نولس کلن اېشیاء کرکټ چېمپئین افغانستان لار غواړي – نقیب لووڼ

لوبې د بدن چستۍ او د دماغ د بېدارۍ د پاره دومره ضروري دي لکه د بدن د پاره خوراک ـــ خو تېرو دوه لسيزو کښې د يو بېن المللي پېژندګلو او تهذيب نخښه جوړه شوه. نن چې کومه دنيا کښې مونږ استوګنه کوو، مالي ګټو سره سره د یو قام بېن المللي لوبو کښې کردار هم اوس ډېر ازرښت لري.

پښتانۀ کۀ هر څومره پۀ بد حالات کښې وخت تېروي، کۀ د مذهب او پۀ بېلو بېلو نامو هر څومره پۀ جنګ جګړو اخته دي خو بيا هم کۀ چرته د لوبو او لوبغاړو خبره کېږي، پښتانۀ پکښې ښۀ معتبر او غوره ځاے پېدا کوي کۀ هغه د ډېورنډ دې خوا ته پښتانۀ دي کۀ هاغه خوا ته، د پاکستان لۀ طرفه د پښتنو کردار پۀ هره لوبه کښې دنيا ته لکه د نمر روښانه دے خو دنيا د يو جنګ خپلي افغانستان د کرکټ پۀ لوبه کښې کاميابۍ او کامرانۍ ته ګوته پۀ خولۀ پاتې شول.

کله چې ئې پۀ کال 2008ز کښې د افغانستان کرکټ بورډ تیږه کېښوده نو حالت دا وو چې دوي سره د لوبغاړو د پاره پېسې نۀ وې او پېښور کښې د ځان د پاره د لوبډلې وردي جوړوي او لۀ دې ځایه دوي اغاز وکړو. د يو افغان لوبغاړي محمد نبي مطابق چې کله مونږ د وردۍ صفا کړې نو د هغو پۀ شا نومان او نمبرې ختمې شوې او مونږ پۀ دې حالت کښې مېدان ته ورګډ شو، خو بيا دنيا ننداره وکړه چې دغه خلق دا ځل د کرکټ ورلډ کپ ته رسائي کوي.

د کرکټ مستقل رکن او ټېسټ کرکټ سيالیو لوبډلې زمبابوے له پۀ يوه ورځني او شل اوريزه لوبو کښې یو ځل پۀ زمباوبوے او بل ځل پۀ دوبۍ کښې شکست ورکوي.

2016ز شل اووریز ورلډ کپ کښې دوي هاغه لوبډله وه چې چېمپئين ويسټ انډيز نه ئې لوبه وګټله او بيا پۀ وېسټ انډيز کښې ئې ون ډے مېچ کښې شکست ورکړو. داسې يو بل نوموړي ټيم بنګله دېش له پۀ بنګله دېش کښې ماتې ورکول هم د دوي اعزاز دے.

پۀ 2017ز کښې د کرکټ بېن المللي ادارې (آئي سي سي) د ائرلېنډ سره سره و افغانستان ته د کرکټ د دولسم مستقل غړي او ټسټ کرکټ اهله ملک حېثیت ورکړو، کومه چې د جنګ زده ملک د پاره تر ټولو غټه خوشحالي ده. افغانستان د لوبغاړو پۀ مختلفو ليګونو کښې د پوسټر شناخت نه علاوه د افغانستان نولس کلن ټيم پۀ اېشياء کپ کښې د هند، پاکستان، سري لنکا پۀ شمول کپ کښې پۀ برياليتوب دا ثابته کړه چې افغانستان راروان وخت کښې د کرکټ لوے طاقت دے.

د کرکټ د برياليتوب او د افغانستان کاميابۍ دا ثابته کړه چې کۀ افغانستان لږ لۀ جنګه پۀ امن شي، دوي به د دنيا پۀ تهذيب کښې پۀ هر مېدان خپل برخه ورکړي او کۀ پاکستان او افغانستان وغواړي نو د کرکټ پۀ ذريعه دوي خپل نفرتونه پۀ محبتونو بدلولے شي. د پاکستان ويران مېدانونه ابادولو له هم د افغانستان او پاکستان د کرکټ رابطې يو معتبر کردار ادا کولے شي.

ضرورت اوس دا دے چې د دواړو خواو مشران پۀ دې باره کښې سوچ وکړي او د لوبو پۀ ذريعه د دواړو خوا خلق يو بل ته نزدې کړي. د وخت تقاضه هم دا ده چې دا رابطې بحال شي او نفرتونه ختمول د دې سيمې لوے ضرورت دے. را بطې د کرکټ پۀ رابطو جوړېدې شي.

افغانستان نړۍ له د باختر تهذیب ورکړے. افغان خاوره د مینې او امن قدر هم پېژني او قیمت هم.

نړۍ چې د افغانستان امن تروړلو باندې څومره استثمار کړے ؤ، د هغې پۀ نتیجه کښې غرغنډه شوې لمبې د نړۍ د هغه ښارونو زړونو ته ورسېدلې. پاکستان کۀ نۀ منل نو اوس ئې دا حقیقت ظاهراً منلے دے.

د نولس کلن اېشائي کپ ګټونکي د افغانانو زلمو کرکټ لوبډلې نړۍ باندې غږ کړے چې مونږ له د نړۍ پۀ تهذیب کښې د شریک تعمیري کردار د پاره لاره راکړئ.

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …