوي چې د راتلونکې زمانې نسلونه پرې فخر وکړي لهذا کۀ د ټولو نه اول زۀ د پښتون رسالې د هغې ټولو غړو تشکر او ستاينه ونۀ کړم د چا پۀ قربانو او برکتونو چې د “پښتون” تسلسل لکه د اباسين د چپو تر ننه هينه پورې قايم دے نو دا به د دغې محسنانو پۀ حق کښې يوه ناولې احسان فراموشي وي د کومې ارتکاب چې زما پۀ نيز يوه لويه ګناه ده.

د دې نه پس زۀ د خپلې مهمې نکتې اړخ ته د تمام پښتون قام پام راګرځول غواړم چې اخر د پښتو ادب د بې شمېره لويو لويو او خوږو شاعرانو باوجود ما ولې فقط د غني خان پۀ کلام د وضاحتونو کولو اراده کړې ده؟ ايا دغه نور شاعران د دې قدر وړ نۀ دي چې د هغوي پۀ کلامونو دې خبرې وشي؟ ايا زۀ محمد يوسف بونېرے) د غني خان بابا پۀ کلام ځکه ليک يا خبره کوم چې ګنې غني خان د چارسدې خان ؤ او د باچاخان مشر زوے او د ولي خان مشر ورور، د اسفنديار خان مشر ترۀ او د اېمل ولي خان او حېدر خان هوتي نيکۀ دے؟ او دغه نور ګران قدر شاعران د دغه لويو لويو حېثيتونو او نسبتونو نه محرومه دي؟ يا جوړې خامخا زۀ ناڅيزه بنده د وخت د لويو مرتبو لرونکو هستو پۀ نظرونو کښې د خپل ځان د ځايولو يو بې نوره کوشش کوم؟ نو د دې ټولو سوالونو ځواب دا دے چې زما پۀ نظر کښې د پښتو ژبې هر شاعر او ليکوال د قدر او ستاينو وړ دے خو د غني خان بابا نه علاوه هر شاعر پۀ خپل خپل وخت او ژوندانۀ کښې هم د ځان پۀ څېر بلها مثلونه او نظيرونه لري د مثال پۀ توګه کۀ مونږ د دې دور يو لوے خوږ او هر دلعزيز شاعر رحمت شاه سايل واخلو نو پۀ دې خبره کښې هېڅ شک نشته چې سايل صيب ډېر لوے او خوږ شاعر دے خو د دې هر څۀ باوجود پۀ دې موجوده وخت کښې هم چې سايل صېب لا د خېره ژوندے دے، پۀ شاعرانو کښې د ځان پۀ رنګ نور مثالونه هم لري يعنې سايل صېب د پښتو ادب لوے او ښۀ شاعر ضرور دے خو بې مثله نۀ دے ولې چې د سايل پۀ شان نور هم داسې ډېر شاعران موجود دي څوک چې د سايل صېب غوندې کلام او شاعري کوي لکه د مثال پۀ طور ډاکټر خالق زيار، فضل سبحان عابد، اکبر سيال، ډاکټر اسرار، عزيز مانېروال، اکرام الله ګران، اباسين يوسفزے، عبدالرحيم روغانے، سعدالله جان برق، نورالبشر نويد او دغه رنګې بې شمېره نور شاعران دغسې کۀ مونږه د ماضي قريب يا ماضي بعيد د نورو شاعرانو مثال واخلو نو هغوي هم بې مثله نۀ دي لکه چې خوشحال خان بابا، رحمان بابا، عبدالحميد بابا، علي خان بابا، امير حمزه شينواري، قلندر مومند او اجمل خټک نو دوي ټول پۀ ټوله پۀ خپلو او راروانو زمانو کښې ښۀ ښۀ مثالونه لري يعنې د دوي پۀ رنګ هرې زمانې شاعران زېږولې دي او تر قيامته پورې به ئې زېږوي هم. بله دا چې د دوي کلامونه اسان وېړيا او عام فهمه دي يعنې د پښتون قام هر وګړے پري ډېر پۀ اسانۍ سره پوهېږي ځکه د دوي کلامونه د تشريحاتو او وضاحتونو احتياج نۀ لري خو ولې بس يو غني خان دې څوک چې د پښتو ادب د لاله زار پۀ تاريخي صحرا کښې هم د قول پۀ لحاظ يکتا او يوازې دے او هم د عمل پۀ لحاظ.

يعنې د پښتو ادب پۀ تاريخ کښې نۀ چرته يوې مور د غني خان پۀ څېر شاعر زېږولي دي او نۀ به تر قيامته پورې يوه مور داسې بل غني وزېږوي او دا هدف صرف پښتو ادب ته پروت نۀ دے بلکې د دنيا يوه ژبه به هم پۀ خپل او نړۍ کښې د غني بابا پۀ شان فرزند و نه نغاړي هغه کۀ د عمل پۀ مېدان کښې وي او کۀ د قول پۀ مېدان کښې لکه چې پۀ فعلي او قولي توګه غني خان ځان ته داسې فخريه پېغور ورکوي او ځان ته ګويان دے چې:

“قسمت درته نعرې وهي ته يې ناست او ځان ته ګورې”

د دنيا د ادب پۀ تاريخ کښې دا اعزاز فقط غني خان ته حاصل دے څوک چې د پښتنو د سردار مشرے زوے ؤ، باچاخان د دې خپل مشر ځوي د خپل وس او بساط مطابق پۀ اعلي پېمانه سياسي تربيت هم وکړو او غني خان د بابا پۀ توقعاتو باندې سل پۀ سله پوره وختو تر دې چې د هندوستان د لويې اسمبلۍ کامياب غړې هم منتخب شوے ؤ او د باچاخان پۀ مشرۍ کښې د پښتنو زلمو قيادت هم ډېر پۀ احسنه توګه سر ته رسولے ؤ الغرض غني خان د نړۍ پۀ شاعرانو کښې هغه منفرد زاهد او خداے پرست شاعر دے د چا پۀ برخه کښې چې قدرت د دنيا بادشاهي مقدر کړې وه او سره د بادشاهۍ د ټولو اوصافو او صلاحيتونو لرلو باوجود غني د الله پۀ مينه کښې د ځانه ” ولي“ جوړ کړو او د دنيا د تاج و تخت کوم تال چې د غني رب غني ته وړاندې کړے ؤ نو غني د هغې د قبلولو نه لکه د ابراهيم بن ادهم رحمة الله عليه صفا پۀ دې وجه معذرت وکړو چې ګنې د خداے د مخلوق سره به د انصاف پۀ تللو کښې څۀ کمے او زياتے وکړم لکه چې وائي:

بادشاهي د جهان څۀ کړې ځان له ولې زياتئ غم

د انصاف تلل مشکل دي څۀ به ډېر کړې څۀ به کم

کۀ څوک د غني خان پۀ رنګين ژوند د انصاف نظر واچوي نو د زهد نه ډک دا نظم د دنيا د يو شاعر د تخيل بچے نۀ شي جوړېدے ولې چې د دنيا يو شاعر ته هم قدرت د غني پۀ څېر د بادشاهۍ د حصول موقعې نۀ دي ورکړې، د مثال پۀ طور خوشحال بابا کۀ سردار شاعر ؤ خو هغه بادشاهي کړې هم وه او کۀ رحمان بابا زاهد شاعر ؤ نو هغه سردار نۀ ؤ خو د الله پۀ نيز د الله محبوب هغه انسان وي چې د دۀ د بدو کولو وس وي خو بد ونۀ کړي لکه غني بابا وائي:

چې دې وس د بدو نۀ وي څۀ به تۀ څۀ به دې ښۀ وي

توبه هله د شرابو چې شراب درته پراتۀ وي

دا خو بس يو غني د الله پوخ ولي ؤ چې د الله د طرف نه پۀ جولۍ کښې وراچول شوې بادشاهي پۀ ډېران لکه د سوټو غورځوي او خپل جانان ته وايي:

ربه ماله کۀ دې راکړه بادشاهي د کل جهان

زۀ به ئې وغورځوم له کوره لکه سوټې پۀ ډيران

او چې پۀ دې خبره ښۀ ورسېدۀ چې اوس مې بله لار نشته او زما جانان خامخا د بادشاهۍ پېرزونه (ازمېښت) پۀ ما کوي نو پۀ چغو شي او وايي ورته:

ربه فضل پۀ مونږ وکړه مونږ ساته د دې افته

چرته غټ خر ته پۀ شا کړه دا د سرو لالونو کته

سفارش ورته دا وکړه صېب زمونږه له بابته

وايه پام کوه د دله خره غني ونه وئ پۀ لته

ځکه خو د ټولې نړۍ اديبانو ته زما دا وېنا ده چې غني خان يوازې د پښتو ادب نه بلکې د ټول جهان د ادب او هغه هم ترقيامته پورې بې مثله شاعر دے د چا پۀ څېر چې به يوه ژبه او يوه زمانه هم دوېم شاعر پېدا نۀ کړي او غني خان د الله سره د مينې او د مخلوق سره د خېر خواهۍ پۀ دشته کښې ډېر نازولے او سپېځلے ولاړ دے.

