د هجري کلېنډر د مياشتو پۀ نومونو کښې پټ رازونه – فضل مومند

‘هجره’ یوه عربي کلمه ده او د دې معنی دا ده چې ‘لۀ یو شخص لۀ بل څخه جدا کښېدل’ هغه کۀ جدا کښېدل بدني، زباني یا د زړۀ وي.

د هجرت کلمه هم د ‘هجر’ لۀ کلمې څخه اخیستل شوې ، چې معنی ئې ‘وطن پرېښودل’ دي. پۀ اصطلاح کښې د دین او عقیدې د ساتنې له پاره یو ځاے څخه بل ځاے ته د مسلمان تګ ته ‘هجرت’ وئیل کښېږي.

مدینې ته هجرت د اسلام پۀ تاریخ کښې ځانګړے مقام لري. کله چې مسلمانانو خپل جدا کلېنډر رامېنځته کړو، دا ئې د دې یادګارې پېښې سره شروع کړو، دا د هجري کلېنډر پۀ نوم یادېږي او د اسلامي تقویم پۀ نوم هم یادېږي.

پۀ نړۍ کښې له پخوانیو وختونو راهیسې درې ډوله کلېنډرې شتون لري، چې لومړے ئې د سپوږمۍ لیدلو پر بنیاد دے ، دې ته “قمري کلېنډر” وئیل کیږي.

دوېم، چې د لمر نه د ځمکې د گردش پۀ بنیاد دے، د ‘شمسي کلېنډر’ پۀ نوم یادېږي.

درېم د سپوږمۍ د لیدو پۀ بنیاد دے، مګر د فصلونو سره مطلوب مطابقت ساتلو لپاره د هغې ټاکل شوې میاشتو یا کلونو کښې د څو ورځو اضافه کېږي، دې ته ‘قمري شمسي کلېنډر’ وهیل کېږي.

د جاهیلت پۀ وختونو کښې د مکې خلکو د دوي مذهبي او اقتصادي اړتیاو ته پۀ پام سره د قمري شمسي کلېنډر غوره کړے ؤ. پۀ دې کلېنډر کښې هر څلورم کال د لیپ کال وي .

د دغه کلېنډر، د ذی الحجې وروسته به یوه “نامعلومه” میاشت اضافه وه، تر څو حج هرکال پۀ معتدله موسم کښې راشي او مکې ته سفر به د حاجیانو او سوداګرو لپاره نسبتا اسان ؤ .

مسلمانانو دا ‘قمري شمسي کلېنډر’ د خالص ‘ قمري کلېنډر ‘ سره اختیار کړو. د دې د پاره چې د عبادت مهم عملونه لکه حج او رمضان پۀ کوم ځانګړي موسم پورې محدود نۀ شي

لۀ څوارلس سوه کلونو څخه زیات وشو چې مسلمانان د ‘قمري کلېنډر’ سره سم حج، رمضان او اختر وغېره ترسره کوي.

د دې هجري کلېنډر د میاشتو احوال د دلچسپو نه خالي نۀ دے. د دې میاشتو د ” وجه تسمیه ” بلها روایتونه راغلي دي. پۀ داسې حالاتو کښې به یوازې د انتخاب شوي روایاتو ذکر کوو ترڅو چې د لیک د اختصار نه کار واخلو.

محرم: د دې میاشتې لرغونے نوم سفر الاول ؤ. څرنګه چې پۀ دې میاشت کښې قتل حرام ګڼل کېدۀ ځکه دې ته محرم ويیل کېږي یعنې د حرمت میاشت. د پوهانو پۀ وېنا د دې میاشتې نوم المحرم دے، دا سمه نۀ ده چې دې ته د الف لام نه بغېر خالي محرم ووئیل شي ، د جاهلیت پۀ زمانه کښې به دې میاشتې ته، مؤتمر، او موجب، هم وئیل کېدل.

صفر: د صفر میاشتې نوم د ‘صفر’ څخه اخیستل شوے او د دې معنی ‘خالي’ ده. ځکه چې عربانو پۀ دې میاشت کښې د ‘سفریه’ پۀ نوم د سېل ځایونو ته تلل او هلته به ئې ښۀ خوړل او څښل، نو د دې میاشتې نوم د ‘سفریه’ پرځاے ‘صفر’ شو. دې میاشتې ته صفر الثاني هم وئیل کېږي. کۀ د محرم او صفر میاشت پۀ ګډه ذکر شي، دوي ته به “صفرېن” وئیل کېږي ، پۀ دې معنیٰ چې دوه صفرونه دي پۀ اسلامي وختونو کښې، دې میاشتې ته ‘نجار’ هم وئیل کېده.

ربیع الاول / ربیع الاخر: ربیع د پسرلي معني لري، دا د یخنۍ او ګرمۍ ترمېنځ موسم دے، یو ډول د پسرلي یا موسمِ بهار بارانونو ته هم، ربیع، وئیل کېږي، پۀ دې توګه، ربیع الاول، د بهار لومړۍ میاشت معنیٰ لري او ربیع الاخر د موسم بهار وروستۍ میاشت ده.

د یو لوے عالم دین وېنا تر مخه عربان به د پسرلي د تېرولو لپاره دغې میاشتو کښې پۀ خپلو کورونو کښې پاتې کیدل، پۀ عربي کښې، ‘ارتباع’ پۀ پسرلي کښې پاتې کېدو معني لري، نو دا دوه میاشتې د ربیع پۀ توګه تشریح شوي’. د دې میاشتو عام نوم ‘ربیعین’ دے چې معني ئې دوه ربیع ده.

د اسلام نه مخکښې دوره کښې ربیع الاول ته “خوان” او “مورد” او ربیع الاخر ته “بصن” او “ملزم” هم وئیل کېده.

جمادی الاول / جمادی الاخر: د اسلام څخه مخکښې وختونو کښې دا دوه میاشتې پۀ سخت ژمي کښې راتلې.. د ‘جمادي’ نوم دلیل دا دے چې اوبۀ د دې میاشتو پۀ جریان کښې د سخت یخ له امله ،جم، کېږي، د “جمادي” مترادف کلمې ‘انجماد’ او ‘منجمد’ ګڼلے شي.

وروسته له هغې چې کلېنډر پۀ بشپړ ډول “قمري” شو، د دې دوه میاشتو موسمي حالت د نورو میاشتو پۀ څېر پاتې نۀ شو، پۀ نتیجه کښې دا ‘یخې’ میاشتې اوس پۀ سخته ګرمۍ کښې هم پېښېږي.

د اسلام څخه مخکښې به جمادي الاول ته حنین، ملحان او مصدار، وئیل کېدۀ. جمادي الاخر ته جمادي الاخرة هم وئیل کېږي، چې پۀ برصغیر کښې ورته جمادي الثانیہ یا جمادي الثاني هم وئیل کېږي.

رجب: دا د هجري کال اوومه میاشت ده. د رجب کلمه له ترجیب څخه اخیستل شوې، چې د درناوي پۀ معنیٰ ده، ځکه چې عربانو دې میاشتې ته درناوے درلود او پۀ دې کښې جنګ کول ئې حرام ګڼل، دوي دې میاشتې ته رجب وئیل.

دا میاشت د “شهر الاصاب ، شهر راجم ، شهر حرام او شهر مقیم “شهر مطهر” او نورو پۀ نومونو هم یادېږي.

شعبان: د ‘شعبان’ نوم د ‘شعب’ کلمې څخه اخیستل شوے دے، د شعب معنیٰ جدا کول او جمع کول دي.

څرنګه چې عربانو د رجب پۀ میاشت کښې د سوداګرۍ او نورو چارو ترسره کولو لپاره د هیواد نورو برخو ته تلل ، له همدې امله دا میاشت د شعبان پۀ نوم یادېږي.

د اسلام څخه مخکښې دوره کښې، دا میاشت عاذل، وعل او موهب هم وئیل کېدۀ، زمونږ پۀ وطن کښې دا میاشت د شعبان المعظم پۀ نوم هم یادېږي.

رمضان: پۀ عام توګه دې میاشت ته رَم، ضان (رمضان) وئیل کېږي، پۀ داسې حال کښې چې د هغې تلفظ رَ مَ ضان (رَمَضَان) دے چې پۀ لومړیو دریو تورو ټینګار کوي ، رمضان لفظ د ؛ رمض؛ سره مشتق دے ـ چې معني ئې ده سخته ګرمي، سوځېدلې ځمکه ، او د شدیدې ګرمۍ له وجې د یو څۀ سوځول دي.

رمضان ته د “رمضان” وئیلو پۀ اړه مختلف نظرونه شتون لري، د یوې وېنا له مخې، پۀ دې میاشت کښې به د اوښانو د بچو پښې د سختې ګرمۍ له امله سوځیدې، ځکه ورته د رمضان نوم ورکړے شو.

د رمضان میاشت ته د اسلام نه مخکښې دوره کښې ‘ناتق او ذیمر’ هم وئیل کېدۀ، د اسلام راتلو سره دغه میاشت ته ‘شهر المبارک ، شهر الصابر او شهر الصوم’ ووئیلے شول.

شوال: شوال د {شول} له کلمې څخه اخیستل شوے، خپرېدو او وچولو معني لري ، د ‘شوال’ یوه معنا کمول دي، وئیل کېږي چې پۀ دې میاشت کښې به د څارویو شیدو کمے کولو، له همدې امله ئې نوم شوال دے.

د جاهلیت پۀ زمانه کښې به دې میاشتې ته “وَعِل ، عادل او جیفل” هم وئیل کېدۀ، دلته دا د شوال المکرم پۀ نوم هم یادېږي.

ذوالقعده: د دې میاشتې نوم د دوه کلمو مرکب دے، د ‘ذو’ معنی ‘اهل ، والا او صاحب’ ده ، او ‘قعده’ د ‘قعود’ کلمې څخه اخیستل شوے او د دې معنیٰ ‘ناسته’ ده، د لمانځۀ پرمهال د ناستې حالت ته هم قعده وئیل کېږي.

د دې میاشتې د ذوالقعده پۀ نوم دلیل دا دے چې عربیان به پۀ دې میاشت کښې د تجارت، جنګ جګړو، او د سفر نه پس ارام سره ناست وو، هم پۀ دغه مناسبت سره دا میاشت د ذوالقعده پۀ نوم ونومول شوه.

ذی الحجه: دا د هجري کال دولسمه او وروستۍ میاشت ده، دا پۀ مقدس میاشتو کښې هم شمېرل کېږي، څرنګه چې د اسلام له پنځو ارکانو څخه یو د حج رکن هم پۀ دې میاشت کښې ترسره کېږي، هم پۀ دغه مناسبت د ذی الحجه پۀ نوم یادېږي، یعنې د حج میاشت، د اسلام نه وړاندې وختونو کښې دې میاشتې ته ‘برک او مسبل’ هم وئیل کېدۀ.

دا هم ولولئ

کلتور، د کلتور ارزښت، موسيقي – انور نګار

کلتور يو داسې تورے دے، چې پۀ خپله غېږه کښې ئې يوه نړۍ رانغاړلې ده. …