ځکه خو غني خان چې شاعري کوي نو د هغۀ د تخيل او علم و فراست معيار دومره لوړ وي چې ټول قام ورته پۀ شريکه هم نۀ شي رسېدے او حال دا دے چې غني خان شاعري پۀ ډېره ساده پښتو ژبه کښې کړې ده يعنې غني خان لکه د خوشحال بابا رحمان بابا يا د نورو شاعرانو پۀ ډول پۀ کلام کښې د عربۍ يا فارسې ژبو داسې څۀ ګران لفظونه هم نۀ دي استعمال کړي چې ګنې د پوهېدلو د پاره به پسې لوستونکي قاموسونه لټوي خو ولې بيا ئې هم د شعر پۀ مقصد څوک نه پوهېږي او د پروفېسر اباسين يوسفزي صېب پۀ رنګ لوے لوے پوهان او عالمان پۀ دې خبره کولو مجبوره شي چې د غني بابا پۀ شاعرۍ به دوه سؤه کاله پس خلق پوهېږي، ولې ؟ ځکه چې غني خان د عمل او د شعر پۀ رباب کښې هغه ساز اړولے دے د کوم تارونه چې د نورو شاعرانو پۀ ربابونو کښې نۀ دي پئيل شوي او د کومو ټنګ چې د قام غوږونو نۀ دے اورېدلے هم دغه وجه ده چې د غني خان د پاره د پښتو ادب رنګين او ګل ورين لاله زار د يوې داسې صحرا منظر وړاندې کوي چې د غني پۀ خيال کښې هم د غني پۀ ډډه او غاړه څوک داسې تېرېدو والا نشته چې د دې خوشبودار ګل نه رنګ او بوي دواړه حاصل کړي نو ځکه ئې پۀ ځان ترس وشي او وايي چې:

يوه ورځې يو صحرا کښې پۀ ښکار وتے وم روان

يو ګلاب مې ولاړ وليد پړقېده ښېشته خندان

زۀ خفه ئې خوا له لاړم ما وې اه زما پۀ شان

ته هم ګل يې بد نصيبه ورک د زلفو د جانان

نۀ د چا نيازبينې ګوتې نرم مخ له به دې يوسي

نۀ به ښکل دې کړي سرې شونډې د يار سره نازک لبان

هغه غلے شان موسکے شو وې خان مۀ کوه خفګان

زۀ به دا صحرا ورنۀ کړم د ايران پۀ ګلستان

د غني خان شاعري ډېره وېړيا ده خو خلق پرې ځکه نۀ پوهېږي چې بابا د نورو شاعرانو پۀ شان کلام نۀ دے کړے او دغه انفراديت بابا ته پۀ دې وجه نۀ دے حاصل چې ګنې بابا خان ؤ بلکه دغه امتياز بابا له خداے د دې له برکته ورکړے دے چې بابا ملنګ ؤ او هغه هم مغرور يعنې منفرد ملنګ ځکه خو چې کوم حسن و جمال او کومه مستي د بابا پۀ کلام کښې پرته ده نو د دغې سېورے هم بل شاعر ته نۀ شي نصيب کېدے اګر چې بابا د حسن و جمال او د مينې او مستۍ پۀ دغې سفر کښې بېخي يکتا دے خو خوشحاله هم دے، لکه چې وائي:

دلته زۀ يو او يکتا يم هلته زر زما پۀ شان

چار چاپېره سپېرې خاورې زې يواځې يم روښان

دلته دې تور رېګستان کښې زۀ د رنګ او نور لمبه يم

د ښائېست چپه نغمه يم کرشمه د لا مکان

او کۀ د بابا نه د هغۀ د زمانې روايتي شاعران تپوس وکړي چې ته ولې د مروجه اصولو تحت روايتي کلام نۀ کوې نو بابا ورته پۀ خندا شي او وائي ورته:

ستا پۀ باغ کښې پۀ زرګونو دي ګلاب زما پۀ شان

يو بې نومه سور درياب کښې يو بې نوم څاڅکے روان

او بيا غني بابا د خپلې تنهايۍ د مستقبل نه مايوسه هم نۀ دے او دا ئې يقين دے چې خامخا به داسې څوک پېدا شي چې زما د کلام پۀ لېونۍ فلسفه به پوهه شي او تر قيامته به مې الله د پښتو ادب يو لازواله امر ساز کړي لکه چې وائي:

تۀ دې هم پۀ خپل صحرا کښې خفه مۀ شې زما وروره

اخر رابه شي ديدن له دې څوک سوے غني خان

ځکه ما احقر فقط د غني خان پۀ کلام باندې د شرحې کولو سلسله شروع کړه ولې چې د غني خان د علمي، فراستي، حسن پرستۍ، خداے پرستۍ او لټون هغه معيار داسې اوچت او سربلند دے چې د عام انسان رسد ورته ډېر پۀ ګرانه کېږي. دا ؤ د غني خان تعارفي ليک او غني خان د خپل کلام پۀ توسط د قام څۀ تربيت کول غواړي د هغې وضاحت به پۀ راروانو شمارو کښې ملاحظه کوﺉ. لۀ خېره!

 

دا هم ولولئ

کلتور، د کلتور ارزښت، موسيقي – انور نګار

کلتور يو داسې تورے دے، چې پۀ خپله غېږه کښې ئې يوه نړۍ رانغاړلې ده. …